23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

واشنګتن – بى بى سي نيوز- باختر د تلې دمياشتې ٩
داروپا اتحاديې دبهرني سياست رييسې کاترين اشتون په واشنګتن کې ويلي دي غواړي چې له ايران سره دپنځه جمع يو هيوادونو خبرې ژمنيو کې په مثبته فضا کې پرمخ يوسي.
دميرمن اشتون  اشاره چې په واشنګتن کې د  وودرو ويلسون په موسسه کې خبرې کولې دامريکا دکانګرس يو شمير استازو ته وچې په ايران د زيات بنديز غوښتنه کوى.
د اروپا اتحاديي دبهرنۍ سياست رييسې وويل  لويديځ بايد په ټولو اړخونو کې خپل ښه نيت وښيي او خبرې پرمخ  يوسي  او له مقابل لورې څخه  ورته هيله ولري.
له دې سره هم ميرمن اشتون دايران پرخلاف د زياتو بنديزونو له لګولو سره دخپلې موافقې او مخالفت په باب په څرګند ډول څه  ونه ويل خو ويې ويل زما دنده دامريکا کنګرې ته دستونزې رامنځته کول نه  دي  .
داروپا اتحاديې دبهرنۍ سياست رييسې له ايران سره دخبرو برياليتوب مهم وباله او ويې ويل موږ په ژنيوکې له هغوي سره ګورو او زه به دخبرو مشرۍ په غاړه ولرم.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دتخار ولايت دپرمختيايي شورا رييس پرون له  دوو تنو ساتوونکو سره يې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا  شهيدکړاى شو .
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول خليل اسير باختر آژانس ته وويل :  دتالقان ښار دسراى سنګ د پرمختيايي شورا رييس نجيب الله دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په  ډزو سره  ووژل شو.
د اسير دڅرګندونو له مخې :   دغه  پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دتخار دپرمختيايي شورا رييس له دوو تنو ساتوونکو سره يې  دتالقان ښار په ريګ آباد سيمه کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خواپرې بريد وشوچې له امله يې  دتخار دپرمختيايي شورا رييس له دوو ساتوونکو سره يې ووژل شو او يو بل ساتوونکي  يې ټپي شو.
ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :  دپيښې بريد کوونکي له ساحې څخه
په تښتې بريالي  شوي دي .
دپيښې دعاملينو دموندولو په مقصد دپوليسو هلې ځلې پيل شوي دي .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دملي اردو منسوبينو نن د غزني او خوست ولايتو په مربوطاتوکې دچاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
دملي اردو منسوبينو دسولې او آرامي دټينګښت په مقصد دغزني ولايت خوږيانيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دآتشفشان په نامه چاڼيز عمليات پيل کړل چې له امله يې يوه  داشکه او يو هاوان له منځه يوړل شول، دهاوان نهه ماينونه  د ډي سي توپ  څلور ګولۍ او د وسايطو ضد شپاړلس ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.
دملي اردو منسوبينو دخوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په  مربوطاتو کې د نورو چاڼيزو عملياتو په بهير کې له دوو شريدونو سره يې يو زيکويو ترلاسه کړى دى .
دغه راز  دملي اردو منسوبينو دنيمروز ولايت دلا آرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ګزمې په بهير کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
ديوبل خبر له مخې :  دپکتيا ولايت د زرملى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماينو دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شول او يو تن ټپي شو . دميدان وردګو ولايت دچک او د زابل د شاه جوى په ولسواليو کې دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان  او درې تنه نور  ټپيان شوي دي .

