29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کراچى– باختر دمرغومې څلور ويشتمه :

دکراچي ښار په بېلابېلو سيموکې پرون د دولتي بانک ديو مامور په ګډون څه ناڅه اووه تنه ووژل شول.

دغه مامور دخپلې استوګنې په يوبلاک کې په ډزو سره ووژل شو. همدا راز د اسلامي دعوت په نامه په يوې مذهبي ډلې پورې اړونديوبل سړى دکراچي په شمال کې دپوليسو په يو مرکز کې ووژل شو.

دغه راز د يوبل سړى مړى چې پکې د ځورونو نښې نښانې ليدل کيږي او دوه نورمړي په دغه ښارکې ترلاسه شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې يو کوچني ماشوم هم شامل دى.

 

کابل – باختر دمرغومې څلور ويشتمه :

دختيځ زون د واليبال د ټيمونو ترمنځ سيالۍ نن په جلال آباد ښارکې پيل شوې .

د المپيک د ملي کميټې د خپرونو آمرسميع دره يي باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ د ننګرهار، لغمان او دکونړ د ولايتونو د واليبال د شپږوټيمونو ترمنځ دجلال آباد ښار دسراج الامارت بڼ په ورزشي ډګرکې پيل شوې او يوه اوونۍ دوام کوي.

يوه اړونده خبرځاى وويل : په زونونوکې د سياليو د پيلولو هدف د هيواد د اتلانو ليک ته د واليبال دغوره څيرو پيژندل دى.

ديادونې وړ ده چې په افغانستان کې د زونونو د واليبال د ټيمونو دسياليو له درسره کولو او د غوره څيرو له پيژندنې وروسته، ټاکل شوې وه د هيواد  د واليبال د اتلانو ليک تر دوو مياشتو پورې په کابل ښارکې ترسره شي.

 

کابل – باختر دمرغومې څلور ويشتمه :

په بادغيس ولايت کې پرون په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله يو اسپانوي عسکر ووژل شو.

د آيساف مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

دغه پنځه ديرش کلن اسپانوي عسکر چې پرون دبادغيس ولايت مرکز قلعه نو ته څېرمه په سړک کې د ښخ کړى شوى ماين په شنډولو بوخت و؛ هغه ته څېرمه يوبل بم وچاوديد چې له امله يې دغه عسکر ووژل شو.

اسپانيا د آيساف په چوکات کې په افغانستان کې ١٤٠٠ تنه پوځيانو لري چې تراوسه پورې نهه نوي تنه اسپانوي پوځيان په افغانستان کې د خپل ماموريت په بهيرکې وژل شوي دي.

Sunday, 13 January 2013 08:58

تبصره

 

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي دامريکا متحده ايالاتوته يو رسمي او تاريخي سفر وکړ. سياسي کارپوهانو دغه سفر دواړو لورو (افغانستان اوامريکا)ته ارزښتناک او حياتي بللى دى.

دباختر آژانس مبصر ليکى: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزى دامريکا متحده ايالاتو ته درې ورځنۍ رسمي سفر وکړ ،دغه سفر له پيل څخه ترپاى پورې دسياستوالو دپاملرنې وړ و ،داسې زيات ټکي شته چې له امريکايي مقاماتو سره دجمهور رييس کرزي دخبرو محور و چې دواړو لورو ته ارزښتناک او حياتي دى ،له ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې دامريکا رول، دامنيتي مسووليتونو دپروګرام دوام ،افغان امنيتي مرکزونو ته دپوځي عملياتو درهبرى سپارل ،له تروريزم سره دمبارزې دوام ،له طالبانو سره خبرې او په قطر کې دهغو دنمايندګي پرانستل ،دافغانانو له خوا دبګرام دجيل په مديريت او ادارې ټينګار ،له ٢٠١٤ م کال وروسته لسو کلونو کې له افغانستان سره اقتصادي مرستې ،د افغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو څرنګوالي هغه مهمې مسلې دي چې حامد کرزي دهغو په باب دجمهور رييس اوباما په ګډون دامريکايي مقاماتو سره خبرې وکړې.

