23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه

  دمحرم اودحسيني عاشورا درارسيدو دنمانځنې اوماتم دمراسمو ددرناوي په مناسبت دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دلړم دمياشتي په پنځه ويشتمه نيټه دپنجشنبې دورځې له غرمې مخکې په ملي شوراکې دخلکو داستازو ، عالمانو او دجوماتونو او تکېه خانو دامامانو ، دسياسي له ګوندونو داستازو او دکابل ښار دبيلابيلو ناحيو دلسګونو تنو مخورو او سپين ږيرو په ګډون يو غونډه جوړه کړه .

  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په دې غونده کې چې جګپوړو دولتي مقاماتو ،  په ملي شورا کې دخلکو استازو ، دسياسي ګوندونو استازو ، دجوماتونو او تکېه خانو امامانو او عالمانو ، دماتم دمراسمو ددرناوي دهئيتونو ، مسوولينو ، فرهنګيانو ، دعلميه حوزو طالبانو او دکابل ښار دبيلابيلو ناحيو په لسګونو تنو مخورو او سپين ږيرو برخه لرله په درست هيواد کې دعاشورا دورځو دنمانځني دڅرنګوالې په باب خبري وشوي .

  لومړۍ دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  دمحرم دمياشتې او دحسيني عاشورا درارسيدو له امله دافغانستان مسلمان ملت او دامام حسين ( ع)  عزادارانو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل او ټينګار يې وکړ چې بايد له دغه مناسبت څخه دافغانستان دخلکو ديو والې او پيوستون دټينګښت او دغه راز داسلامي فرهنګ او پوهنې دلوړولو په لاره کې زياته ګټه واخستل شي .

  دجمهور رييس مرستيال په بيلابيلو وختونو په تيره بيا دعاشورا په شان دمذهبي او ديني مناسبتونو په نمانځنه کې دافغانستان دخلکويو والې او پيوستون وستايه او وي ويل دافغانستان دخلکو پيوستون يو ستر نعمت دي چې بايدپه قدر يې پوه شو او په ټينګښت کې يې له هيڅ راز هلوځلو څخه دډه ونه کړو .

 ده هغه زړه بوږنوونکې پيښې ته په اشاري سره چې تيرکال دعاشورا په ورځ رامنځته شوه ددغې پيښې په باب دخلکو ، دافغانستان ددولت دمشرتابه ،عالمانو او دهيواد دسياسي جريانونو دهمغږي  اوهمدردي  له څرګندولو  له امله قدرداني وکړه او وي ويل چې دافغانستان دخلکو دښمنان هلې ځلې کوي چې دافغانستان دمسلمانو خلکو ترمنځ يو والې او پيوستون ته زيان ورسوي  خو دغه خلک له دې څخه زيات هوښيار  دي چې وغولول شي .

  ده دعاشورا دمراسمو په لازيات  پرتمين کېدو باندې دتينګار په ترڅ کې دهيواد له ماتم لرونکو خلکو ، په تيره بيا له ټټر وهونکو ډلو څخه وغوښتل چې دکربلا دشهيدانو لکه څنګه چې لازمه ده ، درناوي وکړي او فرصت غوښتونکو اشخاصو او مغرضو ټولنو ته دې هيڅ راز پلمه په لاس ورنه کړي .

  دجمهور رييس مرستيال دکربلا دشهيدانو له ماتم لرونکو څخه وغوښتل چې دماتم دغونډو دجوړولو دلازيات پرتمين کولو لپاره دهلوځلواو له امنيتي مرکزونوسره دهمکاري په ترڅ کې دې ، په ټولنيز نظم کې دګډوډي ، دلورواو سړکونو دتړل کېدو او هيوادوالو ته دمزاحمت دپيداکولو سبب نه شي .

 ده دغه راز وويل چې دولت په درست هيواد کې دعاشورا دمراسمو دامنيت دتامينولوپه لاره کې ځانګړي تدبيرونه نيولي دي اوپه دې لاره کې دخلکو همکاري کولي شي دعاشورا دمراسمو له لازيات  ښه نمانځلو او دهغو دامنيت له تامينولو سره مرسته وکړي .

