15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Monday, 03 June 2013 14:52

عاجل خبر:

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د ملت استازو د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون ملاتړ وکړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې: د ولسي جرګې په عمومي غونډه  کې چې نن د ولسي  جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه؛ د پروان  د خلکو استازى عبدالستارخواصي، د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير له خوا د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې له جوړ شوى کميسيون سره د ملاتړ په باب د يوشمېر وکيلانو  پيشنهاد وړاندې کړ.

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١٣ :
ټاکل شوې ده د ناټو دغړو هيوادونو د دفاع وزيران د چهارشنبې په ورځ  د بلجيم په بروکسل ښارکې  د افغانستان په باب ځانګړې غونډه وکړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نن په کابل کې اعلام وکړ چې د ناټو او ايساف دغړو هيوادونو ددفاع وزيران به دافغانستان دملي دفاع له وزير، د ملګروملتو د سازمان او د اروپا د اتحاديې له استازو سره د چهارشنبې په ورځ د بلجيم په بروکسل ښارکې د ناټو په مقرکې غونډه  وکړي .
دغه راز په افغانستان کې د ناټوجګپوړى ملکي استازى او د ايساف دځواکونو قوماندان به ددفاع وزيرانو ته معلومات وړاندې کړي او په دې غونډه کې به د ليږدونې، د ايساف دماموريت او د ناټو د راتلوونکي ماموريت يعنې له افغانستان سره د ملاتړيز ماموريت په باب خبرې وشي؛ وزيران به د مهو پړاو په باب خبرې وکړي، کله چې افغان ملي امنيتي ځواکونه په ټول هيوادکې د امنيت رهبري په غاړه واخلي .
  د ناټو استازى زياته کړه چې د ٢٠١٤ ميلادي کال ترپاى پورې به افغان ځواکونه په بشپړ ډول په خپل هيوادکې د امنيت دتامينولو مسوول وي او له هغوى سره به د ناټو دملاتړ ژمنه دوام وکړي.
ددغې دوه ورځني غونډې په بهيرکې چې اجندايې له مخکې ټاکل شوې ده؛ د نورو موضوعاګانو ترڅنګ دافغانستان په باب خبرې ددغې غونډې اصلي برخه ده.
د ناټو عمومي منشي دافغانستان په باب ويلي دي  چې دايساف ماموريت له دې څخه د ډاډ دترلاسه کولو لپاره خپل هدف ته  نږدې شوى دىى چې افغانان دخپل امنيت د تامينولو او بشپړمسووليت ته رسيدلي دي؛ ډيرژر موږ  دپاملرنې  يو مهم ټکى ته رسيږو. افغانان په ټول  هيوادکې د امنيت رهبري ترلاسه کوي او زموږ ځواکونه به ملاتړيز رول  ولوبوي  .
د ناټو عمومي منشي زياته کړه چې ايتلاف په افغانستان کې يو غيرمحاربوي ډير متفاوت ماموريت ته چې په  ٢٠١٤  کال کې، د ايساف دماموريت له پاى ته رسيدو وروسته افغان امنيتي ځواکونو ته د روزنې، سلامشورو او مرستې لپاره د پاملرنې وړ عسکرو د شمير په باب دپروګرام دجوړولو په حال کې دى.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
پاکستاني پوځيانو  تيره شپه په کونړولايت کې ٢٣توغندي وتوغول.
دکونړولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبد الحبيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل  چې تيره شپه د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې اوولس توغندي لګيدلي دي چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
سيدخيل وايي: شپږ نور توغندي دخاص کونړ ولسوالۍ په مربوطاتوکې لګيدلي دي چې د سر زيان يې نه دى اړولى.
ويل کيږي، په تيرو دوو اويا ساعتوکې دپاکستاني پوځيانو له خوا دوه  اتيا توغول شوي توغندي په  کونړ ولايت کې لګيدلي دي.

