27 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر د افغانستان د اسلامي...

مطبوعاتي اعلامیه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر د افغانستان پخوانی جمهورريیس...

د طالبانو شپږ بنديان په جوزجان کې آزاد شول

د طالبانو شپږ بنديان په جوزجان کې آزاد شول

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر د جوزجان له جېل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دجوزا١٨
دکورنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې دروان هجري لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې دتيرکال د همدې مودې په پرتله دپوليسو دسردزيان شمير لوړ شوى دى او په ورځ کې دپوليسو څه نا څه څلويښت تنه منسو بين ددندې داجرا کو لو په وخت کې شهيدان کيږي .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه، دروان هجري لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې دتيرکال د همدې مودې په پرتله دپو ليسو دځواکونو دسردزيان شمير په سلو کې شل زيات شوى دى .
صديقي وويل: چې په ورځ کې دپوليسو پنځه ديرشو تنو څخه تر پنځه څلويښتو تنو پورې منسو بين ددندې د اجرا کولو په بهير کې شهيدا نيږي .
ده دپوليسو دسر دزيان دشمير د زياتوالي علت د امنيتي ځواکونو مسووليت مننه اود امنيتي فعاليتونو دلمن پراختيا وبلله .
ده وويل چې دپوليسو دسردزيان دکچې دټيټوالي په مقصد اقدامات شوي دي
صديقي دپوليسو دسمبالولو او اکمالولو په باب وويل چې دپوليسو وسايل اوتجهيزات تريوې اندازې پورې بشپړ شوي دي چې کولاي شي اوسنيو کورنيو اړتياو ته ځوا ب ووايي .
د کورنيو چارو وزارت ويندوى ومنله چې د هيواد پنځه ولسوالۍ په لوړه کچه ترامنيتي ګواښ لا ندې دي اودپوليسو ځواکونو دعملياتو په ترسره کولو سره وکولاي شول چې د نورستان ولايت د وايګل ولسوالۍ چې يوه موده دطالبانو تراغيزې لاندې وه تصفيه کړي اود رايي ورکوونکو د نوم ليکنې د بهير اودټولګټو مو سسو د جوړولو لپاره زمينه برابره کړي .
دکورنيو چارو وزارت ويندوي د وايګل ولسوالۍ په اړوند وويل چې دغه ولسوالۍ له يوې مودې را په ديخوا دطالبانو په کلابندۍ کې وه اوپنځه سوه تنو امنيتي منسو بينو په ګډون اودکورنيو چارو د وزير ترمستقيم نظر لا ندې ددغې ولسوالۍ د تصفيه کولو په مقصد عمليات وشول.
دا کار ددې څرګندوى دى چې امنيتي ځواکونه لوړ کاري ظرفيت لري او په مستقل ډول د امنيتي دندو ترسره کولو ته چمتو دي

کابل\باختر\دجوزا١٨
دامنيتي ځواکونو دهغو چاڼيزو  عملياتو په بهير کې چې د هيواد په څو ولايتو نو کې ترسره شول شپاړس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت  د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: چې دغه عمليات دلوګر، ميدان وردګو،قند هار، نورستان اود کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له ا مله يې ديرش تنه نورياغيان ټپيان اوڅلور تنه نور ونيول شول.
دغه راز په دغوعملياتو کې شل کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي او په چاوديدونکو توکو باريو موټر  د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په دې اړوند زياتې څرګندونې نه دي شوي خو پخوا امنيتي مقاماتو د ميدان وردګو او لوګر په ولايتونو کې دڅو مليتي طالبانو دشتون خبر ې کړي دي .
يو امنيتي مقام ويلي دي چې همدا اوس په ميدان وردګو کې د امنيتي ځواکو نو چاڼيز عمليات دوام لري چې له امله يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله او ښتې ده
په همدې حال کې پوليسو د هلمند ولايت  د موسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ښخ کړي شوي ماينونه ترلاسه کړل .
دغه ماينونه چې زيات تخريبي قدرت لري د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړي شوي وو چې په کشفولو سره يې ددوو ترو رستي پيښو مخه ونيول شوه.

