14 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
وسله والوطالبانو دارزګان ولايت  دعامې روغتيا رياست دوه تنه کارکوونکي په
دار وځړول .
دغو کسانو په ارزګان ولايت کې دماشومانو دګوزڼ  ناروغۍ  له خطرونو څخه کورنيو دپوهاوي مسووليت په غاړه درلود.
دغه پيښه پرون  دچورې ولسوالۍ  په کليم باوري سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغو کارکوونکو  دماشومانو دګوزڼ ناروغۍ  دخطرونو دپوهاوي په يو پروګرام کې له  ګډون وروسته دترينکوټ ښار ته روان وو.
عيني شاهدان وايي يوې ډلې وسله والو طالبانو  ددغو  دوو تنو روغتيايي کارکوونکو له نيولو وروسته  هغوي په  دار وځړول او وروسته يې ورباندې ډزې وکړې .
دارزګان دوالي ويندوى عبدالله همت له باخترآژانس سره په اړيکه د وسله والو طالبانو له خوا ددغو دوو تنو روغتيايي کارکوونکو عبدالروف او حضرت الله وژل تائيد کړل .
سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان ددغو ددو تنو روغتيايي کارکوونکو  دوژلو مسوول وبلل  او ويې ويل  ددغې پيښې دعاملين دنيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.

واشنګتن \ نړيوالي خبري منابع \ باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
په ځينو رپوټونو کې ويل شوي دي  چې  دامريکا  يو ٨٥ کلن پخوانۍ سرتيرى په شمالي کوريا کې بندي  دى  امريکايي مقاماتو له  دغه  هيواد څخه غوښتي دي 
چې امريکايي اتباع دې خوشي کړي.
مريل نيومن دکوريا دجګړې عسکر دى چې دهغه دزوى دڅرگندونوله مخې  تيره مياشت  دسفر په پاى کې په شمالي کوريا کې ديوپوځي افسر له خوا له الوتکې څخه  کوز کړاى  شوى دى.
امريکايي مقاماتو په مشخصه توګه دنيومن  حالت  نه دى تائيد کړى  خوله  شمالي کوريا څخه يې غوښتي دي  ، دغه مسئله حل کړي.
کنتبا يو بل امريکايي تبعه دى چې له  تيرمني څخه په شمالي کوريا کې بندي دى.
دمريل نيومن  زوى جفرنيومن وايي پلاريې دوه مياشتې مخکې له خپل يو دوست  سره  شمالي کوريا ته سفرکړى دى.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دمشورتي لويې جرګې غړو نن  په کاري کميټو په ويشل کيدو سره  دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب خپلې خبرې پيل کړې.
دباخترآ ژانس خبريال نجيب الله بهزاد دمشورتي لويې جرګې له تالار څخه خبر راکړ :  دمشورتې لويې جرګې غړو دپنځوسو کاري کميټو په جوړولو سره نن دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو  دسند دطرحې په باب  خپلې خبرې پيل کړې  .
ددغه سند طرحه په پښتو او دري ژبو دجرګې دغړو په واک کې ورکړ شوي دي دوي به  دغه طرحه ماده  په ماده وڅيړې .
هره کميټه پنځوس تنه غړي لري  چې دهرې کميټې دغړو نظريې له توصيې وروسته  به دمجلس رياست ته وړاندې شي.
دمعلوماتوله مخې ، د کميټې غړي دوه ورځې  ددغې طرحې په باب خبرې وکړي او په عمومي غونډه کې چې ديکشنبې په ورځ  جوړيږي دوړاندې شويو نظريو په باب  به  خبرې وشي.
مشورتي لويه جرګه  پرون  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور  رييس حامدکرزي  په پرانستونکي وينا سره پرانستل شوه  .
دغونډې غړو دهيواد مخور او جهادي شخصيت حضرت  صبغت الله مجددي  درييس ، پوهاندنعمت الله شهراني ، شيرمحمد آخنده  زاده ، فضل الکريم  ايماق  او ميرمن  غمى  دمرستيالانو په توګه  او شاه جهان د جرګې دمنشي  او ميرمن تهمينه يې  دمنشي دنايب په توګه  وټاکل .
دمشورتي لويې جرګې رييس حضرت صبغت الله مجددي په داسې حال کې  چې د جرګې اداري هيت  ورسره ملګرى و ، دکاري کميټو دکاري بهير دکتنې په ترڅ کې  ددغو کميټو دکار څرنګوالى له نږدې وڅيړه  او دهغوي نظريې او وړانديزونه يې واوريدل.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دهلمند ولايت ديو جومات ملا امام چې ماشومانو ته يې دځانمرگوبريدونو لوست ورکاوه  دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
دجومات دغه ملاامام پرون   کله چې  دلښکرګاه ښار  په يوه ديني مدرسه کې  ماشومانو ته دځانمرګو بريدونو په لوست  ورکولو بوخت و ، نيول شوى دى.
دهلمند دوالي ويندوى  عمر ځواک باخترآژانس ته وويل : دغه ملا امام ماشومانو ته داسلامي علومو دلوست ورکولو پرځاى  هغوى ځانمرګو بريدونو ته هڅول .
په همدې حال کې  دهلمند دامنيتي ځواکونو لومړنۍ څيړنې ښيې چې دغه ملا امام دماشومانو دهڅولو ترڅنګ هغوي ته يې دځانمرګو بريدونو دترسره کولو لارې چارې ښودلې .
