18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلي څلورمه :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې له ګډون وروسته، نن د چین هېواد د صدراعظم له مرستیال ونګ یانګ سره چې په  عین حال کې د چین د اقتصادي او سوداګریزو چارو عمومي مسوول هم دی، په خپل استوګنځي کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي چین د افغانستان لرغونی دوست او ګاونډی هېواد وباله، هیله یې وکړه چې افغانستان هم  یوه ورځ د چین په څېر ستر اقتصادي پرمختګونه وکړي.
د چین د صدراعظم مرستیال حامد کرزي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: تاسو په تېره یوه لسیزه کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی چې موږ ستاسو دغو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو.
ښاغلي ونګ یانګ وویل چې افغانستان د سیمې په هېوادونوکې د چین لپاره یو مهم ګاونډی هېواد دی.
ده وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د چین په ګټه دی، چین د افغانستان د سولې له پروسې او د تروریزم پرخلاف له مبارزې څخه ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر وحیدالله شهراني د تېرو دوو ورځو راهیسې په افغانستان کې د چینایي پروژو د کارونو د چټکتیا او د کانونو په برخه کې د چینایي پانګوالو لخوا په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره له چینایي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.#

کابل\باختر\دميزان٣
په افغانستان کې دتوريزم دصنعت دڅيړنې ترعنوان لاندې دريم ملي کنفرانس نن داطلاعاتو اوفرهنګ د وزارت له خوا جوړشو اودتوريزم نړيواله ورځ ونمانځل شوه
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخي :   په هغې غونډه کې چې دتوريزم د نړيوالې ورځې دنمانځلو په مناسبت ديوشميردولتي مقاماتو، ديوشمير ولايتونو دواليانو دځينو وزارتونو دمعينانو او رئيسانو،يوشمير پوهانو،فرهنګيانو اودسياحتي شرکتونو ديوشميرمسوولينو په ګډون دقرغې په ماڼۍ کې جوړه شوې وه په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي پيغام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي له خوا ولوستل شو چې دپيغام په يوه برخه کي په دې  ترڅ کې چې د توريزم دنړيوالې ورځې  دنمانځلوپه خاطرداطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت او ددغه وزارت د توريزم له معينيت څخه دتوريزم دنړيوالې ورځې دنمانځلو په خاطر چې په دې وسيله يې په افغانستان کې دتوريزم دصنعت دراتلونکي ودې اوپرمختيا په خاطر خپله ژمنه بيا نوې کوي په قدردانۍ سره
ياد شوى دى  او ويل شوي دي چې سږکال د تريزم د نړيوالۍ ورځې دنمانځنې ترڅنګ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتوريزم دڅانګي په نوښت دتوريزم دانستيتوت دودانۍ دجوړولوکارهم پيل شو چې په دې انستيتوت کې به ځوانان دتوريزم دصنعت دنړيوالومعيارونو له مخې زده کړه وکړي اوزموږ په هيواد کي په سيلانيانو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي . 
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په دې ترڅ کې چې دافغانستان دبډاي طبيعي اولرغونواودسياحتي ساحوپه باب معلومات ورکړل او په افغا نستان کې يې دتوريزم دصنعت دپرمختګ په لاره کې يولړخنډونه بيان کړل ويې ويل افغانستان دګوتي په شمارهيوادونو له جملې څخه دى چې دطبيعي اوتاريخي ساحو دلرلو له پلوه  ډير  بډاى دى .
ده دغه راز ټينګاروکړ چې زيات هيوادونه دتوريزم صنعت له لارې په کافي اندازه عوايد ترلاسه کوي خو له بده مرغه  افغانستان داسي دي چې و مو نشو کړاى څنګه چې ښايي دغه صنعت په هيواد کي پلي کړو.
ډاکتر رهين وويل :  دتوريزم دصنعت په لاره کې يومهم خنډ امنيتي مسئله ده او په امنيت برسيره نورخنډونه هم شته  .