 دغه راز په دې غونډه کې يو ديني عالم رحمت الله مرتضوي هم خبري  وکړي او دعاشورادمراسموپه لاښه نمانځلوباندې دټينګار په ترڅ کې له ټټر وهونکو ډلو  او دماتم له هئيتونو څخه يې وغوښتل چې هلې ځلې  وکړي چې دعاشورا دماتم غوندي اومراسم په لاښه نظم سره پرځاى شي او هغو ځايونو او سيمو ته له يون څخه دې  ډډه وشي چې ضروري نه دي .

 ښاغلي مرتضوي په افغانستان کې داسلامي مذهبونو دپيروانو ترمنځ ديو والې او پيوستون پيوندونه نه شليدونکې وبلل او تينګار يې وکړ ښه به وه چې د عاشورا دمراسمو دنمانځنې په څرنګوالې کې دهيواد په اوسنيو شرايطو ته په پاملرنې سره دې له زيات دقت او پوهې څخه کار واخستل شي .

 دولسي جرګي دويم نايب نعمت الله غفاري  هم دافغانستان دمسلمانوخلکو دپيوستون د مهم بللو په ترڅ کې  دتيرکال په عاشورا کې دکابل ښارلر زړه بوږ نوونکې پيښې ته په اشاري سره به دروان کال په عاشورا کې دماتم دمراسمو نظم او دخلکو دهوښياري په ارزښت باندې ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې له هغو حرکتونو څخه دې ډډه وشي چې حساسيت  پيداکوي .

  دده دڅرګندونو له مخې  هغه څه چې کولي شي دپيښو او زيانونو په مخنيوي کې خو ګټور  او اغيزمن وي دماتم دمراسمو مديريت  او تعقل  او عاقلانه حرکت ته ارزښت ورکول دي .

 دغه غونډه ديو تن  ديني عالم محمد حسين محقق زاده په دعايې سره  پاى ته  ورسيده چې ده هم په ښه اومنظمه توګه دعاشورا دنمانځني دمراسمو په پرځاى کېدو باندې ټينګار وکړ . 

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه

  ګرانو هيوادوالو درنو خويندو او وروڼو اسلام عليکم ورحمته الله برکاته :

 په دې وروستيو کې په هيواد کې دترافيکې حوادث  خورا ډير شوي دي او دخلکو ژوند يې له خطر سره مخامخ کړي دي  ، ددې هفتې  په وينا کې ددغو ترافيکې حوادثو په څو اساسي عواملو له تاسو ګرانو هيوادوالو سره خبري کوم . يو خو ډيرخوشحاله يوم الحمدلله  چې افغانستان په تيرو لسو کلونوکې دښه اقتصادي پرمختګ خاوند شوي دي او دي اقتصادي پرمختګ دافغانستان دخلکو کوروته موټر مهيا کړي دي الحمد لله زموږ ډير کورني اوس دموټرونو خاوندان دي او ډير دفضل او شکر ځاى دي دخداى تعالي ددي مرحمت نه زموږ په خاوره کې ځوانان هم الحمدلله ډير دي او په ټولو کورونوکې ځوانان لرو چې تازه دځواني سن ته رسيدلي دي او له اقتصادي پرمختګ سره دوى ته هم دازمينه برابره شوې ده چې موټري زده کړي او موټري وچلوي خو په ټولنه نړۍ  کې ځوانان ديوه سن نه وروسته دموټرو چلولو حق لري او دلايسنس له  اخستلو وروسته خصوصا داحق پيداکوي .

