27 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر د افغانستان د اسلامي...

مطبوعاتي اعلامیه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر د افغانستان پخوانی جمهورريیس...

د طالبانو شپږ بنديان په جوزجان کې آزاد شول

د طالبانو شپږ بنديان په جوزجان کې آزاد شول

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر د جوزجان له جېل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Saturday, 27 April 2013 11:36

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\د غويي د مياشتې ٧:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په  54/90  افغانيو پلورل په  54/95افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په   83 /40افغانيو پلورل په   83 /50افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 80/ 14 افغانيو پلورپه 85 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په 00 71/ افغانيو پلورل په   71 /10  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  50 14/پلورل  14/55 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 1010 افغانيو پلورل په 1020 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  549افغانيو پلورل په  550 افغانيو
زر ايراني تو مان پيرودل په 15/10  افغانيو پلورل په  15/20 افغانيو.

کابل\  باخترد   ثور  دمياشتې  ٧ :
د ثور د مياشتې د اتمې د افغانستان د خلکو د جهاد د برياليتوب د ٢١ کاليزې له امله د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پيغام
ګرانو هيوادوالو، خويندو او وروڼو !
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
خوښ يم  چې دګران هيواد افغانستان د آزادي غوښتوونکو، سرلوړو، مجاهدو او مسلمانوخلکو د روا جهاد او مبارزې د برياليتوب د ٢١ کاليزې له امله د افغانستان د جهاد د محترمو مشرانو، زړورو مجاهدينو او د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وايم .
په دې مناسبت د هغو ټولوکسانو پاک روح ته دعا کوم چې دغې حق غوښتوونکي او آزادي غوښتوونکي مبارزې په لاره کې شهيدان شول.
دهيواد تاسې سرلوړې او آزادي غوښتوونکي خلک وې چې په دغې خونړۍ اوتاريخي ورځ په تشو لاسونو او بربنډو پښو، خو له ايمان او سرښندنې سره په ډکو  زړونو سره  په پښو ودريدئ چې په خپل جهاد سره نړۍ ته د نوى تاريخ  پاڼه ور زياته کړئ او خپل نوم تلپاتې وساتئ .
د وخت د شوروي اتحاد يرغلګر، په هغو ورځوکې ښايي ستاسو پاڅونونوته پاملرنه نه کوله، خو زيات وخت تېر نه شوچې زموږ د خلکو د پاڅونونوهيبت داسې د هغوى په  زړونو د ويرې او ډار تخم وشينده چي هيڅکله به يې هيرنه کړي.
هيوادوالو، خويندو او ورونو!