دډاکتر رهين دڅرګندونو له مخې  : هغه وخت د توريزم صنعت په خپلو پښو دريږي برياليتوب راولي چې بنسټونو ته پ املرنه وشي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دتوريزم صنعت ته په زياتې پاملرنې چې کولى شي هيواد ته زيات عوايد راوړي  ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې دافغانستان دعالمانو دشورا غړي مصطفي بارکزي هم په هيواد کې دتوريزم داهميت په باب خبرې وکړې او ويې ويل هغه تمدنونه چې په نړۍ کې ګورو ټول د توريزم له برکته دى او افغانستان دلرغونو اوطبيعي زياتو سيمو لرونکي هيواد دى چې کولاى  شي دتوريزم له لارې  زياته ګټه ترلاسه کړي .
وروسته د کابل والي عبدالجبارتقوا په هيواد کې دتوريزم په لاره کې له يولړ پرتو خنډونو سره اړيکه  ونيوله ويې ويل دشمال اوجنوب يرغلونه زموږ هيواد داسې پړاو ته رسولي دي چې سيلانيان ونه غواړي دغه هيواد ته سفر وکړي  .
ده په دې ترڅ کې چې په هيواد کې دتوريزم دصنعت د ودې اوپرمختيادڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل ددغې برخې په وده کې يې دخصوصي سکتور رول  هم مهم وباله  .
په دې غونډه کې د پروان والي عبدالبصير سالنګي هم په هيواد کې دتوريزم دصنعت د ارزښت په باب چې د تورستي ځايونوله پلوه بډآى دى خبرې وکړې اودهغوطبيعي سيمو اومنظرو او دلرغونو او تاريخي ځايونو په باب چې دپروان په ولايت کې شته معلومات  ورکړل او دغوسيمو ته يې پاملرنه مهمه اوضروري وبلله
ددغې غونډې په بهيرکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستاين ليکونه دډاکتر رهين له خوا دکابل ، پروان ،باميانواو غزني دولايتونو په واليانو اواستازو او دآقاخان  دفرهنګي مرکز په استازي  وويشل  شول  .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير د افغاني لاسي صنايعو نندارتون چې دتوريزم دنړيوالۍ ورځې په وياړ برابرشوى  وو  پرانيست اودهغه بيلا بيلې څانګې وکتلې .
دغه راز په افغا نستان کې دتوريزم دصنعت دڅيړنې په دريم کنفرانس کې پوهاند رازقي نړيوال په نورستان کې دتوريستي جاذبو په باب مقاله ولوستله ، دآقاخان دټولنې استا زي اميرفولادي په افغا نستان کي دتوريزم په وده اوپراختيا کې دنړيوالو سازمانونود رول په باب ،  کپتان عظيمي دتوريزم په صنعت کې دآسانتياودبرابرولو په لاره کې دهوايي برخې د رول او ارزښت په باب ، فدامحمد شيرزاد په هيواد کي دتوريزم په جذب کې دخصوصي برخې دارزښت په باب حسن زي منګل دسياحتي شرکتونو په استا زيتوب دسياحتي شرکتونو دفعاليت دڅرنګوالي په باب اوعبدالمتين جمشيد په دې  باب چې څنګه کولاى شودتوريزم فعاليتونه په ستندرد ډول وړاندې کړو په ترتيب سره معلومات ورکړل.
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي دکنفرانس نتيجې ارزښتناکې وبللې اوټينګار يې وکړچې ټول سياحتي اوتوريستي شرکتونه اوهوټلداران دې بايدخپل فعاليتونه اوخدمتونه په معياري ډول وړاندې کړي .
دکنفرانس په پاى کې دموسيقى  دتوليد دآمريت دهنرمندانو له خوا دسيمه ييزې موسيقى کنسرت اجرا شو .

