19 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اسلام د اعتدال او ميانه روى دين سينمار جوړ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر (اسلام د اعتدال او ميانه...

١٥٥ ځوانان د بيان له فن سره بلد شول

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د بيان فن د وړيا زده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست مبارز راشدي  نن ددغه وزارت ديو شمير رييسانو په ملګرتيا دهيواد دنامتو ژورناليست اوليکوال محمد قسيم اخګر پوښتنه وکړه .
محمد قسيم اخګريوه موده کيږي چې ناروغ دى او يوځل داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې ددرملنې په مقصد چين ته استول شوي و .
دباختراژانس دخبر له مخې ، راشدي دپوښتنې په وخت کې استاد محمد قسيم اخګر په وروستيو دريو لسيزو کې په ځوانانواو رسنيو اغيزمن شخصيت وباله  او ويې ويل چې استاد اخګر له هغو کسانو څخه دى چې له قدرت او پانګې سره يې مخه ښه وکړه اوخلکو ته يې مخه وکړه .
ده دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام استاد ته ورساوه  اوويې ويل چې داړتيا په صورت کې به بيا هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستاسوددرملنې په برخه کې غفلت  ونه کړي .
دغه راز قسيم اخګر په پاى کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپاملرنې له امله قدرداني وکړه .

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دجمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې په کا بل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد له نوى سفير مسفرعبدالرحمن ال غاصب سره وکتل اوددواړو هيوادونو دعلاقې وړ مسئلو په باره کې يې ورسره خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دى کتنه کې د جمهوري رياست لومړى مرستيال ددواړو هيوادونو سعودي عربستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ، خاصې اړيکې وبللې او زياته يې کړه چې دغه اړيکې زموږ دديني باورونو او اعتقاد پربنسټ  تکيه لري .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال زياته کړه موږ هيله لرو چې دحرمين شرفين خادم په افغانستان کې دسولې اوثبات د تا مينولو لپاره له بل هروخت څخه زيات مخکښ شي او په دې لاره کې رول ولوبوي .
په دى کتنه  کې په کا بل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد نوى سفير ښاغلي مسفرعبدالرحمن ال غاصب هم هيله وکړه چې افغانستان سولې اوثبات ته ورسيږي ده زياته کړه چې دسعودي عربستان دولت او خلک د افغانستان د خلکو زيات درناوي کوي
ده دغه راز د افغانستان له دولت څخه وغوښتل هغه خنډونه چې په کا بل ښار کې ديوستر اسلامي مرکز د جوړولو کار دپيل مخه نيسي ، لرى کړي چې دغه پرو ژه عملي شي

