18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کابل باختر د مرغومي اتمه

 دبدخشان ولايت ددرواز په نسي ولسوالۍ کې دولس تنه ماشومان په سالنډي ناروغي داخته کېدو له امله مړه  شول .

 دبدخشان دوالي ويندوى دعبدالمعروف راسخ دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه ماشومان له پنځه کلني  څخه ښکته و او دتيرې يوې مياشتې په بهير کې مړه شوي دي .

 دى وايي چې په تيره يوه مياشت کې څه دپاسه سل تنه ماشومان دنسي ولسوالۍ په شوريان کلي کې څه دپاسه  درې سوه تنه ماشومان دتورټوخي په ناروغي اخته شوي دي او تراوسه پوري دولس تنه يې مړه شوي دي .

 دبدخشان دوالي ويندوى وويل چې سيمې ته دروغتيايي ټيم له استولو وروسته اوس ددغې ناروغي   دزياتې خپريدومخه نيول شوې ده .

 دبدخشان ولايت له مرکز سره ددغې ولسوالۍ دلارې تړلتيا ، دخوراکې توکو او دسون  دموادو کمښت او واورې ښوئيدنې ددغې ولسوالۍ دخلکو ډيرې مهمې ستونزې دي .

 دبدخشان ولايت سيمه ئيزو مقاماتو دشوريان کلي ته په ځنډ سره دروغتيايي اودمرستندويوټيمونو درسيدو علت دمواصلاتي لارو تړلتيا او دواورې سخت اورښت وباله .

  دبدخشا ن ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست نجيم انديشه باختر اژانس ته وويل چې سيمې ته استول شوي روغتيايي ټيم څه ناڅه درې سوه پنځوس تنه ماشومان له مړينې څخه ژغورلي دي .

 انديشه زياته کړه دبدخشان ولايت دعامې روغتيا رياست ګډ روغتيايي ټيم او دنړۍ دروغتيايي سازمان ټيم دهوا له لاري کافي اندازه درمل سيمې ته ليږدولي دي او ټول ناروغان يې تر درملنې لاندې نيولي دي او اوس کوم جدي خطر ددغه ځاى دماشومان ژوند نه ګواښوي .

  دنسي دبدخشان ولايت يوه غرني او دسختې لاري لرونکې ولسوالۍ  ده چې دژمې په فصل  کې اوسيدونکې يې له زياتو ستونزو سره مخامخ کېږي . 

 

پنځوس زره تنه بهرني پوځيان تراوسه پوري له افغانستان څخه وتلي دي .

٢ -   کابل باختر د مرغومي اتمه

 دملي دفاع وزارت ويندوي  واي چې ٢٠١٢کال دافغانستان دملي اردو لپاره يو ډيربريالي او ارزښتناک کال و .

 دباختر اژانس دخبر له مخې دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهر عظيمي وايي موږ وکولى شول چې په ٢٠١٢کال کې له لومړنيو زده کړو وروسته خپل يو سلو پنځه نوى زره کسيز کميت سقف خپل ټول تمرکز دملکې زده کړو استقامت ته واړوو  چې دمسلکې تعليماتو کچه لوړه شي .

 په تيرکال کې مو زيات تجيهزات ترلاسه کړل په تيره بيا MSFV زرهپوشونه چې لوړه تکنالوژي لري او دامريکا په متحده ايالاتو کې جوړ شوي ډير پرمختللي زرهپوش  بلل کېږي .

دهيواد په کچه زموږ تاسيسات تر کنډکونو پوري جوړ شوي دي او دملي اردو له بنسټونو څخه بلل کېږي . 

 په بيلابيلو کچو تشکېلاتو لوړوالې پيداکړي دي دخاصو عملياتو دکوماندو فرقه ، دنظامي پوليسو فرقه او په MSFV  زرهپوشونه سمباله زغره واله لوا .