دامريکا له جمهور رييس سره په ګډه خبرى غونډه کې دجمهوررييس کرزي له خبرو څخه کولى شو ووايو چې دغه سفر ګټور او ارزښتناک و چې دستراتيژيکي همکارانو په توګه دافغانستان او امريکا دراتونکي لپاره ټاکونکى ارزښت لري.

حامد کرزي په دې خبري غوڼده کې په ډاګه کړه چې د بګرام دجيل مديريت په بشپړه توګه په افغانانو پورې اړه پيداکړې ده.

دغه راز دراتلونکې کال په پسرلى کې بهرنى ځواکونه دافغانستان له کليو او بآنډو څخه وځى او په خپلو پوځي مرکزونو او قرارګاو کې ځاى پرځاى کيږي او پوځي عمليات به په بشپړه توګه دافغانانو له خوا ترسره شي.

دغه دوه مورده هغه دخبرو وړ موضوعګانې وې چې پخوايې دستراتيژيکي همکاريو دسند لاس ليک کول له ستونزو سره مخامخ کړل په پاى کې امريکايانو په دې باب موافقه وکړه خو دبګرام دجيل دمسووليت او مديريت سپارل له ځينو ستونزو سره مخامخ شول خو داسې برښي چې امريکا ته دافغانستان دجمهور رييس په وروستي سفر کې دغه ستونزه په بنسټيز ډول حل شوې ده.

دغه راز جمهور رييس اوباما په مسولانه ډول په افغانستان کې دجګړې په پاى ته رسولو ټينګار کړى دى، ده د امنيتي مسووليتونو سپارل او دپوځي عملياتو دمسوليت منل چې په ٢٠١٣ م کال کې به بشپړ شي يوه تاريخي شيبه وبلله.

يوه بله مسله چې د دواړو هيوادو دمشرانو په خبرو کې وڅيړل شوه،په افغانستان کې دروغې جوړې دوام دى ،حامد کرزي په ډاګه کړه چې په هيواد کې يې روغه جوړه دده کارى لومړيتوب دى او دامريکا متحده ايالات ددغه بهير ملاتړ کوى.

دغه راز دافغانستان جمهور رييس په دې لاره کې د پاکستان په ګډون دسيمې دهيوادونو همکارى حتمي وبلله او دجمهور رييس اوباما په هرراز خبرو او روغه جوړه کې دافغانستان داساسي قانون دارزښتونو ،دتيرولسو کلونو برياليتوبونو او دښځو دحقوقو په ساتنې باندې ټينګار وکړ.

د دواړو هيوادو دمقاماتو دخبرو بله برخه چې سياسي کارپوهان يې زيات ځانته متوجه کړى وو له ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو دشتون دوام دى.

دامريکا جمهوررييس په افغانستان کې د ده دهيواد د يوشمير عسکرو پاتې کيدل دافغانستان د دولت په غوښتنې او چلند پورې اړوند وبلل سره له دې چې ښاغلي اوباما په ډاګه نه کړه چې ددغه هيواد څومره عسکر به په افغانستان کې پاتې شي خو داټکئ يې په ډاګه کړ چې دافغانستان داردو د پرمختيا او سمبالولو لپاره ګډه همکاري شته او دالقاعده او تروريزم پرخلاف مبارزه به دوام ومومي.

يو بله مهم ټکئ چې دجمهوررييس اوباما په خبرو کې وضاحت درلود په افغانستان کې ددغه هيواد دعسکرو دمصونيت او حقوقي مسله ده چې ښايي له ٢٠١٤ م کال وروسته به په هيواد کې پاتې شي.

اوباما غواړي چې ددغه هيواد هغه عسکر چې له ٢٠١٤ م کال وروسته دهغو دشتون احتمال متصور دى، حقوقي مصونيت ولري او حامد کرزي وايي چې امنيتي قرارداد به د دواړو هيوادو ملي ګټو په پام کې نيولو سره لاس ليک شي او داکار دافغانستان له خلکو سره په سلامشورې پورې اړوند بولي.