 په افغانستان کې زه متوجه شوي يم ګرانو هيوادوالو چې زموږ تازه ځوانان کله د١٣( کلنه  د ١٤او دپنځلسو ، شپاړسو کلونو ځوانان چې قانوني سن يې پوره کړي نه دي او صرف ظاهرا دموټر په چلولواګاه شوي دي دموټر په شترنګ سپريږي او په تيزي يې چلوي ځواني په خپله يو شوق لري  يو قوت لري او دځواني قوت چې ورسره  يو شي نو خطر ورسره ډريږي او په منډه موټرځغلوي او احتياط نه کوي بلنه مې زموږ له ځوانانوڅخه ه چې کله چې هم موټر چلوي نو انتظار دې وکړي چې خپل قانوني سن ته داتلس کلني ورسيږي او امتحان دې  دموټرچلولو تير کړي لايسنس  دې دموټر چلولو دې واخلي  بيا دې په دقت اوکراري خپل موټر وچلولي تر څو نه ځان خوږ کړي او نورو ځوانانو اويا نورو خلکو ته تاوان ورپيښ نه کړي هيله مې له کورنۍ څخه هم داده چې کورنۍ  ټولي دي ته متوجه شي ميندي او پلرونه  خپل ځوانان زامن تر هغه وخته چې قانوني سن ته دموټر لولو نه وي رسيدلي او په لايسنس يې اخستي نه وي  دااجازه ورنه کړي ځکه چې صرف داختر په څو شپو کې ماته راپورونه راغلل چې په ټول افغانستان کې ترافيکې حادثي فوق العاده  ډيري دي او په اکثره حادثو کې زموږ ځوانان ژوبل شول او ځوانان زخميان  شول او په ځينوکې ځوانان زموږ خپل ژوند له لاسه ورکړ نو هيله مې داده هم زموږ دځوانانو څخه هم دکورنيو څخه دميندو او پلرونو څخه چې ځوانان کنترول کې او هغوى ته دمعلوماتو په ورکولو کې هغوي دپوهې او داحتياط په وررسولو کې خپل ډير کوښښ  وکړي له بلې خوا هغه اداري دافغانستان حکومت چې لايسنس ورکوي هغوى په ډير دقت کار وکړي او په سهل انګاري لايسنس  ورنه کړي او ترڅو چې ورته ثابته نه شي چې دکوم ځوان ياکوم څوک چې موټر غواړي وچلوي موټر ډير زده نه دي او اساسي يې چلولي نه وي او په ټولو اشارو په ټولو علايمو ، په ټولو اصولو دموټر چلولو او دسړک دراسته  اوچپه  خواوو په دې ټولو مسايلو پوه نه شي لايسنس ورنه کړي  تر څو هغوى دحکومت کنترول دخوا دلايسنس  دورکولو دکنترول له خوا او هم دکورنيو دکنترول له خوااودځوانانو دپوهولو له خوا په افغانستان کې دموټر دچلولو حادثي لږي شي . او هم ځوانان  بچ شي او هم جامعه له دغه  مشکل سره مخامخ نه وي

 نو ځوانانو عزيزانو دموټر چلول  خوښه خوند کوي خو داسې وچلوي چې لايسنس مو اخستي وي او په دقت او احتياط يي وچلوي او ميندو پلرونو تاسو ته هم وايم چې ځوان زوي مو را ولاړ شي اوموټر وچلوي خوند کوي خو احتياط ورسره وکړي او هوشدار ورته ورکړي او مراقبت ورسره ولري او حکومتي اداري دلايسنس  ورکولو اداري په دې ډير ځير او دقت وکړي چې ترڅو دچاموټر کاملا له اصولو سره سم زده نه وي او تجربه يې نه وي اوسن يې پوره نه وي چې لايسنس  ورنه کړل  شي .

