20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نوى ډهلي\  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
هند له پاکستان څخه وغوښتل چې د هند يوتبعه آزاد کړي.
په پاکستان کې هندي بندي سارابجيت سنګه له هغه وروسته چې د پاکستان د لاهور ښار په يو جيل کې د بنديانو له خوا پرې بريد وشو، اوس په کوما حالت کې دى.
دغه هندي تبعه په ١٩٩٠ کال کې په پاکستان کې د جاسوسى اود څلورو بمي بريدونو په خاطر مجرم وپيژندل شو .
ويل کيږي په دغو بمي بريدونو کې ١٤ تنه ووژل شول.
دپاکستان د جمهور رييس آصف علي زرداري  حکومت د ساراجيت سنګه د اعدام د حکم تطبيق ترنامعلومې مودې پورې ځنډولى دى .
هندي مقامات غواړي چې ساراجيت سنګه د درملنې لپاره هند ته واستول شي.
په دې هندى په جيل کې د بنديانو د تيرې جمعې د بريد انګيزه لا تر اوسه پورې معلومه نه ده.

اسلام آباد\  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
دپاکستان دکورنيو چارو وزارت ددغه هيواد د پخوانى جمهور رئيس پرويز مشرف د تښتول کيدو د احتمال له امله انديښنه څرګنده کړې ده.
باختر آژانس د جيوټلويزيون له خو لې خبر راکړ: په هغې اعلاميه کې چې دپاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې ده؛ په هغې کې د پرويزمشرف دتښتول کيدو د احتمال  له ا مله انديښنه څرګنده شوې ده.
دغه وزارت له اړوندو مقاماتوڅخه غوښتي دي چې ددغې انديښنې د په پام کې نيولو سره دې د پرويز مشرف دتګ راتګ مخه ونيسي.
دغه خبردارى په داسې حال کې ورکول کيږي چې په څوتيرو ورځو کې دپاکستان په بېلابېلو سيموکې د را تلوونکو پارلماني انتخاباتو په کانديدانو او په هغوى پورې په اړوندو غونډو بريدونه کيږي.
نن سهارپه ډير نوى بريدکې يوکانديد او دوه تنه پلويان يې د بلو چستان ايالت په چهل ماکسي سيمه کې د نا پيژندل شويوکسا نو د ډزو  له امله ووژل شول.
وژل شوى کانديد يو خپلواک کانديد و چې دده  په وژل کيدو سره په چهل ماکسي سيمه کې د انتخاباتي غونډو ترسره کول ځنډول شوې دي.

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
د احصايې مرکزي ادارې په ١٣٩٢ کال کې د هيواد د وګړو ټول شمېر اووه ويشت اعشاريه پنځه مليونه تنه اټکل کړى دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د احصايې د مرکزي ادارې تخنيکي سلا کار عصمت الله رمزي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: په ١٣٩٢ کال کې د هيواد وګړي څه ناڅه اووه ويشت اعشاريه پنځه مليونه تنه اټکل شوى چې څوارلس اعشاريه يو مليون تنه نارينه او ديارلس اعشاريه څلور مليونه نوريې ښځې دي.
د احصايې د مرکزي ادارې تخنيکې سلا کار دغه راز وويل چې په هيوادکې ميشت وګړي څه ناڅه شپږ ويشت مليونه تنه اټکل شوى دى او ددغه شمېر نولس اعشاريه اووه مليونه تنه په کليوکې ژوندکوي او شپږ اعشاريه درې مليو نه تنه يې ښاري ژوند لري او يواعشاريه شپږ څلوويښت  مليونه تنه کوچيان دي.
ده وويل: دغه وړاندې شوې شمېرنې د کور د فهرست اخيستلو د سر وې له مخې د احصايې د مرکزي ادارې له خوا د ملګرو ملتو د سازمان وګړو د وجهي صندوق په مالي مرسته  په١٣٨٣ کال کې په هيوادکې تر سره شول؛ اټکل شوى دى.

تيبليسي\  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
ګرجستان د٢٠١٤ کال په بهيرکې او له هغه وروسته د افغا نستان په ماموريت کې له ناټو سره د همکارۍ لپاره وړانديزو نه طرحه کړې دي.
يو له دغو وړانديزونوڅخه له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او پياوړتيا ده .
دګرجستان د بهرنيو چارو وزير مايا پند ژيګيدزى پرون د ګرجستان په پايتخت تيبليسي ښارکې خبريالانوته وويل: هيواد يې کولاى شي د اوسپنې يوه پټلۍ چې د آذربايجان پايتخت باکوله تيبليسي او ترکيې سره ونښلوي ، پرانيزي چې له دې لارې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه دخپلو سرتيرو او تجهيزا تو د ليږدونې لپاره استفاده وکړي.
دګرجستان دبهرنيو چارو د وزير دڅرګندونوله مخې: دوى ناټوته دوه وړانديزونه طرحه کړې دي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د افغان ځواکونو روزنه او له افغانستان څخه آذربايجان، ګرجستان او وروسته ترکيې ته د تجهيزاتو د ليږدونې لپاره ګډه پروژه شامله ده.
ګرجستان نږدې يو زرو پنځه سوه تنه پوځيان افغانستان ته استولي دي چې زياتره يې په هلمند ولايت کې ديره دي.

