14 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي نن دمشورتي لويې جرګې دکار په پاى کې په خپله اختتاميه وينا کې ټينګار وکړ چې له امريکا سره دامنيتي همکاريو په سندکې زموږ لومړى شرط په هيواد کې دامنيت تامينول دي .

دباختر آژانس دخبرله مخې :

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي چې دمشورتي لويې جرګې دکار دپاى په مراسمو کې خبرې کولې  څرګنده   کړه  د يوې  اډې  ورکول له ستونزو  ډک کار دى خو موږ يو شمير مجبوريتونه  لرو چې په تيرو ديرشو کلونو له بهرنيو توطيو او دسيسو سره پيوند لري  .

کرزي وويل :   دامنيتي همکاريو په سند کې زموږ لومړى  شرط امنيت دى .

 جمهور رييس ټينګار وکړ ، له همدې شيبې څخه  موږ اجازه  نه  ورکوو  چې امريکائيان دې زموږ په کورونو عمليات وکړي که چيرې دغه کار يوځل  بياتکرار شي قرار داد  به شتون  ونه لري.

حامد کرزي  په خپله وينا کې په افغانستان کې دسولې او ثبات په اعاده کولو

تينګار وکړ او ويې ويل  کله  چې دامنيتي همکاريو دسند په باب خبرې پيل شوې په هيواد  کې پيښې زياتې شوې خو کله چې دمشورتي لويې جرګې دجوړولو مسله رامنځته شوه دغه پيښې لږې شوې .

دجمهور رئيس کرزي دڅرګندونو له مخې :  د تيرو څوارلسو  ورځو په بهير کې دملکي وګړو او دامنيتي ځواکونو په تلفاتو کې زيات کمښت رامنځته شوى دى او هيله لرو چې دقرار داد له لاس ليک کولو وروسته هم امنيت تامين شي او خراب نه شي.

حامد کرزي دغه څرګندونې بيا تکرار کړې چې په افغانستان کې دسولې تامينول

په لومړي  ګام کې امريکا او په دويم ګام کې  په پاکستان پورې  مربوط کيږي او دا يو ثابت کار دى  او زه  د دغو خبرو دثبوت لپاره زيات دليلونه لرم.

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دامريکا تيرو ژمنو او په مشخصه توګه دقطر په  دوحه کې د طالبانو د دفتر دجوړولو په باب د دغه هيواد ژمنې  ته داشارې په ترڅ کې  وويل  : دهغه  ډاډ له مخې چې دامريکا د دولت له خوا ورکړ شوى و په قطر کې د طالبانو دفتر بايد دسولې له عالي شورا سره د خبرو لپاره استفادې وړ ګرځيده  .

 دغه دفترنه سفارت و  نه اسلامي امارت ، نه حکومت او نه واکمنۍ خو طالبانو

 د بيرغ په پورته کولو اود اسلامي امارت د لوحې په  درولو سره وښودله چې بله خبره لري که چيرې موږ  په دې باب له امريکا څخه سند نه واى اخستنى  په دې معامله کې مو بايللى  وه.

حامد کرزي څرګنده کړه ، بهرنيانو څو ځلې غوښتنه وکړه چې دافغانستان ځينې سيمې دې طالبانوته  ورکړ شي خو موږ  ونه منله ځکه موږ  يو  موټى افغانستان غواړو که چيرې وسله وال مخالفين غواړې  په حکومت کې ونډه  ولري مرکزي حکومت شته .

حامد کرزي يوځل بيا ټينګار وکړ  چې سوله له امريکا سره د امنيتي تړون  لومړنى  شرط دى که چيرې دوى  صادقه وي دغه کار امکان لري.

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې وينا کې يوځل بيا  په هيواد کې هغه هم  په ټاکلى وخت او دهيواد د اساسي قانون له مخې دشفافو او هر اړخيزو انتخاباتو د ترسره کولو يادونه وکړه او ويې ويل موږ په خپل وخت انتخابات غواړو چې دمعامله ګرۍ  لاره بنده شي.

