23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \باختر \ دتلې دمياشتې  ٧  :
دافغا نستان په چارو کې د ملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :   په دې کتنه کې لومړى  په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې او د دغه سازمان دامنيت شوراد غونډو    په باب رپوټ وړاندې کړ اوڅرګنده يې کړه چې د ملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې غونډې دافغانستان دولت اوخلکو ته له ښه پيغام سره يوځاى و اودبيلابيلو هيوادونو لوړ پوړو مقاماتوچې ددغه سازمان دعمومي ټولنې په کلنۍ غونډه کې وينا وکړه  په دغه هيواد کې دموجودو  پرمختګونو په نسبت يي خوښي څرګنده کړه
ده دغه راز وويل :  دشانګهاى دمشرانودغونډو برخه والوهم دافغانستان دولت ته دملاتړ اوهمکاريو په باب روښانه پيغامونه ورکړل اودراتلونکي کال د انتخاباتو دترسره کولو په لاره کې دافغانستان د دولت هوډ ته  په پاملرني سره نه يوازي دافغانستان دراتلونکي په نسبت دسيمې د هيوادونو انديښنې لږ شوي دي بلکي د لازياتوهمکاريو لپاره يې خپل تيارى هم اعلان کړى دى .
په افغانستان کي د ملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي دافغانستان له خلکو سره ددغه سازمان د همکاريو ددوام ډاډ ورکړ او ټينګاريې ورکړ  چې دافغانستان له خلکو او دولت سره دسيمې د هيوادونو همکارۍ هم کولاى  شي په سيمه کې د دوامدارې سولې اوثبات دټينګښت په لاره کې ګټور وي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په تيره يوه لسيزه کې د
افغانستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې او په تيره بيا دملګروملتو دسازمان د همکاريوله امله دقدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې دافغانستان دولت دجمهوري  رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتودترسره کولو په لاره کې هوډمن دي او له انتخاباتو پرته په هيوادکې دسياسي ثبات دتامينولو لپاره بله هيڅ ټاکنه نه شته  .
دجمهور رييس مرستيال په شرايطو د برابرو کسانو له خوا درايې ورکولودکارتونو په اخستلواودانتخاباتودخپلواک کميسيون له خوا درايو ورکولو دکارتونودويشلو  دپروګرام په پراختيا باندې  دټينګار په ترڅ کې دعادلانه ، شفافواو سراسري انتخاباتو  ترسره کول يې د افغانستان د خلکو اساسي هيله وبلله اوڅرګنده يې کړه چې دانتخاباتو د امنيت دتامينولو په لاره کې دافغانستان له دولت سره د نړيوالې ټولنې همکارۍ اوهمغږۍ لوړ ارزښت لري  .
دجمهور رييس مرستيال په سيمه کې  وروستيو بدلونونو اودافغانستان دګاونډيو هيوادونوپه توګه دپاکستان اوايران د نويو دولتونو رامنځته کيدو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه چې وروسته له دې په سيمه کې  د دوامدارامنيت اوثبات د تامينولو په لاره کې دښو اړيکو دپياوړتيا او ودې په مقصدسيمه ييزې همکارۍ له پخوازياتې  پراخې شي

کابل\باختر\دميزان ٧
دسرپل ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍ دکټه قلعه د کلي اوسيدونکي نن دروغتيايي  کلينيک خاوندان  شول .
دکټه قلعه دکلي لس بستريز روغتون دترکيې دټيکا موسسي په همکارۍ  جوړ او ګټي اخستني ته سپارل  شوى دى  .
دسرپل ولايت دعامې روغتيا سرپرست ډاکترنورالحق مراد باخترآژانس ته وويل : دغه کلينيک د ترکيې په مرسته د دوه سوه څلرويشتو زرو امريکا ي ډالرو په لګښت په يوپوړکې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى .
ډاکترمراد زيا ته کړه  : ددغه کلينيک په جوړولو سره دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو له پلوه دلسو زرو کورنيو ستونزې لرې شوي دي .

کابل\باختر\دميزان ٧
دميدان وردګو ولايت د نرخ د ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال
دګډو ځواکونو له خوا ووژل شو.
دميدان وردګو د والي ويندويى عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل  :
دنرخ ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوال ددغې ولسوالۍ دچغري په سيمه کي دافغان اونړيوالو ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شو .
ديو بل خبر له مخي  :  له طالبانو سره دامنيتي ځواکونو دبريد په بهيرکې دعامه محافظت دوه تنه پوليسان شهيدان اوڅلورتنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاي وايي دغه نښته  هغه وخت  د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دسيدآباد ولسوالۍ په سالارسيمه کې دناټو دځواکونو په اکمالاتي کاروان بريد وکړ چې دنښتې په بهير کې دوه تنه پوليسان شهيدان اوڅلورتنه نور ټپيان شول
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :   په دې نښته کې طالبانوته هم  تلفات اوښتى دى  خو د دقيق شمير په باب يې تراو سه پورې خبر نه دى ترلاسه شوى .

