28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

  څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ملي دفاع وزارت مسوولین...

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل -باختر دليندي اتلسمه:
د استراليا  دولت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا له وزارت سره  د يوولسو مليونو او پنځه سوه زرو امريکايي ډالرومرستې ژمنه وکړه .
  دباختر اژانس دخبر له مخې:  د استراليا سفير جانفلپ نن دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا له وزير  ويس احمدبرمک سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې متبوع هيواد يې دافغانستان له دولت اوخلکو سره دخپلو هميشنيو مرستو اوهمکاريو په دوام دافغانستان په کليو اوبانډو کې د بيا جوړولو د پروژو دتطبيق او عملي کولو په مقصد ديوولسو مليونو پنځه سوه زروامريکايي ډالرو مرسته کوي .
  دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزير په دې کتنه کې دافغانستان دکليو اوبانډو په بيا جوړولوکې د استراليا  د دولت دمالي ملاتړ او تخنيکي مرستو له امله د مننې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې دغه مرستې به  په شفاف ډول دکليو اوبانډو دپرمختيايي پروژو په عملي کولو کې  ولګول شي .
  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دچارواکو د څرګندونوله مخې:  ټاکل  شوې ده دغه پيسې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دکليوالي لارو د جوړولو دملي پروګرام له لارې په ارزګان ولايت کې د يو سلو پنځوسو کيلومترو په اوږدوالې  دکليوالي سړکونو په جوړولو او ترميمولو ، د ٢٠٥مترو په اوږدوالې  د پلونو او پلګوټو په جوړولو او دپنځه سوه شپيتو کيلومترو په اوږدوالې دکليوالي سړکونو په ساتنه او څارنه کې ولګول شي .
 

کابل -باختر دليندي اتلسمه:
په خوست ولايت کې د وسله والوطالبانو  د بريد له امله د ناټو درې تنه پوځيان ووژل شول .
دغه پيښه د خوست ښار ته څېرمه په صحراباغ سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو  د ناټو دپوځيانو پر ګزمې بريد وکړ .
  دخوست ولايت امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى باختر اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دې بريد کې درې تنه بهرني پوځيان  وژل شوي دي .
  دخوست  دپوليسو دغه مقام وايي چې د ناټو پوځيان په پښو په ګزمې بوخت و چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې وسله وال طالبان  له دغه بريد وروسته  له ډيل پرته  له ساحې څخه تښتيدلې دي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې ددغې پيښې په بهيرکې وسله والوطالبانو ته هم  د سر زيان  اوښتې دي، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
  تراوسه پورې  د ناټو پوځيانو په دې اړوند نظر نه دې څرګند کړي .
 

کابل باختر دليندي اتلسمه
په کابل کې دجاپان نوى سفير هيروشي تکا هاشي نن د جمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره د پيژندګلوى کتنه وکړه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې  دجمهور رييس مرستيال دافغانستان له دولت اوخلکو سره دجاپان د دولت  دمرستو او همکاريو  له امله مننه او قدردانى وکړه .
  دجمهور رييس مرستيال  دجاپان دولت او خلک دافغانستان د دولت او خلکو ښه دوستان او همکاران  وبلل او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار  وکړ .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونو له مخې:  دجاپان دولت دافغانستان  د دولت يو ستره  همکار دى  چې  دبيا جوړولو ، پرمختيا DDR، روغتيا ، پوهنې او په نورو برخو کې يې  د افغانستان له دولت  اوخلکو سره  همکاري کړې ده .
  دجمهور رييس مرستيال هيله وکړه چې د هيروشي تکاهاشي په ماموريت سره د دواړو هيوادونو ترمنځ متقابلې اړيکې له پخوازياتې  پراختيا ومومي .
  په دې کتنه کې په کابل کې دجاپان نوى سفير هم په افغانستان کې د ماموريت  د ترسره کولو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
  ده دغه راز هيله وکړه چې وکولى شي په افغانستان کې دخپل ماموريت په بهيرکې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو  له ټينګښت او هم په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخيزو همکاريو له پياوړتيا سره  مرسته وکړي .
 