ده په يو څرګند پيغام کې د امريکا خلکوته وويل :  دافغانستان دولت خپله دوستي اوښه تيت ثابت کړ  او غواړي چې امريکا او دهغه لويديځ متحدين دې هم صادقه وي او په صداقت سره  زموږ سره  عمل  وکړي.

ديادونې وړ ده چې دحامد کرزي د وينا په بهير دمشورتي لويې جرګې غړو له امريکا سره دامنيتي تړون د سند دطرحې په باب مثبته رايه  ورکړه.

دغه راز دوى دحامد کرزي له وينا مخکې له امريکا سره دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب په يو ديرشو مادوکې يو پريکړه ليک تصويب کړ او د جهادي شخصيت دمشورتي لويې جرګې رييس حضرت صبغت الله مجدي  د دعايې له لوستلو څخه مخکې وينا وکړه او دهيواد له جمهور رييس څخه يې وغوښتل چې

له امريکا سره دامنيتي همکاريو سند دملي ګټو په پام کې نيولو سره لاس ليک کړي.

يادونه :

دمشورتي لويې جرګې دپاى په مراسمو کې دحامد کرزي بشپړ وينا او د جرګې دپريکړ ليک جزييات  وروسته خپريږي.

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٣ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په کابل کې مشورتي لویې جرګې ته نن پخپله  اختتامیه وینا کې وویل: سر له نن څخه امریکایي ځواکونه نه شي کولای د افغانستان د خلکو پر کورونو عملیات وکړي.
حامدکرزي څرګنده کړه چې له نن څخه وروسته امریکایي ځواکونه نه شي کولای د افغانستان د خلکو پر کورونو پوځي عملیات ترسره کړي، د هغوی کورونه و پلټي او لاره یې ونیسي. زموږ خلک په خپل هېوادکې آزاد دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: د مشورتي لویې جرګې د پرانیستلو په ورځ مې څرګنده کړه که چیرې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون د مشورتي لویې جرګې لخوا تائید شو او ولسي جرګې هغه تصویب کړ، په افغانستان کې د سولې او امن د ټینګښت او د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدلو لپاره باید د هغه د تطبیق پړاونه په پام کې  ونیول شي.
حامدکرزي وویل: خوشحاله دی چې د مشورتي لویې جرګې برخه والو د سولې
او امنیت مسئله په امنیتي تړون کې په پام کې نیولې ده.
جمهوررئیس وویل: که زموږ په  هېواد کې سولې ټینګښت ونه موند، دا تړون د افغانستان د بدبختۍ سبب کیږي.
حامدکرزي همدا راز وویل: په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت په لومړي قدم کې د امریکا او په دویم قدم کې د پاکستان په لاس کې دی او دا راته ثابته شوې ده او په دې اړه ډیر اثباتیه دلایل هم لرم.
جمهوررئیس څرګنده کړه: امریکا ته د افغانستان د خلکو د دوستۍ پیغام و رسېد او اډې یې هم ثابتې شوې، اوس دې نو امریکا افغانانو ته خپل صداقت ثابت کړي.
حامدکرزي په ټینګار سره وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت له امریکا سره په امنیتي تړون کې زموږ بل اصلي شرط دی او زه پوهیږم که چیرې دوی په صادقانه ډول له موږ سره ودریږي، دا کار ممکن دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه: که امریکایي ځواکونه یو ځل بیا د افغانستان د خلکو کورونو ته ننوځي، دغه تړون به نور وجود ونه لري.
حامدکرزي هغه عوامل چې افغانستان ولې د سولې غوښتونکی دی، په ګوته کړل، وې ویل: سوله د یو موټي افغانستان په معنی ده.