 دملي دفاع وزير خپلې ټولې هلې ځلې دملي اردو په مشرۍ دملي اردو په ټولو برخو کې دمسلکې وړتيا و دلوړولو او دهوايي پوځ دبيا احيا کولو او سمبالولو ، دزده کړي دقدرت دلوړولو او دانجنيري _( ماين او شنډولو )  دسمبالولو او استخباراتو اودمسلکې تعليماتو دکچې دلوړولو لپاره په کار اچولي دي .

 تيرکال مو دعملياتو رهبري په غاړه واخيسته په سلو کې  دڅه دپاسه اتيا عملياتو درهبري ، پلان جوړولو او اجرا کولو مسووليت ملي اردو په غاړه اخستي دي .

  جنرال عظيمي زياته کړه موږ په  ٢٠١٢ کال کې دخاصو يا دشپنيو عملياتو درهبري ، اجرا کولو چاري په غاړه واخستي چې دايو ډير مهم برياليتوب و .

 اوس هيڅ بهرني دافغانانو کورته دننوتو اجازه نه لري افغان ځانګړي ، کوماندو ځواکونه عمليات اجرا کوي کورونو ته له قوانينو سره سم ننوځي ښځې دکوماندو دميرمنو له خوا لټولي کېږي .

 دبګرام جيل  دملي اردو په واک کې دي دملي دفاع وزارت له موافقې وروسته دجيل دليږدونې بهير زموږ هيواد ته مهم بلل کېږي ځکه  چې دبهرنيانو په واسطه نيونې او دجيل دلرلو په صورت کې  دافغانستان ملي واکمنۍ تر پوښتنې لاندې نيول کېږي .

  دملي دفاع وزارت ويندوى وويل چې دامنيتي مسووليت ليږدونه دملي اردو ډير مهم لومړيتوب دي موږ دليږدونې په دريو پړاونوکې وکولي شول دافغانستان په سلوکې څه دپاسه پنځه اويا خلک تر پوښښ لاندې ونيسو .

 له هغو ساحو څخه چې دمسووليت  ليږدونه شوې ده امنيتي حالاتو په سلو کې له پنځلسو څخه تر شلو پوري ښه والې موندلي دي . دمثال په ډول اوس ستاسي په راحتي سره کولي شي دقندهار دپنجوايي، ژيړي  او ارغنداب ولسواليو ته تګ راتګ وکړي په کونړ ولايت کې له ټولو امنيتي چلنجونو سره سره يو بهرني سرتيري نشته .

 دتيرکال په بهير کې په زرګونو محاربوي  چاڼيز او دګزمي عمليات دملي اردوله خوا په مستقل  ډول اوپه ګډه اجرا شوي دي چې له امله يې په زرګونو تنه دښمنان وژل شوي ټپيان شوي او نيول شوي دي .

 نيول شوي کسان زياتره او يا نږدي ټول قوماندانان ، ماين جوړونکې کسان ، هغه اشخاص چې لوژستيکې وړتيا لري او دهغوى اغيزمن شخصيتونه دي .

 ده وويل دروان  هجري کال په تيرو نهو مياشتو کې دملي اردو نهه سوه شپږ تنه منسوبين شهيدان شوي دي او په تيرو دولسو مياشتو يعني په ٢٠١٢ميلادي کال دغه شمير يوزرو شپږ پنځوسو تنو ته رسيږي .

 په سلو کې څه دپاسه اويا شهيدان او مرګ ژوبله دماين دچاودنې زيږنده دي .

 جنرال عظيمي دشهيدانو دشميردزياتوالې دليل دمحاربوي او چاڼيزو عملياتو دپلان جوړولو ، رهبري او اجرا کولو په غاړه اخستل ، دملي اردو او دافغان امنيتي ځواکونو دکميت زياتوالې او دبهرنيو  قوتونوکمښت  وباله .

 ديادونې وړ ده چې نږدي  پنځوس زره تنه بهرني قوتونه له افغانستان څخه وتلي دي . 