کابل\باختر\دجوزا١٨
په خوست ولايت کې ديوه پله د جوړولو کارنن پيل شو .
دغه پل د نړيوال بانک په مرسته دشپږ مليونو پنځه سوه زره افغانيو په لګښت دڅوارلسو مترو په اوږدوالي او داتو مترو په سور دخوست ښار دسيند د پاسه جوړيږي.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي ددغه پله د جوړولو دکار دپرانيستلو په وخت کې د باختراژانس خبريال ته په خبرو کې دنړيوال بانک ددغې مرستې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې ددغه پله د جوړولو د کار په بشپړيدو سره دخوست ښار په مربو طاتو کې دلسګو نو زرو تنو اوسيدونکو ترانسپورتي ستونزې لري کيږي .
ده وويل، ددغه پله د جوړولو کار په نږدې راتلوونکي کې بشپړيږي او په پام کې ده چې ډير ژر دتوليد په لاره کې طبيعي ګاز چې ارزانه دي و کاروي.

کابل\باختر\دجوزا١٨
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي ښارونو ته څيرمه دشنو ساحو دساتنې ،دکرنيزو حاصلاتو دزياتوالي او ساتنې اود ژوندانه دسالم چاپيريال دساتنې په لاره کې يو حکم صادرکړى دى.
دچارو د ادارې اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: د هيواد جمهور رئيس د وزيرانو شورا دمصوبو له مخې ښارونو ته څيرمه دشنو ساحو دساتنې، دکرنيزو حاصلاتو دزياتوالي اوسا تنې اود ژوندا نه دسالم چاپيريال دسا تنې په مقصد ، ديو حکم په ترڅ کې په ټينګار سره لارښوونه ګړې ده .
\داستوګنې دتاسيساتو او ښارګوټو دجوړولو، دشنو ساحو، بڼونو،تاکونو، کرنيزو ځمکو ،ځنګلونو ،څړځايونو ،د ويجاړولو په کلکه مخه ونيول شي.
\دښارجوړولو دچارو وزارت دې د ماستر پلانونو او دکرنې اواوبو لګولو وزارت دستراتيژيکي پلانونو له مخې، شنې ساحې ، کرنيزې ساحې ، بڼونه اوځنګلونه د فضايي کادستري نقشو له مخې مشخصې او په رسمي ډول دې ښارواليو ته ابلاغ کړي .
\دکرنې اواوبو لګولو وزارت او نور دولتي ارګانونه مو ظف دي چې ددولتي دفترونو اود استوګنې د سيمو دجوړولو په لاره کې ددغو ساحو له تعديلولو څخه په کلکه ډډه وکړي .
دکرنې او اوبولګولو اودښارجوړولوچارو وزارتونه اود مرکز اود ولايتونو ښاروالۍ دې په همدې مقصد په اړوندو ساحو کې لازم تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي .
دکورنيو چارو،کرنې او اوبو لګولو اود ښار جوړولو دچارو و زارتونه د ملي امنيت لوى رياست اود سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه  اداره دې د ماستر پلان اودښارونو دتفصيلي او ستراتيژيکي پلانونو له مخې په شنو ساحو،بڼونواوتاکونو کې په کلکه د استوګنې دکورونو او دښارګوټو د جوړولو مخه ونيسي.
دچارو د ادارې اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست موظف دى چې ددغه حکم دتطبيق بهير وڅاري او تعقيب يې کړي اوپه دې باب دعملي اجرااتو په اړوند دې په پرله پسې توګه  د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
په سمنګانو ولايت کې ددولسو ټولګټو پروژو کار دسويدن په مرسته داتو مليونو درې سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير محمدحفيظ  دولت شاهي باختراژانس ته وويل، په دغوپروژو کې  دپنځلسوکيلومترو په ټول اوږدوالي دڅو سړکونو جوړول ، ترميمول اوکريړ اچول او دغه راز دکوکه بلاک دنجونو دليسې دانګړ د ډيوال جوړول او ددوو ژورو څاه ګانو کيندل شامل دي چې دسويدن په مرسته داتو مليونو درې سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت  ددغه ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په يوولسو کليو کې بشپړې شوي دي
دده دڅرګندونوله مخې، ددغو پروژو په تطبيق سره څه دپاسه  دوه زره کورنيو ته ترانسپورتي اسانتياوې او هم لسګونو کورنيو ته دڅښاک روغتيايي اوبو برابرې شوي دي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دپروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې نن ددوو ښوونځيو نوى ودانۍ پرانستل شوې اوګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دپروان ولايت دپوهنې درياست دخپرونومسوول حفيظ الرحمن صالحي  باختراژانس ته وويل، دشينواري ولسوالۍ دسردرې دمنځني ښوونځي نوى ودانۍ چې شپږ درسي او دوه  اداري خونې لري او په سلو ميزونو او څوکيو سمباله شوې ده .
  دپوهنې وزارت دکيفيت  دلوړولو دپروګرام له خوا ددوه ديرشو زرو امريکايي ډالرو په لګښت ددوه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده چې ددغې ودانۍ دکار په بشپړيدو سره په دغې ولسوالۍ کې ددرې سوه پنځوسو تنو نجونو دزده کوونکو ستونزې لري شوې دي .
دغه راز دشينواري ولسوالۍ دشتر شهر دهلکانو دلغمانيه ليسې نوى الحاقيه ودانۍ دپوهنې وزارت دکيفيت دلوړولو دپروګرام له خوا د اتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت دګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
  په دې ودانۍ کې اته درسي اوڅلور اداري خونې او داوبو يوه مخزن  جوړه شوې دي او په يوسلو شپيتو  ميزونو او څوکيو سمباله شوې ده .
خبرځاى زياته کړه، دغه ښوونځي په جوړولو سره  دځاى دنشتوالى له پلوه  دنهه سوه پنځه اتيا تنو زده کوونکو ستونزې لري شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دپروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې اوس يو څلويښت ښوونځي فعال دي چې په دغو ښوونځيو کې څه دپاسه دولسو زرو تنو زده کوونکو نجونو اوهلکانو ته ددرې سوه پنځه اويا تنو ښوونکو له خوا لوست ورکول کيږي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دغزني ولايت په کچه دوشو دوه تنه ورزشکاران سبا سيالۍ  کوي .
دغزني ولايت ورزشي آمر باچا خان هژبر باختراژانس ته وويل ،ټاکل شوي ده دغزني ولايت په کچه دوشو دوه تنه ورزشکاران فرهاد او حامد د څلور پنځوسو کيلوګرامو په وزن کې سيالۍ  وکړي .
ده وويل، دغزني ولايت په کچه ددغو دوو تنو دځوانو ورزشکارانو سيالۍ دورزشکارانو دهڅونې سبب کيږي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه
د لوړو زده کړو وزارت اعلاميه