جمهوررئیس د امریکا د سفیر څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په کابل کې د امریکا سفیر د مشورتي لویې جرګې له جوړیدو څخه وړاندې په یوه کتنه کې راته وویل، امکان لري چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات دویم پړاو ته لاړ شي او د دغو انتخاباتو د دویم پړاو ترسره کېدل ۶ میاشتې وخت ونیسي.
حامدکرزي زیاته کړه چې د امریکا د سفیر په دغو خبرو سره مې د جمهوري ریاست پخواني انتخابات په ذهن کې تداعي شول او له ځان سره مې وویل که داسې وشي، هغه مهال زموږ د حکومت مشروعیت پای ته رسیږي او افغانستان بې حکومته پاتې کیږي.
د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل: موږ له نړیوالې ټولنې څخه د دې ژمنه غواړو که چیرې د جمهوري ریاست انتخابات دویم پړاو ته لاړل باید د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دوه اونیو په دننه کې د دغو انتخاباتو دویم پړاو ترسره شي تر څو د معاملو لاره بنده شي .
حامدکرزي د خپلې وینا په پای کې د مشورتي لویې جرګې د امنیت د ټینګښت په لاره کې د هېواد د امنیتي ځواکونو له هڅو او د کابل ښاریانو له حوصله مندۍ  څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې له امریکا سره امنیتي تړون افغانستان ته امن او سوله را ولي او همدا راز نوی حکومت  به د افغانستان د خلکو په رایو رامنځته شي.
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه مشورتي لویه جرګه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیل شوې وه او نن غرمه پای ته ورسېده.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دتورخم بندر نن سهار دترافيکو پرمخ پرانستل شو .
دغه بندر پرون دافغان سرحدي ځواکونو له خوا دترافيکو پرمخ تړل شوى و .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو قوماندانان وايي له تورخم څخه تر پيښور ښار پورې په لويه  لاره ، مظاهرو دوام درلود له همدې امله دوى دافغان مسافرو داحتمالي زيان دمخنيوي په خاطر په موقتي ډول دتورخم د بندر په تړلو اقدام وکړ.
پرون دپاکستان دسياسي ګوندونو په لسګونو زرو پلويانو له اسلام آباد څخه تر ډيورند کرښې پورې د بى پيلوټه امريکايي الوتکو د بريدونو په غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړى  و.
دافغانستان دسرحدي ځواکونو يو قوماندان په جلال آباد کې دباختر آژانس خبريال ګلستان غالب  ته وويل :  چې دتورخم بندر نن سهار دترافيکو پرمخ  پرانستل شو .
په همدې حال کې عيني شاهدان  هم تائيدوي چې  تجارتي کاروانونه او په سلګونه افغاني مسافر له يوې شپې او ورځې انتظار  وروسته له دغه  بندر څخه دتيريدو اجازه ترلاسه کړى ده.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
په بغلان ولايت کې يو ځوان هلک او يوه ځوانه نجلۍ له کور څخه د تيښتې په جرم په يوه صحرايي محکمه کې دسيمې دمشرانو په لارښوونه  په ډزو سره  ووژل شول .
دخبرونو له مخې : دغه هلک او نجلۍ پرون کله يې چې غوښتل له پلخمري  ښار څخه نامعلوم ځاى ته وتيښتي  دسيمې دمشرانو له خوا ونيول شول او نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاخوا کې ديوې  صحرايي محکمې له  جوړولو  وروسته دسيمې دلسګونو تنو اوسيدونکو دسترګو  په وړاندي په  ډزو سره ووژل شول .