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 الحمدلله رب العالمين و صلواة  وسلام علي خاتم النبين . 

ګرانو هيوادوالو ، خويندو او وروڼو !

  السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

  په تيرو يوولسو کلونوکې زموږ دخلکو يو ستر برياليتوب دپوهنې وده او پراختيا ده او لله الحمد  نن ورځ دهيواد په  مليونونو تنه بچېان دښوونې او روزنې  په مقصد مدرسو ، ښوونځيو او تخنيکې اومسلکې موسسو ته ځي دهيواد په ګوټ ګوټ کې دښوونې او روزنې دودې او پراختيا تر څنګ ،موږ دتعليمي  نظام ښه والې ته هم اړتيا لرو په دې وينا کې دهيواد تعليمي نظام ، په تيره بيا دخصوصي تعليمي موسسو دنظام کېفيت دښه والې په باره کې تاسو ګرانو هيوادوالو سره څو خبري لرم .

 ګرانو هيوادوالو !

  په دغو يوولسو کلونوکې دهيواد په  زياترو ولايتونوکې  دمدرسو ، ښوونځيو ، دارالمعلمينونو ، دتخنيکې تعليماتو او دخصوصي حرفوي موسسو جوړولو زموږ دپوهنې په ودې او پراختيا باندې اغيزه کړې ده نن ورځ موږ دهيواد په ګوټ ګوټ کې په سلګونو ښوونځي ، مدرسې ، دارالمعلمينونه او دحرفوي زده کړو مرکزونه  لرو .

 ددولت او دخصوصي مرکزونو له خوا دپوهنې دکېفيت وده دواړه زموږ دهيوادوالو دخوشحالي سبب ده خو دپوهنې ددغې ټولې پراختيا اغيزمنتوب هغه وخت زموږ په خير کېږي چې زموږ زده کوونکې  له خپلو زده کړو څخه دخپل ژوندانه دښه والې په لاره کې استفاده وکړى شي . او ددوى دلوړوزده کړو لپاره زمينه برابره کړي او دغه شرايط هغه وخت زموږ دښوونځيو ، مدرسو او دنورو تعليمي مرکزونو فارغانو ته برابريدي شي چې ددولتي  او خصوصي په ګډون زموږ ټول تعليمي نظام  لوړ کېفيت ولري .

 خويندو او وروڼو هغه کورنۍ چې خپل ماشومان او تنکې ځوانان دزده کړي لپاره خصوصي تعليمي او تخنيکې ښوونځيو مدرسو او مرکزونو ته ليږي او دزده کړي په بدل کې فيس ورکوي په مقابل کې له خصوصي ښوونځيو اوموسسو څخه په حقه ددې هيله هم لري چې بچېان يې معياري زده کړه وکړي اوزيات مهارتونه ترلاسه کړي له دې امله دخصوصي تعليماتو دموسسو دنده داده چې دهيواد بچېانو ته دښوونې او روزنې برابر او معياري شرايط برابر کړي لکه مسلکې ښوونکې ، درسي ټولګې او نور مناسب درسي وسايل او معيار نصاب  دنننۍ ښوونې اوروزنې له واجباتو څخه دي .

 دخصوصي موسسو خاوندان دنده لري چې معاصر تعليمي معيارونه زموږ دټولنې له غوښتنو سره سم د هيواد بچېانو ته چمتو کړي .

  دخصوصي تعليمي موسسو  محترمو جوړونکو !

 څرنګه چې تاسو دهيواد بچېانو دښوونې اوروزنې لپاره پانګونې کړي دي له تاسو څخه قدرداني کوم خو ددې ترڅنګ خلک له تاسو څخه هيله لري او غواړي چې ستاسو دکار معنوي ارزښت دهغه دتجارتي اړخ په نسبت زيات وي .