زموږ د خلکو روا جهاد په داسې شرايطوکې پيل شو چې نړۍ د کمونيزم له هيولا سره مخامخه شوې وه او له هغې څخه د خلاصون لپاره کومه هيله نه و .
د تاسو آزادي دوستو او سرلوړوخلکواتلواله مبارزه وه چې دوحشت او دهشت ځنځيرونه
يې وشلول او له امله يې زياتو هيوادونو آزادي پيداکړه او خپلواکۍ ته ورسيدل .
نن ورځ د برياليتوب له هغه وخت او له هغه سپيده داغ څخه ٢١ کاله تيريږي، هغه سپيده داغ چې د جهاد او مبارزې د څڅيدونکې وينې له شفق څخه راوخوت او د دې هيواد د خلکو د پيوستون ، اتحاد او يو موټي توب په برکت او د جهاد د مشرانو په داعيانه مشرۍ ثمرته ورسيد .
که څه هم زموږ د خلکو د دښمنانو توطيې او دسيسې ددې سبب شوې چې زموږ خلک ونه کړى شي د خپل روا جهاد د برياليتوب خوند وڅکي؛ خو زموږ جهاد نړيوالو ته يوه نوې نړۍ په سوغات راوړه .
  دغه راز زموږ د خلکو د روا جهاد د لارې د شهيدانو هغو ټولوکورنيو، هغو ټولو کسانوته چې د دغې لوړې او ارزښتناکې انساني او اسلامي داعيې د تحقق په لاره کې معلول او معيوب شول او هغو ټولو کسانو ته چې خپل عزيزان يې د وخت د رژيم په جيلونوکې له لاسه ورکړل؛ د خپلې مننې او قدرانۍ مراتب وړاندې کوم چې لوى خداى ( ج ) زموږ دګران هيواد ټولو سرښندونکوته ستر اجر  ور پر برخه کړي .
ګرانو هيوادوالو !
زموږ دګران هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره ستاسو اتلواله مبارزه زموږ د هيواد د معاصر زرين تاريخ يوه ډېره ځلانده پاڼه ده. دغه خونړۍ او وياړلې دوره که څه هم په زياتو دردونو او کړاونو سره زموږ په خلکو تېره شوه، خو ويې ښودله چې د ديني،ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو د ساتنې او دفاع لپاره حماسه، ميړانه او زړورتيا زموږ د خلکو په وړاندې په يوه داسې نه ليدونکى الګو بدله شوې ده چې زموږ خلک نړيوالو ته معرفي کوي .
تاسو په هماغوځانګړتياوو سره د هغو دښمنانو په وړاندې پاڅون وکړچې په نړۍ کې په خپل لوړتيا غوښتوونکي ځواک نازيدل او ځان يې نه ماتيدونکي باله.
ګرانو هيوادوالو !
  نن ورځ زموږهيوادپه ډېرو نازکوشرايطوکې دى. نن ورځ هم د جهاد د پيل د ورځو په شان موږ په خپلوکې يو والى، دوستۍ او پيوستون ته اړتيا لرو .
د يو والى او دوستۍ لپاره يوبل ته لاسونه ورکړئ او په ټولو برخوکې د پرمختګ او پراختيا لپاره په متحد ډول کار وکړئ .
په اوسنيو ستونزو او ناخوالو د برياليتوب يواځنى لاره د افغانستان د ملت يو والى ، وحدت او پيوستون دى .
يوځل بيا د دغې مبارکې اونيکمرغه ورځې له امله د زړه له کومې ټولوګرانو هيوادوالوته مبارکي وايم  او د خپل ګران هيواد د جهاد، آزادى او خپلواکۍ له لارې د ټولو سورکفنو شهيدانو پاک روح ته دعاکوم .
ومن الله التوفيق .

