29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باخترد ليندۍ ٢٦:
د کورنیو چارو وزیر پوهنمل لوى پاسوال غلام مجتبی پتنګ پرون د خپل کار په دفتر کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رييس بارک اوباما له ځانګړې استازې سره وکتل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې لومړۍ دواړو لورو د امنیتي مسوولیتونو د لیږد لړۍ، د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د امنیتي او ستراتیژیک تړون او له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د نړیوالې ټولنې د ژمنه شوو مرستو په اړه خبرې وکړې، وروسته د کورنیو چارو وزیر د امنیتي مسولیتونو د لېږد د لړۍ په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:
دا چې د ټولو هېوادوالو يواځینى هیله همدا ده چې د امنیتي مسولیتونو د لېږد لړۍ مو باید د ټولو امنیتي ارګانونو له لورې په پوره بریالیتوب سره ترسره شي، نو دا دی یادې پایلې ته په پوره بریالیتوب سره رسیدلي یو ترڅو د هېواد ټول امنیتي مسوولیت په خپل لاس کې واخلو.
وروسته د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رييس ځانګړې استازې د کورنیو چارو وزارت راتلونکې کاري پلانونه ډېرارزښتناک وبلل او په ډاډ سره یې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې، د افغانستان د ملي پولیسو د روزلو او سمبالښت په موخه به نړیواله ټولنه او د امریکامتحده ایالات خپلو دوامداره مرستو ته له ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام ورکړي.
 

Sunday, 16 December 2012 12:00

داسعارو بيه

کابل\باختر\دليندي  دمياشتې ٢٦ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     52/45  افغانيو پلورل په   52/50افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  83/30افغانيو پلورل په   83/40افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 15/ 14 افغانيو پلورپه 20 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    60 68/ افغانيو پلورل په   68 /70  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  80 13/پلورل  13/90 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 970 افغانيو پلورل په 980 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  535افغانيو پلورل په  536 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 17/70  افغانيو پلورل په   17/80 افغانيو.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٣ :
داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني دسولې ،. دوستي  او ورورولي ښار په شعار سره ددغه ښار داعلام دمراسموم لپاره دغزني ښار دتياري کميسيون نن  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکترسيدمخدوم رهين  په مشري  غونډه وکړه.
دباختراژانس  دخبرله مخې، په دې غونډه کې دجمهوري رياست سلاکار انجينر محمديوسف پښتون ، دغزني والي موسي خان اکبرزاده  ، دښاري پرمختيا وزارت اودسيمه ييزو ارګاوونو دخپلواکي ادارې معينيانو، دپارلمان يو شميرغړو  او دنورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړي وو.
په غونډه کې دايسسکو دسازمان په  موافقه  د ١٣٩٢ کال دوري دمياشتې ٢٣ داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه  دغزني داعلام  په لاره کې وټاکل شوه دوري دمياشتې وروستۍ اوونۍ يې دهيواد دټولو ولايتونو په ونډې  اخيستنې دغزني دنمانځلو ورځ ځانګړي کړه  او وپيتل شوه، سيمه ييز ارګانونو دولايتونو له مسوولينو سره په دې باب لازمې اړيکې ونيسي اوپه دې مناسبت دبيلابيلوولايتونو نندارتونونه په غزني کې جوړشي  .
په  همدې ډول تصويب شوه  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دې  دکورنيو چارو وزارت اوپه يونسکو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دنمايندګي په همکارۍ همدا اوس دايسسکو  دشخصيتونو اوداسلامي هيوادونو دفرهنګ دوزيرانو په رابللو اقدام وکړي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٥ :
دکار اوټولنيزو چارو وزيرې آمنې افضلي دبدخشان ولايت ددولتي ادارو له رييسانو اومشرانو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په نږدي راتلوونکي کې به يتيمو اوبيوزلو ماشومانو ته ديو ستندرد وړکتون په جوړولو اقدام وکړي.
دې زياته کړه: دغه وزارت په دې لټه کې دى چې په راتلوونکي کې به بدخشان کې حرفوي  ښوونځي  اوکارګاه وي زياتې کړي چې يو زيات شمير ځوانان اوتنکي ځوانان چې وزګاردي  په کار وګومارل شي .
دکاراوټولنيزو  چارو وزيرې وويل:  دمعلوماتوله مخې، دفيض اباد ښار په وړکتون کې له اتلس کلني څخه زيات عمر لرونکي ځوانان شته چې هغوى به رخصت شي  اونور به  په هيڅ  دليل  زبرځواکو اوهغو کسانو ته چې وغواړي له اتلس کلني څخه زيات عمر لرونکي دماشوم په توګه شامل کړي ، نشته.