 تاسې بايد خپل تعليمي کارونه له هغو مقرراتو اوموازينوسره سم تنظيم کړي چې دخپل تعليمي مرکز دجوړولو په پيل کې مو دپوهنې له وزارت سره ژمنه کړې ده اوله دي لاري ځان ته مشروع عايد او دهيواد بچېانو ته موسمه او ګټوره ښوونه او روزنه برابره کړي وي

 ترراتلونکو خبرو پوري مو خداى وساته ښاد او نيکمرغه واوسي . 

 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
د راتلونکې عيسوي کال د جنوري دمياشتې په لومړيو وختوکې دافغانستان  او د امريکا د متحده ايالاتو د جمهورو رييسانو دکتنې پروګرام  جوړشوى دى او داپه داسې حال کې ده چې حامدکرزي د دغو خبرو په درشل کې دهېوادله جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونوسره مشورتي غونډه جوړه کړه چې د هيواد د روانو مسلو په باب دهغوي نظر اوسلامشورې له ځان سره ولري .
د باختراژانس مبصرليکي :
په افغانستان کې دسياسي پيښو اوپرمختياو بهير په وروستيو مياشتو او ورځو کې ګړندي شوي دي او د سولې د تامينولوپه لاره کې د افغانستان د اسلامي  جمهوريت د دولت هلې ځلې جدي شوى دى چې افغانستان له ٢٠١٤ م کال وروسته د يو خوندي او باثباته هيوادپه توګه څرگندشي، ځکه له هيواد څخه بهر ځينې سياسي  ټولنې او کړى د افغانستان راتلوونکې له انديښنو ډکه بولي .
په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه د لازياتې پياوړتيا په حال کې دي  او د امنيتي مسووليتونو دمنلو لپاره په ټينګاسره ګام اخلي.
دغه راز په بېلابېلو اړخونو کې د دولت سياسي هڅو زور موندلى دى ، د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي همکاريو په باب خبرې روانې دي او په قطرکې له طالبانوسره د اړيکو د دفتر د جوړولو لپاره پروګرام ترلاس لاندې دى .
له بلې خوا ټاکل شوې ده حامدکرزي په نږدې راتلوونکې کې د امريکا دجمهوررييس بارک اوباما په بلنه  واشنګټن ته  لاړشي .
له شک پرته په دغو خبروکې به د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي همکاري لرليد او له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان دحالت څرنګوالې وڅيړل شي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي .
دافغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي همکارى به  نه يواځې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو کې نوى فصل پرانيزي؛ بلکې دغه شان همکاري د افغانستان او د سيمې دهېوادونو ترمنځ  اړيکې هم  پياوړې کوي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت  مشرتوب په سياسي پوهې او تعقل سره چې لري يې په جدې توګه په دې ټينګار کړي دي چې په دې لاره کې هر تصميم او حرکت به دملي ګټو په پام کې نيولو او د افغاني ارزښتونو په ساتنې سره ترسره کيږي .
دهېواد له جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونوسره د جمهور رييس وروستي مشورتي غونډه دا ټکى په ډاګه کوي چې د افغانستان دولت سلامشوره او د مشورې اخيستل دهېواد په چارو کې يوفصل بولي او په دې اړوند معتقد دى .
د سياسي بدلونونو او پرمختياو په لور د يون تګلورې مشخص کوي او دهيواد مشرتابه ته ددې فرصت برابروي چې دجهادي مشرانو او د سياسي شخصيتونو له ګټورو سلامشورو څخه دملي ګټو د تامينولو په لاره کې زياته استفاده وکړي او د د واشنګتن د راتلوونکې غونډې په شان غونډو کې دافغانستان دخلکو اراده تمثيله کړي.

