26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنيت څارنوالۍ پر خپل وخت دبنديانو د دوسيو پر څېړنې ټينګار وکړ

کابل/ دکب٧مه / باختر : دقندهار د ملي امنيت څارنوالۍ...

دکرونا ويروس دخپريدو له امله دخلکو انديښنې

کابل/ دکب٧مه / باختر : دکرونا ويروس يوه ډيره خطرناکه...

په قندهار کې د یو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل/ د کب ۷ مه/ باختر د قندهار په سپین بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
وسله والو طالبانو پنځه تنه تيره شپه دفراه ولايت په  يو جومات کې دماخستن  دلمانځه داداکولو په وخت کې ووژل .
دفراه دوالي ويندوى  عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل ، وسله والوطالبانو  ددغه ولايت دقلعه کاه ولسوالۍ درباط د کلي په جومات کې ديو قومي مخور اومشر حاجي داود په ګډون پنځه تنه لمونځ کوونکي شهيدان کړل .
يرغلګر دشپې له تورتم  څخه په استفادې سره له ساحې څخه تښتيدلي دي او دهغوى دنيولو لپاره دپوليسو پلټنې پيل شوي دي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دفراه ولايت يوه امنيتي مسوول  په دغه ولايت کې ددريو تنو ماين ښخوونکو  طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دغه ماين ښخوونکي تيره شپه  دفراه ولايت په اناردرې ولسوالۍ کې ووژل شول .
دفراه دوالي  ويندوى عبدالرحمن  ژوندي باختراژانس ته وويل ، درې تنه  وسله وال طالبان کله يې چې غوښتل دوسايطو ضد څو ماينونه  ددغه ولايت  دانار درې ولسوالۍ په عمومي سړک کې ښخ کړي ديو ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
ژوندي زياته کړه، وسله وال طالبان څرنګه چې  دهيواد له وسله والو ځواکونوسره  دمقابلې وس نه لري په دغه شان عملونو لاس پورې کوي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
يوه نهه کسيزه ډله وسله وال طالبان پرون په فراه ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل چې دغې ډلې دسيدداود اغا په قوماندانۍ دفراه ولايت دقلعه کاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دولتي ضد فعاليتونه ترسره کول چې ددولت  دتګلارې په رښتينوالي باندې په پوهيدو سره دسولې له بهير سره يوځاى شوه .
  ژوندي زياته کړه چې دغې ډلې ته دفراه ولايت دملي امنيت رييس ، دسولې دشورا رييس اوځينو دولتي مقاماتو هرکلۍ ووايه .

- پيښور باختر دغبرګولي اتمه :
په پيښور ښار کې تير ماښام دبم دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او اتلس تنه  نور ټپيان شول .
باختراژانس ددي نيوز انترنشنل  ورځپاڼې د خبري سايت له خولې خبر راکړ، بم دپيښور ښار په ګلبهار  کې وچاوديد.
دچاوديدونکو توکو دشنډولو دپرسونل دڅرګندونو له مخې . دغه بم دريموټ په واسطه کنتروليده او په جوړولوکې يې له نږدې دريو څخه تر څلورو کيلوګرامو پورې چاوديدونکي توکي کارول شوي وو .
دپوليسو  يوه افسر خالد همداني ددغې پيښې دقربانيانو او ټپيانو ددغه شمير په تاييدولوسره وويل، تراوسه پورې روښانه نه ده چې دچاودنې هدف کوم کسان  و، خو دغه پيښه دامام بارګاه زيارت ته څيرمه رامنځته شوې  ده .
  تراوسه پورې ددغه بريدمسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خودخيبر پښتونخوا ايالت له څو کلونوراپديخوا دالقاعده په شبکې اودطالبانو په ډلې پورې داړوندوکسانو دجګړو ډګر دى .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :

 د رسانه يي شکايتونو او د سرغړونو د څيړنې دکميسيون ابلاغيه

 له ننداره کوونکو په تيره بيا له کورنيوڅخه د را رسيدلو شکايتونو له مخې کميسيون په خپلې پرونۍ غونډه کې د ټلويزيوني سريالونو د خپريدو موضوع تر غور او څيړنې لاندې ونيوله . يو شمېر سريالونه يې چې د اسلامي موازينو پرخلاف او ځوان نسل ته زيان رسوونکي تشخيص کړل او له تصويري رسنيوڅخه يې په کلکه وغوښتل چې د مبتذلو او له اخلاقياتو د مخالفو سريالونو د خپرولو له دوام څخه چې په ټولنه کې د فساد د ترويج سبب کيږي؛ ډډه وکړي .

  کميسيون د افغان، وطن، طلوع، خورشيد، شهر، ستاره، يک او د سبا ټلويزيونونو له مسوولو مديرانوڅخه وغوښتل چې دتوضيحاتو د وړاندې کولو په مقصد دې د غبرګولى د مياشتې په ١٢ نيټه د يکشنبې د ورځې له غرمې مخکې په لسو بجو د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د رسانه يي شکايتونو اوسرغړونو دڅيړنې دکميسيون په غونډه کې ګډون وکړي . 

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
يوځانمرګى بريد کوونکى پرون په نيمروز ولايت کې د پوليسو له خوا ووژل شو او په چاوديدونکو توکو بار يوه ريکشا له يوکلاشينکوف سره دپوليسو لاس ته ورغله.
  د دلارام  ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نجيب الله باخترآژانس ته وويل: دغه ځانمرګى يرغلګر غوښتل په چاوديدونکو بار يوه ريکشا له دالارام ولسوالۍ څخه د زرنج ښار ته وليږدوي او ځانمرګي بريد ترسره کړي .
ده زياته کړه: له هغه وروسته چې پوليس پرې مشکوک شول؛ هغه ته يې د دريدو امر ورکړ، خو دپوليسو امر ته يې پاملرنه ونه کړه اوپه پوليسو يې ډزې وکړې چې دپوليسو له خوا وځپل شو او يوکلاشينکوف اوچاوديدونکو توکو بار يوه ريکشا دپوليسو د ځواکونو لاس ته ورغله .
  د دلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل: په دې پيښه کې يو پوليس هم ټپي شوى دى .

ميرامشاه \ ډان \باختر\دغبرګولي د مياشتې ٨:

په شمالي وزيرستان کې نن سهار وختي د بې پيلوټه امريکايي الوتکو د بريد له امله  څه ناڅه څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.

دلومړنيو خبرونوله مخې: بې پيلوټه امريکايي الوتکو د ميرامشاه په سيمه کې په يوه کور دوه توغندي وتوغول چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.

ددغې پيښې ټپيان  روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى

دا د روان کال د ثور د مياشتې له انتخاباتو او د پاکستان دمسلم ليک ګوند نوازشريف له بريالي کيدو  وروسته  په دغه هېواد کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو لومړنى بريد دى .

په دې وروستيو وختوکې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما ددغه هېواد د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو دفاع وکړه او دغه بريدونه يې د تروريستانو په وژلوکې اغيزمن وبلل.

Wednesday, 29 May 2013 09:52

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ٨:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 25 55/  افغانيو پلورل په  55/30افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 30  82 /افغانيو پلورل په  82 /40افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 91/ 14 افغانيو پلورپه 95 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په 00 71/ افغانيو پلورل په   71 /10  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  60 14/پلورل 14/65 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 1000 افغانيو پلورل په 1010 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  551افغانيو پلورل په 552 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 15/40  افغانيو پلورل په  15/50 افغانيو.

کابل باختر دغبرګولي اتمه :

دپنجشير د والي دکار په دفتر ځانمرګي يرغلګر دافغان پوځيانو له خوا وځپل شول.

 نن سهار دڅلورو بجو په شاوخواکې پنځو تنو ځانمرګو يرغلګرو د پنجشير ولايت  په ودانۍ بريد وکړ .