دسياسي کارپوهانو په باور دامريکايانو دشتون دوام او دهغو دفضايي مصونيت څرنګوالي لا تراوسه پورې د دواړو هيوادونو دخبرو په مرکز کې ځاى لري خو دواړه لورې دهغو په حل باندې ټينګار کوى او راتلونکې دوه کلونه يې ددغه شان خبرو لپاره ښۀ فرصت بللى دى .

امريکا ته دحامد کرزي سفر کولى شو له هره پلوه ګټور او ارزښتناک وبولو . امريکا دافغانستان دمتحدينو له جملې څخه ده چې په تيرو لسو کلونو کې په بيلابيلو اړخو کې دافغانستان دخلکو ترڅنګ ودريده لکه څنګه چې حامد کرزي په جورج واشنګټن پوهنتون کې په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې په تيرو لسو کلونو کې دامريکا له مرستې پرته زموږ برياليتوبونه ناشوني وو او هغه څه چې دافغانستان لپاره زيات ارزښت لري او په حالاتو به اغيزه ولري دامريکا له متحده ايالاتو سره دافغانستان راتلوونکې اړيکې دى.

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دجمهورى رياست دسرپرست مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې په غونډه کې نن دپانکوالې دقانون طرحه او دعسکري انظباطه او دسپلين دسرغړونکو دتاديب مقرره وڅيړل شوه.
باختر آژانس ته دجمهورى رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دغونډې په پيل کې دجمهورى رياست سرپرست په هيواد کې دقوانينو جوړولو ته پاملرنه يوه جدي اړتياوبلله او زياته کړه چې افغانستان په هغه تګلورې کې ديون په حال کې دى چې بايد په ټولو برخو کې ځانګړې قوانين ولري چې وکولاي شي هغو ستونزوته چې په ورځنيو کارونو کې په دې برخه کې رامنځته کېږي دحل  منطقي اوسنجول شوى لاره ولري.
دجمهورى رياست سرپرست زياته کړه چې په دې لاره کې مهم ټکې هماغه له نړيوالې ټولنې سره زموږ دقوانينو لازمه همغږي ده چې وکولاي شي دهيواد دملي ګټې وساتي او هم له هغو معيارونو سره چې زموږ هيواد يې د ديني او فرهنګي مسلو په پام کې لرلو سره لري مغايرت ونه لري.
وروسته دپانګوالې دقانون طرحه او دعسکري انظباط او دسپلين  دتاديب مقرره په ترتيب سره دعدليې وزارت دمعين له خوا غونډى ته وړاندې شوي.
غونډې له هراړخيزو خبرو اوڅيړنې وروسته په افغانستان کې دپانګوالې دقانون طرحه په قاعده کې تاييد کړه او پريکړه يې  وکړه چې دعدليې د وزير ترنظر لاندې او دماليې وزارت دپاليسي دمعين په عدلي او قضايي چارو کې دسلاکار وزير قضاوتپوه محمد اشرف رسولي دافغانستان دسوداګرۍ دخونو دعامل هيئت درييس قربان حقجو دعدلي او حقوقي مشورتى بورد درياست دمرستيال ولى محمد ناصح او دهيواد دمرکزي  بانک دحقوقي سلاکار وحيدالله عارفي په غړيتوب يوه کميټه دغه طرحه دځينو مواردو آسانه لولو دځينو نيمګرتياو په لرې کولو سره چې تشخيص شوي دي يو ځل بيا وڅيړي او نورې متن دي د وزيرانو شوراته وړاندې کړي.
غوڼدې دغه راز دعسکري انظباط او دسپلين سرغړونې دتاديب مقرره تاييد کړه او دپړاونو دبشپړولو په مقصديې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دوزيرانو شوراته وړاندې کړ.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشيني اوډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشيني سره خبرشوم چې دمشرانو جرګي يو پخواني سناتورلعل محمداحمدزي دورپيښې ناروغي له امله  له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړى دى.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد لعل محمد احمدزي دملي شورا په څوارلسمه دوره کې دمشرانو جرګي سناتور و . دى يو خدمتګار شخص اودخلکو خواخوږي و .
دده مړينه  ضايعه ده. دخپلې خواخوږي  اوډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ  ، دوستانو  او دکندهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم .
الله تعالي دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٢٣

