17 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ په وياړ د ورزشي  نندارې جوړول

په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ په وياړ د ورزشي نندارې جوړول

پل علم / باختر\ د زمري٢٦مه د هېواد د خپلواکۍ د...

په پروان کې د طالبانو د درېيو مهمو غړو نيول کېدل

په پروان کې د طالبانو د درېيو مهمو غړو نيول کېدل

چاريکار / باختر\ د زمري٢٦مه د وسله والو طالبانو درې مهم...

په بغلان کې د دوو طالبانو نيول کېدل

په بغلان کې د دوو طالبانو نيول کېدل

پلخمري / باختر\ د زمري٢٦مه د بغلان پوليسو نن دوه طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
په کابل کې د امريکاسفير جيمزکنينګهم نن له غرمې وروسته د جمهور ريس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د امريکا په متحده ايالاتوکې د دواړوهيوادونو  د جمهورو رييسانو دکتنې، د سيمې او افغانستان د روانو حالاتو او د علاقې وړ  د نورو موضوعګانوپه باب يې خبرې اترې وکړې.
په کابل کې د امريکا سفير دکابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي موافقه ليک په باب د دوه اړخيزو خبرو د پرمختګ له امله خوښي څرگنده کړه او ټينګار يې وکړ چې ددغه موافقه ليک د لاسليک په باب موافقه دکابل او واشنګټن ترمنځ د اوږد  مهالو او دوامدارو همکاريو په باب د دواړوهيوادونو د ګډو هلوځلو ښکارندوى دي.
د امريکا سفير د دواړو هيوادونو ترمنځ د امنيتي موافقه ليک د لاسليک په باب  دخپل متبوع هيواد د تيارى د اعلام په ترڅ کې ډاډ ورکړچې نړيواله ټولنه په تېره بيا د امريکا متحده ايالات به له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دغه راز د افغانستان دملت او دولت  ترڅنګ ولاړ وي او په بېلابېلو برخو اوپه تيره بيا دافغانستان د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا، روزنې او سمبالولو په بېلابېلو برخوکي به ددغه هيواد همکاري دوام وکړي.
وروسته د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي دافغانستان له خلکو او دولت څخه په تيرو لسو کلونوکې د امريکا د دولت د ملاتړ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې  دامريکادولت او ددغه هيواد خلک يې دافغانستان ددولت  اوملت  له ستراتيژيکو همکارانوڅخه وبلل او د دواړو هيوادونوترمنځ يې د اوږدمهالو اړيکو او همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
دجمهور رييس مرستيال دغه راز څرگنده کړه چې دافغانستان له خلکوسره  د نړيوالې ټولنې د همکاريو ترسيورې لاندې، نوى فصل ترلاسه شوى دى او له نيکه مرغه په دې فصل کې زيات برياليتوبونه د افغانستان دخلکو په برخه شوي دي چې د افغانستان خلک او دولت به هم د دغو برياليتوبونو د ملاتړ او ساتنې په لاره کې به له هيڅ راز هلوحلو څخه ډډه ونه کړي .
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې په سوريه کې د دريوتنو افغانانو د وژل کيدو خبرورکړ او دغه راز هغه رپوټونه يې ردګړ چې ګنې امريکا، افغانستان له ايران څخه د نفتي توکو له پيرودلو څخه منع کړى دى.
د بآختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسى زى په سوريه کې د دريوتنو افغانانو د وژل کيدو په باب د زياتو جزيياتو په وړاندې کولو سره وويل:
په اردن کې د افغانستان سفارت چې د افغانستان او سوريې ترمنځ د اړيکو چارې هم ترسره کوي؛ پرون يې د يو رپوټ په ترڅ کې د بهرنيو چارو وزارت ته خبرورکړ چې د سوريې په نا اراميوکې درې تنه افغانان وژل شوي دي .
په سوريې کې نارامي له څه ناڅه دوو کلونو راپه دې خوا پيل شوې دي او تراوسه پورې په سلګونو تنه ددغو نښتو قرباني شوي دي .
په سوريې کې څه ناڅه زر افغان مهاجرې کورنۍ ژوندکوي .
