24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين نن  په ملي موزيم کې دباختر دهزارشهر نندارتون پرانست .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  ددغه نندارتون  دپرانستلو په مراسموکې دملت  دارواښاد بابا دکورني غړو شاهزادګې بلقيس او شهزاده ميرويس او دپارلمان ځينو غړو ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينانو او سلاکار او يوشمير بهرنيو ميلمنوګډون کړي و .
په دغو مراسموکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دهزارشهر په اړوند معلومات وړاندې کړل او وي ويل : نن ورځ  دبلخ لرغونې تاريخ  دهزارشهر ټاټوبي چې لرغونې سابقه لري او دروايتونو له مخې ، دځمکې پرمخ لومړنئ ښار و ، بلخ  دنړۍ په دريو سترواديانو کې دمقدس ښار او دهريودين دمهم ديني مرکز په توګه و ،  په زردشت دين کې چې دهيواد بومي دين و ،  او وروسته  په بوډا دين کې او دغه راز داسلام په مقدس دين کې بلخ ستر مقام درلود .  په اسلامي دوره کې بلخ په قبته الاسلام ، بلخ بامي ، بلخ درخشان اود بلخ ګزين  په القابو يادشوي دي .
  ډاکتر رهين زياته کړه چې دغه ښار دومره ستر او له نعمتونو څخه ښار و  چې په درې واړو دورو کې دعلومو او فنونو په ټولو څانګو کې د ډيرو لوړو بچيانو خاوند او په همدې حال کې دختيځ تجارتي مرکزونه و .
  ډاکتر رهين  دنيوزيلالند هيواد له هغو اغيزمنو مرستو څخه  مننه وکړه  چې  دکلونوکلونو په اوږدو کې دافغانستان له ملي موزيم سره  شوى دى .
دغه راز په کابل کې دهالند دسفارت مرستيال  هم دافغانستان  دلرغونې تاريخ او فرهنګ په اړوند خبرې وکړې  او دغه هيواد يې دتاريخي ځايونو او اثارو يو ډير بډاى هيواد وباله .
دملي موزيم رييس  عمرا خان مسعودي  دباختراژانس خبريال ته وويل،  دغه نندارتون په ملي موزيم کې دهزارشهر په نامه په دايمي ډول پرانستل شو اوپه هغه کې دلرغونو ډبرو ، نويو ډبرو ، ژيړو ، باختري يونان ، کوشاني او ديفتيليانو ددورو او دنورو دورو په ګډون دهيواد په بيلابيلو تاريخي دورو پورې اړوند سل قلمه آثار پکې شته  چې  زياتره يې  دهيواد  دشمال له ولايتونو څخه  ترلاسه شوي دي .
ډاکتر رهين ددغه نندارتون له پرانستلو وروسته  دبيلابيلو ادارو درييسانو اوميلمنو په ملګرتيا دنندارتون بيلابيلې برخې وکتلې .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دسنا مجلس لومړى نايب  محمد علم ايزديار نن دفراه  له نوى والي  محمد عمر شيرزاد سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، ايزديار دفراه دوالي  په توګه  دمحمد عمر شيرزاد ټاکنه  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له خوا يو پرځاى انتخاب وباله او په کاري چارو کې يې دده  دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .   ورپسې  محمدعمر شيرزاد دسنا مجلس  له لومړى نايب څخه دمننې اوقدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې ، ډاډورکړ چې  خلکو او هيواد ته دخدمت په لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
دغه راز  دپارلماني مسئلو ورکشاپ  نن  دفرانسې دپارلماني چارو ددوو تنو ماهرانو له خوا  دملي شورا  دکنفرانسونو په تالار کې جوړ شو .
  په دې ورکشاپ کې دملي شورا ددواړو مجلسونو ځينو غړواو ددواړو مجلسونو ددارالانشا ګانو دتقنيني برخې  کارکوونکو ګډون کړي و .
  په دې درې ورځني ورکشاپ کې  ددغو استادانو له خوا په اجرائيه قوې دپارلماني  څارنې او کنترول دعملي کولو دلارو چارو ، دفاعي او دکورني امنيت  دچارو دکميسيونونو دکړو وړو دڅرنګوالي او دملي بودجې په تطبيق باندې دپارلمان دڅارنې اوکنترول دعملي کولو دښو لارو چارو په باب توضيحات  ورکول کيږي .
ددغه ورکشاپ  دپرانستلو په وخت کې  دمشرانو جرګې  ددارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله هاشمي، دملي شورا ددواړو مجلسونو ددارالانشا ګانو دپارلماني چارو مرستيالانو رحيم الله غالب او شاه سلطان عاطفي خبرې وکړې  او دافغانستان له پارلمان سره دفرانسې ددولت دمرستو له امله  دمننې  دڅرګندولوپه ترڅ کې  ددغه شان ورکشاپونو جوړول  دکاري ظرفيت په لوړولو او ددواړو لورو  دپارلماني افکارو دتبادلې دزمينو دبرابرولو په کار کې  مثبت  وبلل .
