19 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

کابل/د مرغومې۲۹مه/باختر د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو...

جمهورريیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 په لسګونو تنو وسله والو طالبانو دبادغيس ولايت په جويند ولسوالۍ کې په ځينو امنيتي پوستو بريد وکړ .

 دغه بريدچې ددواړو لورو ترمنځ دسختو نښتو سبب شو نن سهار ترسره شو اوڅو ساعته  يې دوام درلود .

 ويل کيږي چې په دې پيښه کې وسله والو طالبانو ته د سردروند زيان اوښتى دى او له بلې خوا  دملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شوي دي.

 دبادغيس ولايت امنيه قوماندان شرف الدين شرف باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې دافغان پوځيانو څو پوستو ته اور اچول شوى دى .

 درارسيدلو خبرونو له مخې، وسله والو طالبان ساحې ته د زياتو افغان ځواکونوله رسيدو وروسته تيښتې ته اړ شوي دي .

 جنرال شرف وايي چې په دې پيښه کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى .

 که  څه هم  ده په دې نښته کې دجګړه مارانودسرد زيان دشمير په باب بې خبري وښودله .

 دبادغيس ولايت امنيه قوماندان دطالبانوپه دې بريدکې دملي اردو دڅلوروتنو سرتيرو ټپي کيدل تاييد کړل .

 دبادغيس ولايت دجويند له ولسوالۍ څخه په نويو رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې همدا اوس په دغې ولسوالۍ کې زيات شمير ځواکونه ديره شوي دي .

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 دوسله والو طالبانو دچاوديدونکو توکو يوه ډيپو  په ارزګان ولايت کې ترلاسه شوه .

 په دې ډيپو کې په سلګونوکيلوګرامه چاوديدونکي توکي او دهغو دجوړولو کيمياوي مواد ترلاسه شوي دي .

 باختراژانس دناټوديوې  خبرپاڼې له خولې خبر راکړچې دغه ډيپو  دشهيد حساس په ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي کې وه .

  ناټو وايي چې په دې ډيپو کې په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او دهغو دجوړولو  مواد دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 دغه  راز ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې نښته هم شوې ده چې په ترڅ کې  يې دوه تنه وسله وال طالبان وژل  شوي دي ، ويل کيږي چې  وسله والو  طالبانو له دغو چاوديدونکو توکو څخه دبمونو او ماينونو او دځانمرګو واسکټونو دجوړولو لپاره استفاده کوله .

 له بلې خوا دارزګان ولايت سيمه ئيزو مقاماتو ددغه ولايت دخاص ارزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شپږو تنووسله والو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ .

 دغه جګړه ماران پرون له افغان سرتيرو سره په نښته کې وژل شوي دي .

 

جمهور رييس وويل، په خپل سر دهر راز درملوکارول دټولو خلکو او په تيره بيا دماشومانو روغتيا ته زيان رسوي او آن ددوى ژوند له خطر سره مخامخ کوي .

  دباختراژانس دخبر له مخې، دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلې نوبتي راډيويي وينا کې چې دپنجشنبې په شپه دملي راډيو له لارې خپره شوه دغه راز وويل :  زموږ يو شمير هيوادوال، ډاکتر ، روغتون اويا هم روغتيايي کلينيک  ته له مراجعې پرته دځان اويا هم دخپلې کورنۍ دغړو ناروغانو دعلاج لپاره درملتونونوته ځي او د ډاکتر له نسخې پرته درمل اخلي .

 جمهور رييس څرګنده کړه د ډاکتر له مشورې پرته ددرملو کارول موږ اوزموږ ماشومانوته خطرونه متوجه کولى شي اوپه خپل سر ددرملنې او د ډاکتر له لارښوونې پرته ددرملو کارول په ماشومانو او په اميدوارو  ښځو ناوړه اغيزه کوي .

 حامدکرزي په دې راډيويي وينا کې زياته کړه چې زياتره درمل جانبي عوارض  لري اوپه خپل سر ددرملو کارول که چيرې په ښکاره ګټه رسوي زموږ دبدن نورو غړو ته نور زيانونه متوجه کوي او يواځې ډاکتران کولاي شي چې په دې اړوند موږ ته لازمه لارښوونه وکړي .