 ګرانو هيوادوالو دترافيکې حادثو دپيښو په باب ډيره دردوونکې او دغم سره حادثي  زموږ دليني سرويسانو له خوا هم پيښيږي اود درنو غټو موټرانو له خوا هم پيښيږي  که مو په يادوي په دې تيرو دوو مياشتوکې دافغانستان په لويو لارو ډير انسانانو زموږ خپل ژوند دلاسه ورکړ  چېرته چې سرويسان  ديوه ځايه بل ځاى ته ځي موټروانان يې په سرعت ځغلوي او دا اطﻻع  ماته راغلي ده چې شرکتونه يې تشويق کوي چې موټر دې په سرعت خپل مقصد ته ورسيږي دا داصولو خلاف خبره ده دا دخطر خبره ده او دترانسپورت وزارت هدايت ورکړ شوي دي چې دټولو ترانسپورتي شرکتونوسره تماس ونيسي او هدايت ورکړي چې په معينه اوقاتوبايدچې موټران حرکت وکړي او پر معين وخت او پرمعين سرعت خپل مقصد ته ځان ورسوي او ددې تخلفاتو سره مقابله اومخنيوي زموږ اساسي او تر ټولو لوي  هدف دي  دې ته هم محترم دموټر چلوونکې موټروانان صاحبان هم دترانسپورتي ادارو خاوندان اومديران او هم حکومتي اداري بايدپه ډير دقت ځير شي .  چې دترافيکې قوانينو تخلف  ونيسي او تيز چلول دموټر ونيسي او عجله په دې کې چې ژر ځان ځاي ته ورسوم ونه شي چون په دې کې دانسانانو د ژوند سوال دي او ددوي دبچېانو سوال  دي نو دي مسئلي ته هم  ډيره اساسي توجه په کار ده چې حکومت او ولس ټوله يوځاى سره ددغو حادثو دمخنيوي لپاره اقدامات وکړو مننه تر بلې وينا موپه خداي سپارم  جوړ او اباداوسي افغانستان دې تل اباد او خوشحاله وي .