  دافغانستان او فرانسې پارلمانونه  چې له ساختاري پلوه له يوبل سره  يوخيل والي لري ،  دفرانسې پارلماني  ماهرانو په تيرو وختونوکې هم ورته  ورکشاپونه  جوړ کړي دي  چې داداري کارکوونکو دظرفيت  په لوړولو کې يې  خپل اغيزمنتوب  لرلې دي .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
د سر حدونو او قبایلود چارو وزارت د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د مدني ټولنې فعال ډاکټر سعید نیازی  د یوی ترافیکي پیښې له امله وفات شوى دى.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد نیازی یو تکړه او هڅاند شخص وو چې د خپلو مسلکی کارونو ترڅنګ یی د هیواد په مدنی ټولنه کې هم فعال شتون درلود.
  د سرحدونو او قبایلو دچارو وزارت مشرتابه هيئت او کارکوونکی د ده هاند او هڅې د ملي یووالي،سولې او دامن په ټینګښت او هېواد ته د غوره خدمت په لار کې دده هڅه اوهاند ستایي. د لوی او بخښونکي خدای(ج)له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت ،کورنۍ،خپلوانو او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتونکې دی.

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دسرحدونواوقبايلو دچارو وزارت سرپرست ډاکتر محمداکرم خپلواک نن دشينوارو ،خروټواواحمدزو دقومونو له مشرانو اوسپين ږيرو سره په جلا جلا توګه وکتل .
دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت دخپرونورياست باختر اژانس ته خبر ورکړ، په دغو کتنو کې دشينوارو د شورا رئيس پاينده ګل، دشينوارو دقوم په استا زيتو ب ،تورن نيک محمد ، حاجي نذيراو حاجي نياز محمد اميري د خروټو دقوم په استازيتوب او مولوي خالقداد ،ګل ادم خان ، محمدحنيف حقبين اوحاجي نورالدين دپکتيا دقومونو د مشرانو په استازيتو ب داړوندو قومو نو دسيمه ييزو ستونزو د حل کولو په باب څرګندونې وکړې.
وروسته خپلواک دخبرو په ترڅ کې دټولو قومونو ديو والي اوپيوستون په لوردقومونو د سراسري غورځنګ او خوځښت غوښتنه وکړه او وي ويل چې په هيواد کې ټول ميشت قومونه دې ديو بدن په شان له توپيراوتبعيض پرته ديو بل ترڅنګ ودريږي اوديوبل منل او له يو بل سره تفاهم دې دخپل عمل ملاک اولارښود وګرځوي چې زموږ دټولو قومونو اوخلکو ستونزې په ډله ييزه تو ګه حل شي.
ديو بل خبر له مخې، دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت سرپرست ډاکترمحمداکرم خپلواک نن له غرمې مخکې دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت  دمشرتابه هيئت له غړو او له ټولو کارکوونکو سره وکتل اود خپلو کاري پروګرامونو د بيانولوپه ترڅ کې يې ددغه وزارت د کارکوونکو ستو نزې وا وريدې.

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دغور ولايت مشرانواودخلکو استازو ديوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان داسلامي جمهوريت له دولت سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ټينګار يې وکړ چې په هيوادکې د امنيتي پروګرامونو دعملي کولو په لاره کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، ددغه وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن اود عامه نظم لوى قوماندان جنرال زمري پيکان دهيواد ولايتونو ته دسفر په دوام دغور ولايت مرکز چغچران ښارته ورسيد او ددغه ولايت د  خلکو داستازواومشرانو په غونډه کې يې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې په دې ترڅ کې چې دغور دخلکو استازو او مشرانو په هيواد کې دسولې اوثبات د اعاده کولوپه مقصددافغانستان د اسلا مي جمهوريت ددولت له پروګرامونو سره خپل ملاتړ څرګندکړ، دکورنيو چارو وزارت له مقاماتو څخه يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو شمير زيات کړي .
دغه راز په دې غونډه کې د غوروالي سيدانور رحمتي ددغه ولايت د امنيتي منسوبينو کړه وړه اوفعاليتونه وستايل اووي ويل چې په دغه ولايت کې ميشتو امنيتي منسوبينو په وروستيو ورځو کې ددغه ولايت په مربوطاتو کې په مستقل ډول چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  په وسله والو مخالفينو ځپنده ګوزارونه شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين سترپاسوال عبدالرحمن رحمن دغور ولايت د خلکو د تودو ولولو له امله قدرداني وکړه اوژمنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې پوليس به له پخوا زيات سمبال شي او زده کړې به وکړي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د باميانو ولايت وکوت او هغه امنيتي منسو بين يې وستايل چې ددندو په ترسره کولو اودباميانو_غوربند د لارې په تصفيه کولوکې شهيدان شوي وو .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دکانونو وزارت مقامات په پام کې لري چې په راتلوونکو دوو مياشتوکې له يوشميرهيوادونو سره د کانونو دراايستلو څوقراردادونه لاسليک کړي .
