28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

  څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ملي دفاع وزارت مسوولین...

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دمرغومې ١٩ :
دکورنيو چارو وزير دانګلستان له پارلمانى هيئت او ددغه هيواد دوسله والو ځواکونو له قوماندان سره په کتنه کې دهيواد دامنيتي حالاتو او له ملي پوليسو سره د نړيوالې ټولنې دهمکاريو په باب خبرې وکړي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبى پتنګ په دې کتنه کې چې پرون دکورنيو چارو وزارت په مقر کې وشوه څرګنده کړه چې ديو منظم پروګرام په چوکاټ کې غواړو له ډاراچوونې سره دمبارزې په لاره کې دهيواد په ټولو ولايتونو په کچه دچټک غبرګون قطعات فعال کړو ددغه پروګرام تحقق ددغو ځواکونو په روزنې پورې اړه لرى زموږ هيله داده چې نړيواله ټولنه او په مشخص ډول انګلستان په دې لاره کې له موږ سره مرسته وکړي.
دانګلستان پارلمان او پوځي هيئت دکورنيو چارو وزارت کاري پروګرامونه ارزښتناک وبلل او دتحقيق په لاره کې يې دهمکاري  ژمنه وکړه.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
هغه سړى چې ويل کيږي دافغانستان دملي اردو په يونيفورم سمبال و دناټويوپوځي يې په ډزوسره وواژه.
دغه پيښه پرون دافغانستان په جنوب کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوسړى چې دملي اردو په يونيفورم سمبال و دناټو په ځواکونو يې ډزې وکړي.
ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره دغه پيښه تائيد کړه خو دوژل شوي پوځي هويت اودپيښې دقيق ځاى يې نه دى په ډاګه کړي.
په دې خبرپاڼه کې دغه رازديرغلګرپوځي دبرخليک په باب څه نه دى ويل شوي
ناټو وايي چې ددغه بريد دانګيزې دروښانولوپه باب څيړنې پيل شوي دي .
دنوي ميلادي کال په بهيرکې په افغانستان کې دناټو په عسکرو ديوافغان پوځي لومړۍ بريد دى.
تيرکال  هم افغانستان ددغه شان څوبريدونو ډګر و چې په ترڅ کې يې په لسګونو تنه بهرني ځواکونه ووژل شول .
دناټو په عسکرو دافغانستان په پوځي جامو سمبال کسانو بريد دامريکا په
ګډون ددغه سازمان دغړو هېوادونو اودافغانستان دحکومتي مقاماتو ترمنځ
انديښنې رامنځته کړي دي.
په دې وروستيو وختو کې  دافغانستان مقاماتو دطالبانو دنفوذ دمخنيوي لپاره په امنيتي اوپوځي دستګاو کې دافرادو دجذب په بهيرکې يولړبدلونونه رامنځته کړي دي.
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
  دکورنۍ تاوتريخوالې يوه قرباني ميرمن لطيفه نن دعلاج او درملنې لپاره له ارزګان ولايت څخه کابل ته وليږدول شوه .
   دباختر اژانس دخبرله مخې: ميرمن لطيفه چې درې ويشت کلنه او دارزګان ولايت اوسيدونکې ده او دخپل ميړه او د ميړه دکورنۍ د غړو له خوا ځورول شوې او وهل  شوې او ډبول شوې وه او سخته ټپي شوې وه.
دغه ميرمن  دعلاج او درملنې لپاره کابل ته وليږدول شوه او په يو دولتي روغتون کې تر جدي څارنې لاندې نيول شوې ده .
دغه ميرمن چې شپږ مياشتې مخکې په ارزګان ولايت کې دخپل ميړه او د ميړه دکورنۍ د غړو له خوا سخته ځورول شوې او ډبول شوې وه؛ د دې دبدن په بېلابېلو برخوکې سخت ټپونه  ليدل کيږي .
دعامې روغتيا وزارت مشرتابه د روغتون موظفينو ته لارښوونه کړې ده چې د دغې ميرمنې د درملنې او جدي څارنې په برخه کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه  ونه کړي چې روغتيايي حالت يې ښه شي .
دميرمن  لطيفې دمعالجو ډاکترانو دڅرګندونو له مخې:
دې ته په ټپونو او فزيکي زيان سربېره، له رواني پلوه هم زيان اوښتې دي او له همدې امله  دا د اوس لپاره په داسې حالت کې نه ده چې وکولى شي په مطبوعاتو کې خبرې وکړي .
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
د آسيا دجنوب دمرکز بنسټ ايښودونکى او رييس مدنجيت سنګه پرون د درې نوي کلنى په عمر د فرانسې دجنوب په (نيس) ښارکې مړ شو .
