23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې  د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

په لوګر کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د هېواد د خپلواکۍ د...

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بغلان په مرکز پلخمري...

 په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بادغيس سيمه ييز مسوولين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دليندۍ څوارلسمه:
د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې نن د يو کېلومتر اوږدوالې د يوسړک دپخولو کار پيل شو.
دغه پروژه په هرات کې د ايټاليا د بيا رغاونې د ولايتى ټيم په مرسته ترسره کېږي .
د هرات ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس آغامحمد صديقي باختر آژانس ته وويل: دغه سړک به د يوسلو دوه اتيازرو يورو په لګښت په دريو مياشتوکې قير او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د هرات والى ډاکتر داود شاه صبا د دغه سړک دکار  د پرانيستلو په مراسموکې وويل: ددغه کليوالي سړک په جوړولو سره به د انجيل د خلکو د ژوندانه په بېلابېلو برخوکې مثبت بدلونونه رامنځته شي
 

Tuesday, 04 December 2012 10:00

يو تن خپله ميرمن ووژله

کابل – باختر دليندۍ څوارلسمه:
په پروان ولايت کې پرون يوه ميرمن دخپل ميړه له  خوا ووژل شوه.
د شمشاد د ٢٠٢ساحوي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: محمد همايون خپله ميرمن د پروان ولايت په مرکزکې په خپل کورکې دکلاشنکوف په ډزو سره وژلې ده.
په دې پيښه کې د دغې ميرمنې خور هم ټپي شوې ده. د پوليسو دڅرګندونو له مخې : محمد همايون له ساحې څخه تښتيدلى او پوليس د ده د نيولو په لټه کې دي او د دغې وژنې علت هم تراوسه پورې نه دې څرګند شوې.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي دبريتانيا دنړيوالې پرمختيا له وزيرې ميرمن جستن ګرينينګ  سره وکتل.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ  کې وشوه دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو ، له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان سره دبريتانيا دهمکاريو ددوام اودمسووليتونو دليږدونې په باب خبرې وکړې.
دبريتانيا دنړيوالې پرمختيا وزيرې په دې باب دټينګار په ترڅ کې  چې دبريتانيا زياتې مرستې به دافغانستان دحکومت له لارې  ولګول شي وويل ، چې هيواد يې له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان سره  په خپل ملاتړ ژمن دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  حامدکرزي په دې بيان سره  چې برتيانيا دملکي خدمتونوپه برخه کې ښيې تجربې لري او  کيداي شي  دافغانستان لپاره ښه الګو وي  دملکي خدمتونو اودغه راز دپوهنې اودلوړو زده کړو په برخو کې  له افغانستان سره  ددغه هيواد دهمکاري غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې دتوکيو په کنفرانس کې دنړيوالې ټولنې دژمنو اودهغو
پرمختياو  په باب  چې په دې اړوند رامنځته شوي دي هم خبرې وشوې.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن غرمه په سرحدي چارو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د دولت له وزیر شوکت الله خان او ملګري هيات سره چې په هغه هېواد کې د افغان مهاجرينو پورې اړوند مسلوپه باب خبرو لپاره افغانستان ته راغلى دى، وکتل.

په دې کتنه کې شوکت الله خان افغانستان ته د خپل سفر او کتنو په اړه د هېواد جمهور رئيس ته معلومات ورکړل.

ده وويل چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي او دېته په کتو سره موږ غواړو چې افغان مهاجرين د داوطلبانه راستنېدو لپاره وهڅوو.

جمهور رئيس حامد کرزي افغانستان ته د شوکت الله خان د راتګ له امله هر کلى ووايه او د پاکستان له هېواد او ولس څخه يې مننه وکړه چې د کوربه هېواد په توګه یې د اوږدې مودې لپاره له افغان ګډوالو څخه صادقانه مېلمه پالنه وکړه.

