15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کاباختردجوزا ١٣ :
دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال ووژل شو.
قاري حليم تيره شپه د افغان ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې وژل شوى دى.
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني باخترآژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو له شتون څخه د دشت ارچي ولسوالۍ دپاکولو په مقصد ګډ چاڼيزعمليات ترسره شول چې له امله يې دغې ولسوالۍ ته دطالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال قاري حليم له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
يوه امنيتي مسوول او د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ او سيدونکو وويل چې په دغې ولسوالۍ کې د کورنيو او بهرنيو طالبانو شمير مخ په زياتيدو دى او دچيچنيانو او ازبکستانيانو په ګډون څه دپاسه سل تنه وسله وال طالبان د کندز ولايت ته رسيدلي دي .
حسيني زياته کړه چې د وژل شويوکسانو مړي د پيښې په ساحه کې پاتې دي او عمليات دوام لري.

دغزې ښار\ نړيوالې خبري منابع\  د جوزا د مياشتې  ١٣ :
د فلسطينيانو د کورواکې ادارې رييس محمودعباس اکادميسن رامي حمدالله د خپلې ادارې د نوى صدراعظم په  توګه ټاکلى دى.
حمدالله د سلام فياض ځاى نيسي چې د فلسطينيانو د ادارې د صدارت سرپرست  دى اوپه دې مياشت کې په رسمي ډول له دغې دندې څخه  ګوښه کيږي.
د نړيوالوخبري منابعو د خبرله مخې: محمودعباس له رامي حمدالله څخه چې يو خپلواک سياستوال او د يوه پوهنتون رييس دى؛ غوښتي دي چې نوى حکومت جوړکړي.
محمودعباس دغه تصميم پرون په رام الله ښارکې د فلسطينيانو دکوراکې ادارې دغونډې په بهيرکې ونيوه.
سلام فياض چې يو اقتصادپوه دى او په لويديځ  کې يې زده کړې کړې دي؛ له عباس سره له څو مياشتې تاوتريخوالي وروسته د روان کال د وري د مياشتې په ٢٤نيټه  له صدارت څخه استعفا وکړه.
حمدالله د محمودعباس په مشرۍ د فتح د ډلې غړى دى. دى سياسي اوحکومتي  تجربه نه لري خو په بريټانيا کې يې زده کړه کړې ده او د اردن د سيندپه لويديځ  ساحل کې د ((  النجاه ) ) پوهنتون رييس دى.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دپکتياولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې نن سهار د يو ځانمرګى بريدله امله  يوسرحدي پوليس له يوولس تنو سره شهيد او يو پوليس او اته تنه نورټپيان شول.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اوريا خيل ددغه خبر د تائيدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: نن سهار دلسو بجو په شاوخوا کې يوتن موټرسايکل سپاره په خپل بدن کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي د څمکنيو ولسوالۍ   د نوى ښار په بازارکې د ملکي وګړو په منځ کې وچاول چې له امله يې دولس تنه شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول.
د اورياخيل دڅرگندونوله مخې: په دې چاودنه کې د ايتلاف ځواکونوته هم دسر زيان اوښتى دى چې تراوسه پورې د دقيق شمير په باب يې خبرنه دى ترلاسه شوى.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١٣ :
د اردن د ملي ورځې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت رييس حامدکرزي له خوا د مبارکۍ پيغام د اردن د شاهي هيواد پاچا اعليحضرت ملک عبدالله الثاني په نامه په دې توګه استول شوى دى :
اجازه راکړئ د افغانستان دخلکو په استازيتوب د اردن دملي ورځې په مناسبت  تاسو جلالتمآب او د اردن ورور ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړم.
افغانان د اردن ورور ملت سره په ټولو برخوکې د دوستانه اړيکو د پراختيا غوښتوونکي دي. موږ له خپل لوري د دوستانه اړيکو د پراختيا په برخه کې خپل هر راز چمتوالى څرگندوو.
د لوى خداى (ج  ) په دربارکې تاسې اعليحضرت ته د روغتيا اوبرياليتوب او د اردن د شاهي هيواد ورور ولس ته د سوکالۍ اونيکمرغۍ دعاکوم.

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١٣ :
د افغان او نړيوالو ځواکونو دڅوتصفيوي عملياتو په بهيرکې اوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دکورنيوچارو وزارت نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي : افغان اونړيوالوځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، زابل  پکتيا، هرات او د هلمند ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،  پنځه ويشت تنه  ټپيان او څوارلس تنه يې ونيول شول.
ددغوعملياتو په بهيرکې يوه اندازه وسلې، مهمات،  چاوديدونکي توکي اوڅلور پنځوس کيلوګرامه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز د وسله والو مخالفينو له خوا د پروان، قندهار او د ارزګان د ولايتونو په مربوطاتوکې  څوارلس ښخ کړاى شوي ماينونه هم د امنيتي ځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون درې تنه د وژنې په تور د کابل ښار د پنځمې حوزې او د شکردرې په ولسوالۍ کې ونيول.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزير نن ديو جګپوړى هيئت په مشرۍ مسکوته روان شو.
دکابل له نړيوال هوايي ډگر څخه  دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې:
ددغه سفر هدف د روسيې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چاروله وزيرسره کتنه او په افغانستان کې دکوکنارو دکرکيلې د له منځه وړلو په خاطر ددغه هيواد دمرستو جلبول دى.
دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دچارو وزير ضراراحمد مقبل  به په دې سفرکې په افغانستان کې دنشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو پرخلاف په مبارزه کې د روسيې  د زياتومرستو غوښتنه وکړي او ددغه هيواد له مقاماتو څخه غواړي  چې د اروپايي هيوادونو په شان دافغانستان دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دچارو له وزارت سره مرسته اوهمکاري وکړي.

انقره\ بي بي سي \  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د ترکيې په استانبول ښارکې د حکومتي ضد اعتراضونو په دريمه ورځ ددغه ښار حالات کړکيچن بلل کيږي او د پوليسو  ځواکونو بيا له اعتراض کوونکوسره نښتې کړې دي.
اعتراض کوونکو او پوليسو په سيمه ييز وخت د تيرې شپې په نږدې نيمايي کې د بشيکتاش متروکه لوبغالى ته څېرمه په نښتې لاس پورې کړ او د پوليسو ځواکونو له اوبو شيندونکو ماشينونو او له اوښکي بهوونکي ګاز څخه استفاده وکړه.
دترکيې حکومت وايي چې نږدې ١٧٠٠ تنه اعتراض کوونکي  يې نيولي دي .
اعتراض کوونکي وايي چې د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان دې بايد استعفا وکړي .
دوى د استانبول په مرکزکې  په تقسيم ډگرکې راټول شوي دي.
سربېره پردې د ترکيې په پايتخت انقره ښار او په ازمير ښارکې هم دنښتو خبر ورکړى شوى دى.
دغه اعتراضونه د استانبول د تقسيم ډگر په پارک کې د يو تجارتي مرکز د جوړولو پرخلاف پيل شول، خو په بيړه اردوغان د اسلامپال حکومت پرخلاف په يو سترحرکت بدل شوى دى.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دپاکستان د پوځي استخباراتو نږدې دوه سوه تنه غړي دطالبانو په جامه کې  د ميدان وردګو ولايت ته راغلي دي.
دغه پاکستاني پوځيان دغبرګولي دمياشتې له لومړى وختو  را په دې خوا د ميدان وردګو ولايت دچک، جغتو او دايميرداد په ولسواليوکې ځاى پرځاى شوي دي.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوګياڼي باخترآژانس  ته وويل:
کشفي اواستخباراتي ارګانونو د معلوماتو له مخې ، باوري اطلاعات ترلاسه شوي دي چې دپاکستاني پوځي استخباراتو نږدې دوه سوه تنه غړي دطالبانو په جامه کې د ورانکارو عملونو د ترسره کولو لپاره دغه ولايت ته راغلي دي.
ده زياته کړه چې په  دغو افرادوکې هغه کسان شته چې د ځانمرګو بريدونو په پلان جوړولو، د ماينونو په جوړولو او د نورو ډار اچوونکو عملونو په ترسره کولوکې مهارت  لري او سيمه ييز طالبان هم روزي .
دميدان وردګو د والي ويندوى وويل چې دغه کسان  د داخلي  طالبانو په همکارۍ هلې ځلې کوي چې د افغان ځواکونو په وړاندې عامه ذهنيت مخشوش کړي.
ده زياته کړه چې وسله والوطالبانو دميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيموکې ځينو قومي مشرانو ته درواغ ويلي دي چې دوى د هندي سرتيرو د له منځه وړلو په خاطر دغه ځاى ته راغلي دي. په داسې حال کې چې هند په افغانستان کې پوځي شتون نلري.
د خوګياڼي دڅرګندونوله مخې: د ميدان وردګو په ولايت کې هندي سرتيري اويا ددغه هيواد ملکي اتباع شتون نه لري او دطالبانو دغه ادعا د عامه ذهنيت دمخشولو لپاره يوه پلمه ده.
د سيمې يوه اوسيدونکى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه حالت خلک انديښمن کړي دي  اوکه چيرې  حکومت ددغو طالبانو په وړاندې اقدام ونه کړي؛ خلک به له زياتو ستونزو سره مخامخ شي .

کابل\  باخترد  جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون يوه ديارلس کسيزه ډله تروريستان په زابل کې ونيول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه ديارلس کسيزه ډله تروريستان چې د زابل ولايت په مربوطاتوکې د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت وو؛ د ملي امنيت دلوى رياست د منسوبينو له خوا د اپراتيفي عملياتو په بهيرکې دخلکو په  همکارۍ ونيول شول .
نيول شويو کسانو د لومړنيو تحقيقاتو په بهيرکې ويلي دي چې د مخورو کسانو په وژلو، د ماينونو په ښخولو، له خلکو څخه د پيسو په راټولولو، تروريستي ډلو ته د وسلو اومهمات په برابرولو او د زابل ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې د طالبانو د ډلوليکو ته د افرادو په جلب او جذب کې رول لوبولى دى.

Monday, 03 June 2013 07:34

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ١٣:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 60 55/  افغانيو پلورل په  55/65افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 70  83 /افغانيو پلورل په  83 /80افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 05/ 15 افغانيو پلورپه 10 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 00 72/ افغانيو پلورل په   72 /10  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  75 14/پلورل 14/80 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  554افغانيو پلورل په 555 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 15/60  افغانيو پلورل په  15/70 افغانيو.