19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسوله غوښتونکو دوګړني حرکت شپږ غړي په لوګر کې وتښتول شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: دهلمندي سوله غوښتونکو وګړنى حرکت...

٣ وسله وال طالبان دننګرهار په لعل پوره کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: درې وسله وال طالبان...

طالبانو دکندز دحوزوي روغتون يو امبولانس وتښتاوه .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: وسله والو طالبانو نن له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دکوه صافي ولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه د يوه توغندى دلګيدو له امله يوتن ټپي شو
دکوه صافي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شريف الله باختر آژانس ته وويل : 
طالبانو يو توغندى دکوه صافي ولسوالۍ په  ودانۍ وتوغاوه چې ودانۍ ته
څيرمه ولګيد او له امله يي دښوونځي يو ساتونکې ټپي شو .
دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې :  ټپي دکوه صافي ولسوالۍ کلينيک ته وليږدول شو دکلينيک روغتيايي کارکوونکو دده روغتيايي حالت ښه وباله .
پرون هم دکوه صافي ولسوالۍ په  ودانۍ دتوغندي بريد وشو خو چا ته زيان نه دى اوښتى.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
په افغانستان کې دکرنې د ودې او پرمختيا څرنګوالى  نن په هغه څيړنيز سيمينار کې  چې دافغانستان د علومو داکاډمۍ له خوا جوړ شوى و ،  وڅيړل شو .
په دې سيمينار کې چې دعلومو داکادمۍ لويې ريسې څيړنپوهې ثريا پوپل  او دکرنې دبرخې يو شمير څيړونکو ګډون کړى وو  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي  ددغه سيمينار دبرخه والو په نامه ديو پيغام په ليږلو سره ويلي دي .
زموږ د هيواد يو مهم او اساسي لومړيتوب د کرنې وده او پرمختيا ، د کرنې ښه والى او د زارعتي علومو په برخو کې دماهرو کادرونو  روزل دي . ځکه که چيرې موږ تخصصي کادرونه  ونه لرو په هيواد کې به دکرنې د اصلي کولو او پرمختيا په لاره کې اغيزمن ګامونه  پورته نه شو کړاى.
حامد کرزي په خپل پيغام کې دهيواد د لوړو زده کړو په موسسو کې د کرنې دپوهنځيو دجوړولو يادونه کړې  ده او هغه يې دکرنې په برخو کې د اکاډميکو کادرونو دښه سمون لپاره ګټور بللى دى .
جمهور رييس په هيواد کې دکرنې د ودې او پراختيا په خاطر د لارو چارو دلټولو
په مقصدد دغه سيمينار جوړول ګټور وباله  او برخه والو ته يې دبرياليتوب هيله وکړه.
د هيواد دعلوموداکاډمۍ لويې رييسې څيړنپوهې ثريا پوپل ددغه سيمينار دجوړولو  هدف په هيواد کې د کرنې  وده او پراختيا وبلله او  ويې ويل افغانستان يو زراعتي هيواد دى چې  زراعتي محصولات يي نړيوال شهرت لري  او له هيواد څخه بهر دصادراتو زياته برخه  زراعتي محصولات تشکيلوي او دسروې  له مخې زموږ په سلو کې اتيا خلک په کرنې او مالدراي  بوخت دي .
دې وويل:  چې کرنه دهيواد په اقصتاد کې مهم رول لوبوي چې تراوسه پورې په دې برخه کې سترې پانګې اچونې نه دي شوي .
دې  زياته کړه ،  له  دې  چې په  هيوادې کې دکرنې په برخه کې په کارونوکې کمښت  راغلي دى خو تراوسه پورې هم  د وګړو له دريو برخو خخه دوه برخې
وګړي په دې  برخه کې په کار بوخت دي .
ميرمن پوپل وويل :  سره له دې چې دنا خالصو توليداتو دپانګه اچونې په برخه کې دکرنې رول ښه  حالت  نه لري خو له  دغو ستونزو  سره ، سره د زراعتي  محصولاتو له پلوه  زيات اسعار هيواد ته  راوړل شوي دي .
د وړاندې شويو شميرنو له مخې :   په ٨٣- ٨٧ او ٨٩ کلونو کې کرنې د پانګې اچونې دکمښت ، دنباتي او حيواني ناروغيو او دمهاجرتونو له امله نزولي تګلورې درلود.
