15 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د وږي يوولسمه
  دملي اردو منسوبينو يو تن سيمه ئيز قوماندان او د وسله والو مخالفينو څو تنه سرګروپان ونيول .
  دملي دفاع وزارت  دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په تيرو څلورويشتو  ساعتو کې دآمو په نامه دملي اردو دمنسوبينو په چاڼيزو  عملياتوکې چې له مخالفينو سره دخلکو دجلا کولو او دسوله ئيزي  فضا دتامينولو په مقصد  دبغلان ولايت ددشت ګيرو دسيمي په مربوطاتو کې ترسره شوي وو .
دمخالفينو ديو تن مسوول ملا بزرګ مرستيال قاري محمد الله  او دده يو تن ساتونکي له وسلو سره  يې نيول شوى د ى .
دغه راز دمرکزي بغلان په مربوطاتوکې  دآمو په نامه ګډو عملياتو کې  دملا حدود ،  ملا محراب او ملا باز محمد په نومونو دمخالفينو درې تنه قوماندانان هم په عملياتوکې دشاملو  ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
ددغو عملياتو په بهيرکې  يوه اندازه وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې دپکتيا ولايت  دسيد کرم ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو دتصفيوي عملياتو په بهير کې ددولت  يو مخالف ووژل شو او اته تنه مشکوک کسان ونيول شول .
  ويل  کېږي چې په دغو عملياتوکې يو تومانچه ، څلور لاسي بمونه ، اته سرګلولي ، دوه پرتلي او دبريښنا  ٢٥ بنډله  مزي ترلاسه شوي دي او اتلس کېلوګرامه چاوديدونکې توکې کشف او له منځه وړل شوي دي .
 

کابل باختر دوږي ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ارزګان په ولایت کې د استرالیایي ځواکونو هغه خپل سري عملیات په کلکه وغندل چې له امله یې ۷۰ کلن حاجي رازمحمد او د هغه زوی ۳۰ کلن عبدالجلیل شهيدان شول  ورسېدل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي
د ارزګان د والي او امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې په ارزګان ولایت کې مېشتو استرالیایي ځواکونو تېره شپه ددغه ولایت د ولایتي چارواکو له مشورې او اجازې پرته د ترین کوټ ښار اړوند په صوله سیمه کې عملیات وکړل چې له امله یې حاجي رازمحمد او د هغه زوی شهیدان او ۹تنه اوسیدونکې یې له ځان سره بوتلل.
حامد کرزي په دغه پېښې په خبرېدو سره  له ډيل پرته د ارزګان د والي او امنیه قوماندان سره یې ټیلیفوني خبرې وکړې او ددغې پېښې د څرنګوالي په اړه یې ورڅخه معلومات وغوښتل.
جمهور رئیس د  استرالیایي ځواکونو خپل سري عملیات د افغانستان او ناټو تر منځ له لاسلیک شوې تفاهم ليک  څخه سرغړونه وبلله او هغه یې په کلکو ټکو وغندل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړه چې دغه پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي ترڅو د افغانستان حکومت ددغې سرغړونې او تخلف په اړه خپل دریځ وروسته روښانه کړي.
تر پېښې ورسته د ارزګان والي او امنیه  قوماندان د پېښې زیانمنو شویو خلکو ته عاجلې مرستې ورسولې او لازم اقدمات یې ترسره کړل. 
همدا راز د جمهور رئیس له هدایت سره سم د ارزګان والي امیر محمد اخندزاده له پېښې وروسته د افغانستان د مظلومو خلکو د دفاع په خاطر هغه ۹تنه چې استرالیایي ځواکونو له ځان سره بېولي وو، بېرته آزاد کړل.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ارزګان د والي او امنیه قوماندان سملاسي او پر وخت اقدامات او خلکو ته رسیده ګي وستایله.
 

