23 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د کب لومړى :
دتحول دټولنيز سازمان رييس او غړو نن  دجمهور رييس له دويم مرستيال استاد سروردانش سره وکتل او د نظر وړ موضوعګانو په باب يې خبرې اترې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ .
  دکتنې برخه والو لومړى  دقانون واکمنۍ  دبنسټيز کيدو په لاره او دافغانستان  دحکومتوالى په سيستم کې داصلاحاتو دترسره کولو  په خاطر  دجمهور رييس  ددويم مرستيال  درول  او دپرله پسې هلوځلو له امله  قدرداني وکړه .
دکتنې برخه والو ټينګار وکړ چې دافغانستان روان شرايط يوازې د معتدلو او  خردمندانه سياستونو  داجرا کولو له لارې کولى شو په اسانى سره تيرې کړو . او په دې برخه کې  دهېواد په سترو سياسي او ټولنيزو مسئلو کې  دجمهور رييس ددويم مرستيال  منظقي  او عقلاني سياستونه  او پاليسي يې د زده کړې خاوندو او دنوي نسل له  خوا  ددفاع وړ يو بيلګه وبلله .
دکتنې برخه والو دغه راز دفرهنګي  روزنيزو او ټولنيزو فعاليتونو په لاره کې  دتحول دټولنيز سازمان دبيلابيلو پروګرامونو او هدفونو په باب  دجمهور رييس دويم مرستيال ته رپوټ وړاندې کړ . او په دې برخه کې دهغه  دلارښوونې  دنظريو غوښتنه وکړه .
دجمهور رييس دويم مرستيال استاد سروردانش هم په مقابل کې دهغومهمو او ارزښتناکو پروګرامونو څخه  چې دتحول ټولنيز سازمان  دهغو دترسره کولو لپاره هلې ځلې  کوي  خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه  چې په هېواد کې دفرهنګي  او علمي  بنسټونو  دودې په لاره کې به  له هيڅ راز  همکارى او ملاتړ څخه ډډه ونه کړي .
  دجمهور رييس مرستيال تيرو ترخو تجربو ته  په اشارې سره  دهېواد دبيلابيلو فرهنګي ځواکونو  د سمون او پيوستون  ساتنه يې  د ټولنيزو سازمانونو د برياليتوبونو له اصلي  اوسياسي  لومړيتوبونه وبلل  او  دهغو په نسبت يې ټينګار وکړ .
ده زياته کړه چې علمي او فرهنګي سازمانونه بايد دټولنې دفکري تحول لپاره  معقول  او کارپوهانه  نظريې ولري او له  سمتي او ډله ئيزوتړلتياو څخه دې ډډه وکړي .
استاد سروردانش  په فرهنګي فعاليتونو کې دمسلکي ظرفيتونو لوړوالي او دتخصصي  مهارتونو ترلاسه کول هم  دځوان نسل  له لومړيتوبونو څخه وبلل  او دکتنې برخه والو ته يې ددغې  اساسي اړتيا دتحقق  لارښوونه وکړه . 
دجمهوررييس مرستيال په پاى کې دکتنې  له برخه والو سره ژمنه وکړه چې  ددوى غوښتنې به په خپله  وڅيړي .   ختم_ ج _ اکرم

 

Tuesday, 20 February 2018 05:29

خبرتيا

کابل باختر د کب لومړى :
دتقاعد دخزانې  دلوى رياست خبرتيا
  په ټاکلې وخت  دمتقاعدينو دحقوقو په ورکولو کې  دشفافيت  دتامينولو په خاطر  په مرکز کې  دبايمتريک سيستم فعال شوى دى .
  د بايمتريک داخيستلو په مقصد  شپږ غرفې  په جلا جلاتوګه  چې دوه غرفې  د ميرمنو لپاره اوڅلور  غرفې  دنارينه و لپاره  په سيستماتيک ډول تنظيم شوې دي چې تراوسه پورې  نوي زره پنځه سوه تنه  متقاعدين  په مرکز کې  دبايمتريک په سيستم کې  ثبت شوي دي . له همدې امله هغو متقاعدينو ته چې تراوسه پورې  دبايمتريک  په ثبت کې شامل شوي نه دي خبرورکول کيږي چې ډير ژر  دتقاعد دخزانې لوى رياست ته ورشي . او د ورتګ په وخت کې  دتابعيت تذکره  ،  دهويت کارت  او هغه متقاعدين  چې وکيل لري   په خپله دمتقاعد شتون  ته دبايمتريک داخيستلو په خاطر  اړتيا ده .
دمستحق ورثه  چې وکيل ولري  دبايمتريک  داخيستلو په وخت کې دوثيقې کاپي ته اړتيا شته .
  ختم_ ج _ اکرم