.دغه راز دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب وويل : دبدخشان  زياتره خلک په تيره بيا ځوانان دوزګارتيا  له امله ځوريږي  اودکار دموندلو لپاره ګاونډيو هيوادونو ته سفر کوي چې دا ددغه ولايت  ځوان قشر ته ډيره ستره ستونزه ده.دبدخشان والي دکار اوټولنيزو چارو له وزيرې څخه وغوښتل چې  په دغه ولايت کې حرفوي  ښوونځي  او کارګاوي جوړې کړي  چې ځوانان له وزګارتيا څخه وژغورل شي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٣ :
دلوګرولايت په پل علم ښارکې نن دماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان ټپيان شول.
وسله والو طالبانو دغه ماين په يوبايسکل کې ځاى پرځاى کړي و.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمررييس خان عبدالرحيم زي باختراژانس  ته وويل: وسله والو طالبانو په يوبايسکل  کې په ماين ايښودلوسره  چې له لري واټن څخه کنتروليده  دالعمر دکمپيوتري خدمتونو دکورس په وړاندي ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو په سرتيرو  چې د ګزمې په حال کې و بريد وکړ او درې تنه يې ټپيان کړل.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې،  ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى اوددرملنې لپاره کابل ته وليږدول شول.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٥ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دهغې پيښې له امله چې په ترڅ کې يې  دامريکا دمتحده ايالاتو په کنيکتيکات ايالت کې دښوونځي يوشمير زده کوونکي ووژل شول په ژوره توګه  خواشيني  شوى دى.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې،  پرون يو  وسله وال سړي دامريکا دمتحده ايالاتو په شمال ختيځ  کنيکتيکات  ايالت  کې يو لومړني ښوونځي ته ننوت او دښوونځي په  زده کوونکو يې ډزې وکړې   او له پنځه کلني  څخه ترلس کلني پورې ددغه ښوونځي  دشلوتنوزده کوونکو په ګډون شپږويشت تنه يې ووژل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ددغې درودونکي پيښې له امله دخپلې ژورې  خواشيني اوډاډګيرنې مراتب دامريکا  ملت ته څرگند کړل او هيله يې وکړه چې هيڅ ملت  له دغه شان غمجنې پيښې سره مخامخ نه شي .
جمهوررييس وويل چې افغانستان ددغه شان پيښو دردونه  اوکړاونه احساسوي  ځکه زموږ ملت هره ورځ له دغه شان دردونو اوکړاونوسره لاس اوګريوان دي .
حامدکرزي دخپلې ژورې خواشيني  اوډاډګيرنې مراتب دقربانيانو کورنيو او دامريکا دمتحده ايالاتو خلکو اوحکومت ته څرګندوى .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٥ :
دجوزجان ولايت امنيتي ځواکونو درې تنه دتيلو ديوټانکر دسوځولو لپاره دهلوځلو په تور ونيول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان عبدالعزيز غيرت باختراژانس ته وويل: دغو دريو تنو ديوټانکر تيلو په تشولو سره غوښتل هغه دشبرغان _ مزارشريف په لاره کې وسوځوي  چې دپوليسو له خوا ونيول شول.
دغه ټانکر داتفاق غوربند په شرکت پورې  اړوند و چې تيل يې پخوا په شپاړلسو زرو ډالرو پلورلى وو.
نيول شوي کسان چې يويې دشرکت استازي ، بل يې مالي استازي  او دريم يې ټانکر چلوونکي دى دامنيتي منسوبينو له خوا نيول شوي  او ترپوښتنې لاندې دي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٥ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن ډاکتر عبدالله عطايي  چې د جمهوري رياست دعالي مقام له فرمان سره سم دسترې محکمې دقضائيه قوې  دادارې دعمومي آمر په توګه ټاکل شوى دى ددغې ادارې  منسوبينو ته ور وپيژاند.
دسترې محکمې  دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دسترې محکمې دعالي شورا دغړو اودمرکزي ادارو درييسانو په ګډون جوړه شوې وه قاضي القضات دډاکتر عطايي دسابقې ، زده کړې  او تيري کاري تجربې  په باب خبرې وکړې او ويې ويل
په هغې موده کې چې دى دسترې محکمې دقضايي تعليماتو دمرکز متصدي و دروزنيزو اودقضايي ستاژ دپروګرامونو  بهير يې داسې رهبري کړ چې دهيڅ راز شکايت  زمينه برابره نشوه  چې دا په خپله دده دحکمت ، صداقت  او زحمت څرگندوى دى .
سره له دې  چې دقضايه قوې دادارې  دعمومي آمريت  دچارو پرمخ بيول آسان کار نه دى  خو زه ډاډمن يم  چې ډاکتر عطايي  به دخپل   لازم  لياقت اوپوهې له مخې  دغه دنده په  ښه توګه ترسره کړي .
