29 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دولتي ادارې ثبات ته اړتیا لري

کابل / د غبرګولی ۸ مه / باختر افغانستان په اوسنیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دجوزا٢٥
دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، نهه تنه ټپيان او درې تنه ونيول شول او يوه اندازه وسله ترلاسه شوه.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو منسوبينو دسولې او امنيت د ټينګښت په مقصد دقندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اويوه اندازه وسله ترلاسه شوه.
دغه راز د بلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول او درې کلاشينکوفونه، د توغندي ويشتونکى دوه ماينونه او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شول.
دغه راز دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نورټيان شول او له يوې ا ندازې مهماتو، دوو مخابرو او د دريو بي بي ايکس ټيلفونونو سره دوه ميله وسله ترلاسه شوې ده او د ملي اردو او ملي پوليسو د هغو ګډوچاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د يوې ورځې په موده کې د کابل ولايت دسروبي ولسوالۍ دګوګا منډې د کلي په مربو طاتو کې دوام درلود؛ څلورتنه وسله وال مخالفين ووژل شول اوشپږ تنه نور يې ټپيان شول.
ديو بل خبر له مخې: دلوګر ولايت د مرکز پل علم په مربو طاتوکې په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسو بين شهيدان شول.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
په پکتيکا ولايت کې پرون د ماين د چاودنې له امله پنځه تنه پوليسان شهيدان شول او اووه تنه نور پوځيان ټپيان شول.
دغه چاودنه د جاني خيلو ولسوالۍ په لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ بس موټر په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين و خوت. ويل کيږي دغه سرتيري دپوځي زده کړې لپاره يو پوځي تعليمي مرکز ته روان وو چې په ماين برا بر شول.
دپکتيکا و الي محب الله صميم باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د ملي پوليسو دوه تنه سرتيري او درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول.
دپکتيکا والي تاييد کړه چې دغه پوځيان د زده کړې لپاره په جاني خيلو ولسوالۍ کې يوه تعليمي مرکز ته روان وو چې بريد پرې وشو.
په پکتياکې د يو روغتيايي مرکز چارواکو ددغې پيښې دڅلوروتنو ټپي پوځيانو روغتيا يي حالت خرا ب و باله.
دپکتيکا سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان ددغې يښې مسوول بولي او وايي چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولولپاره پلټنې پيل کړې دي.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
يوه ديرش کلنه ميرمن تيرماښام په هرات ولايت کې د نا پيژندل شويو وسله والو کسا نو د ډزو له امله ووژل شوه.
د هرات ښار يو تن چارواکي ګل احمد را مش وويل چې دغه ميرمن ګله چې له بازار څخه کور ته روا نه وه؛ د شينډنډ ولسوالۍ د ذغالي چوک په سيمه کې پرې بريد وشو او ووژل شوه.
يوه اړونده خبرځاى وويل: يرغلګر په موټرسايکل سپاره وه او دسکينې له وژلو وروسته د پيښې له ساحې څخه تښتيدلى دى.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
په بغلان ولايت کې د ناټو له ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دقدرت دليږدونې څلورم پړاو ترسره شوه.
دبغلان له ولايت څخه د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په پلخمري ښار پورې اړوند د پوزه ايشان په ساحه کې جوړه شوې وه؛ د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان ډګر جنرال زلمي ويسا دخبرو په ترڅ کې وويل: له بهرنيو ځواکونو څخه دقدرت د ليږدونې په څلورم پړاو کې افغان ځواکونه د الماني ځواکونو پرځاى د پوزه ايشان په پوځي کمپ کې ديره شول.
په شمال ختيځ زون کې د الماني ځوا کونو لوى قوماندان جنرال ويلمر دبغلان ولايت د امنيت په تامينولو او له ډاراچوونکو سره په مبارزه کې د الماني سرتيرو رول مهم وباله او له هغو الماني سرتيرو چې له افغان ځواکونو سره په همکارى کې وژل شوي دي؛ درناوى وکړ او په بغلان کې يې له ٢٠١٤ کال وروسته د المان د مرستو په دوام باندې ټينګاروکړ او ډاډ يې ورکړ چې الماني ځواکونه له ٢٠١٤ کال وروسته  بغلان ولايت خلک يواځې نه پريږدي او په نورو برخو کې به هم له هيڅ راز مرستې او همکارۍ څخه ډډه و نه کړي.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين نن د مور د ورځې د نمانځنې په مراسموکې وويل: له پخوا زمانو را په دېخوا  په اصيل افغاني فرهنګ کې مور ته خاص عزت او درناوى شته.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې چې د مور د لوړ مقام په درناوى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ډاکتر رهين دغه راز وويل: ډير بد عادت دا دى چې دکورنۍ نارينه د ماشومانو په وړاندې مور سپکه کړي. هيله ده چې نارينه دې کارته پاملرنه وکړي، ځکه کله چې دغه ماشومان ستر کيږي؛ مورته درناوى نه کوي او د پلار دچلند په تقليد سره ، مور او خپله را تلونکې ميرمن هم سپکوي.
