29 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دعامې روغتيا وزير دکرونا ويروس په مخنيوي کې د رسنيو رول مهم وباله

کابل / دکب ١٠مه /باختر د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز...

دسولې او پيوستون په نامه د نيالګيو ايښودلو کمپاين په کندز کې پيل شو

کابل / دکب ١٠مه /باختر : دکندز دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ٩ :
د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې اته پنځوس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د کورنيو چارو  وزارت  مطبوعاتي دفترتائيدکړې ده دهغو عملياتوپه بهيرکې چې نن او تيره شپه د هلمند، پکتيا، غزني او د ارزګان دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ اته پنځوس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دغه راز دغه خبرځاى په دغو عملياتوکې د اتو تنو نورو دټپي کيدو او د يوبل  وسله وال مخالف د نيول کيدو خبرورکړ.
د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې دا د سر د زيان ډير زيات شمېر دى چې وسله والو مخالفينو ته اوړي .
له بلې خوا، امنيتي ځواکونه دخپلو هغو امنتيي دندو په بهيرکې چې د لوګر، سرپل او د سمنګانو د ولايتونو په مربوطاتوکې يې ترسره کړې؛ د يوولسو ماينونو په کشف اوترلاسه کولو بريالي شول چې نوى د وسله والو مخالفينو له خواښخ کړاى شوي و.
ديوبل خبرله مخې: دکابل پوليسو پرون شپږتنه د وژنې او غلا په ګډون په جنايي پيښوکې د لاس لرلو په تورکابل ښار د نهمې ناحيې او د شکردرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول .

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ٩ :
په پکتيکا ولايت کې نن د ماين دچاودنې له امله دوه تنه  وسله والو مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه کسان چې غوښتل يې څلور ماينونه دپکتيکا ولايت د وازه خوا ولسوالۍ په مربوطاتو او د لارې په اوږدوکې ښخ کړي؛ د ماينونو د چاودنې له امله ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې :
د زابل ولايت د ارغنداب او ميزان د ولسواليو په مربوطاتوکې په واټونوکې د ښخ کړاى شوي ماينونو د چاونې له امله دملي اردو درې تنه منسوبين ټپيان شول .

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ٩ :
د بهرنيوچارو وزير ډاکترزلمى رسول د افغانستان اوپاکستان په چاروکې دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړى استازى جيمز دوبينز سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دامنيتي او دفاعي موافقه ليک په باب دخبرو دپرمختګ، د سولې د بهير، سيمه ييزو همکاريو، د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې دبهير او د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د تيارى په باب چې د  ١٣٩٣ کال د وري په مياشت کې ترسره کيږي؛ خبرې وکړې.
ډاکتر زلمي رسول وويل: دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير په ښه توګه پرمخ څي او د ليږدونې د بهير د پنځم پړاو په پيل سره  به موږ په دې بهيرکې ديوبل مهم ګام شاهدان و اوسو، دا به په خپلو پښو د دريدو په لاره کې  زموږ د هڅو اوهاند لپاره يو ډير مهم ګام وي.
دبهرنيو چارو  وزير هيله وکړه چې په پاکستان کې د يو نوى حکومت په جوړيدوسره به پاکستان له افغانستان سره دخپلو اړيکو په ښه والى او د تروريزم پرخلاف په مبارزه کې حدي هلې ځلې وکړي چې سوله او ترقي د دغو دواړو هيوادونو دخلکو په برخه شي .
دبهرنيو چارو وزير دغه راز په راتلوونکي کال کې  په هيوادکې دانتخاباتو ترسره کول هم وبلل او ويې ويل: حکومت اوپه انتخاباتو  پورې اړوندو مرکزونو سرله اوسه  لازم تيارى نيولى دى او د سراسري او شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چې خلک په پراخه توګه پکې ګډون وکړي؛ پرله پسې هلې ځلې وکړي.
ډاکتر زلمي رسول دغه راز وويل چې دافغانستان خلک نور دې ته حاضر نه دي چې تحجر اوپه شاتګ ته غاړه کيږدي او د تيرې لسيزې برياليتوبونه چې په زياتو کړاونو سره ترلاسه شوي دي؛ له لاسه ورکړي.
دهيواد دبهرنيو چارو وزير د افغانستان او د امريکادمتحده ايالاتو ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دبشپړيدو په  اړوند څرگنده کړه چې افغانستان له امريکا سره د يوې دوستانه او اوږدمهالې اړيکې غوښتنه کوي چې د افغانستان ګټې منعکس او تسجيلې شوې وي.
ديوبل خبرله مخې: دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړى استازى جيمز دوبينز او دامريکا دملي امنيت دمرستيال له سلاکار دګلاس لوت سره دجلا کتنې په ترڅ کې  د يولړ موضوعګانو په پاب چې دافغانستان او دامريکا  دمتحده ايالاتو د اړيکو په لازيات ټينګښت پوري يې اړه لرله؛ خبرې وکړې.
دواړو لورو د انتخاباتو لپاره د قانوني او اساسي چوکاټ په باب دپرمختګ او توکيو د دوه اړخيزحساب ورکولو په باب خبرې وکړې او دغه راز د سيمه ييزو موضوعګانو او د دوه اړخيزوميکانيزمونو په باب دافغانستان اودامريکا دمتحده ايالاتو د اړيکو د ژورتيا په باره کې خبرې وکړې.

