25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کراچى- باختر د تلې ٩
دپاکستان په کراچي ښارکې په پرونيو نښتوکې څلورتنه وژل شوي دي. دپوليسو دڅرګندونو له مخې: دغه کسان دکراچي په بيلابيلو سيموکې د ډزوله امله وژل شوي دي او يو قرباني مخکې له دې چې ووژل شي، سخت ځورول شوى دى.
دپاکستان په کراچي ښارکې قصدي وژنې او نا آرامي له څو کلونو راپه دې خوا دوام لري چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 

کابل باختر دتلې ٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په ۶۷مه غونډه کې د ګډون په موخه تېره یکشنبه د تلې په دویمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک ښار ته تللی و، نن ماښام هېواد ته راستون شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې د هېواد جمهور رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې وروستیو نړیوالو پېښو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې نړۍ د یو شمېر متعصبو وګړو د اخلاقي کمزورتیا له امله لړځیدلې ده، دا ځکه چې دوی په نړۍ کې د څه د پاسه یونیم میلیارد مسلمانانو د عقیدې پر خلاف له سپکاوي نه ډکې کړنې ترسره کړي دي.
حامد کرزي دغه پېښې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول کړنې که د یو فلم د تولید یا د کاریکاتورونو د خپرېدو په بڼه وي او یا هم که د توهین اولمسونې نور اقدامات وي؛ د بیان د آزادۍ په توګه هېڅکله هم توجیه کیدلای نه شي. 
د هېواد جمهور رئیس دېته په اشارې سره چې د ترورېزم مرکزونه د افغانستان له پولو اخوا دي، وویل: ترورېزم زموږ په کلیو او ښارګوټو کې نشته او هېڅکله یې پخوا هم شتون نه درلود. د ترورېزم سرچینې او د ملاتړ مرکزونه ټول د افغانستان له سرحدونو څخه د باندې دي.
دغه راز حامد کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل: موږ له پاکستان سره  د ورورګلوۍ په فضا کې خپلو اړیکو ته پوره ژمن یو، خو له  په هغو ننګونو هم خبريو  چې ښايي زموږ تر منځ د اعتماد او باور فضا ترینګلې کړي، لکه په دې وروستیو کې د افغانستان پر کلیو راکټي بریدونه، چې کولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډ امنیت لپاره روانو هڅو ته سخت زیان ورسوي.
حامد کرزي په دې سفر کې د ملګرو ملتو  د سازمان په ۶۷ مه غونډه کې پر ګډون سربېره د ملګرو ملتو له سرمنشي ښاغلي بانکي مون، د پولنډ او پاکستان له جمهورو رئیسانو، د بریتانیا له صدراعظم، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل.
په دغو کتنو کې په افغانستان کې د سولې د بهیر، د امنیتي مسؤولیتونو د دليږدونې دبهير راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې.
 

کابل باختر دتلي اتمه
د ښو اجرااتو په خاطر  دکارکوونکو د چمتو کولو تر عنوان لاندې  روزنيز ورکشاپ   چې درې ورځې مخکې دباختر اژانس  يو شمير خبريالانو او کارکوونکو ته  جوړ شوي و ،  نن پاى ته ورسيد .
  دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې ورکشاپ کې  چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دبشري منابعو  درياست داداري دظرفيت دلوړولو او پرمختيا دامريت له خوا جوړ شوي  و ، د ټولنې په پرمختيا ، دنړيوالو  هدفونو او دافغانستان  دملي پرمختيا د ستراتيژي د معرفي کولو ، داجرااتو دڅيړنې دبهير ، د اجرااتو په څيړنه کې دپلان جوړولو درول ، داجرااتو په څيړنه کې درپوټ  درول او دملکي خدمتونو  دمامورينو د چلند او سلوک د څرنګوالې  دمقررې  په اړوند  خبرې وشوي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست  داداري دظرفيت  دلوړولو او پرمختيا آمر محمد عيسى  خاطرزى  وويل  دغه ورکشاپ  درتبو او معاش  په سيستم  دکارکوونکو د خبرولو ، داداري داجرااتو  دپلان جوړولو ، رپوټ ليکلو او د اجرااتو دڅيړنې  دبهير دعملي کولو په مقصد  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اودباختر اژانس  شپيتو تنو کارکوونکو اوخبريالانو ته جوړ شوي و  او څلور ورځې يې  دوام وکړ .
 

