16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين نن د ملي ټلويزيون د دويم چينل آزمايشي خپرونې پرا نيستلې.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په دې مراسموکې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اود ملي راډيو ټلويزيون يو شمېر رئيسانو هم ګډون کړى و؛ ډاکتر رهين د تڼۍ د وهلو او د چينل د فعالولو په وخت کې وويل: دملي ټلويزيون دويم چينل نن په آزمايشي ډول په خپرونو پيل وکړ او د اطلاع رسونې او دملي او اسلامي فرهنګ د ودې او پرمختيا په خدمت کې به وي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې ددغه چينل په خپرونوکې خبري ، روزنيز، موسيقۍ او د افغاني سريالونو پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي.

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
د ادبي او هنري سياليو دګټوونکو جايزې چې د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې د هيواد دخپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو په وياړ ترسره شوې وې؛ نن وويشل شوې.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار، معينانو او رييسانو او د يو شمېر هنرمندانو ، ليکوالو ، شاعرانو، دکابل پوهنتون اود افغانستان د علومو داکاډمۍ د استادانو او دفرهنګي شخصيتونو په ګډون د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرډاکترسيد مخدوم رهين په ټولنه کې د هنر اوهنرمند د ارزښت په باب معلومات ورکړل او وې ويل: په دغه شان هنري ، ادبي او د نورو برخو په سياليوکې د هنرمندانو دګډون ارزښت په واقعيت کې ګټل دى. زه نه يواځې هغو کسانو ته چې جايزې يې ګټلې دي؛ مبارکي وايم؛ بلکې هغو کسانو ته چې په دغوسياليوکې يې ګډون کړى دى؛ هم مبارکي وايم. ستاسو هريو ددغوجايزو اودنورو جايزو لياقت لرئ.
په دې غونډه کې د ا طلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي هم د دغوهنري او ادبي سياليو له هنرمندانو او د جوړولو له کميسيون څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: دغه سيالۍ دهنر اوهنرمند د درنا وي او ودې په خاطر جوړې شوې وې اود هنرمند مقام دستاينې وړ دى.
ده وويل: هنر په بشري ټولنه کې فعال او رغنده رول لري او هنرمندان دي چې هنر دبشر دنيکمرغۍ په لاره کې کاروي.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ رييس محمدافسررهبين ددغه فرهنګي-ادبي سياليو په باب معلومات ورکړل او وې ويل: په دې سياليوکې په اتو څانګوکې يو سلو اووه پنځوس آثار کانديدشوي وچې له دې جملې څخه نهه اتيا آثار د ادبي تحقيقاتو د تاريخ ، شعر ، طنز، داستان ، ښکلوهنرونو ، سينما، تياتر،موسيقۍ ، ژورناليزم او د راډيو ټلويزيون په څآنګو کې ګټونکي اعلام شول.
ده وويل: ددغو هنري او ادبي سياليو دګټوونکو د آثارو لومړۍ درجه جايزه اته زره افغانۍ ، دويمه درجه پنځه زره افغانۍ او دريمه درجه آثار درې زره افغا نۍ ترلاسه کړل.
يوشاعر مجيب مهرداد هم په دې غونډه کې خبرې وکړې، په دې ترڅ کې چې ددغو سياليو د ترسره کولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت څخه يې قدرداني وکړه، دهيواد ليکوالو اوهنرمندا نو ته يي دمسولينو دزيا تې پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغونډې په پاى کې جايزې او سوغاتونه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکترسيد مخدوم رهين ، ددغه وزارت د معينانو او رييسانو اوځينو فرهنګي شخصيتونو له خوا په ګټوونکو وويشل شول.

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
د دولتي بورسونو هغوکانديدانو ته چې د طب ، عمومي انجنيرى، د سيول انجنيرى، بايو ميډيکل انجنيرى، فارمسي، ستوماتولوژي ، مهندسي او د نرسنګ په څانګوکې يې پخوا خپل سندونه بشپړ کړي دي؛ خبر ورکول کيږي چې د کانديدانو منظورۍ له ترکيې څخه را رسيدلې ده.
له دې امله له کانديدانو څخه غوښتنه کيږي چې د روان کال د تلي د مياشتې تر دريمې نيټې پورې دې دخپلو پاسپورټونو د فورمو د بشپړولو په خاطر د لوړو زده کړو وزارت د دولتي بورسونو مديريت ته ورشي.
دغه راز هغه محصلين چې د بريښنا انجنيرى، مهندسي، اقتصاد اوکمپيوټرساينس په څانګوکې کانديد وي؛ خبر ورکول کيږي چې د اړوندو هيوادونو څخه د هغوى د منظورۍ د را رسيدو په وخت کې به هغوى ته خبر ورکړ شي.

