18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د خوست او کندهار په ولایتونو کې ماین اېښودنې چې د یو شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوې، په کلکه وغندلې.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده، ويل شوې دي:
د خوست د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې، نن سهار وختي د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مکتب بازار سیمه کې د عامو وګړیو د سپرلۍ پر موټر د افغانستان د دښمنانو لخوا ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد، چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي چې پکې یو نوی زېږېدلی ماشوم او د هغه مور او نیا هم پکې شامله ده، شهیدان شول. 
همداراز د کندهار د امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټرو ددغه ولایت د میوند او خاکرېز په ولسوالیو کې د هېواد د دښمنانو لخوا ځای پر ځای شوي ماینونه وچاودېدل چې پنځه تنه پکې شهیدان او دری نور ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې اوس مهال په هندوستان کې پر رسمي سفر بوخت دی، پر دغو پېښو له خبرېدو وروسته په ژوره توګه خواشینی شو او دا عملونه یې د افغانستان د دښمنانو د وحشت او ظلم څرګندې بېلګې وبللې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای ج له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دملي اردو يو سرتيرى په بادغيس ولايت کې داسپانيا دبياجوړولو دولايتي ټيم درې تنه سرتيرې  ټپيان کړل.
دبادغيس  د والي ويندوى سيدشرف الدين مجيدي باخترا ژانس ته وويل:  پر اسپانوي سرتيرو دغه بريد هغه وخت وشو چې دوى دبيا جوړولو دچارو دکتنې په مقصد دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ ته ورغلي وو.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دايساف  دسرتېرو دمتقابلو ډزو له امله يو دولس کلن ماشوم اويو سړى هم ټپيان شوي دي.
مجيدي زياته کړه چې دملي اردو سرتيرى په رواني ناروغى اخته و او په ټپي حالت کې د ايساف  دعسکرو له خوا نيول شوى دى.
په کابل کې دايساف دځواکونو مطبوعاتي دفتر  ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلې دي :دوو تنو چې دملي اردو په جامو سمبال وو؛ په بادغيس ولايت کې د دوى پر سرتيرو بريد کړي دي چې له امله يې دايساف  يو سرتيرى ټپي شوى دى.
داپه داسې حال کې ده چې يوه اوونۍ مخکې دبادغيس ولايت امنيتي مسووليتونه دايساف ځواکونو څخه افغان ځواکونوته وسپارل شول او د اسپانيا دبياجوړولو ولايتي ټيم اوس په دغه ولايت کې په ملکي برخه کې کارکوي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دولس تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکونړ، کاپيسا، ننګرهار ،  لغمان ، کندز ، جوزجان ، قندهار، پکتيا، هرات ، او دهلمند د ولايتونو د نا امنوسيمو دپاکولو په خاطر ګډعمليات ترسره کړل چې له امله يې دولس تنه ياغي طالبان ووژل شول،  نهه تنه ټپيان او نهه ويشت تنه نوريې ونيول شول.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه  درانده اوسپک جنګي وسايل  هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.
ديوبل  خبرله مخې، دفاياب ولايت پوليسو پرون د وسله والو ياغيانو له  خوا د دغه ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ښخ کړى شوى ماين کشف اوشنډ کړ.
 

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې مخکې دهيواد دملي امنيت د شورا په غونډه کې دخلکو ترمنځ دملي روحيې او دباور دفضا په برابرولو کې د رسنيو پر رول باندې ټينګار وکړ او له رسنيو څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې دې هڅه او هاند وکړي او دخلکو او هيواد پر وړاندې دې خپل مسووليت او رسالت چې د وظيفې له مخې ورسره ژمنې دي؛ ادا کړي .
