28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

  څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ملي دفاع وزارت مسوولین...

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
په قندهار ولايت کې  سيمه ييزو مقاماتو هغه رپوټونه رد کړل چې ويل کېږي  ددغه ولايت په هوايي ډګر راکټي بريدشوي دي .
نن ځينو پاکستاني اوافغاني  رسنيو خبرورکړ چې دقندهار په هوايي ډګر نن غرمه ټيک  ديوې پاکستاني مسافر وړونکې الوتکې دالوتنې په وخت کې دوسله والو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو.
ددغو  خبرونوله مخې دغې الوتکې سپرلۍ دپاکستان دکويټي ښار ته ليږدولي.
دقندهار دهوايي ډگر امر احمدالله فيضي له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه رد کړه.
دفيضي  دڅرگندونوله مخې په دغه هوايي ډګر نن راکټي بريد نه دى شوي.
دافغانستان قندهار ته د  پي  آي   اي   په نامه  دپاکستان دهوايي شرکت دالوتکو الوتنې له يوې اوونۍ را په دې خوا پيل شوي دي.
ددغه شرکت الوتنې سپرلۍ له قندهار څخه کويټې ته اوله دغه ځاى څخه قندهار ته ليږدوي.
دقندهار سيمه ييزو مقامات دځينو پاکستاني رسنيو له خوا ددغه شان خبرونو خپرول ددغه ولايت دهوايي ډګر دبدامن ښودلو اوپه افغانستان کې دهوايي شرکتونو دفعاليت دکمښت په لاره کې هلې ځلې  بولي .
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دناټو يوپوځي په هلمندولايت کې دهغه سړى دډزو له امله ووژل شو  چې ويل کېږي دافغانستان دملي اردو په جامو سمبال و.
په دغو ډزو کې چې پرون مازيګر په نهرسراج ولسوالي کې  دناټو دپوځيانو  په يوه اډه کې  وشوي دناټو څه ناڅه شپږ تنه نور پوځيان  ټپيان شول.
ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره په دې بريد کې دخپل يوسرتيري  وژل کېدل تائيد کړل خو ددغې پيښې دڅرنګوالې په باب يې څه نه دى ويلي خو په هلمند ولايت کې  دبريتانوي پوځيانو يوه ويندوي په لښکرګاه ښارکې  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو   ډزو کې  په بريتانوي پوځيانو بريد شوي دي.
دبريتانوي پوځيانو ددغه ويندوي دڅرګندونو له  مخې يرغلګر دمتقابلو ډزو په بهيرکې وژل شوي دي.
ده تائيدکړه چې يرغلګر دافغانستان دملي اردو په  جاموسمبال و.
له بلي خوا په نهرسراج ولسوالي کې  يوه امنيتي مسوول  وايي چې په دغو ډزو کې  يو بريتانوي پوځي وژل شوي  اوشپږتنه نوريي ټپيان شوي  دي.
په همدي حال کې دناټو په خبرپاڼه کې په دې اړونددڅيړنودپيل خبري شوي دي.
په نوي ميلادي کال کې داپه افغانستان کې   دناټو په پوځيانو ديو افغان سرتيري دبريد لومړنۍ پيښه ده .
په تيرکال کې  هم افغانستان ددغه شان بريدونو دڅو مواردو  ډګرو چې له امله يې په لسګونو تنه بهرني پوځيان ووژل شول.
دناټو په سرتيرو دافغانستان په پوځي جامو دسمبالو کسانو بريد دامريکا په ګډون دناټو سازمان  دغړو هيوادونو اودافغانستان دمقاماتو ترمنځ انديښنې را پارولي دي .
په دې وروستيو وختو کې دافغانستان پوځي  مقاماتو په امنيتي اوپوځي دستګاو کې  دتروريستانو داحتمالي نفوذ دمخنيوي  لپاره په دغو دستګاو کې   دافرادو  دجذب   په بهيرکې  يو لړبدلونونه رامنځته کړي دي .