  جمهور رييس دغه راز وويل، دعامې روغتيا وزارت ددرملتونونو متصديانوته ابلاغ کړې ده چې دوى نه شي کولاي د ډاکتر له نسخې پرته درمل وړاندې کړي او هم په درملتونونوکې دمسلکي کسانو شتون ضروري بلل شوى دى خو سره له دې هم ليدل شوي دي چې د ډاکتر له نسخې پرته هم درمل وړاندې کيږي او آن په واټونوکې وړاندې کيږي .

 حامدکرزي  په ټينګار سره له خلکو څخه وغوښتل، په هغه صورت کې چې ناروغيږئ  ډاکتر ، روغتون او روغتيايي کلينيک ته دې مراجعه وکړئ او د ډاکتر په مشوره دې خپل علاج وکړئ .

  جمهور رييس يادونه وکړه که چيرې ځينې عادي درمل د ډاکتر له نسخې پرته هم وړاندې کيږي چې په نورو ځايونوکې هم وړاندې کيږي پروا نه لري خو ددغه شان عادي درملو په کارولو کې دې هم له احتياط څخه کار واخستل شي او هر راز درمل دې له ماشومانو څخه لري وساتل  شي اوهم دې دتيرتاريخ درملو له کارولو  څخه ډډه وشي . 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 ګرانو هيوادوالو خويندو اوورونو !

 اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته . ؛

 نن ديوې موضوع په باره کې له تاسو عزيزانو  سره خبرې کوم چې دماشومانو اومشرانو په ګډون دټولو ګرانو هيوادوالو له روغتيا سره اړيکې  لري او هغه هم له نسخې پرته ددرملو پيرودنه او د ډاکتر له لارښوونې او سلامشورې پرته دهغو کارول دي .

 ګرانو هيوادوالو زموږ يوشمير هيوادوال دکم لګښت او ياهم دبې پروايي په خاطر دځان اويا هم دخپلې کورنۍ دناروغانو دعلاج لپاره ډاکتر ، روغتون او کلينيک ته له مراجعې پرته درملتونونو ته ځي او د ډاکتر له نسخې  پرته درمل اخلي او هغه په خپله اويا  ددوى دکورنۍ ناروغان استعمالوي .

  ګرانو خويندو او ورونو د ډاکتر له سلامشورې پرته ددرملو کارول زموږ اوزموږ دماشومانوروغتيا ته زيات خطرونه متوجه کولى شي او په خپل سر دغه شان  درملنې او ددرملو کارول د ډاکتر له لارښوونې پرته ډير خطرناک کيداي شي او انسانانو په تيره بيا ماشومانواو اميدوارو ښځو ته زيات جانبي عوارض ولري او آن په ځينو مواردو کې خطر يې دناروغانو ژوند ګواښولى شي .

 زياتره درمل جانبي عوارض لري په خپل سر دهغو کارول په ښکاره که چيرې زموږناروغي ښه کوي زموږ دبدن نورو غړو ته زيات زيانونه متوجه  کوي يوازې  ډاکتران کولاى شي په دې برخه کې موږ ته سمه لارښوونه وکړي داسې درمل زموږ دناروغۍ دعلاج لپاره تجويز کړي چې موږ له نورو عوارضو څخه خوندي وساتي .

 درمل د ډاکتر له خوا ناروغ ته په اندازې سره اوپه خپل وخت تجويز کيږي که چيرې موږ ددرملنې په وخت کې ډاکتر اوکلينيک ته په مراجعې  سره درمل اخلو دهغو دکارولو وخت او اندازه هم موږ ته ښيي اوپه خپل سر دهغو دکارولو په صورت کې اندازه يې زياته اويا کميږي .

 ددرملو زيات اوياکم کارول هم يو خطرناک عمل کيداي شي . .

 ګرانو هيوادوالو !