دجمهورى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه،دجمهوري رياست  سرپرست په هيواد کې د اوسني حالت په پام کې نيولو سره څرګنده کړه: دافغانستان امنيتي ځواکونه په داسې شرايطو کې دي چې کولې شي د هر راز توطيې پر وړاندې دهيواد دفاع وکړي او له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو دليږدونې دپړاونو تجربې تراوسه پورې دغه مسله ثابته کړې ده.
دجمهورى رياست زياته کړه چې دهيواد امنيتى ځواکونه تراوسه پورې په ښه توګه په هيواد دامنيت په تامينولوکې دخپلو دندو په ترسره کولو بريالي شوي دي او دا د دې زيرۍ ورکوونکې دى چې دهيواد خلک په خپلو امنيتي ځواکونو چې په خپله د دوى له بچېانو څخه ټاکل شوى دى پوره باور او اعتماد لري.
دځينو رسنيو او تحليل ګرانو له خوا دهيواد د دښمنانو ځواکمن بلل نشي کولى دهيواد دامنيتى ځواکونو په روحيې باندې منفي اغيزې وکړي، ځکه هغوى په ښه توګه روزل شوي دي او په ځان بشپړ باور او ډاډ لري.
په دې غونډه کې دهيواد د امنيتي مرکزونو چارواکو په هيواد کې دامنيتي حالت په باب خپل رپوټونه وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې امنيتي ځواکونو په هوښيارۍ سره او په غوڅه توګه د دښمن دسمون دقدرت مخ نيولې ده او له همدې امله دى چې هغوى په واټونو کې بمي او ځان مرګو بريدونو نه مخه کړې ده چې له امله يې زموږ دملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کيږي.
ددغو چارواکو رپوټونه په ډاګه کوي چې امنيتي ځواکونو په زياترو سيموکې دبريدونو لپاره دخلکو د دښمنانو هلې ځلې ناکامې کړې او هغوى ته يې د سر درانده زيانونه اړولې دي .
په دې غونډ ه کې دهيواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا سمبالولو او ښه روزنې او د هغوى د ژوندانه دحالت ښه والې ته پاملرنې په باب ګټورې خبرې وشوې او دهغوى دمورال دپياوړتيا دسپلين مننې او د هغوى او دملکي وګړو ترمنځ د سر د زيان دمخنيوي په اړوند لازم تصميمونه ونيول شول.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات نن په کابل کې دعربي متحده اماراتوکې د دولت دسفير له مرستيال سره په کتنه کې د دواړو هيوادونو دعدلي مرکزونو ترمنځ دهمکارى د پراختيا او د تجربو دتبادلې په باب خبرې وکړې. دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ: قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په دې کتنه کې د دواړو اسلامي هيوادونو د ورورګلويزو او دوستانه اړيکو په باب خبرې وکړې، دسولې او امنيت دتامينولو او دافغانستان په بيا جوړولوکې د ونډې اخيستنې په لاره کې يې دعربي متحده اماراتو دهمکاريو له امله  مننه وکړه او زياته يې کړه چې عربي متحده اماراتو هيواد د يوه پله په توګه د افغانستان دنړيوالو اړيکو په تامينولو کې ځانګړې  ارزښت لري او له بله پلوه خپله هم دافغانستان په باب دلسګونو حقوقي اوقضايي سيمينارونو اوکنفرانسونوکوربه توب کړى دى چې افغاني رسمي هيتونوته ددغه هيواد ښه هرکلى او هم په دغه هيواد کې د نورو افغانانو دکار اوفعاليت لپاره دلازمو اسانتياو برابرول دقدر وړدي.
قاضي القضات دغه راز هيله وکړه چې دعربي متحده اماراتو دولت د دواړو هيوادونو دقضايي مقاماتو په کچه خپلې همکاري پراخې کړې چې د دواړو هيوادونو دقاضيانو ترمنځ دقضايي تجربو دتبادلې زمينه برابره شي .