کابل -باختر دليندي اتلسمه:
د اروپا د امنيت او همکارى د سازمان د غړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو په نولسمه غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو د وزيرډاکترزلمى رسول د وينا متن
ښاغلې مشر،
ښاغلې د غونډې مشر،
سرمنشي، آغلو او ښاغلو،
د خوښۍ ځای ده چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۱۹ غونډه کې نن ورځ له تاسو سره یوځای یم. ما ته او ماسره مل پلاوي ته د ګرمې میلمستیا د راکولو  او په تیرو دولسو میاشتو کې په ښه توګه د OSCE د مشرتوب کولو له امله غواړم چې له خپلو  ایر لینډی ملګرو څخه له مننې سره یې پیل کړم.
همداراز غواړم چې د OSCE د غړيتوب د ترلاسه کولو له امله منګولیا ته مبارکي ووایم. او غواړم چې د ټولو هغو قدرمنو ویناوالو څخه چې پرون او نن یې له افغانستان سره د ملاتړ څرګندونې وکړې، د زړه له کومې مننه وکړم.
مهرباني وکړې اجازه راکړې چې پرون په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې پر لوی رئیس ښاغلي اسدالله خالد باندې شوې ځانوژونکې برید پر کلکو ټکو وغندم. دغه برید د افغانستان د سولې، امنیت او ولسواکۍ د دښمنانو کار دى. دغه ډول ډارونکي بریدونه به موږ ونه ویروي.
د غونډې ښاغلې مشر،
څومره چې د افغانستان په ټولو برخو کې موږ ټول مالکیت او مسوولیت پر غاړه اخلو، هغومره له نړیوالې ټولنې سره د  خپلې تاریخي ملګرتیا د یوه مهم څپرکي د پایته رسولو په لور نږدې کیږو.
په تیره لسیزه کې موږ ډیرې غټې لاسته راوړنې لرلې- یوه ځوانه ویاړلې ولسواکي، د پوهنې یو سیستم جوړول چې نن ورځ یې په ټول هیوادکې څه د پاسه اتو میلیونو ماشومانو لپاره ښوونځیو ته او لسهاوو زرو نورو ته په پوهنتونونو او انستیتیونو کې د زده کړې زمینه برابره کړیده، د سیمې تر ټولو آزادې رسنۍ پکې د غوړیدو په حال کې دي، یوه خوځنده مدني ټولنه لرو او یو داسې ځای چیرته چې ښځې د افغان ټولنې په ټولو چارو کې په زیاتیدونکې توګه دلیدو وړ او مهم رول لوبوي او د تیرو وختونو په پرتله ورته ډیرې اقتصادي او ټولنیز فرصتونه برابر شویدي.
موږ همداراز د خپلو ملي امنیتي ځواکونو په ګډون، د خپلو ملي بنسټونو د بیارغونې په اړه ګامونه پورته کړیدي. نن ورځ د افغانستان د نفوس ۷۵ سلنه ته د افغان سرتیرو او پولیس افسرانو له لوري امنیت برابریږي. او کله چې جمهور رئیس کرزی د لیږد راتلونکې پړاو اعلام کړي، افغان امنیتي ځواکونه به د هیواد په ځینو ډیرو ننګونکو سیمو کې زموږ د ولس د امنیت او دفاع نیغ په نیغه مسوولیت پر غاړه ولري.
د غونډې ښاغلې مشر،
کله چې موږ د خپلو چارو مسوولیت پر غاړه اخلو، په عین وخت کې موږ د نړیوالې ټولنې د مشخصو، اوږد مهاله مرستو او ملاتړ، قوي څرګندونو او ټینګو ژمنو ته خوشبینه پاتې یو. د تیر کال په بهير کې، موږ د افغانستان په اړه یو شمیر مهمې نړیوالې ناستې په جوړې کړې. کابو یو کال وړاندې مو په آلمان کې د افغانستان په اړه د بن نړیوال کنفرانس جوړ چیرته چې د یوه باامنه، ولسواکه، پرمختللي افغانستان په باب نړیوالې ټولنې خپلې قوي او اوږد مهاله سیاسي ژمنې بیا نوې کړې.
د روان کال په می میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو غونډه کې ډیرې هیوادونوله افغانستان سره خپل یووالې او مرسته څرګنده کړه، او د بدلون د لسیزې (۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴) په لړ کې یې افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د تمویل، روزنې، او تجهیز په برخه کې د کال د ۴.۱ میلیارده امریکایي ډالرو ټینګه ژمنه وکړه.
موږ د نړیوالې ټولنې سره کار کوو ترڅو ډاډمن شو چې د دوی مرسته په مسووله، شفافه، مؤثره او اغیزناکه توګه ولګول شي او دا به زموږ د ملي بنسټونو د ظرفیت په لا پرمختګ کې مرسته وکړي.
زموږ د ولس لپاره یو بل ډیر مهم کنفرانس د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د ټوکیو کنفرانس وو، چیرته چې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د بدلون په لسیزه کې د افغانستان د تلپاتې اقتصادي پرمختګ په اړه، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دوه اړخیزې حساب ورکونې پر بنسټ، خپلې ژمنې بیا نوى کړې.
د غونډې ښاغلې مشر،
په تیرو دوو کلونو کې د نړیوالو ټولنې سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو د لاسلیکولو له لارې، موږ د لیږد بهیرڅخه ملاتړ او ورته پیاوړتیا ورکړیده، او د خپلو ګاونډیانو اوټولې سیمې هیوادونو سره د پایله لرونکې همکارۍ په موخه مو د باور جوړونې هڅې او د نویو بڼو پیداکول پيل کړیدي.
په تیر یو کال په بهير کې، موږ د هند، امریکا متحده ایالاتو، آلمان، آسترالیا، ایټالیې، بریتانیې او فرانسې سره مهم اوږد مهاله د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړیدي. د ناروی،اروپایي ټولنې، ترکیې، ډنمارک، فنلنډ،پولینډ او متحده عربي اماراتو سره د همدغه ډول همکاریو په اړه خبرې اترې بشپړې شوې یا روانې دي. زه همداراز خوښ یم چې تاسو ته ووایم چې د نومبر په ۱۵ مه موږ د امریکا دمتحده ایالاتو سره د ددوه اړخیز امنیتي تړون په اړه خپلې رسمي خبرې اترې په کابل کې پيل کړې. د افغانستان د ملي واکمنۍ حق ته په درناوی سره، دغه تړون به زموږ د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نظامي پرسونل د ممکنه شتون په ګډون، راتلونکې دفاعي همکاري په ګوته کړي.
د غونډې ښاغلې مشر،
په دې درک سره چې لیږد یو سوچه نظامي بهیر نه دى، موږ د افغانستان په د ننه او بهر د تلپاتې سولې تامینولو په موخه د سیاسي حل د اړتیا په اړه زیاتېدونکې موافقې ته د قدر په سترګه ګورو. د افغانستان د سولې بهیر، د افغان حکومت یوله مهمو لومړیتوبونو څخه او د افغان ولس یوه سپیڅلې هیله ده. په ۲۰۱۰ کال د سولې عالي شورا د جوړیدو راهیسې د پام وړ پرمختګ شوی دي او د روغې جوړې، همداراز د پخوانیو جنګیالیو خپلو ټولنو سره د يوځای کیدو په برخه کې ډیر زیات څه ترلاسه شوي دي.
تر اوسه، په ټولنو کې د خلکو د مرستې لپاره د همکاریو یوه پراخه کمپاین په لاره اچول شوې دي، او د دولت په ادارو کې هغه همغږۍ چې په بهیر کې شاملې دي، په څرګندډول ښه والی موندلی. همدارنګه د سولې عالي شورا د پاکستان په ګډون، چې همکارۍ یې د سولې د بهیر لپاره ډېره اړینه ده، له ځینو مهمو ګاونډي هېوادونو سره په یوه بریا سیمه ییزه خبرو اترو کې بوخت شوی.
موږ همدارنګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره په خبرو اترو بوخت یو، تر څو ډاډ تر لاسه کړو چې د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د کمیټي بیا کتل شوی پرېکړه لیک د افغانستان د دولت د غوښتنو په اړه چې د طالبانو نومونه له تور لست څخه ایستل او د سفر اجازه ورکول دي، د یو مسوول، اغیزمن او انعطاف منوونکي اقدام سبب و ګرځي.
څرنګه چې موږ د سولې لاره تعقیبوو، موږ به د افغانستان د دولت اساسي قانون او د سولې شرایطو ته، چې د وروستي لسیزي د دموکراتیکو لاسته راوړنو خونديتوب، د ښځو د حقونو په ګډون د خلکو حقوق، او له نړیوالو تروریستانو سره د اړیکو پریکړه کول پکې شامليږي، ژمن و اوسو.
او موږ به د هر هغې مرستې لپاره چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) زموږ د خلکو د ژر او تل پاتې سولې د هڅو لپاره کولی شي، منندوی و اوسو. 
د غونډې ښاغلی مشر،
د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشت کې به افغانان د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکنو لپاره رای ورکولو ته ځي. موږ د خپل هېواد راتلونکي ټاکنې د لېږد له بهیر څخه نیولي تر دوامداره ټیکاو او پرمختګه پورې د یو مهم پړاو او یو نوي څپرکي په توګه وینو. افغان دولت د یو منصفانه، ټول شموله، رڼو او دموکراتیکو ټاکنو د ترسره کولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، چې بهرنۍ لاسوهنې په کې نه وي، هر شوني ګام ترسره کوي.
د غونډې ښاغلی مشر،
سیمه ییزه همکاري، چې د ګډو ګواښونو پر وړاندې بهبود موندلی باور او پایله لرونکي ګډې کړنې او د خپلې سیمي پراخه وړتیا د خپلو خلکو په ګټه کارول پکې شامليږي ، اوس او په راتلونکي کې د افغانستان د بهرني سیاست د یو مهم رکن په توګه پاتې کېږي. 
ښاغلی د غونډې مشر،
د استانبول بهیر چې موږ له خپلو ګاونډيو او د آسیا زړه له هېوادونو سره  مو په تېرې نوامبر کې پېل کړ، زموږ په سیمه کې د هغو ګډو ننګوونو په اړه چې موږ ورسره مخ یو د اسې خبرو اترو ته ښه والی و بخښه، او هېوادونو ته اجازه وکړ چې د باور جوړنې ځانګړو تدبیرونو د جوړونو په اړه کار وکړي تر څو همکاریو کې ښه والی رامنځته کړي.
د وزیرانو په کچه د آسیا زړه په وروستي کنفرانس کې چې سږ کال د جون په میاشت کې په کابل کې ترسره شوه، د استانبول د بهیر ګډونکوونکو او ملاتړ کوونکو هېوادو د سیاسي سلا مشورو، باور جوړونې تدبیرونو او زموږ په سیمي کې د باور جوړونې او د پایله لرونکي همکاریو ډېروالي د اجنډا په پرمختیا باندې، سره هوکړې ته ورسېدل.
د کنفرانس ګډونوالو همدارنګه د باور جوړونې اووه مشخص شوي تدبیرونه، چې د ناورین مدیریت، د تروریزم پر وړاندې مبارزه، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د سوداګریو خونو، سوداګریز فرصتونو، سیمه ییز زیربناوې او پوهنه یې په بر کې نیوه، ځانګړي کړل. رهبري کوونکي او ملاتړ کوونکي هېوادونه چې به د باور جوړونې به دې تدبیرونو کې ونډه درلود د خپل اړوند بارو جوړونې تدبیرونو د پلي کولو لپاره د مشرح عملي پلانونو د جوړولو په برخه کې مهم پرمختګ ترسره کړل، چې دا کار موږ سره مرسته وکړ تر څو د دې مهم بهیر پرمختیا روان و ساتو.
د استانبول د بهیر د وزیرانو د کچې راتلونکی غونډه به په ۲۰۱۳ کال کې په آستانه کې ترسه شي، او د وخت څخه په ګټې اخیستنې سره زه غواړم د قزاقستان له دولت څخه مننه وکړم چې د استانبول په بهیر کې برخه اخلي، د وزیرانو د کچې راتلونکي غونډې کوربه توب کوي او مرسته کوي چې دا بهیر مخ پر وړاندې لاړ شي.
زه باور لرم چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کولای شي د استانبول په بیهر کې زموږ د هڅو څخه په ملاتړ سره یو مهم رول و لوبوي، تر څو د باور جوړونې د تدبیرونو په اړه زموږ ګډه اجماع ټینګو اقداماتو او د سیمي په کچه همکاریو ته وژباړي.
ښاغلی د غونډې مشر،
په ورته لیکې سره، افغانستان د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان سره زموږ ملګرتیا ته لوړ ارزښت ورکوي.
موږ په ګډه توګه توانېدلي یو چې په دوامداره توګه خپل ملګرتیا او همکاریو ته د رامنځته کېدو له نیټې څخه چې لږ تر لږه ۱۰ کاله کیږي، پراختیا ورکړو او هغه پیاوړي کړو. افغانستان د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان اصلي ارزښتونو، اصولو او موخو کې ونډه اخلي. موږ په ځانګړي توګه د اروپا د امنیت او همکارۍ  د سازمان له ملاتړ څخه چې په دریو برخو کې چې د ۳۲ پروژو په ټولګه کې په افغانستان کې فعالیت لري، منندوی یو او څرنګه چې موږ د لېږد بیهر بشپړوو او د ۲۰۱۵ – ۲۰۲۴ بدلون لسیزې ته داخلیېږو، نو په هېواد کې د دې سازمان د همکاریو د لا پراختیا غوښتونکي یو.
افغانستان ته د اروپا د همکاریو سازمان مرستې او دې هېواد د دې سازمان ونډه په په مهمو برخو کې په پراخه کچه زموږ له هڅو سره مرسته کړې ده، چې د قانونو پلي کېدنه، د پولو کنترول او مدیریت، د تروریزم او مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، بشري حقونه او ولسواکي حکومتولي په بر کې نیسي.
د غونډې ښاغلی مشر، ډېره زیاته مننه
 