موسى زى دغه راز وويل چې امريکا له ايران څخه د افغانستان د اړتيا وړنفتي ټوکو د پيرودنې مخه نه ده نيولى او وې ويل چې افغانستان د يو خپلواک هيواد په توګه خپلې اړيکې له امريکا او ايران سره په انډوليز دول تنظيم کړې دي .
ده دغه راز آلمان ته دبهرنيو چارو د وزير د سفر او د دغه هيواد دبهرنيو چارو او دفاع له وزيرانو سره د ده د خبرو په باب معلومات ورکړل او وې ويل: د هيواد دبهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د يوبل کال لپاره دآلماني ځواکونو دشتون دتمديدولو په باب د آلمان د پارلمان د تصميم هرکلى وکړ.
ده دغه راز د قطر دبهرنيو چارو له وزير او د سعودي عربستان دبهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره د هيواد د بهرنيو چارو د وزير دخبرو په باب هم خبرورکړ.
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى دغه راز په نږدې راتلوونکې کې په کابل کې دمنګوليا دسفارت دپرانيستلو خبرورکړ او دغه راز د لندن د درې اړخيزې غونډې په باب هم معلومات ورکړ او وې ويل: دغه غونډه سبا د دريو هيوادونو د بهرنيو د چارو د وزيرانو، دملي امنيت د سلاکارانو، دپوځى او استخباراتي جګپوړو مقاماتو او د دريو هيوادونو د مشرانو په کچه سبا په لندن کې جوړيږي.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معينيت ابلاغيه:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معينيت د ډله ييزو رسنيو د قانون د٤٥ مادې د اووم بند له مخې: له ټولو تصويري، صوتي او چاپي رسنيو څخه غوښتنه کوي چې د تاوتريخوالې او جنسي تيريو د قربانيانو د هويت له افشا کولو او تصويرونو له خپرولو سره او دغه راز د زړه بوږنوونکو صحنو او تصويرونو له خپرولو څخه چې دخلکو او په تېره بيا د ماشومانو ذهنونو ته د زيان رسولو سبب کيږي؛ په کلکه ډډه وکړي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
د دايکندي ولايت دپنځو ولسواليو مواصلاتي لارې د واورې د وروستيو اورښتونو له امله  د ترافيکو پرمخ وتړل شوې.
د دايکندي ولايت د فوايد عامې آمر انجينر خداداد سيرت باختراژانس ته وويل چې د خدر، کجران، اشترلي، چتي ، سنګ تخت بندر د ولسواليو او دکابل_دايکندي او قوناب غاښې لارې د واورې د سخت اورښت له امله له پرون څخه د ترافيکو  پرمخ تړلې شوې دي  . 
سيرت زياته کړه: د ٣٣٢ کيلومترو په  اوږدوالې، د سړک د پاکولو د يوولسو مليونو څلورسوه شپيتو زرو افغانيو په لګښت د امداد له ساختماني شرکت سره تړون لاسليک شوى دى چې لګښت يې د فوايدعامې وزارت له بودجې څخه ورکول کيږي چې د سړکونو دخرابوالې او د دغه ولايت د غرني والې له امله د واورې دپاکولو کاريې له ستونزو سره مخامخ کړې دي او امکان نه لري چې د ماشين په واسطه پاکې شي.
له دې امله موږ دې ته اړ يو چې د لارو دپاکولو په خاطر له بشري ځوآک څخه  استفاده وکړو چې دغه کار زيات وخت نيسي .
د يادونې وړ ده چې ددغه ولايت مواصلاتي لارې د غرني والې او د واورې د سخت اورښت له امله هرکال مسافرانو او د مرکزي ولايتونو اوسيدونکو ته زياتې ستونزې رامنځته کوي.،
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
دسالنګونو د ساتنې اوڅارنې آمر وايي: په سالنګونوکې له سخت توپان سره جوخت د واورې د اورښت دوام د دې سبب شوې دي چې دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ تړلې پاتې شي.
دسالنګونو د ساتنې او څارنې آمر جنرال رجب باخترا ژانس ته وويل: له دريو ورځو را په دې خوا د سالنګونو دواړه خواوې د واورې دسخت اورښت ډګر دي او په شمالي سالنګ  کې د واورې اروښت له توپان سره جوخت دى.