د جمهور رئیس کرزی او جمهور رئیس اوباما ګډه اعلامیه
د جمهور رئیس اوباما په بلنه، جمهور رئیس حامدکرزی او ملګري هيئت يې د ۱۳۹۱ لمریز کال د مرغومی له ۱۹ څخه تر ۲۲ پورې واشنګټن ته سفر درلود. د جمهور رئیس حامد کرزی دغه سفر د دواړو ملتونو په یوه مهم وخت کې ترسره کیږي،په داسې حال کې چې موږ د خپلواکو ملتونو په توګه د اوږد مهالې همکارۍ د لاپیاوړتیا او د خپلو ګډو ګټو او ګډ امنیت د درک کولو په موخه ګامونه پورته کوو.
د نن ورځې په خپلو ناستو کې، جمهور رئیس کرزی او جمهور رئیس اوباما د یوه خوندي، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره په یوه ستراتیژیک لید خبرې اترې وکړې او د ۱۳۹۱ کال د ثور په میاشت کې (۲۰۱۲ می) د افغانستان او  متحده  ایالاتو ترمنځ  د لاسلیک شوي اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو پر تړون یې ټینګار وکړ. پر دې سربيره د دواړو مشرانو خبرې اترې د کټو او لید لوریو پر هملارتوبونو ټینګار وکړ. دواړو جمهور رئیسانو په افغانستان کې ترلاس لاندې امنیتي او اقتصادي لیږد، د ټول ټاکنو د تیاریو، په سیمه کې زیاتیدونکو ګواښونو او  فرصتونو ته عمومي کتنه وکړه، او د افغانستان او متحده ایالاتو د ستراتیژیکو موخو:د سولې، امنیت، روغې جوړې او سیمه ییزې همکارۍ د غښتلتیا؛ د افغانستان د ولسواکه بنسټونو قوي کول؛ او د افغانستان د اوږد مهالې اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا د ملاتړ په ګډو ژمنو یې بیاټینګار وکړ.
د امنیت لیږد
د خپلو ناستو په لړ کې، جمهورو ئیسانوپه دې وروستیو کې د افغانستان د امنیتي چاپیریال د ښه والي په اړه خوښي څرګنده کړه. دواړو مشرانو د افغان امنیتي ځواکونو په زیاته توګه د مسؤلیتونو د مشرۍ په غاړه اخیستلو، او د افغان ملي امنیتي ځواکونو په وده او مهارتونو کې د شویو پام وړ پرمختګونو هرکلې وکړ.د لومړنیو هیلو څخه په تیریدو سره، افغان ځواکونو د ۱۳۹۱ کال د چنګاښ په میاشت کې د ډیرو عملیاتو مشري په غاړه اخیستې او اوس مهال په سلوکې دنږدي اتيا  عملیاتو مشري کوي. په فبرورۍ میاشت کې د لیږد بهیر څلورم پړاو سره مل هیله کیږي چې په سلوکې دنږدي نوى افغانانو د ساتلو مشري به د افغان ملي امنیتي ځواکونو ترپوښښ لاندې راشي.
د افغان لومړیتوبونو سره سم، د شیکاګو په غونډه کې مشرانو ژمنه وکړه چې د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پورې به کله چې د سوله ساتو ځواکونو ماموریت د محاربوي بڼې څخه مرستندویه بڼې ته اوړي، یوه تاریخي ګړۍ وي. جمهور رئیس اوباما د جمهور رئیس کرزی د دغې هیلې څخه چې دغه مهم پړاو به په دغه پسرلي کې پيل کړي، هرکلې وکړ چې افغان ملي امنیتي ځواکونه  به په ټول افغانستان کې د عملیاتو مشري په غاړه واخلي او د سوله ساتو ځواکونو رول به مشورتي-مرستندویه شي. دغه مهم پړاو به د لیږد د پنځم او وروستني پړاو دله اعلامولو سره خوخت  ترسره شي، چې په اوړي کې به یې تطبیق پيل شي ،البته د ناټو او افغانستان د وروستني تایید سره په شرط.
د دغه مهم پړاو په وخت کې به د متحده ایالاتو یواړخیز جنګي عملیات، د افغانستان له  کلیو څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د ګزمو د راویستلو سره، پای ته ورسیږي. دواړو مشرانو درک کړه چې څومره افغان امنیتي ځواکونه د امنیت زیات مسوولیت په غاړه اخلي، د مناسبو تجهیزاتو په چټکه توګه د برابرولو په ګډون، د افغان ملي امنیتي ځواکونو د کیفیت ښه والې به د یو مهم لومړیتوب په توګه وي.
په ۱۳۹۱ کال کې افغان حکومت ته د توقیف خونو د مسوولیت سپارلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ سره، جمهور رئیسانو  ژمنه وکړه چې افغان بنديان د افغانستان په خپلواکۍ او کنترول کې ورکړي، او همداراز په دې ځان ډاډمنول چې خطرناک جنګیالي د جنګ د ډګر څخه لرې ساتل کیږي. جمهور رئیس اوباما يوځلبيا تازه کړه چې متحده ایالات به د افغانستان د توقیف سیستم سره د مرستې کولو لړۍ روانه وساتي. دواړو جمهورو رئیسانو همداراز د له بنديانو سره په قانوني او انساني چال چلند او د افغان، متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو د ساتنې په موخه د مناسبو امنیتي چمتووالي د نیولو په برخه کې په خپلو ارادو بیا ټینګار وکړ.
اقتصادي لیږد
دواړو مشرانو په تیره لسیزه کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختیایي لاسته راوړنو او د تلپاتې اقتصادي ودې د جاري پرمختګ په اړتیا او په ۱۳۹۳ کال کې د لیږد څخه د بدلون تر لسیزې پورې د مالي پلوه په ځان  د بسیاتوب په اړه خبرې اترې وکړې. د افغانستان د اقتصادي ستراتیژۍ تمرکز په خپلې بشري پانګې ده چې د هیواد د بنسټونو مشري وکړي او د ټولګټې اقتصادي ودې او پانګونې په موخه یو وړتیا لرونکې چاپيریال رامنځته کړي، ترڅو د یوه سوکاله هیواد د جوړولو په موخه خصوصي سکتور، متشبثین، او طبیعي شتمنۍ وکاروي. په دې موخه، جمهور رئیسانو د ټوکیو دوه اړخیزې ځواب ورکونې په چوکاټ کې د اوږد مهاله اقتصادي او امنیتي مرستو په ګډون په بن، شیکاګو او ټوکیو کې د شویو ژمنو په اړه بیاټینګار وکړ.