کابل باختر جوزا ١٣
دملي دفاع وزارت يو خبرځاى وايي چې د هلمند ولايت په مربوطاتوکې د يولړ چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون ١٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دعقاب _ ٣٨ دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د ملي اردو د منسوبينو له خوا د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ١٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول چې د شپږو تنو وژل شويو کسانو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
دغه راز د عقاب-٤٣ دعملياتو په بهيرکې چې د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې روان دي؛ يو وسله وال مخالف وځپل شو او يو تن بل ټپي شو.
دملي اردو د منسوبينو د يولړ نورو عملياتو په بهيرکې چې د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د ملاعمر په نامه د وسله والو مخالفينو يو قوماندان ووژل شو.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر تاييدکړه چې د پکتيکا ولايت د برملى ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له ا مله د ملي اردو يو منسوب شهيد شو او دميدان وردګو ولايت د سيد- آباد ولسوالۍ په مربو طاتوکې د ملي اردو درې تنه منسوبين ټپيان شول .

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د ملي شورا د ولسي جرګې د غړې ميرمن شهنازهمتي د شهادت له امله په پارلماني چاروکې د دولت  د وزير ډاکتر همايون عزيزي د ډاډګيرنې پيغام!
په ژورې خواشيني سره خبر ترلاسه شو چې د  هيواد يوه زړه سوانده خور او په ولسي جرګه کې د هرات دخلکو استازې ميرمن شهناز همتي د يوې ترافيکي پيښې له امله شهيده شوې ده.
ميرمن همتي دملي شورا په پنځلسو او شپاړلسو دوروکې د ملي شورا د ولسي جرګې د فعالې غړې په توګه دخپلو تقنيني دندو په اجراکولو سربېره په ښه  ډول يې وکولاى شول د هرات د خلکو استازيتوب وکړي.
زه په داسې حال کې چې د ميرمن همتي شهادت  ولسي جرګې او په کلي توګه ملي شورا ته نه جبيره کيدونکي ضايعه بولم؛ د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښادې کورنۍ، د هرات ولايت خلکو او دملي شورا د دواړو مجلسو ته څرگندوم  او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه متوفى ته د فردوس جنت اوکورنۍ او خپلوانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.

کابل - دجوزا ١٣
دجمهوري رياست د عالي مقام د دفتر د رياست په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي په منظورى د پروګرامونو د رياست برحال مرستيال محمدقاسم دانش بختياري د جمهوري رياست دعالي مقام د دفتر د رياست دپاليسى د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
محمد دانش بختياري د هيواد يو تکړه کادر دى چې د ماسترى په سويه لوړې زده کړې لري. په بېلابېلو برخوکې د کافي تجربو خاوند دى او د عالي مقام د دفتر په رياست کې يې د يادونې وړ خدمتونه کړي دي.

کابل باختردجوزا١٣
دملي شورا په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو د استازې ميرمن شهنازهمتي دمړينې له امله دجمهور رييس دمرستيال محمدکريم خليلي د ډاډ ګيرنې پيغام!
په ژورې خواشينۍ اوخپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هرات ولايت يوه منتخبه استازې ميرمن شهنازهمتي د ترافيکې پيښې له امله وفات شوې ده.
ميرمن همتي يوه فعاله او خدمتګاره ميرمن وه چې په دوو تقنيني دوروکې د هرات دخلکو له خوا د استازې په توګه انتخاب شوه. د دې نشتوالى د هيواد د استازو او خدمتګارانو ترمنځ په تيره بيادښځو دټولنې لپاره يوه ستره ضايعه بلل کيږي.
زه د دغې زړه بوږنوونکې پيښې له امله د هيواد ملي شورا، د هرات ولايت پتمنو خلکو او د ارواښادې کورنۍ ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوم. متوفا ته د د لوى خداى (ج) له دربارڅخه الهي غفران او رضوان او د دغې پيښې ټپيانو ته بشپړې روغتيا هيله کوم.