دغه ځوان هلک او ځوانه نجلۍ دواړه دپلخمري ښارداحمد زايو دسيمې اوسيدونکې و ، چې غوښتل يې له يوبل سره د واده په خاطر له خپلو  کورنيو
څخه  لري وتيښتي.
دسيمې يو مشر چې په خپله په  صحرايي محکمه کې حاضرو او ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي باختر آژانس ته وويل  :  چې دغه هلک او نجلۍ د سيمې دمشرانو په لارښوونه  په عام محضر کې په  تړلو پيښو او لاسونو  په ډزو سره  ووژل شول.
دسيمې يو اوسيدونکي  وويل :  دهلک کورنۍ څوځلې د رويبارۍ  په مقصد دنجلۍ کورته تللي و خو هغوي له دغه هلک سره دخپلې لور  واده ته حاضر نه شول له همدې امله دواړه  وتښتيدل .
دبغلان ولايت څارنوال دين محمد قريشي وايي نيول  او دحکم صادرول دمحکمو دنده  ده نه دسيمه ييزو مشرانو له همدې امله دسيمه ييزو مشرانو دغه اقدام له قانوني پلوه  جرم پيژندل  کيږي.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دبادغيس ولايت په سلګونو خلکو ددغه ولايت په مرکز کې د لاريون په کولو سره دمشورتي لويې جرګې له جوړولو او له امريکا سره دامنيتي تړون له لاس ليک کولو سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه  غونډه دسيمه ييزو مسوولينو ، عالمانو او دمدني ټولنو له خوا  نن دقلعه نو په جامع جومات کې جوړه  شوى وه .
په دې غونډه کې وينا والو دهيواد امنيتي او اقتصادي حالت او دهيواد په کورنيو چاروکې دګاونډيو هيوادونو لاسوهنو ته په اشارې له امريکا سره دامنيتي  تړون لاسليک کول ارزښتناک  وبلل او دافغانستان له دولت څخه  يې وغوښتل  چې
دامريکا ددغه تړون موادو په پام کې نيولو سره بايد د بيارغاونې دامنيت دتامينولو ، دافغان امنيتي ځواکونو دسمبالولو او روزنې او له افغانستان څخه دسياسي ملاتړ په لاره کې خپلو همکاريو ته دوام  ورکړي.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
په جوزجان ولايت کې دسيمه ييزو طالبانو يو قوماندان دجګړې له دوام څخه لاس واخيست او عادي  ژوند يې غوره  کړ .
ملا فقيرمحمد تراوسه پورې د درزآب ولسوالۍ په ځينو برخو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت  و .
ده دسولې له پروګرام سره ديوځاى کيدو په وخت کې وويل :  له دې وروسته  به دخپل هيواد د بيارغاونې او امنيت دتامينولو په لاره کې  هلې ځلې وکړي.
د جوزجان امنيه قوماندان جنرال فقيرمحمد دپيوستون په  مراسمو کې له ټولو وسله والو طالبانو څخه وغوښتل  چې له  ويجاړولو څخه لاس واخلي او دخپل هيواد په بيارغاونه کې ونډه واخلي.
دجوزجان ولايت دسولې دکميتې يو مسوول باختر آژانس ته وويل  :  دوى  هغو طالبانو ته چې دسولې له بهير سره يوځاى کيږي په کارموندلوکې به مرسته وکړى ويل کيږي ملافقيرمحمد خپله يوه اندازه وسلې اومهمات هم دولت ته سپارلي دي.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
وسله والو طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې دپوهنتون  يو محصل په ډزو سره وواژه.
دنرخ  ولسوالۍ د آقچې دسيمې اوسيدونکى  رحيم الله  چې درخصتيو دتيرو لو
په خاطر خپل کورته  تللى  و ،  ورباندې دوسله والو طالبانو له خوا بريد وشو  او