دغه راز حامد کرزي هیله څرګنده کړه چې افغان ګډوال په داوطلبانه توګه بیرته افغانستان ته راشي او د خپل هېواد  د پرمختیا او بیارغاونې په بهیر کې ونډه واخلي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣
په هغې غونډه کې چی دولسی جرګی درئیس عبدالروف ابراهیمی په مشرى جوړه شوی وه ،له اجنډاسره سم دبودجی نه لګولو، دانرژى اواوبو دپروژودنا انډولی ،په قراردادونوکی نه روڼوالی ،دهلمند اوبو اودآموسیندسواحلوته دنه پاملرنی له امله د انرژى اواوبو وزیر ممحداسماعیل تراستیضاح لاندی ونیول شو.
په غونډه کی یوشمیروکیلانودنوروپه استازیتوپ  په داسی حال کی چی ددغه وزارت پروژی یی دافغانستان خلکوته مهمې وبللې ، په ولایتونوکی دپروژو ناانډولی،دهیواد په بيلابيلوولایتونواودکنړپه ولایت کی دانرژى اواوبو دبندونونه جوړول ،دآموسیند سواحلوته نه پاملرنه دشاه اوعروس  اوابراهیم دبندونونه جوړول ، دکندهاردبنسټیزوڅلوروبندونودجوړیدولپاره ددغه وزارت نه پاملرنه ، بل ولایت ته دخوست ولایت دبودجی لیږدول، کابل ته نږدی په ولسوالیوکی دبریښنا نه موجودیت،دڅښاک اوکرنیزواوبوته داندخوی دخلکونه لاسرسی اوداسی هغه پوښتنی وی چی دوکیلانوله خوا دانرژى اواوبو وزیرنه مطرحه شوې.
دغه رازوکیلانوله دی امله چی په وروستیوشپږوکلونوکی  دپکتیا، پکتیکا،غور،بادغیس، بدخشان اودایکنډی په  ولایتونوکی ددغه وزارت بودجه نه دی مصرف شوی نیوکی وکړی.
دغه رازوکیلانوله دی امله اندیښنه وښوده چی ددی وزارت ددیارلسو پروژولګښت صفردی اوخلک ددی وزارت له خدمتونو څخه محروم دی .
دغونډی په دوام دانرژى اواوبو وزیر دانرژى اواوبو په دغه وزارت کی دخپلوفعالیتونو اودهرات ولایت د مجاهدینوپه غونډه کی دخبرواوهغوته دوسلودویش په اړه څرګندونی وکړی اومجاهدین یی ددغه هیوادسرتیری اودهرات دمجاهدینوپه غونډه کی دده ګډون خپل مسولیت وباله اوټینګاریی وکړده په دی غونډه کی دناامنی اونورومنفی مسایلودمخنیوی په خاطرګډون کړی و.

په دوام دانرژى اواوبو وزیردبندونوجوړولوپه اړه معلومات ورکړل اودامنیت نشتوالی یی ددغه وزارت دځینوپروژودنه پلی کیدولامل په توګه وبلل، دانرژى اواوبو دپنځو بندونوله جوړیدواودمرستندويوهیوادونوله خواستروپروژوته دپیسو دورکړی د خبرورکولوترڅنګ ټینګاروکړچی دغه وزارت دهغې بودجی له مخی چی په لاس کی لری دبندونوپه جوړولواوترمیم کی اقدام کوی.
ده دغه راز له ایرانی کمپنیو سره د۸۵ سلنه قراردادونوکول ردکړاودقراردادونوکول یی یوروڼ بهیروباله . ده ژمنه وکړه هغه ولایتونه چی دبریښنا له ستیشنونوڅخه لیری دی دبادی اولمریزنیروڅخه په ګټی اخیستنی به دبریښنا څښتنان شی .
په همدې  ترتيب دانرژي اواوبو وزير دسيندونو ددوه زره پنځه سوه کيلومترو زيانمنونکو سيمويادونه وکړه او زياته يې کړه چې دزيانمنونکو سيمو ترميمولو زياتوپيسو ته اړتيالري  چې دانرژي او اوبو وزارت ددې قدرت نه لري چې دغه ټولې پيسې په يوه وخت کې ورکړي.
دغه راز ده ژمنه وکړه  دغه  وزارت  دبودجي په اندازه به دزيانمنونکو سيمو دجوړولو اودهغو دزياتوالي دمخنيوي  په مقصد هلې ځلې وکړي.
وروسته وکيلانو وړاندي شوي ځوابونه درايو په اکثريت تائيدکړل.
دغه راز دانرژي اواوبو وزیردسیندونوپه شاوخواکی د۲۵۰۰ کیلومتره تاوان منونکو (آسیب پذیرو)سیموڅخه دیادونی په ترڅ کی زیاته کړه تاوان منونکی سیمی ډیروپیسوته اړتیالری خو دانرژي اواوبو وزارت نه شی کولای دغه ټولی پیسی په یووخت کی ورکړی دغه راز دانرژي اواوبو وزیرژمنه وکړه دغه وزارت به دخپلی بودجی په اندازه دزيان منونکو سیموڅخه دمخنیوی په خاطربه هلی ځلی وکړی .