د دې دڅرګندونو له مخې  :  په  هيواد کې ٤٠ ميلونه جريبه ځمکه دکرنې وړده
چې ١٤ مليونه جريبه  آبي ځمکې تشکيلوي او څه نا څه ٢٥ زره جريبه يي د اوبو دنشتوالي له امله نه کرل کيږي.
دې وويل :  زعفران يوه  ارزښتناک  زراعتي محصول دى چې بايد دهغه  دودې او پرمختيا لپاره پانګه  اچونه وشي.
دغه راز دسيمينار دکار په بهير کې دملي شورا دمشرانوجرګې د رييس پيغام ولوستل شو .
په پاى کې څيړونکو په هيواد کې دکرنې د ودې او پرمختيا په باب خپلې علمي او تحقيقي مقالې ولوستلې چې د برخه والو له خوا  ورباندې خبرې اترې وشوې.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دسترې محکمې عالي شورا نن له  غرمې مخکې دسترې محکمې دکفيل قضاوتپوه بهاوالدين بها په مشرۍ  غونډه  وکړه او په اجندا کې دشاملو موضوعګانو  په باب يې غور وکړ.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ  :
لومړى په يو شمير خصوصي رسنيو کې طرحه شوې ادعا چې ګڼې قضايه  قوه دځمکې غاضبينو ته غصب شويو دولتي ځمکو قبالې اجرا کوي په کلکه ردکړه
او څرګنده يې کړه چې د محکمو له خوا دملکيتونو دشرعې قبالو اجرا کول  دقانوني اصولو او پرسيجرونو له مخې ترسره کيږي او ددغو اجراآتو اساس  او بنسټ له بايع  سره د بنسټيزو سندونو شتون چې دقضا دمحفوظ ثبت ولري ، تشکيلوي . او له بله پلوه دملکيت دقطعي قبالو له اجراکولو مخکې د دوراني فورم  پړاونه بشپړيږي او داجراييه قومې اړونده مراجع هر اړخيز معلومات په ټاکلو ځايونو کې يې ليکي او تصديقوي يي چې په دې ترتيب دقبالې اجرا  يو قانوني کار او دوثايقو دآمريتونو او د اړوندو محکمو له دندو څخه دي  او هيڅکله دغه صلاحيت  دعامه ګټو او لوړو مصالحو پرخلاف نه دي عملي شوي ،  دسترې محکمې عالي شورا په دې  وسيله خبر ورکوي چې  حاضره  ده  په دې باب د ادعا کوونکو سندونه او مدراک چې دپورتنيو قانوني پروسيجرونو د مخالفو اجرااتو ښکاروندوى  وي په قانوني ډول څيړي او ددغه کار سرغړونکي دقانون منګولو
ته وسپاري.
وروسته له اجندا سره سم يو شمير رارسيدلو استهداګانو په باب غور وشو او په يوه مشخصه قضيه کې د زيان دجبيرې دعو ا دتعقيب په باب د دولت دقضاياو په باب دلوى رياست داستهدايي په  باب څرګنده شوه.  په هغو حالاتو کې چې  د دولت دمال  صنايع  کيدو او دمسولو مراجعو له خوا دهغه دجبيرې دغوښتنې طرحه وي
د دولت دقضايا وو  اداره کولاى شي د دولت دممثل او استازي په توګه دغوښتل شوي زيان دجبيرې دغوښتنې په باب دهيواد دنافذو قوانينو دحکمونو له مخې په اړونده  محکمه کې د دعوا  اقامه وکړي.
د ١٣٨١ هجري قمري کال  پورې اړوند ديوې شرعي وثيقې داعتبار د څرنګوالي په باب دپنجشير داستيناف محکمې داستهدايې په وړاندې څرګنده شوه   چې محکمې دتيرو کلونو د وثايقو دمندرجاتو د اعتبار او نه اعتبار او مطابقت اونه مطابقت په باب چې په اصل کې دمحفوظ ثبت نه لري او طبع شوى مسلسل شميره هم  نه لري دشرعي او قانوني دليلونو له مخې د وثايقو دليکلو دتعليماتنامې دنهمې مادې دصراحت له  مخې  دپريکړې په صادرولو سره  لازم تصميم ونيسي.