جمور رئیس کرزی څرګنده کړه چې د نړیوالې ټولنې مرستې باید اغیزمنې، مؤثرې او تلپاتې وي او په یوې باثباته، ولسواکه ټولنې یې ټینګار وکړ،چې بنسټ به یې د قانون واکمني ، د ټولو افغانانو حقونو ته درناوې چې د ښځو حقونه، یوه اغیزمنه او خپلواکه قضاء او ښه حکومتوالي چې ټولنیزه پراختیا او د فساد پر وړاندې ګډه مبارزه، پکې شامليږي
جمهور رئیس اوباما په افغانستان کې د اقتصادي بنسټونو د پیاوړی کولو او د اصلاحاتو د ملاتړ له لارې د تل پاتې پراختیا او ځان بسیاتوب ته د لاسته راوړنې په موخه په افغانستان کې د ټیکاو څخه د ملاتړ لپاره د امریکې د متحدو ایالاتو پر ژمنو یو وار بیا ټینګار وکړ. هغه یو وار بیا د توکیو د کنفرانس پایلې تائیدې کړې ، چې له هغې جملې څخه د امریکې متحده ایالتونه خپلې په سلوکې اتيا مرستې د افغانستان له لمړيتوبونو سره سم او د افغان دولت د کانال له لارې اوپه سلوکې لږ تر لږه ۵۰  پراختیایې مرستې د افغان دولت د ملي بودیجې له لارې، ولګوې.
د ۱۳۹۳ کال ټاکنې
د مشرانو د غوڼدو په بهیر کې، جمهور رئیس کرزي د افغانستان دولت پر پلانونو په ۱۳۹۳ کال کې د آزادو، منصفانه، ټول شمولو او ډموکراټیکو انتخاباتو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ. مشرانو د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو لپاره چمتووالي و څېړل او هوکړه وکړه چې د افغانستان خپلواکې ادارې د انتخاباتو چمتووالی او پلي کېدنه د قانوني ښکېلو کسانو په نږدۍ سلا مشورې سره په یوه ډموکراټیک بهیر کې به ترسره کړي. جمهور رئیس اوباما د افغانستان د انتخاباتو د خپلکواک کمیسیون له خوا د ۱۳۹۳ کال د وري د میاشتې ۱۶ مه نېټه د جمهوري رياست  او ولایتي شوراګانو دانتخاباتود نېټې له ټاکلو څخه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکې د متحده ایالتونو رول دا نه دی چې د یو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ وکړي، خو د یو منصفانه او ټولشمولو انتخاباتو د بهیر ملاتړ دی.
سوله او پخلاینه
جمهورو رئیسانو یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د افغانانو په مشرۍ سوله او پخلاینه د تاوتریخوالي پای ته رسولو او په افغانستان او سیمې کې د تل پاتې ټیکاو ډاډمنولو لپاره، تر ټولو ډاډمنه لاره ده. د سولې او پخلاینې په بهیر کې پرمختګ ته په پاملرنې سره، هغوی د ګاونډي هېوادونو د هڅو په ګډون، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رول لري، د هڅو په ګړندی کولو باندې ټینګار وکړ. د سولې د عالي شورا له لارې، د سولې د بهیر د پرمختیا په موخه د افغانستان حکومت خپل هڅې به ګړندي کړي. دواړو مشرانو وویل چې دوی به د سولې عالي شورا او د طالبانو د واکمنو استازو ترمنځ د مذاکراتو په موخه په دوحه کې د یو دفتر له پرانیستنې څخه ملاتړ وکړي. په دې برخه کې، دواړو مشرانو له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل ترڅو له سیاسي بهیر سره یو ځای شي او د طالبانو لپاره د یو دفتر د پرانیستنې لپاره لازم ګامونه پورته کړي. هغوی د قطر له حکومت څخه وغوښتل چې د دې هڅې لپاره آسانتیاوې برابرې کړي. دواړو جمهورو رئیسانو بیا څرګند کړل چې د سولې او پخلاینې پایلې باید هغه تاریخي لاسته راوړنو ته چې افغانستان په وروستۍ لسیزه کې ترلاسه کړې دي، د افغانستان د ټولو وګړو د حقوقو په ګډون د نارینه او ښځینه حقوق لکه څنګه  چې د افغانستان په اساسي قانون کې تضمین شوي دي، درناوی وکړي. د هرې پروسې د پایلې د یوې برخې په توګه، طالبان او نور وسله والې مخالفې ډلې باید تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي، خپلې اړیکې له القاعده سره پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون و مني. 
سیمه ییز چاپیریال
جمهور رئیس کرزی او جمهور رئیس اوباما د ټیکاو او هوساینې په لور د افغانستان له پرمختګ سره  په ملاتړ کې د سیمې مهم رول تائید کړ. په دې برخه کې، جمهور رئیس اوباما د یو با امنه سیمي د ودې په موخه چې له افراط او بنسټ پالنې څخه پاکه وي، او یوه داسې سیمه چې اقتصادي یووالی ولري د سیمه ییزو همکاریو د پرمختیا لپاره د افغانستان له هڅو سره  خپل ملاتړ اعلام وکړ. دواړو مشرانو د آسیا په زړه کې د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره د یو مرکزي ټکې په توګه د افغانستان د بیا ظهور د رول ملاتړ وکړ. دواړو مشرانو همدارنګه بیا څرګند کړ، چې د افغانستان او امریکې متحدو ایالتونو د مشارکت موخه، په بشپړه توګه د افغانستان له لید لوري سره چې له خپلو ګاوڼدیو او سیمه ییزو ملګرو سره د یو پیاوړي او همکارانه اړیکو رامنځته کول دي، سمون لري.