دى يو پيژندل شوى نړيوال فرهنګي شخصيت او ديونسکو دښه نيت سفير وچې په خپل شخصي لګښت يې اتو هيوادونو ته دخدمت په مقصد د اسيا د جنوب مرکز جوړ کړى و .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په يو پيغام کې د افغانستان د فرهنګيانو په استازيتوب د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندکړل او د مدنجيت سنګه مړينه يې يوه نړيواله ضايعه  وبلله .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دباختر اژانس خبريال ته وويل: فقيد مدنجيت سنګه نه يواځې پيژندل شوى پوه بلکې د اسيا دجنوب د هيوادونو خدمتګار و او يو داسې ستر انسان و چې خپل ژونديې د علم د پرمختګ او د دموکراسي، دبشر دحقوقو او د ښځې د حقوقو د تامينولو او د توپير د له منځه وړلو په شان د پتمنو مفاهيمو پياوړتياته وقف کړ .
  فقيد مدنجيت سنګه په اصل کې د هندوستان تبعه و او په فرانسه کې يې ژوند کاوه .
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف ولسوالۍ د اوسيدونکې يو ويشت کلنې نجلۍ مړى د اوبو په يو مغزن کې ترلاسه شوى دى.
دکوز در ه صوف ولسوال فخرالدين مبارز ددغه خبر په تاييدولو سره باختر اژنس ته وويل: دغه نجلۍ څه مود ه مخکې له يوه ځوان سره کوژده شوې وه . 
  د دې د وژنې علت معلوم نه دى چې ايا دغې نجلۍ په خپله ځان د اوبو په مغزن کې غورځولې دي اويا م د اوبو د ترلاسه کولو په وخت په مغزن کې غورځيدلې ده .
  دده دڅرګندونو له مخې: څيړنې پيل شوي دي چې انګيزه يې معلومه شي .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دښځو دچارو رياست مسوولينو د دغې نجلۍ وژل کيدل په هر عنوان چې  وي؛ وغندل .
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
په قندهار ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول .
په دې پيښه کې چې نن له غرمې مخکې دقندهار ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې وشوه؛ د پوليسو يو مامور ټپي شوى دى.
چاودنه هغه وخت وشوه چې دملي اردو دغه سرتيري په يو ګڼ ميشت  واټ کې د يو کشف شوى ماين په شنډولو بوخت و.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دملي اردو دوه تنه سرتيري ووژل شول او دپوليسو يو مامور ټپي شوى دى.
ويل کيږي چې  دغه دوه تنه پوځيان دماين دشنډولو ماهران و .
دقندهار د والي ويندوى وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا په يوګڼ ميشت واټ کې ښخ کړاى شوى و .
  په همدې حال کې دقندهار په ميرويس روغتون کې  ډاکتران دټپي پوځي روغتيايي حالت خراب بولي .
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ دجمهوري رياست  د ارګ دګلخانې په ماڼې کې جوړه شوه .
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باختر اژنس ته خبر ورکړ: لومړۍ دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم د امريکا متحده ايالاتو ته د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس سفر د دواړو هيوادونو دمشرانو په کتنه کې د افغانستان داسلامي جمهوريت دتيارى په پام کې نيولو سره له هيلو ډکې وبللې او څرګنده يې کړه چې ددغه سفر په بهيرکې به داقتصادي ودې ، د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې او د افغانستان دملي واکمنۍ په پام کې نيولوسره، د دواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي تړون  دلاسليک دڅرنګوالې  په اړوند هراړخيزې خبرې وشې.
  ورپسې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رييس صادق مدبر د جمهور رييس د٤٥ ګڼه فرمان دتحقق دڅرنګوالې او د روان کال دمرغومې دمياشتې د دويمې اوونۍ په بهيرکې دهيواد ولايتونو ته  د وزيرانو دکاري سفر په اړوند په دې ډول يادونه وکړه:
دملي دفاع وزير دپکتيکا ولايت ته ، د انرژي او اوبو وزير دکندز ولايت ته ، دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ،  ماليې ، دکرنې او اوبو لګولو او د نشه يي توکو پرخلاف  د مبارزې دچارو وزيرانو دننګرهار ولايت ته ، دعامې روغتيا وزيرې د پروان ولايت ته او دکانونو وزير دننګرهار اوقندهار ولايتونو ته او د اطلاعا تو او فرهنګ وزير دبلخ او قندهار ولايتونو ته سفرونه کړي دي .
  ده زياته کړه چې دهيواد په ديرشو ولايتونوکې دځمکې دغاصبانو لست به چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت دځمکې د ادارې له خوا برابر شوى دى؛ په نږدې راتلوونکې کې د وزيرانو شورا د يوې غونډې په اجندا کې ونيول شي.