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي، د بریتانیا د کورنیو چارو له وزیرې مېرمن تیریسا می سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې مېرمن تیریسا مې افغانستان ته د خپل سفر او د کورنیو چارو وزارت له سرپرست محمد عمر داوود زي  سره د خپلو کاري لیدنو کتنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او افغانستان ته یې د خپل سفر له امله خوښي څرګنده کړه.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو د نیشه یي توکو پرخلاف د مبارزې، د کورنیو چارو وزارت اړوند له نیشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړو ځواکونو د پیاوړتیا او د ملي پولیسو د ریفورم  په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د ملي پولیسو د روزنې په برخه کې د بریتانیا د حکومت او خلکو د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.#

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
په غور ولايت کې د وسله والوطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان له خپلو نهه ويشتو تنو افرادو سره له جګړې څخه لاس وا خيست اوعادي ژوندانه ته ستانه شول.
ملامحمداوسراج الدين مخکې له دې د غور ولايت د دولتيار ولسوالۍ په ځينو سيموکې له دولت سره په جګړه بوخت وو.
دغور والي سيد انور رحمتي دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه قوماندانان داردو ديو قوماندان اوددغه ولايت دسولې د شورا په منځګړيتوب او هلوځلوسره له دولت سره يوځاى شول.
ملا محمد اوسراج الدين نن په هغو مراسموکې چې له همدې امله پرځاى شول؛ وويل چې نور د خپل هيواد له ويجاړولو څخه يې لاس اخيستى دى او له دې وروسته به د خپل هيواد د بيا رغاونې او امنيت په تامينولوکې هلې ځلې وکړي.
هغوى له طالبانوڅخه وغوښتل چې نور د پاکستاني کړيو له خوا ونه غوليږي او دخپل هيواد د بيا رغاونې او ثبات په برخو کې ونډه وا خلي.
دغه ډلې خپلې وسلې هم د سولې پرو ګرام ته سپارلې دي.

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښورکې هغه تروریستي بریدونه  په کلکه وغندل چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول شاوخوا ۶۰ تنه  و وژل شول او له ۷۰ زیات نور ټپیان شول.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د رپوټونو له مخې، دوه ځان مرګو بریدکوونکو دغه تروریستي بریدونه  نن  هغه مهال د پیښور د کوهاټي ګیټ د سیمې د عیسویانو کلیسا ته څېرمه ترسره کړل چې په سلګونو عیسویان له دغې کلیسا څخه د وتلو په حال کې وو.
جمهوررئیس حامدکرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل، وې ویل چې د دا ډول وحشیانه بریدونو ترسره کول چې ټول قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي وګړي دي، له بشریت سره دښمني ده.
حامدکرزي زیاته کړه: دغه تروریستي بریدونه د دې ښکارندوی دي چې پاکستان د تروریزم له داسې ګواښ سره مخامخ دی چې باید پرخلاف یې صادقانه او جدي مبارزه وکړي.
جمهوررئیس ډاډ څرګند کړ چې افغانستان له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره په تمامه معنی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
حامدکرزی د دغو تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای(ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دننګرهار ولايت حاجيانو ته خبرورکول کيږي چې شمېرې يې له (٥٠١) څخه  تر (١٠٠٠ )  پورې دي؛  سبا د روان کال  د تلي د مياشتې  په لومړۍ نيټه د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په دريو بجو دعيدګاه جامع  جومات ته ورشي چې واکسين يې تطبيق  او دحرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنو کې تنظيم شي .
  له حاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمي سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.
د شيعه حاجيانو او د کابل ولايت او د هغه د اړوندو ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
د بدرګه کوونکي په نامه دعيدګاه جومات ته  د اشخاصو ننوتل منع دى.

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
د شنګ ، مورهيد، ګمبيري، لايتننګ اودنيوکابل کمپاونډ د بيزونو امنيتي مسووليتونه نن د عامه محافظت او امنيتي تصدى معينيت ته وسپارل شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دعامه محافظت او امنيتي تصدى د معينيت دعملياتي لوى رييس اوسرپرست پاسوال سيدکمال سادات دڅرګندونو له مخې: دهغه امنيتي تړون له مخې چې د آيساف دعمومي قوماندانۍ او د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت ترمنځ شوى دى؛ ددغوځواکونو د اډو د امنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير پيل شواو په برياليتوب سره دوام لري.
ده زياته کړه چې دعامه محافظت او امنيتي تصدى معينيت په هيوادکې د ملي پروژو، د پانګې اچونې د شرکتونو او اکمالاتي کتارونو د امنيت د تامينولو ترڅنګ په افغانستان کې د آيساف ،ناټو اودامريکا ددفاع وزارت دبيزونو دامنيت د تامينولو مسووليت هم په غاړه اخيستى دى.

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان دولت دپاکستان له هراقدام څخه چې په افغا نستان کې دسولې دبهير دملاتړ په خاطر يې ترسره کوي، هرکلي کوي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ده دغه راز وويل چې ملا عبدالغني برادر د افغانستان د دولت په غوښتنه د پاکستان له جيل څخه خوشې شو او د دې وخت دى چې هغه له خپلې کورنۍ سره يوځاى شي.
ده دغه راز وويل: دا چې ملا برادر د افغانستان د سولې په بهيرکې څه رول لوبولى شي؟ په را تلوونکي کې به معلوم شي.
ده دغه راز وويل چې د افغانستان دولت د ملا برادر د خوشې کولوهرکلي کوي.

کابل\باختر\ د سنبلي ٣١
دافغانستان د صنايعو دټولنې مديره هيئت نن وټاکل شو.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د افغانستان دصنايعو په ټولنه کې جوړه شوې وه؛ د عمومي ټولنې د يوسلو نهه څلويښتو تنو غړو له جملې څخه يو ويشت تنه يې په سري ، مستقيمو او آزادو انتخاباتو له لارې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون تر څارنې لاندې وټاکل شو.
دافغانستان د صنايعو د ټولنې رئيس عبدالجبار ساپي وويل: اوس دڅرخي پله په صنعتي پارکونوکي يو زرو نهه شپيته فابريکې شته چې څه دپاسه دوه سوه څلويښت يې فعالې دي چې پنځه څلويشت زره تنه پکې په کار بوخت دي.