21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عبدالمنان شيواى شرق: د کتاب نړيوال نندارتون جوړېږي

عبدالمنان شيواى شرق: د کتاب نړيوال نندارتون جوړېږي

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

  يو ډار اچوونکى په غزني کې ووژل شو

يو ډار اچوونکى په غزني کې ووژل شو

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر يو وسله وال طالب د غزني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
په چاوديدونکو توکوبارموټرپرون مازيګر دچاريکارو ښار له مربوطاتو څخه کشف شو.
د پروان د والي وياندې روشنا خالد باخترآژانس ته وويل: دغه موټرپه دولتي تاسيساتو د بريد په مقصدچمتو شوى و چې هدف ته له رسيدو مخکې دملي امنيت دمنسوبينو له خوا دچاريکارو ښار په ده مسکين ساحه کې کشف شو.
د ميرمن روشنا دڅرګندونوله مخې: درې تنه د قضيې په تور د ملي امنيت د ځواکونوله خوا نيول شوي دي .

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
دملګروملتو د سازمان د سرمنشي مرستيال او د سولې ساتنې په ډيپارتمنت کې دعملياتو د دفتر رييس ادموندمولت نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ:
لومړۍ د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي مرستيال کابل ته دخپل سفرهدف  د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د بهيرڅيړنه او د افغانستان په راتلوونکي کې د ملګروملتو د سازمان د رول د څرنګوالى په باب خبرې وبللې او څرګنده يې کړه چې دملګروملتوسازمان هڅه او هاند کوي چې په سياسي، امنيتي، اقتصادي او پرمختيايي ساحوکې د پخوا په شان د افغانستان له دولت اوخلکوسره همکاري وکړي.
ده په هيوادکې دامنيتي مسووليتونو دمنلو لپاره دافغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا او سمبالول ارزښتناک وبلل، څرگنده يې کړه چې له نيکه مرغه اوسنى افغانستان په بېلابېلو برخوکې له څوکاله مخکې افغانستان سره د پرتلې وړ نه دى او د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د دولت متقابلې همکاري به د تيرو لسوکلونو د برياليتوبونو په ساتنې باندې تکيه ولري.
ده هغو بدلونونو ته په اشارې سره چې په تيروکلونوکې په افغانستان کې رامنځته شوي دي؛ ټينګار وکړ چې دملګروملتو سازمان هلې ځلې کوي چې د افغانستان په راتلوونکي کې خپل رول ددغه هيواد دخلکو له اساسي لومړيتوبونوسره سم، تعريف کړي او د شفافو او سراسري انتخاباتو د ترسره کولو، د سولې د بهير او پرمختياپه ګډون، په بېلابېلوبرخم کې خپلې همکاري ته دپخوا په شان دوام ورکړي.
وروسته د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په تيرووختوکې دملګروملتو دسازمان دهمکاريو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې څرگنده کړه چې دافغانستان د دولت په نظر د افغانستان په دولت اوملت پورې په اړوندو برخوکې د همکارۍ  او همغږۍ لپاره ددغه سازمان رول او دريځ ارزښتناک دى اوهيله لرم چې دغه رول له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم لاپسې جوت شي.
د جمهور رييس مرستيال په تيروکلونوکې دجمهوري رياست او د ملي شورا د انتخاباتو ترسره کول، د ملي شورا له خوا د زمانې له اړتياوسره سم، د اساسي قانون او د نورو قوانينو تصويب، په بېلابېلو برخوکې د مدني ټولنې فعاليت او د بيان آزادى ته درناوى له سترو او ارزښتناکو برياليتوبونو څخه وبلل چې په تيرو کلونوکې دافغانستان خلکو د نړيوالې ټولنې په همکارى ترلاسه کړي دي.
ده د افغانستان لپاره دملګروملتو د سازمان له محوريت سره د نړيوالې ټولنې  همکاريوته په اشارې سره په هيوادکې دنويو ارزښتونو په ساتنې باندې ټينګار وکړ او څرگنده يې کړه چې د افغانستان دولت د امنيتي مسووليتونو په ليږدونې او په  ٢٠١٤ کال کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په ترسره کولو هوډمن دى اوهيله کيږي چې زموږ نړيوال همکاران هم له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دخلکو په وړاندې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي .
دغه راز د جمهور رييس مرستيال د سولې بهير يوه ملي اړتيا وبلله او د دولت  له خوا په ټاکلې تګلوري کې ددغه بهير په پرمختګ باندې دټينګارپه ترڅ کې  څرگنده کړه چې د سولې په بهيرټينګارپه افغانستان کې د تيرو لسوکلونو د ارزښتونو اوبرياليتوبونو د قرباني کولو مانا نه لري.