په همدې ترتيب د هرات ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدا په باب چې په يو مدني دعوا کې دسترې محکمې دمدني ديوان د لارښوونکي  قرار په تطبيق کې دامکان د نشتوالي ښکارندوى دى  لارښوونه  وشوه.
څرنګه چې قضيه ددغه ولايت داستيناف محکمې دمدني او شخصيه اصولو د ديوان  ترڅيړنې لاندې  ده له دې امله له  اهل خبره او دشرايطو له څيړنې څخه په استفادې سره او داغيزمنتوب او امکاناتو له تشخيص وروسته دهيواد نافذو قوانينو  دحکمونو له مخې په دې ډول چې داثبات وسايل  برابري کړاى شي  او دمحکمې قناعت برابرکړى ، اجراآت ترسره شي.
دغه راز د وثايقو دبرابرولو دڅرنګوالي په باب دبهرنيو چارو دوزارت دقونسلي  چارو درياست د رارسيدلي استهدا او دغه راز دماشومانو دمحکمې د دريځ او دفعاليت د رول په باب دکابل دماشومانو داستيناف محکې درياست داستهدايي په وړاندې دقضايه قوې د تشکيل او صلاحيتونو دقانون په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې.
بر سيره پر دې د نوي  نظر څلور غوښتنې او په  جزايي  او  مدني قضايا وو کې دمحکمې دبدلون د دولسو غوښتنو څيړنه هم داجندا يوه برخه  کې وه  چې  په
هره برخه کې لازم تصميمونه  ونيول شول .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دافغانستان دهرات او دايران خواف داوسپنې دپټلۍ دجوړولو د طرحې پاتې
پړاونه په نږدې راتلوونکي کې  پيليږي.
په افغانستان کې داوسپنې دپټلۍ دجوړولو لومړنۍ طرحه چې منځنۍ آسيا له اروپايي هيوادونو سره نښلوي  په هرات ولايت کې اته کاله مخکې پيل شو  خو تراوسه پورې نه دى بشپړ شوى .
ددغې پروژې بنسټ  مخکې له دې بشپړ شوى و  خو د دپټلى دغځولو دکار دوام دايران له خوا  وځنډول شو .
دمسولينو دڅرګندونو له مخې :  په  نږدې راتلوونکي کې ددغې کرښې د پټلۍ دغځولو کار پيليږي.
دهرات ولايت دفوايد عامې رييس انجينير جبيب الله تيموري دباخترخبري آژانس ته وويل :  د دغې پروژې کار ديو ايراني شرکت په غاړه دى چې  لګښت يې دايران په غاړه اخستنې دى .
تيموري زياته کړه سره له  دې چې د ايران له خوا د دغې پروژې کار د دويم ځل لپاره
په رسمي ډول نه دى ترسره شوى خو په هغې کتنه کې  چې دافغانستان دسفارت
مسوولينو دايران دفوايدعامې وزارت له چارواکو سره يي وکړه ،ددغې پروژې دبيا
کار په پيل ټينګار شوى دى.
د اوسپنې دپټلۍ ددغې پروژې په بشپړيدو سره به په  افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د اوسپنې د پټلۍ له لارې  دسوداګرو د مالونو د ليږدولو لپاره آسانتياوې رامنځته شي.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
د جنوبي  وزيرستان په قبايلي سيمه کې دپاکستان ځواکونو دعملياتو په بهير کې څه ناڅه نهه تنه تندلارې مليشې وژل شوي دي .
باختر آژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ :  دپاکستان امنيتي ځواکونو دغه عمليات ددغه هيواد دپوځيانو پرخلاف دتروريستانو دبم ايښودلو په ځواب کې ترسره کړى دى .
پاکستانۍ ځواکونو دغه راز  په دغه سيمه کې دمليشو خو پتنځايونه هم له منځه
وړي  دي.
دپاکستان رسمي خبرځايونو اعلام کړى دى  چې دجنوبى وزيرستان د ټانک تاندولار په واټ کې دچاودنې له امله دپاکستان درې تنه ځواکونه ټپيان شوى وو .