د وزيرانو شورا د پريکړې او د جمهوررييس د حکم له مخې د نولسو ناامنه او کمو پرمختللو ولايتونو او کوچيانو  هغه فارغان چې د ۱۳۹٠او۱۳۹١ کلونو دکانکور په ازموينوکې بې نتيجې پاتې شوي وو،د ځانګړې کړنلارې له مخې لومړی په اماده ګۍ پوهنځي کې شامليږي، او د اماده ګۍ تر بريالي بشپړولو وروسته مربوطه پوهنځيو ته معرفي کيږي.
له دې امله دوی ټولو ته خبر ورکول کيږي چې د روان کال د غبرکولي دمياشتې تر۲۵ نېټې له خپلو تحصيلي سندونو، تذکرې او دوو عکسونو سره د کابل پوهنتون کتابتون ته د نوم ليکنې لپاره ورشي.
د مستحقينولست مخکې دلوړوزده کړووزارت په ويب پاڼه کې اعلان شوی دی.
 

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دهرات دغوره ليک دفوټبال سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ .
  دهرات ولايت دورزشي امريت  مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس ته وويل، په لومړي لوبه کې دامو ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره هيواد ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دپامير او اميد ټيمونو لوبه ديوې په مقابل کې  په يوې سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې دلسو ټيمونو ترمنځ  پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده په دوام يې نن دخراسان او اماني ټيمونه لوبه  وکړي .

کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دپروان ولايت په کوه صافي  ولسوالۍ کې دکورنيو اختلافونو له امله دوه تنه ووژل شول .
دکوه صافي ولسوال سيف الله بيدار باختراژانس ته وويل ،دکوهستان ولسوالۍ په غفور خيلو کلي کې ددوو کورنيو ترمنځ جګړه ونښته چې له امله يې يوه ښځه اويو نارينه ووژل شول اويوه ښځه او يوبل نارينه ټپيان شول .
ده زياته کړه: ددغې پيښې قربانيان او ټپيان ديوې کورنۍ غړي و او دبلې کورنۍ غړي له ساحې څخه تښتيدلي دي او پوليسو دهغوى دموندلو اونيولو لپاره پلټنې   پيل کړي دي .
  دپروان ولايت دروغتون مسوولينو ددغې پيښې دټپيانو حالت خراب بللى دى