 دافغانستان دعامې روغتيا وزارت ټولو درملتونونوته دابلاغيې په ترڅ کې ويلي دي چې هيڅ درملتون نه شي کولاي د ډاکتر له نسخې پرته چاته درمل ورکړي او دغه راز دهر درملتون خاوند مکلف دى چې هرومرويو مسلکي او دزده کړې خاوند درمل پيژندونکي ولري خو سره له دې  هم په يو شمير درملتونونوکې د ډاکتر له نسخې پرته درمل ورکول کيږي او آن ځينې درمل په سړکونوکې هم پلورل کيږي، زه له خپلو ټولو ګرانو هيوادوالو څخه غواړم  چې دناروغي په وخت کې دى ډاکتر ، روغتون او کلينيک ته ورشي او د ډاکتر په لارښوونه  او سلامشوره دځان او دخپل ناروغ درملنه وکړي او په خپل سر ددرملو له پيرودنې او کارولو څخه دې ډډه وکړي اودځان او دخپلې کورنۍ دغړو په تيره بيا دخپلو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي که چيرې ډير عادي اوبې خطره درمل د ډاکتر له نسخې پرته وپيرودل شي او وپلورل شي پروا نه کوي .

  ددغه شان درملو پيرودونه  او پلورنه په هرځاى کې له نسخې پرته مجاز ده خو ددغه شان درملو کارول هم بايد په احتياط سره وي او هر راز درمل دې له ماشومانوڅخه لري وساتل شي که چيرې د ډاکتر په نسخې سره درمل وي اوکه چيرې هم هغه درمل چې په اساني سره په بازار کې پيرودل کيږي اوخطر نه لري هر درمل کيداي شي زموږ ماشومانوته زيان ورسوي اوپه تيره بيا ماشومانو ته بايد درمل په اندازې  سره يې  ورکړو او هغه هم هرومرو د ډاکتر په مشورې سره اوپه هيڅ صورت او په هيڅ وخت کې دې زموږ ماشومانوته د ډاکتر له مشورې پرته درمل ورنه کړى شي هيله لرم چې ددرملتونونو خاوندان د ډاکتر له نسخې پرته دې په مراجعينو درمل ونه پيري . ؛

 دتيرتاريخ ددرملو له کارولو څخه دې ډډه وشي او دغه راز موږ ټول بايد په سړکونوکې ددرملو له پيرودنې  څخه که چيرې عادي درمل هم وي ډډه وکړو او په تيره بيا بيا هم يادونه کوم چې زموږ ماشومانو اونويو زيږيدلو ماشومانو ته هيڅکله  په خپل سر درمل ورنه کړو .؛ ختم_ ف _ اکرم

حامدکرزي :  د ډاکتر له مشورې پرته ددرملو کارول .خلکو او په تيره بيا ماشومانو ته خطرونه متوجه کولى شي . 

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت چارواکي وايي چې دفايبر نوري دلومړى پړاو دتطبيق کارچې  دسړک جوړولو له کرښې سره جوخت پراختيا مومي ښار په ښار او کلي په کلي دپراختيا په حال کې دى او دغه پروژه په سلوکې اتيا دافغانستان دحلقوي سړک تر څنګ  چې څه دپاسه درې زره څلور سوه دوه شپيته کيلومتره کيږي ، بشپړه شوې ده .

 دمخابراتواو معلوماتي تکنالوژي  وزارت تخنيکي معين انجنير بريالى حسام دباختراژانس خبريال ته وويل، دفايبر نوري دشبکې دپروژې کار په اصلي تګلوري کې تطبيق  شوى دى اوپه لومړى ګام کې له ګاونډيو هيوادونو سره او وروسته دفايبر  نوري له لارې له نړۍ سره يوځاى شوي يو .

 انجنير حسام زياته کړه : دوويم پړاو دافغانستان دجنوبي ولايتونوکار چې لوګر ، پکتيکا ،خوست او پکتيا شامل دي، دفايبر نوري له لارې يو ځاى شوي دي .

 دراتلونکي پړاو دتطبيق په خاطر کارچې مرکزي او شمال ختيځ ولايتونه پکې شامل دي .  دوام لري او په راتلونکو دريو کلونوکې په ټول هيواد ددغې سترې ملي پروژې  له لارې پيوستون پيداکړي .

 دمخابراتواومعلوماتي تکنالوژي وزارت تخنيکي معين هيله من دى چې دفايبر نوري جوړول به دمخابراتي خدمتونوپه ټولو برخوکې په کيفيت ګړنديتوب او دبيو په تنزيل کې زياتې اسانتياوې برابرې کړي .