کابل\باختر\دميزان٣
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال دسويډن د اردو له لوى درستيز سره په کابل کې  وکتل او د امنيتي ، د ملي اردو  دپراختيا او دهيواد دامنيتي مسوليتونو دليږدونې  دپړاونودتطبيق دمسئلو په باب يې خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :   په دي کتنه کې دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال څارنپوه عنايت اله نظري دامنيتي حالاتودملي اردو دمنسوبينودظرفيتونو اومسلکي ځواکمنتياو دلوړوالي ،دامنيتي مسوليتونو  د منلواو دملي اردو دبرياليتوبونوپه باب خبرې وکړې او ويې ويل افغان امنيتي ځواکونه  په تيره بياملي اردو ددفاعي ځواکمنتياو هغې اندازې ته رسيدلي چې دخپل هيواد امنيتي مسوليتونه  په مستقلانه اوبرياليتوب سره په غاړه واخلي .
دملي دفاع  وزارت لومړي مرستيال يادونه وکړه  راتلونکى  کال دافغانستان دخلکو لپاره مهم کال دى  چې دوه  مهمي پيښې به په مخکې ولرو يو د امنيتي مسوليتونو د ليږدونې د بهير بشپړيدل  اوبل دجمهوري رياست د انتخاباتو ترسره کول  چې دملي دفاع وزارت له  نورو امنيتي ارګانونو سره دانتخاباتودبهيردامنيت دتامينولو په لاره کې لازم تدبيرونه نيولي دي  .
ده دنړيوالې ټولنې دهيوادونو له خواد ملي اردو دځواکونودسياسي اولوژستيکي ملاتړ په دوام باندې  ټينګاروکړ.
دسويډن لوى  درستيزاو د دغه هيوادسفيرهريود خبرو په ترڅ کې  ډاډ ورکړ چې د دوي حکومت اوخلک دافغانستان د خلکودملاتړ په لاره کې به  په خپلوژمنو ولاړ وي او له ٢٠١٤ کال وروسته هم په بيلا بيلو برخو کې په له افغانانو سره مرسته وکړي

کابل\باختر\دميزان٣
دافغا نستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا د مالي دجمهور  رييس په توګه د روان کال داګست د مياشتې په انتخاباتوکې دابراهيم بوبکرکيتا دټاکنې له ا مله د ده په نامه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى . 
په پيغام کې ويل شوي دي خوښ  يم دافغانستان د خلکو په استازيتوب دخپلو مبارکيوښه مراتب دمالي جمهوريت دمنتخب جمهور رييس په توګه ستاسو دټاکنې  له ا مله څرګند کړم .
هيله لرم ستاسو په مشرۍ د افغانستان او دمالي جمهوريت ترمنځ اړيکې په ټولو برخو کې زياته  پراختيا ومومي  .

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٣:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشری، په سیمه ایزوخت نن ماښام د چین هېواد د شانشي ولایت د شییان ښارته و رسېد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
حامدکرزي او ملګري پلاوي ته یې د شانشي په نړیوال هوایي ډګرکې د شانشي ولایت د مرستیالې او په چین کې دافغانستان د سفیر محمد کبیر فراهي لخوا هرکلی وویل شو.
حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې نن ماښام د شانشي  ولایت له والي سره وګوري او سبا به د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د جمهوررئیس ويندوى  ایمل فیضي وویل چې  چین ته د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سفر ددغه هېواد د جمهوررئیس شي جین پینګ په رسمي بلنه  وشو .
فیضي زیاته کړه: جمهوررئیس به چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد له جمهوررئیس، صدراعظم او له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او په سیاسي، امنیتي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا او د سیمه ایزو مسلو په باب خبرې اترې وکړي.
د جمهوررئیس ویاند وویل چې له  دوست او ګاونډي هېواد چین سره زموږ اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د ګډې اعلامیې په چوکاټ کې د اهمیت وړ دي او افغانستان له دغه هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
ده وویل چې په دې سفرکې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې، د عینکود مسو د پروژې د کار د چټکتیا او د چین د پطرولیم د شرکت لخوا د آمو سیند په سیمه کې د ګازو د سیمو د استخراج په باب د دغه شرکت له علاقه مندی څخه د افغانستان د ملاتړ په باب  به هم خبرې وشي.
ایمل فیضي وویل چې حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې همدا راز د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو له دیپلوماتیکو غړو سره له دغه سازمان سره، له  تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د همکاریو د پراختیا په باب هم  خبرې وکړي.