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دجمهور رئيس ويندوى ايمل فيضي په دى اړوند چې جمهور رئيس نيت لري چې دراتلونکي کال د جمهوري رياست انتخابات باطل کړي اود لويې جرګې په جوړولو سره په قدرت کې پاتې شي ، د سياسي ګوندونو او ايتلافونو دهمکاري دشورا دڅرګند ونو پرخلاف غبرګون کې ، باختراژانس ته وويل چې دلويې جرګې جوړول يواځې اويواځې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقه ليک په اړوند د تصميم نيولو په خاطر دى او په هغې  به د افغانستان خلک دهيواد له ګوټ ګوټ څخه  په خپل ګډون سره ددغه موافقه ليک په اړوند وروستي تصميم ونيسي.
د جمهور رييس ويندوى وويل چې په خوا هم دامن جرګې اود مشورتي جرګې له جوړولو مخکې د افغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسند په اړوند دغه شان بې بنسټه اوازې موجودې وې چې وروسته معلو مه شوه چې حقيقت نه لري .
فيضي ټينګار وکړ چې داځلې هم دغه اوازې له بې بنسټه اوازو پرته بل څه نه دى او دا به د زمانې تيريدل ثابت کړي .
ده باختراژانس ته وويل چې ځينې کسان هلې ځلې کوي چې دلويې جرګې د نا مه په تخريبولو سره چې د افغا نستان د خلکو د ارادې ډيرعلي مظهردى ، امنيتي موافقه ليک په پټو سترګو او پرته له دې چې د افغا نستان خلک په دى اړوند خپل تصميم ونيسي ، لاسليک کړي .
دجمهور ريئس ويندوى څرګنده کړه چې د افغا نستان حکومت په وار وار ټينګار کړى دى چې هوډمن دى په ټاکلي وخت کې يې له هراز بهرنيو لاس وهنو پرته شفاف او عادلا نه انتخا بات ترسره کړي .
فيضي څرګنده کړه چې د ا مريکا له متحده ايالاتو سره امنيتي موافقه ليک په دى دليل چې دافغانستان لپاره يوه ملي او برخليک ټاکونکي موضوع ده ددې غوښتنه کوي چې دملي شورا ، ولايتي شورا ګانو اود سياسي ګوندونو په ګډون د هيواد له ټولو سيمو څخه د افغانستان خلک يوه ملي جرګه کې ګډون وکړي او خپل وروستي تصميم ونيسي ځکه له ا مريکا سره د امنيتي موافقه ليک په باب وروستي پريکړه ، د افغا نستان په خلکو پورې اړه لري