  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت  معين په کابل ښار کې دپتې  د سيستم دجوړول  پروګرام ددغه وزارت يو بل پروګرام اعلام کړ .

 انجنير بريالى حسام وايي له کابل ښاروالۍ سره په تفاهم کې دهغې طرحې په باب  کارکوو چې دهغې له مخې به دکابل ښار واټونه دپتې په سيستم بدل شي انجنير حسام زياته کړه،  دوزيرانوشورا دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژي  وزارت موظف کړى دى چې ډير ژر دغه طرحه عملي کړي او ددغه وزارت چارواکي دکابل ښار دپتې دسيستم دديجيتلى کولودبهيراودمعلوماتودسيستم  دچمتوکولوپه لاره کې کار کوي .

 تراوسه پورې کابل دنړۍ يواځنۍ پايتخت  دى چې دپتې سيستم نه لري .

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 دوسله والو طالبانو يو قوماندان په قندهار ولايت کې دافغان پوځيانو  او دناټو دځواکونو  دعملياتو په بهير کې ونيول شو .

په  دغه قوماندان چې هويت يې  نه دى په ډاګه شوى  پرون  دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دافغان پوځيانو  او دناټو دځواکونوله خوا بريد وشو او له يو تن  بل  ملګري سره يې  ونيول شو .

باختراژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې  له خولې  خبر راکړ  چې دغه قوماندان  په خپل  پتنځي کې  ديو لړ تروريستي بريدونوپه پلان جوړولو بوخت و ، چې ونيول شو .

 ناټو وايي چې  ددغه قوماندان په پټنځي کې  دنشه يي توکو  او دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو  بريالي  شوي دي .

 له بلې خوا ناټو ديوې خبرپاڼې  په خپرولو سره  دقندهار ولايت  په پنجوايي ولسوالۍ کې ديوې نښتې په بهير کې دڅلورو تنو وسله والو طالبانو  دوژل کيدو خبر ورکړ .

  په دغو جګړه مارانو له هغه وروسته دافغان سرتيرو او دبهرنيو ځواکونو له خوا بريد وشو چې په يوې امنيتي پوستې يې بريد کړي و ،  ويل کيږي  چې په دې نښته کې افغان پوځيانو،بهرنيو ځواکونو  اوملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى .

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 دغزني ولايت  ديارلس تنه  پاڅون کوونکي  له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې  ووژل شول .

  دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې  وسله والو طالبانوداندړو ولسوالۍ  په کنصف سيمه کې  دپاڅون کوونکو په يوې قرارګاه  بريد وکړ .

  دغزني ولايت  داندړو ولسوال  محمد قاسم ديسى وال  باختراژانس ته وويل  چې  دوسله والو طالبانوپه دې بريد کې ديارلس تنه  پاڅون کوونکي  وژل شوي دي .

  د ديسى وال دڅرګندونو له مخې ، وسله والو طالبانو لومړى  دپاڅون کوونکو ددغې قرارګاه  پهره دار  وواژه  اووروسته  دغه مرکز ته  ننوتل او دولس تنه يې  ووژل .  خودسيمې اوسيدونکي وايي  چې دغه  پاڅون کوونکي  په يوه تروريستي  توطيه کې  وژل شوي دي .

  دسيمې  يو اوسيدونکي  محمد اصيل وويل چې دغزني دپاڅون کوونکو دقرارګاه  پهره دار  له طالبانو سره  لاس يو کړى و ، او ده دخپلو ملګروله مسمومولو وروسته  دولس تنه يې  وژلي دي .

  دغزني ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي  چې ددغې پيښې  دڅرنګوالي  په باره کې يې  پلټنې پيل کړي دي  .

 درارسيدلو خبرونو له مخې ،  دملي اردو يوه ډله سرتيري  دپيښې ځاى ته تللي دي  چې دپيښې  دڅيړنې تر څنګ  ديرغلګرو د پيژندلو او نيولو لپاره  عمليات  ترسره کړي .

