29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  دافغانستان دښارجوړولو عالي شورا نن  دښار جوړولو دچارو دوزير ډاکتر حسن عبداللهي په مشرۍ غونډه وکړه .
  دښار جوړولو دچارو وزارت  داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر اژانس ته خبرورکړ ، په دې غونډه کې دښار جوړولو دچارووزارت  دمشرتابه هيئت  ، دتراسنپورت او دملکي هوايي چلنداو داقتصاد دوزراتونو معينانو ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې  مسوولينو ،  دجمهوري رياست سلاکار انجنير  عبدالاحد صاحبى او دفوايد عامې وزارت  او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې  سلاکارانو ګډون کړي و .
  دښار جوړولو دچارووزير ډاکتر حسن عبداللهي په پيل کې خبرې وکړې او وي ويل  په دې وروستيو وختو کې دافغانستان ديوشمير ښارونو ستراتيژيکي پلان بشپړ شوي او دوزيرانو شورا اقتصادي کميټې ته وړاندې شوي دي  او په پام کې دى چې دهيواد دنورو ښارونو پلان هم برابر شي .
  وروسته  دښار جوړولو دچارووزارت  معين  محمد اکبر احمدي وويل، دسيمه ئيزو ارګانونو داحصائيې له مخې، په افغانستان کې  نږدې يو سلو پنځوس ښارونه شته او د اته څلويښتو ښارونو پلان  بشپړ شوي او اړوندو مراجعو ته  سپارل شوي دي او  پنځوکلونو ته  اړتيا ده  چې دهيواد د ټولو ښارونو پلان برابر شي .
  دغه راز  دښار جوړولو دعالي شورا  غونډې دپل علم ، ميمني او دايبکو دښارونو دستراتيژيکي  پلان  دمسودې  دوړاندې کولو په باب  چې دښار جوړولو دچارو وزارت له خوا  دپنځلسو کلونو لپاره طرحه شوې ده  خبرې وکړې او دغونډې نتيجې وروسته اعلاميږي .
 

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
افغان پوځيانو نن  په بشپړه توګه  دفراه ولايت  امنيتي مسووليتونه په غاړه واخستل .
مخکې له دې ايتالوي او امريکايي پوځيان  دافغان سرتيرو تر څنګ په دغه ولايت کې  ډيره و ،
ددغه پروګرام  په دوو لومړيو پړاونو کې افغان پوځيانو په فراه ولايت کې دزياترو سيمو مسووليت دناټو له ځواکونو څخه  په غاړه اخستي و .
  په دريم پړاو کې چې نن  په دغه ولايت کې تطبيق شو افغان سرتيرو دفراه له ښار او له ځينو نورو سيمو څخه  ددغه ولايت دوروستيو برخو مسووليت په غاړه واخست .
دفراه والي  محمد اکرم خپلواک  د امنيتي مسووليتونو دليږدونې په مراسموکې وويل چې افغان پوځيان  ددغه ولايت  دامنيت دتامينولو دچارو منلو ته تيار دي .
دفراه والي  په دغو مراسموکې  دجنګي وسايلو کمښت او دمنظم هوايي پوځ  نشتوالي  له دفاعي او امنيتي پلوه  په خپلو پښو دافغان پوځيانو ددرولو په لاره کې  چلنجونه وبلل  اوله نړيوالې ټولنې  او له حکومت څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې اقدام وکړي .
  د٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان  جنرال تاج محمد دفراه دامنيت دتامينولو لپاره  دافغان پوځيانو  دتياري په باب  خبرې وکړې  خو ده هم دپرمختللو جنګي وسايلو او داغيزمن هوايي پوځ کمښت  مهمه ستونزه وبلله .
دافغانستان دملي امنيت دادارې  يوه جګپوړي مقام  بريدجنرال نجم الدين بابک  په دغو مراسموکې وويل  چې دهيوادپه لويديځ کې دپوځي دستګاو استخباراتي ځواکمنيو تروريستي فعاليتونه  کم کړي دي  او  جګړه ماران يې  له سترو ستونزو سره  مخامخ کړي دي .
جنرال بابک دغه راز دافغان پوځيانو له خوا  دفراه دامنيت  تامينول په خپلو پښو دافغان پوځيانو  ددريدو په لاره کې  يو ارزښتناک  او مهم ګام وباله .
دافغان پوځيانو دشمير کمښت هم په فراه کې  سترې ستونزې دي . چې دسيمه ئيزو مقاماتو له خوا طرحه شوې . خو دکورنيو چارووزارت  دپوليسو رييس  دفراه ولايت  له خلکو سره ژمنه وکړه چې ډيرژربه نوى پوځي واحدونه  ددغه ولايت  په زيانمنونکو سيمو کې  ډيره شي .
  له بلې خوا هم  دافغانستان په لويديځ کې دناټوقوماندان  ژمنه وکړه چې له  امنيتي  او دفاعي پلوه  په خپلو پښو  دافغان پوځيانو  ددرولو او دغه راز په سپکو او درندو جنګي وسايلو ددغو ځواکونو  دسمبالولو او روزنې لپاره  به  دخپلو مرستو بهير ته  دوام ورکړي .
  افغان پوځيانو پرون هم  دافغانستان په لويديځ کې  په يو ارزښتناک اقدام کې په دغې حوزه کې دټولو پوځي عملياتو رهبري په رسمي ډول  دناټو له پوځيانو سره په لاس کې واخيسته .
 