- کابل باختر دتلي اتمه
دمشرانو جرګي  لومړى نايب  محمد علم ايزديار نن  دهيواد دلوى څارنوالۍ  له مرستيال سره   دخپل کار په دفتر کې وکتل .
  دمشرانوجرګي  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په دي کتنه کې د تورنو کسانو ددوسيو د نه څيړل کېدو ، له ټاکلي مودي  څخه  زيات په جيل کې  دبنديانودپاتي کېدو او دلوګر ولايت  ددريو تنو  بنديانو د شکايتونو په باب  خبرې وشوې .
  په دې کتنه کې دلوى څارنوالۍ مرستيال  د تورنوکسانو  دددوسيو  دپړاونو  دبشپړولو په باب  څرګندونې وکړي  او ويې ويل لوى څارنوالۍ دبيلابيلو ارګانونو او ادارو په ګډون  يو کميسيون  جوړ کړي دي  چې دغه دوسيې  وڅيړي .
لکه څنګه چې  دشپاړسو تنو  نسبتي دوسيې  څيړل  شوي دي  او له بند څخه ازاد شوي دي . او دغه بهير دوام لري .
  د سنا مجلس لومړۍ نايب  ددغه کميسيون دکار دبهير د هرکلي په ترڅ کې  ټينګار وکړ  دهغو کسانو ددوسيو په څيړنې چې  عمر يې لوړ دي ،  په نه علاج وړ ناروغيو اخته دي  او هغه کسان چې د نغدي جريمې د توان  دنه لرلو له امله  بنديان دي ، هلې ځلې وشي . او څرګنده يې کړه  چې دغه ستونزه به  دمشرانو جرګي دشکايتونو داوريدو دکميسيون له لاري  حل شي .
  دغه راز  دمشرانوجرګي  لومړى نايب  دبغلان ولايت  دولايتي شورا  له پخواني رييس  او يو تن مخور  ډاکتر  پيکان حيدري سره وکتل .
په دې کتنه کې  ده د پرمختيايي پروژو  دنه تطبيق ،  دروغتيايي مرکزونو  د نشتوالې ، دکرنې سکتور ته  دنه پاملرنې او د ځينو  نورو مسئلو  په برخه کې  ددغه ولايت  ستونزي  طرحه کړي  او  دحل کولو په برخه کې يې  دمشرانو جرګي  دهمکاري غوښتنه وکړه .
  د سنا مجلس لومړى نايب محمد علم ايزديار  په هيواد کې اوسني ستونزي د ډاډمن امنيت د نه شتون او په ادارو کې د اداري فساد د پراختيا زيږنده وبللي او په دې لاره کې يې  په جدي او پراخې مبارزي باندې  ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه  چې دمشرانوجرګي  داړوندو کميسيونونو له لاري به  ددغه ولايت  دستونزو په حل کولو اقدام  وشي .
 

کابل باختر دتلي اتمه
دافغانستان د ځوانانو دمدني ټولنې  په لسګونو  تنو غړو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس  له دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل  اودهيواد  له ځوانانو سره يې ددولت دملاتړ غوښتنه وکړه .
  باختر اژانس ته  د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبر له مخې.  په دې کتنه کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعين  تيمور شاه اسحق زي  هم برخه لرله  ددغې ټولنې غړو  په بيلابيلو  ټولنيزو  ، فرهنګي ، سياسي  او اقتصادي برخو کې دځوانانو شتون ګټور  او اغيزمن  وباله  او  له دغه ستر  ټولنيز   قشر سره يې  ددولت  د هراړخيز ملاتړ  غوښتنه وکړه .
ددوى د څرګندونو له مخې دافغانستان دځوانانو مدني ټولنه  يو مدني مرکز ده  چې په دې وروستيو وختو کې يې  خپل فعاليتونه  په رسمي ډول پيل کړي دي او داساسنامې  او د تشکېلاتي جوړښت  د تصويب  په مقصد  ددغه مرکز  دويمه  کنګره  تيره اوونۍ  جوړه شوې ده .
  ددغه مرکز  دجوړولو هدف  د سولې له بهير سره مرسته  ،  د دموکراسي دارزښتونو  پراخ بنسټه  کېدل ، دبيان د ازادي پياوړتيا او د ښځو دحقوقو  تامينول  بلل شوي دي .
  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  تيمور شاه اسحق زى  دلنډو خبرو په ترڅ کې دښې حکومتوالۍ  په تامينولو ، له اداري فساد سره  په مبارزه او دغه راز  له دولت سره  دخلکو  داړيکو په تامينولو کې  د ځوانانو رول ګټور وباله .
  وروسته  د جمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  دهيواد په بدلونونوکې  د ځوانانو رول  اومقام ته  په اشارې سره  څرګنده کړه  نن  ورځ  دهيواد په سلو کې نږدي  شپيته وګړي  ځوانان دي . او که چېري  دغه ځواک  په فعاله توګه په بيلابيلو  ټولنيزو برخو کې  ونډه واخلي  زموږ په هيواد کې به ستر  او ديادونې وړ  بدلون  رامنځته شي .
  دجمهور رييس مرستيال  دهغو ستونزو  او خنډونو  دبيانولو په ترڅ کې  چې نن  زموږ هيواد ورسره لاس او ګريوان دي  ، ټينګار وکړ  چې دغه ستونزي  اوخنډونه  هغه وخت  لري کېږي  چې زموږ ځوانان په دې لاره کې په ټول قوت  او ځواک سره په کار  واچول شي .
  دجمهور رييس مرستيال ځوانان دټولنې  دخوځښت  اوبدلون عامل  وبلل  او دغه راز د هيواددخلکو ترمنځ ديو والې او پيوستون په تامينولو کې يي  دهغوى رول  ستر وباله
د جمهور رييس مرستيال دهيواد  له ځوانانو څخه وغوښتل  چې د ستونزو اومشکلاتو په وړاندې  مقاومت  وکړي  او هيڅکله  دخپل راتلونکې برخليک په نسبت  ناهيلې ته  لاره ورنه کړي .
دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  له هغو پروګرامونوسره  چې د ځوانانو  دودې او سمون لپاره  ترسره کېږي  ددولت ملاتړ  اعلام کړ او څرګنده يې کړه چې اړوندي  اداري دې  بايد  دهيواد نننيو اړتياو ته دځواب  ويلو لپاره  ځوانان  خپل جوړښت ته  وهڅوي  .
دغه راز  دجمهور رييس مرستيال  دهيواد  له ځوانانو څخه وغوښتل  چې  دټولنيزو سياسي او فرهنګي مسووليتونو د ترلاسه کولو لپاره  خپله ځواکمني پياوړي کړي  او دهيواد دخلکو ترمنځ ديو والې او پيوستون  د تامينولو په لاره کې  هڅه او هاند وکړي .
 

کابل باختر دتلې ٨مه
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۶۷ مې غونډې په ترڅ کې  په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي ماموریت کې د اتریش مرستیال صدراعظم  او اروپایي ټولنې فدرالي او نړیوالو اړیکو وزیر ښاغلي مايکل سپینډیلیګر سره ولیدل.
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت باختر اژانس ته خبر ورکړ
دواړو خواوو د افغانستان او اتریش ترمنځ د اوږد مهالې همکارۍ او دوستۍ په اړه په ځانګړې توګه آیساف او د افغان پولیسو په روزنیزو هڅو  کې د اتریش د مرستو په برخه کې.خبرې اترې ترسره کړي.
دواړه خواوو په نږدې راتلونکی کې کابل او ویانا ته په دوه اړخیزو سفرونو هوکړه وکړه ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو په پراختیا، په ځانګړی ډول په اقتصادي پراختیا، پانګه اچوونې او ښوونیزو سکتورنو کې خبرې اترې ترسره شي.
اتریش د ۲۰۰۴ کال راهیسې د آیساف په ماموریت کې غړیتوب لري او همداراز یې تر اوسه پورې 27 میلیونه ډالره د افغانستان بیارغونې او پراختیایي هڅو سره مرسته کړې.
 

کابل باختر دتلې ٨ مه
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول له خپل ازبک سیال ښاغلی عبدالعزیز حفیظ ویچ کامیلوف سره په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د ۶۷ عمومي اسامبلۍ په څنډه کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت باختر اژانس ته خبر ورکړ
دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان د ملګرتیا او اړیکو په تاریخې ریښو باندې ټینګار وکړل او د دواړو هېوادونو تر منځ د دې اړیکو په لا زیاتې پیاوړتیا باندې خپلې غوښتنې څرګندې کړې. دواړو خواوو په دې ورستیو کې د دواړو هېوادونو له خوا د یوبل په پلازمېنو کې د نويو سفیرانو په نومونې باندې خپلې خوښۍ څرګندې کړې او هوکړه یې وکړل چې په دې راتلونکو کې به د وزیرانو په کچه لیده کاته وکړي.
همداراز دواړو خواوو په افغانستان کې د روان لېږد بهیر، او د امنیت، اقتصادې ودې، د سرحدونو مدیریت او سیمه ایز همکارۍ اړه، چې سیمه ایز پرمختیا پورې تړلي دي، خبرې اترې وکړې
 