ورپسې دوزيرانو شورا دعامې روغتيا وزارت  له وړانديز سره سم ددوه سوه بستريز روغتون دجوړولو په مقصد په تخار ولايت کې د سپين زر شرکت دملکيت دشل جريبه ځمکې وړيا ليږدونه تصويب کړه .
  وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزير د فيض محمد ناصري سراي هغو زيانمنو شويو دوکاندارانو ته د پور د ورکړې په باب دموظفې کميټې طرحه چې د اور لګيدنې له امله زيانمن شوي دي، غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې په دې طرحه کې د پرچون پلورنې دوکاندارانو ته يو مليون افغاني او په نسبي ډول سترو دوکاندارانو ته يو مليونو پنځه سوه زره افغاني دپور په ډول دملي بانک له لارې داتوکلونو لپاره چې دڅلورم کال په پاى کې بيا ورکړه يې  د دوکاندارانو له خوا پيليږي؛په پام کي نيول شوى دى چې دغه طرحه د يو لړ تعديلونو په واردولو سره تصويب شوه .
د وزيرانوشوراڅرګنده کړه: څرنګه چې په دغه شان قضيوکې، دولت دبيمه کوونکو شرکت په توګه  مکلفيت نه لري ،  له دې امله  ټينګار وشو چې تجارتي  ځايونه دې دتاوان دجبيره کولو په خاطر په دغه شان پيښوکې تر قطعي بيمې لاندې  ونيول شي.
دغه راز د سوداګرۍ او صنايعو  د وزير په مشرۍ موظفې کميټې ته  دنده وسپارل شوه چې دملي بانک په همکارى دې دغو دوکاندارانو ته د پور په ورکولوکې په ډير لنډ ممکن وخت کې اقدام وکړي .
له اجندا سره سم، دافغانستان داسلامي جمهوريت اقتصادي پاليسي داقتصاد د وزير له خوا غونډې ته طرحه شوه او زياته شوه چې د دغې پاليسي طرحه  دجمهور رييس  د٤٥ګڼه فرمان له مخې برابره شوې ده چې په هغې کې اقتصادي پاليسي تدابيري اقدامات او دپاليسي دتطبيق امکانات  څيړل شوي دي چې هدفونه يې دايمي وده او پرمختيا ، استخدام ، اقتصادي ثبات، د بې وزلۍ کمښت او د ټولنيز عدالت  تامينول دي چې تطبيق يې دکلني او پنځه  کلني پرمختيا د پلان دښه عملي کيدو زمينه برابريږي .
په دغو هدفونو دلاسبري په مقصد، دکرنې او اوبو لګولو ، انرژي ، صنايعو، مواصلاتو او مخابراتو ، کانونو ، دبشري منابعو د پرمختيا او دخصوصي سکتور دملاتړ په سکتورونو کې مشخص تدبيرونه او اقدامات  د پاملرنې وړ ګرځيدلي دي .
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو او د نظريو او وړانديزونه له څرګندېدو وروسته، دغه پاليسي په اصولوکې تاييد کړه او وزارتونه او دولتي ادارې يې  موظفې کړې  چې خپلې نظريې او وړانديزونه دې په دريو ورځوکې په ليکلي ډول د اقتصاد وزارت ته  وليږي او د اقتصاد وزارت دې  د وزارتونو د نظريو په پام کې نيولو سره ، دغه پاليسي د غونډې له يادونې سره سم تصحيح او بشپړه کړي .
وروسته دعدليې وزير د ولايتي شوراګانو د قانون د طرحې او د دولت د قضاياو دقانون د طرحې په باب د قوانينو دکميټې پريکړې په ترتيب سره غونډې ته طرحه کړې او وې ويل چې د ولايتي شوراګانو پخواني قانون د اوسنيو شرايطو اړتياو ته  ځواب نه شي ويلى؛ له دې امله ددغه قانون نوې طرحه په اوو فصلونو او يو څلويښتو مادوکې برابره شوې ده چې هدفونه يې د ولايتي شوراګانو د دندو صلاحيتونه او د فعاليت د څرنګوالې  ټاکنه او د دولتي ادارو ، د ولسواليو او کليو له شوراګانو او د ولايت له اوسيدونکو سره د هغوى د اړيکوتنظيم دي .
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته  دغه قانون  تاييد کړاو دعدليې وزارت يې موظف کړ چې دغه قانون دغونډې له يادونې سره سم  تصحيح او پړاونه يې  بشپړ کړي .
ورپسې دعدليې وزير د دولت د قضاياو دقانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې د دولت د قضاياو په پخواني قانون کې يو لړ نواقص موجود و چې د يو لړ اصلاحاتو له واردولو وروسته، د دولت د قضاياو د قانون نوې طرحه په څلورو فصلونو او دوه څلويښتو مادو کې برابره شوې ده چې هدفونه يې دعامه شتمنيو ساتنه د دعوا په اقامې او له منځه وړلو پورې د اړوندو چارو تنظيم او دمحکمو په وړاندې د دولت په استازيتوب دهغو قضايي تعقيب او د دولت د درې ګونو  قواو د ادارو ترمنځ دشخړو حل او فصل کول دي .
