28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

  څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ملي دفاع وزارت مسوولین...

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دواليانو ديوشمير نويو ټاکل شويو مرستيالانو او ولسوالانو دژمنې او وفاداري مراسم نن  دجمهوررييس ددويم مرستيال په وړاندې پرځاى شول.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په هغې غونډۀ چې له همدې امله دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې اداري له خوا په انترکانتيننتال هوټل کې  جوړه شوې وه   دجمهوررييس دويم مرستيال محمدکريم خليلي دولايتونو نويو ټاکل شويو مرستيالانو اولسوالانو ته  دمبارکې دويلو په ترڅ کې په برياليتوب سره  دسيالۍ دشفاف بهير ترسره کېدل دافغانستان ددولت لپاره مهم اصل وباله   اوهيله يې وکړه چې دازادي سيالۍ بهير وکولاي شي  دزده کړي خاوندو ځوانانو اومسلکي کسانو ته  دافغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې  زمينه برابره کړي .
دجمهوررييس مرستيال په هيوادکې د ښيې حکومتوالۍ درامنځته کولو اودفساد په کمښت کې  دولايتونو دنويو ټاکل شويو مرستيالانو اوولسوالانو رول مهم وباله .
ده دافغانستان خلک دزغم هلوځلو اوصداقت  له پلوه دنړۍ يوه  بيلگه ملت
وباله  اوڅرگنده يې کړه چې ټول دولتي مسوولين حاکم نه ، بلکې دخلکو خدمتګاران دي اوبايدپه ښه توګه دخدمت دوړاندې کولو اودافغانستان دخلکو دستونزو دکمښت په لاره کې هڅه اوهاند وکړي.
ده دغه راز هغه درانده  مسووليت ته په اشاري سره   چې دولايتونو دمرستيالانو اودولسوالانو  په اوږو  دي څرگنده کړه  چې هم دولايتونو په کچه اوهم دولسواليو په کچه دافغانستان خلک له يولړ ستونزو سره لاس اوګريوان  دي چې بايد دولايتونو اودولسواليو دمسوولينو له خوا دهغو دحل کولو په لاره کې جدي اقدامات وشي .
د جمهورري رياست په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې  په افغانستان کې دسياسي ، امنيتي اواقتصادي قدرت  ليږدونې ته په اشاري سره څرگنده کړه  ځيني کسان هلې ځلې کوي چې په دې اړوند دافغانستان دخلکو ترمنځ  ناهيلې اونااميدي پياوړي کړي   خو دافغانستان خلک او دولت په شفاف  اوعادلانه ډول دانتخاباتو دترسره کولو ، په بشپړه توګه دامنيتي مسووليتونو دمنلو اوداقتصادي ودي او غوړيدو په لاره کې  کلک هوډ اواراده لري .
په دغو مراسمو کې دغه راز دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې اداري رييس دولايتونو دنويو ټاکل شويو مرستيالانو او ولسوالانو دژمنې او وفاداري دمراسمو دپرځاى کولو په ترڅ کې هيله وکړه چې دازادي سيالۍ  دبهير له لاري استخدام وکولاي شي دښې حکومتوالۍ  په رامنځته کولو اودخلکو او حکومت
ترمنځ  دواټن په لنډولو کې مرسته وکړي.
ده دغه راز دښيې حکومتوالۍ  په رامنځته کولو کې دعدلي ، قضايي او امنيتي ارګانونو ترمنځ اغيزمنه او سازمان موندلي همکاري مهمه وبلله او څرگنده يې کړه چې دښيې حکومتوالي رامنځته کول دټولو دولتي مرکزونو او ارګانونو ملاتړ اوهمکاري ته اړتيالري .
دمشرانو جرګې  رييس فضل الهادي مسلميار هم په دې غونډه کې خبري وکړي او څرگنده  يې کړه چې دواليانو مرستيالانو اوولسوالانو په سيمه کې دحکومت استازي دې اودخلکو او حکومت  ترمنځ دارتباطي پله حيثيت لري اوبايد دحکومت اوخلکو ترمنځ داړيکو دلازياتې پراختيا په لاره کې هڅه وهاندوکړي.
لوى څارنوال محمداسحق الکو هم په دې  اړوند خبري وکړي او  دهيواد په ولايتونو او ولسواليو کې دقضايي او عدلي کارپرمختګ يې په ښه امنيت پوري اړوند وباله اودهيواد په بيلابيلو سيمو کې دقضايي اوعدلي کار په ښه والې کې يې دامنيتي ځواکونو همکاري مهمه وبلله.
په دې  غونډه کې  دغه راز ديوناما استازي  او دولايتونو يوتن نوي ټاکل شوي مرستيال اويو ولسوال دنورو په استازيتوب دښې  حکومتوالي درامنځته کولو اودقانون دواکمني دتطبيق دڅرنګوالې په باب خبري وکړي.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
داساسي قانون دتصويب نهمه  کاليزه  دهيواد دکورنيو چارو په وزارت کې ونمانځل شوه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکورنيو چارو وزارت ددغه وزارت په مقر کې ديوې غونډي په جوړولو سره دهيواد داساسي قانون دتصويب کاليزه ونمانځله.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې غونډه کې  چې ددغه وزارت  معينانو اويوشمير نورو مقاماتو ګډون کړي وو ددغه وزارت  دپاليسي  اوستراتيژي معين جمال عبدالناصر دقانون په تنفيذ اوتطبيق کې  دپوليسو رول ته په اشاري سره وويل چې  دافغانستان  داساسي قانون پربنسټ دهيواد ملي پوليس دقانون په تنفيذولو مکلف دي اود غه مرکز په دې بريالي شوي دي چې داساسي قانون دمادو دعملي کولو په لاره کې اغيزمن ګامونه واخلي .
دکورنيو چارو وزارت دپاليسي اوستراتيژي معين تينګار وکړ چې دهيواد په حقوقي نظام کې  ملي پوليس دقانون داجراکولو اوساتونکې په مقام  کې دي  اودهيواد داساسي قانون دنافذو اوعملي کولو په لاره کې به له هيڅ راز هلوحلو څخه ډډه ونه کړي .     
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دسترې محکمې عالي شورانن غونډۀ وکړه اوپه اجنداکې نيول شوي موضوعګانې يې   وڅيړلي .
دسترې محکمې  يوه خبرځاى باخترا ژانس ته  خبرورکړ.
په شورا کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه لومړۍ دسترې محکمې دمدني  او دعامه حقوقو  دديوان دمستشار قضاوتپوه  عزيزالله مړينه يوه ضايعه وبلله  او دلوى خداى ج  له دربارڅخه يې ارواښاد ته دفردوس جنت اوکورنۍ اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبرهيله وکړه.