فیضي څرګنده کړه چې چین ته د حامد کرزي د سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکاری درې هوکړه لیکونه لاسلیک شي چې د هغې له جملې څخه له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو چینایي ایوان مرسته، د زندانیانو د استرداد او د کابل پوهنتون او د چین د شییان پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه شامل دي.
ده وویل چې اوس مهال له ۷۰ څخه زیات افغان پوځي محصلین په بېلابېلو برخوکې د چین په هېواد کې په زده کړو بوخت دي او پر دې سربیره له ۴۵ څخه  زیات د ملي پولیسو افسران له نیشه یي توکو او د الې ګولې پرخلاف د مبارزې په برخه کې په دغه هېواد کې په زده کړه بوخت دي او په پام کې ده چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته زیات شي.
د جمهوررئیس ویاند ټینګار وکړ چې افغانستان د چین له ملي حاکمیت، د خاورې بشپړتیا او د تایوان، تبت او سنګیانګ د مسلو په اړه د دغه هېواد د دولت له دریځ څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

کابل\باختر\دميزان٣
دهيواد دکورنيوچارو وزير د پوليسو له مشرتابه سره په کتنه کې په انتخاباتوکې دپوليسو دبيطرفي غوښتنه وکړه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت د کورنيوچارو وزيرمحمدعمر داودزي له ولسي جرګې څخه د باوردرايې له ترلاسه کولو څوساعته وروسته دملي پوليسوله جګپوړو  مسوولينو سره وکتل  او په انتخاباتوکې د دوي دبيطرفي داصل په رعايتولو او دامنيت د تامينولو په  لاره کې دجدي اقداماتو غوښتنه وکړه  .
ده وويل :  چې دجمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو دانتخاباتودامنيت دتامينولو او په دغوانتخاباتوکې دپوليسو دبيطرفي د رعايتولوڅرنګوالي دپوليسو په وړاندې دافغانستان د خلکو له کليدي پوښتنو څخه دي او ايجابوي چې دپوليسو ټول منسوبين دې دقومي ،سمتي ،ګروهي اوژبنيو تعلقاتو له پاملرني پرته خپلو مقدسو دندو ته چې هماغه دانتخاباتودامنيت تامينول دي په ټول جديت اوصداقت سره عمل وکړي .
دکورنيو چارو وزيرد رايې ورکولود مرکزونو، دجمهوري  رياست او د ولايتي شوراګانو دکانديدانو د انتخاباتو دکميسيون د مامورينو او رايوورکونکودامنيت تا مينول دانتخاباتو دامنيتي پروګرام  په چوکاټ کې دپوليسو له دندو څخه وبلل او په دې برخه کې  دپوليسو په جدي اقداماتو ټينګاروکړ .

کابل\باختر\دميزان٣
دکارټولنيزو،شهيدانو اومعلولينودچارو وزيري آمنې افضلي دهرات له والي
سيد فضل الله وحيدي سره په کتنه کې په بيلا بيلو برخوکې دسيمه ييزې ادارې برياليتوبونه يې ارزښتناک اعلام کړل .
ميرمن افضلي چې له سيمه ييزو مقاماتوسره دکتنې او دڅو فني اوحرفوي طرحو دپرانيستلو په مقصد يې د هرات ولايت ته سفرکړى دى  دسيمه ييزي ادارې دمسوولينوله خوا دټولنيزو پروګرامونو دطرحې اواجراکولو په تيره بيادمعلولينو دملاتړ، دشهيدانواومعلولينو له کورنيو سره د مرستې ،کارموندنې اودحرفوي زده کړو په څانګو کې يي دغه پروګرامونه وستايل اوټينګاريې وکړچې دکاراو ټولنيزو  چارو وزارت هم ددغو پروګرامونو ملاتړ کوي .