کابل\  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢ :
وسله والو طالبانونن سهار د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ د خواجه کنتي د سيمې په امنيتي پوستو بريد وکړ.
د قيصار ولسوال محمدجميل له باخترآژانس سره  د ټلفوني اړيکې په ترڅ کې وويل: دخواجه کنتي د سيمې يوشمېر امنيتي پوستې له هغه وروسته د طالبانو لاسته ورغلې چې هغوى په بشپړتياري سره په دغو پوستو بريدوکړ.
ده زياته کړه: تراوسه پورې درې تنه طالبان وژل شوي اوپنځه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه راز ددغه بريد په بهيرکې درې تنه سيمه ييز پوليسان هم شهيدان شوي او اووه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دفارياب ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل وايي: له مرکزڅخه کومکي   ځواکونه دغې سيمې ته استول شوي دي، خو ولسوال ددغه خبر په ردولوسره وويل:  هيڅ ځواک تراوسه پورې سيمې ته نه دى راغلى او يواځې په قيصارکې د ملي پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونه په شاخ سيمه کې ځاى پرځاى شوي دي چې دغه سيمه له طالبانوڅخه ترلاسه کړي.

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
دکابل د هودخيلو د ساحې يوشمېر اوسيدونکو نن په مظاهرو لاس پورې کړ او په هغوځمکو د ملکيت ادعاکوي چې دملي دفاع وزارت وايي ددغه وزارت ملکيت دى .
دکابل ساحوي زون د امنيې قوماندانۍ د جنايي  جرمونو دکشف اوتحقيق رييس  جنرال محمدظاهروويل: مظاهره کوونکو ادعا کوله چې د دوى شخصي ملکيت  د ملي دفاع وزارت له خوا غصب شوى دى.
جنرال ظاهر تائيدکړه چې د مظاهرکوونکو ترمنځ هغه څېرې هم ليدل کيږي چې د ځمکو په غصبولو کې لاس لري.
ده وويل: طرحه شوې ادعاګانې له اړوندو مسوولينو سره شريکې شوې دي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهرعظيمي باخترآژانس ته  وويل: د هودخيلو د خلکو دځمکو دغصبولو  د ادعا او دکابل ښار د نهمې ناحيې د هودخيلو دخلکو د مظاهرې په باب دملي دفاع وزارت له خوا يو هيئت موظف شوى دى چې د چارو د ادارې د لوى رييس او د مظاهره کوونکو د استازو په شتون موضوغ وڅيړل شي .
د يادونې وړ ده چې د موجودو سندونو له مخې، دغه ځمکه دملي دفاع وزارت ملکيت دى .