کابل -باختر د وږي ١١:
  دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيااداره دکرنې درواجولو او دتحقيقاتو دپياوړتيا په لاره کې د کرنې او اوبو لګولو له وزارت سره مالي مرسته کوي .
دباختر اژانس دخبرله مخې ددغه پروګرام اساسي هدف  دکرنيزو تحقيقاتو  وده او پرمختيا او له تکنالوژيو سره داستفادي  ، دظرفيت دودې او په مرکز او ولايتونو کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت دخدمتونو دوړاندې کولو له لاري دبزګرانو  دعوايدو زياتوالې دي .
دکرني او اوبو لګولو وزير محمد اصف رحيمي په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې  پرمختيا داداري له عمومي مسوول سره په ګډه خبري غونډه کې وويل   ددغه پروګرام ټول لګښت ٦٥ مليونه امريکايي ډالره کېږي  چې  دامريکا دپرمختيا داداري له خوا ورکول کېږي  چې څلويښت مليونه ډالره يې دافغانستان ددولت له خوا  ٢٥ مليونه ډالره يي په کابل کې دامريکا دپرمختيايي اداري له خوا لګول کېږي .
دکرنې او اوبو لګولو وزير زياته کړه دغه پروګرام  لومړي په هغو پنځوسو ولسواليو کې چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا په  ١٦ ولايتونوکې ټاکل شوي دي تطبيقيږي .
په افغانستان کې  دامريکا دنړيوالې  پرمختيا داداري مسوول په افغانستان کې  په ټولو برخو او په تيره بيا دبيا رغونې  په برخه کې ددغې اداري  دهمکاري په دوام باندې ټينګار وکړ .
 

کابل-باختر د وږي ١١:
  په کابل کې دامريکا دسفارت دعدلي او قضايي برخې رييس دقلعه اختيار الدين دکتنې په بهير کې  دهرات ولايت دفرهنګي آثارو او دتاريخي ميراثونو دساتنې په خاطر دخپل هيواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ .
مک فارلند وايي: دقلعه اختيار الدين  تر تمين  څلي  چې ددغې فرهنګي حوزې د تير ځلانده تاريخ  څرګندوي دي  دهرات دتاريخي پرتم دليل دي .
ددغې کتنې په بهير کې  دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ  لوى رييس احمد احسان سرور يار هم  په ملي موزيم او ملي ارشيف کې د زرګونو  ارزښتناکو تاريخي آثارو  شتون ددغه ولايت دتاريخ دپرتم  او عظمت  ښه نښانه وبلله او له امريکا  څخه يې  وغوښتل چې ددغو خزانو  دساتلو او ترميمولو  په برخه کې  له دوى سره همکاري وکړي .
دهرات ملي موزيم  چې په هغه کې  څه دپاسه زر تاريخي ارزښتناک آثار ساتل کېږي دتيرکال په وروستيو  وختو کې له دريو لسيزو وروسته دهرات دسيمه ييزې ادارې او ددغه  ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دمقاماتو په نوښت دمينه والو پرمخ پرانستل شو .
په همدې حال کې دقلعه اختيار الدين دبيا جوړولو کار هم دامريکا دسفارت په مالي مرسته په دوو پړاونوکې په دوو کلونوکې بشپړ شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې په نږدې راتلونکې  کې به دقلعه اخيتار الدين دترميمولو  دريم پړاو هم پيل شي  .
په کابل کې دامريکا دسفارت  دعدلي او قضايي برخې رييس ددغه سفر په بهير کې  وويل چې هيواد به يې دغه راز دهرات دتاريخي  څلورو دلرغونو ساحو  دساتنې او ترميمولو  په  برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
 

کابل باختر دوږي ١١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې ځانمرګي تروریستي بریدونه په کلکه وغندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي
دميدان وردګو ولایت د مقام د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو نن سهار په شپږو بجو لومړی د سیدآباد ولسوالۍ په نظام قراول کې ځانمرګی برید وکړ او ورپسې دویم ځانمرګي په  چاودېدونکو بار موټر ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ته نږدې په غزېدلي سړک وچاوه چې له امله یې زموږ ۱۲ تنه هېوادوال شهیدان او ۴۷ تنه  نور ټپیان شول او د ځایي اوسیدونکو کورونو او یو شمېر دوکانونو ته یې مالي زیانونه واړول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل: د افغانستان د ملکي خلکو وژنه او په عامه ځایونو کې د بریدونو تر سره کول له انسانیت او اسلامیت سره له دښمنۍ پرته بله معنی نه لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په  ميدان وردګو ولایت کې د تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
 