 لومړى يوه ځانمرګى يرغلګرپه خپل بدن کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي  د پنجشير د والي دکار د دفتر په وړاندې وچول، وروسته څلور تنه نور يرغلګر دغو تاسيساتو ته ننوتل .

دپنجشير د والي مرستيال مولانا عبدالرحمن کبيري دباخترآژانس خبريال ته وويل:  هغه څلور تنه يرغلګرچې د ولايت ودانۍ ته ننوتي وو؛  له دوه ساعته نښته وروسته  وځپل شول .

 دغه سيمه ييز مقام په دې پيښه کې دپوليسو ديو مامور شهادت تاييدوي .

 ويل کيږي، په دې بريدکې د پنجشير ولايت د ودانۍ يوې برخې اور اخستى دى .

 دپنجشير سيمه ييز مقامات وايي چې ديرغلکرودبريد په وخت کې  دپنجشير والي  دخپل کار په دفترکې نه و .

 يوامنيتي مسوول د پنجشير په بازارک کې وايي چې  له دغو ځانمرګو يرغلګرو څخه يو موټر بمونه ددغه ولايت ودانۍ ته څېرمه پاتې شوى دى.

 د پنجشير د والي مرستيال وويل چې امنيتي مامورين هلې ځلې کوي چې دغه بمونه  شنډ کړي. 

کابل_باختر د غبرګولي دمياشتې ٧:
د ولسمشر وياند وايي، چې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه پرونۍ پرېکړه سمه نه وه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو يو شمېر محصلينو يوه اونۍ وړاندې د ملي شورا پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب وکړ او د ياد پوهنځي رييس عبدالله فاروق او استاد فيصل امين يې په تعصب، تبعيض او قانون ماتونه تورن کړل او د لرې کېدو غوښتنه يې کوله.
خو تېر مازيګر د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د ملي امنيت شورا له سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپتنا او سلاکار وزير نعمت الله شهراني سره يو ځاى د اعتصاب ساحې ته ورغلل ، د محصلينو د غوښتنو د پوره کېدو په اړه يې خبرې وکړې، چې له امله يې پيل شوى اعتصاب پاى ته ورسېد.
د لوړو زده کړو وزير د عبدالله فاروق او استاد فيصل امين د لرې کولو سند محصلينو ته وسپاره او شهراني وويل، چې دغه پرېکړه سر له سبا د پلي کېدو وړ ده.
خو د ولسمشر وياند ايمل فيضي نن پژواک اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه سمه نه ده .
د هغه په وينا، ولسمشر غوره بلله ، چې ياده موضوع په دقيق ډول څېړل شوې واى او له څېړنې وروسته يې په اړه قانوني او جدي عمل شوى واى .
دى وايي ، چې د اصولو له مخې د پوهنتون چاپيريال د سياست ځاى نه دى او د پوهنتون محصلين بايد خپل وخت ضايع نکړي، ځکه چې دا د هېواد په زيان تماميږي .
د ده په وينا، ځينې سياسي کړۍ هڅه کوي ، چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي موضوع سياسي کړي .
ده زياته کړه : (( ډيره د تاسف ځاى دى ، چې د پوهنتون اکاډميکه فضا سياسي او له پوهنتون څخه سياسي استفاده کيږي او اوس دغې موضوع بله بڼه غوره کړې ده .))
د يادونې ده ، چې د کابل پوهنتون له زرو زياتو محصلينو هم نن د هغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ، چې له مخې يې د دغه پوهنتون د ټولنيزو علومو رييس او يو استاد له دندې لرې شوې دي.
ياد محصلين نن سهار نهه بجې د پوهنتون له سوېلي دروازې سره راغونډ شول او د شعارونو په ورکولو يې د ملي شورا پر لوري لاريون پيل کړ او ګواښ يې کاوه ، چې که دغه پرېکړه بېرته وانه خيستل شي، نو خپل لاريونونه به وغځوي.
پاى_ف