کابل باختر دتلې ٨مه
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول  نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۶۷ مې غونډې په ترڅ کې د اسلامي همکاریو سازمان د همغږۍ په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت باختر اژانس ته خبر ورکړ
ډاکټر رسول د لیږد بهیر په چټک او خپل وخت پرمختګ، د ټوکیو کنفرانس او د سولې بهیر په برخه کې د افغان سولې عالي شورا د نویو هڅو په بریالیتوب ټینګار وکړ. ډاکټر رسول د اسلامي همکاریو سازمان په غړیو هیوادونو غږ وکړ چې د افغان ولس د تلپاتې سولې په ځای هڅو ملاتړ وکړی.
" د افغانستان روغې جوړې هڅو پراختیا موندلې ده،" ډاکټر رسول وویل. " سعودی عربستان ته د سفر بشپړولو وروسته، د سولې عالي شورا یو لوړ پوړې هيئت  چې مشرۍ به یې د نوموړۍ شورا مشر صلاح الدین ربانی کوي په نږدې راتلونکې کې د سولې بهیر د مخته وړلو په موخه د پایله لرونکو خبرو اترو په اړه پاکستان ته سفر وکړي."
" مونږ په ځانګړې توګه د روغې جوړې د هڅو د بریالیتوب په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان د ملاتړ څخه مننه کوو او په غړیو هیوادونو غږ کوو چې له مونږ سره هره ممکنه مرسته وکړي ترڅو د افغان ولس د تلپانې او يواځینې سولې هیلې ترلاسه شي."
ډاکټر رسول همداراز په دی وروستیو کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوې په کلکو ټکو وغانده او وی ویل، " دبيان آزادي بايد هيڅکله پیغمبرانو، ادیانو او عقیدو ته د سپکاوي د یو شین څراغ په توګه ونه کارول شي".
 

کابل باختر دتلې ٨ مه
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول له خپل دنمارکې سیال ښاغلي ویلی سوندال سره د تلې په ۵ نېټه په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په ۶۷ عمومي اسامبلۍ په څنډه کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت باختر اژانس ته خبر ورکړ
ډاکټر زلمي رسول د افغانستان او دنمارک تر منځ د اوږد مهال استراتیژیکې ملګرتیا تړون لپاره د دنمارک له وړاندیز څخه په کلکه هرکلی او هغه یې قبول کړ.
ډاکټر زلمي رسول د افغانستان د حکومت او خلکو د قدردانۍ مراتب د دنمارک حکومت او خلکو ته د هغو مرستو له امله  چې دوی د افغانستان د پرمختیا او امنیت په برخو کې د کلونو په بهیر کې ترسره کړي دي، وړاندې کړ.
ډاکټر رسول وویل، " د نمارک په افغانستان کې زموږ د سولې، امنیت او پرمختیایې هڅو په لمړي لیکه کېدي  او د دې سخاوتمده مرستو لپاره موږ د دنمارک څخه منندوی یو. " ښاغلی ویلي سوندال وویل، " د نمارک به افغانستان سره د مرستې او ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ وي. " د ۲۰۰۳ کال راهیسي د نړیوالو سوله ساتي ځواکونو د یو مهم غړي په توګه دنمارک په کابل او هلمند ولایتونو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره څه نا څه۷۰۰ سرتیري لري. همداراز دغه  هېواد د کلونو په بهیر کې د افغانستان د بیارغونې، اقتصادي ودې او دموکراتیک پرمختیا لپاره د67208 میلیونو ډالرو سخاوتمنده مرستې کړي دي. 
 

کابل باختر دتلې ٨ مه
کابل – د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول او د هغه پیرویې سیال ښاغلی رافایل رنکاګیولو په ملګرو ملتونو کې د پیرو به دایمي ماموریت کی په ځانګړو مراسم کې چې د تلې په ۶ نېټه په نیویارک ښار کې جوړ شوی وو، د افغانستان او پیرو تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو سند لاسلیک کړ.
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت باختر اژانس ته خبر ورکړ
ډاکټر زلمي رسول د لاسلیک د مراسمو څخه وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د رامنځته کولو سند نه یواځې د دواړو حکومتونو ترمنځ د نږدۍ او دوستانه اړیکو یو نوي پړاو پرانیزي، بلکې دا سند به د دواړو ملتونو ترمنځ اړیکې هم پیاوړي کړي. هغه پر دموکراتیک پرمختیا، د مخدره توکو او تروریزم پر وړاندې مبارزې، د طبیعي سرچینو پراختیا او نورو اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو پر ګډو تجربو ټینګار وکړ.
همداراز ښاغلی رنکاګیولو د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په رامنځته کولو باندې خپل خوښي څرګند کړ او وې ویل، " زه غواړم خپله ټینګه ژمنه داسې څرګند کړم، چې د افغانستان او پیرو د اړیکو له لارې، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پېل یو سمبول دی، مونږ به خپلو ملتونو ته د ډموکراسۍ، ټولنیز عدالت او د سولې په پرمختیا کې ګډو موخو جوړولو ته دوام ورکړو. "دواړو هېوادونو هوکړه کړي وه، چې د ډاکټر زلمي رسول د سفر په بهیر کې چې د دې کال د جون په میاشت کې ترسره کېږي، مخامخ ډیپلوماټیکې اړیکې به رامنځته کړي.