دجنوبي وزير ستان قبايلي سيمه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري  دپاکستاني طالبانو او دالقاعده  د ډلو دځواکونو په مرکز بدل شوى دى.

کويټه -  ډان – باختر دلړم دمياشتې ٧
دبلوچستان ايالت دبوګتې درې د لوتى زين په سيمه کې ديو  قبيله يي مشر  په استوګنځي دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دبريد له امله څه ناڅه اوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
وسله والو کسانو د نن بوګتې درې  د قبيله يي مشر تاراخان  په استوګنځي ډزې
وکړې چې له امله يې اووه  تنه ووژل شول او پنځه تنه  نور ټپيان شول.
دپاکستان د ډان دانټرنټي سايټ  دخبرله مخې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
تراوسه پورې ددغه بريد مسوليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نيويارک \ وى او اى \  باختر دلړم دمياشتې ٧
دملګروملتو دسازمان او عربو داتحاديې استازي دسوريې دجګړې د پاى ته رسولو په مقصد دنړيوال کنفرانس دجوړولو په باب خبرې کوي.
لخضر ابراهيمي چې د  ژنيو- ٢ غوڼدې په باب دخبرو لپاره سيمې ته سفر کړى دى مخکې له دې ايران ته تللى و .
هيله کيږي چې دغه غونډه د روانې مياشتې په بهير کې جوړه  شي.
يو شمير ډلې د سوريې دجمهور رييس بشارالاسد د رژيم دنسکورولو په خاطرجنګيږي.
ديکشنبې په ورځ په دې غونډ کې خپل ګډون رد کړ او د اسد له رژيم سره يې خبرې خيانت وباله.
د روسيې دبهرنيو چارو  وزير سرګي لاوروف ددغو ډلوڅرګندونې يې  ظالمانه وبللې او دغه ډلې  يې بنسټپالې او تروريستي  سازمانونه بللي دي .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دګرجستان دجمهوري رياست دانتخاباتو درايي شميرنې لومړنۍ نتيجې ښيې چې ددغه هيواد صدراعظم ايوانشويلي په دغو انتخاباتو کې بريالى شوى دى .
دګرجستان دانتخاباتو دکميسيون دڅرګندونو له مخې :  شويلي په سلو کې دوه شپيته رايې ترلاسه کړي دي.
دجمهور رييس  ميخاييل ساکاشويلي په مشرۍ  دمتحد ملي تحريک کانديد ديويدبکر ادزي په سلوکې يواځې دوه ويشت رايې ترلاسه کړي دي .
دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل ، چې مسکو هيله لري چې د ګرجستان نوې اداره  له  روسيې سره  دوستانه پاليسۍ  تعقيب  کړي.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
په بلخ ولايت کې پرون دروغتيا پالو دقابلګي دانسټيټوت دودانۍ دجوړولو کار پيل شو.
دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر ميرويس ربيع باختر آژانس ته وويل :
دغه انسټيټوت دمزارشريف ښارپه جنوب کې دخالدبن وليد په پروژې کې په دوو پوړونو کې په پاخه ډول جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه :  ددغه انسټيټوت د ودانۍ په جوړولو او سمبالولو کې دګوريشيا هيواد څلورسوه زره امريکايي  ډالرلګيږي چې د راتلونکې يو کال په بهير کې به ګتې اخستنې ته  وسپارل شي.
دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس زياته کړه  ،  ددغه انسټيټوت په جوړولو سره نجونو او ښځو ته دروغتيايي پالنې دقابلګي دزده کړې زمينه برابريږي او دميندو دمړينې کچه کموالۍ مومي.
ويل کيږي ددغې ودانۍ دکار د پيلولو په مراسمو کې دکوريشيا دهيواد سفير او ددغه ولايت زياترو دولتي ادارو  رييسانو ګډون درلود.

کابل \  باختر دلړم دمياشتې ٧
دهرات دغوره ليک د راتګ دفوټبال سيالۍ نن داتفاق او ابومسلم ټيمونو په لوبې سره  پيليږي.
دهرات ولايت د ورزشي آمر عبدالقيوم جامي باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ چې په هرات کې دفوټبال دغوره ليک اتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې  چې  دتګ پړاو يې مخکې  پاى ته رسيدلى  او دراتګ پړاو يې نن  پيليږي.