دباختراژانس دخبر له مخي  : د هرات والي سيدفضل الله وحيدي دچارودسمون دښه حکومت والۍ دبيارغاونې دبهيردګړندې کولو په خاطر دملي اونړيوالو موسسو دهمکاريو جلبول او دسولې دپروګرامونو له پياوړتيا سره د مرستې په لاره کې دسيمه ييزې ادارې  برياليتوبونه بيان کړل او ډاډيې ورکړچې سيمه ييزه اداره دخلکو دژوندانه د حالت له ښه والي سره دمرستې په لاره کې په له هر راز اقدام څخه استفاد ه وکړي .
په دې کتنه کې دسياسي مرکزونو اوقونسلګريو دفعاليت په خاطر دديپلوماتيکي سيمې دجوړولو په باب دهرات د ولايت طرحه هم وڅيړل شوه اودکار اوټولنيزو چارو  وزيرې دغه طرحه ارزښتناکه او ګټوره وبلله

کابل\باختر\دميزان٣
دکابل پوهنتون دښکلوهنرونو دپوهنځي يو تالارد دغه پوهنځي ديواستاد او بنسټ ايښودونکي ډاکتر عنايت الله شهراني په نامه ونومول شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخي :  په هغيې غونډه کې چې دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي رييس پوهاند محمدعالم فرهاد د ډاکترشهراني دکارونواو ارزښتناکو خدمتونو يادونه وکړه او ويې ويل چې ډاکترعنايت الله شهراني  دکابل پوهنتون دښکلوهنرونو دسابقه داراستاداو يوتن بنسټ ايښودونکي په توګه داسي هنري کارونه کړې دي چې  دده دفکراوانديشې اوپوهې له وسعت څخه يې سرچينه اخيستې ده  .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم  په خپل پيغام کې  چې ددغه وزارت دسلا کار جلال نوراني له خوا ولوستل شو ويلي دي  پروفيسرډاکتر عنايت الله شهراني څولسيزي مخکې زيات زيار وګاله چې په کابل پوهنتون کې لږ ترلږه يو ديپارتمنت دهنرونو د تدريس لپاره تاسيس شي د ده او د ده ديارانو نه ستړې کيدونکي هلې ځلې په  پاې کې نتيجه  ورکړه او ديپارتمنت جوړشو .
په پيغام کې ويل شوي دي له هماغه پيل څخه معلومه وه چې دى  دتياتر،سينما، موسيقى ، نقاشى ،خوش نويسي ،مجسمې او دنورو هنرونوپه شان دهنرونو لپاره ديومستقل پوهنځي دجوړولو په فکرکې دي .
ده  د ډاکترنعيم  فرحان ، حامدنويد،حيدرزاده ،زليخانوراني  ،استادبيسد او دنورو استادانو په شان د استادانو په جلبولو سره يې دهنرونودپوهنځي دجوړولو زمينيې برا برې کړې .
له بده مرغه هغه ګواښونه چې د وخت د رژيم له خوا د ده ژوند ته متوجه شول په جبري توګه مهاجرشواوتراوسه پورې دامريکا په متحده ايالاتو کې ژوند کوي او دانديانا په يونيوسيټي کې داستاد په توګه تدريس کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دده څوکتابونه په تيره بيادموسيقى اونقاشى په باب چاپ کړي دي .
ډاکترعنايت الله شهراني د اخندملاعبادالله خان  زوي د١٣٢١ هجري لمريز کال دليندى په اتمه نيټه دبدخشان دخاص شهران په کلي کي  وزيږيد ابتدائي زده کړي دخاش په ښوونځي کې ،منځنۍ زده کړې په کابل کې دابن سينا په ښوونځي کې او ليسه يې دکابل په  دارالمعلمين کې پاى ته ورسولې .
د ى په ١٩٦٢ کال کې دوخت دښوونې اوروزنې پوهنتون په لومړي دوره کې شامل اود دغه پوهنتون دلومړۍ دورې فارغانو له جملې څخه دى خپله ماستري يې په ١٩٧٧ کال کې دامريکا د متحده ايالاتو د آريزوناى له پوهنتون څخه او د ډاکترۍ درجه يې  په ٢٠٠٩ کال کې پاى ته رسولې ده  .
دى  په افغانستان کې دموسيقى اوهنرونو په باب دڅوکتابونو مولف دى .