په ډزو سره  ووژل شو.
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطا الله خوږ يانۍ باختر آژانس ته وويل  : رحيم الله دننګرهار پوهنتون محصل او له دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نه درلودې .
په همدې حال کې دسيمې اوسيدونکى  له دولت څخه غواړي چې ددغه محصل
د وژلو عاملين ونيسي او سزا  ورکړي.
له بله پلوه دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږيانۍ  دوسله والو طالبانو له  خوا
ددغه محصل وژل  کيړل وغندل او ويې ويل چې يرغلګر طالبان به  ډير ژر  وپيژندل شي او سزا به ورکړ  شي.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي نن دمشورتي لويې جرګې دکار په پاى کې په خپله اختتاميه وينا کې ټينګار وکړ چې له امريکا سره دامنيتي همکاريو په سندکې زموږ لومړى شرط په هيواد کې دامنيت تامينول دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي چې دمشورتي لويې جرګې دکار دپاى په مراسمو کې خبرې کولې  څرګنده   کړه  د يوې  اډې  ورکول له ستونزو  ډک کار دى خو موږ يو شمير مجبوريتونه  لرو چې په تيرو ديرشو کلونو له بهرنيو توطيو او دسيسو سره پيوند لري  .
کرزي وويل :   دامنيتي همکاريو په سند کې زموږ لومړى  شرط امنيت دى .
جمهور رييس ټينګار وکړ ، له همدې شيبې څخه  موږ اجازه  نه  ورکوو  چې امريکائيان دې زموږ په کورونو عمليات وکړي که چيرې دغه کار يوځل  بياتکرار شي قرار داد  به شتون  ونه لري.
حامد کرزي  په خپله وينا کې په افغانستان کې دسولې او ثبات په اعاده کولو تينګار وکړ او ويې ويل  کله  چې دامنيتي همکاريو دسند په باب خبرې پيل شوې په هيواد  کې پيښې زياتې شوې خو کله چې دمشورتي لويې جرګې دجوړولو مسله رامنځته شوه دغه پيښې لږې شوې .
دجمهور رئيس کرزي دڅرګندونو له مخې :  د تيرو څوارلسو  ورځو په بهير کې دملکي وګړو او دامنيتي ځواکونو په تلفاتو کې زيات کمښت رامنځته شوى دى او هيله لرو چې دقرار داد له لاس ليک کولو وروسته هم امنيت تامين شي او خراب نه شي.
حامد کرزي دغه څرګندونې بيا تکرار کړې چې په افغانستان کې دسولې تامينول
په لومړي  ګام کې امريکا او په دويم ګام کې  په پاکستان پورې  مربوط کيږي او دا يو ثابت کار دى  او زه  د دغو خبرو دثبوت لپاره زيات دليلونه لرم.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دامريکا تيرو ژمنو او په مشخصه توګه دقطر په  دوحه کې د طالبانو د دفتر دجوړولو په باب د دغه هيواد ژمنې  ته داشارې په ترڅ کې  وويل  : دهغه  ډاډ له مخې چې دامريکا د دولت له خوا ورکړ شوى و په قطر کې د طالبانو دفتر بايد دسولې له عالي شورا سره د خبرو لپاره استفادې وړ ګرځيده  .
دغه دفترنه سفارت و  نه اسلامي امارت ، نه حکومت او نه واکمنۍ خو طالبانو
د بيرغ په پورته کولو اود اسلامي امارت د لوحې په  درولو سره وښودله چې بله خبره لري که چيرې موږ  په دې باب له امريکا څخه سند نه واى اخستنى  په دې معامله کې مو بايللى  وه.
حامد کرزي څرګنده کړه ، بهرنيانو څو ځلې غوښتنه وکړه چې دافغانستان ځينې سيمې دې طالبانوته  ورکړ شي خو موږ  ونه منله ځکه موږ  يو  موټى افغانستان غواړو که چيرې وسله وال مخالفين غواړې  په حکومت کې ونډه  ولري مرکزي حکومت شته .
