17 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د سره صليب استازي نن...

 په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه  کسان ونيول شول

په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه کسان ونيول شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ملي پوليسو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Sunday, 07 October 2012 09:44

ملا نقيب الله ووژل شو

کابل-باختر دتلې ١٦
دطالبانو يو سيمه ييز قوماندان ملانقيب الله له څلورو تنو افرادو سره يې دميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې ووژل شو.
ويل کيږي دغه قوماندان تيره شپه دچک ولسوالۍ دشهيدانو په کلي کې دناټو  او افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
دميدان وردګوولايت دپوليسويومسوول باخترآژانس ته وويل :ملانقيب الله په څو ورانکارو او ترورستى فعاليتونو کې له دې جملې څخه ددغه ولايت دچک دپخواني ولسوال محمد اسماعيل په وژنه کې لاس درلود.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ،په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتې.
 


 

کابل-باختر دتلې ١٦
دکونړ ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ديوې ترورستى پيښې مخه ونيوله.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوى زون دقوماندانۍ مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:دوسايطو ضد يو ماين چې دطالبانو له خوا ددغه ولايت دعامې روغتيا په سړک ښخ کړى شوى و دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شواو ديوې تروستى پيښې مخه ونيول شوه.
 

قندهار-باختر دتلې ١٦
دسيمه ييزو پوليسو له خوا په قندهار ولايت کې دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.
ويل کيږي دغه کسان دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دښخولو په وخت کې دسيمه ييزو پوليسو له خوا وپيژندل شول او ووژل شول.
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل:-دوه تنه ماين ښخوونکي کله چې دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ماين ښخولو بوخت وو دسيمه ييزو پوليسو دځواکونو دګزمې له خوا ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: له دغو کسانوڅخه دوسايطو ضد څلور ماينونه،دوه کلاشينکوف يوه اندازه ګولۍ هم دسيمه ييزو پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 

کابل-باختر دتلې ١٦
دشهيدانو ،معلولينو،کار اوټولنيزو چارو وزيره پرون دجوزجان ولايت ته ورسيده.
دجوزجان له ولايت څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې، دشهيدانو،معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلى چې دجمهورى رياست د٤٥ ګڼه فرمان دهدفونو دبيانولوپه مقصد دجوزجان ولايت ته تللې ده ددغه ولايت له والى ،دولايتى شورا له رييس او منشى اومشرانو سره د کتنې په ترڅ کې په دغه ولايت کې دموجودو ستونزو په باب خبرې وکړې، امنې افضلي دخبروپه ترڅ کې وويل: دشهيدانو ،معلولينو ،کار او ټولنيزو چارو وزارت په پام کې لري په ١٣٩٢ کال کې وزګارو ځوانانو ته دکارموندلوپه خاطر د هيواد په کچه پنځه حرفوى روزنيز مرکزونه جوړ کړي.
دې زياته کړه :موږ ټول مکلفيت لرو چې دمعلولينو دستونزو  د لري کولو په خاطر هلې ځلې وکړو ځکه هغوى زيان ليدلي دي او دهر راز همکاري مستحق دي.
د جوزجان والى محمد عالم ساعى دخبرو په ترڅ کې دشهيدانو ،معلولينو کاراو ټولنيزو چارو رياست روزنتون او وړکتون ته دځاى نشتوالى  ددغه ولايت مهمه ستونزه وبلله.
دجوزجان والى له هيئت څخه وغوښتل چې ددغه وزارت له لارې ځوانان دکار لپاره بهرته واستوي.
 

کابل-باختر دتلې ١٦
وسله والو طالبانو دغور ولايت د دولينې ولسوالۍ د وګړني شورا رييس وواژه.
دغه پيښه پرون د دولينې ولسوالۍ دمايه په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې څوتنو ياغي موټر سايکل سپرو ددغې ولسوالۍ پر يو شمېر خلکو ډزې وکړې.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باختر آژانس ته وويل:
په دې ډزوکې د دولينې ولسوالۍ د وګرني شورا رييس دسيمې له خو تنو اوسيدونکو سره ووژل شو اوڅو تنه نور يې ټپيان شول.
په دې وروستيو وختوکې په غور ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا دقومي مشرانو او بانفوذو شخصيتونو ترور زيات شوى دى.
 

تل ابيب-باختر دتلې ١٦
د اسرائيلو يوه بې پيلوټه جنګي الوتکه چې د مديترانې له سمندر څخه د اسرائيلو هوايي حريم ته ننوتې و، راغورځول شوې ده.
په دغې الوتکې کې چاوديدونکې توکې نه و او ديوې غيراستوګنې سيمې دپاسه پرې ډزې وشوې.
د اسرائيلو يو اړوند خبرځاى ويلى دى چې دغه موضوع څيړل کيږي چې دغه الوتکه دپلټنې لپاره وه او يا دترورستي اقدام لپاره.
په څو وروستيو کلونوکې دا لومړۍ ځل دى چې يوه بې پيلوټه الوتکه اسرائيلو ته ننوځي . تراوسه پورې په ډاګه شوې نه ده چې الوتکې ته له کومه ځايه لارښوونه کېده.
 

طرابلس-باختر دتلې ١٦
د ايران دبهرنيو چارو وزير او دليبيا دکورنيو چارو وزير په ليبيا کې د اوو تنو ټښتول شويو ايرانيانو دخوشې کېدو خبرورکړ.
دغه کسان د ايران دسرې مياشتې کارکوونکې دي چې دوه مياشتې مخکې دليبيا دختيځ په بنغازي ښارکې ټښتول شوي وو.
د ايران دبهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي وويل چې دغه اووه تنه له خوشې کېدو وروسته په طرابلس کې د ايران سفارت ته وسپارل شول او له ليبيا څخه ترکيې ته روان شول.
دليبيا دسرې مياشتې يو اړونده خبرځاى ويلې و چې دغه ايرانيان دليبيا دسرې مياشتې په بلنه په رسمي توکه دغه ښار ته تللي وو.
 