دناټو مقاماتو هم ددغو بدلونونو هرکلي کړي دي اوتائيده کړي يې  ده   چې په افغان پوځي دستګاو کې دافرادو دجذب په کار کې څيړنې او دقت دجګړه مارانو داحتمالي نفوذ اوپه افغانستان کې دناټو په پوځيانو دبريد دکمښت سبب شوي دي
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين يو ځل بيا دامنيتي مقاماتو دغه څرگندونې تکرارکړي  چې ترويستان دډيورند له کرښې اخوا خوندي پټنځايونه لري .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دکورنيو چارو وزارت  ستر امنيتي معين  جنرال عبدالرحمن رحمان  چې نن يې په  هغې غونډه کې چې سرحدي پوليسو دفعاليتونو دڅيړنې په خاطر جوړه شوې وه يوځل بيا په دي ټکې تينګار وکړ چې تروريستان له کرښې  اخوا خوندي پټنځايونه لري.
ده دتروريزم له دپديدي سره  دمبارزي په لاره کې  دسرحدي  پوليسو رول ارزښتناک وباله   او دتروريستانو پرخلاف  يې په جدي  مبارزي  باندې ټينګار وکړ.
ده وويل دکورنيو چارو وزارت دسرحدي پوليسو دسمبالولو په خاطر يولړ اقدامات ترلاس لاندې   لري . .
دکورنيو چارو وزارت دسترامنيتي معين دڅرگندونوله مخې  په داسې حال کې   کېږي چې دسرحدي پوليسو منسوبين وايي چې دروان هجري لمريز کال په بهيرکې  يې په هيواد کې يې ١٤٩ چاڼيز عمليات ترسره کړي دي. چې له امله يې پنځه سوه دوه پنځوس تنه مخالفين وژل شوي دي اوپنځه سوه څلويښت کېلوګرامه چاوديدونکې توکې اويوه زياته اندازه نشه يي توکې  ترلاسه شوي دي.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دپروان ولايت  ديوتن مخور اوديندار شخصيت ارواښاد الحاج وکېل ميرمحمدعثمان دمړينې له امله دجمهوري رياست  دسرپرست  مارشال محمدقسيم فهيم دډاډګيرنې پيغام
په ژورې  خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې يو مخور او ديندار شخصيت 
اودملي شورا  په ديارلسمه دوره کې دپروان و لايت دخلکو استازي الحاج وکېل ميرمحمدعثمان وفات شوى دى .
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد الحاج  وکېل ميرمحمدعثمان دپياوړې  ښوونکې په توګه  دهيواد بجيانو ته دخدمت په لاره کې په کار پيل وکړ اودملي شورا په ديارلسمه دوره کې يې دپروان ولايت دخلکو داستازي په توګه دنده ترسره کړه.
ارواښاد الحاج  وکېل مير محمدعثمان دافغانستان دخلکو دجهاد په دوران کې يو خدمتګار و چې په پوره  سرښندنې  اوځان تيريدنې يې دهيواد دنورو  مجاهدينو ترڅنګ  دتيري کوونکو په وړاندې مبارزه وکړه.
دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت په دورا ن کې  دخلکو په پيوستون اويو موټې کولو کې درواښاد عالمانه لارښوونې ارزښتناکې او تل پاتي دي.
دارواښاد مړينه دافغانستان خلکو ته يوه نه جبيره کېدونکې ضايعه ده.
په دې وسيله  دخپلې ډاډګيرنې مراتب  له نشه يي توکوسره دمبارزي دچارو دوزير انجينر ضراراحمدمقبل  په پارلمان کې دپروان ولايت دخلکو استازي محمدصديق عثماني  دارواښاد بچېانو ، دکورنۍ غړو اودوستانو او دپروان ولايت پتمنو  خلکوته څرگندوم  اولوى  خداى   ج  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دبدخشان ولايت دوګړني شاعر او شخصيت  ارواښاد عبدالواحد رشته  دفاتحې مراسمو نن دارواښاد دکورنۍ اوداطلاعاتو اوفرهنګ دوزارت اوپه کابل کې دميشتو بدخشانيانو له خوا پرځاى شول.