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
يو ايرانى تبعه چې څه موده مخکې په هرات ولايت کې تښتول شوى و؛ د پوليسو د هڅو له امله  د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
دغه ايرانى تبعه  چې نوم يې ميلاد او د ايران د پايتخت تهران ښار اوسيدونکى   بلل شوى دى؛ څلور ورځې مخکې له سرحدي سيموڅخه تښتول شوى وچې دکهسان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له  خوا آزادشو.
دهرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافى وويل: تښتول شوى سړى په دې موده کې د استوګنې په يو کورکې ساتل کيده .
تراوسه پورې د انسان تښتوونکو د برخليک او د دغې انسان تښتونې د انګيزې په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
دکورنيوچارو وزارت ويندوى په يوشمېر وکيلانو تور ولګاوه چې ددغه وزارت په کاري بهيرکې په لاسوهنې سره دغه وزارت ته ستونزې رامنځته کړې دي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دکورنيوچارو وزارت ويندوى صديق صديقي چې نن يې د ايساف له يو ويندوى سره په ګډه غونډه کې خبرې کولې، څرگنده کړه: د ملي شورا يو شمېر وکيلان دکورنيو چارو وزارت په کاري  بهيرکې لاسوهنه کوي   چې دغه کار د دغه وزارت دکاري بهير د خنډونو اوګډوډيو سبب شوى دى.
ده زياته کړه: دڅلورومياشتو په اوږدوکې دکورنيوچارو وزيرڅوارلس ځلې د مشرانو جرګې له خوا او دوه ديرش ځلې د ولسي جرګې له خوا غوښتل شوى دى .
ده وويل: په همدې موده کې د يوشمير وکيلانوله خوا پنځلس زره دوه سوه عريضې  دغه وزارت ته ليږلې شوې دي او په دې ډول هلې حلې شوې دي چې دکورنيو چارو وزارت په غيرقانوني فشار راوړل شي اودغه لاسوهنې دملي پوليسو دغيرمعياري  والى سبب شوى دى.
زياتره وکيلان دپوليسو په مهمو پستونوکې دنظر وړکسانو دټاکلوغوښتنه کوي.   که چيرې کاري چارې د زور له مخې وي؛ د پوليسو راتلوونکي به سخته وي .
دکورنيوچارو وزارت ويندوى وويل: د وکيلانوغوښتنې د ټکسي له يو امرڅخه پيل د پوليسو د يو غړى تربدلون او دکورنيوچارو په وزارت کې په لوړ پستونوکې دنظر وړ ګومارل احتواکوي.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى دغه راز وويل چې د تذکرې قانون ملي شورا ته ليږل شوى او ملي شورا له تصويب وروسته، د برقي تذکرې د ويشلو لپاره کارپيليږي  .
ده وويل: ټول جزئيات چې دبرقي تذکرې پرمخ شته، د وزيرانوشورا له خوا تائيدشوي دي.
ده وويل: دتذکرې فورمې دګذر د وکيلانوله خوا د ويشلو په حال کې دي او په نږدې راتلوونکي کې د تذکرې ويشل پيليږي.
صديقي وويل: دننګرهار ولايت ګوشتې په ولسوالۍ کې د پرمختياوو په باب چې تراوسه پورې هغه دروازه او استحکامات چې د پاکستاني پوځيانوله خواپه پوله کې جوړشوي وو؛ نه دي ويجاړشوي او هلې ځلې دوام لري چې دغه ستونزه حل شي.
په دې کنفرانس کې د ناټوملکي ويندوى دمنيګ ميتلي وويل: سبا د ناټو د مشرانو غونډه جوړيږي او دافغان امنيتي ځواکونو د پرمختګونو او په افغانستان کې دايساف  د راتلوونکي ماموريت په باب به خبرې وکړي. په دې غونډه کې له جنګي څخه په ملاتړيز د ناټو د رول  دبدلون په باب خبرې کيږي.
ده وويل: هيله کيږي چې دافغانستان دهليکوپټرونوترميمولو اوکنترول لپاره دناټو او روسيې د همکاريو يوه ګډه پروژه  پرانيستل شي .
دغه راز د ايساف ويندوى جنرال ګونترکيتزله پاکستان سره د افغانستان په پوله کې د پوستو او دروازو د جوړولو په لاره کې د ايساف د همکاريو په باب وويل چې موږ په دې باب تحقيق کوو. دغه راز ده په لوګرکې د ناتو د يو هليکوپټر د بيړنى ناستې په باب دتحقيقاتو د پيل خبره وکړه.

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
يو ايرانى تبعه چې څه موده مخکې په هرات ولايت کې تښتول شوى و؛ د پوليسو د هڅو له امله  د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
دغه ايرانى تبعه  چې نوم يې ميلاد او د ايران د پايتخت تهران ښار اوسيدونکى   بلل شوى دى؛ څلور ورځې مخکې له سرحدي سيموڅخه تښتول شوى وچې دکهسان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له  خوا آزادشو.
دهرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافى وويل: تښتول شوى سړى په دې موده کې د استوګنې په يو کورکې ساتل کيده .
تراوسه پورې د انسان تښتوونکو د برخليک او د دغې انسان تښتونې د انګيزې په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
دنشه يي توکو او د الکولي مشروباتو پنځه ويشت تنه قاچاق وړونکي د جلاجلا قضايي غونډو په ترڅ کې د مسکراتو او دنشه يي توکو له جرمونوسره دمبارزې  د ايستناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول .
دمسکراتو او دنشه يي توکو له جرمونوسره دمبارزې د استيناف محکمې يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل: د استيناف محکمې قضايي هيئت دغه پنځه ويشت تنه چې دبدخشان، ننګرهار، هرات، هلمند، بغلان، پکتيا، قندهار، بلخ او دکابل د ولايتونو اوسيدونکي دي؛ هريو يې د دوى دجرم په پام کې نيولو سره له يوکال او دريو مياشتوڅخه تر شلو کلنو پورې په مجازاتو محکوم کړل. 
پوليسو له دغوکسانو څخه چې د هغوى د قاچاقو په حال کې وو؛ په ټوليزه توګه  څه دپاسه اته سوه شپږ ديرش کيلوګرامه هيروئين، څه ناڅه اووه سوه څلورديرش کيلوګرامه اپين، څه دپاسه يو زروڅلورسوه اته شپيته کيلوګرامه چرس، څه دپاسه نهه ديرش کيلوګرامه مورفين اوشپيته ليتري الکولي مشروبات کشف اوترلاسه  کړي دي.
داپه داسې حال کې ده چې په تيرو دريوکلونوکې د مسکراتو اونشه يي توکوله جرمونوسره د مبارزې د استيناف محکمې له خوا دعامه خدمتونو د اووه ديرشوتنو موظفينو، دوو تنو ښځو ښځو او د ديارلسو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون، اووه سوه ديارلس تنه په مجازاتو محکوم شوي دي او درې تنه نور د الزام د دلايلو د نشتوالى له امله مبري پيژندل شوي دي .