وروسته يې په يوشمير رسيدلو استهداګانو غور وکړ او داسې لارښوونه يې وکړه  دجمهوري رياست  دعالي مقام دمجازاتو دبخښنې او تخفيف  له فرمانونو څخه په اعدام دهغو محکومينو  داستفادي دڅرنګوالې په برخه کې  چې مجازات  يې په بند تعديل شوي دي دچارو داداري او دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوي رياست له غوښتنې  له امله دلوى څارنوالۍ  استهدايي ته په پاملرنې سره لارښونه وشوه :  هغه محکومين چې  داعدام مجازات يې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس له خوا په اساسي قانون کې له ليکل شوي صلاحيت سره سم په شل کاله بند تعديليږي  ، هغوى کولاي شي په بند ددوي داعدام دمجازاتو دتعديل له نيټې څخه دمجازاتو دبخښنې اوتخفيف دفرمانونو له مادو څخه ګټه واخلي .
دغه راز داختلاس په يوه قضيه کې دسترې  محکمې دعامه امنيت دديوان دحکم دتعليقي اويا  تنفيذي والې دڅرنګوالې په برخه کې دلوى څارنوالۍ داستهدايي په وړاندې داداري فساد پرخلاف  دمبارزي  پرستراتيژي دڅارنې دقانون دپنځلسمي  مادي دلومړۍ فقري په رڼا کې  توضيح  ورکړي شوي  چې داداري فساد له امله  په رامنځته شويو جرمونو کې تعليقي  مجازات  کوم ځاى نه لري اوصادر شوي حکم په تنفيذي برخه کې دي.
دغه راز دماشومانو دداخلي امنيت پرخلاف له جرمونو سره دمبارزي دابتدائيه څارنوالۍ له لاري دکندز ولايت داستيناف  محکمې رياست ته دماشومانو په جرمونو پوري داړوندو دوسيودرسيدو په باب ددغې محکمې درياست داستهدايي له مخې  څرگندونه وشوه  چې دماشومانو دسرغړونو دڅيړنې دقانون دنهمې مادي دلومړۍ فقرې  له صراحت سره سم دجرمونو کشف دپوليسو له خوا اوڅيړنه ، تحقيق اوتعقيب يې دماشومانو داختصاصي  څارنوالۍ له خوا ترسره کېږي  له دې امله دکورني امنيت  پرخلاف  دجرمونو څارنوالې دې دماشومانو دسرغړونو هغه قضيې چې دکورني امنيت پرخلاف ترسره کېږي دماشومانو داختصاصي څارنوالۍ  له لاري  دې دواکمنو محکمو ته وسپاري .
دغه راز دشرعي قبالو  دنه لرونکو دولتي  جايدادونو لپاره د ذوليدي سندونو دبرابرولو دغوښتنې په باب دماليې وزارت داملاکو  دلوى رياست داستهدايي په وړاندې لارښوونه وشوه چې دځمکه والې دچارو دتنظيم  دقانون ددريمې مادي په اتم جز کې ددولتي املاکو او ځمکو ډولونه په مفصل ډول تعريف  اومشخص  شوي دي چې  ددولتي املاکو  دتثبيت  لپاره دحکم وړ ډير ستر اوډير معتبر سنددي او ټولي دولتي اداري کولاي شي دهغو په استناد دغاصبينو پرخلاف  دعوا اقامه کړي چې په دې صورت کې له افرادو سره دمعتبرو سندونو نه شتون ددولتي ادارو لپاره  له ځانه جوړشوي سند بلل کېږي او د ادارو دملکېت سندونه هماغه دجمهوري رياست دمقام  دحکم ترلاسه کول دي او دشرعي قبالي دصادرولو غوښتنه  نه کوي  ځکه ټول دولتي املاک  دحکمي واحد شخص په واسطه  چې دولت دې اداره کېږي
سربيره پردي دعالي شورا په نننۍ  غونډه کې  دبياکتنې په لسو غوښتنو او په مدني  او جزائي مسلو کې  دمحکمې دبدلون په اوولسو مواردو  غوښتنليکونو کې چې  ددعوا دخاوندانو ، ددولت  دقضائيه اودرياست اودلوى څاروالۍ  له خوا طرحه شوي و دقاضيانو له يوشمير ذاتي مسلو سره  جوخت غور اوڅيړنه وشوه اوپه هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دډاډګيرنې او خواخوږي پيغام
په ژورې خواشيني سره خبر شوم چې دهيواد ملي اووګړني شخصيت اودپوهنې خدمتګار خواجه ميرمحمدعثمان دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد ميرمحمدعثمان حپل پتمن عمر دهيواد دبچېانو ښوونې او روزنې ته وقف کړ او د زړه سواند استاد په توګه يې دهيواد پوهنې ته صادقانه خدمت وکړ   اودملي شورا په ديارلسمه دوره کې په ولسي جرګه کې دپروان دمنتخب وکېل په توګه  دافغانستان  خلکو ته دسترو خدمتونو جوګه شو.
ارواښاد ميرمحمدعثمان  دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت  رښتينې قوماندان او همکار و او دخپل عمر په ٩٤ کلونو کې  ديو هيوادپال اوملي شخصيت په توګه يې تبارز وکړ  .
دده په مړينې سره هيواد خپل يو مخور سپين ږيږي له لاسه ورکړ.
دخپلې ژورې خواشيني  اوډاډګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ  ، دوستانو ،
دپروان اودافغانستان ټولو خلکو ته څرگندوم  اودلوى خداى  ج له دربار څخه 
متوفى ته دمغفرت  اوپاتي کسانو ته يې دجميل  صبر هيله کوم.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي وزارت د   ( 3G) دچټک انترنټي خدمتونو ديوميګاواټ بيه اووه نوى ډالرو ته لږه  کړې ده.
دباختراژانس  دخبريال نثاراحمدنوير دخبرله مخې  دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي  وزير انجينر اميرزي سنګين نن په کابل کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې اعلام وکړ  چې له دې وروسته افغان تيلي کام چې په کورنيو اوبهرنيو شرکتونو  او موسسو  دچټک انترنټ  دخدمتونو پلورونکې دي يو ميګاواټ  به اووه نوي ډالرو پلوري.
انجينر سنګين څرگنده کړه چې د  جي  ام  اس   په خدمتونو کې چې دافغان تيلي کام  دشرکت له خوا هيوادوالو ته وړاندې کېږي په يوه مياشت کې ديوميګايت انترنت بيه دوه زره پنځه سوه افغاني وه چې اوس يو زرو دوه افغانيو ته ټيټه شوې ده.
ده وويل  چې په هېواد کې دمخابراتي خدمتونو بيه  د ٢٠١٣ ميلادي کال دجنوري  له لومړۍ نيټې څخه نيمايي ده.
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزير په هيواد کې  دمخابراتي خدمتونو دپرمختګ يادونه وکړه  او ويي ويل دفايبر نوري کېبل په فعاليدو سره په  دوو کلونو کې دمخابراتي خدمتونو بيه ټيټه شوې ده .
ده هيله وکړه چې په راتلوونکو پنځوکلونو کې دهيواد په سلو کې اتياوګړي په انترنتي خدمتونو لاسبري پيداکړي .
 

