28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

  څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ملي دفاع وزارت مسوولین...

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  دليندي شلمه
يو ملکې وګړي په سمنګانو ولايت کې دوسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزي مدير سمونمل غلام محمد زلمي باختر اژانس ته وويل دغه سړي دايبکو ښار په خواجه اسماعيلوکلي کې وژل شوي او دده دوژل کېدو علت يې تراوسه پوري نه دى په ډاګه شوي .
ددغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوي دي .
 

پاريس– باختر دليندۍ شلمه
دپاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري په هغه کنفرانس کې دګډون په مقصد چې دنجونو دروزنې لپاره دملالي يوسفزى دميړانې دستاينې په مقصد ديونسکو په نوښت په پاريس کې جوړشوي و پرون فرانسې ته ورسيد .
دپاکستان جمهور رييس دبريتانيا په بير منګم ښارکې په ملکې اليزايت په روغتون کې له ملالۍ يوسفزي سره له کتنې وروسته پاريس ته روان شو.
ټاکل شوې وه په دې کنفرانس کې دپنځلس کلنې تنکې پيغلې ملالى يوسفزى چې په پاکستان کې يې دنجونو د روزنې لپاره هلې ځلې کولې او څو مياشتې مخکې دطالبانو له خوا ترورستي بريد پرې وشو درناوي وشي.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبر له مخې په دې کنفرانس کې دغه راز ژمنه وشوه چې  دټولې نړۍ او دپاکستان دنجونو دښوونې او روزنې لپاره پيسې راټولې شي.
دغه کنفرانس دبشردحقوقو دنړيوالې ورځې له نمانځنې سره جوخت جوړشو چې په هغه کې د دولتونو دملګرملتو دسازمان او دمدني ټولنې دسازمانونو په ګډون دنړيوالو سازمانونو استازو پکې  برخه اخستنې وه.
 

کابل – باختر دليندۍ شلمه
دناټو يو سرتيرى دافغانستان په ختيځ کې دياغيانو دبريد له امله و وژل شو.
دغه پوځي چې ويل کېږي امريکايي دى پرون کله چې په ګزمې بوخت و دياغيانو له خوا پرې بريد وشو او و وژل شو.
دامريکا دفاع وزارت مقاماتو ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره دخپل دغه پوځي د وژل کېدو خبرتاييد کړى دى.
دتيرى يوې اوونۍ په بهير کې دا دناټو څلورم پوځي دى چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل کېږي.
دنه تاييد شويو شميرنو له مخې په روان کال کې دناټو څه ناڅه شپږ سوه تنه پوځيان له وسله والو طالبانو سره په نښتو  کې وژل شوي دي په داسې حال کې دغه شمير په پشپړ تير ميلادى کال کې پنځه سوه شپږ نوى تنوته رسيدلي و.
 

کابل – باختر دليندۍ شلمه
وسله والو طالبانو د دايکندى ولايت دګجران ولسوالۍ يو اوسيدونکى وواژه .
ددغه سړى مړى پرون دپوليسو لاس ته وراغى
دشمشاد د٢٠٢ ساحوى زون دقوماندانۍ مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
وژل شوى سړى د دايکندى ولايت دګجران ولسوالۍ اوسيدونکې و چې څه موده مخکې دوسله والو طالبانو له خوا له دولت سره دهمکارى په تورتښتول شوى و او وروسته وژل شوى و دده مړى دپوليسو دمنسوبينو لاس ته ورغلى دى.
د دايکندى ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې دغه سړى ديوې شخصي توطيې قرباني شوى دى او طالبانو په يو کاذب تورکې دى وواژه.
 

