15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دافغانستان دفوټبال دملي ټيم او دتاجکستان ټيم نن دوستانه لوبه کوي .
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: دهيواد دفوټبال دملي ټيم لوبغاړي دوه ورځې مخکې په همدې هدف تاجکستان ته تللي دي .
دانش زياته کړه: ددغې سيالۍ هدف چې ټاکل شوې ده نن مازيګر په څلوروبجو ترسره شي؛ د فيفا په رده بندۍ کې دهيواد دفوټبال دملي ټيم لوړوالى دى .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د نړيوال بانک په مرسته د سمنګانو ولايت د لوړو زده کړو د موسسې د واټ  دجوړولو کارنن پيل شو .
ديو زرو شپږ سوه مترو په اوږدوالى او د نهو مترو په سور ددغه واټ دجوړولو کار ټاکل شوې ده په څلورو مياشتوکې بشپړشي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: ددغه واټ دجوړولو دکار دپرانيستلو په مراسموکې د سمنګانو والي خير الله انوش  وويل: دغه واټ له نقشې سره سم د ايبکو ښار د نوى ماستر پلان په ساحه کې ډيزاين شوى دى او دهغه دجوړولو په پروګرام کې د پليو لارو او دڅلوروپلګوټو جوړولو او قير اچول هم شامل دى چې د نړيوال بانک په مالي مرسته د اتلسو مليونو افغانيو په لګښت بشپړيږي .
دسمنګانو والي وويل: ددغه سړک د جوړولو دکار په بشپړيدوسره ددغه ولايت د لوړو زده کړو دموسسې محصلانو او استادانو ته اسانتياوې برابريږي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د (آى تي اف) د تکواندو دملي ټيم ورزشکاران د آسيا د اتلوالى په سياليوکې دګډون په مقصد پرون ازبکستان ته روان شول .
د المپيک دملي کميټې د رسنيو مسوول سميع دره يي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د (آى تي اف) د تکواندو سيالۍ د دولسو آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون دغبرګولي دمياشتې په ١٦نيټه په تاشکندکې پيليږي او څلور ورځې دوام کوي .
ده وويل: په دغو سياليوکې دګډون په خاطر له افغانستان څخه دولس تنه ورزشکاران او يو هيئت ازبکستان ته سفر کړى دى .
د دره يي دڅرګندونو له مخې: دغه سيالۍ په دريو کتګوريو مبارزه ، د فورم اجرا کول او ټيمي مبارزه کې ترسره کيږي .
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ هغو نړيوالو سياليو ته د لارې موندلو په خاطر ورزشکارانو ته يوه مقدمه ده چې  په روان کال کې په اسپانيا کې ترسره کيږي .
د يادونې وړ ده چې ددغه فدراسيون د آسيايي اتلوالى  د سياليو وروستى ارزښت په تيرکال کې په هندکې د سرو زرو لس مډالونه ، سپينو زرو څلور مډالونه او ژيړو دوه مډالونه دي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دبدن دغړو دښکلا دملي ټيم انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې .
د المپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې دمرکز په ګډون دهيواد د اته ويشتو ولايتونو دوه سوه اتيا تنه ورزشکاران برخه لري چې په نهو وزني کټګوريو کې دڅلورو ورځو لپاره د المپيک د ملي کميټې په لوبغالى کې  سيالۍ کوي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو سياليو په پاى کې به ددغه ورزش شپږ ديرش تنه غوره څيړې دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي .
دغه راز په دغو سياليو کې په درندو اوسپکو وزنونوکې د غړو ښاغلى هم دحکمانو له خوا انتخاب شي .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دغور ولايت په دوه لينه ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
  دغه راز په دې نښته کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
دغور ولايت امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور باخترآژانس ته وويل: جګړه تيره شپه د پوليسو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د دوه لينه ولسوالۍ  په غرغره سيمه کې ونښته چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅلور تنه نور يې ټپيان شول .