Saturday, 27 April 2013 11:23

تبصره :

کابل- باختر د ثور اوومه :
د ثور اوومه د افغانستان په تاريخ کې د تورې ورځې په توګه ياديږي چې ټولې نننۍ ستونزې چې زموږخلک ورسره لاس او ګريوان دي؛ له همدې ورځې څخه سرچينه واخلي .
دباخترآژانس مبصر ليکي: له نن ورځې څخه پنځه ديرش کاله مخکې د ١٣٥٧ کال د ثور د مياشتې په اوومه نيټه  يوې ډلې کودتا کوونکو په پوچ خيال، تفکر او مفکورې سره له پوځي امکاناتو څخه په استفادې سره په خونړۍ کودتا لاس پورې کړ .
دوى په کابل په واکمنۍ سره د هيواد لومړنى جمهور رييس سردارمحمد داوود د کورنۍ له غړو سره يې چې ماشومان هم پکې شامل وو؛ په ډيرې بې رحمۍ سره  وواژه. هغه څه چې د ثور د مياشتې په اوومه نيټه رامنځته شول، له بهرڅخه د يو طرحه شوى پروګرام له مخې ترسره شول چې اجرا کوونکي يې څو تنه مزدور افغانان وو .
د ثور اوومه دکيڼ لاسي دولت له جوړېدو څخه جوخته وه او په کاذبو شعارونو سره چې د افغانانو د ژوندانه له اصولو او ضوابطو سره يې همغږي نه لرله، بلګې د هغوى اسلامي هويت او دودونه يې تر پوښتنې لاندې  نيول؛ په کار پيل وکړ .
ددغې کودتا د مشرانو باطلې  مفکورې، لنډپاري حرکتونه او لوړتيا غوښتوونکي تفکر و چې افغانستان يې د سترو قدرتونو د سړې جګړې  په ډګر بدل کړ . ددغې کودتا مشرانو چې په خلکو يې د رهبرى ظرفيت نه درلود؛ د جامو، ډوډۍ اوکور او د کاګرى حکومت د جوړولو، د فيوډاليزم دپاى ته رسولو او نورو په ګډون، په کاذبوشعارونوسره هلې ځلې وکړې چې زموږ دخلکو په برخليک واکمن شي، هغه خبرې چې په افغانستان کې يې عملي بڼه نه لرله، ځکه دغه هيواد يو صنعتي هيواد نه و چې له هغه څخه دکارګر د حقوقو د دفاع شعار سرپورته کړ .
دغه راز هغوى په خلکو په واکمنۍ سره ټولنيزې او اقتصادي ناخوالې زياتې کړې او دغو ناخوالو په هيوادکې وسله والومبارزو او کورنيوجګړو ته لاره پرانيستله .
په افغانستان کې کيڼ لاسو مشرانوچې ځان يې د وګړنيو مخالفتونو په څپوکې وليدل؛ په وګړني چاڼ لاس پورې کړ او د دې هيواد ډېر ښه بچيان يې په بېلابېلو نومونو او القابو ونيول او په زرګونو زيارکښ،  روښانفکره او هيوادپال انسانان يې شهيدان کړل.
دوى هيواد دومره په ژوروستونزوکې ډوب کړ چې په پاى  کې ملاتړي يې پخوانى شوروي اتحاد فرصت غنيمت وباله او د انترناسيوناليستي مرستې په نامه يې زموږ په هيواد يرغل وکړ او زموږ هيواد ته د زياتو ستونزوعامل شو.
په افغانستان کې د شوروي په نامه د سترقدرت شتون د هغه لويديځ سيالان په سرکې يې د امريکا متحده ايالات غبرګون ته اړکړل او زموږ خلکو په دغو شخړو او لانجوکې ډېر لوړ انساني زيان چې د هيواد ويجاړېدل هم ورسره و؛ وزغمه .
ددغې کودتا پايلې د افغانستان خلکوته ترخې او له ناخوالو ډکې وې. د يوې ډلې هيواد پلورونکو اوکيڼ لاسو کسانو لنډ پارى حرکت د دې سبب شو چې افغانستان د تيرو ٣٥ کلونو په بهيرکې د بهرنيو لاسوهنو قرباني وي او په سيمه کې د بنسټ پالنې د ودې اوپه دغه هيوادکې د عقدو د پراختيا لپاره زمينه مساعده شي .
د ١٣٥٧ کال د ثور د مياشتې اوومه د يوې کرغيړنې دورې  پيل دى چې د ٣٥ کلونو په تيريدوسره مصيبتونه يې پاى ته نه دي رسيدلي، خو دغه موده کيداى شي د هغو حقايقو څرګندوى وي چې موږ له هغو څخه زيات شيان زده کړو ، سره له دې  چې د دغو کودتا اصلي مشران ژوندي نه دي، خوکړې وړه يې څرګنداو په ډاګه دي چې کيداى شي د هيواد سيالستوالو ته ښه درس او پند وي .
  موږ بايد له تيرو وختونو څخه الهام واخلو او د هيواد د اوسني نسل او د راتلوونکو نسلونو د پايښت لپاره د يو افغان او مسلمان په نامه د يوبل تر څنګ ودريږو او د خپل هيواد د هويت او ثبات د ساتنې لپاره په کار لاس پورې کړو او د ملي يو والى تر چتر لاندې دخپل هيواد دساتنې لپاره هڅه او هاند وکړو.
د ثور اوومه د بهرنيولاسوهنو يوه بيلګه ده چې عاملين يې د تاريخ بدنامه دي. نو بايد ددغه شان بدنامۍ د مخنيوي لپاره د بهرنيو لاسوهنو مخه ونيسو او د ژوندانه يو نوى فصل پيل کړو .

 

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٦ :

په قندهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله   څلويښت تنه شهيدان شول.