دباختراژانس دخبرله مخې په هغو مراسمو کې چې ددريم مکروريان دابوبکر صديق په جامع جومات کې  پرځاى شوي و دکابينې يوشمير وزيرانو، دپارلمان يوشمير غړو ، دجمهوررييس فرهنګي سلاکار  ، شاعرانو ، ليکوالو اودارواښاد  دوستانو اومينه والو  پکې ګډون کړي وو.
عبدالواحد رشته دبدخشان ولايت ټولنيز شخصيت  ، شاعر او ليکوال  پنځه نوي کاله مخکې په فيض اباد ښارکې وزيږيد .
ده دخپل ژوند په اوږدو کې  په فرهنګي اوټولنيزو برخو کې  ښه خدمتونه ترسره کړل ،  درشته شعرونه پنځه  څلويښتو زرو بيتونو ته رسيږي  .
ارواښاد د افغانستان دسولې  دعالي شوار غړى هم و.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي  دپوليسو دځواکونو د ژوندانه دحالت دڅرنګوالې ددقيقې  اوهر اړخيزې څارنې اودچارو دښه والې په مقصد يوميکانيزم دترلاسه کولو په مقصد دپوليسو زونونو ته يې هيتونه استولي دي.
دباخترا ژانس دخبرله مخې دکورنيو چارو وزارت   مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته دخبرپاڼې په ليږلوسره  دژوندانه  دحالت  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو ، دعينياتو اولوژستيکي  اکمالاتو ، دمعاشونو دورکولو ، دجمهوري رياست  دعالي مقام د ٤٥ ګڼه فرمان دمادو درعايتولو ، دپرمختياييي پروژرو  دپرمخبيولو دپرسونل دشکايتونو دڅيړنې  اودشهيدانو  دوارثانو اومعلولينو  دحقوقو دورکولو څرنګوالې هغه موضوغګانې دي چې دافغانستان دکورنيو چارو وزارت په دې وروستيو  وختو کې دپوليسو شپږوساحوي زونونو دڅلورکسيزو کتوونکو دشپږو ډلو په استولو سره هغه  څيړي  . دغه شپږ ډلې چې د شمشاد د٢٠٢ ،  دپامير د ٣٠٣ ، دميوندد ٤٠٤  ، دسپين غر د ٥٠٥  ،   دانصار د ٦٠٦   او دلښکرګاه د ٧٠٧  ساحوي زوونو ته استول شوي دي له لازمو څيړنو وروسته کابل ته ستنې شوي  او خپل رپوټونه يې دکورنيو چارو وزارت مشرتابه  ته وړاندې کړل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکورنيو چارو وزارت په پام کې لري ددغو استول شويو ډلو درپوټ له ترلاسه کولو وروسته  له نړيوالو ځواکونو څخه دهيواد دامنيتي ځواکونو  ته  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  په څلورم پړاو کې د امنيتي مسووليتونو دمنلو لپاره  ددغو ځواکونو دلازيات  چمتووالې په لاره کې دپوليسو دځواکونو دحالت دښه والې په لاره کې زيات تدبيرونه ترلاسه لاندې ونيسي .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دحج او اوقافو وزارت  خبرتيا
دکابل ښاردناحيو دبيت الله شريف دحج ټولو غوښتوونکو ته چې په ١٣٩٢ کال  اوراتلوونکې کلوونو کې دحج دفريضي داداکولو هيله لري اوپه تيرو پرړاونو کې له نوم ليکنې څخه پاتي و خبر ورکول کېږي  چې دنوم ليکنې  او دلومړۍ قسط دتحويلولو په مقصد دې  له تذکري اوتذکري له دوو فوتوکاپيو اوپه  ٣در٤   له شپاړلسو عسکونو او زرو ډالرو اودهغه  معادل افغانيوسره دسلواغي  دمياشتې ترشلمې نيټې پوري  دکابل په نوى ښارکې دفيض محمدخان په څلور لاري کې  دحج او زيارت رياست ته ورشي .