 دتير هجري لمريز کال په لومړيو وختوکې  دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ  په لسګونو تنو  اوسيدونکو  دلومړي ځل لپاره  دهغه څه په دليل  چې دوسله والو طالبانو غير شرعي عملونه  او زور زياتي يې  بلل ، ددغې ډلې په وړاندې  په  پاڅون  لاس پورې کړ .

.

  داندړو ولسوالۍ  هغه ځاى چې دوسله والو طالبانو پرخلاف  وګړني  پاڅون له دغه ځاى څخه پيل شوي دي  په وروستيو کلونوکې  دجګړه مارانو دزورزياتي او ظلم  ډګر دى .

په دې ولسوالۍ کې  وسله والوطالبانوپه وار وار  ښوونځيو ته  په اور اچولولاس پورې کړي دي اوهم يې  نجونې  ښوونځي ته له يون څخه  منع کړي دي .

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 دافغانستان په لويديځ غور ولايت کې ديوې چاودنې له امله دوه تنه ليتوانيايي  سرتيري  ووژل شول .

  په دې چاودنه کې ددغه هيوادڅه ناڅه څلورتنه نور سرتيري ټپيان شول .

 چاودنه  پرون  د چغچران ښار دهوايي ډګر په  ختيځ  خوش نو سيمه کې  هغه وخت  وشوه  چې دليتوانيايي سرتيرو کاروان  دتيريدو په حال کې و .

  دغور ولايت دمرکز  چغچران ښار يو امنيتي مسوول  باختراژانس ته وويل  چې په دې چاودنه کې دوه تنه ليتوانيايي سرتيري  ووژل شول  او څلور تنه نور يې  ټپيان شول .

  ويل کيږي  چې دغه ماين  له لري واټن څخه  کنتروليده .

 په همدې حال کې دليتوانيايي پوځيانو يو مقام دچغچران په ښار کې  دباختراژانس خبريال قربان حکمت ته ويلي دي چې په دې چاودنه کې  ددغه هيواديو ټانک ويجاړ شوى دى .

  د ليتوانيايي پوځيانو دغه مقام  په دې پيښه کې  دخپلو سرتيرو وژل کيدل رد کړل .  تيره اوونۍ هم  يو لتوانيايي سرتيري  دملي اردو  په جامو ديوسمبال سړى د بريد له امله ووژل شو او يوبل يې  ټپي شو .

Friday, 19 April 2013 12:14

تبصره

 

داقليم دڅيرې د بدلون  ترعنوان لاندې په نړۍ کې  دځمکې نړيواله ورځ  په داسې حال کې نمانځل کيږي  چې په نړۍ کې داقليم بدلون ناوړې اغيزې کړي دي  او ددغه حالت دوام کيداي شي ددغې خاوريني کرې  اوسيدونکو ته  جدي  خطرونه  په ځان پسې ولري .

دباختراژانس مبصر  ليکي : کال په کال  په نړۍ کې د اپريل دمياشتې يوه ورځ  د ځمکې دورځې په توګه نمانځل کيږي  چې هدف يې  د ځمکې په کره کې په اقليمي بدلونونو دخلکودپوهاوي زياتوالي دى  چې دژوندانه دچاپيريال او دانسانانو دژوندانه دوام ګواښوي .

 دځمکې اوسيدونکي دمليت ، قوم، مذهب او جنس په پام کې نيولو پرته  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دغه ورځ نمانځي او دځمکې دساتنې لپاره په اقداماتو لاس پورې کوي .

 دغه ورځ  په داسې حال کې نمانځل کيږي  چې دهوا تودوخه ، دګلخانه يي ګازونو توليد ، ديخچالونو ويلى کيدل ،  ددښتو زياتوالي ، دوګړو دشمير پراختيا ، دځنګلونو غوڅول اوپه لسګونونورو عواملوپه دې خاورينه کره کې دژوندانه ساحه  تنګه کړې ده  اوکه چيرې ددغوستونزو دلرى کولوپه لاره کې  جدي او بيړنۍ اقدامات ونه شي بشريت به له جدي ګواښونو سره مخامخ شي  ځکه  په نړۍ کې داوبو او هوا  بدلون  اوس  په يوې مهمې او پيچلۍ  مسئلې  بدل شوى دى  او دانسانانو اوحيواناتو په ژوندانه  او په طبيعي منابعو باندې يې جدي اغيزې  کړي دي .