وکیلانو دانرژي اواوبو وزیرله څرګندونووروسته ، په علنی رای ګیری قناعت وکړاودصندوق له ایښودلوتیرشول.

دولسی جرګی غړوپه امتیازی وخت کی دهیواد دروانومسایلوپه اړه دننګرهارپه هوایی ډګرکی دطالبانویوځان مرګي بريدوغندل اودهیواد دامنیت په ټینګښت کی دامنیتی ځواکونودپام غوښتنه وکړه.
په غونډه کې دغه راز ټينګار وشو چې دسوداګرۍ اوصنايعواودکرنې او اوبولګولو وزيران  دى دژمي لپاره  دنفتي توکو دزيرمه کولو ، په بازار کې دبي کيفيته خوراکي توکو ، دخوراکي اودسون دموادو دبيو دلوړيدو ، په بزګرانو  دکيمياوي سري دويش لپاره دتياري  اوله غاصبانوڅخه دکرنيزو ځمکو دبيرته گرځولو په باب دمعلوماتو دوړاندي کولو په خاطر عمومي غونډې ته وغوښتل شي.

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
په خوست ولايت کې  دوسله والو طالبانو دبمي بريد له امله پنځلس تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دغه پيښه نن دنادرشاه کوټ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې يويرغلګر طالب دخلکو په يوې غونډې لاسي بم وغورځاوه.
دخوست ولايت  دنادرشاه کوټ ولسوالۍ يو امنيتي مامور باختراژانس ته وويل  چې ددغه بمي بريد له امله  ددوو ماشومانو په ګډون پنځلس تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
ده وويل  هغه سيمه چې ددغې پيښې شاهده وه ناامنه ده او زياتره وسله وال طالبان پکې شتون لري .
عيني شاهدان وايي چې يرغلګر په خلکو دلاسي بم له غورځولو وروسته  له سيمې څخه تښتيدلي دي.
له بله پلوه  دخوست په يو روغتيايي مرکز کې  ډاکتران ددغې پيښې دريوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بولي .
په همدې  حال کې  له خوست څخه په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې افغان ځواکونو ديرغلګرطالب دموندلو اونيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل کړي دي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دعامې روغتيا وزارت دجلال اباد ښار په پروني پيښه کې ددوو تنو روغتيايي کارکوونکو دوژل کيدو له امله خواشيني څرگنده کړه.
په  ژورې خواشيني سره دبي بي فاطمه الزهرا دروغتون دداخلي سرويس سرپرستار  ډاکتر سراج  احمد او دسروبي دروغتون  ډاکتر رفيق الله  دجلال اباد ښار دهوايي ډگر په پيښه کې شهيدان شول.
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل  ددغو دوو تنو کورنيو  ته دډاډګيرنې دمراتبو  دڅرگندولو په ترڅ کې وويل: دعامې روغتيا وزارت  هر هغه عمل چې دروغتيايي کارکوونکو دشهادت سبب شي  په کلکه غندي او په همدې حال کې  له ټولو ښکيلو ډلو څخه په جدي توګه  غواړي چې   دروغتيايي  کارکوونکو دځان دخونديتوب په برخه کې  چې  دتوپير اودنژادي مسلو په پام کې نيولو پرته  دافغانستان ټولو خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي په کلکه پاملرنه وکړي او پرې نږدي چې روغتيايي پرسونل ددغه شان ناوړو او زړه بوږنونکو پيښوقرباني شي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت   دجمهوررييس  حامدکرزي  په مشري  دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو دادارې اودوزيرانو شورا دارلانشا لوى رياست  باختراژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې دوزيرانوشورا دمعلولينو او معيوبينو دنړيوالې ورځې له امله دهيواد معلولينو اومعيوبينو ته مبارکي وويله اوڅرگنده يې کړه چې  دافغانستان داسلامي جمهوري دولت  دمعلوليت لرونکو کسانو دحقوقو دکنوانسيون او دهغه  دالحاقي پروتوکول  په عملي کولو چې  دملګروملتودسازمان دعمومي ټولنې د ٢٠٠٦ ميلادي کال ددسمبردمياشتې  په ديارلسمه نيټه تصويب شوى دى  اودافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس د ١٣٩٠ کال دغبرګولي دمياشتې  په ١٤نيټه  د ٢٤ګڼه فرمان په ترڅ  کې توشيح شوى دى  او ورسره الحاق شوي دي  ، ځان مکلف بولي .
وروسته دوزيرانو شورا  دکرنې  او اوبولګولو وزارت موظف کړ چې دحيواناتو او الوتونکو هغه ترکيبي  خواړه چې له متجانسو  توکو څخه برابريږي  ، له علمي _ تخنيکي پلوه وڅيړي او ددغو توکو دګټو اوزيانونو له تثبيتولو وروسته دې  دهغو د کارولو په باب اقدام وشي .
له اجندا سره سم دعدليې وزارت مسلکي معين اوسرپرست دهغو تصحيحاتو په اړوند  چې دتيرو دوو غونډو  په بهيرکې  دانتخاباتو په قانون کې  رامنځته شوي و ، غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او ددغه قانون هدفونه يې په دې ډول  په ګوته کړل :
دآزادو عمومي ، پټو ،مستقيمو ، عادلانه اودرڼو انتخاباتو تنظيم ، رايه ورکوونکو او کانديدانو ته دشرايطو او اوصافو ټاکنه ، دا نتخاباتي حوزو ټاکنه ، دانتخاباتو سيستم اودهغو دترسره کولو  څرنګوالې اودانتخاباتو له امله درامنځته شويو سرغړونو  اعتراض اوشکايتونوپه څيړنې پورې داړوندو چارو تنظيم
دوزيرانو شورا ددغه قانون په مادو له هر اړخيزو او مفصلو خبرو وروسته په داسې حال کې چې دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس فضل احمدمعنوي ،. دوزيرانو شورا په غونډه کې دکابينې دغړو  پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کول  دانتخاباتي سيستم ، دکانديدانو دوثيقي ، دمرکزي او سيمه ييزو شکايتونو داوريدو دکميسيون دترکيب  اودانتخاباتو د ځنډولو اوتعليق  په شان  دهغو  په اساسي ټکو درايو په اکثريت موافقه وشوه .
دوزيرانو شورا  دانتخاباتو دقانون طرحه تائيدکړه او دعدليې وزارت ته يې دنده وسپارله  چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په همکاري دى ددغه قانون طرحه  دغونډې له يادونې سره سم تصحيح اوبشپړه کړي  اودتصويب په مقصد دى دهيوادملي شورا ته وړاندي کړي .
داجنداپه بله برخه کې  دپوهنې وزير  اودعدليې وزارت مسلکي معين  دپوهنې  وزارت  دتعليمي موسسو دتدريسي  حق الزحمي دمقررې طرحه  غونډې ته وړاندي کړه اوڅرګنده يې کړه چې دغه مقرره دپوهنې دقانون د ٥١ مادې  پربنسټ په دريو فصلونو او  ٤١ مادو کې  برابره شوې ده   چې هدفونه يې دلوست ورکولو د حق الزحمي ټاکنه ، دتعليمي نصاب بشپړول ، په اغيزمنه توګه دلوست ورکولو دبهير څارنه او پلټنه  اودمسلکي ښوونکو دکمښت  لري کول دي  چې مفاد يې دپوهنې وزارت دعمومي تعليماتو اودليک لوست دزده کړې ښوونځي ، دښوونکو دروزنې موسسي ، انستيتوتونه ، تخنيکي _ حرفوي ،  حرفوي او هنري ښوونځي ، دارلعلومونه   اوداسلامي تعليماتو مدرسي ترپوښښ لاندې نيسي.