حامد کرزي يوځل بيا ټينګار وکړ  چې سوله له امريکا سره د امنيتي تړون  لومړنى  شرط دى که چيرې دوى  صادقه وي دغه کار امکان لري.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې وينا کې يوځل بيا  په هيواد کې هغه هم  په ټاکلى وخت او دهيواد د اساسي قانون له مخې دشفافو او هر اړخيزو انتخاباتو د ترسره کولو يادونه وکړه او ويې ويل موږ په خپل وخت انتخابات غواړو چې دمعامله ګرۍ  لاره بنده شي.
ده په يو څرګند پيغام کې د امريکا خلکوته وويل :  دافغانستان دولت خپله دوستي اوښه تيت ثابت کړ  او غواړي چې امريکا او دهغه لويديځ متحدين دې هم صادقه وي او په صداقت سره  زموږ سره  عمل  وکړي.
ديادونې وړ ده چې دحامد کرزي د وينا په بهير دمشورتي لويې جرګې غړو له امريکا سره دامنيتي تړون د سند دطرحې په باب مثبته رايه  ورکړه.
دغه راز دوى دحامد کرزي له وينا مخکې له امريکا سره دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب په شپږ ديرشو مادوکې يو پريکړه ليک تصويب کړ او د جهادي شخصيت دمشورتي لويې جرګې رييس حضرت صبغت الله مجدي  د دعايې له لوستلو څخه مخکې وينا وکړه او دهيواد له جمهور رييس څخه يې وغوښتل چې
له امريکا سره دامنيتي همکاريو سند دملي ګټو په پام کې نيولو سره لاس ليک کړي.
يادونه :
دمشورتي لويې جرګې دپاى په مراسمو کې دحامد کرزي بشپړ وينا او د جرګې دپريکړ ليک جزييات  وروسته خپريږي.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دمشورتي لويې جرګې غړو له دريو ورځو خبرو  وروسته نن دافغانستان او دامريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب خپلې نظر يې بيان کړې .
دباختر اژانس دخبرله مخې : 
دمشورتي لويې جرګې غړو نن دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب خپلې خبرې پاى ته ورسولې.
پخوا  د دغې جرګې غړې په پنځوسو کارى کميټو ويشل شوى  وو او ددغه سند دطرحې په باب يې خپلې نظريې بيان کړې  او نن دکاري کميټو  رييسانو وخت ترلاسه کړ چې دخپلو غړو نظريې  بيان کړي  . دپنځو سو کاري کميټو درييسانو په خبرو کې دغه ټکى مشهود و چې دمشورتي لويې جرګې ټول غړې دامنيتي همکاريو دسند دطرحې  په باب مثبت نظر درلود، خو دهغوي په نظريو اوخبرو کې داسې ټکي  هم وو چې کولاى شي پاملرنې او خبر دارى وي.
له هغو امريکايي عسکرو سره  دچلند څرنګوالي چې په افغانستان کې جرم ترسره کوې  زياتره دخبرو  وړ و.
دمشورتي لويې جرګې يو شمير غړو په دې ټکى ټينګار کاوه چې بايد دافغانستان لويې څارنوال دمدعى العموم په توګه دمجرم عسکر د دعوا د اقامه کولو او دمحکمې دڅرنګوالي په باب څارنه  ولري.
دمشورتي لويې جرګې يو شمير غړو دغه ټکى څرګند کړ چې د لارې لرې والى او دمجرم عسکر دمحکمې دسيمې لرى  والى کولاى شي ستونزې رامنځته کړې هغوي په دې نظر چې مجرم عسکر بايد په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو په قرارګاه کې دافغان دعدلي او قضايي مرکزونه او د زيانمنو شويو اشخاصو دکورنيو ترڅارنې لاندې محاکمه شي.  ځينو هم امريکا ته ددغه هيواد په لګښت دعدلي او قضايي مرکزونو داستازو او شاهدانو ليږلو ته اشاره  وکړه .