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دسنا مجلس درئيس فضل هادي مسلميار اود لومړى نايب محمدعلم ايزديار په مشري په دوو برخو کې د مشرانو جرګې په ننني غونډه کې دغړو له خوا دبيلا بيلو موضوعګانو په باب خبرې وشوې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په غونډه کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او پاتې کيدو په باب ددغه هيواد ضد اونقيض دريځونه يو ډول سياسي لوبه وبلل شوه او جدي انتقادونه پرې وشول او وويل شول چې ضد اونقيضې څرګندونې د خلکو په روحيې ناوړه اغيزه کوي او دغه هيواد دى بايد په دې باب مشخصه تګلاره  غوره کړي چې د افغا نستان خلک دخپلې راتلوونکي لپاره لازم تصميمو نه ونيسي.
دغه راز په هيواد کې دپراخې وزګارتيا او په کابل ښار کې دګرځنده پلورونکو دستونزو له پلوه انديښنه څرګنده شوه اوټينګار وشو چې مسول ارګانونه دى بايد په دې برخه کې چې ناوړه عواقب لري مشخصې پاليسي طرحه اوتطبيق کړي.
له ١٣٨٤ کال  راپه ديخوا دپکتيا ولايت دزرملي ولسوالۍ دروغتون په جوړولو کې نه پاملرنه اودعامې روغتيا وزارت له خوا دنورستان د ولايتي روغتون د ودانۍ د جوړولو د کار دپړاونو نه بشپړيدل او په خپله دولتي روغتونونو کې ددرملو له شتون سره سره په بستر کې دشاملو ناروغانو ددرملو دپيرودنې لپاره دروغتونونو سپارښتنه ،دبې کيفيته درملو واردول ، په دولتي مرکزونو کې داداري فساد شتون او په پستونو کې دبې کفايتو کسانو ټاکنې ،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دارشيف رياست درقابتي ازموينې د بهيرځنډول او په نيمروز ولايت کې دڅښاک داوبو کمښت د غونډې دغړو د خبرو وړ موارد و.
دغه راز انتقاد وشو چې په روان کال کې دصافي،کام اير اوداريانا هوايي شرکتونه غواړي ديوزرو درې سوه شلو ډالرو په بدل کې افغان حاجيان سعودي عربستان ته وليږدوي چې له معمولو بيو څخه زياته ده دغه راز دديني ،فرهنګي ،پوهنې اودلوړوزده کړو د چارو د کميسيون په غونډو کې دپوهنې دوزير دبيا بيا نه ګډون يادونه وشوه او وويل شول چې ټاکل شوې وه له ده سره ددرسي کتابونودچاپولودنواقصو ،تشکلاتي تنقيص ،دخيرخانې مينې دبي بي حوا د منځني ښوونځي دادارې دغير قانوني اجرااتو له امله ددغه ښوونځي د٢٧ تنو ښوونکو دشکايت ،دکتابونو دکمښت ، دپوهنې په وزارت کې ديوولسو زرو بستونو د زيا توالي او د هغو په ونډه ټا کنه  کې د نه انډول اود کابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دنجونو دښوونځي دستونزو اودځينو نورو مسئلو په باب پوښتنې طرحه شي خو دده نه ګډون ددې سبب شوى دى چې دغه پوښتنې بې ځوابه پاتې شي.
په غزني په تيره بيا د هغه په څلورو ولسواليو کې دناامنيو زياتوالي ،دننګر هارپه ولسواليو په تيره بيا د تورخم _ جلال اباد په مواصلا تي لاره کې د امنيتي حالت خرابوالي چې دبټي کوت په سيمه کې طالبان په ښکاره دسپرليو اولارويانو په  وژنې لاس پورې کوي خو دمقاماتو له خوا د خيريت راپور ورکول کيږي چې په دغو سترا تيژيکي سيمو کې د طالبانو نفوذ ډير خطر ناک دي اودغه راز دقندهار ولايت په تخته پل او سپين بولدک ولسواليو اونورستان کې دسيمه ييزو پوليسو د جوړولو اړتيا ،دبادغيس ولايت په جويند ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو د اجرااتو ستاينه او له منکراتو سره په تيره بيادروژې په مبارکه مياشت کې جدي مبارزه او د اسلامي بانکوالي په سيستم د بانکونو دعيارولو وړانديز هغه موارد وچې دغړو له خوا طرحه شول .
دغه راز په غونډه کې دروژې د مبارکې مياشتې له رارسيدو سره جوخت دلومړنيو اړتيا وړ توکو د بيو د لوړ والي اودافغاني دبيې دکمښت له ا مله انديښنه څرګنده شوه او نيوکه وشوه چې مسولين په دغو برخو کې عملي اواغيزمن اقدام نه کوي.
په غونډه کې دغه راز ځينو سناتورانو د ملي شورا ددوبنيو رخصتيو په ورځو کې دلوى جرګې د جوړولو له امله خپله انديښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې بايد هر راز لويه جرګه دې له اساسي قانون سره سم جوړه شي او هم دقانوني پړاونو له بشپړولو پرته دهيواد ديوتن ورځپاڼه ليکونکي عزيز الرحمن سخي زاده نيول کيدل له قانون څخه سرغړونه وبلل شوه او انتقاد وشو اوټينګار وشوچې اړونده مراجع دې دده په خلاصون اقدام و کړي.
سناتورانو دځينو هغو پروژو د کاردځنډيدو چې دپي ارټي ګانو له خوا تمويلې دې يادونه و کړه او وپتيل شوه چې داړوندو مراجعو په نا مه دې ليکونه وليږل شي چې په ولايتونو کې دى پروژې دپي ارټي ګانو له خوا بشپړې شي .
په پکتيا کې د جهادي مشرانو په تيره بيا د سولې دشهيد استاد برهان الدين رباني اود ولسي جرګې دغړي استاد عبدالرب رسول سياف دتصويرونو څيرل چې د مجلس ديو غړي اودځينو نورو کسانو دڅرګندونو له مخې دا کاردپکتيا د والي جمعه خان همدرد دګومارل شويو کسا نو له خوا ترسره شوي دي وغندل شول او ټينګار وشو چې مسول مراجع دى دغه موضوع په جدي تو ګه تعقيب کړي
دغه راز په غونډه کې د پروان ولايت د اوسيدونکى په مولوي صاحب خطيب مشهور دارواښاد مولوي نور احمد پاک روح ته دعا وشوه او دده مړينه دهيواد په علمي ټولنه کې يوه ضايعه وبلل شوه .
مولوي نوراحمد دپروان ولايت د سنا تور مولوي ميرحمد الله منيب په ګډون دديني علومو دسلګونو تنو طالبانو دفضيلت پګړى تړلې وې اود پروان د خلکو دخير اوشر په مراسمو کې يې فعاله ونډه لرله اود ګاونډيو ولايتونو دديني عالمانو ترمنځ يې دخاص درنا وي وړ و، اروادې ښاده وي .
دغه راز ښځينه سناتورانې دانتخاباتو دقانون له متن څخه ددواړو مجلسونودمختلط هيئت له خوا په ولايتي اود ولسواليو په شورا ګانو کې دښځو په سلو کې د٢٥ ونډې دحذف په نسبت داعتراض په دود له ننني غونډې څخه ووتلې او په دغه قانون کې يې دښځو د زيا تې فيصدي ونډې غوښتنه و کړه .
دموضوعګانو په جمعه بندي کې دغونډې رئيس دغه موضوعګانې اداري هيئت ، اړوندو کميسيونونو اود مشرانو جرګې دارالانشا ته دڅيړنې په مقصد وسپارلې