دهيواد د کانونو وزارت سلاکار اصف فروزان باختراژانس ته خبر ورکړچې د متحده عربي اماراتو ، دامريکا د متحده ايالاتو ، کاناډا، پولند ،بريتانيې ،هند اود ترکيې د هيوادونو يوشميرپانګه وال ديته چمتو شوي دي چې دکانونو دراايستلو په برخه کې په افغانستان کې پانګه وا چوي او په راتلوونکو دوو مياشتو کې دحاجيګک داوسپنې ،دغزني دزرکشان دسرو زرو، دبدخشان دسرو زرو اود خم ياب دمسو د کانونو دراايستلو اودکانونو دراايستلو په څو نورو پرو ژو کې قراردادونه لاسليک کړي چې ټول لګښت يې نږدې درې زره مليارده امريکا يي ډالره اټکل شوى دى.
دهيواد دکانونو وزارت سلاکاروايي د هيواد دکانونو قانون تصويب شو اودهيواد د جمهور رئيس له خوا د هغه په توشيح سره به په کانونو کې دپانګې اچونې په برخه کې زيا تې اسانتيا وې برا برې شي .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دملي امنيت موظفينو درې تنه تروريستان په هلمند ولايت کې د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول .
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره نن ويلي دي چې دهغو اوپراتيفى عملياتو په بهير کې چې د هلمند ولايت دمرکز لښکر ګاه ښار دصافيانو د کلي په مربوطاتو کې ترسره شول درې تنه دتروريستي فعاليتونو په تور له يوې تو مانچې سره ونيول شول .
نيول شويوکسانو په تروريستي فعاليتونو ،ماين ښخولو ،ترور او انسان تښتونه کې فعال رول درلود .
ديو بل خبر له مخې، دملي امنيت منسوبينو د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه کلاشينکوفونه ، يوسل ډزې ، يوه مخابره اوڅلور جوړ شوي ماينونه په يوه ډيپو کې کشف او ترلاسه کړل .
ددغې قضيې د عاملينو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
په غور ولايت کې يو سړى د دوه سوه کيلوګرامو اپينو دقاچاقو په تور د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شو .
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال دلاور شاه دلاور باختراژانس ته خبر ورکړ چې له دغه سړى څخه دوه سوه کيلو ګرامه اپين ترلاسه شوى دى.
دپوليسو دغه مقام تائيد کړه چې دغه سړى قاچاقو وړونکي وو اوټيک مخکې له دې چې دغه نشه يي تو ګي بل ځاى ته قاچاق کړي نيول شوى دى.
تيره اوونۍ د ايران يو تبعه د لسګونو کيلو ګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په تور دغور ولايت د امنيتي ما مورينو له خوا ونيول شو .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دلوګر ولايت داذرې ولسوالۍ اوسيدونکي له يوې مياشتې راپه ديخوا قحطي ګواښوي .
سلګونو تنوافغان ،پاکستاني ،ازبکستاني ، تاجکستاني او چيچني وسله والو طالبانو له هرې خوا ددغې ولسوالۍ مواصلاتي لارې د خلکو پرمخ تړلي دي اودغې ولسوالۍ ته د خورا کي توکو د ليږدونې اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې زياترو رسنيو دلوږې له ا مله ددغې ولسوالۍ ديوولسو تنو او سيدونکو د له منځه تللو خبر ورکړي دي .
خو دلوګر د ولايتي شورا مرستيال غلام يحيى احمدزي داذرې په ولسوالۍ کې دقحطي له امله دسر د او ښتي زيان خبر رد کړ خو تاييديې کړه دغه ولسوالۍ له څلورو خواوو کلا بنده  شوې ده او که چيرې دولت ددغې ستو نزې د حل کولو لپاره په خپل وخت اقدام ونه کړي ستر انسا ني نا تار به را منځته شي .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دبغلان ولايت دخنجانو ولسوالۍ په بازار کې تيره شپه د اورلګيدنې له ا مله دڅه دپاسه دريو مليونو افغا نيو په ارزښت تاوان واوښت .
دخنجانو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حبيب الله مقصودي باخترا ژانس ته وويل، دغه اور لومړى دبخاري پلورنې په يو دو کان کې ولګيد اووروسته يې نورو دوکانونو ته سرايت وکړ او له ا مله يې څودوکانونو اورواخيست او ددريو مليونو افغانيو په ارزښت يې زيان واړاوه او يو رستورانت په بشپړه توګه له منځه لاړ .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې دسرزيان نه دى او ښتى.
مقصودي زياته کړه ،دغې اورلګيدنې درې سا عته دوام وکړ اودسيمې د خلکو له خوا ووژل شو .