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
دبادغيس والي او ددغه ولايت يو شمير مشرانو او سپين ږيرو نن له غرمې مخکې  دجمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې چې  دجمهور رييس سلاکار وزيرانو  يعقوب شمس او محمد عارف نورزي او دبادغيس والي  محمد طاهر صبري  هم برخه لرله .  ګډون کوونکو دبادغيس ولايت  دخلکو دسيمه ئيزو ستونزو او له دولت څخه دهغوى دغوښتنو په باب  دجمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل .
دکتنې برخه والو په بادغيس ولايت کې  دناامنيو زياتوالي ددغه ولايت  دخلکو اساسي ستونزې وبللې او دافغانستان  له دولت څخه يې وغوښتل  چې په دى اړوند  دې  جدي پاملرنه وکړي .
  ددوى دڅرګندونو له مخې ،  که څه هم  په بادغيس ولايت کې ددولت دوسله وال مخالفينو توان دومره نه دى  چې وکولي شي ددغه ولايت امنيت  ګډوډ کړي ، خو اوسنيو امنيتي ستونزو ته نه پاملرنه په اوږدمهال کې ددغه ولايت  امنيت له خطر سره مخامخ کوي .
دوى دبادغيس ولايت دخلکو دامنيت په تامينولوکې دامنيتي ځواکونو دنه همکاري له امله  دجمهور رييس مرستيال ته شکايت وکړ . په بادغيس کې دحلقوي سړک او دفرعي سړکونو دکار دګړندي کولو په برخه کې ددولت او دمسوولو ارګانونو جدي پاملرنه ،  دڅښاک داوبو او دبريښنا انرژي دبرابرولو په برخه کې پاملرنه ، دبادغيس ولايت خلکو ته دکار دزمينې  برابرول ، دښوونځيو دښوونکو کمښت او ګاونډيو ولايتونوته ددغه ولايت  دمواصلاتي لارو دامنيت تامينول دبرخه والو نورې غوښتنې وې  چې دجمهور رييس  له مرستيال سره طرحه شوې .
برخه والو  دغه راز  ددې غوښتنه وکړه چې له پيښو سره دمبارزې  ملي کميټه دې له احتمالي پيښو سره  دمقابلې ، دمصيبت ځپلو کسانو دستونزو دحل کولو او دژمي په اوږدوکې دمواصلاتي لارو دبنديدو  دمخنيوي لپاره  دى  دغه ولايت ته زياته پاملرنه وکړي .
  دبادغيس ولايت  ديو تن سپين ږيري  دڅرګندونوله مخې ، په سلوکې څه دپاسه  اووه هغه کورني چې دنا اراميو لپاره  له دغه ولايت سره  بې ځايه شوي او ګاونډيو ولايتونو ته يې  پناه وړې ده  دهوا سړښت او دژمي فصل ته  په پاملرنې سره  ،  زياتومرستو ته  اړتيا لري .  دوى ټينګار وکړ چې دبادغيس ولايت دخلکو  دستونزو او اړتياو څيړنه او حل کول ددولت دمشرتابه هيئت  خاصې  اوجدي پاملرنې ته  اړتيا لري .
  وروسته  دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  دبادغيس ولايت  له مشرانو او سپين ږيرو سره  دکتنې له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې وويل  چې دى ددغه ولايت دخلکو دستونزو او محروميتونو په باب  معلومات لري .
دغه راز ده  په دغه ولايت کې ددولت له امنيتي ځواکونوسره دخلکو په لازياتې همغږي باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې  له دولتي ارګانونو سره  دخلکوهمکاري  اوهمغږي نه يوازې  دامنيت دتامينولو په لاره کې ، بلکې  په ټولو برخو کې  يو ضرورت دى .
  دجمهور رييس مرستيال  دبادغيس ولايت  خلکو ته  دخدمت په لاره کې  ددغه ولايت  دوالي دهڅو او هاند له امله خوښي څرګنده کړه او دبادغيس ولايت ته  له پيښو سره دمبارزې  دملي کميټې  دزياتې پاملرنې  په باب  دبرخه والو دغوښتنو په برخه کې څرګنده کړه چې ددغې کميټې دمشرتابه هيئت  په نظر دافغانستان  د ټولو خلکو دستونزو او په تيره بيا دهيواد دلري پرتواو کمو پرمختللو  ولايتونو دخلکو ستونزو ته پاملرنه  او حل کول يو لومړيتوب دى .
ده په بيلابيلو برخوکې دبادغيس ولايت دخلکو دنورو ستونزو په څيړنې باندې ټينګار وکړ او برخه والو ته يې ډاډ ورکړ چې ددوى دستونزو او غوښتنو د څيړنې لپاره به  اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړي .  
 