که چيرې  داقليم دبدلون ،  دهوا دتودوخې او ددښتو ستونزه  ديو افغان په نظر وڅيړو دې ته متوجه کيږو  چې دغه ستونزه په افغانستان کې هم  ورځ په ورځ  زياتيدونکي  او دپراختيا  په حال کې ده . نن ورځ په افغانستان کې  زياته برخه ځنګلونه له منځه تللي دي کرنيزې  سيمې اوساحې داستوګنې په سيموبدلې شوي دي ،  دوګړو شمير دهرې ورځې په تيريدو سره  دودې په حال کې دى  او په غير معياري ډول دسون له موادو څخه استفاده  دپراختياپه حال کې ده .

 دځنګلونو غوڅول او دشنو ساحو ويجاړتيا هيواد په شاړو  ځمکو او کنډوالو دبدلون بهير ګړندي کوي  دهيواد په سترو ښارونوکې  دهوا ککړتيا له سرې کرښې  څخه  تيره شوې ده  نن ورځ له سالندي څخه نيولي  تر ناعلاجو ناروغيو پورې  ډول ډول  ناروغۍ  ددې هيواد له اوسيدونکو سره  مخامخې دي  چې ټول او ټول دژوندانه دچاپيريال له ککړتيا  او  ځمکې ته  دنه پاملرنې څخه  سرچينه اخلي . له بده مرغه هغه اقدامات چې ددغه شان ستونزودحل کولوپه لاره کې ترسره شوي دي په دې نه دي بريالي شوي چې دغه ستونزې کمې کړي . که چيرې په هيواد کې  داقليم دبدلون،دځنګلونودغوڅولوپه مخنيوي اوپه دښتودهيواد دبدليدودمخنيوي په نسبت  سملاسي اوبيړنۍ اقدامات ونه شي  دژوندانه چاپيريال به زموږ دهيواد لپاره  له تروريزم څخه  ديره ناوړه  پديده وي ، او په پاى کې به  دغه ستونزه  په يو ناتار بدل شي .

هيله ده چې دولت دهغو په وړاندې چې په هيواد کې دځنګلونوپه غوڅولولاس پورې کوي  سخت قوانين وضع کړي اوله زړواودبې کيفته سون دموادو دواردولو مخه ونيسي، له عاملينو سره يې دژوندانه دچاپيريال  د مخربينو په توګه  چلند وکړي  اوددغه شان  اشخاصو  دمجازاتو کړۍ  تنګه کړي  په دې ترڅ کې ديوې دقيقې کاري ستراتيژي په برابرولو سره دښار او داستوګنې دسيمودغير معياري  پراختيا مخه ونيسي اوداستوګنې په ساحو د کرنيزو ساحو  دبدلون  مخه ونيسي . په پاى کې  دافغانستان خلک بايد دهيواد  په ناوړو  اقليمي شرايطو پوه شي  هر څوک په خپل وار ددغې ستونزې  دلري کولو لپاره  منطقي  پروګرام او طرحه برابره کړي او عملي يې کړي .  زموږ خلک بايد نامساعد  اقليمي شرايط  او دژوندانه  دچاپيريال  ويجاړتيا ديو خبرداري  په توګه  وبولي  او دا ټکۍ هير نه کړي چې لاتراوسه پورې هم داسې  فرصتونه شته  چې په دې لاره کې  کاروکړو او اوسني  او راتلونکو  نسلونو ته  له  دود ، خاورې اوککړتيا څخه خلاص  چاپيريال  په سوغات پريږدو .

  ختم_ ف _ اکرم 

Friday, 19 April 2013 12:07

تبصره

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

په افغانستان کې دناامنيو ددوام اصلي انګيزه په هيواد کې بهرني لاسوهنه ده . او دغه ستونزه هغه وخت لري کيداي شي چې دافغانستان  ملاتړى هيواد هغه څه چې ددغه هيوادپه وړاندې ژمنه کوي ، عملي يې کړي .

 دباختراژانس مبصر ليکي : هغه څه چې افغانستان په تيرو څولسيزو کې زغملي دي دناوړوغرضونو اونيتونو ، ماجرا غوښتنو او دبهرنيو لاسوهنوزيږنده دي .

زموږ دهيواد په وړاندې دغه شان ماجرا غوښتنې او لاسوهنې دومره اغيزمنې شوې چې په سيمه کې يې دتروريزم دودې لپاره زمينه برابره کړه چې لمن يې له افغانستان څخه لرى  هيوادونوته  پراخه شوه او په پاى کې په پياوړي  نړيوال ملاتړ سره  افغانستان  وکولي شول پخواني هويت بيا ترلاسه کړي او دنړيوالې کورنۍ ديو غړي په توګه  څرګند شي .

بهرنيو هيوادونودافغانستان په نازک دريځ باندې په پوهيدو سره په تيرو لسو کلونوکې  له دغه هيواد سره زياتې مرستې وکړې او اوس چې له دغه هيواد څخه  دبهرنيو ځواکونو دوتلو خبره ده  بهرني لاسوهنې عوامل هماغه شان په خپل قوت پاتې دى او داکار حتمي کوي . چې نړيواله ټولنه تيرو وختونو ته  دافغانستان  دستنيدو دمخنيوي په مقصد مشخصې ژمنې  وکړي .

ددغه شان يو ضرورت په شتون کې تراوسه پورې دامريکا ، انګلستان ، هند او دنورو هيوادونو په ګډون  دنړۍ يو زيات شمير قدرتمندو هيوادونو له افغانستان سره  دستراتيژيکي همکاريو سندونه لاسليک کړي دي . خوله بده مرغه  ددغه شان ژمنو په شتون کې ،  بهرني لاسوهنې هغه هم دهيواد له جنوبي پولو څخه هماغه شان دوام لري . او افغانستان په دې نه دى بريالى شوى چې ددغه شان سندونوله ګټو څخه استفاده وکړي او داپه داسې حال کې ده چې افغانستان له څه مودې راپديخوا له قدرتمند خودتروريستي فعاليتونو له امله له زيانمن  هيواددامريکا له متحده ايالاتو سره دامنيتي همکارۍ ددوام په باب په خبرو بوخت دى  چې تراوسه پورې  نه دى بشپړ شوى .

ددواړو هيوادونوترمنځ دخبرو بهير  ښيي چې دغه خبرې جدي دي . او دواړه لوري  دخپلوهدفونودتحقق لپاره هلې ځلې کوي .  افغاني لوري  له تيروتجربو څخه  په استفادې سره  هلې ځلې کوي چې له امريکا سره دامنيتي همکاريودهر راز سند لاسليک په هيواد کې دسولې او تيکاو دتامينولو سبب شي . لکه څنګه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په هغې کتنه کې چې  په دې وروستيو وختو کې يې له سلاکارو وزيرانو سره لرله  په ډاګه کړه چې افغانستان په دې باب  خپل نظر او پيشنهاد دافغانستان دخلکودخير او دملي ګټو پربنسټ  دامريکا لوري ته وړاندې کړى دى  او په جدي توګه هڅه او هاند کوي  چې دهيواد ګټې په بشپړ دقت سره  ددغه شان همکاريو  په متن کې ځاى کړى شي .

له امريکا سره  دامنيتي موافقه ليک  له لاسليک سره موافقه په هيواد کې دسولې او امنيت د ټينګښت سبب شي  او ددغه تړون په لاسليک کولو کې به ملي کټو ته تر رسيدو پورې  بيړه ونه شي .

دجمهور رييس کرزي خبرې  دسياسي کارپوهانو د هرکلي وړ ګرځيدلي دي ځکه  جمهور رييس غواړي چې دامنيتي همکاري سند يوازې دکاغذ پرمخ خبرې نه وي  بلکې  دعملي تطبيق اړخ ولري  او افغانستان په دوه اړخيزه توګه  له مفادو څخه يې ګټه واخلي،  اودقدرتمندو هيوادونو له نفوذ او همکاريو څخه په هيواد کې دثبات داعاده کولواو دسيمه ئيزوماجرا غوښتنودپاى ته رسولو لپاره  استفاده وکړي .