12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کولمبيا له افغانستان سره همکاري کوي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر کولمبيا له افغانستان سره د کانونو...

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې...

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر اته وسله وال طالبان په ارزګان کې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
په ننګرهارولايت کې نن ديو بڼ دملکيت پرسره دنښتې له امله دوه تنه ووژل شول
او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه د سره رود په ولسوالۍ کې هغه  وخت رامنځته شوه چې دسيمې اوسيدونکو ديو بڼ دملکيت پرسر له يوبل سره وسله واله  نښته وکړه .
دننګرهار ولايت دسره رود ولسوال  سيدعلي اکبر پاچا باختر آژانس ته وويل :
په دې نښته کې له  دواړو لورو څخه دوه تنه  ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول خوعيني شاهدان وايي چې په دې نښته کې دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
دسره رود دولسوال دڅرګندونو له مخې :  امنيتي ځواکونو ددغې نښتې شپږ تنه عاملين نيولي دي .
دباختر آژانس خبريال ګلستان غالب دسره رود  په ولسوالۍکې  دنښټې له سيمې څخه خبر راکړ اوس په سيمه کې حالت دامنيتي ځواکونو په هلو ځلو سره  عادي شوي دي.

Saturday, 28 December 2013 17:51

نوي ټاکنه

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
عبدالهادى رفيعى دفوايد عامې وزارت دمالى او اداري معين په توګه وټاکل شو دجمهوري رياست عالى مقام دجګپوړو پستونو په ټاکنو کې دجمهور رييس دځانګړي مشورتي بورد له نظر او دفوايد عامې وزارت له وړانديز سره سم دفوايد عامې وزارت دمالي او اداري معين په توګه دعبدالهادى رفيعى ټاکنه منظوره کړه.

 کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٧ :
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ  له یو شمېر مشرانو سره په داسې حال کې وکتل چې د ښار جوړولو او اقتصاد وزیرانو، د ښار جوړولو په چاروکې د جمهوررئیس سلاکار، کابل والي او د نوي کابل د پروژې رئیس هم حضور درلود.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، سید مقبول، مولوي اسماعیل او حاجي عبدالنصیر د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د مشرانو په استازیتوب د ده سبز د پروژې او د خپلو ځمکو د استملاک د ستونزې په اړه خبرې وکړې.
دوی وویل چې د ده سبز خلک د نوي کابل د پروژې د پلې کېدو غوښتونکي دي خو د دوی ځمکې باید د قانون له مخې استملاک شي او خلک باید خپل حق ترلاسه کړي.
همدا راز په دې کتنه کې د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ مشرانو څرګنده کړه که چېرې د دوی ځمکې نه استملاک کیږي، باید په یاده پروژه کې ورته ونډه ورکړل شي.
د هېواد جمهوررئیس د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د مشرانو د غوښتنو او وړاندیزونو له آوریدو وروسته، دې ته په اشارې سره چې د نوي کابل د پروژې د کار پیلېدل د یو شمېر ستونزو له امله ځنډیدلی دی ، وویل چې د نوي کابل د پروژې پلي کېدل د ده سبز د خلکو په خیر دی خو په دې شرط چې په هغې کې د ځمکې هیڅ ډول دعوه موجوده نه وي او د ده سبز ټول خلک پر هغې باندې موافقه ولري.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، په پام کې لري چې په دې برخه کې د ده سبز ولسوالۍ د ټولو اوسېدونکو موافقه ترلاسه کړي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دافغانستان دتنکيو ځوانانو دشطرنج د ملي ټيم  ورزشکارانو په متحده  عربي اماراتو کې د نړۍ  دتنکيو ځوانانو دشطرنج د لوبو په لسم   پړاو کې د الجزيره زيمبابوي او دجنوبي کوريا له هيوادونو څخه خپلو سيالانوته ماتې ورکړه  .
باختر آژانس ته دبدني روزنې سپورت او د اولمپيک دملي کميټې د دعامه
پوهاوى د اطلاعاتو د امريت دخبرله مخې :
ددغو سياليو په لسم  پړاو کې چې پرون ترسره شو محمدنعمان خپل الجزايري سيال ، ويس احمد زيمبابوې  ورزشکار او احمد جمشيد په خپل کوريايي سيال بريالي  شول  او دغه راز په دې پړاوکې احمد صفي له خپل سريلانکايي سيال څخه ماتې ومنله.
دغه سيالۍ دنړۍ  د سلو هيوادونو د ورزشکارانو په  ګډون په  سويسي سيستم  په يوولسو پړاونو کې پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده سبا پاى ته ورسيږي .
ديادونې وړ ده چې افغان تنکي ورزشکاران په څلورم او شپږم پړاو کې هم په خپلو سيالانو بريالي شوي  وو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
د جوزجان ولايت دپوليسو هغه ملا امام چې له يوپنځه  ديرش کلن سړى سره يې
د يوې اووه کلنې نجلۍ نکاح  تړلې وه  ، ونيوه .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  اووه کلنه غنچه ګل يو کال مخکې جوزجان  ولايت کې له يو پنځه  ديرش کلن سړى سره نکاح شوې ده .
ددغې نجلۍ پلار رمضان ګل ادعا کوي چې د بيوزلۍ له امله يې خپل لور دخوراکي توکو او څاريو په بدل کې پلورلې ده  .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  :  غنچه ګل اوس اته کلنه ده  د تاوتريخوالي له امله دخپل ميړه له کور څخه تښتيدلې ده او دسيمې د خلکو او دهغې دمور په همکارۍ دشبرغان ښار دبشر دحقوقو په ساحوي دفتر کې يې عريضه کړې ده .
غنچه ګلې ويلي دي چې دميړه په کور کې يې له دې سره له هيڅ راز تاوتريخوالي څخه ډ ډه نه ده شوې .
په شمال کې دبشردحقوقو دکميسيون ساحوى دفتر رييس باختر آژانس ته وويل دغنچه ګلې قضيه دماشومانو دساتنې دشبکې او دمدني ټولنې په همکارۍ  تر څيړنې لاندې نيول شوى ده  .
دجوزجان سيمه ييز مقامات وايي  ددغې نجلۍ ميړه له اوو تنو شاهدانو او له هغه امام سره چې د دې نکاح  يې تړلى ده دپوليسو له خوا نيول  شوي دي  .
دغه  راز  زيانمنه  شوې  نجلۍ له   خپلې  مور او  خور سره د امن کورته  او پلار يې
د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوى دى  .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
يوسلو شپږ تنه نجونې او هلکان دسمنګانو ولايت دايبکو ښار دښوونکي د  روزنې له ملاتړيز مرکز څخه فارغ شول.
دغه فارغان به  په  دغه مرکز کې له دوه کلنۍ زده کړې  وروسته په  دغه ولايت دمسلکي دښوونکو په توګه دنده  ترسره کړې .
دايبکو ښار دښوونکو د روزنې ملاتړ دمرکز رييس سيد عبدالجميل اماني باختر آژانس ته وويل :  دغه فارغان دخرم  سارباغ او دحضرت سلطان دولسواليو دليسو فارغان دې چې دمسلکي ښوونکو په توګه به په خپلو ولسواليو کې دنده  ترسره کړى .
ده زياته کړه  ددغو فارغانو په  ټاکلو سره دمسلکي ښوونکو دکمښت له پلوه
د زياترو ښوونځيو ستونزې په  سلو کې نوي لرې کيږي .
دسمنګانو ولايت دپوهنې رييس عبدالعزيز غزنوي باختر آژانس ته وويل :
دغه ځوانو  ښوونکو د فزيګ، کيميا، بيولوژى او درياضي په  څانګو کې
زده کړې کړي دي چې  د اړوندو ولسواليو په ښوونځيو کې  د دوي  شتون ته
زياته اړتيا احساسيږي.