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
جمهوري رياست ديوحکم په صادرولو سره محمد طارق عصمتي دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دپروګرامونو دمعين په توګه وټاکه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختر اژانس ته خبرورکړ .  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت په وړانديز ، او دجګپوړوپستونو په ټاکنو کې دجمهوري رياست دمشورتي خاص  بورد له نظر سره سم ، جمهوري رياست ديو حکم په صادرولو سره په مافوق رتبه بست کې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دپروګرامونو دمعين په توګه دمحمد طارق عصمتي ټاکنه منظوره کړه .
په حکم کې  دچارو په ترسره کولو کې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دده دلازياتو برياليتوبونو هيله شوې ده .
 

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  په کابل ښار کې دروان کال دژمي  دلومړي واورې اورښت نن شپه پيليږي .
دهواپوهنې دانترنتي سايت له خولې دباختر اژانس دخبر له مخې، دواورې دغه اورښت نن شپه پيليږي او دجمعې دورځې ترسهار پورې په کابل کې دوام مومي .
په راسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دواورې او باران اورښت دهيواد په زياترو ولايتونوکې په يووخت کې کيږي او آن په ځينو ولايتونوکې دواورې اوباران اورښت دجمعې تر ماښام پورې دوام مومي .
له زياتو اقتصادي او ټولنيزو ستونزوسره سره چې دواورې اوباران په اورښت سره بې وزلي کورني ورسره مخامخې دي خو دهوا دککړتيا دله منځه تللو ، د ډول ډول ناروغيو دخپريدو دمخنيوي ، د ځمکې  پرمخ او تر ځمکې لاندې داوبو دزيرمو دبشپړولو او دکرکيلي اوحاصلاتو لپاره ګټور دي
دځينو ماهرانو په باور  که چيري په ژمي کې اورښتونه دوام ومومي په هيواد کې دوچکالي اغيزې له منځه ځي .
 