کابل\  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢ :
دکرنې او اوبو لګولو وزارت د طبيعي منابعو د لوى رياست له پلان سره سم، په بدخشان ولايت کې په سل هکتاره ځمکه کې پسته کرل کيږي.
دبدخشان د کرنې رياست د ځنګلونو د پراختيا لوى مدير نورمحمدنوري وايي: دپستې دکرنې پروژه په هغو سيموکې چې دجګړو په کلونوکې دپستې ځنګلونه  له منځه تللي دي؛ د سيمې د خلکو په موافقه اوهمکارى عملي کيږي.
اوس دغه پروژه د تګاب، ارګو او دکوز يفتل د ولسواليو په شپږوسيموکې په شپيته هکتاره ځمکه کې عملي شوې ده اوټاکل شوې ده د شهر بزرګ او درايم په ولسواليوکې په څلويښت هکتاره ځمکه کې د پستې کرل پيل شي .
د ځنګلونو لوى مدير نوري د پستې د ځنګلونو د پراختيا په باب وايي: دغه پروژه دکرنې او اوبولګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د يوکال لپاره دوام کوي.
دکرنې رييس انجينرمحمدعالم عالمي وايي: دپستې دکرلوپروژه د پستې دځنګلونو د بيااحياکولوپه مقصدعملي کيږي  اودبادغيس ولايت ترکمربند پورې غځول کيږي او پخواهم دغه کمربند د بدخشان له ولايت څخه پيل او په بادغيس ولايت کې پاى ته رسيده چې د دريولسيزو جګړو له امله دغه کمربند له منځه تللى او اوس په پام کى دى چې دغه کمربند بيا احيا شي .
دعالمي دڅرگندونوله مخې: اوس دپستې دځنګلونو احياکول له يوې خوا د سيمې خلکو ته دکار زمينه برابروي، له بله پلوه به د سيمې په وده او پرمختيا کې اغيزمن وي.
د ارګو ولسوالۍ د صمدي دکلى يو تن اوسيدونکى حاجي عبدالقيوم صمدي وايي چې د پستې دځنګلونو احياکول، له يوې خوا خلکو ته دکارزمينه برابروي اوله بله پلوه په راتلوونکي کې به خلکو ته ښه ګټه ولري .
دکوز يفتل ولسوالۍ د اند درې دکلي اوسيدونکى عبدالغفور وايي چې د پستې   دځنګلونو احياکول، د ځمکې د خرابوالى مخه نيسي او نه پريږدي چې د موسمي سيلاونو له امله کلي او نورې شنې ساحې ويجاړې شي.

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
درې تنه وسله وال طالبان نن د لوګرولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځانګرو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د ملي اردو منسوبينو د يوې ډلې وسله والومخالفينو د نيولولپاره د لوګرولايت  د خروار ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې له امله يې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د ملي اردومنسوبينو د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو د ترسره کولوپه بهيرکې دتوغندي ويشتوونکي نهه شپيته ماينونه، دوه موټرسايکلونه او يوه اندازه پوځي وسايل له وسله والومخالفينو څخه ترلاسه کړي دي .
د يو لړ نورو عملياتو په بهيرکې چې د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په  مربوطاتوکې ترسره شول؛ پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، څوارلس  کيلوګرامه اپين، دوه ايکم مخابرې او يوه اندازه مهمات دملي اردو د عسکرو لاسته ورغلي دي .