په دې غونډه کې د ښځو د چارو د وزيرې ډاکترې حسن بانو غضنفر پيغام ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: رحمت  دې وي په ټولو ميندو او په خاصه توګه په هغو ميندو چې خپل بچيان يې د هيواد د دفاع په لاره کې له لاسه ورکړي دي. سره له دې هم په متانت او ميړانې سره يې د هيواد د سمسورتيا او ا بادى لپاره هلې ځلې کړې دي، په داسې حال کې چې په خپله دخپلو کورنيو کفالت په غاړه اخيستې دي؛ په سرلوړى او وياړ سره يې خپل فقيرانه ژوند تير کړي دي او هيڅکله يې خپل همت له لاسه نه دي ورکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سادات او ددغه وزارت د ځوانانو د معينيت د بهرنيو اړيکو رييسې زهرا قاري زاده ويناوې وکړې.
غونډه دموسيقۍ د کنسرت په ا جراکولو او په ميندو دګلو د ګيډيو او د نغدي سوغاتونو په ويشلو سره پاى ته ورسيده.

حامد کرزي: د اسلام مقدس دين دښځو پرخلاف تاوتريخوالى په څرګنډ ډول منع کړى دى.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا: دبې ګناه ښځې، نارينه اوماشوم وژنه په هر نامه چې وي؛ د اسلام د  مقدس دين په نظر حرام اوناروا دى.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
دعالمانو د سراسري شورا رييس او د هيواد په ٣٤ ولايتونو کې ددغې شورا غړو د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره په کتنه کې وويل چې داسلام مقدس دين دکورنۍ اوټولنيز ژوندانه په برخه کې هر راز افراط او تفريط او تاو تريخوالى غندلى او رد کړى او د اعتدال غوښتونکى او منځ لارې دين په توګه يې د هر لمسوونى عمل په وړاندې چې د قهر اوغضب، حسد او بخل او د بشري طبيعت د نورو نواقصو زيږنده دى؛ زغم ، صبر او حوصلې ته رابولي
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان د عالمانو دسراسري شورا په مصوبه کې چې پرون له حامد کرزي سره په کتنه کې ولوستل شوه؛ وويل شول چې د قرآن عظيم الشان د النسا سوره په ١٩ آيت کې ويل شوي دي چې له ښځو سره ښه چلند وکړئ.
دغه راز حضرت محمد مصطفى (ص) فرمايي: ستاسو غوره کسان هغه دي چې خپلو ښځو ته ښه وي او زه له تاسو ټولو څخه له خپلې کورنۍ سره ښه چلند لرم . دغه راز په دغه مصوبه کې ويل شوي دي چې د اسلام ستر پيغمبر د خپل مبارک عمر په اوږدوکې دماشوم، ښځې، نارينه خدمتګار، غلام  اوکنيزپه ګډون له هيڅ انسان او آن له حيوان سره تاوتريخوالى نه دى کړى او څوک يې نه دى وهلى او نه دى ډبولى.
دعالمانو سراسري شورا هغه تروريستي بريد چې د تيرې سه شنبې په ورځ د سترې محکمې په وړاندې د اسلام د دښمنانو له خواتر سره شو؛ په کلکه وغانده اوڅرګنده يې کړه چې د بې ګناه ښځې، نارينه او ماشوم وژنه په هر نامه چې وي؛ د اسلام د مقدس دين په نظر حرام او ناروا ده .
دعالمانو دسراسري شورا په مصوبه کې ويل شوي دي چې دغه شورا داسلامي حکمونو له مخې د سولې په خيروالى باورلري اود افغانستان په جګړه کې ټولو ښکيلو لورو ته د زړه له کومې بلنه ور کوي چې د اسلام د مبين دين له لارښوونو سره سم دې خپل اختلافونه د بين الافغاني ديالوک او روغې جوړې له لارې حل او فصل کړي چې خداى مه کړه په نا آګاهانه ډول د نورو دسياسي اوپوځي هدفونو د لاس اله نه شي او عقيده يې د هغوى دعقدو قرباني نه شي.
