16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دطالبانو يوقوماندان په غزني ولايت کې ونيول شو .
ويل کېږي چې دغه قوماندان دملي امنيت دځواکونو په عملياتوکې نيول شوي دي .
دغزني ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى  باختر اژانس ته وويل دغه قوماندان ملا اختر محمد نوميږي او دغزني ښار په مربوطاتو کې دطالبانو يو مشهور قوماندان دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه سړى دغزني ولايت په مربوطاتو کې په زياترو ځانمرګو بريدونو ، ورانکارو عملونو اوپه واټونوکې دماينونو په ښخولو کې فعال رول درلود .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دملي دفاع وزارت خبرځايونه ايي چې نهه  تنه وسله وال مخالفين دملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړدملي اردو منسوبينو دګلستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړ چې له امله يې اووه تنه وسله وال مخالفين و وژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول او دوه ميله پيکا ، يو توغندي ويشتونکې او اووه کلاشينکوفونه دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي
دغه راز په هغو ورته عملياتوکې چې دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي
ويل کېږي چې په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل او تجهيزات  هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې يو وسله وال مخالف دنيمروز ولايت په مربوطاتوکې دماين ښخولو په وخت کې  و وژل شو  ، ويل شوي دي يوه درې کسيزه ډله پرون مازيګر کله يې چې غوښتل دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ په سړک کې يو ماين ښخ کړي ماين وچاوديد او له امله يې يو  تن و وژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
په بغلان ولايت کې داور لګيدنې له امله يو تن و وژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دغه اور دبغلان ولايت داندراب دبنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې داستوګنې په يو کور کې ولګيد .
دبنو ولسوال عبدالولي حميدي باختر اژانس ته وويل په دې اور لګيدنه کې چې تيره شپه ددغې ولسوالۍ د استوګنې په يو کور کې ولګيددزياتو مالي تاوانونوپه اوښتوسربيره  يو تن وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى .
دحميدي دڅرګندونو له مخې داور لګيدنې په دې پيښه کې سربيره پردي چې ددغه کور دڅلورو خونو ټول وسايل له منځه تللي دي يوه څوارلس کلنه نجلۍ د سوځيدنې دسختوالې  له امله وژل شوي او يو تن بل ټپي شوي دي
  دغه راز ده په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې اصلي علت دکورنۍ دغړو غفلت  او بې پروايي وبلله څرګنده کړه چې ددغې پيښې ټپي دټپونو دژورتيا له امله ددرملنې په مقصد کابل ته ليږدول شوي دي .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دانسان تښتوونکو دبانډ يو سرګروپ  له دوو تنو همکارانو سره يې په غزني ولايت کې ونيول شو .
ويل کيږي چې دغه سرګروپ  دملي امنيت دمسوولينو له خوا دغزني ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي . دغزني ولايت دملي امنيت يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل دسړي تښتوونکوديو بانډ سرګروپ  په طوفان مشهور نعيم  له دوو تنو همکارانو  سره يې تيره شپه  دملي امنيت دځواکونو له خوا دغزني ښار په مربوطاتو کې ونيول شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  له نيول شوي سړي څخه چې دميدان وردکو ولايت اصلي اوسيدونکي دي يوه تومانچه  او يو موټر هم د دملي امنيت دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ديادونې وړ ده چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري امنيتي ځواکونه په غزني ولايت  کې  ددريو ډلو انسان تښتوونکو په نيولو بريالي شوي دي
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين وايي په هيواد کې دملکي وګړو دسردزيان په سلو کې د پنځه اتيا په واټونوکې دښخ کړاى شويو  ماينونو دچاودنو زيږنده ده او داکار رسنيو ته دنده سپاري  چې په دې باب  دې دعامه ذهنونو په روښانولو کې پاملرنه وکړي .
