25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بازارک \   باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
د پنجشير ولايت په مرکزکې د موټر د تګ راتګ د پله د جوړولو کارپرون د نړيوال بانک په مرسته پيل شو.
دغه پروژه د فوايد عامې وزارت له خوا تطبيق اوعملي کيږي .
د دغه پله  د جوړولوکاردپنجشير د والي ډگر جنرال کرام الدين کريم ، د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رييس جنرال رجب او د پنجشير ولايت د مرستيال عبدالرحمن کبيري له خوا پرانيستل شو.
دپنجشير والي ددغه پله په جوړولوکې له نړيوال بانک او د فوايد عامې  وزارت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې وويل: ددغه  پله دجوړولو دکار په بشپړيدو سره به په راتلوونکي کې د تګ راتګ له پلوه په راتلوونکي کې د چلوونکو او د سيمې د خلکو ستونزې اوارې شي .
په همدې حال کې د دغې پروژې مسوول انجينرنظرمحمدوايي: دغه پل چې د پنجشير سيند د پاسه جوړيږي؛ د نړيوال بانک په مرسته د څه دپاسه ٣٥ مليونو افغانيوپه لګښت دشپيتو مترو په اوږدوالى او دنهو مترو په سور په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
له بلې خوا د سيمې يوشمېر اوسيدونکو د فوايد عامې وزارت او دپنجشير د والي د هلوځلو له امله او د خوښى په څرگندولو سره، د شرکت له قراردادکوونکوڅخه وغوښتل چې دکار په چکټيا اوکيفيت کې پاملرنه وکړي.

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
د ننګرهار د والي پرخلاف وګړني اعتراضونه  خپلې دريمې ورځې ته ورسيدل.
مظاهره کوونکي هم د لاريون په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل چې د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى له  دندې ګوښه کړي.
اعتراض کوونکي په ګل آغا شيرزى د عامه جايدادونو او شتمنيو د غصبولو تورلګوي چې دغه ادعا د دغه سيمه مقام له خوا په کلکه رده شوې ده.
دننګرهار والي پرون په يوه غونډه کې چې د ده په ملاتړ په جلال آباد ښارکې جوړه شوې وه؛ وويل چې د ده پرخلاف مظاهرې د هغوکسانو له خوا چې د ده په خبره د دغه ختيځ ولايت د بيارغاونې د بهير په وړاندې خنډونه جوړوي؛ ترسره شوې دي .
ښاغلى شيرزي له دولت څخه دخپل حيثيت  د اعاده کولو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې مظاهره کوونکو نن د شعارونو په ورکولو سره دولت ته خبردارى ورکړ: که چيرې د ننګرهاروالي په خپل ځاى پاتې شي؛ دوى به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
دننګرهار د والي پرخلاف مظاهرې د پارلمان او دننګرهار د ولايتي شورا د يوشمير غړو له خوا پيل شوې دي، خو د ننګرهار له والي سره د ملاتړ په غونډۀ کې هم يوشمېر قومي مشران او د پارلمان غړو ګډون کړي وو.
دجلال آبادله ښارڅخه دباخترآژانس خبريال ګلستان غالب وايي چې په سلګونو تنه افغان پوځيان ددغه ښار په بېلابېلوسيموکې ځاى پرځاى شوي دي. ددغو اعتراضونو په لومړۍ ورځ کې مظاهره کوونکو د څوساعتو لپاره دجلال آبادښارته غځيدلې لارې چې د تورخم  لويه لاره هم ورڅخه تيريږي؛ د تيرافيکو پرمخ تړلې وې،  خو د امنيتي مامورينو په مداخلې سره پرانيستل شوې.
په را رسيدلوخبرونوکې دغه راز ويل شوي دي چې دافغانستان دملي امنيت دلوى رياست مرستيال ډاکترياسين ضيا او دکورنيوچارو وزارت لومړي مرستيال سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د جلال آباد ښار ته سفرکړى دى چې حالت  له نږدې وڅيړي او دغو مقاماتو له مظاهره کوونکو سره خبرې پيل کړې دي  .
په همدې حال کې مقاماتو مظاهرې د خلکو قانوني حق وباله، خو د عامه نظم هر راز ګډوډول او د لاروتړل يې غيرقانوني وبلل.