دوه اړخیزه امنیتي موافقه لیک
لکه څنګه چې موږ د افغانستان او امریکې متحدو ایالاتو ترمنځ مشارکت لا پراخوو، افغانستان او د امریکې متحده ایالتونه د افغانستان او امریکې متحدو ایالاتو د دوه اړخیز کمیسیون تر ملاتړ او تصویب لاندې د کال ۱۳۹۳ په بهیر او له هغه څخه وروسته ، پراخو همکاریو ته سترګې په لاره دي. جمهور رئیس کرزی او جمهور رئیس اوباما ژمنه وکړه چې ډيرژر دوه اړخیزه امنیتي موافقه لیک پای ته ورسوي او یو وار بیا څرګند کړ چې داسې موافقه لیک د دواړو هېوادونو په ګټه دی.  هغوی له ۱۳۹۳ کال څخه وروسته د امریکا د حضور د شونتیا په اړه چې پایداره ده، او د یو وړ او اغیزمن افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي، او القاعدې او هغه پورې تړلي کسانو باندې خپل فشارونو ته دوام ورکوي، بحث وکړ. له ۱۳۹۳ کال څخه وروسته د امریکې متحدو ایالتونو د شونی حضور ماهیت او ساحه، د امریکایې سرتېرو لپاره حقوقي خوندیتوب، او د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ به په دوه اړخیزه امنیتي موافقه لیک کې په ډاګه شي. د امریکې متحده ایالتونو یو وار بیا څرګند ه کړه ، چې نه غواړي په افغانستان کې دایمي اډي ولري.
پایله
جمهور رئیس اوباما یو وار بیا د افغانستان واکمني ته د امریکې د متحدو ایالاتو پر درناوی ټینګار وکړ او څرګنده يې کړ لکه څنګه  چې افغانستان خپل بشپړ امنیتي او پراختیایې مسوولیتونه په غاړه اخلي، د امریکې متحده ایالتونه د افغانستان خلکو لپاره د خپلو ژمنو پر دوام باندې ژمن دی. دواړو جمهورو رئیسانو په افغانستان او همدارنګه نړیواله ټولنه کې د یوه باثباته، هوسا، سوله ییز، واکمن، او ډموکراټیک راتلونکې د هڅو لپاره د افغانستان، متحدو ایالاتو، او نړیوالو همکارانو، قربانیو څخه یادونه وکړه. افغانستان او د امریکې متحده ایالتونه په پام کې لري چې له  یو بل سره یو ځای خپل کار ته دوام ورکړي تر څو د دوامدار مشارکت بشپړه ژمنه عملي کړي. 