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
په پکتياکې تيره شپه د ايتلاف دځواکونو د هوايي بريد له امله دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خيل باختراژانس ته وويل دنړيوالوځواکونو په هغه هوايي بريد کې چې د پکتيا ولايت دزرملي ولسوالۍ په سهاک کلي کې ترسره شو دوسله والو طالبانو دډلې ديو تن قوماندان بصير همت په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دده د څرګندونو له مخې، وسله والو طالبانو په زرملي ولسوالۍ د بريد نيت درلود

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دجوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښارد پروژې دمنځني ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډبره نن ددغه ولايت د پوهنې رياست د چارواکو له خوا  کيښودل شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې،  دغه ودانۍ د نړيوال بانک په مالي مرسته په يوه پوړ کې په اتو مياشتو کې جوړيږي چې لس درسي او اداري خونې اونورضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوى دى.
په دې ښوونځي کې نږدې شپږ سوه تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې اوس ددرسي خونو د کمښت له پلوه له ستونزو سره مخا مخ دي او هيله کيږي چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره هغوى ته دښې زده کړې زمينه برا بره شي .

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دفوايد عامې وزارت خبرتيا:
دسالنګ تونل او ګالري يې چې له څه مودې را په ديخوا تر ترميم لاندې وې اوس پخولو ته چمتو دى په ښه او اغيزمنه توګه  په دې تونل کې دپخولو د کار داجرا کولو په مقصد دغه مراتب هيواد والو ته ابلاغيږي .
دسالنګ لويه لاره له استثنا پرته د ١٣٩٢ کال دچنګاښ د مياشتې له ٢٣ نيټې څخه تر بلې خبرتيا پورې ديکشنبې له شپې څخه دچهار شنبې د ورځې تر سهار پورې د ټولو باروړونکو او مسافروړونکو وسايطو او په ترافيکو کې د نورو شاملانو پرمخ تړ لى دى.
دچهار شنبې له ورځې څخه ديکشنبې تر ورځې پورې واټ شپه او ورځ د ترافيکو پرمخ پرا نيستې دى
له امنيتي ارګانونو څخه په جدي توګه غوښتنه کيږي چې له دغه پرو ګرام سره سم ددغې لويې لارې په تړلو اود ترافيکو د بهير په تنظيم کې له اړوندو موظفو کارکوونکو سره همکاري و کړي .
د بلخ ،کندز،بغلان اودپروان له ولايتونو ،دحيرتانو دښارګوټي له رياست اودترانسپورت له وزارت څخه هم غوښتنه کيږي چې د هرې اوونۍ ديکشنبې ،دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې په دې لاره کې دوسايطو دتګ راتګ اوپه لو مړى سيمه کې دمالونو د بارولو مخه ونيسى