کابل باختر  دليندي شلمه
  په پکتيا ولايت کې پرون په دوه زره داخلي بيځايه شويو او راستنو شويو کورنيو خوراکې توکې وويشل شول
ويل کېږي دغه توکې دملګروملتو دسازمان له خوا او ددغه ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو درياست په همکاري وويشل شول .
له ګرديز ښار څخه دباختر اژانس خبريال دخپر له مخې له دغو مرستو څخه په هري کورنۍ دوه بوري غنم ، يوه پنځه کېلويي بوشکه غوړي  يوه کېلوچاي او يوه اندازه مالګه ويشل شوې ده
دغه توکې په هغو کورنيوچې پخوا ددغه ولايت  دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له خوا سروي شوي وو ويشل شوي دي  دتوکو ويش نن هم دوام لري .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
دالمپيک ملي کميټي باختر اژانس ته ديوې  خبرتيا په ليږلو سره داسيا دالمپيک دشورا او دالمپيک دنړيوالې کميټې دهيئت تر نظر لاندې په کابل ښار کې دالمپيک دملي کميټي درياست دبست او د دغې  کميټي داجرائيه هيئت دپستونو دانتخاباتو دترسره کولو خبر ورکړ .
په خبرتيا کې له هغو کسانو څخه چې په دغو پستونوکې دکانديدي غوښتنه ولري غوښتل شوي دي چې دکانديدي فورمې دالمپيک دملي کميټي  دانتخاباتو دترسره کولو له کميسيون څخه ترلاسه  او له ډکولو وروسته يې بيرته وسپاري .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
  دهيواد دجودو ملي ټيم داسيا دجنوب دهيوادونو تنکېو ځوانانو دسياليو له دريمي دورې څخه  دسرو زرو دشپږو مډالونو او دسپينو زور ديو مډال په ترلاسه کولو سره داتلوالي مقام وګاټه
باختر اژانس ته دالمپيک دملي کميټي دخپرونو دفتر دخبر له مخې دغه سيالۍ چې دروان ميلادي کال ددسمبر دمياشتي له شپږمې  نيټي څخه داسيا دجنوب دشپږو هيوادونو د ټيمونو په ګډون دبنګله ديش دډاکې په ښار کې پيل شوي وي له افغانستان څخه اووه تنه ورزشکاران ، يوښوونکې يو حکم او يو هئيت ګډون کړي و اوزموږ ورزشکارانو وکولاي شول دسرو زرو شپږو مډالونو او دسپينو زرو ديو مډال په ترلاسه کولوسره ددغو سياليو داتلوالي مقام وګټي
  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې زموږ دهيواد ورزشکارانو دغه راز دجودو دسولې لپاره په روزنيز سيمينار کې چې په دغه هيواد کې جوړ شوي و هم ګډون وکړ او تصديق ليکونه يې ترلاسه کړل
زموږ جودو کاران پرون مازيګر هيواد ته راستانه شول .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
په غزني  ولايت کې دطالبانو پرخلاف دپاڅون کوونکو يو غړي  دناپژيندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
  دغه سړي تيره شپه په ډزو سره و وژل شو .
دسيمې يو تن اوسيدوزنکې چې غوښتل يې نوم وانه خستل شي  دباختر اژانس خبريال ته وويل  دغزني ولايت دپاڅون کوونکو دغه غړي ديو تن خپلوان له خوا دتيلفون په واسطه له کور څخه چې دغزني ښار دسلطان محمود  په واټ کې دي بهر ته وغوښتل شو او وروسته و وژل شو .
سيمه ئيزو امنيتي مقاماتو تراوسه پوري ددي پيښې  په اړوند نظر نه دى څرګند کړي .
 

انقره باختر  دليندي شلمه
  ټاکل شوې ده دافغانستان او پاکستان جمهور رييسان سبا په ترکېه کې غونډه وکړي او په کاب لکې دافغانستان دملي امنيت په لوي رييس له تروريستي  بريد وروسته دسولې او ثبات په باب خبري وکړي
دباختر اژانس دخبر له مخې دترکېې جمهور رييس عبدالله ګل دفرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې دي به له خپلو افغاني او پاکستاني سيالانو حامدکرزي او اصف علي زرداري سره  دافغانستان او پاکستان ترمنځ ددوه اړخيزو همکاريو په تيره بيا په امنيتي که دهمکاريو دپياوړتيا په باب خبري وکړي
  دترکېي يوه جګپوړي ديپلومات وويل چې انقره سبا دافغانستان او پاکستان دمشرانو کوربه توب کوي
دغه خبري دترکېې په پايتخت انقره کې کېږي او دا په ترکېه کې شپږمه غونډه ده چې له  ٢٠٠٧ کال راپديخوا دبنسټ  پالنې  پرخلاف مبارزه کې دهمکاري په لاره کې کېږي .
 