 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٢٣ :
په هرات   ولايت کې  يوه نوى ناوې دخپل ميړه دکورنۍ له خوا ووژل شوه.
پوليسو تيره شپه ددوه ويشت کلنې دينا مړى په داسې حال کې چې زندي  کړي شوې وه  دهرات ښار په برامان سيمه کې ددي دميړه په کورکې ترلاسه کړ.
دهرات دپوليسو ويندوى نورخان نيکزاد باختراژانس ته وويل  دغه نوى ناوې دخپل ميړه دکورنۍ له  خوا په زياتي بيرحمي سره وژل شوى دى
ويل کېږي  ددغې نوى ناوې خسر اوليور چې ددغې پيښې  اصلي تورن کسان بلل کېږي دکورنۍ له دريو تنو نورو غړو سره دپوليسو له خوا نيول شوي دي.
نيکزاد وايي چې دپوليسو دڅيړنوله مخې  دوه ويشت کلنه دينا درسۍ په واسطه زندي کړى شوې  ده.
ددينا له واده څخه شپږ مياشتې تيريدي  دهغې دګاونډيانو دڅرگندونو له مخې  دا تل دخپل ميړه دکورنۍ له خوا وهل او ډبول کېده  او ځورل کېده.
تراوسه پوري ددغې وژنې اوددينا پرخلاف  دتاوتريخوالې  اصلي علت روښانه نه دي
دهرات ولايت  دپوليسو مقامات وايي  چې ددغې پيښې دانګيزي دروښانه کېدو لپاره يې څيړنې پيل کړي دي .
دافغانستان په لويديځ کې  دبشردحقوقو  دکميسيون ددفتر له خوا دوړاندې شويوشميرونو له مخې دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري  څه ناڅه  دوه ويشت ښځې او ځوانې  نجونې په هرات کې  دکورنۍ تاوتريخوالې  له امله  وژلي شوي دي په داسې  حال کې  چې  دغه شمير  په تير هجري   لمريز کال  دوه ويشتو پيښو ته رسيدلي و.
دافغانستان په لويديح کې دبشردحقوقو دکميسيون رييس عبدالقادر رحيمي  دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې  په هرات کې دښځوپرحلاف  دتاوتريخوالې  دزياتوالې له امله انديښنه څرگنده کړه  .
په همدي حال کې  بيسوادي اوپه اسلام کې دښځې دمقام  په باب دخلکو پوهاوي  په افغانستان کې  دښځو پرخلاف   دتاوتريخوالې دزياتوالې اصلي عوامل بلل کېږي .
 