په دې پيښه کې چې نن سهار رامنځته شوه  دولس تنه نورټپيان شوي دي.

دغه پيښه  دميوندولسوالۍ دخاک چوپان په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې يو مسافر وړونکي بس موټر دتيلو له يو ټانکرسره ټکروکړ.

دقندهاردوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل، په دې پيښه کې څلويښت تنه وژل شوي دي او دولس تنه نور ټپيان شوي دي .

 قربانيان اوټپيان ټول دبس موټر سپرلۍ وې . دغه بس  موټر له هلمند څخه دکابل په لور روان و.

په همدې حال کې دقندهار دميرويس  روغتون ډاکترانو ددغې ترافيکي پيښې داتو تنو ټپيانو روغتيايي حالت حراب بللى دى .

دقندهار دلويې لارې دترافيکو مسوولين زيات ګړنديتوب او دواټونو خرابوالى ددغې ترافيکي پيښې اصلي علت بولى .

 

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٦ :

دپکتيکا په ځينو برخو کې دافغان ځواکونو له  خوا پراخ عمليات پيل شوي دي.

سيمه ييز مقامات وايي چې ددغو عملياتو دترسره کولو هدف دوسله والو له شتون څخه دناامنو سيمو پاکول او په دغو سيمو کې دافغان ځواکونو ځاى پرځاى کول اوخلکو ته دژوندانه دمناسبې فضا برابرول دي.

دغه پوځي عمليات پرون دملي اردو ، پوليسو او دملي امنيت  دسلګونو ځواکونو په ګډون د برملي ، ګيان  او زيړوک  دولسواليو په ځينو برخو کې پيل شوي دي .

په   رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې ددغو عملياتو په لومړي ورځ دغه ځواکونه دوسله والو طالبانو ديو قوماندان په نيولو او دتروريستانو دڅوپټنځايونو په له منځه وړلو بريالي شوي دي.

په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددويمې لوا قوماندان بريدجنرال زمرى خان باختراژانس ته وويل ، په دې عملياتو کې له پخوا څخه په ځينو ټاکل شويو هدفونو چې دتروريستي ډلو دشتون امکان پکې و بريد شوى دى.

بريدجنرال زمرى خان تائيدکړه چې پوځيانو ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو يو جګپوړي قوماندان دهغه له دريو تنو افرادو سره نيولى دى.

دغه قوماندان چې نوم يې نه دى اخيستل شوى  دپکتيکا ولايت په ځينو برخو کې دتروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود.

دملي اردو دغه قوماندان وايي چې پوځيانو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دوسله والو طالبانو دڅوپټنځايونو په ويجاړولو بريالي شوي دي او ددغې ډلې د  جنګي وسايلو دوه زيرمې يې ترلاسه کړي دي.

له دغو زيرمو څخه  د ماينونو اوتوغندي ويشتوونکو په ګډون  دطالبانو په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

دپکتيکا يوه سيمه ييز مقام وايي افغان ځواکونه  بريالي شوي دي  ددغو عملياتو په بهيرکې ددغه ولايت  په ځينو سيمو کې دطالبانو څو پټنځايونه معلوم اوکلابند کړي.

دپکتيکا دغه سيمه ييز مقام دپاکستان په پوځيانو له تروريستي ډلو سره دهمکاري تورلګوي او وايي هر ځلې چې طالبان او نورې تروريستي ډلې په پکتيکا کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ماتې خوري بياپه پاکستان کې سمباليږي او افغانستان ته استول کيږي .

په همدې حال کې سيمه ييزو مقاماتو ددغو عملياتو په بهيرکې  وسله والو طالبانو دسردزيات زيان خبر ورکوي خو ددغو مقاماتو ددقيق شمير په باب بې خبري څرگندوى  خوهغوى وايي چې ددغو عملياتو په بهيرکې  تراوسه پورې افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

د٢-٣ تندر قول اردو ددويمې لوا قوماندان  بريدجنرال زمرى خان وويل  چې دغه عمليات به دطالبانو او نورو تروريستي ډلو څخه دپکتيکا ولايت تربشپړې  پاکولو پورې دوام وکړي.