دغه راز شورا له دولت او په خاصه توګه د افغانستان دسولي له عالي شورا څخه غوښتې دي چې د بهرنيو ګوډاګيانو دسيسو ته متوجه و اوسي او هيڅکله دې داسې شرايط و نه مني چې په سياسي نظام، ځمکنۍ بشپړتيا او زموږ په ملي يووالى او وا کمنۍ ګوزار وکړي .
دغه راز دعالمانو دسراسري شورا په مصو به کې ويل شوي دي: يوه موده کيږي چې هلې ځلي کيږي دپوهنتون ساحه او درسي ټولګي دسياسي هدفو نو اوغرضونو او د ملي ضد شخړو اوجګړو په ډګر بدل شي.
شورا ټينګارکوي چې استادان او محصلان دې خپلې مظاهرې پاي ته ورسوي او په درس اوتعليم لاس پورې کړي.
دعالمانو شورا دافغانستان له دولت څخه هم غواړي چې د استادانو او محصلانو روا ، معقولو او قانوني غوښتنو ته مثبت ځوا ب ووايي اوحل يې کړي.
حامدکرزي د عالمانو دسراسري شورا د مصوبې له اوريدو وروسته هغه يې دملي ګټو او د ديني ارزښتونو د ساتنې په لاره کې مهمه وبلله.
جمهور رييس د سولې د بهير په باب د عالمانو دسراسري شورا څرګندونې ارزښتناکې وبللې او وې ويل چې په اصل کې دطالبانو ترشا بهرني قوتونه دي اوطالبان يوازې يونوم دى او هغه کسان دي چې دبهرنيانو له خوا استعماليږي. په همدې سبب د افغانستان دولت هڅه اوهاندکوي چې دغه بهير په بشپړ دقت او احتياط سره پرمخ بوځي چې د سولې پهير په بشپړه توګه افغاني وي.
حامدکرزي په دې غونډه کې طالبان مخاطب کړل او وې ويل: له تاسو څخه موږ دلته زيات محتاج يو؛ خو غيرت، مسلماني، ميړانه او استقلال مو له لاسه نه دي ورکړي او دخپلې خاورې ددفاع په لاره کې ولاړ يو. طالبان دې ځان د پرديو له واکمنۍ څخه خلاص کړي او خپل هيواد ته دې راستانه شي ، په دې ځاى کې دى چې د دې خاورې قوت به دوه برا بره شي.
جمهور رييس د  افغانستان د عالمانو دسراسري شورا د مصوبې د تاييدولو په ترڅ کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د مخنيوى په اړوند وويل چې د اسلام مقدس دين د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى په څرګندډول منع کړى دى او بايد هرمسلمان د اسلام د مقدس دين لارښوونې عملي کړي.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
دجمهوري رياست موظف هيئت دجمهور رئيس د ډاډ ګيرنې پيغام د قندهارولايت دعينو مينې په سيمه کې د وروستى ځانمرګى بريد دپيښې دشهيدانو کورنيو او ټپيانو ته ورساوه او په هغوى يې نغدي مرستې وويشلې.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: دقند هارو لايت د عينو مينې په سيمه کې د١٣٩٢ کال دثورد مياشتې په٢٧ نيټه په يوځانمرګى بريدکې لس تنه شهيدان او٥٩ تنه نورټپيان شول.
دجمهوري رياست له حکم سره سم، دجمهوري رياست دسلاکاروزيرشجاع الملک جلاله په مشرۍ اود چارو د ادارې اود وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست دمکافاتو د ادارې د رييس رحمت الله منګل او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست د دفاع او امنيت د ادارې د کارپوه پاسوال رحمت الله احمدزي په غړيتوب موظف هيئت دقندهار ولايت ته په رسمي سفرکې او د دغې زړه بوږنوونکې پيښې له زيانمنو شويو کسانو سره دغمشريکي په څرګندولو سره د هرشهيد په کورنۍ سل زره افغانۍ او په هرې ټپي پنځوس زره افغانۍ وويشلې.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
يوه ځوانه نجلۍ چې روغتيايي کارکوونکې وه؛ تيره شپه په جوزجان ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شوه.
دجوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى باخترآژانس ته وويل: دقرقين ولسوالۍ د روغتيايي مرکز واکسيناتوره چې شل کلنه وه؛ دناپيژندل شويو وسله والو کسا نو له خوا دقرقين ولسوالۍ په خان سيپه کلې کې دخپل کاکا په کور کې ووژل شوه.