کابل -باختر دليندي اتلسمه:
د لوړو زده کړو د موسسو عالي شورا نن د جمهوري رياست دلومړي مرستيال او د دغې شوراد رييس مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ غونډه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په غونډه کې لومړۍ دجمهوري رياست لومړي مرستيال د لوړو زده کړو د عالي شورا د غونډو دجوړولو د ارزښت په باب خبرې وکړې او دا کار يې د هيواد د لوړو زده کړو د موسسو او دځوانانو دتحصيلي برخليک دټاکنې په لاره کې مهم وباله .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې په وروستي لسيزه کې د لوړوزده کړو د وزارت له خوا په هيوادکې زيات شمېر پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې جوړې شوي دي چي دهيواد د ځوان نسل دلوړو زده کړو په لاره کې د هغوى د لارښوونې او څارنې چارې د ځانګړو مقرراتو او طرز العملونو د برابرولو غوښتنه کوي چې هيله کيږي، دلوړو زده کړو وزارت دنړۍ دهيوادونو دپوهنتونونو له تجربو څخه  په ګټې اخيستنې سره، په دې برخه کې اغيزمن ګامونه واخلي .
وروسته د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيد الله عبيد د دغه وزارت دپخواني غونډې دپريکړو او د هغو د اجرائيوي  اړتياو په باب ددغه وزارت دکړو وړو مفصل رپوټ غونډې ته وړاندي کړل او ويې ويل چې د روان کال په اتو مياشتوکې په دې بريالي شوي دي چې په مرکز او سيموکې د لوړوزده کړو بڼه بدله کړي او خپل کاري لومړيتوبونه  د زماني له غوښتنو سره متناسب  برابر کړي .
په غونډه کې د لوړو زده کړو وزير د رپوټ په باب، خبرې وشوې او برابره شوى اجندا يې دغړو له خوا له لازم غور اوخبرو وروسته تاييده شوه .
دپوهنتونونو او د لوړو زده کړو دموسسو د مالي استقلاليت د مقررې دطرحې د اجندا د لومړۍ بند له مخې پريکړه وشوه چې دغه مقرره دې دعدليې وزارت ته وليږل شي چې د تدقيق دچارو له بشپړولو وروسته پړاونه  يې ووهل شي .
د ١٣٩٢ کال لپاره د لوړو زده کړو په موسسوکې د نويو شاملانودجذب پلان واورېدل شو او پريکړه وشوه چې د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونه دې په ګډه په ١٣٩٢ کال کې د لوړو اونيمه لوړو زده کړو په موسسو کې دفارغانو دمنلو نتيجې اعلام کړي .
د دولتي او ګروپي بورسونو طرز العمل تاييد شو او د لوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل شو چې پړاوته يې بشپړکړي .
دغه راز د ماسترى او دوکتورا د پروګرامونو  د دوام د لوړو زده کړو د موسسو، د رييسانو د معاشونو داجرا کولو او د قراردادي شرکتونو د طلبات په برخه کې د لوړو زده کړو د وزارت دپلان د رياست د ليک د موضوعګانو په باب خبرې وشوې او په بېلابېلو برخوکې لازم تصميمونه ونيول شول .
 

کابل- باختر دليندي اتلسمه:
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د کاناډا هېواد د دفاع وزارت له لوى درستیز سره د ګډو همکاریو او په هېواد کې د شته امنیتي حالاتو په موخه وکتل.
په دې کتنه کې لومړۍ د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د کاناډا هېواد د تېرو ترسره شـوو مرستـو او کارونو له امله په مننې سره وویل چې د کاناډا هېواد له افغانستان سره له تېرو کلونو را پدې خوا په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مرستې کړي چې زموږ لپاره د پوره منلو وړ دي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د امنیتي مسولیتونو د لېږد لړۍ ته په اشارۍ سره وویل دا چې د افغانستان ټول وګړي له موږ او تاسې څخه سوله او امنیت غواړي او د امنیتي مسولیتونو د لېږد د لړۍ هرکلی کوي نو ټول ملي امنیتي ځواکونه مو په پوره میړانه او کلک هوډ اوعزم سره د هېوادوالو د سر او مال ساتنې په موخه د لا نورو هلو ځلو او کوټلو ګامونو په پورته کولو سره مثبتو پایلو ته رسیدونکي دي.
وروسته د کاناډا هېواد د دفاع وزارت لوﺉ درستیز سترجنرال تامس لاسن وویل موږ خوښ یو چې افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې اوږده او دوامداره همکاري لرو زموږ د همکاریو يواځینی علت دا دی چې له افغانستان یو ازاد خپلواک او پر پښو ولاړ افغانستان وي موږ به د خپلو ټولو شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان نظامي برخو ته لا نوره پاملرنه وکړو ترڅو د افغانستان ټول ملي پولیس د نظامي تجهیزاتو سره په مسلکي او ښونیزه پوهه سمبال وي.
د کاناډا د دفاع وزارت لوﺉ درستیز د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه چې زموږ مرستې به له افغانستان سره تر یو وخته نه بلکې په ډېر سختو او ستنونزمنو حالاتو کې هم له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ او مرستو ته به دوام ورکوو.
 