  ديوبل خبر له مخې: شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دغور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې دپوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
دغور ولايت دشهرک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حبيب الله باخترآژانس ته وويل: جګړه له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ دنګار جومات په ساحه کې په  امنيتي پوستو بريد وکړ چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې يوولس تنه وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې وژل شوي دي .
  دکورنيو چاور وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  چې افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې د دولتي ضد عناصرو دځپلو په خاطر د لغمان ، کندز ، ارزګان ، ميدان وردګو ، غور او د بادغيس د ولايتونو په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل  شول او يوولس تنه نور ټپيان او نهه تنه نور ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه درنده اوسپکه وسله هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلې ده .
ديوبل خبر له مخې: دملي پوليسو منسوبينو د وسايطو ضد درې ماينونه  چې نوى د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره د زابل ولايت په  مربوطاتو کې ښخ کړاى شوي و؛ کشف او شنډ کړل او دکابل پوليسو پنځه تنه دنشه يي توکو په پلورنې او قاچاقو په تور دکابل ښار د دريمې او اوولسمې ناحيې په مربوطاتو کې نيولي دي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
وسله والو طالبانو نن سهار دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دکنتي سيمه تر خپل کنترول لاندې ونيوله .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ لوا د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول رضا رضايي باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دقيصار ولسوالۍ په کنتي سيمه کې په امنيتي پوستو بريد وکړ او دپوليسوځواکونه په شاتګ ته اړشول او دغه سيمه طالبانو ونيوله .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له مرکز څخه کومکي ځواکونه د خواجه کنتي سيمې ته  استول شوي دي او د وسله والو طالبانو دځپلو او په شاتمبولو په خاطر په دې ساحه کې هوايي اوځمکني عمليات دوام لري .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانواو د يوځانمرګى بريد کوونکى په ګډون اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې دافغان ځواکونودچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني باختراژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دشت ارچي ولسوالۍ دپاکولو په مقصد ګډ عمليات ترسره شول چې له امله يې يوځانمرګى بريد کوونکى، د طالبانو دوه تنه قوماندانان اوپنځه تنه وسله وال طآلبان د دغې ولسوالۍ د ترکيا په کلي ووژل شول .
حسيني زياته کړه: د پرونيو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې هم دکندز ولايت د دشت ارچي د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دحسيني دڅرګندونوله مخې: په سيمه کې عمليات دوه ورځې مخکې پيل شوي دي اوتراوسه پورې دطالبانويوځانمرګى واسکټ او يوه اندازه  مهمات ترلاسه شوي دي او دغه راز د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې و .
دکندز ولايت امنيه قوماندان خليل اندرابي پرون په يو خبري کنفرانس کې په دغه  ولايت کې دبهرنيو طالبانو دشتون له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې  د چيچيني او ازبکستان اتباعو په ګډون څه ناڅه سل تنه وسله وال طالبان کندز ته راغلي دي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له پنځو تنو نورو طالبانو سره په ميدان وردګو ولايت کې د ناټو په هوايي بريدکې ووژل شو .
دميدان وردګو ولايت دپوليسو يو مسوول نورزي باخترآژانس ته خبر ورکړ چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان قاري نعمت او پنځه تنه افراد يې تيره شپه دميدان وردګو ولايت دجلريز ولسوالۍ دشهيدانوپه کلي کې د ناټو دځواکونو په هوايي عملياتو کې وژل شوى دى .
د نورزي دڅرګندونوله مخې: قاري نعمت په دغه ولايت کې د طالبان د ډلې يو مشهور قوماندان و چې دکابل _ ميدان وردګو په لويه لاره کې يې د انسان تښتونې ، دملکي  خلکو د وژنې په څو پيښو او په تروريستي بريدونوکې زيات رول لوباوه .

کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دملي اردو درې تنه سرتيري پرون په هلمند ولايت کې په  واټ کې د ښخ کړى شوى دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دغه درې تنه سرتيري دهلمند ولايت دګرشک او دسنګين دولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي دندو په بهير کې دماينونو دچاودنې له امله شهيدان شول .
په دې  پيښه کې درې تنه نور سرتيري هم ټپيان شوي دي .