19 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اسلام د اعتدال او ميانه روى دين سينمار جوړ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر (اسلام د اعتدال او ميانه...

١٥٥ ځوانان د بيان له فن سره بلد شول

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د بيان فن د وړيا زده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
د افغان امنيتي ځواکونو د فعاليتونو په بهيرکې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وويل: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې د ډاراچوونکو عناصرو دځپلو په مقصد دبغلان، قندهار ، ميدان وردګو او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړعمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول، څلور تنه ټپيان او اتلس تنه نوريې ونيول شول.
ويل کيږي، ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ددغو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
ديوبل خبرله مخې: دکابل پوليسو شپږ تنه دغلا او وژنې په تور دکابل ښار دڅلورمې، پنځمې  او شپږمې حوزې په مربوطاتو کې نيولي دي.

_ کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
ټاک شوې ده په کابل  ښارکې د نيوفول کانتک فدراسيون د رمضان دجام ترعنوان لاندې يولړ سيالۍ پيل کړي.
د المپيک د ملي کميټې د نيوفول کانتک فدراسيون رييس امير حسين حيدري باخترآژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې د ورزشکارو هلکانو او نجونو ترمنځ پيليږي؛ د مرکز او د هرات، بدخشان، بلخ ، سرپل، غزني او د باميانو د ولايتونو ورزشکاران پکې ګډون کوي چې د دريو ورځو لپاره د مبارزې، کاتا او د سړې وسلې په دريو برخوکې دوه ورځې سيالۍ کوي.
دحيدري دڅرگندونوله مخې: دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو او لوياينو په دريو کټگوريوکې ترسره کيږي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
د دايکندي ولايت په خديرولسوالۍ کې  په يوه ترافيکي پيښه کې اته تنه ديني عالمان شهيدان شول.
دغه پيښه پرون مازيګر د خدير ولسوالۍ د پشت روق په سيمه کې رامنځته شوه او علت يې د سړک خرابوالى او د موټر چلوونکى بې احتياطي بلل شوې ده.
د دايکندي ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې آمر سمونوال نوروزعلي باخترآژانس ته وويل: دغه عالمان چې د روژې د مبارکې مياشتې د فرايضو د تبليغ په مقصد دکيتي او خديرولسواليو ته روان وو؛ د دوى دسپرلۍ تونس موټر په پشت روق سيمه کې له سړک څخه ووت او چپه  شو او دغه عالمان شهيدان شول.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
دسمنګانو ولايت د بر دره صوف ولسوالۍ د ډبرو دسکرو دکانونوعوايد د روان کال په لومړيو دريو مياشتوکې دتيرکال دهمدې مودې په پرتله په سلوکې پنځه څلويښت زيات شوي دي.
دسمنګانو د والي د دفتر مطبوعاتي دفتر مسوول محمدصديق عزيزي وايي: د سمنګانو ولايت د ډبرو د سکرو دتصدۍ نمايندګي د تيرکال په لومړيو دريو مياشتوکې ددغه ولايت د بر دره صوف له کانونوڅخه د ډبرو سکرو دپلورنې له پلوه درې سوه اتلس مليونه شپږسوه زره افغانۍ ترلاسه کړې وې چې دغه اندازه د روان کال په همدې موده کې څلور سوه اووه شپيته مليونه سلو زرو افغانيو ته لوړه شوې ده چې د تيرکال په پرتله يوسلو نهه څلويښت مليونه افغانۍ زياتوالي ښيي.
ده د ډبرو سکرو دعوايد د لوړوالي علت دقانون تطبيق ، کاري شفافيت ، د دولتي ادارو له مسوولينوڅخه دپوښتنې دکچې لوړول، د دره صوف _ مزارشريف  د سړک پخول، د امنيت تامينول اود لګښتيانو زياته غوښتنه وبلله، ويې ويل چې دغه پيسې يواځې له دوو کانونوڅخه چې د دهانه تور او د شباشک کانونه پکې  شامليږي؛ ترلاسه شوي دي. خو ددغې ولسوالۍ د دوو سيمو د ډبرو سکرو دکانونو او د روى دوآب ولسواليو دکان عوايد چې خصوصي سکټور ته  په اجارې ورکړي شوي دي؛ شامل نه دي .
له بلې خوا هم د بر دره صوف ولسوال احمدعلي حسيني دکار د ځواک لپاره د مصروفيت نشتوالي د ډبرو سکرو دعوايدو د زياتوالي لپاره يوبل علت وباله او ويې ويل: دغه موضوع د دې سبب شوې ده چې د تيروکلونو په پرتله په روان کال کې زيات شمېرکارګران په کار وګومارل شي اوله بله پلوه هم دتيلو اوګازو په ګډون د سون د موادو د بيو لوړوالي د دې سبب شوى دى چې زياتره لګښتيان د خښتو د پخولو په داشونو، آهنګري  او د اوسپنې د ويلي کولو په کوچينو فابريکوکې د ډبرو سکاره  وکاروي  .
دى وايي: همدا اوس له دغه کان څخه نږدې څلور سوه بار وړونکي وسايط د ډبرو سکاره د بلخ، کابل ، جوزجان ، کندز، بغلان ، خوست او د ننګرهار د ولايتونو او آن پاکستان ته ليږدوي.
حسيني زياته کړه: د يو ټن ډبرو سکرو بيه چې د دولتي کارګرانو له خوا راايستل کيږي؛ دوه زره افغانۍ ده اوهغه سکاره چې  وګړنيو کارګرانو له خوا له شخصي تونلونوڅخه ايستل کيږي؛ يو ټن يې د تصدۍ  د مسوولينو له خوايو زرو پنځه سوه افغانۍ محصول کيږي .
په همدې حال کې يوشمېر موټرچلوونکي چې له دغه کانونو څخه د ډبرو سکاره  ليږدوي؛ له خپل کار څخه خوښ دي .
دکاماز موټر چلوونکى محمدکريم چې ديرش ټنه د ډبرو سکاره يې له شباشک کان څخه ليږدولي او د ايبکوښار په مارکيټ کې يې پلوري وويل:  ماتيرکال په مياشت کې له دوو څخه تر درې ځلو پورې سکاره ليږدول، خو سږکال سکرو ته غوښتنه زياته شوې ده او اوس په مياشت کې له څلورو څخه ترشپږو ځلوپورې سکاره ليږدوم.
ده وويل: که چيرې د ايبکو _ دره صوف سړک پوخ شي؛ عوايد نور هم زياتيږي.
دکانونو د مسوولينو دمعلوماتوله مخې: په افغانستان کې د ډبرو سکاره دکمربند په ډول د بدخشان ولايت له غرنيو سيمو څخه نيولي تر تخار، بغلان، باميانو، سمنګانو اوسرپل پورې په بيلابيلو طبقوکې غځيدلي دي او دهرات له سبزک  کان سره نښلول کيږي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
په هرات ولايت کې د فوتسال سياليو تيرماښام په دوو لوبو سره دوام وکړ .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآ ژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د دوستانو ټيم دعمران ټيم په وړاندې په  زړه پورې لوبه وکړه چې لوبه  د لسو په مقابل کې په ١٥سره دعمران ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه راز په بله لوبه کې د (ال جي) ټيم د څلورو په مقابل کې په اووه سره د اتحادټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د رمضان دجام په نامه دڅلور شپيتو ټيمونو ترمنځ دشهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې پيل شوې دي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٤ :
د افغانستان د (آى ټي اف) د تکواندز ورزشکاران د تکواندو د نړيوالو سياليو په  اتلسم پړاوکې دګډون په مقصد نن بلغاريا ته لاړل.
د المپيک دملي کميټې دخپرونو مسوول سيمع دره يي باخترآژانس ته وويل :
د تکواندو نړيوالې سيالۍ ټاکل شوې ده د نړۍ دڅه دپاسه ديرشو هيوادونو د لوبغاړو  په ګډون  د اتو ورځو لپاره دبلغاريا په صوفيه ښارکې ترسره شي.
د دره يي دڅرگندونوله مخې: په دغوسياليوکې له افغانستان څخه نهه تنه ورزشکاران ، څلور هيتونه او ښوونکي ګډون کوي.
د يادونې وړ ده چې د المپيک دملي کميټې لوي رييس ظاهر اغبر له دغو ورزشکارانو سره په کتنه کې د هغوى د برياليتوب د هيلې په ترڅ کې هغوى د اخلاقو او انضباط مننې رعايتولو ته راوبلل او ويې ويل چې افغان ورزشکاران بايد په  هرځاى کې د اخلاقو بيلګه  وي .