په مقابل کې، په کابل کې دعربي متحده ماراتو دسفارت مرستيال جمعه الکعبي څرگنده کړه چې د دواړو هيوادونو اسلامي او وروګلويزې اړيکې تاريخي لرغونتيا لري او دعربي متحده اماراتو هيواد دغه راز مينه لري  چې له افغانستان سره ښې او دوستانه اړيکې ولري او د دغه هيواد دستونزو په حل کولوکې خپله اسلامي  ونډه ادا کړي او موږ له شک پرته د دوه اړخيزو قضايي اړيکو په ګډون د اړيکو د لازياتې پرمختيا په لټه کې يو او دغه غوښتنه به خپل هيواد له مقاماتو سره طرحه کړو.په دې کتنه کې دسترې محکمې غړى ډاکترعبدالملک کاموي هم برخه لرله.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دکورنيو چارو وزير وايي: په دغه وزارت کې وروستي کادري بدلونونه دچارو دښه والې په مقصد شوې دي او دغه شان بدلونونه د يواصل په توګه منل شوې دي.
دهيواد دکورنيو چارو ووزير لوى پاسوال غلام مجتبى پتنګ  چې ددغه وزارت دنويو ټاکل شويو رييسانو ، قوماندانانو او مسوولينو دمعرفي کولو په مراسموکې خبرې کولې؛ څرگنده کړه:
هيله لرم چې دغه بدلونونه وکولاى شي دپوليسو په ځواکونو دخلکو دباور دجلبولو او دغه ځواکونو دظرفيت د لوړولو په لاره کې مرسته وکړي.
دهيواد دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبى پتنګ دجمهوري رياست د راتلوونکو انتخاباتو ترسره کولو ته په اشارې سره وويل: په ښه توګه د امنيتي مسووليتونو منل او د راتلوونکو انتخاباتو د ډاډمن امنيت تامينول، امنيتي ځواکونه په تېره بيا دملي پوليسو ځواکونه مسووليت مننې او زيات تيارى ته رابولي
د کورنيو چارو وزير له نويو ټاکل شويو رييسانو اومسوولينو څخه وغوښتل چې دپوليسو له نورو چارواکو او منسوبينوسره په بشپړې همغږى  کې خپلې ايماني او هيوادني دندې  په ډېره ښه توګه ترسره کړي .
 

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
د وسله والو طالبانو يومشهور قوماندان په هلمندکې دپوځي عملياتو له امله ووژل شو.
پر ((زفران))پرون کله چې ديو لړ ترورستي بريدونو دپلانونو په جوړولوکې بوخت و، دافغان ځواکونو او دناټو دقوتونو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
ناټو دطالبانو ددغه قوماندان وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل چې ده په هلمند کې د زياترو ترورستي بريدونو رهبري په غاړه لرله.
باختر آژانس دناټو دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې قوماندان زفران دماينونو او بمونو په جوړولو کې هم مهارت درلود او دغه راز د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو او دمالي امکاناتو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود.
 

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
دبغلان ولايت له پوهنې ستورى وټاکل شو.
په څلورو پړاونوکې له دوه زره شپږ سوه تنو زده کوونکو څخه لسو تنو زده کوونکو په دې بهيرکې لاره وموند چې په نتيجه کې يې دوه تنه دسلو سلو نمرو په ګتلوسره  ددغه ولايت دپوهنې دستورو په توګه وټاکل شول.
دبغلان ولايت دپوهنې رييس محمد سعيدمنصوري باختر آژانس ته وويل: دبي بي عايشې صديقې ليسې زده کوونکې منشکا او دکانونو دنجونو د ليسې زده کونکې صدف لومړۍ مقام او دخاتم النبيا دليسې زده کوونکى خالددپنځه نوې نمرو په ګټلو سره دويم مقام او دحضرت فاروق دليسې زده کوونکى احمد شاه دريم مقام وګاټه .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: شپږ تنه نور زده کوونکي له شپږم ترنهم مقام پورې ګټلې دي چې په لومړۍ مقام دواړو ګټوونکو ته يو يو موټر سايکل، يو لب ټاپ کمپيوټر، يو موباييل او نغدي سوغاتونه دبغلان د والي سلطان محمد عبادي له خوا ورکړ شول.