کابل باختر د وږي ١١:
  ډاکتره  ناجيه طارق نن دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو د معينې په توګه ددغه وزارت کارکوونکو ته وروپيژندل شوه .
دباختر اژانس دخبر له مخي، ډاکتره ناجيه طارق  په دې وروستيو وختو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دمقام دحکم له مخي، ددغه وزارت د روغتيايي خدمتونو دمعينې په توګه ټاکل شوې ده .
په هغې غونډه کې چې  دنړۍ له روغتيايي سازمان او دپوليسو دله منځه  وړلو په برخه کې  د نورو همکارو موسسو اوسازمانونو  داړيکو دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  دمسوول ډاکتر فيض الله کاکړ دملي شورا ديو شمير استازو ، دنړيوالو همکارو موسسو داستازو او ديو شمير وزارتونودمعينانو  په ګډون دعامې روغتيا وزارت په تالار کې جوړه شوى وه ، دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل وويل: ډاکتره ناجيه طارق دروغتيايي خدمتونو په مديريت کې يوه لسيزه کافي  تجربه لري  او له شک پرته دا کولاى شي ددغه وزارت دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو دمعينې په توګه دروغتونونو او روغتيايي مرکزونو کي دروغتيايي خدمتونو  دوړاندي کولو په ښه والي کي مثبت رول  ولوبوي .
  وروسته دعامي روغتيا وزارت دمعينې دټاکنې په باب دجمهوري رياست دمقام  حکم د چارو ادارې او د وزيرانو شورا ددارالانشا  دلوى رياست داستازې له خوا ولوستل شو .
  وروسته ناجيې طارق دهغه باور له امله چې په دې پست کې ددې په نسبت شوى دي قدرداني وکړه اوژمنه يې وکړه، له هغو تجربو څخه چې دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې په تيرو لسو کلونوکې زده کړي دي دميندو او ماشومانو د مړيني دکچې په ټيټولو دساري  ناروغيو  پرخلاف مبارزه اوپه ټوليزه توګه او دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو دښه والى په برخه کې به هلې ځلې وکړي.
په دې غونډه کې ډاکتر فيض الله کاکړ او د ډاکترانو او روغتيايي خدمتونو دسراسري اتحاديې استازې هم خبرې وکړې .
 

Saturday, 01 September 2012 10:18

داسعارو بيه

کابل\باختر\د وږي دمياشتې ١١: 
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درئيس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى
يوامريکايي ډالر پيرودل په     40 ر51  افغانيو پلورل په 50، 51 افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په   50 ر80افغانيو پلورل په 60، 80افغانيو
يوه يورو   پيرودل په     40  ،  64 افغانيو پلورل په      50 ر64  افغانيو
دمتحده عربي اماراتو يودرهم پيرودل په  90 ، 13 افغانيو پلورل په  95، 13 افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په      60، 13پلورل  65 ،  13 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 9 30   افغانيو پلورل په 940 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په 543افغانيو پلورل په 544 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په     60 ، 23  افغانيو پلورل په    70ر24 افغانيو.
 

کابل باختر د وږي يوولسمه
دميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې نن سهار  د دوو پرله پسې  ځانمرګو بريدونو له امله  اته تنه ملکي وګړي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
   دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهد الله شاهد باختر اژانس ته وويل:  په دغو پرله پسې ځانمرګو بريدونوکې  چې نن سهار دسيداباد ولسوالۍ  ددروازې په وړاندې ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څيرمه وشوه او دبهرنيو پوځيانو يوه  قرارګاه هم پکې ده  وشوه  چې له امله يې اته تنه ملکي وګړي ووژل شول او څه دپاسه  پنځلس تنه نور ټپيان شول .
  شاهد زياته کړه: لومړني چاودنه  دومره  قوي نه وه  او يو ځانمرګي بريد و .
خو دويمه چاودنه  په موټر کې  د ځاى پرځاى  شويو چاوديدونکو توکو  دچاودنې زيږنده وه چې له امله يې دسرپه زيانونوسربيره  دامنيې قوماندانۍ دولسوالۍ  ودانۍ ته  تاوان هم اړولي  دي .او د پيښې دشاوخوا کورونو او دوکانونو هم زيان ليدلي دي .
  شاهد زياته کړه  چې په دغو دوو پيښو کې دناټو ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلي .
دغه راز په بګرام کې دامريکايي پوځيانو د اډې  درسنيو دفتر باختر اژانس ته ويلي دي  چې په دې پيښه کې  بهرنيو ځواکونو ته  زيان نه دي اوښتي .
 