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دکابل پوليس دهغې ميرمنې او دهغې دماشوم دوژل کېدو په باب څيړنې پيل کړي دي چې دوه شپې مخکې په قرباغ کې ووژل شول.
د١٠١ آسمايي زون دجنايي جرمونو دکشف او دتحقيقاتو رييس جنرال محمد ظاهر باختر آژانس ته وويل پوليس ديوې شل کلنې ميرمنې او د داود په نامه دهغې د دوه کلن زوى دوژل کېدو په باب تحقيق کوى چې تيره شپه دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ په اغاخيلو يو کلي کې دخپل ميړه له خوا دتومانچې په ډزو سره ووژل شوه.
ظاهر وويل په دې پيښه کې دقاتل دوه خوريان هم ټپيان شوي دي او قاتل په تيښتې بريالي شوي دي.
ددې دکورنۍ ديو غړى دڅرګندونو له مخې دغه سړى رواني تکليف درلود او څو ځلې يي خپله ميرمن وهلې او ډبولې وه.
جنرال ظاهر وويل څيړنې ښې هغه تومانچه چې قتل پرې شوي دقاتل دپلار ده چې په يوه پوځي قطعه کې دافسرپه توګه دنده ترسره کولي.
 

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا دخواخوږي او ډاډګيرنې پيغام.
په ژورې خواشني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهيواد يومشهور عالم او دجوزجان ولايت دعالمانو شورا رييس مولوي محمد ابراهيم مجهز وفات شوى دى.
انا الله وانااليه راجعون
اروښاد خپل عمردهيواد دبچېانو په روزنه تير کړ او دهيواد دارامي او دآبادي لپاره يې خدمت وکړ.
داروښاد دمړينه يوه علمي ضايعه ده ،دلوى خداى (ج) له دربار څخه اروښادته دفردوس جنت او پاتي کسانو، خپلوانو او دجوزجان ولايت درنو عالمانو دجزيل اجر او جميل صبر هيله کوو.