دباختر اژانس دخبر له مخې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي چې نن يې د چاوديدونکو توکو او دچاوديدونکو وسايلو په باب دعامه پوهاوي په کميته کې خبري کولي وويل دملکي وګړو امنيتي ځواکونو او دبهرنيو عسکرو دسرډير دروند زيان په واټونوکې دچاوديدونکو توکو زيږنده دي
ددغې کميټې هدف دادي چې داسې پروګرامونه ترلاس لاندې  ونيسي چې ملکي وګړي او امنيتي  ځواکونه  ترلاس لاندې ونيسي چې ملکي وګړي او امنيتي ځواکونه ددې پوهاوي ترلاسه کړي چې له مشکوکو شيانو چاوديدونکو توکو او په واټونوکې له ښخ کړي شويو ماينونوسره په چلند کې څه ډول داحتياط لاره رعايت کړي چې دچاوديدونکو توکو قرباني نه شي
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين په ډاګه  کړه چې په هيواد کې  دملکي وګړو په سلوکې پنځه اتيا زيان په واټونوکې په ښخ کړي شويو ماينونو دچاودنو زيږنده  دي که چېري  په دغو مواردو کې خلکو ته لازم معلومات ورکړي شي دغه شمير به تر زياتي اندازي پوري کمښت ومومي .
ددغې کميټې په غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پوري داړوندو مسوولنيو په ګډون سربيره دپوهنې وزارت معين ،دملي دفاع ،کورنيو چارو او د حج او اوقافو  دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست ، او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکه اداري مطبوعاتي مسوولينو او ويندويانو ، دايساف استازي اوپه کابل کې دامريکا دسفارت استازي برخه لرله .
ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې دهيواد جمهور رييس ديو فرمان په صادرولو سره حکومتي مرکزونو ته دنده وسپارله چې دنړيوالې ټولني سره په همکاري کې دې  په واټونوکې دچاودنو له امله درامنځته شويو خطرونو په باب لازم تدبيرونه او اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او ددغه فرمان په رڼا کې دعامه پوهاوي دکميټې په ګډون څو کاري کميټې جوړي شوي چې سرپرستي يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په غاړه لري .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
  دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يو خبري کنفرانس کې ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دديورند دکرښې په باب اصلي تصميم نيوونکې دافغانستان ملت دي .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  جانان موسي زي  چې دخبريالانو په وړاندې يې  خبري کولي زياته کړه چې دديورند کرښه يو ستر تاريخي  واقعيت دي په افغانستان کې هيڅ حکومت  او دولت نه شي کولي په يوازيتوب سره دديورند دکرښې د حقوقي حالت په باب تصميم ونيسي ، دغه تصميم نيغ په نيغه  دافغانستان په ملت پوري اړه پيداکوي .
  موسي زي دغه راز په دې خبري کنفرانس کې وويل  چې  ده دافغانستان په هيواد کې دبحران د ډلې دفعاليت په اړوند هراړخيزي څيړنې ترسره کوي او په پاى کې به يې دافغانستان حکومت په دغه هيواد کې ددغې ډلې دشتون په اړوند مناسب تصميم ونيسي .
دموسي زي دڅرګندونو له مخې په نږدي راتلونکې کې دافغانستان دسولې دعالي شورا يو هيئت پاکستان ته سفر کوي چې له پاکستاني مقاماتو سره په افغانستان کې  دسولې په اړوند مفصلې خبري وکړي .
  دغه راز ده په دې خبري کنفرانس کې دهيواد دبهرنيو چارو وزارت دژباړونکو دڅانګې  دپياوړتيا خبر ورکړ او وي ويل  چې ددغې څانګې په پياوړتيا سره هغه ټول قراردادونه  تړونونه موافقه ليکونه او سندونه چې دافغانستان لوري له بهرنيو هيوادونو سره لاسليک کړي دي  دهيواد په دو اړو ملي ژبو ژباړل  کېږي او چاپيږي ده دغه راز بهر ته  دافغانستان دمقاماتو په سفرونو کې دبهرنيو چارو وزارت  داستازو دشتون او دبرعکس  يادونه هم وکړه او وي ويل  چې دوزيرانو شورا له پريکړي سره سم چې هيواد ته دبهرنيو مقاماتو اوبهر ته دافغانستان دمقاماتو په ټولو سفرونوکې به دبهرنيو چارو وزارت استازي ګډون ولري .
