28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

  څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ملي دفاع وزارت مسوولین...

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٨ :
دهلنمدولايت په نو زاد ولسوالۍ کې څلور تنه  ماين ښخوونکي د هغو ماينونو د چاودنې قرباني شول چې غوښتل يې ځاى پرځاى کړي.
دهلمندولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام باختراژانس ته وويل :
دغه کسان پرون کله يې چې غوښتل د نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ماين ښخ کړي؛ چاودنه وشوه چې له امله يې څلور واړه ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې يو کلاشينکوف ، د وسايطو ضد درې ماينونه او يوه اندازه  مهمات چې په ساحه کې پاتې و؛ د پوليسو دځواکونولاسته ورغلي دي.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٨ :
دجوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښارکې تېره شپه دهوا دسړښت له امله دوه تنه مړه شول.
دجوزجان ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر فريدون حبيب دباختراژانس خبريال ته وويل: ښايي چې دغه دوه تنه د هوا د سړښت له امله مړه شوي وي.
ډاکتر حبيب زياته کړه: دغه دوه تنه چې د سرپل اوبلخ د ولايتونو اوسيدونکي وو د خونې په سړه هوا کې مړه شوي دي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې په روانه مياشت کې د هوا د سړښت له امله په  مزارشريف ښارکې د روضې په شاوخواکې درې تنه مړه شوي دي.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٨ :
د افغان امنيتي ځواکونو  د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
افغان امنيتي ځواکونوپه تېرو څلرويشت ساعتوکې د ميدان وردګو، غزني ، خوست  او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، يوولس ميله ډول ډول وسله، دسپکو وسلو يوپنځوس صندوقه ګولۍ او نور جنګي وسايل او د وسايطو ضد پنځه ماينونه هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې:    د ارزګان ولايت د پوليسو منسوبينو د وسايطو ضديو ماين او درې کلاشينکوفونه د ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې د امنيتي د ندو په بهيرکې کشف او ترلاسه کړي دي .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٨ :
په هلمند کې  د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې شپږتنه وسله وال طالبان ونيول شول او د درندو اوسپکو وسلو يوه اندازه  مهمات ترلاسه شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ: دغه عمليات چې د نوزاد، باغران، موسى قلعه  او دکجکي ولسواليو د ناامنوسيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي و؛  نن سهار پاى ته ورسيدل چې له امله يې شپږتنه وسله وال طالبان ونيول شول او څلور څلويـښت ډول ډول ماينونه، پنځه کلاشينکوفونه ، يوسلو څلويښت کيلوګرامه باروت،  د توغندي دوه اتياماينونه، د٨٢ ملي متري توپ  ٥٥ ګولۍ، دهاوان ٥٥ ماينونه ، سل کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل چې وسله والوطالبانو د تروريستي او ورانکارو بريدونو د ترسره کولو په خاطر په خپلو ډيپوګانو کې پټ کړي وو؛ هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٨ :
د وسله والو طالبانو څلور تنه سيمه ييز قوماندانان په افغانستان کې د يولړ پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
دغه قوماندانان تېره شپه او نن سهار کله چې د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ د هلمند ، قندهار ، غزني ، پکتيکا  او د تخار د ولايتونو په مربوطاتوکې د دوى په پټنځايونو کې د افغان پوځيانو او د ناټو دځواکونوله خوا پرې بريد وشو او ونيول شول .
باختراژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: د دغوڅلورو تنو نيول شويو قوماندانانوپه خپلو سيموکې دځينو تروريستي بريدونو رهبرى په غاړه لرله.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١٨ :
د هلمنداوقندهار په ولايتونو کې دافغان پوځيانو او د ناټو دځواکونوپه عملياتو کې  ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه طالبان نن سهار کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د قندهار د پنجوايي او د هلمند د سنګين ولسواليو په مربوطاتوکې دپوځيانوله خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
باختراژانس  د ناټو د خبرپاڼې له خولې خبر  راکړ چې دغو کسانو ټيک کله چې  په امنيتي پوستو او د افغان پوځيانوپه يوکاروان دبريد نيت درلود بريد وشو  ا و ووژل شول.
ناټووايي چې په دې پيښه کې د دوى قوماندانان هم وژ ل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې د افغان پوځيانو او د ناټو ځواکونو ته د سر د رسيدلو زيانونو په باب څه نه دې ويل شوى .
 

پيښور– باختر دمرغومې اتلسمه :
دخيبر پښتونخوا ايالت د جمرود تحصيل په سيمه کې د ناپيژندل شويووسله والو کسانو له خوا پريو مسافروړونکي موټر دبريد له امله څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه بريد پرون ناوخته هغه وخت وشو چې ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په دغه موټر چې دحرکت په حال کې و؛ ودراوه او پر دوى يې ډزې وکړې.
دخبرځاى د څرګندونو له مخې : بريد کوونکي له ډزو او د بې ګناه کسانو له وژلو وروسته له سيمې څخه په تښتې بريالي شول. سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي چې د دغې پيښې دقربانيانو هويت هم پيژندل شوي او ټول يې دکوکي خيلو په قبايلو پورې اړه لري .
تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند درې تنه نيول شوي دي.
 

کابل\باختر\دمرغومى  دمياشتې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې مخکې د یوه جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ، د امریکا د متحده ایالاتو پایتخت واشنګټن ته روان شو.
په هغې اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهورىرياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوى دى
په  دې سفر کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس بارک اوباما او د هغه هېواد له یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره په جلا جلا ډول کتنې او خبرې اترې وکړي.
په دغو کتنو او خبرو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسؤولیتونو پهليږدونې پورې اړوندې مسئلې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو سمبالولو او پیاوړتیا، د سولې بهیر او د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي موافقه ليک په اړه خبرې، اصلي محورونه دي.
دغه راز په پام کې ده چې حامد کرزی به په دې سفر کې د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد چې د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، پوښتنه وکړي.
د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین ربانی، د امنیتي مسؤولیتونو د ليږدونې د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ملتیا کوي.
 

Monday, 07 January 2013 10:19

داسعارو بيه:

کابل\باختر\دمرغومى  دمياشتې ١٨ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     51/50  افغانيو پلورل په   51/60افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  82/10افغانيو پلورل په   82/20افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 00/ 14 افغانيو پلورپه 50 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    10 67/ افغانيو پلورل په   67 /20  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  60 13/پلورل  13/65 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  523افغانيو پلورل په  524 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 16/30  افغانيو پلورل په   16/40 افغانيو.
 

- کابل باختر دمرغومې ١٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ایزې شورا پر ودانۍ  هغه تروریستي ځان مرګي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.
باختر اژانس ته دجمهوري رياست مطبوعاتي دمعلوماتو له مخې
د کندهار ولایت د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، نن غرمه د افغانستان د خلکو دښمنانو د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ایزې شورا پر ودانۍ  دوه تروریستي ځان مرګي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې پینځه تنه ملکي وګړي شهیدان او پینځلس نور ټپیان شول چې په شهیدانو کې یو ماشوم هم شته
حامدکرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل او هغه یې زموږ د ملکي او بې ګناه وګړو پرخلاف د افغانستان  د دښمنانو لخوا د روان  ظلم لړۍ  وبلله .
جمهوررئیس وویل د افغانستان د خلکو دښمنان، تل دا هڅه کوي چې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره د افغانانو د ورځنی ژوند عادی بهیر ګډوډ او د دې خاورې بې ګناه خلک په خورا بې رحمۍ سره شهیدان اوټپیان کړی.
جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې  ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.