18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ دګدر دکلى دلومړني ښوونځى ودانۍ پرون دکابل د والي عبدالجبار تقوا او د دغه ولايت دپوهنې د رييس له خوا په داسې حال کې چې د دولتي ادارو يوشمېر مسوولين او قومي مخور حاضرو؛ پرانيستل شوه.
دباختر آژانس دخبر له مخې، دغه ودانۍ دخلکو له خوا ديو جريب مرسته شوې ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې دمهاجرينو په چاروکې دملګرو ملتو دسازمان دکميشنرۍ دځانګرې استازې انجلينا جولي په مرسته په ١٤ مياشتو کې جوړشوې ده. دغه ودانۍ اته درسي او څلور اداري خونې، د  اوبو زيرمه او نور ضروري ملحقات لري .
د يادونې وړ ده چې ددغه ښوونځى ٣٤٠ تنو زده کوونکو پخوا په پرانستې فضا کې زده کړه کوله چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره هغوى ته دښې زده کړې زمينه برابره شوې ده.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
په هلمندولايت کې د وسله والو کسانو په بريدکې دپوليسو يو افسر شهيد کړاى شو.
دغه پيښه پرون مازيګر دلښکرګاه ښار په مربوطاتوکې د امان چوک په ساحه کې وشوه .
دهلمندولايت دامنيې قوماندانۍ دهمغږي مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک باختراژانس ته وويل: دپوليسو يو افسر ملاجان محمد دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دلښکرګاه ښار په مربوطاتوکې  په ډزوسره شهيد کړاى شو.
دده دڅرگندونوله مخې: ملاجان محمد دهلمندولايت په واشيرو ولسوالۍ کې دپوليسو دافسر په توګه دنده ترسره کوله.
هوتک وويل: تراوسه پورې ددغه افسر دشهادت علت معلوم نه دى .
خبرځاى زياته کړه: تراوسه پورې  د پيښې په اړوندڅوک نه دې نيول شوې، خو څيړنې پيل شوې دي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له  امله  درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې ديوموټر دتيرېدوپه وخت کې  رامنځته شوه .
دقندهار ولايت امنيتي مقامات وايي: ددغه موټر ټولې سپرلي هغه کسان وو چې په دغې ولسوالۍ کې د واده مراسمو ته روان وو.
دقندهار د والي ويندوى جاويدفيصل ددغه خبر په تائيدولوسره باختراژانس ته وويل  چې ددغه موټر ټولې سپرلي ملکي وګړي وو.
په همدې حال کې په قندهار ولايت کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دميدان وردګو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست ته نوى ودانۍ جوړيږي.
  ددغې ودانۍ دبنسټ ډبره پرون دميدان وردګو د والي عبدالمجيد خوږياڼي  له خوا کيښودل شوه.
دميدان وردګو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجينر جان محمدحکمتجو باختراژانس ته وويل: دغه ودانۍ به دټولو ضروري ملحقاتو په پام کې نيولوسره، دڅلور سوه اته څلويښت متره مربع ځمکې په ساحه کې په دريو پوړونوکې په اتو مياشتوکې جوړه اوګټې اخيستنې ته وړاندې شي .
 

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
په بغلان ولايت کې دقران عظيم الشان درې تنه قاريان دقران عظيم الشان دښه تلاوت په سيالۍ کې ګټوونکي وپيژندل شول.
دغه سيالۍ په پلخمري ښارکې دتقوا مدرسې له خوا ترسره شوې دي. دبغلان ولايت دپوهنې رياست د دينى علومو مرستيال مولوي نقيب الله سجادي باختر آژانس ته وويل: په دغو سياليوکې دقران عظيم الشان ديرشو تنو قاريانو ګډون کړي و چې په نتيجه کې يې قاري محمد معصوم لومړۍ، قاري سيد حبيب دويم او قاري احمد الله دريم مقام وګاته .
ده دقران عظيم الشان دښه تلاوت دسياليو دترسره کولو هدف دقاريانو د استعدادونو  وده او ديني او مذهبي مسئلوته دځوانانو هڅوي وبلل.
په پاى کې هغه سوغاتونه چې ده تقوا د ديني مدرسې له خوا برابرشوې وو؛ په ګټوونکو وويشل شول.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دخوست ولايت په يو واټ کې دښخ کړاى شوى ماين دچاودنې له امله  د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي  ووژل شول.
دغه پيښه نن سهار دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې وشوه.
دخوست ولايت امنيه قوماندان محمديعقوب باختراژانس ته وويل: دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر دصبريو ولسوالۍ دمربوطاتو په يو واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې د موټر ټولې سپرلي ووژل شوې.
دپيښې په قربانيانوکې يو ماشوم او درې ښځې شاملې دي.
محمديعقوب وسله وال طالبان ددغې پيښې عاملين بولي. دا په داسې حال کې ده چې په واټونو کې دښخ کړي شويو ماينونو د چاودنوله امله  دملکي وګړو دسر د زيان شمېر په وروستيو شپږو مياشتوکې زيات شوى دى.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
په افغانستان کې دکرکټ د ودې په مقصد، نن د افغانستان په کرکټ بورد کې روزنيز پروګرام جوړشو.
دهيواد دکرکټ بورد د رسنيو مسوول فريد هوتګ باختراژانس ته وې ويل:  دغه روزنيز پروګرام چي درې ورځې به دوام وکړي؛ د ولايتونو او زونونو استازو او دکرکټ بورد کارکوونکو پکې ګډون کړي دي.
فريد زياته کړه: ددغه پروګرام په بهيرکې په افغانستان کې د ودې او د راتلوونکې کال لپاره دکرکټ بورد پروګرامونو په باب هم خبرې کيږي .
 