ده دځانمرګې بريد پرضد دسعودي عربستان دمفتي اعظم دفتوا هرکلي وکړ او وي ويل چې  دغه فتوا دبهرنيو چارو وزارت په هلوځلو سره صادره شوې ده
ده په متحده عربي اماراتو کې داريانا شرکت د جريمي موضوع يوه حقوقي مسئله وبلله او وي ويل چې ددغه شرکت استازي په اماراتوکې شته او کولي شي چې داماراتودعدلي او قضايي ارګانونو له  لاري دغه ستونزه حل کړي که چېري دبهرنيو چارو وزارت همکاري ته اړتياوي کولي شي له دغه شرکت سره همکاري وکړي .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
  دقندز ولايت په شيرخان بندر کې دتجارتي ښارګوټې دجوړولو کار دسوداګرۍ او صنايعو  دوزير ډاکتر انور الحق  احدي له خوا پرانستل شو .
ويل کېږي  دغه ښارګوټې چې داستوګنې  او دتجارتي تاسيساتو ٢٠٠٠ نمري ولري دتجارتي اسانتياو  په برابرولو کې اغيزمن دي .
دسوداګرۍ او صنايعو وزير ددغه ښارګوټې دجوړولو دکار په پرانستلو کې وويل دغه ښارګوټې له پاکستان سره په پوله کې دي او ددولت ٢٠٠٠ جريبه ملکېت احتوا کوي .
  داحدي دڅرګندونو له مخې په دې ښارګوټې کې داستوګنې دوه زره نمري د٤١لوړ پوړيزو ودانيو جوړول ، تجارتي تاسيسات او دسوداګرو دمالونو د تشولو  لپاره ګوډامونه شامل دي او دزياتو تجارتي اسانتياوو لپاره مهم ګام بلل کېږي .
احدي زياته کړه داستوګنې نمري په لومړۍ ګام کې دبغلان او قندز دولايتونو سوداګرو او په دويم پړاو کې په هغو نورو سوداګرو چې دسوداګرۍ او صنايعو په وزارت کې ثبت او راجستر دي او دتجارتي فعاليت جواز لري ويشل کېږي .
ده وويل چې هره نمره ځمکه څلور نيم بسوي ده او بيه يې دموظف کميسيون له خوا ټاکل کېږي . په قندز ولايت کې يو شمير سوداګر  چې په دي ښارګوټې کې دنمرو په ويش  او جوړولو سره به دوې ته زياتي  اسانتياوي برابري شي .
له بلې خوا دقندز دوالي ويندوي عنايت الله خليق وويل که څه هم تراوسه پوري داستوګنې دنمرو دويش دپيل ددقيق وخت په باب معلومات  نه دي ترلاسه شوي  خو ددغه ښارګوټې په جوړولو سره  د منځني اسيا ، منځني ختيځ ، مرکزي اسيا او دفارس دخليج  دهيوادونو سوداګر به په راتلونکې کې ددغه ښارګوټې د تاسيساتو له خدمتونو او اسانتياوو څخه ګټه واخلي
ده وويل ددغه ښارګوټې  په جوړولو سره  به بندري  خدمتونه او فعاليتونه پراختيا ومومي او سوداګرو ته داسانتياوو په برابرولو سربيره به دتجارتي مالونو دصادراتو او وارداتو له پلوه دشيرخان بندر دعوايدو په کچې باندې ښه اغيزه ولري .
شيرخان بندر دهيواد يومهم  بندر دى او دقندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې له تاجکستان سره په پوله کې پروت دي او دمرکزي اسيا اوداسيا دجنوب دهيوادونو ترمنځ ديوې مهمي ارتباطي وسيلې په توګه او دسوداګرۍ دچارو دسمون وسيله بلل شوې ده .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دغور ولايت شهرک او تولک په ولسواليو کې دسيمه ئيزو ستونزو دڅيړنې په مقصد ديو حکم په ترڅ کې دجمهوري رياست دسلاکار وزير عبدالمجيد په مشرۍ يو هيئت موظف کړ .
دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوي رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ ددغه هيئت په ترکېب کې دلوى څارنوالۍ داداري واکمن استازي د غړي  په توګه دکورنيو  چارو وزارت واکمن استازي مل پاسوال علي مست دغړي په توګه او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواک اداري استازي محمد داود دغړي په توګه شامل دي .