دغه راز يو شمير برخه والو وويل  :  بايد دافغانستان او دامريکا دولتونه  دهغو ځانګړو حالاتو چې امريکائيانوته دعملياتو حق ورکوي څرګند تعريف ولري.
دغه راز دلويې جرګې غړو دافغانستان دکانونو  دو لرغونو ساحو په  وړاندې دامريکاييانو دچلند د وضاحت غوښتنه وکړه .
په همدې ترتيب دمشورتي لويې جرګې غړو ټينګار وکړ په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو پاتې کيدل چې دامنيتي همکاريو دسند په چوکات کې پاتې کيدل  يې متصور دي  ، دجيلونو د لرلو او يا ددغه شان جيلونو دمديريت حق  ونه لري دجيلونو اداره دافغانستان د دولت په غاړه دي
بله خبره چې دمشورتي لويې جرګې دغړو په خبرو کې ښکاريده دا   وه چې امريکا او دهغه لويديځ شريکان دې ژمنه وکړي  چې اټومي پاتې شونې افغانستان ته  ونه ليږدوي او هغه په  دغه هيواد کې ښخ نه کړې او خپلې اټومي وسلې دې په افغانستان  کې زيرمه  نه کړي .
دغه راز دمشورتي لويې جرګې يو شمير غړو ټينګار کاوه چې دافغانۍ   دودونو
او فرهنګ ته د درناوي دکلمې دليکلو ترڅنګ دې دافغانانو ديني ارزښتونوته
د درناوى جمله هم وليکل شي.
دغه راز دمشورتي لويې جرګې غړو دماليې دورکولو دڅرنګوالي په باب هم خپلې نظريې مشخصې کړې او په بهرنيو ځواکونو  پورې اړوندو موسسو کې يې دافغانانو په استخدامولو  ټينګار کاوه.
برخه والو په دې ټينګار وکړ هر سند او قرار داد بايد دملى واکمنۍ دعقيدى او فرهنګى ارزښتونو دساتلو او دمشخص ژوند او زموږ دخلکو دژوندانه  چاپيريال ساتنه په  جدي توګه وساتل شي او خوندي وي .
دغه راز يو شمير برخه والو په باميانو کې هم دامريکايي ځواکونو د اډې دجوړولو غوښتنه وکړه  .
دغه راز دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو يو دسند دطرحې د پښتو ، دري ،انګليسي ژبو د متن داصلاح کولو غوښتنه وکړه . دوي وايي ددغو دريو متونو ځينې کلمې ، جملې او مادې له يوبل سره مطابقت نه لري.
دکميټو درييسانو له خبرو څخه داسې ښکاري چې دکميټو دغړو ترمنځ همغږي ، دنظر يو والى او دملي يووالي او پيوستون روحيه موجوده وه .
دمشورتي لويې جرګې غړو په يو ديرشو مادوکې يو پريکړه ليک تصويب کړ .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دتخار دولايتي شورا يو غړى ديو بم په چاودنه کي ووژل شو
دغه پيښه نن له غرمې مخکې ديوولسو بجو په شاوخو اکې  دچشمه اي شير په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې  محمدخال  دخپل موټر په واسطه دبنګي
له ولسوالۍ څخه دتالقانو ښار ته روان و.
ويل کيږي  چې دغه  بم  دولايتي شورا  ددغه دغړي دسپرلۍ په  موټر کې ځاى پرځاى شوى و چې له لري واټن څخه کنتروليده .
دتخارولايت دامنيتې قوماندانۍ ويندوي خليل اسير په تالقانو ښارکي دباختر آژانس خبريال ته وويل :  چې په دې  چاودنه کې دتخار دولايتي شورا غړي محمدخال  وژل شوى او دوه تنه ساتونکي يې ټپيان شوي دي .
تراوسه پورې  ددغه سيمه ييز مسوول  دترور مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى  خو پخوا په وسله والو طالبانو  ددغه شان بريدونودترسره کولو تورلګول شوي دى
په همدې حال کې  دتخار سيمه ييز مسوولين وايي  چې امنيتي ځواکونو دولايتي شورا ددغه  غړي دترور دعاملينو دنيولو لپاره هڅې  پيل کړي دي.