امنيتي ځواکونو ددغه ملا امام په باب دزياتو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه  خو ويې ويل  چې دغه ملاامام  دوسله والو طالبانو له ډلې سره اړيکې لري .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
لس تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ کې له افغان ځواکونوسره په نښتو کې  وو ژل شول .
په دې نښتو کې چې دکونړ او نورستان په ولايتونو کې  ترسره شول  اووه تنه نور  جګړه ماران ټپيان شول.
لومړۍ پيښه پرون  ناوخته  دپارون ښار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو  طالبانو  دامنيتي ځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ.
دنورستان  د امنيې  قوماندانۍ  مرستيال باخترآژانس ته وويل ، په دې نښته کې چې يو ساعت يې دوام وکړ درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول  او دوسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکې هم ترلاسه شوي دي.
دويمه نښته له پاکستان سره  دنورستان دکامديش ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې افغان ځواکونو غوښتل افغانستان ته ديرغلګرو طالبانو دننوتلو مخه ونيسي .
دسرحدي پوليسو يو قوماندان وويل چې په دې  نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل په دې نښته کې  يو افغان پوله ساتونکى هم ټپي شوى دى.
له بله پلوه له پاکستان سره دکونړولايت  په سرحدي سيمه کې دنښتې په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې طالبانو غوښتل  دافغان سرتيرو په کاروان بريد وکړي .
دکونړولايت  يو سيمه ييز مسوول وايي  په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په دې پيښه کې افغان ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

ميرامشاه \ نړيوالې خبري منابع\  باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دپاکستان استخباراتي مقامات   او پوليس وايي چې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد چې پرون دهنگو په قبايلي سيمې وشو، د حقاني دشبکې  ددوو  تنو غړو په ګډون اته تنه ووژل شول .
ځينې امريکايي رسنۍ وايي  چې دطالبانو پنځه تنه لوړ رتبه قوماندانان په وژل شويو کسانو کې دي  چې له دې جملې څخه دسراج الدين حقاني لوړ رتبه سلاکار  مولوي  احمد جان هم شامل دى.
رسنيو احمدجان دحقاني دډلې  دويم کس بللى دى.
دسيمه ييزو پوليسو يو مامور فريد خان ويلي دي  چې يوې بې پيلوټې الوتکې  پرون درې  توغندي په يوې مدرسې وتوغول .
دخبرونو له مخې ، دغه مدرسه چې په ټل ښارګوټي  کې موقعيت لري  دحقاني په شبکې پورې اړه لري.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
په  کونړ ولايت کې دماين دچاودنې له امله  دملي اردو يو منسوب شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  ، وسله والو مخالفينو د کونړولايت  دچپې درې دولسوالۍ په مربوطاتو کې  يو ماين ښخ کړي و ، چې دچاودنې له امله يې  دملي اردو يو منسوب شهيد اودرې تنه نور يې ټپيان شول .  
دغه راز دملي اردو منسوبينو دهلمند ولايت  دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  يو وسله وال مخالف ټپي   او دوه تنه نور يې ونيول
او درې توغندي او يو موټر سايکل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو منسوبينو  دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي
ګزمې په بهيرکې اته ماينونه  چې دوسله والو مخالفينو له خوا ښخ کړاى شوي و، کشف اوشنډ کړل.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دمشورتي لويې جرګې غړو نن  په کاري کميټو کې دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب خپلې خبرې پيل کړې.
دباخترآ ژانس خبريال نجيب الله بهزاد دمشورتي لويې جرګې له تالار څخه خبر راکړ :  دمشورتې لويې جرګې غړو دپنځوسو کاري کميټو په جوړولو سره دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو  دسند دطرحې په باب  خپلې خبرې پيل کړې  ، هره کميټه پنځوس تنه غړي لري  چې دهرې کميټې دغړو دنظريو له توحيد وروسته به دمجلس رياست ته وړاندې شي.
دمعلوماتوله مخې ، د کميټې غړي دوه ورځې  ددغې طرحې په باب خبرې وکړي او په عمومي غونډه کې چې ديکشنبې په ورځ  جوړيږي دوړاندې شويو نظريو په باب  به  خبرې وشي.
مشورتي لويه جرګه  پرون  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور  رييس حامدکرزي  په پرانستونکي وينا سره په کار پيل وکړ .
دغونډې غړو دهيواد مخور او جهادي شخصيت حضرت صبغت الله مجددي  درييس په توګه وټاکه .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دملي اردو منسوبينو دکابل ولايت  په مربوطاتو کې پرون  دامنيتي  دندو په بهيرکې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړل. 
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو منسوبينو دالوخيلو دغونډۍ په مربوطاتو کې دامنيتي  دندو په بهير کې  دبي  ام    دوه ماينونه ، يوه تومانچه او  دداود خان بڼ له مربوطاتو څخه  د ډي سي توپ يوه ګولۍ  او دغه راز يو  ټوک پوځي  کتاب ، يو لپ ټاپ  کمپيوټر او يو فلش  چې افغاني ضد محتوا پکې و، دڅرخي پله ددسپيچرۍ له ساحې څخه له يو کرولا موټر څخه ترلاسه کړل. .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دملي اردو منسوبينو پرون دپکتيا او ميدان وردګو دولايتونو په مربوطاتو کې دتصفيوي عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال  مخالفين ونيول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو منسوبينو دپکتياولايت  داحمدآباد او دميدان وردګوولايت دسيدآباد دولسواليو په مربوطاتو کې  يولړ تصفيوي عمليات ترسره کړل  چې په بهيرکې يې  څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول  او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې  او چاوديدونکې توکې ترلاسه شول.