  هيئت موظف کړي شوي دي چې دسيمه ئيزي اداري له مسوولينو ددين له عالمانو ، ولايتي شورا .، مشرانو او دسيمي له مخورو سره شته ستونزي په  هراړخيزه توګه وڅيړي دستونزو دحل لارې چاري دې ولټوي . او عملي  يې کړي او داجرااتو په باب دې د دوو اوونيو په دننه کې  جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي .
 

کابل باختر دلړم څوارلسمه
  دسولې دعالي شورا له خوا د نهو حرفوي پروژو کار په کندز ولايت کې پيل شو
ويل کېږي  چې په دغو پروژو کې زر تنه دکار په زده کړي لاس پوري کوي .
  دقندز ولايت دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو رييسې معصومي يقين  باختر اژانس ته وويل په دغو پروژو کې ترکاڼې ، دچرګانوروزنه ، دنلونو غځول، دغاليو اوبدل  پښګري ، دموټرتخنيک ، حلبي جوړول ،  بريښنا او ستنې کنډل شامل دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو پروژوشپږ مليونه  افغاني  لګيږي چې دسولې دعالي شورا له خوا تمويليږي 
معصومي  يقين زياته کړه چې ددغو پروژو کار دچاردري ، علي اباد ، امام صاحب او ددشت ارچې په ولسواليو کې پيل شوي دي .
ديقين  دڅرګندونو له مخې دغه پروژي له يوې خوا دمسلکې پوهې دکچې په لوړولو او له بله پلوه دکورنيو  دمالي بنسټ  دپياوړتيا لپاره اغيزمن رول لوبوي .
 

کابل- باختر دلړم څواړلسم
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضى القضات پوهاند عبدالسلام عظيمى نن له غرمې وروسته دخپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې دسترې محکمې غړى ډاکتر عبدالملک کاموي هم حاضر و په کابل کې دامريکا دسفارت له مرستيالې ميرمن تينا کېدانو سره وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست بآختر آژانس ته خبرورکړ. قاضي القضات په دې کتنه کې لومړى دقانون دواکمنى او دقضايي  عدالت په تامينولو کې دهغه د رول په باب خبرې وکړې او دقضايه قوې په نسب دامريکا دمتحده ايالاتو دهمکارى دپروګرامونو او دپروژو تحقق يې چې په کابل کې دامريکا دنړيوالې پرمختيا د ادارې له لارې ترسره کېږي مهم او ارزښتناک وباله او زياته يې کړه چې ددغوى خاوندانو ته دقضايي خدمتونو دوړاندې کولو، د دوسيو دڅيړنې دکار د ګړندي کولو او دعادلانه محاکمې داصولو درعايتولو په لاره کې دپخوا په نسبت دمحکمو ځواکمنيو ديادونې وړ ښه والى موندلى او دقضايي ستاژ دنصاب د کمي او کېفى سمون قاضيانو ته  د داخل خدمت پروګرامونو ، دقضاياوو دمديريت دسيتم دجوړولو او داحصايي دعصري سيستم دجوړولو په خاطر دهلوځلو په مقصد هم لازم پرمختګ شوى دى او دغه راز دهلوځلو په مقصد هم لازم پرمختګ شوي دي او دغه راز دقضايي تجربو دتبادلې او تخصصي اومشاهداتي زده کړو دترلاسه کولو په لاره کې دمصر،ترکېې،عراق ،اندونيزيا،قطر ،پاکستان او هاليند دهيوادونو په قضايي اکاډميو کې دقاضيانو دسفرونو  زمينې برابرې شوي دي چې په ځينو دغو هيوادونو دنظر وړ پروګرامونو په عملي توګه تطبيق شوي دي او په دې برخه کې نړيوالې همکارى او دغه راز دهيواد له عدلى او قضايي نظام سره دامريکا دسفارت دقانون د واکمنى دبرخې تخنيکى او فزيکى ملاټر دستاينې وړ دى. وروسته ميرمن کېدانو دافغانستان دقضاييه قوې په ګډون له عدلي او قضايي مرکزونو سره دهمکارى پروګرامونه بيان کړل او ځل بيا يې دقانون له واکمنى سره دملاټر په لاره کې چې دعدالت او دامنيت دتامينولو ضمانت کوي ،دامريکا په ژمنو باندې ټينګاروکړ.