کابل – باختر دمرغومې ١٩ :
په وسله والوطالبانو او دحقاني  په شبکې پورې اړوند درې تنه قوماندانان په افغانستان کې د څو عملياتو په بريد کې ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهير کې چې تيره شپه اونن سهار دقندهار دامان ،دهلمند دسنګين ،دغزني داندړو دولسواليو او خوست ښار په مربوطاتو کې ترسره شول ددغو قوماندانانو پنځه تنه افراد هم نيول شوي دي.
باختر آژانس د ناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ دغو قوماندانانو په خپلو سيمو کې ديو شمير عملياتو درهبري مسوليت په غاړه درلود.
ناټو وايي ددغو عملياتو په بهير کې نښتې هم شوي دي او دطالبانو په ډلې او دحقاني په شبکې پورې اړوند اووه تنه مربوط کسان وژل شوي دي.
ويل کېږي په دغو قوماندانانو کله چې ديو لړ ترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و دافغان او ناټو ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول او ونيول شول .
خبرپاڼه زياتوي دجګړه مارانو دجنګي وسايلو او نشه يي توکو درې زيرمې هم ترلاسه کړى دي.
په خبرپانه کې دافغان او ناټو دځواکونو او ملکې وګړو داحتمالي دسر زيان په باب څه نه دى ويل شوي.
 