پل علم\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
د هغه سړى چې په لوګرولايت کې د شپږو تنو ماين ښخوونکو طالبانو د مړو د ښخولو په مراسمو کې برخه اخيستې وه؛ د سيمې د خلکو له خوا په مرموزډول ووژل شو.
دغه سړى پرون په داسې حال کې چې دپل علم ښار دکمال خيلو په ناصري سيمه کې ددغو شپږوطالبانو دمړو په ښخولو بوخت و؛ د يو ناپيژندل شوى سړى له خوا وتښتول شو او پوليسو له  څوساعتو وروسته د ده مړى ترلاسه کړ.
د سيمې يو اوسيدونکى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ باخترآژانس ته وويل چې ددغه سړى د وژنې عامل يو سيمه ييزپوليس دى، خو د سيمې ځينې اوسيدونکي ادعاکوي چې وژل شوى سړى په دې دليل چې د ماين ښخوونکو طالبانو د مړو د ښخولو په مراسموکې برخه اخيستې وه؛ څوتنو د ملکي وګړو له خوا ووژل شو.
د لوګرولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رييس خان عبدالرحيم زى ددغه سړى وژل کيدل تائيد کړل او ويې ويل: پوليسو په دې اړوندپوښتنې او پلټنې پيل کړې دي.

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
د يو ترکي هليکوپټر د دوو تنو پيلوټانو په ګډون، نهه تنه سپرلۍ پرون دطالبانو له خوا يرغمل ونيول شوې.
د لوګر د والي مرستيال محمدهاشم فيضي باخترآژانس ته وويل: په دې  هليکوپټر کې د ترکي، ازبکستاني او افغاني انجينرانو د سپرلۍ دغه هليکوپټر د هوا د خرابوالى په دليل د لوګرولايت په ازرې ولسوالۍ کې بيړنى ناستته کړې وه چې سپرلۍ يې دطالبانو له خوا يرغمل ونيول شوې.
د لوګرولايت د ازرې ولسوال حميدالله حميد باخترآژانس ته وويل: ددغه هليکوپټر په سپرليوکې چې دوه تنه پيلوټان، څلور تنه ترکي انجينران، دوه تنه ازبکستاني انجينران او يو افغان انجينر پکې شامل وو؛ غوښتل يې له خوست ولايت څخه د بګرام په  لور سفر وکړي.
د لوګر ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالولي وکيل وايي: طالبانو دغه هليکوپټر سپرلۍ يوې تنګي درې ته چې د دولت له کنترول څخه لرې پرته ده؛ ليږدولې دي.
ده زياته کړه: دطالبانو له منګولوڅخه ددغو کسانو د آزادولو لپاره د قومي مشرانو اوسپين ږيرو له خواهلې ځلې پيل شوې دي او موږ کوښښ کوو چې له هرې  ممکنې لارې تښتول شوي کسان آزاد کړو.
د لوګر د والي ويندوى دين محمد درويش وايي: د ازرې ولسوالۍ د تنګي درې ساحه د ناټو د هوايي ځواکونو له خواترکنترول لاندې ده.

دمشق \ نړيوالي خبري منابع \  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
د سوريې د دولت مخالف فعالين وايي: ددغه هيواد پايتخت دمشق ښارته څېرمه په جديدالفضل سيمه کې د پوځي ځواکونو د نويو بريدونو له امله څه ناڅه پنځه اتيا تنه ووژل شول.
دمشق ته څيرمه د حکومتي ځواکونو او مخالفينو ترمنځ له پنځه ورځنيونښتو وروسته د سوريې د جمهور رييس بشارالاسد ځواکونو وکولاى شول د جديدالفضل ښار بيا ونيسي .
د سوريې د بشرحقوقو دکتوونکو د خبر له مخې: حکومتي ځواکونو ددغه ښار له نيولو وروسته د لسګونو ملکي وګړو په وژلو لاس پورې کړ.
تراوسه پورې دغه خبر چې مخالفينو هغه دښځو اوماشومانو عام وژنه بللې ده؛ په مستقل ډول نه دى تائيدشوى، ځکه د سوريې حکومت دغه هيواد ته د بهرنيو خپلواکو رسنيو ورتګ منع کړى دى.
په همدې حال کې د سوريې دولتي  خبري آژانس اعلام وکړ چې ددغه هيواد اردو د تروريستانو درندو وسلو او مهماتو ته د زيان اړولو په ترڅ کې يو شميريې وژلي او يو شمېرنويي ټپيان کړي دي.
دملګروملتو د سازمان دشميرنو له مخې: په تيرو دووکلونوکې د سوريې په تاوتريخوالي کې څه ناڅه اويا زره تنه وژل شوي دي.