کابل\باختر\دتلي دمياشتې ١٨ مه

بسم الله الرحمن الرحیم
یکروز پیش از اینکه این حادثه رخ بدهد، شام اش اسدالله خان به همرای من بود و گفت که فردا یک ملاقات مهم دارم، و امیدوار است که این ملاقات پیامد بهتری برای افغانستان و امنیت زندگی مردم ما داشته باشد. به همان شوق و جرأت که داشت به همان ملاقات رفت و متأسفانه باز هم دیدیم که کسیکه به ملاقاتش آمده بود در لباس زیرین خود بمب پنهان کرده بود و اطلاع که ما داریم اینست که اسد الله خان رئیس امنیت ملی ما هم خود مانع تلاشی شده بود، به دلیل احترام به رسم و عنعنه کشور ما و با شجاعتی که داشت و حرمتی که ما افغانها به مهمان داریم، و هم البته که ما نقایصی در چگونگی ترتیبات امنیتی بر همچو ملاقات ها و تلاشی های خاصی که باید صورت بگیرد، هنوز هم به دلیل عنعنوی بودن و احترام به مهمان نداریم.
الحمدالله که صحت اسد الله خان بسیار بهتر است، روز اول به عجله همکاران و دوستان اش وی را به شفاخانه امنیت ملی انتقال دادند، داکتر صاحب های شفاخانه امنیت ملی ما به سرعت و الحمدالله شکر بسیار زیاد خداوند متعال است که به حالت بهترینش که در دنیا از این کرده بهتر نمیتوانست، به معالجه و تداویش پرداختند و زخم های اش را پاک، تداوی و بسته کردند، بعد از آن برای مراقبت بعدی، چهار ساعت بعد از اینکه از شفاخانه امنیت ملی فارغ شدند، وی را فرستادیم به شفاخانه بگرام و دیروز آقای اسپنتا مشاور صاحب امنیت ملی، وزیر صاحب دفاع ملی، معاون صاحب امنیت ملی ما و رحیمی صاحب سکرتر من به دیدن شان رفته بودند، تمام برادر ها برایم راپور دادند، بسم الله خان امروز صبح برایم راپور داد و اسپنتا صاحب و انجنیر صاحب ابراهیم جان و رحیمی صاحب دیشب برایم راپور دادند که وضعیت اش بسیار خوب است، هواس اش کاملاً جور است و دست شور میته و صحبت میکنه، پس از آن لحاظ فضل خدا که حمله تروریستی به جایی نرسید.
حمله بسیار بزدلانه بود و از تمام عرف، عنعنه، عزت و حرمتی که ما افغانها و انسانها بطور عموم دارند هیچ علامه یی در این شخصی که میآمد نبود، بنام مهمان در خانه کسی میآید و در درون جان خود بم پنهان کرده میباشد. این به ما، به روشی که ما داریم و به مردمداری که ما داریم و با حکومتی که با همگی به تماس هستیم، افتخار است و به آنهائیکه بنام مهمان میآیند و باز بم در درون خود پنهان میداشته باشند جای شرم و خجالت است.
خوب، سوال در این است که چرا همانطور انتحاری به یک رئیس امنیت ملی کشور دیگری رسیده نمیتواند، چرا در پاکستان به رئیس امنیت ملی شان انتحاری رسیده نمیتواند، چرا در ایران، چرا در امریکا، چرا در جای دیگری نمی تواند؟ فرق اش اینست که حکومت ما، حکومت بسته نیست، حکومت باز است، حکومتی در تماس وسیع با هر کس که میخواهد که با حکومت افغانستان دیدار و تماس برقرارکند، در دیگر دنیا این تماس ها ناممکن است که برقرار شده بتواند، در دیگر دنیا مگر همتای شخصی بسیار به سویه بلند باشد که بتواند به رئیس امنیت ملی یک مملکت برسد.
من در ملاقات های شخص خود، پریروز حتی من با یک فردی ملاقات داشتم که از افراد بسیار عادی گروه طالبان بود و خواهش کرد که بحیث یک افغان بیاید همرای من دیدار نماید، گفتم خوش آمدی، نماز را در مسجد خواندیم و بعد از او همرایش نشستیم، مجلس کردیم، اگر او انتحاری میبود کار خوده کرده میبود.
پس این را اگر شما عیب میگوید یا خوبی میگوید، ما یک حکومت مردم دار هستیم و هرکسی از جایی که بخواهد با ما ملاقات کرده میتواند، البته این به این معنی نیست که ما در نظام تلاشی و امنیتی خود اصلاح نیاریم و کمکی از مهمانوازی و حرمتی که به مهمان و کسی که به دیدن ما میآید از او را هم داشته باشیم ولی ترتیب امنیتی خود را هم بهتر کنیم.
مهم اینست که به جان اسد الله خالد حمله را کی کرد! ظاهراً خو بنام طالبان اعلان شد، مثل تمام حملات دیگریکه ظاهراً بنام طالبان اعلان شده، ولی حقیقت اش اینست که حمله به این مغلقیت را و بمی را که در درون جانش پنهان کرده بود، این کار طالب نیست، یک کار نهایت مسلکی و انجنیری شده، این را طالبان نمیتوانند، ماهر تری درین دخیل است، و همچنین دیده شده که هر زمانیکه پروسه صلح به یک جایی میرسد، موفقیت هایی درین بدست میآید، امیدواری هایی درین بدست میآید، همچون حملاتی میشود..
پیش از اینکه به جان احمد ولی کرزی، برادرم حمله شود، گفتگوی صلح بسیار بود و صلاح صلح بسیار بود و کوشش به ای بسیار بود که فوراً اعلان کنم که پروسه صلح به کامیابی میرسد و خوشبختانه که او وقت من این اعلان را نکردم، چون اطمینان نداشتیم، احمدولی شهید شد. بعدش که استاد گرامی سفر های موفقی به پاکستان داشتند، پروسه صلح به طرف پیشرفت و امیدواری به طرف صلح زیاد شد، حمله بر استاد گرامی شهید ما هم شد و آنها هم به عین ترتیب توسط خدعه و فریب و با استفاده از مهمانوازی افغانستان و آرزوی افغانستان به صلح شهید شدند، حالا باز بعد ازینکه سفر موفقی که کمیسیون صلح ما به پاکستان داشتند و بعضی زندنیان ها آزاد شدند و سلسله یی پیش گرفته شد، این حادثه رخ داد.
اینکه این را کی کرده است به دقت باید معلوم شود، تحلیل شود و هرکسی که مرتکب این حادثه، دستهای پشت سر  و عموم ترش شناسایی شوند طبیعی است که افغانستان عکس العمل بسیار جدی و شدیدی از خود نشان خواهد داد.
در لابلای این ماجرا ها ما اینرا هم متوجه هستیم که قسمتی از مطبوعات غرب، پیش از اینکه اسدالله خالد به حیث رییس امنیت ملی مقرر شوند، تبلیغاتی بنا کردند، و همچنین یکی از رسانه های غربی بنام دیلی بیست به دوازدهم نومبر، همین یکماه پیش خبری نشر کردند که با آمدن اسدالله خالد علیه طالبان در کویته و پاکستان حملات شدت یافته، زیاد شده و حملات میشود، یک مسأله بسیار قابل غور است که یک اخبار امریکایی، یک رئیس امنیت ملی را هنوز یکماه از مقرری اش نشده، یکماه از آغاز کارش نشده و هنوز کار خود را آغاز نکرده، آنها باز چطور خبر میشوند که رئیس امنیت ملی افغانستان او طرف سرحد علیه طالبان و قوماندان هایشان فعال است، که نادرست است.
ما این کار را نمی کنیم، نکردیم و روش ما این نیست و اگر روش اسدالله خالد همین هم میبود در یکماه این روش نه به پخته گی میرسید، نه کسی از او آگاه میشد، پس ای تمام مسایلی است که در لابلای مطبوعات ما باید پیوند های را از این خبر ها پیدا کنیم و حادثۀ که رخ داد و عاملین حادثه را از این جستجو کنیم که کی است، آیا در منطقه است؟ در همسایگی ماست؟ و یا منابع دیگری هستند.
اینها قضایای هستند که ما به آن به دقت توجه داریم، تحقیقاتی از درون حادثه حمله بر اسدالله خان خالد روز پنجشنبه آغاز شده، وزیر صاحب داخله رئیس هیأت هستند، معاون صاحب اول امنیت ملی جنرال صاحب حسام الدین خان معاون اش هستند و ادارات دیگری دولت هم در این راستا همکار هستند.
کوشش ما به طرف امنیت افغانستان و آسودگی کشور ما ادامه پیدا میکند، اسدالله خان خالد ان شاالله بزودی، بسیار بزودی صاحب صحت کامل میشوند و به وظیفه خود بر میگردند، با شجاعت بیشتر، با امکانات بهتر و با مشروعیت بسیار زیادتریکه به ای خاک خود به فداکاری و ایثار، و او ایثار خوده قبلاً بارها ثابت کرده بود، یک دفعه دیگر ثابت کرد که این وطن خدمتگار داره و این وطن به دست خدمتگارایش آباد میشود و اینکه در این وطن هر کسی که وطندوست است مورد حمله است و اینکه این وطن وطندوست هایش به میلیونها میلیونها هستند و افغانستان ان شاالله و تعالی به منزل مقصود خود برای امن و امنیت و شکست تروریزم از هر ناحیۀ که باشد، میرسد.
همچنین ما چند روز بعد مجلسی داریم در کشور دوست و برادر ترکیه، آنجا مقامات پاکستان، رئیس محترم جمهور شان و دیگر مقامات شان میآیند، اسدالله خان خالد هم قرار بود که به آنجا برود و ما این مسایل را در آنجا بسیار به صراحت به همرای کشور همسایه ما پاکستان و مقاماتش صحبت میکنیم که این حملاتی که از کویته و از پاکستان ترتیب میشود. درین راستا اینها کدام اقداماتی کرده اند و میکنند. حمله استاد هم از کویته ترتیب شده بود و حمله که حالی به اسدالله خان خالد شده هم از پاکستان ترتیب شده بود، از آنجا آمده بود، پس این یک مساله بسیار مهم است برای ما، امیدوار هستیم که حکومت پاکستان در این مورد برای ما معلومات درست بدهد و همکاری جدی کند تا سوء ظن های مردم افغانستان رفع شده باشد.
امروز مردم افغانستان شک دارند که از یک طرف بنای دوستی و همکاری گذاشته میشود، از دیگر طرف بالای منسوبین عالیرتبه دولت و مردم ما حملات ترتیب میشه از او خاک. پس این مساله ایست که امیدوار هستیم مقامات ذیصلاح پاکستان با تمام صداقت و اگر آرزوی صلح و برادری با افغانستان را دارند در این راستا به همرای ما همکار شوند تا مردم ما جواب این مشکلات را یافته باشند و یا حد اقل باز افغانستان فیصله خود را کرده باشد که کدام راه را تعقیب می کنیم. امروز گفتنی دیگی خدمت شما ندارم.
Question:
NPR Radio Reporter: You recently said that if the US respects Afghanistan’s interests, Afghanistan will not touch issues that are sensitive to US. Does that mean that you are willing to grant immunity to US troops that will stay beyond 2014 and how many troops you would be willing to accept in the country after 2014?
President Karzai: Yes, I have said that. Afghanistan and the United States are working on a bilateral security agreement, the bilateral security agreement will grant the United States certain facilities and places for their use in Afghanistan that will require certain guarantees from the United States and also Afghanistan’s willingness to provide the United States with those facilities under conditions that Afghanistan considers to be of vital interests to our country, to our people. Those vital interests are:
* The sovereignty of Afghanistan;
* Respect for the Afghan laws;
* Respect for the life and property of the Afghan people;
* The training and equipping of the Afghan security forces;
* The control of the Afghan airspace by the Afghan government , not by NATO , not by the United States;
* The Fulfillment of all those requirements that any independent sovereign nation and state should have.