بغداد\ دويچه ويله \  باختر د تلې دمياشتې ٩
دعراق د پايتخت بغداد ښار په بيلابيلو سيمو کې دموټر بمونو دچاودنې له امله څه ناڅه پنځوس تنه  ووژل شول .
باختر آژانس دآلمان د دويچه وله دانترنتي پاڼې له خولې خبر راکړ  :
دبغداد په بيلابيلو سيمو کې څه ناڅه دولس چاودنې شوي دي چې له امله يې پنځوس تنه ووژل شول او څه ناڅه سل تنه نور تپيان شول  .
دخبري منابعو دخبرله مخې :  ډيره خونړۍ چاودنه دبغداد په شيعه ميشته سيمه کې ترسره شوې ده.
خبرځاى دپوليسو له خولې خبر راکړ  :  په دې وروستيو وختو کې عراق دفرقه يې خونړيو او بريدونو ډګر  وچې په منځنۍ کچه هره ورځ په لسګونه تنه وژل کيږي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دهسپانيې دفوټبال دسياليو د اوومې اوونۍ په پاى کې تيره شپه ګرانادا اتلاتيک بلباو پر ټيم بريالۍ شو  .
په دې سياليو کې ګرانادا ، ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره داتلاتيک بلباو  ټيم ته ماتې ورکړه .
دخبري منابع له خولې د باختر آژانس دخبرله مخې :  تراوسه پورې دبارسلونا ټيم ددغو لوبو دنتيجو دجدول په سرکې دى او  ورپسې اتلاتيک مادريد او ريال مادريد ځاى نيولى دى .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
داروپا دملتونو جام د فوټبال سيالۍ نن شپه  په اتو لوبو  سره دوام کوي  .
دغه سيالۍ چې نن شپه دافغانستان په وخت په اتو بجو پيليږي دشپې ترنيمايي پورې دوام کوي.
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :  ددغو سياليو په حساسه لوبه کې د پورتو پرتګال ټيم داسپانيا له اتلاتيک مادريد سره داسکاتلند دسلتيک ټيم داسپانيا له بارسلونا سره ، دهالند د آژاکس ټيم دايتاليا له ايسي ميلان سره سويس  بازل د آلمان دشالکه  له ټيم سره ،دآلمان  ((  دورتمندټيمدفرانسې له مارسې  تيم سره او دانګلستان دارسنال ټيم دايتاليا له ناپولي سره سيالۍ کوي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
څلور بريتانوى عسکر په هلمند ولايت کې ديوځانمرګې بريد له امله ټپيان شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دغه پيښه پرون د هلمند ولايت دنادعلي په ولسوالۍ کې رامنځته  شوه .
دافغان مقاماتو دڅرګندونو له مخې  : بريتانوي ځواکونه د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمه بوخت وو چې دوي ته څيرمه ځانمرګې بريد وشو او له امله يې ددغه هيواد څلور تنه عسکر ټپيان شول .
دا پيښه په داسې حال کې وشوه چې په هلمند ولايت کې ميشت بريتانوى ځواکونو د نهرسراج په ولسوالۍ کې يوه  پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپارلي ده .
دبريتانيا د دفاع وزارت  دهمدې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ددغه هيواد ځواکونه د ٢٠١١ م کال دجولاى له مياشتې په دغې اډې کې  شتون درلود. دبريتانوي دمقاماتو دڅرګندونو له مخې :  هيله کيږي چې په هلمندولايت  کې
د روان کال  اکتوبر دمياشتې تر پاى پورې څلور نورې اډې هم افغان ځواکونه وسپارل شي.

سيول \  نړيوالې خبري\  باختر د تلې دمياشتې ٩
دامريکا ددفاع وزير چک هيګل هيله کړې ده چې دلړم دمياشتې تر پاى پورې دامريکا او دافغانستان ترمنځ امنيتي او دفاعى موافقه ليک لاس ليک شي.
جګ هيګل  دغه موضوع پرون په جنوبي کوريا کې دامريکايي ځواکونود شميرينې له  يو مرکز څخه دکتنې په وخت کې بيان کړ او ويې ويل زما په باور امنيتي تړون ډير مهم دى او له هغه پرته پرمختګ نه شي کيداى.
دفرانسپرس خبري آژانس دجګ هيګل له خولې وليکل  چې امريکا دافغانستان له حکومت سره خبرې کوي چې  دغه تړون د لړم له مياشتې مخکې لاس ليک کولو ته چمتو شي.
امريکا په پام کې لري چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې خپل اووه پنځو زره تنه ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو که د دواړو هيوادونو ترمنځ امنيتي موافقه ليک لاس ليک شي يو شمير امريکايي عسکر په  له ٢٠١٤ کال  وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
امريکايي مقاماتو تراوسه پورې په رسمي او دقيق ډول نه دي ويلي چې دموافقه ليک دلاس ليک کيدو په صورت کې به له ٢٠١٤ کال وروسته  څومره امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي او دهغو ماموريت به څه وي  .

دمشق \  وي او  اي نيوز \ باختر د تلې دمياشتې ٩
دسوريې دکيمياوي وسلو دله منځه وړلو په باب دپريکړه ليک له تصويب وروسته دملګروملتو سازمان دامنيت شورا خپله پاملرنه په دغه هيواد کې خراب بشري بحران ته جلب کړې ده . .
دملګروملتو په سازمان کې داستراليا سفير او دامنيت شورا ادارى  رييس ګري فرانسيس کونيلان پرون  وويل،  هيله لري چې دامنيت شورا په  روان اونۍ کې په ټينګار سره دسوريې له رسمي مقاماتو څخه وغواړي چې په  دغه  هيواد کې بشر دوستانه اړتيا  وړ مرستو دويشلو لپاره دې دسملاسي اجازې زمينه برابره کړى .
اوس دسوريې دولت دمرستې رسولو دولسو ډلوته اجازه ورکوي چې دغه هيواد ته ننوځي.
دملګرو ملتوسازمان اعلام کړى دى  ځينو ښارونو ته دنښتو له امله  دورتګ امکان نلري ،  دپلټنې په لسګونو پوستې  ، اصلي واټونه تړلې دي او دمرستې درسولو مخه نيسي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دانګلستان دفوټبال په سياليو کې دآفرتن ټيم  دنيو کاسل يونايتد ټيم په مقابل کې په برياليتوب سره دنتيجو دجدول څلورم  مقام ته لوړ شو .
دغه سيالۍ چې تيره شپه تر سره شوې دآفرتن ټيم د دوو په مقابل کې په  دريو سره دنيو کاسل پرټيم بريالي شو او د نتيجودجدول څلورم مقام يې وګاټه .
باختر آژانس دنړيوالو خبري منابعو دخبرله مخې خبر راکړ :   تراوسه پورې دآرسونال ټيم دنتيجو دجدول په سر کې ځاى لري او ورپسې دمانچستر او تاتنهم ټيمونو دي .