Thursday, 15 November 2012 12:55

دچين نوى مشروټاکل شو

پيکينګ \ بي بي سي   \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دچين کمونست ګوند په رسمي ډول  شي جين پينګ ددغه ګوند  دنوى مشر په توګه  اعلام کړ.
دچين دکمونست ګوند عمومي منشي اوددغه ګوند دسياسي دفتر ددايمي کميټې غړى ددغه ګوند دملي کنګري له غونډې وروسته ديوې لس کلني دورې لپاره وټاکل شو.
شي جين  سربيره پردي دچين داردو دمرکزي کميسيون دنوي رييس په توګه هم ټاکل شوي دي .
شي جين پينګ په خپلې وينا کې له  فسادسره دمبارزې ، په کمونست ګوند کې دانضباط دزياتوالي اودخلکو دژوندانه دحالت دښه والي غوښتنه وکړه.
شي جين پينګ دکمونست ګوند دعمومي منشي په توګه دهوجينتاو ځاى نيسي  چې ددغه ګوند له مشرتوب څخه  تقاعد شوى  او دجمهوري رياست دوره يې په راتلوونکي کال کې پاى ته رسيږي .
شي جين پينګ  ٥٩ کلن دى اومخکې له دې دچين دجمهوررييس مرستيال و.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشيني اوډاډګيرنې پيغام
په ژوري خواشيني  سره خبرشوم چې دهرات يو قومي مشر او سپين ږيري حاجي عبدالبصير توخي پرون ماښام دنامعلومو کسانو له خواشهيدکړاي شو.
انالله وانااليه راجعون
ارواښادحاجي عبدالبصيرتوخي دخپلې سيمې يوسپين ږيري اودخلکو خدمتګار  و دده مړينه يوه ستره ضايعه ده .
دخپلې خواخوږي اوډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ، دوستانو اودهرات ولايت خلکو  ته وړاندې کوم .
الله تعالي دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
يو نړيوال شرکت ته دهرات دهوايي ډ ګر  دکورنيواوبهرنيو الوتنو  دامنيت دتامينولو دمسووليت له ورکولو وروسته  له دغه هوايي ډګر څخه دنړيوالو الوتنو دپيل په خاطر  هيلي زياتي شوي دي.
دباختراژانس دخبرله مخې، ديو نړيوال شرکت مسوولين چې دهرات دهوايي ډگر دکورنيو اوبهرنيو الوتنو امنيتي مسووليت يې په غاړه اخيستي دي  دهرات له والي ډاکتر داودشاه صبا سره په کتنه کې ددغه پروګرام دبشپړولو  اوپه ر اتلوونکي اوونۍ کې دهغه دعملي کار دپيل خبر ورکړ.
دغه مسوولين وايي  دعملي کار په پيل سره  دلومړى ځل لپاره دنړۍ نورو هوايي ډګرونو ته دهرات له هوايي ډ گر څخه  دنړيوالو الوتنو لپاره زمينه هم برابره شوې ده.
له دې سره جوخت دهرات دهوايي ډګر آمر محمداعظم اعظمي  وايي  دغه شرکت دمسافرينو دچک او کنترول ،. دالوتنو دامنيت اوله ترمينل څخه الوتنې ته دمسافرينو دليږدونې مسووليت  په غاړه اخلي .
ټاکل شوې ده ددغه شرکت داړتيا وړ   کارکوونکي  دهرات له اوسيدونکو څخه ديوې ازموينې له لارې استخدام شي اوله ابتدايي او اساسي  زده کړو وروسته په هوايي ډګر کې په کار پيل وکړي.
ويل کيږي هغه شرکت  چې دهرات  په هوايي ډگر  کې دالوتنو دامنيت مسووليت په غاړه اخيستې دى يو نړيوال شرکت دى   چې اوس دکابل ، قندهار  اوبلخ په هوايي ډګرونو کې هم اساسي خدمتونه  وړاندى کوي.
سره له دې چې دهرات د هوايي ډگر پرمختللي تاسيسات  يو کال مخکې دولايت دمقام دهلوځلو په نتيجه  کې  جوړ او ګټې  اخيستنې ته وسپارل شول  خوپه امنيتي برخه کې  دامنيتي ماهرانو نشتوالي  چې دنړۍ دهوايي ډ گرونو د ډاډ وړ  وي دنړيوالو الوتنو پيل يې  ځنډولى و.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
هغه سړى چې ويل کيږي  په ننګرهار ولايت کې يې  دوسله والو طالبانو دځانمرګو بريدونو دمشري مسووليت په  غاړه درلود ونيول شو.
دغه سړى چې هويت يې نه دى افشا شوى  نن سهار کله چې  ځانمرګو بريدونو ته دمالي امکاناتو او جنګي وسايلو په برابرولو بوخت و، دافغان اوناټو دځواکونو له خوا ورباندې بريد وشو اوونيول شو.
باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه سړى  په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دځينو تروريستي بريدونو مسووليت په  غاړه درلوده .
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې په لسګونو تنه نور جګړه ماران له وسلو سره نيول شوي دي .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دغه جګړه ماران پرون هغه وخت چې  غوښتل يې يولړ تروريستي بريدونه ترسره کړي دافغان اوناټو دځواکونوله خوا ورباندې بريد وشو او ونيول شول.
ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ددغو طالبانو نيول تائيد کړل او ويې ويل چې دوى  دتروريستي بريدونو له ترسره کولو مخکې نيول شوي دي.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو اونشه يي توکو يوه زيرمه هم کشف شوې ده .
ناټو وايي  له دغې زيرمې څخه سل کيلوګرامه نشه يي توکي او دتوغنديو اوماينونو په ګډون په لسګونه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥
د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې موظفينوله لورې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي دهیوادله مختلفوسیموڅخه کشف او ترلاسه شو.په دغه نیول شوو مهماتواوچاودیدونکوتوکوکی (۱۰۰)کیلوګرامه چاودیدونکي توکي چه په څلوروبوشکوکی ځای په ځای شوي ؤ، دوه عدده ټایم پنسل ،  5 ډزه دهاوان مرمی ، 21 کړی دپرسونل ضدبیلابیل ماینونه،۱۱۹ ډزه ددافع هوا سرګلولی،۷ډزه دبی ام یک میزایل سرګلولی ،۳ ډزه دتوپ مرمی، ۱۲۵ ډزه دزیکویک ماشیندار مرمی او( ۲۰۰ ) ډزه دپیکا مرمی، اړوند موظفینو له لوری کشف ، تر لاسه او ددایاک پروسی ته ورسپارل شو. همداراز، یوکس چې وسله والو مخالیفینو سره د تړاوپه تورد هرات ولایت د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې مدیریت موظفینوله خواه ونیول شو  چه نیول شوی کس تر دا مهاله د پوښتنو لاندی دی .ويل کيږي چې د پنجشیر او میدان وردگ ولایتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت موظفینو له لورې  یو اندازه چاودېدونکو توکی هم تر لاسه کری.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥
د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ریاست موظفینو او د پولیسو د ځانګړو قطعاتو منسوبینو له لورې یو اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شول.د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ریاست او د پولیسو ځانګړو قطعاتو موظفینو له لورې د هغه ګډ او په لاره اچول شوي منظم پلان له مخې چې د میدان وردګو ولایت د فولاد خان په سیمه کې یې ترسره کړل، څلور د چاودیدونکو توکو پلاستیکي بوشکې او له سلو کیلو ګرامو څخه زیات چاودیدونکي توکي چې د ورانکارو او ترهګریزو کړنو په موخه له ایران هېواده راوړل شوي و، او وړاندې له دې چې د دولت وسله وال مخالفینو ترې ګټه پورته کړی وای د یادو موظفینو له لورې کشف او ترلاسه شول.د نیول شوو چاودیدونکو توکو د تړاو په تور تر دا مهاله څوک نه دي نیول شوي.