کابل\باختر\دميزان ٧
په پکتيا ولايت کې دولسم امنيتي خصوصي شرکت ړنګ  اويوسلو يوويشت ميله وسلې پوليسو ته وسپارل شوې ، مخکې له دې يوولس امنيتي خصوصي شرکتونه په دغه ولايت کې ددولت دپريکړو په رڼا کې ړنګ شوي وو .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باختر اژانس ته وويل :  په پکتيا ولايت کې داف ،اچ ،اي  دخصوصي امنيتي شرکت فعاليت پاى ته ورسول شو او وسلې يې پو ليسو ته وسپارل شوې .

ميرانشا \   ډي ډان\  باختر دتلې دمياشتې ٧
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې ديوې  بې پيلوټه الوتکې دبريد له امله نن درې تنه ياغيان ووژل شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه بريد دشمالي وزيرستان مرکز دميرامشاه شمال په اووه کيلومترۍ په ګامندي   ناحيه کې   وشو.
دغه ناحيه په القاعده پورې اړوند دطالب  ياغيانو پټنځاى دى .
يو امنيتي مامور چې ونه غوښتل نوم يې واخستل شي وويل :  په دې بريدکې دوه توغندي دياغيانو په پټنځي وتوغول شول چې له امله يي درې تنه ياغيان ووژل شول.
يوه بل سيمه ييز مامور ددغو تلفاتو شمير څلور  ښودلى دى .

دمالي ښار\  نيوز نو\  باختر دتلې دمياشتې ٧
دمالي په شمال کې دځانمرګې بريد او د په يو موټرکې دځاي پرځاى شوي بم دچاودنې له امله پرون څه  ناڅه څلور تنه  ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
د  رويترز د خبري آژانس دخبرله مخې  :  دغه بريد چې دمالي دشمال په تيمبوکتو ښارکې رامنځته شو لومړنى بريد و چې په دغه هيواد کې دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو په وخت کې ترسره شو.
دشاهدانو دڅرګندونو له مخې :  ځانمرګې بم ايښودونکي خپل موټر دسيبمو کتو ښار پوځي کمپ ته څيرمه وچاوه او د دغې چاودنې له امله د دغه موټر دوه تنه سپرلۍ او دوه  تنه لارويان   ووژل شول.

- پيښور \  ډى  ډ ان \ باختر دتلې دمياشتې ٧
دپيښور ښار په قصه خواني بازار کې دپوليسو يو مرکز ته څيرمه دبم دچاودنې له امله نن څه ناڅه نهه ويشت تنه  ووژل شول او څه د پاسه اوويا نور ټپيان شول اوڅه دپاسه اوويا تنه نور ټپيان شول .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې ، دغه چاودنه د يو موټر بم له امله وشوه چې دپوليسو مرکز ته څيرمه درول شوى و .
دپيښور کميشنرۍ په دغه چاودنه کې دلسوتنو وژل کيدل تاييدکړل خو د ژغورنې دعملي خبرځايونو تاييد کړه چې دماشومانو په ګډون څه دپاسه څلويښت تنه ټپيان او دليدي ريدينګ روغتون ته ليږدول شوي دي.
دروغتون خبرځايونو وويل  : چې په دې چاودنه کې نهه ويشت تنه  ووژل شول او دليدي ريدينګ په روغتون کې بيړنۍ حالت اعلام شوى دى ، ددغې چاودنې له امله څو نقليه واسطې هم  زيانمنې شوي دي.

- بيروت \ نړيوالي خبري منابع \ باختر دتلې دمياشتې ٧
دسوريې  پولې ته څيرمه دلبنان په بعلبک ښار کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو او دحزب الله د ډلې ترمنځ دنښتې له امله څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .
دالعربيه دټلويزيوني شبکې دخبرله مخې :  دغه نښته پرون هغه وخت پيل شوه چې يوه ډله يرغلګر چې ښايي سني مذهبه مسلمانان دي او د سوريې له مخالفينو څخه ملاتړي کوي ، دپولې دپلټنې په پوستې کې ميشت شوي او دحزب الله له خوا چې دبشارالاسد د دولت پلويان دي ، پرې  ډزې وشوې  .
د رارسيدلو خبرونوله مخې له  دواړو لورو څخه دوه دوه تنه  ووژل شول .