دوزيرانو شورا دپوهنې وزارت دتعليمي موسسو دتدريسي  حق الزحمي دمقررې طرحه تصويب کړه او دغه وزارت يې دهغې په تطبيق موظف کړ  .
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا په دې ډول درې مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه   شول چې دتائيد وړ وگرځيدل .
• دافغانستان داسلامي جمهوريت دفوايد عامې وزارت  اودامريکا دمتحده ايالاتو دترانسپورت وزارت  ترمنځ دستراتيژيکي تړون په محور کې دهمکاري  تفاهم ليک .
• دافغانستان داسلامي جمهوريت او داندونيزيا جمهوريت ترمنځ دقانون دتنفيذ  دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په باب تفاهم ليک.
•  دافغانستان داسلامي جمهوريت اودچين دولسي جمهوريت ترمنځ داقتصادي او تخنيکي همکاريو موافقه ليک .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
داسپانيا ددفاع وزارت  دافغانستان په بادغيس ولايت کې خپل ځواکونه په جنګي هليکوپترونو سمبالوي.
داسپانيا ددفاع وزارت ديوى خبرپاڼې په  خپرولوسره اعلام کړى دى چې دغه هليکوپترونه له بادغيس ولايت څخه تر هرات ولايت پورې داسپانوي ځواکونو دځمکنيو کاروانونو هوايي ملاتړ کوي.
ويل شوى دى  دغه درې هليکوپترونه د ٢٠١٣ کال په اپريل مياشت کې  افغانستان ته ليږدول کيږي .
اټکل شوى دى له دغو هليکوپترونو سره پنځه ويشت تنه پيلوټان اوتخنيکران دبادغيس ولايت  ته ورشي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دملي شورا دمشرانو جرګې  رييس فضل الهادي مسلميار نن دخپل  کار په دفتر کې په کابل کې داندونيزيا جمهوريت له نوى سفير ښاغلي تاج الدين انصاري سره  دپيژندګلوي کتنه وکړه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
ددغې کتنې محور چې ددواړو هيوادونو ددوستانه اړيکو پراختيا  اوپه تيره بيا  له افغانستان سره  داندونيزيا دهمکاريو زياتوالي و ، دغه سفير  په اقتصادي اوسياسي  برخو  او هم ددولت دمامورينو  دکاري ظرفيتونو دلوړولو ، دترافيکو، جنايي  اودعامه نظم  په برخو کې   دملي پوليسو ديوشمير افسرانو دروزنې  ،  افغاني  محصلانو ته دتحصيلي سکالرشپونو دورکولو او ددواړو هيوادونو ترمنځ دسياسي اودخدمت دپاسپورټونو دويزې  دله منځه وړلو په برخو کې داندونيزيا جمهوريت دنويو مرستو په باب  دمعلوماتو په وړاندې کولو سره  زياته کړه  چې داندونيزيا حکومت اوپارلمان اودافغانستان داسلامي جمهوريت مشرتوب دهمکاري داړيکو په پراختيا هوډمن دي .