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن يو ځل بيا تينګار وکړ چې په هيوادکې انتخابات ترسره کيږي اوپه دې لاره کې به هيڅ  راز خنډ نه وي.
دباخترآژانس دخبرله مخې: حامدکرزي چې نن يې په کابل کې دکليو دپرمختيايي  شوراګانو دڅلورم ملي مشورتي کنفرانس برخه والو ته په خطاب کې خبرې کولې؛ په  هيوادکې دځينو مهمو مسئلو په باب د خبرو ترڅنګ په هيوادکې د اساسي قانون په تطبيق باندې ټينګاروکړ.
ده وويل: اساسي قانون بايد تطبيق شي او موږ بايدخپل کور د نورو آزمايښت ځاى او لابراتوار جوړ نه کړو؛ سمه نه ده چې موږ هرکال نوې تجربه ترسره کړو، انتخابات بايد په خپل وخت ترسره شي او زموږ خلک خپل غوره کانديد انتخاب کړي .
حامدکرزي ملي غونډه د هيواد د راتلوونکي جمهور رييس د انتخاب لپاره ډيره ښه لاره وبلله  .
د افغانستان جمهور رييس د خپل لس کلن کار د تجربې په بيانولو سره دهيواد له راتلوونکي جمهور رييس څخه  وغوښتل چې ټولې خاورې او د هيواد ټولو خلکو ته په يوه سترګه وګوري، په صداقت او رښتينولى سره خلکو ته کاروکړي، پراخه  حوصله اونظر ولري او تر بهرنى فشار لاندې ونه نيول شي او د بيان آزادي رعايت کړي .
حامدکرزي يوځل بياټينګار وکړ چې موږ د انتخاباتو په لور پرمخ ځو او د انتخاباتو هيڅ خنډ ته نه تسليميږو .
ده وويل: لکه څنګه چې حضرت صبغت الله مجددي او شهيد استاد برهان الدين رباني دهيواد د پخوانيو جمهورو رييسانو په توګه له ده سره همکاري کړې ده اوپه محبت سره دغه دواړه د ده ترڅنګ دي؛ د راتلوونکي جمهور رييس به دغه شان هرکلى وکړي.
د سياسي کارپوهانو په باورحامدکرزي په خپلو نننيو خبرو سره هغه شک او ګومان پاى ته ورساوه چې د انتخاباتو د ترسره کولو او يا نه ترسره کولو په اړوند شتون درلودچې د ده انتقاد کوونکو ويلي دي چې کرزى د انتخاباتو له ترسره  کولو سره دومره علاقمندي نه لري. خو د جمهور رييس وروستۍ خبرې د راتلوونکي انتخاباتو لپاره  د افغانستان د مشرتابه د جدي علاقمندي څرګندوى دي.