دپوهنې دستورو دپيژندل د پروګرام هدف د زده کوونکو تحصيلى وده او دکانکور آزموينې دبريالي تېرولو په خاطر لازم تيارى دى.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دناټو يوسرتيرى دافغانستان په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله  ووژل شو .
په دې پيښه کې چې پرون مازيګر وشوه؛ دناټو يوبل سرتيرى ټپي شوى دى.
دپنجوايي ولسوال دپوليسو يو مسوول له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه چاودنه تائيدکړه او ويې ويل: دناټو پوځيانون غوښتل دطالبانو له  خوايوښخ کړى شوى ماين شندکړي چې دهغه دچاودنې له امله يوبهرني سرتيرى ووژل شو او يوتن بل يې ټپي شو.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دافغانستان دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبى پتنګ د استراليا دکورنيو چارو له وزيرسره په کابل کې وکتل او د افغان پوليسو له ځواکونوسره يې د استراليا دمرستو په باب خبرې وکړې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دهيواد دکورنيو چارو وزير له خپل استراليايي سيال څخه وغوښتل چې په بېلابېلو برخو او په تېره بيا دهيواد دملي پوليسو دځواکونو د روزنې اوسمبالولو په برخو کې له دغو ځواکونوسره همکاري وکړي.
له جنايي جرمونو، سازمان موندلوجرمونو، دنشه يي توکو دانسان تښتونې ، دنشه يي توکو دقاچاقو اوله تروريزم او ډار اچونې سره مبارزه له هغو برخو څخه وې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزير دهيواد ملي پوليسو له ځواکونو سره په دغو برخوکې د استراليا دمرستو غوښتنه وکړه.
د استراليا دکورنيو چارو وزير هم دافغانستان دکورنيو چارو وزارت له پروګرامونو سره دملاتړ په ترڅ کې دافغانستان دملي پوليسو له ځواکونوسره دخپل هيواد دمرستو په دوام او پراختيا باندې ټينګاروکړ اوڅرگنده يې کړه چې داستراليا دکورنيو چارو وزارت به له خپلو تجربو څخه په استفادې سره، په بېلابېلو برخوکې دافغانستان دملي پوليسو دځواکونو ملاتړ وکړي.
داستراليا دکورنيو چارو وزير په همدې حال کي له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره دخپل هيواد دمرستو په دوام باندې ټينګاروکړ او زياته يې کړه چې استراليا چمتو ده چې په بېلابېلو برخو کې له دې جملې څخه په دغه هيوادکې دمسلکي زده کړو د زمينو د برابرولو په برخوکې دافغانستان دملي پوليسو له ځواکونوسره همکاري وکړي.
ديوبل خبرله مخې:  دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبى پتنګ پرون دکاناډا د دفاع له وزير پترميکي سره چې افغانستان ته يې سفرکړى دى؛ وکتل.
په دې کتنه کې دهيواد دکورنيو  چارو وزير له افغانستان سره د کاناډا دپخوانيو مرستو له امله مننه وکړه او له افغانستان اوپه تېره بيا دپوليسو له ځواکونوسره يې ددغه هيواد دمرستو د دوام غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د کاناډا د دفاع  وزير له افغانستان سره دخپل هيواد  د ژمنو پر دوام باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: کاناډا چمتو ده د افغانستان دملي پوليسو دځواکونو دځواکمني او د دغو ځواکونو دظرفيتونو دلوړولو په لاره کې زياته همکاري وکړي.
دکاناډا د دفاع وزير ټينګار وکړ چې هيواد يې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دغه راز له افغانستان سره په مرستو ژمن دي او د افغانستان دامنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالولو په لاره کې به زياته ونډه واخلي.