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم نن په کابل کې دجاپان له نوى سفير هيروشي تاکاهاشي سره دپيژندګلوي کتنه وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ : په دې کتنه کې دجمهوري رياست سرپرست په افغانستان کې دجاپان  دسفير په توګه دهيروشي تاکاهاشي دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او هغه يې دافغانستان دوست وباله اوزياته يې کړه څرنګه چې  خپلې لوړې زده کړې مو دشپتمې  لسيزې په کلونوکې په کابل پوهنتون کې دفارسي ژبي او ادبياتوپه څانګه کې پاى ته رسولى دى  زموږ دهيواد په باب ښه تجربه اوپيژندګلوي لري
دجمهوري رياست سرپرست  جاپان دافغانستان له خلکو سره يومهم مرستندوي هيواد وباله اوزياته يې کړه  چې زموږ خلک دجاپان مرستو ته ارزښت  ورکوي او درناوي يې کوي .
دجمهوري رياست سرپرست دغه راز دجاپان له سفير څخه وغوښتل چې په  ١٣٩٣ کال کې په افغانستان کې دجمهوري رياست دانتخاباتو له پروګرامونوسره دملاتړ په برخه کې  دخپل هيواد مالي همکاري جلب کړي ځکه دانتخاباتو ترسره کول ، دافغانستان خلکو او زموږ دهيواد دراتلونکي لپاره فوق العاده مهم او ارزښتناک دى .
په دې کتنه کې په کابل کې  دجاپان سفير هيروشي تاکاهاشي دافغانستان له خلکو څخه دقدرداني په ترڅ کې زموږ له خلکو سره دخپل هيواد دهمکاريو ددوام زيري ورکړ او ويې ويل چې دجاپان خلک به دتل لپاره دافغانستان ددولت او خلکو ترڅنګ ولاړ دى او مرسته به ورسره وکړي .
 

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم نن په کابل کې دجاپان له نوى سفير هيروشي تاکاهاشي سره دپيژندګلوي کتنه وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ : په دې کتنه کې دجمهوري رياست سرپرست په افغانستان کې دجاپان  دسفير په توګه دهيروشي تاکاهاشي دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او هغه يې دافغانستان دوست وباله اوزياته يې کړه څرنګه چې  خپلې لوړې زده کړې مو دشپتمې  لسيزې په کلونوکې په کابل پوهنتون کې دفارسي ژبي او ادبياتوپه څانګه کې پاى ته رسولى دى  زموږ دهيواد په باب ښه تجربه اوپيژندګلوي لري
دجمهوري رياست سرپرست  جاپان دافغانستان له خلکو سره يومهم مرستندوي هيواد وباله اوزياته يې کړه  چې زموږ خلک دجاپان مرستو ته ارزښت  ورکوي او درناوي يې کوي .
دجمهوري رياست سرپرست دغه راز دجاپان له سفير څخه وغوښتل چې په  ١٣٩٣ کال کې په افغانستان کې دجمهوري رياست دانتخاباتو له پروګرامونوسره دملاتړ په برخه کې  دخپل هيواد مالي همکاري جلب کړي ځکه دانتخاباتو ترسره کول ، دافغانستان خلکو او زموږ دهيواد دراتلونکي لپاره فوق العاده مهم او ارزښتناک دى .
په دې کتنه کې په کابل کې  دجاپان سفير هيروشي تاکاهاشي دافغانستان له خلکو څخه دقدرداني په ترڅ کې زموږ له خلکو سره دخپل هيواد دهمکاريو ددوام زيري ورکړ او ويې ويل چې دجاپان خلک به دتل لپاره دافغانستان ددولت او خلکو ترڅنګ ولاړ دى او مرسته به ورسره وکړي .
 

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  په ننګرهار ولايت کې سيمه ئيزو مقاماتو ديو لړ پوځي عملياتو په بهير کې دوسله والوطالبانو ديو مشهور قوماندان او ددغې ډلې دتروريستي بريدونو دڅو تنو سازمان ورکوونکو دنيولو خبر ورکړ.په مولوي عبدالرحمن پرون دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپل پټنځي کې دافغان پوځيانو له خوا بريد وشو او ونيول شو .
له بلې خوا هم ويل شوى دى چې دطالبانو د ډلې دځانمرګو بريدونو سازمان ورکوونکي مولوي بلال په ګډون دوسله والوطالبانو څلور تنه  پوځي مسوولين هم ددغو پراخو پوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي .
  دننګرهار والي ګل اغاشيرزي چې ويل کيږي  دغه پوځي  عمليات له نږدې تعقيبوي  باختر اژانس ته وويل چې افغان پوځيانو ددغو عملياتو په بهير کې چې دبټي کوټ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې ترسره شول زيات برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي .
دننګرهار دوالي دڅرګندونو له مخې، تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو څو پټنځايونه دړې  وړې  شوي دي او په دغې ډلې پورې اړوند څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په همدې حال کې  دسيمې اوسيدونکي وايي چې دبټي کوټ ولسوالۍ په څو سيمو کې د خورو ورو نښتو شاهدان دي .
دملي اردو دڅلورم لوا قوماندان بريد جنرال دادان لونګ چې ددغو پوځي عملياتو رهبري په غاړه لري وايي چې دوى دوسله والو طالبانو دڅو تنو قوماندانانو او څو تنو افرادو په نيولو سربيره دبټي کوټ ولسوالۍ په ځينو برخو کې ددغې ډلې دچاوديدونکو او نشه يي توکو او دجنګي وسايلو دپنځه سترو ډيپوګانو او ګودامونو په ترلاسه کولو بريالي شوي دي .
ددغه جګپوړي پوځي  قوماندان دڅرګندونو له مخې، تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه پوځي عمليات عقاب – ٧ نوميږي او په هغو کې دپوليسو ، اردو او دملي امنيت سلګونو تنو منسوبينو ګډون کړي دي .
دغه پوځي  عمليات په ښکاره  دسيمې داوسيدونکو په غوښتنه پيل شوي دي .
   جنرال لونګ وايي چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دبټي کوټ ولسوالۍ دټولو سيمو ترپاکولو پورې خپلو عملياتو ته دوام ورکوي .