Within those conditions and once those conditions are fulfilled by the United States with us, Afghanistan is willing to consider immunity for them and I, as the President of Afghanistan, am willing to go to the Afghan people and put that case forward and try to argue for it.  But before I do that, I must make sure that the United States of America respects Afghan sovereignty, that it does not take prisoners in Afghanistan, that it does not keep prisons in Afghanistan in violation of agreements with us, that it does not violate Afghan homes, no bombardments of Afghan villages and homes; that in every other respect with regard to the interests of Afghanistan, guarantees are given and implemented. In that case whereby I can be assured of that and proven, I will go to the Afghan people and will give the United States what it requires. We consider the strategic partnerships with America and other countries that we have signed agreements with important for Afghanistan’s well-being, for Afghanistan’s economic development, we understand the value of these partnerships, especially the value of the partnership with the United States of America but we also understand that Afghanistan cannot sign a bilateral agreement where Afghanistan’s sovereignty is not respected. Once that is fulfilled, we will do the needed; we will give it the needed consideration.
ترجمه متن انگلیسی:
پوښتنه (د NPR راډیو) : په دې ورستیو کې تاسو ویلې دي چې که امریکا د افغانستان ملي ګټو درناوی وکړي، نو افغانستان به هغه مسایل راپورته نکړي چې د امریکا لپاره حساس ګڼل کیږي. آیا دا په دې معنی نه ده چې تاسو به هغو امریکايي ځواکونو ته چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي، قضايي مصوونیت ورکړﺉ؟ تاسو به له ۲۰۱۴ کال نه وروسته څو شمېر امریکایي سرتیري په خپل خاوره کې ومنی؟
جمهور رئیس حامد کرزی:  بلی، ما  دا خبره کړې ده. افغانستان او امریکا پر یو دوه اړخیز امنیتي تړون باندې کار کوي. د دغه تړون له مخې به امریکا ته یو شمېر مرکزونه او ځایونه برابر شي چې ورنه به په افغانستان کې کار واخلي، د دې کار ترسره کیدل، د امریکا هېواد لخوا د یو شمېر ځانګړو ضمانتونو ورکولو ته اړتیا لیدل کیږي او افغانستان د دغو ځایونو د چمتو کولو لپاره لیوالتیا لري خو د داسې شرایطو لاندې چې افغانستان یې د خپلو ګټو لپاره مهم بولي. دغه مهمې ګټې عبارت دي له :
- د افغانستان حاکمیت
- د افغانستان د قوانینو درناوی
- د افغان ولس د مال او ځان خوندیتوب
- د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او روزنه
- د افغانستان د هوایي حریم ساتنه د ناتو او امریکا لخوا نه بلکې د افغانستان حکومت په مټ
- او دټولو هغو اړتیاوو پوره کول چې یو خپلواک ملت او دولت یې باید ولري
د دغو شرایطو په پام کې نیولو سره او کله چې دا شرایط د امریکا لخوا  پوره شول، افغانستان دېته لیوال دی چې امریکایي ځواکونو ته د قضايي مصوونیت مساله په پام کې ونیسي. زه د افغانستان د جمهور رئیس په توګه دیته چمتو یم چې دغه مساله له خپل ولس سره شریکه او  دوی سره به پرې سلامشورې وکړم.  خو وړاندې له دې چې زه دا کار ترسره کړم ، باید دا ډاډ ترلاسه کړم چې امریکا د افغانستان د حاکمیت درناوی کوي، خلک به په افغانستان کې نه بندیانوي، د شویو توافقاتو له مخې به ، د افغانانو په خاور کې زندانونه نه رامنځ ته کوي، د افغانانو د کورنو د خصوصي حریم درناوی به کوي ، د افغانستان پر کورونو او کلیو باندې به بمبارډ نه کوي او بله دا چې د افغانستان د هرې بلې ملي ګټې د خوندي ساتلو په اړه  به ضمانتونه ورکول کیږي او عملي کیږي به.  کله چې زه ډاډمن شوم او ماته دا ثابته شوله، زه به د دې مسالې په اړه د افغانستان له خلکو سره خبرې وکړم او امریکا ته به هغه څه ورکړم چې دوی ورته اړتیا لري.  د ستراتیژیکو همکاریو سندونه مو چې له امریکا یا نورو هېوادونو سره امضا کړي دي هغه د افغانستان د هوساینې او اقتصادي پرمختیا  لپاره  مهم ګڼو. موږ د دغو همکاریو، په ځانګړې توګه د امریکا له هېواد سره  د ستراتیژیکو همکاریو په ارزښت باندې پوهیږو . خو موږ په دې باندې هم پوهېږو چې افغانستان نه شي کولای یو دوه اړخیز تړون په داسې حال کې لاسلیک کړي چې حاکمیت ته یې درناوی نه کیږي. کله چې  دا شرایط پوره شول، موږ به د دې مسالې په اړه لازم غور وکړو.
خبرنگار: تشکر جناب رئیس صاحب، عبدالقدیر میرزایی هستم از تلویزیون آریانا، سوال من هم در رابطه به موافقتنامه های امنیتی میان افغانستان و امریکا است با توجه به تفاوت دید و نگاه های متفاوتی که میان افغانستان و امریکا در برخی از موارد وجود دارد، از جمله اظهارات اخیر آقای رامنی کاندید انتخابات جمهوری خواه امریکا که مخالفان مسلح افغانستان را به یک قوم خاص نسبت دادند و گفتند که در سال 2014 این دو قوم وضعیت را در افغانستان بی ثبات خواهند ساخت و مسئله دیگر اختلاف نظر یکه میان شما و امریکا در رابطه به مسئله زندان وجود دارد و مسئله سوم اینکه شما اخیراً در مصاحبه ای که با تلویزیون NBC امریکا داشتید، گفتید قسمتی از ناامنی ها در افغانستان مربوط به تشکیلات نیرو های خارجی در افغانستان است، همچو مسایل در تسریع و کندی موافقتنامه های امنیتی چقدر می تواند اثر گذار باشد و چه راههای بخاطر حل این مسائل وجود دارد؟
رئیس جمهور کرزی: راجع به اظهارات آقای رامنی در جریان یکی از مناظره هایشان با رئیس جمهور اوباما، حتماً منظورتان همین است اینها اشاراتی کردند به حملات طالبان بنام پشتونها و افراطیت پشتون از طرف پاکستان به افغانستان، خوب آقای رامنی، البته در این مورد می خواستم قبلاً اظهار نظر کنم ولی متأسفانه که موقع پیدا نشد و روز عید که ما با هم دیدیم، روز عید بود من نمی خواستم تبصره ای در این مورد داشته باشم و نمی خواستم که در روز عید مسایل سیاسی را مطرح کنم، ولی خوب است که امروز شما این سوال را کردید، کار برای استفاده از احساسات عمیق دینی و مذهبی این خطه، افغانستان و پشتونها در پاکستان از زمان امپراتوری انگلیس آغاز شد و مقابل امپراتوری انگلیس تمام آسیا فقط افغانستان مستقل بود و فعال بود و انگلیس ها کوشش کردند که افغانستان را به هر طریقی که می شود، ضعیف بسازند.
امپراتوری وقت انگلیس، شما می دانید که در افغانستان چی شد، فعالیتی که علیه امان الله خان، فعالیتی که علیه معارف و فعالیتی که علیه ترقی شد جزء این دسیسه بود همچنین به آن طرف خط دیورند در پاکستان در زمان تسلط انگلیس ها بر هند اکثراً به یاد داریم که علیه معارف و ترقی پشتونها دسیسه بسیار وسیعی به جریان افتاد حتی به حدی که پادشاه خان، خان عبدالغفار خان زمانیکه در 1920 کوشش به ایجاد مکاتب کرد و مکاتب ابتدایی را به متوسطه و ثانوی رساند حکومت انگلیس بخاطر اینکه او برای معارف و مکتب بین پشتونها کار می کرد، خان عبدالغفار خان را برای سه سال به زندان انداختند و انجمنی را که در آنجا بوجود آورده بود آنها، انجمن به اصطلاح افاغنه که از طرف پادشاه خان و همکار هایش ایجاد شده بود برای آوردن تعلیم و تشویق تعلیم و ترقی به طرف آینده بهتر، آنها را لغو کردند و افرادش را به بندی خانه انداختند.
بعد از آزادی هند و پاکستان و ایجاد پاکستان این میراث به پاکستان رسید، پاکستان در این راستا کوشش خود را ادامه داد ولی این تشویق و ترویج افراطیت در منطقه و خصوصاً در افغانستان و در پاکستان خصوصاً در بین پشتونها بعد از حمله شوروی به افغانستان و مقابله غرب و امریکا برای شکست شوروی به همان شدیدترین و فجیح ترین شکل اش صورت گرفت.
در امریکا طرحی ساخته شد بنام کمربند سبز علیه شوروی و بر کمربند سبز به معنای استفاده از دینداری و اسلام دوستی مردم، ضدیت اسلام با کمونیزم و بی خدایی کمونیزم، امریکا و غرب از طریق پاکستان و با همکاری پاکستان از افغانستان و آسیای میانه به تشویق افراطیت پرداختند. با استفاده از احساسات نیک ما برای جهاد و برای استقلال کشورما که به هزارها هزار، ده ها هزار جوانها را از جهان عرب که احساسات داشتند و به قوت اسلام می خواستند شوروی را شکست دهند، اینها را به اینجا آوردند و تربیه کردند و تربیه به طرف خشونت و افراطیت کردند، نتیجه اش را بعداً در الجزایر دیدیم سربریدنها و کشتن های که در الجزایر شد، نتیجه اش را بعداً ما در آسیای میانه دیدیم، در تاجکستان دیدیم بعد از فروپاشی شوروی در ازبکستان دیدیم، تحریک اسلامی ازبکستان، تحریک اسلامی تاجیکستان، چیچینی ها و دیگر های که در مناطق قبایلی پاکستان جابجا شدند و باعث اذیت و آزار مردم در افغانستان و پاکستان، هر چی می شود نتیجه اش آن بود، بعد از فروپاشی شوروی و آزادی افغانستان و پیروزی جهاد افغانستان دیدیم که از این وسیله برای تخریب افغانستان استفاده شد.
آمدن تحریک طالبان توسط همین عناصر غرب و پاکستان علیه افغانستان یک وسیله مهمی از این قبیل بود، مکاتب سوختانده شدند، معارف تخریب شد و حالا می بنیم در پاکستان خصوصاً در مناطق پشتون نشین پاکستان بنام طالب از نام طالب مکتب تخریب می شود، معلم کشته می شود، دختر و بچه ها کشته می شوند که ده سال پیش از آن در افغانستان می شد.
پس نه تنها اینکه افغانستان بلکه پشتونها در پاکستان هم مثل مردم افغانستان قربانی توطئه وسیعتر جهانی هستند بدست افراطیت و بنام جنگ علیه افراطیت بدست تروریزم و بنام جنگ علیه تروریزم.
پس آقای رامنی می دانند که پشتونها نه تنها اینکه قربانی افراطیتی که آنها بر اهداف خود ساختند می شوند بلکه در جنگی که ظاهراً بنام افراطیت می شود، آنها قربانی هستند. حقیقت این است که مردم افغانستان، افغانها و پشتونها در پاکستان قربانی تروریزم و افراطیت هستند از هر دو جانب، اینجا مهم این است که آیا آنهایکه بنام طالب و با سوء استفاده از نام اسلام علیه اسلام و علیه مردم افغانستان و علیه پشتونها در پاکستان کار می کنند، آگاه هستند که اینها استعمال می شوند یا نی؟
پیام من به طالبها و کلانهایش این است که اینها علیه پشتونها کار نکنند، این قوم را تخریب نکنند، مکتب اش را تخریب نکنند، معلم اش را نکشند، عالم دین اش را نکشند و بدانند که اینها کاری که می کنند فقط و فقط نتیجه اش به ضرر اسلام است، به ضرر مردم منطقه است و خصوصاً مردم افغانستان و به ضرر پشتونها در پاکستان است. سوال دیگر ات را بعدتر جواب می دهم.
خبرنگار: بشیر احمد قاسانی از تلویزیون یک: حمله به جان اسدالله خالد یکبار دیگر تمام نگرانی های را که مبنی بر عدم صداقت پاکستان، مهر تأیید گذاشت، حال صداقت پاکستان که روشن شده که صادق نبوده شما چرا این پروسه را همواره برایش تأکید دارید و این پروسه را دنبال می کنید، مسئله دوم اولین بار در افغانستان داکتر عبدالرحمن ترور شد، بعد از آن حاجی قدیر ترور شد، از همان سلسله ترورها تا کنون هیچ گاهی نتایج این ترورها روشن نشده و در جریان گذاشته نشده، این بار شما چقدر مصمم هستید تا طرح سوء قصد به جان اسدالله خالد را جدی می گیرید و اقدام اخیر شما مبنی بر حذف کمیسیون سمع شکایتهای انتخاباتی خبر ساز شده، البته این نگرانی ها را بار آورده، گویا حکومت افغانستان اراده ای برای برگذاری انتخابات شفاف در کشور ندارد، نظر شما را می خواستم؟
رئیس جمهور کرزی: برعکس است، برای اینکه انتخابات شفاف باشد، آنرا افغانی ساختیم، خوب اینکه پشت سر این حمله تروریستی به جان اسدالله خالد و دیگر بزرگهای کشور ما کی است، مسئله ای است که همواره در جستجو اش هستیم، نمی دانم که طبیعی است که فوراً در مطبوعات افغانستان به دلیل آزادی که دیدم، به دلیل دردی که داریم انگشت به طرف همسایه می رود ولی برای من این درست نخواهد بود و بر دولت افغانستان که فوراً انگشت به طرفی بگذاریم، نه این به خیر افغانستان است، ما باید که با دقت عمل کنیم و حقیقت یابی حقیقی و واقعی بکنیم، خدمت تان عرض کردم که در ترکیه با مقامات پاکستان صحبت می کنیم و مسئله اول گفتگوی ما همین مسئله است و قتل های که پیش از این صورت گرفته، به هر صورت پروسه صلح ادامه پیدا می کند صداهای گله مند هم در اینجا دیدیم، زمانیکه احمد ولی برادرم شهید شد همین صداهای بلندی که پروسه صلح چرا می کنید، رئیس جمهور پروسه صلح را چرا ادامه می دهد، باید نکند، صدای صلح چه معنا، طالبها را چرا برادر خطاب می کند، مطبوعات هم گفتند، بعضی از شخصیتهای کشور هم گفتند.
بعد از شهادت استاد، خیلی صداها بلند شد، باز عین صداها بلند است، آیا این صداها از درد است، که بسیار امکان دارد باشد و آیا این صداها جزء از طرحی هم هستند که آنجا ما را بکشند، آنجا باز ما را تشویق علیه صلح کنند ما ملت افغانستان باید به بسیار به دقت و مواظبت پیش بریم، حالات به آن ساده گی که ما ظاهراً می بینیم نیست.
در زمان شوروی معلوم بود که شوروی دشمن کیست، دوست کیست، ما مجاهدین هم معلوم بود که علیه کی می جنگیدیم، دوست معلوم بود، دشمن معلوم بود، در اوضاع امروز یک مبهمیت خطرناک به منافع ما و منافع منطقه وجود دارد، لهذا بسیار به دقت عمل کنیم و نگذاریم که از دردی که ما داریم استفاده علیه خود ما شود.