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
افغانانو دکتاب او سولې کلمې او پاکستانيانو د تروريزم کلمې په ګوګل کې لټولي دي .
باختراژانس دګوګل د پلټوونکي سايت له خوا د خپرو شويو شمېرونوله مخې، خبر  راکړ: د افغانستان خلکو له ګوګل سايت څخه دکتاب او په سولې پورې د اړوندو مسئلو دپيداکولو په خاطر زياته استفاده کړې ده .
ددغو شمېرنوله مخې: افغانستان د هغو ١٢٩ هيوادونو ترمنځ  چې خلکو يې کتاب لټولي دي په ١٩ رديف کې دى او دغه راز د څلويښتو هېوادونوله جملې څخه افغانستان په شپږم کتارکې دى چې  خلکو يې د سولې کلمه پلټلې ده . خوپاکستانيانو په ګوګل سايت کې د تروريزم کلمه زياته پلټلې ده او د٢٩ هيوادونو ترمنځ پاکستان په دې لاره کې  په دويم مقام کې دى .
په داسې حال کې چې دافغانستان خلکو هيڅکله  د تروريزم کلمه  په دې سايټ کې  نه ده پلټلې .
د روسيې، چين، اوکراين  او د بيلاروسيې هېوادونه هغه هېوادونه دي چې  خلکو يې  داخلاقي فساد ډيرکم سايټونه ليدلي دي .

انقره \ نيوز نو \  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
د سوريې د اردو يو جګپوړى قوماندان ترکيې ته تښتيدلى دى او د دولت له مخالفو ځواکونوسره يو ځاى شوى دى .
جنرال عبدالعزيز الاشلال په هغې وينا کې چې د العربيه ټلويزيوني شبکې له لارې خپره شوه؛ وويل: د سوريې د اردو له خوا دملکي وګړو د وژل کيدو په دليل له خپل هېواد څخه تښتيدلى دى .
د الاشلال دڅرگندونوله مخې: د اردو ماموريت د سوريې د ملت ساتنه ده، خو د سوريې اردو  اوس  ددغه هيواد په کليو اوښارونو کې دخلکو د وژنې په شبکې بدله شوې ده .
د سوريې د دولت مخالفين وايي چې جنرال الاشلال  په سوريه کې د نااراميو له پيل څخه  په پټه توګه له دوى سره همکاري لرله .
د وروستيو رارسيدلو خبرونوله مخې: د سوريې دولت ددغه هيواد په شمال کې وايي چې د دولتي ځواکونو د هاوان د ډزو له امله دشلو تنو ماشومانو په ګډون، څلويښت تنه وژل شوي دي .

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
په سالنګونو کې د واورې له اورښت سره سره د سالنګ لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده .
دسالنګ د لويې لارې دساتنې او څارنې مسوولين وايي: تراوسه پورې دکومې پيښې خبر نه دې ترلاسه شوې .
د سالنګ د لويې لارې د ساتنې اوڅارنې آمر جنرال  رجب باختراژانس ته خبرورکړ: له تيرې شپې را په دې خوا په سالنګونوکې د واورې اورښت دوام لري .
ده زياته کړه: د سالنګ د لويې لارې د ساتنې اوڅارنې کارکوونکوپه خپلو پرله پسې هلوځلوسره د سالنګ لويه لاره دترافيکوپرمخ پرانستې ساتلې ده او دناڅاپي پيښو او د لارې دتړل کېدو د مخنيوي په مقصد، څلويښت فوټه لوړ توناژ وسايط په دې لاره کې دتګ راتګ اجازه نلري .