Tuesday, 08 January 2013 13:16

يوې ښځې خپل ميړه وواژه.

کابل – باختر دمرغومې ١٩ :
په هرات ولايت کې يوې ميرمنې خپل ميړه وواژه.
دغه پيښه تيره شپه دهرات د ولايت په کشک کهنه په ولسوالۍ کې رامنځته شوه  دهرات دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسول سمونوال نور خان نيکزاد باختر آژانس ته وويل مقتول عبدالرحمان نوميږي او دخپلې ميرمنې له خوا دلرګي په ګوزار سره وژل شوى دى .
نيکزاد زياته کړه پوليسو دغه ميرمن دوى له لور او له يوخپلوان سره يې نيولې ده.
دوژنې علت کورنۍ اختلافونه بلل شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې اووه اوياتنه دهرات دمحکمې له خوا په مرګ محکوم شوي دي چې يوه ميرمن هم پکې ده .
اوس دغه محکومين دقتل په پيښو کې مجرم پيژندل شوي دي.
 

کابل – باختر دمرغومې ١٩ :
دکندز ولايت دګور تيپه په څلور څلويښتو کليو کې پرون دثبات دټينګښت پروګرام پيل شو.
د سيکا د دفتر مسوول هارون مير باختر آژانس ته  وويل : چې په دې پروګرام کې دکندز دمرکز دګورتيپې دڅلور څلويښتو کليو استازو ګډون درلود.
دغه راز دکندزولايت دکليو دپراختيا او بيا جوړولو پراختيا رييس عبدالرب حکېمى وويل : دثبات دټينګښت لپاره مو دګورتيپه دڅلور څلويښتو کليو داستازو نظريات او وړانديزونه په دغه پروګرام کې شامله کړي ترڅو چې دغه پروګرام په ښه دول تطبيق شي.
ده زياته کړه چې له امنيت پرته موږ هيڅ کارنه شو کولى  او آن که چېري امنيت  هم نه وى موږ خپل مذهبى مراسم لکه  چې  لازمه ده اجراکړو.
 

کابل – باختر دمرغومې ١٩ :
دوسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان په هلمند ولايت کې دافغان اوناټو پوځيانو دعملياتو له  امله ووژل شو.
په محمد سير پرون دواشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپل پټنځي کې پوځي بريد وشو او وژل شو.
باختر آژانس دناتو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ : چې دطالبانو  په دغه قوماندان کله چې په يو لړ ترورستي بريدونو په پلان  ورکولو بوخت و پرې بريد وشو او له مرستيال سره و وژل شو.
ناټو وايي چې محمد سير دوسله والو طالبانو دترورستي بريدونو په تيربيا دهلمند ولايت په واشير ولسوالۍ  کې دسيمه ييزو مقاماتو وژلو مسوليت په غاړه درلودل په داسې حال کې چې دهلمند سيمه ييز مقامات دوسله والو طالبانو ددغه قوماندان وژل کېدل تاييدوى او په ده دځينو سرتيرو،پوځى افسرانو او دسيمه ييزو مسوولينو دوژل کېدو تورلګوي.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
په بادغيس ولايت کې داسپانوي پوځيانو دسولې له بهيرسره له سلوتنو يوځاى شويو کسانو سره مرسته وشوه.
دبادغيس  دوالي ويندوى  شرف الدين مجيدي باختراژانس ته وويل دغه کسان دبادغيس ولايت  دمقر، قادس  اوآبکمري ولسوالۍ  څخه  وو چې نن يوه اندازه غنم،  غوړي ، اوړه  او ژمني جامې ددوى په واک کې ورکړاى شوي دي.