دجوزجان ولايت سيمه ييز مقا مات وايي: لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې ددغې پيښې عاملين طالبان دي او ياغير مسوول وسله وال کسان؟
ددغې نجلۍ کورنۍ ويلي دي چې له چاسره دښمني نه لري او دخپلې لور د وژنې تور هم په چانه لګوي.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
دبغلان ولايت د اندراب په بنو ولسوالۍ کې د اته ديرشو کيلو مترو په اوږد والى سړک پخيږي.
ددغه سړک د پخولو کار نن د فوايدعامې وزارت د فني اوتخنيکې معين نورګل منګل او دبغلان د والي سلطان محمد عبادي له خوا په رسمي ډول پيل شو.
د اندراب د بنو ولسوال عبدالولي حميدي باخترآژانس ته وويل: له بنو ولسوالۍ څخه ترخنجانو پورې ددغه سړک د پخولو کار د اته د يرشو کيلو مترو په اوږدوالى او د دولسو مترو په سور دفوايدعامې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه پنځلسو مليونوډالرو په لګښت په دوو کلونو کې بشپړيږي.
حميدي زيا ته کړه: ددغه سړک په تګلورى کې يوسلو اته اويا پلګوټي،د موټرو دتګ را تګ درې پلونه او ١٤ سيل برونه هم جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه: د ١٧٨ پلګوټو له جملې څخه ١٦٢ ترميم او بيا جوړ شوي دي او دموټرو دتګ را تګ له دريو پلونو سره ١٦ نورپلګوټي نوي جوړيږي .
د بنو ولسوال زياته کړه چې ددغه سړک په زيانمنوونکو ساحوکې د استنادي ديوالونو جوړول هم په پرو ګرام کې شامل دي.

کابل\باختر\دجوزا٢٥
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزيرډاکتر جماهير انوري نن د بادغيس ولايت په قلعه نو کې د لامان په کمپ کې د ميشتو کورنيو حالت وکوت اود هغوى د ستونزو د څيړنې لپاره يې ددغه ولايت له مقاماتو سره وکتل.
په لامان کمپ کې درې سوه شپيته کورنۍ شپي سباکوي چې دخپل منځي اختلافونو له امله څه موده مخکې ددغه ولايت له آب کمري ولسوالۍ څخه بيځايه شوې دي.
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزير له ملګرى هيئت سره په دغه ښارګوتى کې دميشتو کورنيو دحالت د کتنې په وخت کې وويل: د استوګنې لپاره د ودانۍ نشتوالى، د څښاک د اوبو، روغتيايي کلينيک او د خوراکي توکو کمښت او نورې اړ تياوې هغه مهمې ستو نزې دي چې دغه کورنۍ ورسره مخامخې دي.
ډاکتر انوري دغه راز څرګنده کړه چې دبادغيس ولايت په کچه نږدې شل زره راستنې شوې کورنۍ ثبت او راجستر شوي دي چې بايد دغو کسانو ته يوښارګوټى جوړ شي.
ده وويل: دځمکې د کمښت له امله تراوسه پورې په دې نه يو بريالي شوي چې په دغه ولايت کې ښارګوټى جوړ کړو.
دغه راز د دغه سفر په بهيرکې ډاکترجماهيرانوري دبادغيس ولايت له مرستيال اوسرپرست قمرالدين شکيب ، د ولايتي شورا له غړو، ددغه ولايت د دولتي ادارو مسوولينواود بيځايه شويو کسانو استازو اودغه راز د همکارو موسسو مسوولينو ګډون کړى و او له هغه وروسته چې دهيواد د جمهور رئيس حامد کرزي او دکابينې دغړو ښې هيلې اوسلامونه يې هغوى ته ورسول؛ دبيځايه شويو او راستنو شويو کسانو د ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه او د ولايت له سرپرست او دغه راز د ولايتي شورا له غړو او ددغه ولايت د دولتي ادارو له نورو مسوولينو او د همکارو موسسو له استازو څخه يې وغوښتل چې د هغوى د ستونزو د حلکولو لپاره همکاري وکړي.
ډاکترجماهير انوري په دې غونډه کې وړانديز وکړ چې دښارګوټى دجوړولو لپاره دې ددغه ولايت مقامات يوه ټوټه ځمکه د مهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت په واک کې ورکړې.
دغه راز دڅښاک د اوبو برابرول، دګرځنده کلينيک جوړول ، د لوژستيکي موادو مرسته ، په لامان کمپ کې د ميشتو کورنيو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې د زمينې برابرول په دې غونډه کې د ډاکترانوري نور وړانديزونه و چې په دې برخه کې د بادغيس ولايت مقاماتو او د همکارو موسسو استازو د مرستې ژمنه وکړه.