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ترکیې په سيمه ييز وخت نن سهار د ترکیې له جمهور رئیس عبدالله ګل او ددغه هېواد له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره، په جلا جلا توګه وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ
په دغو کتنو کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د سولې د بهیر، د ترکیې له خوا د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د روزنې او په اوږد مهال کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړوند په مفصله توګه خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس د توکیو او شیکاګوپه کنفرانسونو کې له افغانستان سره په انکشافي او نظامي برخو کې د ترکیې د مالي ژمنو له امله مننه او قدرداني وکړه.
ترکیې هېواد، په توکیو کنفرانس کې په انکشافي برخه کې له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو او په شیکاګو کنفرانس کې په نظامي برخه کې د ۱۷ میلیونو ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.
دغه راز حامد کرزي د لوړو زده کړو په برخه کې د ترکیې په پوهنتونونو کې افغان محصلانو ته د زده کړې د زمینې دبرابرولو له امله مننه وکړه او هیله یې وکړه چې نورو افغان محصلانو ته هم دا زمینه برابره شي.

د ترکیې جمهور رئیس ژمنه وکړه چې ترکیه به له دوست هېواد افغانستان سره د اوږد مهال لپاره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي او افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې پرې نه ږدي.
عبدالله ګل ډاډ ورکړ چې ترکیه د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې به له هيڅ رازمرستو او همکاریو څخه ډډه ونکړي.
د یادونې وړ ده چې نن سهار د افغانستان، ترکیې او پاکستان لویو درستیزانو او لوړ پوړو امنیتي مسؤولینو هم په جلا جلا توګه سره وکتل او د امنیتي همکاریو په باب یې خبرې اترې وکړې.
ټاکل شوې وه چې په سيمه ييزوخت نن له غرمې وروسته د افغانستان، ترکیې او پاکستان د مشرانو تر منځ  لومړۍ دری اړخیزه رسمي ناسته ترسره شي.

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
له پيښو سره دمبارزې ملي اداره زيانمنونکو  ولايتونو ته دمرستې دموادو دليږدونې لپاره لازم امکانات په واک کې نه لري .
دباختر اژانس دخبرله مخې، له طبيعي پيښو سره دمبارزې  دملي ادارې  لوى رييس محمد دايم کاکړ چې دطبيعي پيښو دکمښت دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مراسمو کې  خبرې کولې هيله وکړه که چيرې دملګروملتو سازمان  او نور مرستندوي مرکزونه دواورې داورښتونو له امله دمواصلاتي لارو له تړل کيدو مخکې دمرستې دموادو دليږدونې لپاره له دغې ادارې سره مرسته ونه کړي سختې ستونزې به رامنځته شي .
دايم کاکړ دنړۍ  دخوړو دسازمان د ١٤٢ مليونو ډالرو مرستو يادونه وکړه او وي ويل دغه مرستې څوارلسو زيانمنونکو ولايتونو ته په پام کې  نيول شوي دي .
کاکړ په دغومراسمو کې غور ، دايکندي ، بدخشان او نورستان له هغو ولايتونو  څخه وبلل چې دژمي په فصل کې دواورې دسختو اورښتونو له امله ډير درانده زيانونه زغمي .
ده وويل دغه ولايتونه له پيښو سره دمبارزې دملي ادارې په لومړيتوبونو  کې دى .