کابل-باختر دتلې ١٦
د ناټو دوه تنه سرتيرې په افغانستان کې دياغي طالبانو دبريد له امله ووژل شول.
په دغو سرتيرو چې ويل کيږي امريکايي دي؛ پرون له غرمې وروسته کله چې دافغانستان په ختيځ کې په ګزمې بوخت وو، ياغيانو بريد وکړ او ووژل شول.
د امريکا ددفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددغو دووتنو سرتيرو وژل کېدل تاييد کړل، خو د قربانيانو نومونه او دپيښې د دقيقې ځاى نه دى په ډاګه کړى. دجمعې په ورځ هم يو امريکايي پوځي د افغانستان په جنوب کې له جګړه مارو سره په نښته کې ووژل شو.
د امريکا دجګپوړو پوځي مقاماتو له خوا د وړاندې شويو ارقامو له مخې، په افغانستان کې دناټو دځواکونو دځاى پرځاى کيدو له پيل څخه تراوسه پورې ددغه هيواد څه دپاڅه دوه زره تنه پوځيان له ياغيانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
 

کابل- باختردتلې دمياشتې ١٥ :
دلوى څارنوالي دتشکيل اوصلاحيت دقانون طرحه ولسي جرګې ته معرفي شوه.
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په هغې غونډه کې چې د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوې وه. په پيل کې وکيلانو دهيواد دمهمو او اساسي موضوعاګانو په باب خبرې وکړې.
يوشميروکيلانو د ژمې د فصل رارسيدو ته په اشارې سره څرگنده کړه چې دهيواد دسړو سيمو دمواصلاتي لارو دبنديدو له امله به په دغوسيمو کې دخلکو اړتياوې په جدي توګه محسوسې شي او له دپيښو سره دمبارزې کميټه اودسوداګرۍ او صنايعو وزارت ستراتيژيکي زيرمې دې بايد مخکې له مخکې تدبيرونه ونيسي .
ځينو وکيلانو دهيواد د وګړو دشميرپه اړوند داحصايې دمرکزي ادارې دکړنو په څرنګوالې باندې انتقاد وکړ او دهيواد د وګړو دشميرپه تثبيتولو کې يې دمنل شويو نړيوالو اصولو اومعيارونو د رعايتولو غوښتنه وکړه.
دغونډې په دوام په ولسي جرګه کې دبدخشان وکيلې نيلوفر ابراهيمي دملي آرمان په ورځپاڼه کې ديوخبر په خپرېدو چې ګنې په  ځانمرګې  عمل يو تورن سړى د ولسي جرګې  د دغې غړى په وساطت  ازادشوى دى په هکله انتقاد وکړ. دغه خبريې بيخي درواغ وباله او له اداري هيئت څخه يې وغوښتل چې موضوع تعقيب کړي .
په همدې اړوند دديني ، فرهنګي ، پوهنې ، اودلوړو زده کړو دچارو  دکميسيون او د وکيلانو دمصوونيت اميتازونو او حقوقو کميسيون ته يې دنده وسپارله  چې موضوع وڅيړي .
وروسته له اجنداسره سم دلوى څارنوالي دتشکيل او صلاحيت دقانون طرحه چې په اتو فصلونو او په يوسلو څوارلسو مادوکې تدوين شوې ده
په پارلماني چاروکې د دولت وزارت دمرستيال محمدکريم باز له خوا معرفي شوه.
په همدې حال کې دعدليې وزير حبيب الله غالب ددغه قانون دطرحې په باب مفصل معلومات وړاندې کړل او دلوى څارنوالي اصلي اوفرعي دندې اوصلاحيتونه يې بيان کړل.
دلوى څارنوالي دتشکيل اوصلاحيت دقانون طرحه له معرفي کېدو وروسته په پارلماني چاروکې د دولت وزارت له مرستيال له خوا د ولسي جرګې ته وړاندې شوه.
د اجندا په دويمه برخه کې  چې دکونړ ولايت او د هيواد دنورو ولايتونو  نور امنيتي مسالې پکي شاملې وي او دملي دفاع د وزير جنرال بسم الله محمدي، دکورنيو چارو وزارت  د وزير جنرال غلام مجتبى پتنګ ، دملي امنيت دلوى رييس اسدالله خالد، دبهرنيو چارو وزارت دمعين،  دسرحدونو ، قومونو او قبايلو دچارو وزارت  دسرپرست  او دملي امنيت دشورا  داستازې په ګډون  پرې خبرې وشوې .
دمجلس پريکړه سري اعلام شوه .
 

کابل –باختر دتلې ١٥
دسرپل په ښارکې درې نيم کيلومتره سړک پخيږي. ددغه سړک دپخولو کار نن دسرپل د والي له خوا پرانيستل شو.
دسرپل له ولايت څخه دباختر آژانس دخبرپاڼې دخبر له مخې: ددغه سړک دپخولووکار په سرپل ښار د اسيا اباد له کلې د دسويډن په مرسته دڅه ناڅه څلور سوه پنځه اويا زرو ډالرو په لګښت په شپږوياشتوکې بشپړ شي.
دسرپل والي عبدالجبار حقبين په شمال کې دسويډن سفارت دپرمختيايي پروګرام دهمغږي له رييس څخه دمننې په ترڅ کې په دغه ولايت کې يې دجوړلو او بيا رغاونې بهير ډير مهم او ارزښتناک وباله.