کابل -دجوزا ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى په پکتيا ولايت کې ځانمرګي بريد او په لغمان ولايت کې بمي بريد چې له امله يې د ښوونځيو د زده کوونکو او ښځو په ګډون، زموږ نږدې ٣٥ بې ګناه هيوادوال شهيدان او ټپيان شول، په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اوند دجمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي: د کورنيو چارو وزارت د لومړنيو معلوماتو له مخې نن له غرمې مخکې يوه موټرسايکل سپاره يوه ځانمرګى يرغلګر ځان دپکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ په بازارکې يوه ښوونځي ته څيرمه وچاوه چې له امله يې د يو سيمه ييز پوليس په ګډون، د ښوونځي لس تنه زده کوونکي شهيدان او څه نا څه شپاړس تنه نور ټپيان شول.
نن سهار په يوه بله تروريستي پيښه کې يو موټر چې د لغمان ولايت په مرکز پورې اړوند حکيم آباد سيمه کې د يوې کورنۍ غړي ليږدول؛ په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت چې له امله يې اووه تنه شهيدان او دوه تنه نورټپيان شول. زياتره شهيدان اوټپيان ښځې او ماشومان دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس په کلکه ددغو تروريستي بريدونو د غندلو په ترڅ کې وويل چې د افغانستان د خلکو دښمنانو يوځل بيا د پرديو د هدفونو لپاره زموږ مظلوم او بې ګناه خلک په تيره بيا ښځې او د ښوونځي زده کوونکي په وينو او خاورو ولړل او ليت پيت کړل .
حامدکرزي وويل چې د دې هيواد د ملکي وګړو او په تيره بيا د بې ګناه ماشومانو وژل نه بخښونکى جنايت دى چې عاملين به يې بيه ورکړي او په الهي محکمې سربيره زموږ د ځوريدلى خو د اتل ملت د محکمې په وړاندې به هم ځواب ورکوونکي وي.
حامد کرزي په داسې حال کې چې په دغوتروريستي بريدونوکې زموږ د هيوادوالو د شهادت او ټپي کيدو له امله سخت خواشينى شوى دى؛ د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د شهيدانو کورنيو ته څرګندوي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه هغوى ته د جميل صبر اوټپيانو ته د سملاسي روغتياهيله کوي.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د اصلاح او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې نن د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د بندولو د قانون ، انتخاباتو او د نا امنيو د زياتوالى د انديښنو په باب د اطلاعاتو  اوفرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې يوه غونډه جوړه شوه.
د اصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالانو دشبکې سلاکارې  ناديې نديم دباخترآژانس   خبريال ته وويل: ددغې شبکې غړي د هيواد پارلمان له خوا دښځو پرخلاف  د تاوتريخوالى د بندولو دقانون دتصويب غوښتنه کوي، خو دغه قانون بايد د اسلام د مبين دين دحکمونو له مخې عيارشي.
په دې غونډه کې د دغې شبکې د مشرتابه غړو ډاکتر ظاهر محبوب وسيد ميثم هم خبرې وکړې اوټينګار يې وکړ: بايد د انتخاباتو په نامه اويا له انتخاباتو څخه ناوړه استفاده په هيواد کې د سياسي قدرت دميراثي کولو خبرې بنسټيزې نه شي او دغه راز ويې ويل چي طالبان دځينو ګاوڼديانو داستخباراتو په اشاره زموږ دهيواد د نا امن کولو لپاره هلې ځلې کوي  چې دغه هلې ځلې نه شي کولاى  زموږ خلک له خپل تګلوري څخه راوګرځوي.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو نن درې تنه ډار اچوونکي په نيمروز ولايت کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
نيول شوي کسان چې د دلارام _ زرنج په لويه  لاره کې په ډار اچوونکو، ورانکارو، ماين ښخولو په فعاليتونو او تروريستي ډلو ته د وسلو اومهماتو په ليږدولو بوخت و؛  له يوې اندازې وسلو ، مهماتو اويوه سراچه ډوله موټر سره د دلارام _ زرنج  د لوى لارې د دهمزنګ په ساحه کې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: دملي امنيت د لوى رياست موظفينو نن دبغلان او پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې  يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه کړل.
په ترلاسه شويو وسله وسلو اومهماتوکې يوه پنځه اويا ملي متري توپ، د بي ام _١  يوه دستګاه، د هاوانه يوولس ماينونه ، دوه کلاشينکوفونه، دوه يوولس ډزې، د موزائيلو اته ماينونه، دزيکو يو څلويښت صندوقه ګولۍ، دبطري له مزو سره پنځه ريموټ کنترولونه شته چې د وسله والومخالفينو له خوا د تروريستي فعاليتونو  د ترسره کولو په مقصد پټ کړاى شوي و.