ده زياته کړه: په سالنګونو کې له احتمالي پيښو سره د مقابلې په مقصد دغه لويه لاره د جمعې د ورځې له  مازيګر څخه د ترافيکو پرمخ  وتړل شوه، يواځې پرون چې هوا يو څه مناسبه وه؛ دغه لاره د دوو ساعتونو لپاره هغه هم دمسافروړونکو وسايطو پرمخ په موقتي ډول پرانيستل شوه، خو د اورښت سختوالې د دې سبب شو چې دسالنګونه يوځل بيا په بشپړ ډول دترافيکوپرمخ وتړل شي .
اوس په جنوبي سالنګ کې د واورې اندازه يوسلو شپيتو سانتي  مترو ته رسيږي او په شمالي سالنګ کې اورښت له توپان سره جوخت دى چې نه شي کيداى د اورښت حجم تثبيت شي .
جنرال رجب زياته کړه: سالنګونه د واورې ښوئيدنې د پنځو پيښو شاهد دي چې له نيکه مرغه  د سر د زيان اومالي تاوانونه يې نه دې اړولي .
ده وويل: موږ له شمالي سالنګ څخه جنوبي سالنګ ته دتوپان چليدو ته سترګې په لاره يو.که چيرې  داسې  وشي؛ په سالنګونو کې به ستونزې زياتې شي.
دسالنګونو د ساتنې اوڅارنې آمر زياته کړه: د سالنګونو مهمې برخې پاکې شوې دي؛ خو د واورې ښوئيدنې دسختو پيښو امکان شته او د ناڅاپي پيښو د مخنيوي په خاطر له دوو توپونو څخه په استفادې سره به د واورې ښوئيدنې جبري پروګرامونه عملي کړو او د اورښت په کمښت سره به دغه لويه لاره بيا دترافيکو پرمخ پرانيستل شي.
جنرال رجب دغه ټکى ته اشاره وکړه چې لويه لاره  د خاصو دليلونو له امله تړل شوې ده او د مسافرانو له خونديتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو پورې به دغه لاره خلاصه نه شي ، خو يوشمير ترانسپورتي شرکتونه زموږ دهيوادوالو په تير ايستلو سره هغوى دسالنګ په دواړوخواوو کې لالهانده کړي دي او دغه راز دمسافرانو ژوند له خطرسره مخامخوي.
ده وويل: زموږ هيوادوال بايد دموټر چلوونکو او دترانسپورتي شرکتونو دمسوولينو په ژمنو ونه غوليږي او د هغوى په لالهاندي سره يو شمېر ګټه غوښتوونکو افرادو ته د پيسو دګټلو زمينه برابره شي.
جنرال په شمال ولايتونو کې له  سيمه ييزو مسوولينو څخه وغوښتل  چې له لومړۍ کرښې څخه دسفر مخه ونيسي او په دې ډول د مسافرانو د لالهاندي او ځورونې  مخه ونيسي او د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې له موظفينو سره د دندې په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
دغزني د ولايتي شورا د اداري هيئت انتخابات د مدني مرکزونو د يو شمېر استازو ، سيمه ييزو مسوولينو او د انتخاباتو د خپلواک کميسون د اداري هيئت دغړو په شتون نن ترسره شول .
عبدالجامع جامع چې بيا د ولايتي شورا د مرستيال په توګه انتخاب شو؛ باخترآژانس ته وويل چې په دغو انتخاباتوکې دغزني په ولايتي شوراکې دقرباغ ولسوالۍ دخلکو استازى عزيز الله پويا د رايو په اکثريت دغزني د ولايتي شورا د رييس ، عبدالجامع جامع د مرستيال او ژولينا فيض د منشي توګه انتخاب شول.
ويل کيږي چې عبدالجامع جامع پخواهم دغزني په ولايتي شوراکې دنده ترسره کړى و.
دغزني ولايتي شورا نولس غړي لري چې پنځه يې ښځې دي .
دغزني د ولايتى شورا نوى رييس غزيزالله پويا د قانون نافذول او د دغې شورا د داخلي چارو تنظيم خپل کاري لومړيتوبونه وبلل . دغه راز دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي هم دغزني د ولايتى شورا له نوى اداري هيئت څخه وغوښتل چې په اداري برخو او د قانون په تطبيق کې دې د دغه ولايت له ادارې سره زياته همکاري وکړي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ پنځه لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغې اختصاصي ليکنه کې چې د بي بي سي د خبري سايټ په پښتو برخه کې چاپ شوې ده؛ د مجاهدينوله ظهور، روسانو له ماتې او د طالبانو له رامنځته کيدو وروسته د افغانستان حالت څيړلى دى او په دې پيښه کې اصلي لوبغاړي يې بهرنيان بللي دي.