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
د بادغيس ولايت د سولې د شورا رييس له يوه ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتې شو.
د بادغيس د والي ويندوى شرف الدين مجيدي باخترآژانس ته وويل: د بادغيس ولايت د سولې د شورا رييس حاجي محمدسيلم پرون ددغه ولايت د قادس ولسوالۍ په ګلچين کلي کې کله يې چې د سولې پروګرام ته د هغوى د پيوستون لپاره د دولت له دوو مخالفو وسله والو ډلوسره خبرې کولې؛ ناپيژندل شويوکسانو ددغې ودانۍ ترشا چې هغوى پکې وو؛ د څولاسي بمونوپه غورځولوسره دغه خبرې ګډوډې کړې.
مجيدي څرگنده کړه چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى او پوليسو هغه ځاى ته چې خبرې ترسره کيدې؛ د دښمن د افرادو د ننوتلو مخه ونيوله او د دښمن افراد له سيمې څخه په تيښتې بريالي شول.
په همدې حال کې د بادغيس د سولې د شورا رييس حاجي محمدسيلم باخترآژانس ته وويل:  بريدکوونکو د پوليسو له جاموڅخه په استفادې سره هغې سيمې ته څيرمه ځان رسولي وو چې ده د سولې له پروګرام سره د هغوى د پيوستون لپاره يې د دولت د دوو وسله والو مخالفو ډلو خبرې وکړي.
د بادغيس پوليسو د بريدکوونکو د موندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
ده وويل: دغه خبرې به  ژر د دويم ځل لپاره په دې ساحه کې د دولت د سولې له دوو مخالفو ډلو سره پيلوي او هغوى ډېر ژر د سولې له پروګرام سره يوځاى کيږي.

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام !
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې د ارزګان ولايت جيد ديني عالم شيخ الحديث  مولوي عبدالحى په يوه ترافيکي پيښه کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد مولوي عبدالحى تکړه ديني عالم ، مجاهد اومدرس و، ډيرشاګردان يې روزلى  وو او په جهادکې يې هم ونډه درلود.
مولوي عبدالحى يومصلح شخصيت و او له دې لارې يې د ولس د ستونزو په حل کې مرسته کوله. د ده مړينه يوه ضايعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د ارزګان ولايت خلکو ته وړاندې کوم .
الله تعالى دې دى وبخښي  اوکورنۍ ته دې يې جميل صبرپه نصيب شي .

کابل\  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢ :
اته تنه وسله وال طالبان د ننګرهار او قندهار په ولايتونوکې د يولړعملياتوپه بهيرکې ونيول شول.
په دغوطالبانوپرون او نن سهار د قندهار ښار او د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په  مربوطاتوکې د افغان او ناټو د ځواکونو له خوا بريدونه وشول اونيول شول.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړچې دغه طالبان په تروريستي  فعاليتونو بوخت وو چې ونيول شول.
له بله پلوه، ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره په بلخ ولايت کې د ازبکستان  د اسلامي تحريک د دريو تنوغړو د وژل کيدو خبر  ورکړ.
دغه کسان د بلخ ولايت، د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوى په پټنځاى د عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
ناټو وايي چې ددغوعملياتوهدف د ازبکستان د اسلامي تحريک د يوجګپوړى غړى نيول و، خو ددغوعملياتو په بهيرکې هغه په سيمه کې نه و.

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
په پکتيکا ولايت کې له ځانمرګى خونړۍ بريدڅخه يوه ورځ وروسته افغان ځواکونو  ددغه تروريستي بريد د عاملينو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
پرون د غرمې په شاوخواکې يوځانمرګى يرغلګر د جاني خيلو په بازارکې ځان وچاوه .
په دې پيښه کې د جاني خيلو د پخوانى ولسوال په ګډون، درې تنه ملکي وګړي شهيدان او د دوو تنو پوځيانو او پنځو تنوملکي وګړو په ګډون اووه تنه نور ټپيان شول.
سيمه ييزو مقاماتو وسله وال طالبان ددغه خونړۍ بريدمسوول بولي.
په همدې حال کې د پکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان باخترآژانس ته وويل  چې پوځي مامورينو ددغه تروريستي بريد د عاملينو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
ويل کيږي چې دغه عمليات د جاني خيلو د بازار په شاوخوا سيمو کې پيل شوي دي.

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
اته تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو د تيرو ٢٤ساعتو په بهيرکې دکابل ، ننګرهار ، زابل ، پکتيا او قندهار د ولايتونو په مربوطاتوکې يولړچاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول ؛ يوطالب ټپي او پنځلس تنه نور طالبان ونيول شول.
ويل کيږي، په دغوعملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي  وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د لغمان اوجوزجان د ولايتونو د پوليسومنسوبينو، د وسايطو ضددرې ماينونه چې د مخالفينو له خوا نوى د دغو ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي وو؛ کشف اوشنډکړل.