ديادونې وړ ده چې دولسواليو حاجيان دکابل داوقافورياست اودنورو ولايتونو دتابيعيت له تذکري له مخې خپلو ولايتونو ته مراجعه وکړي.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دحقاني شبکې يو سرګروپ نن له يو بل وسله وال مخالف سره دملي اردو دمنسوبينو له  خوا دخوست ولايت په مربوطاتو کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته  خبرورکړ .
دافغان  امنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دخوست  ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې   ترسره شول  دحقاني دشبکې يوسرګروپ  له يوبل وسله وال مخالف  اوله يوې اندازي درندو اوسپکو جنګي وسايلوسره ونيول شو.
دغه راز دلغمان ولايت د ګمبيري دسيمي  په مربوطاتو کې  په ورته عملياتو کې دطالبانو دجنګي تجهيزاتو يوبشپړونکې له يوې اندازي وسلوسره ونيول شو.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
نن دانرژي او ابو وزارت له معين اوله يوشمير رييسانوسره  دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دمشرانو  جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دمشرانو جرګي رييس  دبريښنا دتوليد دمنابعو دجوړولو ، دبريِښنا  رسولو  دشبکو دغځولو اودهغو دهميشني بهير دڅارنې په باب په تيره بيا دننګرهار ، لغمان  اودکونړ ولايتونو ته دبريښنا دتامينولو په باب دانرژي او اوبو وزارت  دبريښنا شرکت اودامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې  پرمختيا  داداري دپرله پسي هڅو اوهاند له امله قدرداني وکړه او ددوي دخدمتونو په درناوى دانرژي  او اوبو  وزارت معين شجاع الدين ضيايي ، دبريښنا شرکت رييس عبدالرزاق صمدي  ، دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا داداري دساحوي دفتر رييس مايکل دمپسي  او ددغې  اداري مرستيال  لايق شاه کاموي  ته يې په جلاجلا  ډول دمشرانو جرګي ستاين ليکونه هغوى ته ورکړل او په اړوندو چارو کې يې دهغوي دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
دغه راز دسنامجلس لومړۍ نايب  محمدعلم ايزديار نن په ايټاليا کې دافغانستان دسفارت  له دريم سکرتر فضل محمود پژواک  سره دغونډي په ترڅ کې ايټاليا ته دسفر په وخت کي دملي شورا  غړو ته د  ده دښو خدمتونو اوله نورو هيوادونوسره  دده دښه سلوک  او اجرااتو په درناوي دمشرانو جرګې  ستاين ليک ده  ته ورکړ چې د ده له خوا دکور ودانۍ په ويلوسره ومنل شو.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دبغلان ولايت پوليسو نن دپستي دځنګلونو دپراختيا دپروژې دپرسونل دمعاشونو دغلا په تور پنځه تنه ونيول .
دغه پروژه  په بغلان ولايت کې له بياادغام سره دکرکيلې دملاتړ دموسسي  له خوا پرمخ بيول  کيږي .
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دکشف آمر څارمن امان الله باختراژانس ته وويل ددغې پروژې دشاملانو پنځه مليونه افغاني معاشونه دصنعتي بغلان  دپلچک غوربندي ها په سيمه کې  دليږدونې په وخت کې دوسله والو کسانوله خوا لوټ کړاى شوې .
خبرځاى  زياته کړه چې دپيښې په تور داى  اس   پي  موسسي  دڅلورو تنو کارکوونکو اودسولې دولايتي شورا ديو کارکوونکو په ګډون پنځه تنه يې دهيئت په ترکيب کې دپوليسوله خوا نيول شوي دي .
په بغلان کې دسولې دولايتي شورا منشي مولوى سراج الدين  سيرت  وويل لوټ کړاى شوي  پيسې دسولې په مرکزي شورا پوري اړه لري دکرنې او اوبولګولو  وزارت له خوا دپستي  دځنګلونو دپرمختيا په برخه کې له دولت سره نويو يوځاى شويو کسانو ته دکارموندلو په مقصد ويشل کيدي.