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه
له پرمختيايي بودجې څخه اغيزمنه استفاده ښه کاري فرصتونه او عوايد ترلاسه کيږي.چې کولاي شي په خپلو پيښو د دريدو په لاره  کې يوګام وي.
دکابل پوهنتون داقتصاد دپوهنځي استاد تاح محمد اکبر دباخترآژانس خبريال ته وويل: د ١٣٩٢ کال په پرمختيا يي بودجه کې دتير کال په پرتله زياتوالي اوښۀ والى راغلى دي چې له هغې څخه اغيزمنه استفاده کولاي شو کارى فرصتونه او ښه عوايد ترلاسه کړو.
ده زياته کړه چې په تير کال کې ټوله ملى بودجه  څلور اعشاريه اته مليارده امريکايي ډالره وه چې له دې جملې څخه دوه اعشاريه اووه مليارده ډالره يې عادى بودجه او دوه اعشاريه يو مليارده ډالره يې پرمختيايي بودجه وه.
استاد اکبر زياته کړه چې د١٣٩٢ کال ملي بودجه چې تيره اوونۍ دما ليې دوزير له خوا مشرانو جرګې ته معرفى شوه په ټولنيزه توګه ٣٦٦ مليارده افغانۍ چې د اوو ملياردو امريکايي ډالرو معادل کيږي او له دې جملې څخه ١٩٦ مليارده افغانۍ چې درې اعشاريه دوه مليارده ډالره کيږي عادى بودجه او ١٧٠ مليارده افغانۍ چې دوه اعشاريه اووه مليارده ډالره کيږي پرمختيايي بودجه پکې شامليږي او دتيرکال داولسو مياشتو په پرتله په سلو کې دولس زياتوالي په داسې حال کې ښي چې د ډالرو په مقابل کې دافغانۍ دارزښت تيتوالى هم دهغې دزياتوالي دليل دى. ده دغه کار دپرمختيايي بودجې په برخه کې ښه والي وباله او ويې ويل چې وده او پرمختيا زياتې بودجې ته اړتيالري او په دې برخه کې بايد زياته بودجه په پام کې ونيول شي او ورڅخه ګټوره استفاده وشي.
ده دماليې دوزارت له خوا دوزارتونو او ارګانونو دبودجو داړتياو او لومړيتوبونو دقيقه څيړنه يو مهم کار وباله او ويې ويل چې بايد په دې برخه کې پاملرنه وشي . هغه موسسې چې تيرکال دخپلو بودجو په لګولو نه وى بريالى شوى بايد له هغوى سره بل ډول چلندوشي.
ده ددولت په تشکيل کې دغوره ،کارپوهواو ځواکمنو کادرونو ګومارل او دچارو ښه پرمخ بيول دپاملرنې وړ وبلل او هيله يې وکړ چې وزارتونه او نور ارګانونه زياتې هلې ځلې وکړي چې وکولاي شي چې دخپل د ١٣٩٢ کال له بودجې څخه اغيزمنه استفاده وکړي او وي لګوي.
 