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥
دکورنیوچارووزارت د سرحدی پولیسولوی قوماندان پاسوال ګل نبی احمدزی د پکتیا اوخوست ولایتونو د سرحدی پولیسوله کنډکونوڅخه لیدنه وکړه.په دغه کتنه کې دسرحدی پولیسو لوی قوماندان د پکتیا ولایت د دوهم سرحدی زون اړوند د پکتیکا ولایت د وازی خواه ولسوالۍ ، (۷) م سرحدی کنډک او د خوست ولایت د بړی تهاڼی د څلورم سرحدی کندک له منسوبانو او په سیمه کی د میشت قومی مشرانواوسپینږیروسره کتنه وکړه . د کتې پرمهال دسرحدی پولیسو لوی قوماندان وویل: داچی د سرحدی پولو ساتنه او په سرحدی سیموکی د امنیت ټینګښت د ټولو سرحدی پولیسو او په سیمه کی د میشتو میړنیو قومونو او ځوانانو ایمانی او وجدانی دنده ده نو مونږ او تاسی باید ددندې د لاښه ترسره کولو په موخه له خپلو ټولو شته امکاناتو او تجهیزاتوڅخه په پوره ؛ګټې اخیستنې سره باید په دې وتوانیږوچې دپرمختګ په پړاونوکی لا نوروچت ګامونه پورته کړوترڅوخپلونورومثبتو پایلوته ورسیږواو له خپلوسرحدی پولوڅخه په بشپړه توګه ساتنه وکړو. همداډول په دغه کتنه کی د وازی خواه او وړممی ولسوالانواود سیمی قومی مشرانواو سپین ږیروپه خپلوسیموکی دامنیت ټینګښټ او دسرحدی پولیسوسره دهرډول مرستی او ملاتړهوکړه وکړه . په پایله کی د سرحدی پولیسوقوماندان په دغو ولایتونو کی دسرحدی پولیسو داعاشی ، اباطي ، ښوونې اوروزنې او دسرحدی پولیسود سنګرونوڅخه کتنه وکړه او د یولړشته ستونزود حل په کولو یی  اړوندو چارواکوته لازمی سپارښتنې وکړې او یو شمیرمنسوبینوته یې د ښه خدمت په ویاړ ستاینلیکونه ورکړل.