کابل\باختر\دميزان٣
دسنامجلس دلومړي نايب  محمدعلم ايزديار په مشرۍ دمشرانوجرګې درييسانو د کميټې په غونډه کې دعمومي غونډو اوکميسيونونودکاري چارو په باب  په خبرو سربيره پريکړه وشوه  چې دتلې دمياشتې د اوومې نيټې ديکشنبۍ د ورځې په غونډه کې د ولاياتو دچارو وزارت ته دسيمه ييزو ارګانونودخپلواکې ادارې دلوړولو په باب دولسي جرګې دطرحې او دتلي دمياشتې په نهمه نيټه دسه شنبې په ورځ د ښاري خدمتونودمحصول د قانون دڅلورمې ګڼې ضميمې په باب خبرې اترې وشي .
دمشرانوجرګي مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ: دغه راز درييسانو دکميټې  په غونډه کي دمشرانو جرګې په عمومي اودکميسيونونو په غونډو کې دغړو د حضور اوغيابت په باب خبرې وشوې اوټينګار وشوچې سناتوران دې په عمومي او دکميسيونونو په غونډو کې فعاله  ونډه واخلي .
دغه راز په دې غونډه کې دهيواد دشهيدانو پاک روح ته د دعا په ترڅ کې  ټينګار وشو چې دمشرانو جرګې غړي دې دنوم ورکو شهيدانو دفاتحې په مراسمو کې چې ټا کل شوې ده دتلې دمياشتې په اتمه نيټه دهيوادپه بيلابيلوسيمو کې پرځاى شي په فعاله توګه ګډون وکړي

کابل\باختر\دميزان٣
يو زروشپږ سوه تنوزده کوونکو چې د زده کړې يوه  دوره يې دحضرت محمد (ص) دعالي تعليماتو په انستيتوت کې بشپړکړي ده نن يې دفراغت سندونه ترلاسه کړل
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخي  :   په هغې غونډه کې چې د ځوانانو دچارو دمعينيت له خوا دحضرت محمد(ص) دعالي تعليماتو دانستيتوت په همکارۍ دملي راډيوټلويزيون په تالارکې جوړه شوې وه  په يو زرو شپږ سوه تنو زده کوونکو چې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت اودحضرت محمد(ص) دعالي تعليماتو دانستيتوت ترمنځ د تفاهم ليک له مخي ، دانجنيري داقتصادي ظرفيت د ودي دنطاقۍ ،کمره او کمپيوترساينس په څانګو کې يې دظرفيت دلوړولو شپږ مياشتنۍ دوره پاى ته رسولي ده  دفراغت سندونه وويشل شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانود چارو معين تيمورشاه اسحق زي دفارغانو دتصديق ليکونود ويشلوپه وخت کې وويل ،  دځوانانودچارو معينيت تل هلې ځلې کوي چې  دمشخصو پروګرامونو په  جوړولو سره د ځوانانو ستونزې حل کړي  .
ده دغه رازځوانان دکورنۍ اوټولنې په وړاندې دخپلو مسووليتونو اداکولوته ځير کړل او زياته يې  کړه  : ځوانان کولاى  شي له فسادسره د مبارزې، دسولې دټينګښت او سوکاله ټولنې دجوړولو په لاره کې ارزښتناک رول ولري او دجمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتوکې په ګډون سره دخپل نظروړ کانديد ته درايې  په ورکولو سره دهيواد په وړاندې خپل مکلفيت ترسره کړي .
دغه راز په دې غونډه کې يو شميرزده کوونکو خپلې تحقيقي مقالې ولوستلې .
دغونډې  په پاى کې هغه ستاين ليکونه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت اودحضرت محمد(ص) د عالي تعليماتودمسوولينو له خوا برابر شوي وو په فارغانو  وويشل شول .
دځوانانو دچارو معينيت ځوانانو ته دتحصيلي زمينو د  برابرولو په مقصد دروان کال له پيل څخه بريالي شوي دي پنځه ديرش زره تنه ځوانان د زده کړې په مقصد دخصوصي لوړوزده کړو مرکزونو ته معرفي کړي  .