Tuesday, 20 February 2018 05:28

د هوا حالات

کابل\باختر\ د کب د مياشتې ١مه
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هېواد د ځينو سيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي:
کابل- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه١٢، ټيټه صفر
شمالي سالنګ- آسمان وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ٦-، ټيټه ١٢-
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١-، ټيټه  ٨-
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢، ټيټه ٨
باميان- آسمان وريځ ،  د تودوخې لوړه درجه ١٠، ټيټه ١-
هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٥ ټيټه ٦-
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه٢٤، ټيټه ١٠
مزارشريف- آسمان شين، دتودوخې لوړه درجه  ١٦، ټيټه٥
کندز- آسمان وريځ او اورښت ، د تودوخې  لوړه درجه١٢، ټيټه٥
جلال آباد- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤، ټيټه ١٢
غزنى- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٠، ټيټه ٦-
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤، ټيټه ١٠
خوست- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه٢٣ټيټه٩
جبل السراج- آسمان وريځ اواورښت ، دتودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه ٤
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١١، ټيټه صفر
تالقان- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه ٢
فيض آباد_ آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه ١٢،ټيټه صفر
لوګر- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه ٢
قلعه نو- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٧، ټيټه ١-
فيروزکوه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٠، ټيټه ٥-
شبرغان،- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه ٦
په کابل کې به سبا لمر په ٦ بجو او٣٢ دقيقو را وخيږي او په ٥ بجو او ٤١ دقيقوبه ولويږي.
ختم _  سعيده                                      

کابل \ باختر\ د کب د مياشتې ١ مه:
دافغانستان د عالمانو د سراسری شوری دډاډګيرنې اوخواخوږۍ پیغام!
په خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی نن غرمه د جلال اباد ښار د دوهمی حوزی په مربوطاتوکې  س  د حصارک ولسوالی د احصایی په دفتر کی چی عام خلک د خپلو اړوندو کارونو لپاره ورغلی وو چاودنه شوی ده چی زموږ یو شمیر بیګناه ملکی هیواد وال چی قومی مشران هم پکی شامل دی په شهادت رسیدلی او ټپیان شوي دي.
شوری دغه غیر اسلامی عمل په کلکه غندی او د لوی خدای (ج )له درباره څخه د پیښی شهیدانو ته فردوس جنت ، ټپیانو ته سملاسی روغتیا ، کورنیو او دوستانو ته ئې د جميل صبر هيله کوي.
او له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوی ترڅود پیښی عاملین په ګوته او د قانون منګولو ته یی وسپاری او د هیوادوالو د سر او مال د ساتنی په برخه کی له پخوا زیاتې هلې ځلې وکړي.پاى- ع

کابل \ باختر\ د کب د مياشتې ١ مه:
مرکزي بانک (١٦) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د کب د مياشتې په ٢ نيټه د چهارشنبې په ورځ (١٦) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \ع

کابل باختر د کب لومړى :
په هرات ولايت کې دتاپي پروژې  دکار دپرانستلو دوخت له رارسيدو سره جوخت امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې ځانګړي امنيتي تدبيرونه  نيولي دي .
دمسوولينو دڅرګندونوله مخې، دپوليسو  دځواکونو داحضاراتو کچه لومړى درجې ته راغلى دى  او دښار ټولې ناحيې او ددغه ولايت ولسوالۍ په امنيتي  کمر بندونو سره سمبال شوي دي .
دغه تدبيرونه چې په هرات ولايت کې دتاپي پروژې دکار دپرانستلو دمراسمو په خاطر  ترلاس لاندې نيول شوي دي او ټول امنيتي بنسټونه په تيره بيا دپوليسو ځواکونو په دې لاره کې ځانګړې دندې په غاړه لري .
  دهرات دپوليسو يو مقام  سيد احمد محمدي په دې بيان سره چې دامنيتي ځواکونو دتيارسى په حال کې دي زياته يې کړه دپلتنې زياتې سيمې جوړې شوې دي او دځواکونو ګزمې زياتې شوې دي دوسايطو په تګ راتګ هم څارنه زياته شوې ده او دبې لمبر پليټه او دتورو ښيښو  موټرو دتګ راتګ مخه نيول شوې  ده .
دمحمدي دڅرګندونوله مخې،  ددغو مراسمو  ټولې سيمې تر سخت امنيتي او کشفي پوښښ  لاندې نيول شوي دي او ټول امنيتي ځواکونه ددغو مراسمو دبشپړ امنيت دتامينولو لپاره کار کوي .
  ختم- عطاالله_اکرم