راجع به کمیسیون انتخابات این قانون را کابینه بعد از غور و بررسی چندین مرتبه به اینجا آوردیم، به این نتیجه رسیدیم که به پیشنهاد وزیر عدلیه کشور و تحلیل و تحقیقی که آنها در وزارت عدلیه کرده بودند که کمیسیون انتخابات افغانستان بهتر است مثل سالهای دهه دموکراسی که انتخابات را خودما می کردیم، ارزان بود و ساده بود و فساد به آن ترتیبی که در انتخابات های گذشته ای ما بود دیده نشد ببرید، به نهاد های ملی کشور ما که قضای افغانستان مثل دیگر کشورهای جهان، در امریکا مشکلات انتخابات شان را کی حل می کند، کدام کمیسیون حل مشکلات انتخابات را دارند و یا محکمه ایشان حل می کند، در هند کی می کند، چرا افغانستان باید همیشه، من می دانم که از دیشب، پریشب در مطبوعات افغانستان سلسله ای شروع شده که چون افغانستان این نهاد هایش قوی نیست و در اینجا فساد وجود دارد، لهذا باید یک کمیسیونی باشد و در آن کمیسیون خارجی ها باید باشند، اینها وسایلی هستند برای از این که فساد و عنوان کردن فساد، در حالیکه فساد وجود دارد در افغانستان و قبلاً برایتان گفتیم که عوامل اش چی است، تکراراً به آنجا نمی روم، ولی عنوان کردن فساد یک وسیله ای است برای از اینکه افغانستان تقویه نشود و در افغانستان دست بیرونی در مسایل سخت ملی ما کار کنند. طرحی را که وزارت عدلیه ساخته از دید کابینه افغانستان یک طرح جامع و درست بود و دراز مدت افغانستان به خیر است، این تنها برای این انتخابات ساخته نشده برای انتخابات بعدی هم است، پس ما افغان ها باید به طرف تقویت نهاد های دولتی خود برویم، به طرف تقویت ساختار های خود برویم و بخاطر اعتماد آوردن به ساختار ها و نهاد خود برویم، نه اینکه هر روز خود را تخریب کرده بریم، ما خوب نیستیم، ما توان نداریم، ما فاسد هستیم، ما دولت نیستیم، ما ملت نیستم، لهذا هر کار ما را خارجی باید انجام دهد، این به روحیه ما  کشنده است و به آینده پر قدرت ملت ما شاید همین کمیسیون که ترتیبی که همین حالا ساختیم به انتخاباتی که در پیشرو داریم کار خوب انجام ندهد، ولی در انتخابات بعدی شان شاید بهترین کار کند و بعد از آن بهتر و بهتر تر کار کند، پس بریم بر طرف تقویت خود ما و نهاد های دولتی خود ما و از طریق قانون سازی خود ما.
خبرنگار: مننه رئیس صاحب!  زما سوال همدغه د اسدالله خالد باندې د برید په اړه ؤ. تاسو وویل چې دغه برید د طالبان له لورې نه دی ، خو بیا وایي چې دغه برید د کویټې نه تنظیم شوی. آیا هلته له بلې کومې ډلې او یا هم خپله د پاکستان حکومت لخوا ، واضح نه شوه؟
جمهور رئیس حامد کرزی : ما په خپله وینا کې ډیر واضح وویل چې په دې کې شک نشته چې ځینې بلکې ډیر د افغانستان پر خلاف اعمال د طالبان له لورې کیږي ، خو د طالبانو باید تعریف وشي چې طالبان څوک دي. طالبان زما په نظر په درې ډلو ویشل کیږي: یوه هغه ډله ده چې واضح، زموږ او ستاسو د ګاونډیانو د استخباراتو په لاس کې ده.  په دې سره پوه شولو.  بله هغه ډله ده چې واضح د جهاني استخباراتو د ادارو په لاس کې ده. بله هغه ډله د افغانانو ده چې زوریدلي او دردیدلي دي او یا هم د ناپوهې له امله د خپل هېواد پر خلاف ولاړ شوي دي. اوس نو دغسې مغلق عملیات، آیا زموږ دردیدلي او زوریدلي طالبان چې د دې خاورې بچیان دي او د دې خاورې په درد له موږ سره یو ځای سوزي، د دوی هم کور خراب دی، د دوی ژوند هم برباد دی. آیا دا دوی کوي او یا هغه طالبان چې پوه دي او د پردو په لاس کې دي د هغو له لارې کیږي او د هغوې تر نامه لاندې کیږي؟  دا عملیات ساده نه دي. دا ډیر مغلق عملیات دي. دا د ډیرې لوړې انجنیرۍ او فکر نتیجه ده. بیشکه چې هر اعلان چې د طالب په نامه کیږي ، هلته داسې څوک نشته چې ووایي چې زه نه یم. نو دا ټول دې اعلان وکړي چې موږ نه یوو.  د مجاهد په نوم اعلان کیږي او موږ پر دې خبر یو چې پنځه ، شپږ مجاهد موجود دي چې د مختلفو ادارو لپاره اعلان کوي.  دا د نن راهیسې نه ، بلکې له شپږو کالو راهیسې خبر یو چې دا شپږ مجاهده دي. نو باید تحقیق وشي چې دا څوک دي، څوک یې کوي.  نا ممکنه خبره ده چې داسې یو کار دې  زموږ  د یو وطني بې تعلیمه او بی وسیلې طالب له لورې تر سره شي.  هغه هم همدومره استعمالیږي لکه موږ چې دلته د اذهانو د جوړیدو لخوا استعمالیږو. نو دا کار د مغلقو او مسلکي استخباراتو دی. دا اداره کومه ده؟  آیا زموږ همسایتوب کې دا کار کیږي او که نور یې کوي؟  د دې باید معلومات وشي.  په خبره سره پوه شولو اوس.
او اوس راځم هغه سوال ته چې د آریانا ټلویزیون یو ورور وکړ او په طالبانو یو ځل بیا غږ کوم، پر هغو طالبانو چې د درد او ناپوهۍ  له امله د خپل هېواد او خلکو پر خلاف ولاړ دي. دغه قتلونه چې تاسو یې کوﺉ ، دا ښوونځي چې تاسو یې سوزوﺉ، دا وېرانۍ چې د معارف، د تعلیم او مکتب کوﺉ. خصوصاً، په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو په خلاف یې کوﺉ.  څوک یې د افغاني طالبانو په نوم کوي، څوک یې د پاکستاني طالبانو په نوم کوي.  دوی چې تر اوسه په دې پوه نه دي، دوی دې په دې پوه شي چې د خپل ملت پر خلاف په افغانستان کې او د خپل قوم پر خلاف په پاکستان کې، د پښتنو پر خلاف استعمالیږي.  او د پښتنو، په پاکستان او افغانستان کې د افغانانو د ځپلو لپاره استعمالیږي، د پس مانده ګۍ، د عقب مانده ګۍ ، د کمزورۍ لپاره استعمالیږي چې دا ملت کمزوری شي، بی واکه وي او د نورو احتیاجه وي ، چې افغانستان هم احتیاجه وي او هلته په پاکستان کې پښتانه هم احتیاجه وي او که په پوه وي دا د پردو مزدورۍ دې نو پریږدي،  او که پوه نه وي، نو وادوري او اګاه دي شي او د پښتنو دښمنۍ دې پریږدي.  دا دښمنۍ واضح له پښتنو سره او  په پاکستان کې او په افغانستان کې د افغانانو سره ده.
تشکر محمد الله محمدي هستم خبرنگار کیودو جاپان، شما تقاضای همکاری از حکومت پاکستان نمودید و همچنان گفتید که سوء قصد بالای اسد الله خالد همانند پلان و طرحی است که بالای استاد شد، در صورتیکه پاکستان هیچ همکاری نکند اقدامات بعدی حکومت چی است؟ چرا که ما شاهد بودیم هیات افغانی زمانیکه استاد شهید شد، هیات افغانی قرار بود پیگیری کند، حتا حکومت پاکستان حاضر نبود که هیات را بپذیرند؟
رئیس جمهور کرزی: پاکستان در سفر اخیر که صلاح الدین خان ربانی تشریف برده بود به آنجا بعضی علایم همکاری را نشان داده، من میدانم که احساس شما چی است، من میدانم که عاطفه عمومی افغانستان به کدام طرف است، مه میدانم که انگشت انتقاد مردم افغانستان در ذهن به طرف پاکستان است، ولی من به حیث مسوول در افغانستان، لازم نمی دانم که ما امروز انگشت انتقاد را طرف پاکستان بدون اثبات که به برای ما از طریق ادارات خود ما داده شده ببرم، گمان است، اشتباه زیاد تر است به این طرف، ولی به خیر افغانستان نیست و نه هم به متانت و سنگینی ملت ما کار درست است که به عجله انگشت انتقاد بیگریم و بگوییم که تو هستی، بلکه بگذارم که مطالعه شود و به دقت به او طرف برده شود، ما یک ملت درد دیده هستیم و در این شکی نیست که دردیکه به ما رسیده، همسایه ما نقش مهم و عمده را دارد و استعمال هم شدیم، علیه ما هم خودشان کردند و هم استعمال شدند.
امروز افغانستان به یک حالت بهتر تحلیل سیاسی به این اوضاع رسیده، و از همین تهداب بهتر ارزیابی و تحلیل اوضاع منطقه است که ما به آرامش بر خورد میکنیم، نه به عجله و نه هم به احساسات تا که ثابت شود، روزیکه ثابت شد باز همان ساعت و همان مصلحت، ان شاالله و تعالی افغانستان منافع خود را نگاه میکند.
خبرنگار: مننه رییس صاحب فضل هادی رحیمی یم د کلید راډیو خبریال ما غوښتل رییس صاحب چې ویل کیږي چې په دې نیږدې راتلونکي کې  په فرانسه کې د طالبانو او د افغان دولت سیاسي اپوزیسون د سولې په اړه خبرې اترې لري او ایا افغان دولت ته په دې غونډه کې بلنه ورکړل شوې ستاسو دریځ په دې اړه څه دی او بله پوښتنه مې د بشري حقونو کمیسیون په اړه ده شاوخوا نهه میاشتې کیږي چې مدني ټولنه وایي چې موږ حکومت ته یو لست سپارلې دی تر څو د دې کمشنران ور معرفي کړي چې لاتر اوسه نه دي معرفي شوي او د دې کمیسیون کار غیر قانوني نه دي مننه ؟
جمهور رئیس کرزی:د هغه مجلس په باب چې په پاریس کې د فرانسې حکومت په اهتمام جوړیږي، موږ اګاه یو چې په هغه کې افغان دولت او ځینې احزاب  او شخصیتونه دعوت کړي دي، ځینې د حکومت د پلویانو په نامه دي او ځینې یې د حکومت د اپوزیسیون په نامه دي، ځینې د طالبانو شخصیتونه دي، موږ ددې غونډې هرکلی کوو، موږ د هر هغه کوښښ چې په افغانستان کې د بین الافغاني تفاهم د تقویې باعث کیږي، ملاټر کوو او پکې ولاړ یو چې دا مجلسونه کیږي، خو د افغانستان د خلکو لپاره د جوړې  ځای او د خبرو ځای افغانستان دی، که طالبان دې او که نور دي که سیاسي اپوزیسیون دی که د دولت طرفداران دي زموږ ارزو دا ده چې دا ټول مذاکرات افغانستان ته انتقال شي او دا مذاکره په افغانستان کې وشي، حضوصا طالبانو ته وایم چې دوی دې په دې ځان نه خوشحاله کوي چي اعلان کوي چې موږ د افغانستان سره خبرې نه کوو، موږ پوهیږو چې هغه څوک دي، حقیقي طالبان موږ سره په خبرو اخته دي، ټول دې دا کوښښ وکړي چې افغانستان د خبرو ځای شي او افغانان په خپلو کې سره خبرې وکړي او د پردو له استعمال او استثمار څخه ځان خلاص کړو.
Question:
Reuters: how damaging [inaudible] this assassination attempt with regard to the peace process you have just been discussing? Will this lead to a change in approach and my second question is has Pakistan given a clear indication, yes or no, as to whether Mullah Bradar be released?
President Karzai:
Well, the peace process will continue. Over ninety percent of the Afghan people definitely do want peace, there is no way, but to seek peace in Afghanistan and in Pakistan, so the peace process will continue and there will be no change in the way we are seeking peace, we will be having discussions in Turkey, we will be having discussion following that in UK, but of course we will be seeking a lot of clarifications from Pakistan because we know that this man who came in the name of a guest to meet with Assadullah Khan Khalid came from Pakistan. We know that for a fact, it is clear. Therefore, we will be seeking clarifications, but this will not bring an end to our contact with Pakistan or our dialogue with Pakistan, our dialogue with Pakistan will continue, our contact with Pakistan will continue and at the same time, our peace process will continue. While we are doing all that, we will be firmly and clearly seeking clarifications from Pakistan and asking for any information that they may have. We have already requested the government of Pakistan for the release of all senior Taliban leaders that they have put in prison and all those people that Pakistan has put in prison are those who are seeking peace. Therefore, if Pakistan is willing to move forward in the peace process, the release of these Taliban is important and Pakistan must prove by releasing these Taliban, senior leaders that Pakistan is interested in a real, genuine peace process. So that release is very much demanded and I would like to repeat again today. Thank you very much
ترجمه متن انگلیسی:
پوښتنه (د رویترز خبري آژانس): د اسد الله خالد د ترور هڅه چې تاسو یې په اړه خبرې کولې څومره زیانمن کوونکې وه ؟  او له دې پیښې نه وروسته ، آیا ستاسو په تګلار کې به بدلون  رامنځ ته شي؟ او  دویمه پوښتنه مې دا ده چې آیا  له بند څخه د ملابرادر د خوشې کیدو په اړه مو د پاکستان لخوا د هو یا نه ځواب ترلاسه کړﺉ دی؟
جمهور رئیس حامد کرزی:  د سولې بهیر به  پرمخ ولاړ شي. د افغان ولس څه د پاسه نوي سلنه خلک سوله غواړي. په افغانستان او پاکستان کې د سولې د ټینګښت د غوښتنې پرته ، بله لار نشته. نوځکه د سولې بهیر به پرمخ ولاړ شي. د سولې د ټینګښت لپاره به زموږ په تګلاره کې هېڅ بدلون نه رامنځ ته نه شي. په دې اړه به په ترکیه او وروسته بیا په بریتانیا کې خبرې اترې ترسره کړو. البته، موږ به په دې اړه له پاکستان نه لا وضاحت وغواړو داځکه چې په حقیقت کې موږ په دې پوهېږو چې  دا کس د میلمه په نوم له پاکستانه راغلی ؤ ترڅو له اسد الله خالد سره وګوري او دا څرګنده خبره ده.  موږ به له پاکستانه په دې اړه توضیحات وغواړو خو دا کار به له دې هېواد سره د اړیکو ، تماسونو او خبرواترو  د پای ته رسیدلو په معنا نه وي.  موږ به له پاکستان سره خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکړو. د سولې بهیر به دوام ولري. د دې کارونو سره سره ، په دې اړه به موږ له پاکستان څخه وضاحت او معلومات وغواړو ترڅو که کوم معلومات د دوی په اختیار کې وي له موږ سره یې شریک کړي. 
موږ له پاکستان نه دا غوښتنه هم کړې ترڅو ټول هغه لوړ پوړي طالب مشران له بند څخه خوشې کړي چې د دوی په زندانونو کې بندیان دي.  همدراز ، ټول هغه افغانان چې پاکستان په خپلو زندانونو کې بندیان کړي یا هغه کسان چې په افغانستان کې سوله غواړي او له دوی سره بندیان دي ، له زندانونو خوشې کړي. نو په دې دلیل، که پاکستان غواړي چې د سولې په بهیر کې پرمختګ رامنځ ته شي، د دغو طالبانو خوشې کیدل خورا مهم بلل کیږي. پاکستان باید د دغو طالب مشرانو په خوشې کیدو سره دا ثابته کړي چې دوی د یو واقعي او حقیقي سولي بهیر ته مینه وال دي.  له پاکستانه په کلکه غواړو چې دا طالب مشران له بنده خوشې کړي.  نن په دې خبري ناسته کې یوځل بیا دا غوښتنه   تکراروم.