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٢٣:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ١٨
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠،  ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣٠
قندهار- آسمان  شين، د تودوخې لوړه ٤١ ، ټيټه ٢٣
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه  ٤٢، ټيټه ٣٠
کندز- آسمان  شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٤
غزني- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣ ، ټيټه ١٣
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه  ١٦
شمالي سالنګ- آسمان شين، دتودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه  ٩
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٣
  شبرغان - آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٨
فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢ ټيټه ٢٧
خوست- آسمان شين، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٨
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٧
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٥-ټيټه ٢٢
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٧ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٣ دقيقو ولويږي . 

زرنج_باخترد چنګاښ دمياشتې٢٤:
د نيمروزولايت دعامې روغتيا رياست دوه تنه واکسيناتوران پرون له غرمې مخکې د وسله والوکسانوله خوا وتښتول شول.
د ملي امنيت د رياست يوه اړونده خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د نيمروز ولايت دعامې روغتيا رياست دوه تنه واکسنياتوران چې د واکسين د تطبيقولوپه مقصدددغه ولايت د چخانسور ولسوالۍ دورکلي ته تللي وو؛ د وسله والوکسانوله خوا وتښتول شول.
ده وويل: تراوسه پورې د تښتولو انګيزه نه ده څرګنده او طالبانو واکسيناتوران نامعلوم ځاى ته ليږدولي دي.
پوليسو ددغو روغتيايي کارکوونکو د موندلولپاره عمليات پيل کړي دي، خو تر اوسه پورې د دوى د برخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى.

Monday, 15 July 2013 07:20

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ٢٤:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 10 57/  افغانيو پلورل په  57/20افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 40  85 /افغانيو پلورل په  85 /50افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 50/ 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 30 74/ افغانيو پلورل په   74 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  15 15/پلورل 15/20 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  560افغانيو پلورل په 561 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 17/60  افغانيو پلورل په  17/70 افغانيو.

کابل _ باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٤:
د حج او اوقافو وزارت دکابل ښار د اړوندو ناحيو د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
باخترآژانس د حج او اوقافو وزارت دخبر له مخې، نن په کابل ښارکې د روژه ماتې  وخت د ماښام (٠٧:١٣)  او د سپيده داغ وخت د سحار (٠٣:١٠) مشخص شوى دى.