کابل – باختر دليندۍ شلمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې وروستيو وختو کې په يوه خبري کنفرانس کې سره له دې چې داوسني نظام دسوله ييزو هدفونو په باب يو روښانه تصوير وړاندې کړ خو څرګنده يې کړه داسې ناپيژندل شوي لاسونه شته چې داسلام له نامه څخه داسلام پرخلاف او دسولې له نامه څخه په افغانستان کې دسولې پرخلاف کار اخلي.
دباختر آژانس سيالي مبصر ليکې : دڅو تيرو کلونو تحليلونو او څيړنو ښودلې ده کله چې  په هيواد کې دخبرو او دملي پخلاينې بهير ګړندي کېږي دافغانستان دخلکو دښمنان په کار لاس پورې کوي او په جنايت په لاس پورې کولو سره عامه ذهن هغه لورې ته راکاږي چې دافغانستان اودسميې خلکو په ګټه نه دي.
په دې کې دترديد ځاى نشته هغه ترورست چې ددغه شان جنايت دترسره کولو په  خاطر کابل ته  راغلي و له کويټې څخه يې دنده ترلاسه کړې وه او په دې کې ترديد نشته . دترورستيانو د سولې هغه قاصد چې دهيواد دسولې دلارې له شهيدپروفيسرو برهان الدين رباني سره دخبرو دترسره کولو په خاطر راغلي وهم هماغه تګلورې وهلې و.
په دواړو لورو کې مسوليت طالبانو ومانه. که چېرې ددغو دووپيښو تخنيکې ژورتيا او ترورستي کړنو ته پاملرنه وشي جوتيږي چې طالبان هيځکه دپيچلې او سختې ترورستي عملياتي طرحې ځواکمني نه لري بلکه دماجرا ته شا هغه ترورستان دي چې له ډيرو پيچلو بڼو څخه په استفادې سره غواړي ځاى ورکړي شويو هدفونو ته ورسوي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې کنفرانس کې په ژور او اړخيز تحليل سره وويل مهمه داده چې په اسدالله خالد چا بريد وکړ په ښکاره دطالبانو په نامه اعلام وشو خو حقيقت يې دادى چې په دې پيچلتيا سره بريد او هغه بم چې په خپل بدن کې يې پټ کړى و دادطالب کار نه دى بلکې يو ډير مسلکې او انجينيري کار دى.
داکار طالبان نشي کولاى ،په دې کې ډير ماهر لاس ښکېل دي .او دغه راز ليدل شوي دي کله چې دسولې بهير کوم ځاى ته ورسيږي په دې باب يو لړ برياليتوبونه ترلاسه کېږي ،يو لړ هيلې رامنځته کېږي دغه شان بريدونه کېږي.
واقعيت دادى چې دسولې او خبرو دپروګرام دبدلون تګلورې تل لوړې او ژوررې لري، په داسې شرايطو کې چې دافغانستان دسولې دعالي شورا جګپورې هيات له پاکستاني مقاماتو سره بريالي خبرې وکړي او دخبرو د دوام لپاره دريځې پرانستل شوې او دښه نيت ګامونه واخستل شول.
دسولې قاصد بيا هم دترور دهشت اووحشت پيغام راوړي او په يو ډول نه يو ډول دسولې او روغې جوړي په باب  عامه ذهنيت  راپاروي
  جمهور رييس په دې موضوع هم خبري هم کړي او ويلي يي دي چې بايد په دقت سره معلومه شي تحليل شي هر هغه چاچې په دې پيښې لاس پوري کړي دي بايد وپيژندل شي او په عام محضر کې محاکمه شي
  طبيعي  ده چې افغانستان په ډير سخت او جدي غبرګون وښيي  په دغو څرګندولاسونو دپيژندنې په کار کې په دقت اوزغم ټينګار شوي دي چې غواړي دسولې او خبرو بهير ته زيان ورسوي .
سياسي پوهه هم حکم کوي چې بايد په پيچلو قضيو کې په سختو سياسي شرايطو کې په بيړه قضاوت ونه کړو او هغه بهير ته زيان ونه رسوو چې دسيمي افغانستان او پاکستان ژغورنه  نغښتې ده .