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي دهند د صنعت کارونو دکنفدرانسيون له غړو سره چې دهند دسوادګرۍ او صنايعو دخونو اتحاديه او سوداګرۍ او صنايعو دخونو دپيوستون ټولنه پکې غړيتوب لري؛ وکتل.
په دې کتنه کې چې پرون دهندوستان په ممبى ښارکې وشوه، دهيواد جمهور رييس وويل: زه دلته له افغانستان څخه په يو پيغام سره راغلى يم او هغه دا چې تاسوته ډاډ ورکوم چې زموږ په هيواد کې دمناسبې پانګې اچونې فضا برابره شوې ده او په افغانستان کې دهند دپانګې اچونې ښه فرصتونه برابر شوې دي.
جمهور رييس هندي پانګې اوجوونکو ته په خطاب کې وويل: موږ په افغانستان کې دپانګې اچونې په لاره کې تاسو ته سور فرش غواړو، نو بيړه وکړئ او په افغانستان کې دپانګې اچونې له فرصتونو څخه استفاده وکړئ، ځکه دا د دواړو هيوادونو په ګټه دي .
حامد کرزي دافغانستان ارزښټ او په هيواد کې دپانګې اچونې ښو زمينو ته په پاملرنې سره وويل: افغانستان دګاز ،تيلو او د نورو قيمتي موادو دمنرالى منابعو بډاى هيواد دى چې صنايع ورته اړتيا لري.
هندوستان په ښه دريځ کې دى چې دافغانستان له بډايو منابعو سره دخپلې پرمختيا لپاره استفاده وکړي .
جمهور رييس له افغانستان سره دهند مرستونه په اشارې سره څرګنده کړه: هندوستان په اصل کې د دونر يو هيواد نه دى؛ خودظرفيت جوړولو،افغان ځوانانو ته د زده کړو د زمينې د برابرولو ،سړک جوړولو په تېره بيا د زرنج-دلارام دسړک جوړولو او دبريښنا انرژي په ګډون، دافغانستان دبېلابېلو برخه په بياجوړولوکې دڅه دپاڅه دوو ملياردو ډالرو مرسته کړې ده،دافغانستان خلک په دغو خبرو نه يواځې خبردى، بلکې له دې امله مننه او قدرداني کوي.
جمهور رييس په دې ترڅ کې چې په وروستيو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې دهيواد پرمختګونه مثبت وبلل او هندي پانګې اچوونکو ته يې ډاډ وکړ او ويې ويل: تاسې په افغانستان کې دخپلې پانګې اچوونې په خاطر انديښنه مه کوئ؛ زه تاسوته ډاډ ورکوم چې نه يواځې دافغانستان قوانين، بلکې دافغانستان حکومت اوخلک به هم په دې لاره کې له تاسو سره ملګرتيا وکړي.
په دې کتنه کې دهند دصنعت او سوداګرۍ وزير آنندشرما وويل: هند له افغانستان سره لرغونې تاريخي اړيکې لري چې څو پيړيو ته ستنيږي او دهمکار او متحدپه توګه دترقي او پرمختګ په بهيرکې له دغه هيواد سره مرسته کوي.
ده زياته کړه: افغانستان دشپاړلسو ملياردو ډالرو مرستو د زيات جذب ظرفيت لري چې نړيوالې ټولنې دتوکيو په کنفرانس کې دبدلون په لسيزه کې له دغه هيواد سره مرسته کړې ده .
شرما په دې ترڅ کې افغانستان يو له هغو مهمو هيوادونو څخه وباله چې دسيمې بډاى منابع له يوې بلې سره نښلوي ،څرګنده کړه: دتاپي پروژه چې دترکمنستان ګاز دافغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي؛ دغه هيواد او سيمې ته يوه مهمه اقتصادي پروژه ده.
ددغې کتنې په پاى کې دهند يو ستر پانګه وال آدي ګو دريج په دې ترڅ کې چې په افغانستان کې دپانګې اچونې په خاطر دجمهور رييس دغوښتنې هرکلى وکړ او تيارى يې څرګند کړ.
د دواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو دپياوړتيا او پرمختيا په مقصد د افغان-هند دتجارتي ټولنې دجوړولو غوښتنه وکړه. ده دغه راز ديوې داسې ګډې کاري ډلې دجوړولو غوښتنه  وکړه چې دهغې غونډې داقتصادي وړانديزونو په باب کار وکړي چې د روان کال دجون په مياشت کې دافغانستان په اړوند ډيلي ښار کې جوړ شوه.
د دواړو هيوادو ترمنځ داقتصادي همکاريو د زياتې ودې په خاطر ،آدي ګودريچ وړانديز وکړ چې دکوچنيو سوداګرو متشبثينو او دسوداګرو ښځو دښه والې لپاره په پرمختيايي پروژو کې دپانګې اچونې ملاتړوشي.
 

Sunday, 11 November 2012 10:30

داسعارو بيه

کابل\باختر\دتلي دمياشتې ٢١ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     54/10  افغانيو پلورل په   54/15افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  84/20افغانيو پلورل په     84/30افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 40/ 14 افغانيو پلورپه 45 / 14 افغانيو
يوه يورو   پيرودل په     30 68/ افغانيو پلورل په      68 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په   14/پلورل    14/10 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 1010 افغانيو پلورل په 1020 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  561افغانيو پلورل په  562 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 17/60  افغانيو پلورل په   17/70 افغانيو.