 

کابل باختر د کب لومړى :
دهېواد په ختيځ  کې دسرحدي ځواکونو په ګزمې  دطالبانو بريد ناکام شو .
يرغلګرو نن سهار دنورستان ولايت په کامديش  ولسوالۍ کې د ډيورند له کرښې  څخه له تيردو وروسته دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ . 
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې  په دې جګړه کې ددريو پاکستانيانو په ګډون اته تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل سرحدي ځواکونه د ډيورند کرښې ته څيرمه په ګزمه بوخت و چې پرې بريد وشو .
په يوبل خبر کې ويل شوي  دي چې امنيتي ځواکونو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
درارسيدلو خبرونو له مخې، امنيتي ځواکونو نن سهار دنورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه چې دطالبانو له خوا  ښخ کړى شوي  و کشف او شنډ کړل .
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګن ميشتو لارو کې د ماينونو  او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

کابل باختر د کب لومړى :
په دايکنډي ولايت کې دسوختوک دبريښنا بند دجوړولو کار دنوي هجري لمريز کال تر پيل پورې بشپړيږي او دبريښنا  توليدول به يې پيل شي .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې،  دبريښنا شرکت مسوولينو وويل چې ددغه بند دجوړولو کار دبشپړيدو په حال کې دى او دکال ترپاى ته رسيدلو پورې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
   دغه بند دنيلي  ښار په پنځه کيلومتري واټن کې جوړ شوى دى .او د سيس کنګ  دبريښنا رسولو  خدماتي شرکت په هغه کې دبريښنا دتوليد توربينونو درول په غاړه اخستې دى .
دمسوولينو دڅرګندونوله مخې، دسوختوک بند جوړول پنځه مليونه ډالره لګښت لري چې دبريښنا شرکت له خوا  ورکړشوى دى .
دغه بند داووه سوه کيلوواټه بريښنا دتوليد ظرفيت لري او دوه زره کورنيو لپاره بريښنا  تامينوي  خو  په راتلونکې کې دهغه دتوليد ظرفيت زياتيږي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

کابل باختر د کب لومړى :
دماليې وزير  اکليل حکيمي  دايران داسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي  سره  ددواړو هېوادونو داقتصادي او تجارتي کميسيون ددريمې غونډې دجوړولو په باب خبرې وکړې .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو  ددواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي  کميسيون  ددريمې غونډې دجوړولو دافغانستان د تجارتي مالونو د صادراتو لپاره دچابهار بندر  داسانتياو ، په دغه بندر کې دافغانستان  دبانکي نمايندګيو دپرانستلو  د ليږد راليږد  کميټې  دشپږمې غونډې دجوړولو ، ددواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي راکړې ورکړې  د  کچې دزياتوالي ، په نيمروز ولايت کې  دهلمند دسيند دپاسه  د ميلک  د دويم پله  دجوړولو  دسرحدي  بازارونو  دپرانستلو ،دحکومتي جوړښتونو له لارې د نفتي توکو ، سمنتو ، قيراو دګول سيخونو دپيرودنې  دتفاهم ليک  ، د نوري فايبر  په برخو کې  دايراني شرکتونو دپانګې اچونې ، افغان سوداګرو ته دويزې داسانتياو دبرابرولو دافغانستان دترانزيتي مالونو د  تضمينونو داخستلو ، دګمرکي اطلاعاتو دتبادلې او د پيسو له پرې منځلو  سره دمبارزې په باب خبرې اترې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر د کب لومړى :
دماليې وزير  اکليل حکيمي پرون دافغانستان لپاره  دامنيت  دليږدونې  له ګډ لوى  قوماندان  جنرال  رابين  ال فانټس سره  دافغانستان دمالي اطلاعاتو د مديريت دسيستم  دلاسرسۍ له لارې  دافغانستان  د امنيتي ځواکونو د بودجې په لګښت کې  د  زيات شفافيت  درامنځته کولو په باب خبرې وکړې .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،
  دغه راز دوى  دملي دفاع  او دکورنيو چارو دوزارتونو دبودجې دلومړيتوبونو مالياتي او ګمرکي  معافيت  دامنيتي ځواکونو دمعاشونو په ورکولو کې  دشفافيت  درامنځته کولو په خاطر دګډو همکاريو او افميس  دسيستم له لارې  د مالي منابعو  دپلټنې او دنورو  اړوندو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

Page 9 of 6117