تشکر، به خیر باشید، کفایت میکند، بسیار گپ زدیم، به امان خدا.
 

کابل- باختر دليندي اتلسمه:
دملي شورا د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن د ميدان وردګو ولايت د نرخ او جلريز د ولسواليو له يو شمېرسپين ږيرو سره وکتل او د هغوى شکايتونه يې واورېدل .
  دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دوى دخپلو ځينو سيمه ئيزو ستونزو په يادونې سره، د هغو خاصو امريکايي ځواکونو د ظالمانه او وحشيانه چلند په نسبت چې په دغه ځاى کې ډېره دي؛ د نرخ او جلريز د ولسواليو د زرګونوکورنيو شکايتونه بيان کړل او وې ويل چې دغه ځواکونه په بېلابېلو پلمو خلک ځوروي، وهي او ډبوي يې.
د شپې له خوا د خلکوکورونو ته ننوځي،کورونه يې لټوي اوخلک وهي او ډبوي او په عمومي لارو کې مسافر وړونکي وسايط د لټونې په پلمه دروي او سپرلۍ يې  ځوروي او له والي او له نورو ولايتي مقاماتو سره له بيابيا اړيکو سره سره دغه ستونزه لاتراوسه پورې نه ده حل شوى، ځکه خاص امريکايي ځواکونه سيمه ئيزو ادارو ته کوم ارزښت نه ورکوي
ددغو ولسواليو خلکو په داسې حال کې چې د دغو ځواکونو له اندازې زياتو ظلمونو له امله د خپلې ژورې انديښنې مراتب څرګند کړل، خبر دارى يې ورکړ: که چيرې د دوى ستونزو ته پاملرنه ونه شي اوحل نه شي؛ وسله به ترلاسه کړي .
د مشرانوجرګې رييس په داسې حال کې چې دغه شان ناسم عملونه وغندل او هغه يې د ديني لارښوونو او د افغاني دودونو پرخلاف وبلل؛ ژمنه يې وکړه چې عريضه به يې سبا د امنيت شورا په غونډه کې په خپله دهيواد جمهور رييس ته وړاندې کړي او د خپلو قانوني واکونو په چوکات کې به د اړونده کميسيون له لارې هم پاملرنه وکړي .
 