دباختر آژانس خبريال ليکي: د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغې ځانګړې ليکنه کې چې د بي بي سي پښتو سرويس ته يې ليږلې ده؛ دپخواني شوروي په وړاندې د دين او هيواد د ساتنې په خاطر يې د افغانستان دخلکو او د مبارزې ته اشاره کړې ده او ويلى يې دى چې په دغه شان شرايطو کې د افغانستان ملت په پاک نيت سره دغه مبارزه پرمخ بوتلله، خو ملاتړو هر يوه خپل هدفونه تعقيبول.
دجمهور رييس د څرګندونو له مخې: د مجاهدينو په برياليتوب سره د دې زمينه برابره شوه چې د هغوى واکمنۍ د خلکو دکړاو او مصيبت سبب شي او په پاى کې هغوى ناکام او بد نام شي چې دنوى قوت درامنځته کيدو زمينه برابره شي.
طالبان له شر او فساد سره د مبارزې په شعار سره راپورته شول او د امنيت دتامنيولو او دملت دمصوونيت ډبره يې په ټټر ووهله. په همدې دليل په پيل کې زما (جمهور رييس ) په ګډون، زياترو افغانانو د طالبانو بشپړ ملاتړوکړ او له هغوى سره يې زياتې مرستې وکړي.
طالبانو ډير ژر انحراف وکړ، دکورني جګړې ته يې مخ وکړه او له ډار اچونې او افرطيت سره په ملاتړ سره يې ځان تجربه کړ.
جمهور رييس کرزي ددغو پيښو اصلي لوبغاړي بهرنيان بولي؛ خو افغانانو ته د هغو کسانو په توګه اشاره کوي چې په دې لوبۀ کې يې تل توپک په اوږو درلود. دغه لنډه څيړنه او په ژور نفس کې ددې څرګندوى دى چې دهيواد مشرتوب په افغانستان اوسيمه کې د روانو پيښو په ژور درک سره د راتلوونکې په نسبت انديښنه لري او دغه انديښنې د هغو کړيو د پټو او څرګندو لاسوهنو زيږنده دي چې د سيمې له نامناسبو حالاتو څخه په استفادې سره دخپلو هدفونو په لټه کې دي.
په همدې دليل دى چې جمهور رييس په دې ليکنه کې ليکي چې موږ د يو ژوندى ملت په توګه بايد داسې اجازه نه واى ورکړى چې بهرنيانو زموږ په برخليک دغه شان لوبه کړى واى؛ خو څه وخت کولى شو دغه شان لوبې او غرضي هدفونه پاى ته ورسو. هغه وخت به وي چې د دې هيواد (الف څخه تر (ى)پورې دملي ګټو په لټه کې شي ،ګروهي تنظيمي ،ګوندي او سياسي ګټو څخه تير شي او يواځې دافغانستان دخلکو او دخپل هيواد په باب فکر وکړو؛ له دې پرته به د تل لپاره فرصت غوښتوونکي بلواګر او ګټې غوښتوونکي ځواکونه د افغانستان له خلکو او هيواد څخه لاس وانه خلي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
دګلف  يو ورزشکار نن دګلف په اماتورسياليوکې دګډون په مقصد بنګله ديش ته لاړ.
د اولمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باختراژانس ته وويل: ټاکل شوې ده دګلف اماتور سيالۍ دنهو اسيايي هيوادونو په ګډون، د بنګله ديش په ډاکه ښارکې د روان ميلادي کال د فبرورى د مياشتې له شپږمې څخه ترنهمې نيټې پورې ترسره شي .
په دې سفرکې دګلف ورزش يو ښوونکى هم د هيواد له ورزشکارسره ملګرى دى.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
د اولمپيک دملي کميټې رييس نن د تکواندو فدراسيون له مسوولينو سره د اولمپيک د ملي کميټې په مقر کې وکتل.