قاضي القضات دغه راز دسترې محکمې دغړي  داکتر عبدالملک  کاموي   دخدمتونو چې اته کاله يې  دغه مهمه دنده  په پوره مسووليت مننې اوپه لازم  وظيفوي صداقت سره ترسره کړه ، درناوي وکړ  او له ده څخه دمنننې دڅرگندولو په ترڅ کې يې  دلوى خداى ج له دربارڅخه ډاکتر عطايي ته  دزيات برياليتوب هيله وکړه .
وروسته دسترې محکمې غړو قضاوتپوه بهاوالدين بهااو ډاکتر عبدالمک کاموي په دې پست کې دډاکتر عطايي دټاکنې په نسبت دسترې محکمې دعالي مقام دښه اعتماد له امله  مننه وکړه او زياته يې کړه چې ډاکتر عطايي به  له شک پرته  خپله پوهه  اوفهم په ښه توګه دچارو په پرمخ بيولو کې وکاروي  او دقضائيه قوې  دمقام  او پرستيژ  دساتنې په لاره کې به  خپلې دندې  ترسره کړي.
په پاى کې دقضائيه قوې دادارې عمومي آمرډاکترعطايي دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس داعتماد له امله مننه وکړه  اودسترې محکمې دعالي مقام اعتماد يې په ښه توګه  ددندوپه ترسره کولو دده دهڅونې
سبب وباله او زياته يې کړه چې  ددندو داجرا کولو په نسبت به  نه يوازې دسترې محکمې  له عالي شورا  اوله قاضي القضات سر ه ژمن  او ځواب ورکوونکي  واوسم  بلکې  دغه ژمنه له ټولو مخکې دلوى خداى ج په مقابل کې چې زموږ دټولو احوالو ناظر دى نوى کوم اودلوى خداى ج له دربار څخه غواړم چې په دې لاره کې له ماسره مرسته  اواستعانت وکړي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٥ :
په داسې حال کې  چې له افغانستان  څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو خبره کيږي  په افغانستان کې الماني عسکر په خپل يولس کلن شتون کې دلومړي ځل لپاره  په دغه هيواد کې په ټايګرډوله  هليکوپترو سمبال شول.
په افغانستان کې  دناټو خبرځايونو ويلي دي  دوه ډوله دغه هليکوپترونه پرون دالمان دليبزيک له ښار څخه ديو انتونوف  ډوله بار وړونکي روسيى الوتکې په واسطه دمزارشريف  هوايي ډګر ته  وليږدول شول.
دالمان اردو په پام کې  لري چې په لومړي ګام کې څلور ټايګر ډوله الوتکي افغانستان ته وليږدوي  دوه نور هليکوپترونه به په راتلوونکي اوونۍ کي افغانستان ته وليږل شي  . له بله  پلوه دالمان  اردو غواړي چې دراتلوونکي کال په پسرلي کې څلور  ان  اچ  _  ٩٠  هليکوپترونه  چې دطبي خدمتونو مخصوص دى  افغانستان ته وليږي.
دالمان له خوا دغه الوتکې په داسې حال کې ليږل کيږي چې تيره اوونۍ اسپانيا هم په بادغيس کې خپل عسکرو ته څوهليکوپترونه وليږل  .
اسپانيا مخکې له دې  ديتالوي ځواکونو له هوايي امکاناتو څخه استفاده کوله .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٣ :
محمدظاهر اغبرنن داولمپيک  دملي کميټې  دانتخاباتو  په دويمه غونډۀ کې  چې په کابل سرينا هوټل کې  جوړه شوه ددويم ځل لپاره ددغې کميټې درييس په توګه انتخاب شو.
دباخترا ژانس دخبرله مخې،  دغه انتخابات چې دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون  دتخنيکي ټيم داسيايي شورا اودنړيوالې شورا داستازي وحيدکرداني اوداولمپيک  دملي کميټې دملي فدراسيونونو درييسانو په شتون  ترسره شول دوه تنه محمدظاهر اغبر  اوميرمن آمنه مقيم  جاويد دغه پست  ته کانديد وو چې له رايي ورکولو وروسته محمدظاهر اغبر له څلور پنځوسو رايو څخه دوه پنځوسو رايو په ګټلو سره داولمپيک  دملي کميټې دلوى رييس په توګه انتخاب شو او دوه رايي سپينې وې.
دغه راز دهغو څلورو تنو له جملې څخه  چې دکميټې دسکرترجنرال پست ته يې ځانونه کانديد کړي وو  جان علم حسيني ديوڅلويښتو رايو په  ترلاسه کولو سره ددويم  ځل لپاره  داولمپيک  دملي کميټې  دسکرترجنرال په توګه انتخاب شو او ميرمن سميرا اصغري  وکولاي شول داته شپيتو رايو په ترلاسه کولو سره ددغې کميټې  دمالي امريت څوکۍ وګټي .