 

کابل\باختر\دثور٦

نولس تنه وسله وال طالبان په افغانستان کې ديو لړ عملياتو په بهير کې ونيول شول

ويل کيږي چې په نيول شويو کسانو کې ددغې ډلې دوه تنه  قوماندانان اود ترورستي بريدکوونکو همکاران هم شامل دي .

باخترا ژانس ته د ناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر را کړ په دغو طالبان د قند هار ، لو ګر ، ارزګان اود غزني ولايتونو په مربوطاتو کې د افغان او ناټو دځوا کو نو له خوا بريد وشو او ونيول شول .

په نيول شويو کسانو کې ملا نقيب اله هم شته چې د لو ګر ولايت په مرکز پل علم په ځينو سيموکې دځينو ترو رستي ډلو د مشري مسوليت په غا ړه درلود .

ناټو وايي په دغو دوو تنو نيول شويو قوماندانانو کله چې په خپل پټنځاى کې د ترورستي بريدو نو په سازمان ورکولو بوخت و بريد وشو او ونيول شول.

ددغې خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، ددغو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو دجنګې وسايلو دوه زيرمې هم ترلاسه شوي دي له دغو زيرمو څخه د طالبانو  په لسګونه جنګي وسايل او په سلګو نو کيلو ګرا مه چاوديدونکي او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

له بله پلوه ناټو ديوې خبر پاڼې   په خپرولو سره په هلمند ولايت کې دنښتې په بهير کې ددوو تنو وسله والو طالبانو دوژلو خبر ورکړ .

په دغو جګړه مارانو نن سهار د ناوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې کله چې په ترورستي فعاليتو نو بوخت و د افغان او بهرنيو ځواکو نو له خوا بريد وشو او ووژل شول .

 

بيجنګ \باختر\دثور٦

د ترکيې دبهرنيو چارو وزير وايي چې د افغانستان په باب د استانبول دسولې په بهير کې دفعالو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو خپله څلورمه غونډه به په چين کې جوړه کړي .

ده ويلي دي چې دچين له خوا ددغې غونډې ددغې دورې کوربه  تو ب ډيرمهم دى

ددغه بهير دريمه غونډه دالماتا په ښار کې جوړه شوې ده اود هند ،افغا نستان ، قرغزستان ، پاکستان ، روسيې ،تاجکستان ،تر کيې ، متحده عر بي اماراتو ،دبهرنيو چارو وزيرانو او دغه  راز دسويډن ،امريکا ، فرانسې او بريتا نيا په ګډون دسيمې ديو شميرهيوادو نو جګپوړو استا زو پکې ګډون کړي دي .

Friday, 26 April 2013 18:27

په کرا چۍ کې چاود نه .

 

کرا چي \ دي نيوز \باختر\دثور٦

د پا کستان د کراچۍ ښار په نصرت اباد کالو ني کې دبم د چاود نې له ا مله ددريو وروڼو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول.

ددي نيوزانترنشنل ورځپاڼې دخبر له مخې :پوليسو ويلي دي دغه چاودنه د متحده قو مي غورځنګ ديو غړي د انتخاباتي دفتر ته څيرمه وشوه .

ددغه بريد مسو ليت د پا کستانى طالبانو د تحريک ډلې په غا ړه اخيستى دى

دخبرځاى دڅرګندونو  له مخې، دغه چاودنه ډيره سخته وه او نږدې ودا نيو او نقليه وسايطو ته يې هم زيان رسو لى دى.

متحده قومي غورځنګ دغه بريد په کلکه غندلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دپارلما ني انتخا باتو په درشل کې چې دروان کال دثور په يو ويشتمه نيټه به تر سره شي دپا کستان په څلورو ايالتونو کې ترورستي بريدونه زيات شوي دي 

 

الما تا \ترندنيوز\باختر\دثور٦

د افغانستان په باب د استانبول دسولې د بهير ددوام سيمه ييز کنفرانس نن سهار دقزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شو .