پيښور - باختر د وږي ١١:
  پاکستاني طالبانو ددغه هيواد ددولسو تنو عسکرو د سرغوڅولو  ويديويي  فلم خپور کړي دي.
پخوا دپاکستان امنيتي مامورينو دتيرې سه شنبې په ورځ له طالبانو سره له نښتې وروسته دخپلو  پنځلسو تنو عسکرو دبې درکه کيدو خبر ورکړي و .
   دباختر اژانس  دخبر له مخې، دپاکستان يو امنيتي مامور ويل و: چې ددغه هيواد څه ناڅه پنځلس تنه عسکر بې درکه  دي خو ددغه هيواد يو بل مامور دبې درکه شويو عسکرو دقيق شمېرنه و څرګند کړي .
دپاکستاني طالبانو دغورځنګ ويندوى سراج الدين پرون دفرانسې خبري اژانس تر يو ويديويي فلم  لږلي دي چې دياغي طالبانو قوماندان له تن څخه دجلا شوي دولسو سرونو سره ښيي او دغه ويندوى ادعا کړى ده چې هغوى هغه عسکرو چې دطالپانو له خوا وژل شوي دي .
ويندوى په دې ويديويي  فلم کې ويلي دي چي يو شمير دغه عسکر په ډزو سره وژل شوي دي او ددولسو تنو سرونه غوڅ شوي دي.
دپاکستان پوځي خبرځايونو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دي څرګند کړي چې دغه مړي چې په دغه ويديوکې ښودل شوي دي  بې درکه شوي پاکستاني عسکر دي يانه ، دطالبانو  ويندوى ويلي دي چي دوى دغه عسکر دپاکستاني ځواکونو دتاوتريخوالى په غچ اخلستو کې وژلي دي .
دباجوړ ايجنسي دقبايلي سيمې په نښتو کې تيره اوونى  ديو ديرشو ياغيانو په ګډون پنځوس  تنه ووژل شول.
باجوړ د ډيورند کرښې اخوا  له اووه قبايلي سيمو څخه دي چې له القاعده شبکې سره اړوند دطالبانو او تند لارو پټنځاى بلل کيږي .
 

کابل باختر د وږي١١:
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې  دامنيتي ځواکونو په جلا جلا چاڼيزو عملياتو کې  اووه اويا تنه ياغي طالبان وژل شوي دي .
  د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، د ملي پوليسو ځواکونو  په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دکابل _ ننګرهار ، لغمان ، لوګر ، غزني ، پکتيا او دنيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې  يو لړ ګډ عمليات ترسره کړل  چې له امله يي  اووه اتيا تنه ياغي طالبان ووژل شول او اته تنه نور ونيول شول .
  دغه ر از  ددغو عملياتو په بهير کې  له شپږو شارژورونو سره ددښمن درې کلاشينکوفونه  درندو وسلو دولس ګولۍ ، دسپکو وسلو اته سوه اويا ګولۍ ، شپږشپيته  ماينونه ، يو زرو درې سوه دوه اتيا کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او درې موټرسايکلونه چې په دغو  سيموکې  دورانکارو او تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر ځاى پرځاى شوي وو په عملياتو کې دبرخه والو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، دهلمند ولايت پوليسو پرون درې ماينونه دمارجه ، نوزاد او نادعلي ولسواليو په مربوطاتو کې  چې دياغيانو له خوا دورانکارو او تروريستي عملونو  دترسره کولو  په خاطر  ځاى پرځاى شوي وو، ترلاسه او شنډ کړل .