کابل\  باخترد    جوزا  دمياشتې  ٩ :
دملي امنيت د ادارې خبرځايونه وايي چې په کابل کې دطالبانو په ډلې پورې د يوشمير اړوندو وسله والو کسانو د ډله ييز بريد مخه ونيول شوه.
دباخترآژانس دخبرله مخې: دملي امنيت د ادارې  ويندوى شفيق الله طاهري چې نن يې په کابل  په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرگنده کړه: ددغې ادارې موظفينو تيره شپه يوه شپږکسيزه ډله وسله وال کسان چې دحقاني په شبکې پورې اړه لري؛ دکابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتوکې له يوې وسله والې نښتې وروسته ونيول. د نښتې په بهيرکې  د دغې ډلې يوبل غړى وژل شوى دى .
طاهري زياته کړه: دغې ډلې چې رهبري يې د بغلان ولايت اوسيدونکى ملاتورګل په غاړه لرله؛ غوښتل په کابل ښارکې په دولتي تاسيساتو بريد وکړي  .
نيول شوې ډله چې دحقاني په شبکې پورې اړه لري؛ غوښتل يې دپاکستان دپوځي استخباراتو د سازمان ( آى اس آى) په همکارۍ په کابل کې په ځينو دولتي تاسيساتو د بريد پروګرام طرحه کړي.
له دغې ډلې څخه پنځه  ځانمرګې  واسکټونه چې په هغوکې د ټولو ځاى پرځاى شويو توکو وزن څلويښت کيلوګرامو ته رسيږي؛ له يوې پيکا، څلورو کلاشينکوفونو، يوه توغندي ويشتوونکى او يوې اندازې مهماتو او لاسي بمونو ، اتو موبايلونو چې پاکستاني او افغاني سيمکارتونه پکې دي او له يوې اندازې تبليغاتي پاڼو سره ترلاسه شوي دي .
طاهري مشخصه نه کړه چې دغو کسانو په کوم دولتي مرکز  د بريد نيت درلود. دغه کسان په داسې حال کې نيول کيږي چې پرون  پنجشير اوننګرهار د طالبانو په ډلې پورې اړوند د وسله والوکسانو د دوو ډله ييزو بريدونو ډگر و.
دغه راز د تيرې جمعې په ورځ وسله والو يرغلګرو په کابل کې د مهاجرت د نړيوال سازمان په دفتر بريد وکړ.
دملي امنيت د ادارې ويندوى په هيوادکې دځانمرګو او د ډله ييزو بريدونو د زياتوالى علت د وسله والو مخالفينو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو د کمزورتيا او ناتوانى زيږنده وبلله.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٩ :
دبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په مربوطاتوکې نن د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دبدخشان دعملياتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان جنرال محمداسحاق تمکين وايي: دغه عمليات نن سهار د زوغچان او خوچ دکليو دپاکولو په مقصد پيل شول او تراوسه پورې دوه تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٩ :
په جلال آباد ښارکې د سره صليب د نړيوالې کميټې په دفتر د يوې ډلې وسله والو طالبانو په بريدکې شپږتنه يرغلګر ووژل شول .
په دې پيښه کې په جلال آباد ښارکې د سره صليب د نړيوالې کميټې د نمايندګۍ مسوول پيترپه پيښه کې ټپې شوى دى او ددغه دفتر يو ساتوونکى شهيدشوى دى.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمدمعصوم هاشمي باخترآژانس ته  وويل: پرون مازيګر د شپږو بجو په شاخوا يوې ډلې وسله والو تروريستانو په جلال آبادښارکې د سره صليب د نړيوالې کميټې په دفتر بريد وکړ.
د امنيت آمر  وايي چې يرغلګر شپږتنه وو، يو تن يې ځان وچاوه او نورکسان ودانۍ ته ننوتل.
هاشمي څرگنده کړه چې د يرغلګرو هدف په جلال آباد ښارکې دهندوستان قونسلي دفتر و چې د سره صليب د دفتر په سل متري واټن کې دى چې په دې کار بريالي نه شول.
په همدې حال کې د ننګرهار د پوليسو مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وويل : دغه نښته  چې نږدې دوه ساعته روانه وه؛ د شپږو تنو يرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده.
په  همدې حال کې  دجلال آباد دمسلکي روغتون يوه مسوول وويل چې د دوو تنو مړي دغه روغتون ته ليږدول شوي چې د يوه تن هويت پيژندل شوى او ګومان کيږي چې ځانمرګى يرغلګر وي .

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٩ :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې افغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو قوتونو په تيرو  ٢٤ ساعتوکې دهيواد په ځينو سيموکې يولړچاڼيزعمليات ترسره کړي دي اونهه ويشت تنه وسله وال طالبان يې وژلي دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالو قوتونو دغه عمليات دبغلان ، کاپيسا ، بدخشان ، سرپل ، قندهار ارزګان ، غزني ، پکتيا او دهلمند د ولايتونو په  مربوطاتو کې ترسره کړي چي په بهيرکې يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول، اته تنه يې ټپيان  او پنځه څلويښت تنه نوريې ونيول شول اويوه اندازه وسله ،  مهمات او چاوديدونکي ترلاسه شول.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د زابل اوفراه د ولايتونو په مربوطاتو کې د وسايطو ضد پنځه ماينونه کشف اوشنډکړي دي.
ديوبل  خبرله مخې :
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو منسوبينو پرون څلور تنه د وژنې، غلا او د انسان تښتونې په  اړوند دکابل ښار د لومړۍ، دريمې  او پنځلسمې حوزې په مربوطاتوکې نيولي دي اوله دغو کسانو څخه تحقيقات دوام لري.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٩ :
يوه ډله وسله وال کسان تيره شپه دکابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتوکې  ونيول شول.
دملي امنيت د ادارې يوه خبرځاى وويل: دغې اووه کسيزې ډلې غوښتل چې نن دکابل ښار په ځينو سيموکې په ډله ييز بريد لاس پورې کړي.
ټاکل شوې ده مسوولين د يوې خبري غونډې په ترڅ  کې د دغې پيښې جزئيات بيان کړي.
دغه ډله ټيک يوه اوونۍ له هغه وروسته ونيول شوه چې د تيرې پنجشنبې په ورځ يوې ډلې يرغلګروپه کابل کې د مهاجرت د نړيوال سازمان په دفتر بريدوکړ.

کابل\  باخترد    جوزا  دمياشتې  ٩ :
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په بغلان کې ووژل شول.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمدصادق مرادي باخترآژانس ته وويل: دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل د وسايطو ضد يو ماين په پلخمري ښارکې دباغ شمال د سرنګ پله ته څېرمه ښخ کړي ؛ ماين وچاوديد چې له امله يې ووژل شول.