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
امنيتي ځواکونوپه تېرو څلرويشتو ساعتوکې د هېوادپه بېلابېلوسيموکې چاڼيزعمليات ترسره کړل او له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول او يوه زياته اندازه  چاوديدونکي يې ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
افغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونوپه تېرو څلرويشتو ساعتوکې دننګرهار ، لغمان، پروان، هرات، غور، فارياب، جوزجان، قندهار، غزني، هلمند  او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه طالبان ونيول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل، پنځوس کڅورې چاوديدونکي توکي ، د وسايط ضد شل ماينونه ، څلور لاسي بمونه ، د هاوان اووه ماينونه ، څلور سوه اتياکيلوګرامه نشه يي توکي او نهه ويشت کيلوګرامه هيروئين ترلاسه کړل.
د يوبل خبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره د مبارزې د رياست منسوبينو پرون څلور تنه له څلورسوه زغره والو واسکټونوسره  دکابل ولايت په مربوطاتوکې ونيول .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې دغه واسکټونه يې په يو لنډکروزر موټر اوپه يو مازدا موټرکې ځاى پرځاى کړي و چې دپغمان ولسوالۍ د قلعه حيدر خان په ساحه کې ونيول شول .
په همدې  حال کې دکابل د هوايي ډګر سرحدي پوليسو پنځه تنه  دجعلي پاسپورټ  د لرلو په تور نيولي دي.

قاهره \ بي بي سي  نيوز \  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
دمصر جمهور رييس وايي: هېواد يې نوى پيړۍ ته رسيدلي دي او د ډاډ منې او باثباته ر اتلوونکې په لور  د يون په حال کې دي .
محمدمرسي چې دمصر د جنجالي نوى اساسي قانون له تائيدوروسته په ټولپوښتنه کې  خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې اوس هدف يې د اقتصاد سمون دى
مرسي دخپلو خبرو په دوام چې دمصر د دولتي ټلويزيون له لارې خپريدې وويل  چې ددغه هيواد له نوى اساسي قانون سره مخالفت، د دموکراتيکې او سالمې ټولنې دشتون څرگندوى دى.
ده ټولو سياسي اړخونو ته په ملي خبرو کې دګډون بلنه ورکړه.
دمصر دجمهوررييس د يوشمېر مخالفو ډلو په ګډون، دملي ژغورنې جبهې د ده  غوښتنه رد کړه او ويلې يې دي چې له ټولو دموکراتيکو وسايلو څخه په استفادې سره ښايي له نوى اساسي قانون سره مخالفت ته دوام ورکړي.

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
په هرات کې يوې محکمې يو سړى په يو اته کلن ماشوم د تيرى په تور په اته کاله بند محکوم کړ .
په دغه سړى تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې يو ماشوم په هرات کې  له وهلو او ډبولو وروسته جنسي تيرى کړى دى.
قضاوتپوه غلام رسول منصور چې ددغې محاکمې مشرتوب په غاړه درلود؛ باختراژانس ته وويل چې دوى د دوسيې  او د موجودو سندونو اوشواهدو له څيړنې وروسته، دغه سړى په يو اته کلن ماشوم د تيرى مجرم وباله او په اته کاله بند يې محکوم کړ.
تورن دځان پرخلاف پريکړه رد کړه او د تميز غوښتنه يې وکړه.
د يوبل خبرله مخې : په  هرات ولايت کې يوسړى دخپلې ميرمنې د وهلو او ډبولو اوفحشا ته د اړ ايستلو په تور په اووه کاله بند محکوم شو.
په دغه سړى تورلګول شوى دى چې په وار وار خپله ميرمن يې په وهلو او ډبولو اوځورونې سره فحشا ته اړايستلې ده .
ددغه سړى ميرمن نن محکمې ته حاضره شوه او د خپل ميړه پرخلاف يې شاهدي ورکړه .
دې دقضائيه هيئت په وړاندې وويل چې په لسګونو ځلې په دې دليل چې دخپل ميړه په غوښتنه يې فحشا ته  غاړه نه ايښودله؛  ځورول شوې ده .
قضاوتپوه غلام رسول منصور چې د دغې محاکمې مشرتوب يې په غاړه درلود؛ باختراژانس ته وويل چې قضايي هيئت د دوسيې، سندونو او شواهدو او ددغه سړى دميرمنې دڅرگندونوله اورېدو وروسته، دى په اووه کاله بند محکوم کړ.
دغه سړى دځان پرخلاف لګول شوي تورونه ردکړل او له محکمې څخه يې دتميز غوښتنه وکړه.