ښاغلي تاج الدين انصاري   دافغانستان پارلمان  دکتنې په لاره کې   داندونيزيا دپارلمان دهيئت دراتلوونکي سفر په باب اوهم  افغانستان ته  د اندونيزيا دجمهوررييس دسفر لپاره  دهيواد دجمهور رييس دبلنې په باب خبرې وکړې او ويې ويل .چي ټاکل شوې ده په  دې سفرکې  ددواړو  هيوادونو ترمنځ دښوونې اوروزنې ، سوداګرۍ  اودديپلوماتيکي ، اقتصادي  اوتجارتي اړيکو په برخو کې دهمکاري  موافقه ليکونه لاسليک شي.
په کتنه کې  دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار دافغانستان دخلکو په نسبت  دورور او مسلمان هيواد اندونيزيا دښه نيت له امله  مننه اوقدرداني وکړه او څرگنده يې کړه چې دغه هيواد دګڼ شمير مسلمانانو په لرلو سره  دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره لرغوني  اوصميمانه اړيکې لري  او  اوس ليدل کيږي  چې داندونيزيا مقاماتو تيرکال جاګارتا ته  دخپل سفر په وخت کې   دمشرانو جرګې  هيئت  ته هغه ژمنې  چې له افغانستان سره دهمکاري په لاره کې کړې وې ټولې عملي کوي .
دمشرانو جرګې رييس  دغه راز داندونيزيا  جمهوريت له خوا په کابل  کې ديو علمي او فرهنګي مرکز دجوړولو غوښتنه وکړه چې   ددواړو هيوادونو دخلکو په تيره بيا  دځوان نسل ترمنځ له اسلامي  فرهنګ سره دزياتې بلدتيا زمينې برابرې شي .
په دې کتنه کې  دسنامجلس درييس فضل الهادي مسلميار له  خوا داندونيزيا سفير او ملګري هيئت ته يې سوغاتونه ورکړاي شول.
دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار دفرانسې پارلمان ددفاعي کميسيون  دوکيلانو له هيئت سره  دپارلماني اړيکو اودعلاقې وړ نورو مسلو په باب وکتل.
په دې کتنه کې  دمشرانو جرګې لومړي نايب  دافغانستان دخلکو دجهاد اومقاومت په دوران او په وروستي لسيزه کې دفرانسې دمرستو اودپاريس  دنړيوال کنفرانس دکوربه توب له امله په مننې سره وويل چې فرانسه له افغانستان سره لرغوني  تاريخي اړيکې لري  او دغه مرستې به  زموږ خلک اودولت هيرې نه کړي .
ايزديار زياته کړه چې په هيواد کې  دفرانسوي ځواکونو شتون اودامنيت په تامينولو او زموږ دهيواد په بيا  جوړولو کې دهغوى کارنده ونډه مشهوده ده او هيله لرو  چې دپارلماني اړيکوپه پراختيا سربيره  دستراتيژيکي مو افقه ليک په باب  چې ددواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شوى دى عملي ګامونه واخيستل شي او ټينګاريې وکړ چې  دښو پارلماني اړيکو  په خاطرضروري ده چې  دمشرانو جرګې هيئت او دهغې د دارالانشا کارکوونکي  دپارلماني تجربو دترلاسه کولو په خاطر دغه هيواد ته سفروکړي .
په کتنه کې دفرانسې دهيئت رئيس ښاغلي نيوکولاس بايس دافغانانو دميلمه پالنې له امله دقدرداني په ترڅ کې وويل:  دافغانستان اوفرانسې ترمنځ ددوستي تړون شپږمياشتې مخکې ددغه هيواد په پارلمان کې تائيد شو اوټاکل شوې ده دهغه پربنسټ   په دفاعي ، ښوونې او روزنې ، روغتيا او دکرکيلي په برخو کې  دافغانستان له لوري سره زياتې اوګټورې همکاري وشي اوزياته يې کړه چې په نږدې راتلوونکي کې به  دفرانسې ددوستي  دهيئت رييس دپارلماني اړيکو دټينګښت په خاطر افغانستان ته سفروکړي .
په دې کتنه کې دواړو لورو  له يوبل څخه په پوښتنوسره   دپارلماني کړنو او دنورو هيوادنيو مسلو په برخه خپل  معلومات بشپړکړل.