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته ددغه قانون طرحه تاييد کړه او دعدليې وزارت يې موظف کړ چې دغه قانون دغونډې له يادونې سره سم  تصحيح او  پړاونه يې  بشپړ کړي .
دغونډې په پاى کې په بلخ ولايت کې دحاجي محمد نذير او د حاجي محمد بشير دملکيت  پنځه سوه لس جريبه ځمکې تبادله چې پخوا د مزارشريف ښاروالۍ له خوا د استوګنې په نمرو بدله شوې ده  او داستملاک  بيه يې له دې امله چې په پخوانيو رژيمونوکې د اضافه جريب په توګه  ضبط او د دولت ملکيت ګرځيدلې وه ، نه ده  ورکړي شوي او اوس د مزارشريف د حيرتاتو _ مزارشريف  د دوه لارې په ساحه کې په يو زرو دوه سوه پنځه اويا جريبه ځمکې د هغې د تبادلې وړانديز شوې ده .
د وزيرانوشورا د حيرتانو ښار په دوه لارې کې په يو زرو دوه سوه پنځه اويا جريبه ځمکې دپنځه سوه لس جريبه ځمکې د تبادلې معادلت چې په اوسنيو شرايطوکې  په تجارتي ساحې بدله  شوې ده؛ غير موجه وباله او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست او دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره يې موظف کړل چې د استملاک او د ځمکه والې د چارو د تنظيم دقوانينو له صراحت سره سم او دحيرتانو په دوه لارې کې د ځمکې د ارزښت په پام کې نيولو سره ددغې ځمکې  تبادله بيا وڅيړي .
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
د مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په داسې حال کې چې دمشرانوجرګې منشي مولوي عبدالولي راجي، ځينې سناتوران او دنظامي پوليسو د فرقې قوماندان هم حاضر و؛ دبګرام له جيل څخه له يو شمېر ازادو شويو بنديان و سره وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دمشرانوجرګې دويم نايب او د بغلان، کندز، تخار، جوزجان او دفارياب دولايتونو سناتورانو د دغو بنديانو دخلاصون  هرکلى وکړ او هغوى ته دمبارکۍ د ويلو په ترڅ کې يې څرګنده کړه چې زموږ هيواد نن په خپل نازک او تاريخي پړاوکې دى.
دښمنان په ډول ډول ټګيو او برګيو سره غواړي په ټولنه کې نفوذ وکړي او امنيت ګډود کړي .
دسنا مجلس  دويم نايب دغه راز له هغوى څخه وغوښتل  چې ورځني ژوندانه ته مخه وکړي او د سولې له بهير سره دې همکاري وکړي او څرګنده يې کړه چې دمشرانو جرګې تل دهيوادوالو دحقوقو ، ملي واکمنۍ او د ټولنيز عدالت ملاتړ کړې دي او دخلکو غږ يې حکومتي مقاماتو ته رسولې دي.
په دې کتنه کې دغه راز وويل شو چې ځان وژنه ، او د ښوونځيو سوځول د افغانانو کار نه دى، بلکې د سولې د دښمنانو له خوا په دې کار لاس پورې کيږي چې نه غواړي سوله او ارامي په افغانستان کې پراخ بنسټه شي .
  په پاى کې دمشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار له خوا د مرستې يوه اندازه پيسې او هغه تصديق  ليکونه چې دبګرام دجيل  د مسوولينو له خوا دغو کسانو ته برابر شوې و؛ د دويم نايب او د نورو سناتورانو له خوا په هغوى وويشل شول .
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، د يو فرمان په ترڅ کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ته  واک ورکړ چې د امريکا د متحده ايالاتو له سفر څخه د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس تر راستنيدو پورې د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو سرپرستي وکړي .
په فرمان کې د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله شوې ده .
 

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
  دهلمند اونيمروز د ولايتونو يو ديرش تنه اوسيدونکي دبګرام له جيل څخه آزاد شول .
دغه کسان چې ديرش تنه يې د هلمند له ولايت څخه او يو تن يې دنيمروز له ولايت څخه دى؛ نن په هلمند ولايت کې کورنيو ته يې وسپارل شول .
دهلمند د والي ويندوى احمد زيرک باختر اژانس ته وويل: د هغو نوروکسانو دخلاصون لپاره چې په جيل کې شپې سبا کوي؛ د سولې د ولايتي کميټې له خوا هلې ځلې دوام لري .
  دغه راز په خوشې شويو کسانو يوه اندازه نغدي مرسته  هم وويشل شوه .