15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ وسله وال طالبان پرون اوتېره...

 طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر څلور وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
په مکه مکرمه  او مدينه منوره کې په روغتيايي  مرکزونو کې دافغاني حاجيانو روغتيايي ټيم تراوسه پورې  څه دپاسه څلويښت زره تنه افغان اړ حاجيان تداوي کړي دي .
دغه ټکۍ دافغان حاجيانو دروغتيايي ټيم رييس ډاکتر عبدالرحمن اکبري په مکه معظمه کې دباختر اژانس استول شوي خبريال نثار احمد نوير ته څرګند کړ او وي ويل: په مدينه منوره او په مکه مکرمه کې دهيواد حاجيانوته د روغتيايي خدمتونو دوړاندى کولو په مقصد دافغان حاجيانو دروغتيايي ټيم اووه روغتيايي مرکزونه  فعاليت کوي .
ده وويل دغه مرکزونه په  ٢٤ ساعته ډول ددوى داستوګنې سيمو ته څيرمه ساحو کې دهيواد دحاجيانو په چوپړ کې  دي او تراوسه پورې په مکه مکرمه کې په روغتيايي مرکزونوکې يو څلويښت زره شپږ سوه اويا تنه تداوي شوي دي او لازم درمل ورته ورکړ شوي دي .
ده زياته کړه چې په مدينه منوره کې دافغان حاجيانو په روغتيايي مرکزونوکې هم ٢٧٤١حاجيانو ددرملنې په مقصد مراجعه کړې ده اوله درملنې او علاج وروسته لازم درمل ورباندې ويشل  شوي دي .
ده وويل: که څه هم ديرش زره تنه افغانان د بيت الله شريف د حج دمراسمو داداکولو په مقصد له افغانستان څخه سعودي عربستان ته ورغلي دي . خو يو شمير اړو حاجيانو څو ځلې په مکه مکرمه اومدينه منوره کې روغتيايي مرکزونو ته  مراجعه کړې ده او په دې ډول يې ثبت او راجستر شمير لوړ کړى دى .
په سعودي عربستان کې دافغان حاجيانو دروغتيايي ټيم رييس وويل چې افغان حاجيانو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په خاطر دډاکترانو ،روغتياپالو او درمل جوړونکو په ګډون شپيته تنه روغتيايي کارکوونکي په مکه مکرمه  او مدينه منوره کې په روغتيايي مرکزونو کې دناروغانو په چوپړ کې دي .
داکبري دڅرګندونو له مخې، سږ کال د ٦٢قلموپه ګډون نږدې دوه نيم ټنه درمل له افغانستان څخه داړو حاجيانو ددرملنې په خاطر سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي او تراوسه پورې په دې برخه کې کمښت نه دى احساس شوى .
دغه راز ده افغان حاجيانو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په مقصد په مکه مکرمه او مدينه منوره کې په روغتيايي مرکزونوکې دافغانستان دروغتيايي ټيم دمسوولينو او کارکوونکو دپرله پسې هلوځلو ډاډ ورکړ .   

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
په فراه ولايت کې ديوې تروريستي  پيښې مخه ونيول شوه .
دفراه ولايت امنيه قوماندان جنرال نور اقا باختر اژانس ته وويل: وسله والو مخالفينودفراه ښارپه بازارکې دمخابراتو درياست په ګڼ ميشته سيمه کې په چاوديدونکو توکو بار موټرسايکل په درولو سره دتروريستي عمل دترسره کولو نيت درلود چې ددوى دغه پلان مخکې له مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړاي شو .
 

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
دالمان ددفاع وزير ديو سفر په ترڅ کې چې اعلام شوى نه و دمزارشريف ښار ته ورسيد .
توماس دمزيد نن له غرمې مخکې دايربس الوتکي په سپرلۍ مزارشريف ته ورسيد چې له خپلو عسکرو اوهم له افغان سيمه ئيزو مقاماتو سره وګوري .
دا ديو الماني مقام لومړى سفر دى چې په يوې عادي مسافر وړونکي الوتکې سره افغانستان ته کيږي .
  دالمان ددفاع وزير په دې سفر او له افغان سيمه ئيزو مقاماتو سره په کتنه کې دناټو دپوځيانوله وتلو وروسته له افغانستان سره دخپل هيواد دمرستو ددوام ډاډ ورکړ .
ده دغه راز په افغانستان کې دالماني سرتيرو  دماموريت دمودې ددوام داحتمال په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې هيواد يې دافغانستان دبنسټيزيوالې او دمرکزونودجوړولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي .
  دباختر اژانس دخبر له مخې، توماس دمزير په  دې سفر کې دافغانستان په شمال کې ددغه هيواد د پوځيانو په واسطه دافغان  پوځيانو دروزنې بهير وڅيړه او له افغان مقاماتو سره په کتنه کې يې وويل: هيله لرم له نږدې ووينم چې دافغان پوځيانو دروزنې بهير څه ډول ده او دغه ځواکونه څه ډول په پړاويز ډول دخپل هيواد دامنيت دتامينولو دندې په غاړه اخلي .
ده دمزارشريف ښار ته مستقيمه اوهغه هم  په يوې عادي الوتکې سره الوتنه دافغانستان په شمال کې دمصوونيت او ثبات دشتون نښه نښانه وبلله .
همدا اوس ٤٨٠٠ الماني پوځيان دناټو دنورو پوځيانو تر څنګ په افغانستان کې ډيره دي .
 