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
د ازبکستان د اسلامي تحريک يو قوماندان په بغلان ولايت کې د ګډو ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شو.
په حاجي حفيظ دبورکې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دده په پټنځي بريد وشو او ددغه تحريک له يوبل غړى سره ووژل شو.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې د ازبکستان د اسلامي تحريک دغه قوماندان په بغلان ولايت کې د ځينو تروريستي بريدونو د رهبرى مسووليت په غاړه درلود.
ناټو دغه راز وايي چې دغه قوماندان مسووليت درلودچې دتروريستانو تروريستي بريدونو ته جنګي وسايل  اومالي امکانات برابرکړي.
حاجي حفيظ په بغلان ولايت کې د سيمه ييزو مقاماتو د ترور او د افغان ځواکونو د کاروانونو په لاره کې دبمونو د ښخولو د عامل په توګه هم بلل شوى دى.

اسلام اباد\ ډان \  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
دپاکستان پوليسو تېره شپه اعلام وکړ چې ددغه هيواد په شمال لويديځ کې د يو سياسي ګوند انتخاباتي دفتر ته څېرمه د ځانمرګى بريدله امله يوتن ووژل شو او دولس تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د سيمه ييزو خبري منابعو له خولې خبر راکړ چې دغه چاودنه د چارسدې په قبايلي سيمه کې شوې ده.
تراوسه پورې ددغه بريدمسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.
د سيمه ييزوخبري رسنيو دخبرله مخې: پوځي مليشو دپاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په تيرولسو ورځوکې په انتخاباتي مرکزونو اوپه سياسي غونډوکې د څه دپاسه  شلوتنو تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره اويا تنه وژلي دي او دوه سوه نوي تنه نوريې ټپيان کړي دي.
دپاکستان دملي او د ايالتي مجلسونو انتخابات د ثور د مياشتې په ٢١نيټه په يو وخت کې په ټول پاکستان کې ترسره کيږي .

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
پنځه تنه سرحدي پوليس پرون دبادعيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانوسره په نښته کې شهيدان شول او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
دغه راز په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
دسرحدي پوليسو يو مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ باخترآژانس ته وويل: پرونى جګړه د بالامرغاب ولسوالۍ په مورچاق ساحه کې د سرحدي پوليسو په امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته پيل شوه  چې له امله يې پنځه تنه سرحدي پوليسان شهيدان او دوه تنه نور سرتيري ټپيان شول.
دغه راز د سرحدي پوليسو د ځواکونو د سخت مقاومت له امله له هغه وروسته چې درې تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول؛ نورطالبان د نښتې له ساحې څخه وتښتيدل .

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
د سنوګردملي ټيم لوبغاړو د آسيايي هيوادونو په سياليوکې تر اوسه پورې د سنګاپور ، منګوليا او د پاکستان ورزشکارانو ته ماتې ورکړې ده.
د سنوکر آسيايي سيالۍ د اووه ويشتو آسيايي هيوادونو د لوبغاړو په ګډون درې ورځې مخکې د پاکستان په کراچي ښارکې پيل شوې دي.
د المپيک د ملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باخترآژانس ته وويل چې تراوسه پورې د افغانستان د سنوکر لوبغاړو درې سيالۍ ترسره کړې دي چې په درې واړوکې يې خپلوسيالانوته ماتې ورکړې ده.
ده وويل: د سنوکر د ملي ټيم غړو صالح محمد او رييس خان سنزى چې په دغو سياليوکې ګډون کړى دى؛ تراوسه پورې خپلو منګوليايي، پاکستاني او سنګاپوري سيالانو ته ماتې ورکړې ده.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ څلور ورځې نورهم دوام کوي.

کابل -باختر  د ثور د مياشتې ١٠:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان وريځ د اورښت امکان شته ،  د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه ٣
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٦،  ټيټه ١٥
جلال آباد- آسمان وريځ د اورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧، ټيټه ١٦
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٢٩ ، ټيټه ١٥
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ١٩، ټيټه ٧
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ١٣، ټيټه ٩
غزني- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٦ ، ټيټه ١
باميان- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٥ ، ټيټه صفر
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه  ٥
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ٣- ، ټيټه  ٨-
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١- ، ټيټه ٥-
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٩ ، ټيټه ١١
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ټيټه ١٢
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه ٨
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ١٨ ، ټيټه ٨
لښکرګاه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ٢٠
په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجو او ٤ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او٣٦دقيقو ولويږي . 

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ١٠ :
د وسله والوطالبانو يو سيمه ييز قوماندان په زابل  ولايت کې له  افغان ځواکونوسره د نښتې په بهيرکې ووژل شو.
په دې جګړه کې تېره شپه د نوبهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د نښته د طالبانو په قوماندان ملابخت محمد پورې اړوند درې تنه هم وژل شوي دي.
دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې د طالبانو دغه قوماندان له خپلوافرادوسره  د افغان ځواکونو په يوې امنيتي پوستې بريدوکړ.
د زابل ولايت د نوبهار ولسوال وزير باخترآژانس ته وويل چې په دې څلور ساعته نښته کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له دريو افرادوسره يې ووژل شو.
ده وويل چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.