باختراژانس ته د المپيک دملي کميټې د خپرونو دفتر دمعلوماتوله مخې:
په دې کتنه کې د اولمپيک د ملي کميټې رييس د راتلوونکې کال تصميمونه او پاليسۍ دغومسوولينو ته ابلاغ کړي.
د اولمپيک دملي کميټې رييس په دې کتنه کې دحکومت دپاليسوله مخې: دځينو موادو د بيانولو په ترڅ کې دکابل په بادام باغ کې د المپيک او فدراسيونونو ته د دفتر دجوړولو خبرورکړ او څرگنده يې کړه: په قانون بې خبرى او د قانون پرخلاف عمل جرم بلل کيږي.
ده له مسوولينو څخه وغوښتل چې ځان دحکمت او د ورزش د ادارې له مقرراتو اوپاليسو سره عيارکړي؛ ځکه د اصولوپرخلاف عمل کولاى شي په اداره کې بې نظمي او ګډوډي رامنځته کړي.
په دې کتنه کې دغه راز د المپيک دملي کميټې رييس د هغوى پيشنهادونه ، انتقادونه او د لارې پرسر پراته چلنجونه واوريدل او د هغو د لرې کولو په لاره کې يې لارښوونې وکړې.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
دپاکستان سرحدي مامورينو د تورخم دروازه دافغانانو اودافغان سوداګرو دمالونو پرمخ پرانيستله.
دغه لاره پرون سهار د زرګونو افغانانو او د افغانستان د تجارتي مالونو پرمخ تړل شوې وه.
دتورخم دروازه دافغانستان ستره لاره بلل کيږي؛ دافغانستان دسترې تجارتي لارې برسيره، له دغې پولې څخه هره ورځ په زرګونو افغان د درملنې او دخپلو خپلوانو دکتنې لپاره پيښور ته تګ راتګ  کوي.
دپاکستان سرحدي مامورينو تل دغه پوله د افغانانو پرمخ تړلې ده .
په همدې حال کې په خبرونوکې ويل شوي دي چې نن سهار د تورخم د دروازې په پرانيستلو سره په زرګونو افغانان او د افغانستان په لسګونو تجارتي کاروانونه له دغې پولې څخه د تيريدو اجازه پيداکړې ده.
دافغانستان په  ختيخ کې دسرحدي پوليسو  ويندوى ادريس مومند باختراژانس ته وويل چې دپاکستان سرحدي مامورين اوس هغو افغانانو ته چې دپاکستان ويزه لري؛ له دغې پولې د تيريدو  اجازه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دپاکستان سفارت اوقونسلګرۍ داوطلبو افغانانو ته د ويزې د ورکولو ظرفيت نه لري.
افغان ځوان فرزاد چې خپله موريې پاکستان ته د درملنې لپاره بيوله؛ باختراژانس ته وويل چې لس شپې او ورځې په کابل کې دپاکستان دسفارت په  وړاندې ويزې ته منتظر شو، خو ويې نه کړاى شول ويزه واخلي.
بايد وويل شي: زياتره مسافران دپاکستان دپوليسو د ناسم چلند له امله شکايت لري؛ له بله پلوه دافغانستان دحکومت مقاماتو هم دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا په پرله پسې ډول د تورخم د پولې د تړلو او د پاکستان دپوليسو له خوا دافغانانو د ځورونې پرخلاف غبرګون کې په وار وار له پاکستاني مقاماتوڅخه غوښتي دي چې د افغانانو په وړاندې دغه شان چلند پاى ته ورسوي.
پاکستاني مقاماتو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرگندکړى.
د روان لمريزکال په بهيرکې څوځلې دتورخم پوله دافغانانو اودافغانستان دتجارتي مالونو پرمخ تړل شوې ده.
د رارسيدلو خبرونو له مخې:  پاکستان ته د افغانستان ددفاع د وزير سترجنرال بسم الله محمدي د درې ورځني سفر او له پاکستاني مقاماتو سره دکتنې په بهيرکې د تورخم پوله د ترافيکو پرمخ پرانيستي وه او افغانان آن په پاکستان کې هم له کومې ستونزې سره مخامخ شوي نه وو؛ خو دافغانستان ددغه دفاعي مقام دسفر له پاى ته رسيدو وروسته دغه پوله بيا وتړل شوه.