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
  درې تنه ماين ښخوونکي په ميدان وردګو ولايت کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهد الله شاهد  باختر اژانس ته وويل: دغه کسان تيره شپه ددغه ولايت دچک ولسوالۍ په دمدادساحه کې کله يې چې يو ماين په واټ کې ښخاوه ، ماين يې وچاوديد او په خپله دده دوژل کيدو سبب شوه .
 

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
  په کونړ ولايت کې  نن دپولسو له خوا ځان مرګې بريد کوونکي و وژل شو .
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ځانمرګي بريد کوونکي  دکونړ ولايت له تروريزم سره دمبارزي دمديردساتونکي له خوا هغه وخت چې غوښتل يې ددغه ولايت په مرکز پوري اړوند د چنار دمه په ساحه کې دوى ته نږدي ځان وچوي دپوليسو له خوا و وژل شو
ددغه سړى يو ځانمرګي واسکت له يو کلاشينکوف سره دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
 

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
  شپږ تنه وسله وال مخالفين دملي پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دملي پوليسو ځواکونو د تيرو څليرويشتو ساعتو په بهير کې دتخار ،کندز ، قندهار ، ازرګان ، لوګر ، غزني ، پکتيا او دهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې  عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږتنه وسله وال مخالفين  و وژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهير کې ددښمن دوه زره دوه سوه لس کيلوګرامه نشه يي توکي شپاړس سپکې او درندي وسلې  دسپکو وسلو څلور سوه ګولۍ ، دوسايطو ضد درې ماينونه ، اته لاسي بمونه ، يوه موټرسايکل او دوه موټرونه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
 

Monday, 12 November 2012 08:16

دپوهنې وزارت خبرتيا

کابل  \باختردلړم  ٢٢مه  :
دپوهنې وزارت باختراژانس ته ديوې خبرتيا په ليږلوسره ويلې دي چې دهيواد دسړو سيمو له لومړۍ ټولګي څخه ترشپږم ټولګي پورې دلومړني دوري  د زده کوونکو کلني ازموينې  د روان کال دلړم دمياشتې په ٢٥ نيټه اوله اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې دزده کوونکو کلني ازموينې د روان کال دلينډۍ دمياشتې په لومړۍ نيټه د چهارشنبې په ورځ پيل  او دلينډي دمياشتې په  ١٥ نيټه پاى ته رسيږي.
 

کابل – باختر دلړم دوه ويشتمه
دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان په قندهار ولايت کې دعملياتو په بهيرکې و وژل شو.
دغه قوماندان هويت يې نه دى افشا شوي نن سهار هغه وخت چې يو لړ ترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و په پنجوايي ولسوالۍ کې دناټو او افغان د ځواکونو له خوا په پټنځاى يې بريد وشو او  و وژل شو.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړچې دغه قوماندان په  پنجوايي کې دطالبانو دترورستي بريدونو دمشرتوب مسوليت په غاړه درلود.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهير کې ددغه قوماندان درې تنه افراد هم نيول شوي دي.
 

Monday, 12 November 2012 08:12

دناټو يو عسکر و وژل شو

کابل – باختر دلړم دوه ويشتمه
دناټو يوعسکر ديوتن د ډزو له امله چې ويل کيږي افغان پوځي جامې يې په تن کې و په هلمند ولايت کې و وژل شو.
دملي اردو په يونيفورم سمبال سړى دناټو په ځواکونو بريد وکړ دهلمند دوالى ويندوى احمدزيرک له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او وې ويل چې ددغو ډزود انګيزې په باب څيړنې پيل شوي دي ويل کيږي چې يرغلګر دناټو دځواکونو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې ناټو هم ديوې خبرپاڼې په خبرولو سره دافغانستان دملي اردو په يونيفورم سمبال ديو تن له خوا دخپل يو عسکر وژل کيدل تاييد کړ.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
ناټو په افغانستان کې دحقاني دشبکې دڅلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو او درې ويشتو تنووسله والو طالبانو دنيولو خبرورکړ.
دغه قوماندانان نن سهار دپکتيا، غزني، قندهار او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونوپه څو عملياتو کې نيول شوي دي.
باختراژانس دناټو دخبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې دغه قوماندانان هغه وخت  چې په تروريستي فعاليتونوبوخت وو؛ ونيول شول.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند څوتنه  جګړه ماران هم نيول شوي دي .
خبرزياتوي چې دغو قوماندانانو په خپلو سيموکې دځينو تروريستي بريدونو د رهبري مسووليت درلود.
له بلې خوا ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره په افغانستان کې ديولړ جلاجلا پوځي عملياتو په بهيرکې د درې ويشتو تنو وسله والو طالبانو دنيولو خبرورکړ.
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوى دى  چې له دغو وسله والو طالبانو څخه په لسګونو جنګي وسايل اوپه سلګونو کيلوزګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوى دى.