Saturday, 28 December 2013 17:45

يو ځوان هلک ځان زندۍ کړ .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
يو ځوان هلک تيره شپه په فارياب ولايت کې  ځان زندۍ کړ .
دپښتون کوټ ولسوال عبدالقدير قادري باختر آژانس ته وويل  :
دغه شپاړلس کلن ځوان چې ددغې ولسوالۍ دبلوڅ  شاه ناظر اوسيدونکي و ځان په خپل کور کې زندۍ کړ .
قادري ددغه ځوان دځان وژنې علت کورنۍ تاوتريخوالى بللى دى.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دفارياب ولايت  له مرکز سره د دغه ولايت د دوو ولسواليو مواصلاتي  لارې له تيرې شپې راپه دې خوا د ترافيکو پرمخ تړلې شوي دي .
دغه  لارې د واورې دسخت اورښت  له امله چې له تير ماښام څخه پيل شوي دي او دغه راز دوام  لري تړلى شوې دي .
دفارياب دوالي ويندوى  احمد جاويد بيدار باختر آژانس ته وويل :  دميمنې له ښار سره دکوهستان او ګرزيوال دولسواليو مواصلاتي لارې تړلې شوې دي او  د واورې اورښت  دغه راز  دوام کوي .
دفارياب ولايت د فوايد عامې رياست يوه مسوول وويل  ددغه رياست  کاري ځواکونه  هلې ځلې کوي چې په شتو وسايلو سره  لارې  پرانيزي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دوه تنه تيره شپه په  کندز ولايت کې له يوبل  سره  په  نښته کې  ووژل شول .
دغو کسانو له پخوا څخه دښمنۍ لرله .
يوه امنيتي مسوول چې ويې غوښتل نوم يې وا نخستل شي باختر آژانس ته وويل يو تن وژل شوى دولايتي شورا ګانديد هم  و .
ده وويل :   دغه دوه تنه دکورنۍ تاوتريخوالي له امله د کندز ښار په دريمه ناحيه دواده  په مراسمو کې  يو بل  د تومانچې په  ډزو سره  ووژل  .
ويل کيږي پيښه څيړل کيږي.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٧
څلور تنه نن په بغلان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دبغلان ولايت دترافيکو دپيښو مرستيال څارمن عزيزالله باختر آژانس ته وويل  :
يو ٤٠٤ ډوله بس موټر بالا درې ښوونځي په ساحه کې له دوو کرولا ډوله موټرو سره ټکر وکړ چې له امله يې څلور تنه ووژل  شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه  ددغې پيښې اصلي  علت   د ٤٠٤ بس  موټر دچلونکې بې احتياطي وه .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا درياست مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب  وباله.