دقزاقستان جمهور رئيس نورسلطان نظربايف د کنفرانس په پرانيستو نکى ويناکې وويل، د تروريزم اومذهبي بنسټپالنې ګواښ تر او سه پورې يو مهم سيمه ييز چلنج دى اود هغه دګاونډيو هيوادونو په ګډون افغانستان دتروريزم دمنبع په تو ګه پاتې دى

نظربايف وويل، د استانبول دسولې دبهير برخه وال بايد دغه حقيقت په پام کې ولري.

دقزاقستان جمهور رئيس وويل، د افغانستان د پرابلمونو ترمنځ دنشه يي توکو قاچاق جدى دى اود سيمې په پرمختيا کې مهم چلنج دى .

ده له افغا نستان سره د اقتصادي مرستو د زياتوالى په اړتيا باندې ټينګار و کړ او زياته يې کړه، د افغانستان ، اقتصادي بيارغاونه د نړيوالو ملاتړيزو پرو ګرامو نو يوه اساسي برخه ده او موږ بايد په سيمه کې اقتصادي همکاري زيا تې کړو او افغانستان په دغه بهير کې په فعال ډول شا مل کړو.

نظربايف په تيره بيا په افغانستان اود هغه په شاوخوا کې داوسپنې پټلۍ دشبکو د پرا ختيا په باب ټينګار و کړ.

د الماتا په ننني کنفرانس کې د افغانستان ،هندوستان ،قرغزستان ،پا کستان ،روسيې ، تاجکستان ، ترکيې ،متحده عربي اماراتو په ګډون دسيمې دلسو هيوادو نو دبهرنيو چارو وزيرا نو ګډون کړي دي او برسيره پر دوى دڅونورو هيوادونو لوړ رتبه ماموينو اويوولس نړيوال سازمانونه به د کتوو نکى په توګه ګډون ولري .

 

کابل\باختر\دثور٦

د افغا نستان داسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي په کند هار ولايت کې ديوې ترافيکې پيښې له ا مله زموږديو شميرهيواد والومرګ ژوبلې له ا مله سخت خواشينى شو او اړوندو وزارتو نو ته يې لارښوونه وکړه چې ددغې پيښې درامنځته کيدو څرنګوالي وڅيړي .

دجمهوري رياست مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ : دقند هار د والي ددفتر د معلوماتو له مخې، نن سهاريو ٣٠٣ مسا فروړونکي موټر دقند هار ولايت د ميوند ولسوالۍ دخاک چوپان په سيمه کې دسون موادو له يو ټانکر سره ټکر وکړ چې له ا مله يې په دواړو موټرو کې اور ولګيد اود ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ څه ناڅه پنځه څلويښت تنه هيواد وال شهيدان او لس تنه نور ټپيان شول.

د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس ددغې زړه بوږ نوونکې پيښې څخه په خبريدو سره سخت خواشيني شو، د خپلې ژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب دشهيدانو پاتې کسانو ته څرګندوي اود لوى خداى (ج) له در بار څخه ددغې پيښې ټپيا نو ته دسملاسي رو غتيا هيله کوي .

حامد کرزي د کورنيو چارو اود ترا نسپورت وزارتو نو ته لارښوونه وکړه چې ددغې پيښې درامنځته کيدو څرنګوالي وڅيړي او په راتلونکي کې ددغه شان زړه بوږنوونکو پيښو دتکرار د مخنيوي لپاره لازم تد بيرونه ونيسي .

د افغانستان داسلا مي جمهوريت  جمهور رئيس پخوا ددغه شان پيښو د تکرار د مخنيوي لپاره يو حکم صادر کړى و او اوس يوځل بيا په ټول هيواد کې دخصوصي ترانسپورتي شرکتونو او نقليه وسايطو له ټولو چلوونکو څخه غوښتنه کوي چې دموټرچلوونې په وخت کې له لازم احتياط څخه کارواخلي ،ترافيکي قوا نين په جدي توګه رعايت کړي اود مسافرو اود ترافيکو د نورو برخه والو دځان په سا تنه کې په ټول جديت سره هلې ځلې و کړي .