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دبدخشان ولايت داشکاشم ولسوالۍ سلګونو تنو اوسيدونکو نن له پوليسو څخه ديوه غله دتيښتې پرخلاف د اعتراض په توګه په مظاهرو لاس پورې کړ.
دبدخشان د والي مرستيال ګل احمد بيدار باختراژانس ته وويل، يو غل تيره شپه د امنيتي ځواکونو له خوا دسيمې د خلکو په همکاري ونيول شواوددغې ولسوالۍ پوليسو ته وسپارل شو خو دغه غل له پوليسو څخه تښتيدلى دى او مظاهره کوونکي د هغه دډير ژر نيولو غوښتنه کوي
دبدخشان د والي مرستيال زياته کړه څرنګه چې د اشکاشم ولسوالۍ جيل معياري نه دى له دې امله دغه غل له پوليسو څخه تښتيدلى دى.
مظاهره کوونکي غوښتنه کوي چې تښتيدلى غل دې په ډير لنډ ممکن وخت کې ونيول شي اودقانون منګولو ته وسپارل شي .
داشکاشم د پرمختيايي شورا رئيس وويل داشکاشم ولسوالۍ له يوې مياشتې را په ديخوا د وسله والو غلاو ډګر دى او غله دشپې له خوا د خلکو  کورونو ته ننوځي اومالونه يې لوټوي .

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دبهرنيوچارووزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې دافغان ديپلوماتانودتيښتې په باب د نيويارک ټايمز رپوټ رد کړ .
دغې ورځپاڼې رپوټ ورکړى ووچې په سلو کې څه دپاسه شپيته افغان ديپلو ما تان په بهرنيو هيوادونو کې دخپلو دندو له پاى ته رسولو وروسته افغانستان ته نه ستنيږي .
دباختراژانس دخبريال د خبر له مخې، دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي دغه رپوټ غير مسلکي وباله او وي ويل چې دغه رپوټ په يو اړخيز ډول برا بر شوى دى اوهيڅ مسلکي  اومعياري بنسټ  نه لري.
ده ايران ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دسياسي معين ارشاد احمدي دسفر په باب معلومات ورکړل او وي ويل چې ده د افغانستان اوايران ترمنځ په دويمه سياسي مشورتي غونډه کې په ګډون سربيره د ايران د بهرنيو چارو له وزير ،دملي امنيت دشورا له رئيس اوددغه هيواد د کورنيوچارو،بهرنيوچارواودزده کړو د وزارتو نو له معينانو سره کتلي دي .

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دبغلان ولايت دښوونکو د روزنې د عالي موسسې دليلې د ودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو.
دبغلان ولايت دښوونکودروزني دعالي موسسي رئيس محمدناصر فرهمندباختراژانس ته وويل، دغه ودانۍ دپوهنې وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه د اته ويشتو مليونو افغانيو په لګښت د يوزرو سل متره مربع ځمکې په سا حه کې جوړيږي .
ده زياته کړه دغه  ودانۍ په دريو پوړونو کې جوړيږي چې ٤٣ خونې دکنفرانس تالار ،پخلنځۍ او يو جومات پکې په پام کې نيول شوى دى چې د جوړولو کار يې په شپاړسو مياشتو کې پاى ته رسيږي .
دبغلان ولايت د ښوونکو دروزنې د موسسې رئيس وويل ددغې ودانۍ د جوړولو د کار په بشپړيدو سره دليلې د خونو د کمښت اودجومات د نشتوالي له ا مله د استادا نو او محصلانو ستو نزې لري کيږي
ديادونې وړ ده چې همدا اوس دبغلان ولايت دښوونکو دروزنې په عا لي موسسه کې دښځو او نجونو په ګډون څه دپاسه ٢٨٠٠ تنه محصلان په زده کړه بو خت دي چې دلوست چارې يې د شپږ اويا تنو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي .