11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دجوزا٨
دملي اردو درې تنه منسوبين نن په قندهار کې دماين د چاودنې له ا مله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبو عاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
ددولت دمخالفينو دډزو اودښخ کړاي شويو ماينونو د چاودنې له ا مله د ملي اردو درې تنه منسوبين دقندهار ولايت دژيړي ولسوالۍ په مربوطاتو کې شهيدان اودوه تنه نور ټپيان شول
دغه رازدهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلورتنه اودفارياب او کاپيسا د ولايتونو په مربوطاتو کې دماين د چاودنې له ا مله دملي اردو درې تنه منسو بين ټپيان شول .

کابل\باختر\دجوزا٨
دکورنيوچارواودملي دفاع دوزارتونومقاماتوويلي دي چې دپوليسو ديوافسردوهلو اوډبولو څرنګوالي څيړي.
دباختراژانس دخبر له مخې : دپو ليسو يوافسر درې ورځې مخکې ددندې د ترسره کولو په وخت کې د ملي اردو ديوشمير سرتيرو له خوا دکابل ښار دپل محمودخان په سا حه کې ووهل شو اووډبول شو .
ويل کيږي چې دغه افسر کله چې ديوشخصي کرولا موټرچلوونکى ترپوښتنې لاندې ونيوه موټر چلوونکى دملي اردو يوشمير عسکروغوښتل او ددغه افسر د وهلو او ډبولو امريې و کړ .
وهل شوى اوډبول شوى افسروايي چې موټر چلوونکى دملي دفاع وزارت د يوجګپوړي چارواکي زوى دى.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى هم تاييد کړه چې دپوليسو يوافسرددندې د ترسره کولو په وخت کې ديو شميرپوځيانوله خوا وهل شوى اوډبول شوى .
صديقى په دې اړوند زياتې څرګندونې ونه کړې اوټينګار يې وکړ چې عاملين په هره کچه کې چې وي بايد تر عدلي څارنې لاندې ونيول شي
له بلې خوا د جمهوري رياست ويندوى ايمل فيضي ويلي دي چې جمهور رئيس ددغې پيښې په څيړنه کې جدي دى اود ملي دفاع اود کورنيو چارو وزارتونو ته يې لارښوونه کړې ده چې دغه پيښه دې په جدي توګه وڅيړي او عاملين دې په هره کچه چې وى وپيژني اودقانون منګولو ته يې وسپارى .
دجمهور رئيس ويندوى هم دکوم مشخص شخص يادونه ونه کړه خو ددغې پيښې دعاملينو په مجازاتو باندې يې ټينګار وکړ.
په همدې ترتيب دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهر عظيمي ويلي دي چې ددغه وزارت لوى درستيز ددغې پيښې له امله خواشينى شوى دى اود ملي دفاع وزارت دحقوقو رياست ته يې لارښوونه کړې ده چې موضوع دې دعسکرۍ له قوانينو سره سم تر تحقيق اوڅارنې لا ندې ونيسي اوله عاملينو سره دې له قانون سره سم چلند وشي.
څه موده مخکې دپوليسو يوسرتيري اود ترافيکو دوه تنه غړي په دوو جلا جلا پيښو کې دزبرځواکو له خوا ووهل شول او وډبول شول.
دغه راز دپلچرخي ،داحمدشاه بابا په پروژه او په څلورمه کارته کې هم د زبرځواکو نورموارد ثبت شوي دي
هيوادوال هيله لري چې دپل محمود خان دپيښې د عاملينو دمجازا تو په باب دملي دفاع وزارت دلوى درستيز ژمنه له پوځى قوانينو سره سمه عملي شي.

بشکيک باختر دغبرګولي اتمه :
دډله ئيز امنيت دسازمان دغړو هيوادونو مشرانو ددغه سازمان په غونډه کې دنويو امنيتي ګواښونو په باب خبرې وکړې او هغه ګواښونه يې  وڅيړل چې ښايي له افغانستان  څخه دامريکا په مشرۍ دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره رامنځته شي .
دقزاقستان _ قرغزستان _( روسيې  او دتاجکستان  جمهورو رييسانو پرون دقرغزستان په پايتخت بشکيک کې په دې يو ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړ .
دډله ئيز امنيت دسازمان عمومي منشي نيکولاي بورديوژه وويل چې دغو جمهورو رييسانو د ٢٠١٤ کال په پاى کې  له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دامنيتي ګواښونو دکمښت په مقصد داقداماتو په باب خبرې وکړې .
ده څرګنده کړه، دهغو اقداماتو په باب مو خبرې وکړې که چيرې له ٢٠١٤ کال وروسته  په افغانستان کې حالت خراب شي څه ډول کولاي شومنفي پايلې يې کمې کړو ، اوکلک تصميمونه وينسو ددې په ګډون چې څه ډول کولاى شو پوځي  برخه ښه کړواو دافغانستان له حکومت سره دهمکارۍ په مقصد اقدامات ترلاس لاندې ونيسو چې وکولاى شو ددولت ثبات تضمين کړي .
بورديوژه وويل چې مشرانو په دې باب خبرې وکړې چې څه ډول کولاي شو دهيوادونو په پولو کې امنيت ښه کړو .
د ډله ئيز امنيت دسازمان دچټک  غبرګون د ځواکونو عصري کول ، دبنسټ پالنې دله منځه وړلو لپاره ډله ئيزې هلې ځلې  او دنشه يي توکو له قاچاقو سره مبارزه هم دخبرووړ مسئلې  وې .
دروسيې جمهور رييس ولاديميرپوتين پرون وويل چې دپخواني شوروي اتحاد دجمهوريتونو ډله ئيزو هڅو په سيمه کې دثبات په تضمين کې ستر رول لوبولى دى .  پوتين وويل چې زموږ سازمان دخپل مسووليت په حوزه کې دثبات په تضمين کې ديادونې وړ رول لوبوي .
  دغو جمهورو رييسانو دغه راز داوسپنې دهغې پټلۍ  دغزولو دوړانديز په باب خبرې وکړې چې روسيه ، قزاقستان  ، قرغزستان او تاجکستان  له يوبل سره  نښلوي .
دغه پټلۍ  به افغانستان ، ترکمنستان ، ايران او خليج  ته هم وغځول شي .
روسيه ، قرغزستان ، قزاقستان ، تاجکستان ، بلاروس او ارغستان دډله ئيز امنيت دسازمان غړي دي .
  خو ددغه سازمان نورو غړو دارمنستان جمهور رييس سارژسيرکيسيان او دبلا روس جمهور رييس الکساندر لوکاشينکا په دې غونډه کې برخه نه لرله .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
وسله والو طالبانو پنځه تنه تيره شپه دفراه ولايت په  يو جومات کې دماخستن  دلمانځه داداکولو په وخت کې ووژل .
دفراه دوالي ويندوى  عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل ، وسله والوطالبانو  ددغه ولايت دقلعه کاه ولسوالۍ درباط د کلي په جومات کې ديو قومي مخور اومشر حاجي داود په ګډون پنځه تنه لمونځ کوونکي شهيدان کړل .
يرغلګر دشپې له تورتم  څخه په استفادې سره له ساحې څخه تښتيدلي دي او دهغوى دنيولو لپاره دپوليسو پلټنې پيل شوي دي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دفراه ولايت يوه امنيتي مسوول  په دغه ولايت کې ددريو تنو ماين ښخوونکو  طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دغه ماين ښخوونکي تيره شپه  دفراه ولايت په اناردرې ولسوالۍ کې ووژل شول .
دفراه دوالي  ويندوى عبدالرحمن  ژوندي باختراژانس ته وويل ، درې تنه  وسله وال طالبان کله يې چې غوښتل دوسايطو ضد څو ماينونه  ددغه ولايت  دانار درې ولسوالۍ په عمومي سړک کې ښخ کړي ديو ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
ژوندي زياته کړه، وسله وال طالبان څرنګه چې  دهيواد له وسله والو ځواکونوسره  دمقابلې وس نه لري په دغه شان عملونو لاس پورې کوي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
يوه نهه کسيزه ډله وسله وال طالبان پرون په فراه ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل چې دغې ډلې دسيدداود اغا په قوماندانۍ دفراه ولايت دقلعه کاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دولتي ضد فعاليتونه ترسره کول چې ددولت  دتګلارې په رښتينوالي باندې په پوهيدو سره دسولې له بهير سره يوځاى شوه .
  ژوندي زياته کړه چې دغې ډلې ته دفراه ولايت دملي امنيت رييس ، دسولې دشورا رييس اوځينو دولتي مقاماتو هرکلۍ ووايه .

- پيښور باختر دغبرګولي اتمه :
په پيښور ښار کې تير ماښام دبم دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او اتلس تنه  نور ټپيان شول .
باختراژانس ددي نيوز انترنشنل  ورځپاڼې د خبري سايت له خولې خبر راکړ، بم دپيښور ښار په ګلبهار  کې وچاوديد.
دچاوديدونکو توکو دشنډولو دپرسونل دڅرګندونو له مخې . دغه بم دريموټ په واسطه کنتروليده او په جوړولوکې يې له نږدې دريو څخه تر څلورو کيلوګرامو پورې چاوديدونکي توکي کارول شوي وو .
دپوليسو  يوه افسر خالد همداني ددغې پيښې دقربانيانو او ټپيانو ددغه شمير په تاييدولوسره وويل، تراوسه پورې روښانه نه ده چې دچاودنې هدف کوم کسان  و، خو دغه پيښه دامام بارګاه زيارت ته څيرمه رامنځته شوې  ده .
  تراوسه پورې ددغه بريدمسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خودخيبر پښتونخوا ايالت له څو کلونوراپديخوا دالقاعده په شبکې اودطالبانو په ډلې پورې داړوندوکسانو دجګړو ډګر دى .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :

 د رسانه يي شکايتونو او د سرغړونو د څيړنې دکميسيون ابلاغيه

 له ننداره کوونکو په تيره بيا له کورنيوڅخه د را رسيدلو شکايتونو له مخې کميسيون په خپلې پرونۍ غونډه کې د ټلويزيوني سريالونو د خپريدو موضوع تر غور او څيړنې لاندې ونيوله . يو شمېر سريالونه يې چې د اسلامي موازينو پرخلاف او ځوان نسل ته زيان رسوونکي تشخيص کړل او له تصويري رسنيوڅخه يې په کلکه وغوښتل چې د مبتذلو او له اخلاقياتو د مخالفو سريالونو د خپرولو له دوام څخه چې په ټولنه کې د فساد د ترويج سبب کيږي؛ ډډه وکړي .

  کميسيون د افغان، وطن، طلوع، خورشيد، شهر، ستاره، يک او د سبا ټلويزيونونو له مسوولو مديرانوڅخه وغوښتل چې دتوضيحاتو د وړاندې کولو په مقصد دې د غبرګولى د مياشتې په ١٢ نيټه د يکشنبې د ورځې له غرمې مخکې په لسو بجو د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د رسانه يي شکايتونو اوسرغړونو دڅيړنې دکميسيون په غونډه کې ګډون وکړي . 

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
يوځانمرګى بريد کوونکى پرون په نيمروز ولايت کې د پوليسو له خوا ووژل شو او په چاوديدونکو توکو بار يوه ريکشا له يوکلاشينکوف سره دپوليسو لاس ته ورغله.
  د دلارام  ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نجيب الله باخترآژانس ته وويل: دغه ځانمرګى يرغلګر غوښتل په چاوديدونکو بار يوه ريکشا له دالارام ولسوالۍ څخه د زرنج ښار ته وليږدوي او ځانمرګي بريد ترسره کړي .
ده زياته کړه: له هغه وروسته چې پوليس پرې مشکوک شول؛ هغه ته يې د دريدو امر ورکړ، خو دپوليسو امر ته يې پاملرنه ونه کړه اوپه پوليسو يې ډزې وکړې چې دپوليسو له خوا وځپل شو او يوکلاشينکوف اوچاوديدونکو توکو بار يوه ريکشا دپوليسو د ځواکونو لاس ته ورغله .
  د دلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل: په دې پيښه کې يو پوليس هم ټپي شوى دى .

ميرامشاه \ ډان \باختر\دغبرګولي د مياشتې ٨:

په شمالي وزيرستان کې نن سهار وختي د بې پيلوټه امريکايي الوتکو د بريد له امله  څه ناڅه څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.

دلومړنيو خبرونوله مخې: بې پيلوټه امريکايي الوتکو د ميرامشاه په سيمه کې په يوه کور دوه توغندي وتوغول چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.

ددغې پيښې ټپيان  روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى

دا د روان کال د ثور د مياشتې له انتخاباتو او د پاکستان دمسلم ليک ګوند نوازشريف له بريالي کيدو  وروسته  په دغه هېواد کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو لومړنى بريد دى .

په دې وروستيو وختوکې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما ددغه هېواد د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو دفاع وکړه او دغه بريدونه يې د تروريستانو په وژلوکې اغيزمن وبلل.