Saturday, 08 December 2012 13:51

په خبر تفسير

دناټو سرمنشي :  په افغانستان کې د ناټو نوى پروژې ارزښتناکې دي

کابل- باختر دليندي اتلسمه:
د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې وروستيو وختوکې په بروکسل کې يوه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې د ناټو دغړو په ګډون سربېره، د هغو هيوادونو استازو چې په افغانستان کې له ناټوسره پوځي همکاري لري او د افغانستان او پاکستان دبهرنيو چارو وزيرانو برخه لرله .
په دې غونډه کې د ناټو دکورنيو مسئلو ترڅنګ، د امنيتي مسووليتونو ليږدونې په بهيراو له  ٢٠١٤کال وروسته له افغانستان سره ددغه سازمان د همکارى د څرنګوالې په باب  خبرې وشوې .
د افغانستان په اړوند په ناټو کې خبرې په داسې حال کې کيږي چې د ناټوسرمنشي اندرنس فوک راسموسن په افغانستان کې اداري فساد له انديښنو ډک يو کار وباله .
  د ناټو عمومي منشي څرګنده کړه چې د ناټو غړي او د دغه تړون نور ائتلافي شريکان په ژمنه شويو لګښتونوکې د مديريت او شفافيت په مقصد ديو ميکانيزم  دجوړولو په باب تفاهم ته رسيدلي دي .
ده وويل: اداري فساد هغه هيلې چې د سولې د تامينولو په برخه کې شته، هم له منځه وړي او په افغانستان کې اوږد مهال ثبات د افغانانواو ددغه هيواد دحکومت په باور او اعتماد پورې اړه لري .
په دې ترڅ کې دشمالي اتلانتيک دسازمان دغه جګپوړي مقام څرګنده کړه چې دغه سازمان دافغانستان په اړوند نوي پروګرامونه لري او د دغه هيواد د هوايي ځواکونو په سمبالولو او د امنيتي ځواکونو په روزنه کې به زياته ونډه واخلي .
دغه راز د افغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول د ناټو دبهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې اداري فساد افغانستان ته يوه صادره شوې پديده وبلله او ويي ويل: له  دغو ټولو سره سره افغانستان ژمن دى چې په هيوادکې د اداري فساد مخه ونيول شي .
ده زياته کړه: موږ له ناټو سره د همکارى په ټينګښت او پراختيا ژمن يو او په دې برخه کې له ٢٠١٤کال وروسته د ناټو د شتون د حوزې او ماموريت د ټاکنې او له افغانستان سره دخپل مشارکت په باب ګډو سلامشوروته سترګې په لاره يو .
ده په دې ترڅ کې د نړۍ له يو شمېر هيوادونو سره دستراتيژيکي همکاريو د سندونو او تړونونو دلاسليک کولو يادونه وکړه اوڅرګنده يې کړه چې د لړم د مياشتې په ٢٥ نيټه مو د دوه اړخيزو امنيتي موافقه ليک په باب د امريکا له متحده ايالاتو سره په کابل کې رسمي خبرې پيل کړي .
دغه موافقه ليک به د افغانستان ځمکني بشپړتيا ته په پوره درناوى سره له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکا دپوځي پرسونل د شتون د امکان په ګډون، د دواړو هيوادونوترمنځ  راتلونکې دفاعي همکاري وټاکي .
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن د دغيې غونډې په لومړۍ ورځ هم د ناټو له غړو هيوادونو او متحدينو څخه وغوښتل چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د امنيت د ښه والې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزيري دناټو دغړو هيوادونو او دهغو دشريکانودهڅو ژمنودعملي کولو غوښتنه وکړه چي تراوسه پوري يي له افغانستان سره خپلي کړي ژمني نه دي عملي کړي .
  په داسې حال کې چې د ناټو غړو د افغانستان له امنيتي مرکزونو سره د راتلونکو مرستو په باب خبرې وکړې. د المان دبهرنيو چارو وزيرافغانستان دموضوع په باب وويل چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې په بشپړه توګه دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره ډار اچوونکي  بايد قدرت ته ونه رسيږي .
ده په افغانستان کې دثبات د ساتنې په باب په ټينګار سره وويل: موږ نه غواړو چې افغانستان له بې نظمى او د قدرت له تشې سره مخامخ شي او مهمه داده چې له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان لپاره يو لړليد ولروچې دسياسي کارپوهانو په باور له افغان امنيتي مرکزونوسره دمالي مرستو دوام، ددغه هيواد دهوايي ځواکونو سمبالول ، دښځينه پوليسو د امنيتي مرکزونو فعالول او په افغانستان کې د نشه يي توکو له عواملو سره مبارزه او په دې برخه کې دځانګړو پوليسو روزل  د افغانستان په وړاندې د ناټو دبهرنيو چارو د وزيرانو په وروستي تفاهم کې شامل دي .
د ناټو سرمنشي څرګنده کړه چې دغه ټولې پروژې ارزښتناکې دي او د ناټو او روسيې ګډې شوراته نوى سا وربښي .
  د يادونې وړ ده چې ناټو د روسيې د همکاريو د جلبولو او د دغه هيواد د انديښنو د لرې کولو لپاره، په ٢٠٠٢ کال کې د روسيې او د ناټو د همکاري شورا جوړه کړه.
روسيه په افغانستان کې دملګروملتو د سازمان د امنيت شورا د پريکړې پربنسټ دهدفونو دتعقيبولو غوښتنه کوي .
 

کابل-باختر دليندي اتلسمه:
دکيوان د رزمي سياليو ورزشکاران په اسيايي سياليو دګډون لپاره ايران ته ځي .
د المپيک دملي کميټې د رزمي سياليو د فدراسيون رييس نور الله شاهرخي باختر اژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې دوه ورځې دوام کوي، د روان کال دليندۍ دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه د تهران په ښار کې ترسره کيږي .
دشاهرخي دڅرګندونو له مخې: په دغو سياليوکې د افغانستان نهه تنه ورزشکار، دوه ښوونکي او يو هيئت د رييس په توګه ګډون کوي .
ويل کيږي چې دغه سيالۍ دکيوان د رزمي په برخه ترسره کيږي .