کابل\باختر\دميزان ٧
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ويندوى وايي چې تراوسه پورې دوه اويا تنو دجمهوري رياست د انتخاباتو دکانديدي لپاره معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي او دا په داسې حال کې ده چې دجمهوري رياست دانتخاباتودکانديدانودنوم ليکنې دبهير له پيل څخه چې څه نا څه لس ورځې تيرې شوي دي يوازي بسم الله شير دجمهوري رياست دانتخاباتو دلومړني کانديد په توګه نوم ليکلى دى .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  نورمحمد نور دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دريو تنو ميرمنو هم معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي .
ده زياته کړه :  چي دوه  زره شپږ سوه يونوي تنه نور چې دوه سوه دوه پنځوس تنه يې ميرمني دي دولايتي شورا ګانو په اړوند معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي .
د نور دڅرګندونو له مخي :  تراوسه پورې ٦٥٧ تنه دولايتي شورا ګانو د انتخاباتو دکانديدانو په توګه چې اته اويا تنه يې ښځې اونجو نې هم پکې شاملې دي نومونه ليکلي دي .
نور زياته کړه تر اوسه  پورې دنورستان ، پکتيااود ميدان وردګو په ولايتو نو کې کومې ميرمنې دولايتي شورا دکانديدې په توګه نوم نه دىليکلى .
ده زيا ته کړه .  چې پرون د هيواد په لرو پرتو سيمو کې ددغه کميسيون دګرځنده ټيمونو له خوا د رايو ورکولو د کارتونو د ويشلو بهير پيل شو چې تمرکز به يې په هغو افرادو او په  تيره بيا په هغو ښځو  وي چې د نوم ليکنو په  مرکزونو   برلاسى
  نه لري
په همدې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخيل  ويلي دي چې دجمهوري رياست د انتخاباتو د کانديدانو د نوم  ليکنې موده  شل ورځې ټا کل شوې ده او دتلي په ١٤نيټه پاى ته رسيږي اود تمديد وړ نه ده

کابل\باختر\دميزان ٧
په داسې حال کې چې د جمهوري رياست دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره امنيت داساسي عنصر په توګه پيژندل کيږي د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې دوه سوه نهه پنځوس مرکزونه له امنيتي ګواښونوسره مخامخ دي .
دباختر اژانس دخبر له مخي :  دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق  صديقي چې نن  يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې د رايې ورکولو دوه سوه نهه پنځوس مرکزونه له امنيتي خطرسره مخامخ دي او دغه وزارت هلې ځلې کوي چې دغه ګواښونه صفر ته ورسوي .
دغه راز صديقي ټينګار وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کارکوونکو دځان  دساتنې لپاره هم اقدامات ترسره شوي دي  .
دغه څرګندوني په داسې حال کې کيږي چې په  دې وروستيو وختو کې ځينو سياسي کړيو د نا امنيو له امله دانتخاباتو په نه  ترسره کولو ټينګار کوي .
دغه راز د څو وروستيو ورځو په بهيرکي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په يو شمير کارکوونکو بريدونه شوي دي خود کورنيو چارو وزارت ويندوى صديقي په دې ټينګارکوي چى د انتخاباتو د امنيت تامينول ددغه وزارت له کاري لومړيتوبونوڅخه دي او دکورنيو چارو  وزارت دبيطرفي داصل په ساتلو سره هلې ځلې کوي  چې د با امنه او خوندي انتخاباتودترسره کولو زمينه برا بره کړي .
د دغه کارد تحقق په خاطر سترامنيتي معين زياتو او په تيره بيا هغو ولايتونو ته چې له امنيتي ګواښ سره مخامخ دي سفر کړى دى اود پروګرامونو دحالت په څيړنې  سره هلې ځلې کوي چې دنا امنوسيموامنيتي حالت مثبت تګلورى ووهي
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  دغه راز په دې خبري غونډه کې داکسفام  رپوټ
چې  پکې دښځينه پوليسو دجنسي ځورونې يادونه شوې ده بې بنسټه وباله او ويې ويل چې دغه وزارت دښځينه پوليسو حالت ته  ځانګړې پاملرنه لري او هلې ځلې کوي چې دپوليسو په ليکو کې د هغوي کميت زيات شي او ژونداوکاريې خوندي وي
صديقي په بدخشان ولايت کې دموجودو نا امنيو په باب وويل : دافغانستان د خلکو دښمنانو پرون دبدخشان ولايت دکران ومنجان په ولسوالۍ بريد وکړ او د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې يې  ونيولې .
ده وويل  : چې ددښمنانو په دغه بريد کې پوليسو تکتيکي په شاتګ کړى دى او ددغې ولسوالۍ دتصفيه کولو په خاطر عمليات پيل شوي دي .
ده دتيرې اوونۍ په بهير کې د وسله والو مخالفينو تلفات زيات وبلل او ويې ويل تيره اوونۍ يوسلو دوه پنځوس تنه وسله وال مخالفين دپوليسو دعملياتو په بهير کې  وژل شوي او اوه اويا تنه نور يې نيول شوي دي اودغه راز نهه نوي  ماينونه کشف او شنډ شوي دي اوڅوارلس زره کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي  .