11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

- واشنګتن باختر دتلې ٨
دامريکا متحده ايالاتو دايران دمجاهدين خلق سازمان په رسمي ډول ددغه هيواد دترورستي ډلو له فهرست څخه وايسته په هغې خبرتيا کې چې پرون دامريکا دبهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شو ويل شوي دي دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلرى کلنتن دقانون  دمادو له مخې تصميم ونيوه چې دمجاهدين خلق سازمان او ددغې ډلې پلويان دامريکا دترورستي سازمانونو له فهرست څخه وباسي .
ددغه تصميم علت دسازمان مجاهدين خلق له خوا په تيرولسو کلونو کې دترورستي عملونو نه ترسره کول اعلام شوي دي سربيره پردې دمجاهدين خلق سازمان له وسله والو فعاليتونو څخه ګوښه کوي او په عراق کې داشرف کمپ په تشولوکې ددغې ډلې دغړو همکاري نور موارد دى چې سپينې ماڼۍ د ترورستي سازمانونو له لست څخه ددغې ډلې دنامه دايستلو په خاطر اقدام کړي دي.
اوس په امريکا کې ددغه سازمان بنده کړى شوي شتمنې ازاديږي او امريکاييان به اجازه ولري دمجاهدين خلق له سازمان سره اړيکې ولري دمجاهدين خلق سازمان په ١٣٤٠ هجرى لمريزه لسيزه کې دايران د پاچاه دحکومت سره دمخالفت په خاطر جوړشوي و.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دافغانستان په شمال بغلان ولايت کې په يوې دولس کلنې نجلۍ  دڅو تنو ناپيژندل  شويو کسانوله خوا جسني تيرۍ وشو.
دغه پيښه  دپنجشنبې په شپه  دخنجانوولسوالۍ  دواليانو په درې پورې مربوط دچارباغ په سيمه کې له هغه وروسته وشوه چې ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دسيمې ديوتن اوسيدونکي په کور بريدوکړ.
ددغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې دغه وسله وال کسان له هغه وروسته چې ددغې نجلۍ  ځوان ورور يې په ډزو سره وواژه دا يې له ځان سره بوتله.
په همدې حال کې  د خنجانوولسوالۍ امنيه قوماندان حبيب  الله مقصودي باخترا ژانس ته وويل چې پوليسو دغه ځوانه نجلۍ په داسې حال کې چې دتښتوونکوله خوا څوځلي  جنسي تيرۍ ورباندې شوى و ، دعملياتو په بهيرکې خوشي  کړه   او دوه تنه تيري کوونکي يې هم ونيول .
دخنجانوولسوالۍ دپوليسو مسوول وايي  چې دغه پيښه  دکورنۍ دښمني زيږنده  وه .دپوليسو څيړنې ښيي  چې تيري کوونکي درې تنه وو .
له بله پلوه دپوليسو دغه مقام وايي  چې دوى  ددريمې سړي دنيولو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي دي .
ددغې کورنۍ  يو  ګاونډى باختراژانس ته وويل  چې يرغلګر وسله وال کسان  له هغه وروسته ددغې کورنۍ ځوان  زوي وواژه چې  دى ددغو افرادو له خوا دخپلې خور دتښتولو  مخ نيوى کاوه .
دوى وايي  چې دپيښې په وخت کې ددوى پلار او مور په کور کې نه وو، له بله پلوه دبغلان ولايت دخنجانوولسوال فضل الرحيم دناپيژندل  شويو وسله والو کسانو له خوا ددغه تنکي ځوان وژل  تائيدوي  خو په دغې نجلۍ دجسني تيري په باب بې خبري څرگندوي .
داپه داسې حال کې ده چې دوه تنه نيول شوي تيري کوونکي پوليسو ته اعتراف کړي دي چې ددغې نجلۍ له تښتونې وروسته څوځلي يې په هغې جنسي تيرۍ کړي دي .
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
امريکايي مقاماتو اعلام وکړ چې په افغانستان کې له افغان امنيتي ځواکونوسره دبهرنيوځواکونو  ګډ عمليات له پرون پنجشنبې ورځې دتلي دمياشتې  له شپږمې نيټې څخه له سره پيل شول.
دامريکا ددفاع وزارت  ( پنتاګون ) يولوړمقام چې  د نوم له څرگندولو څخه يې ډډه کړې ده   اسوشتدپرس ته ويلي دي چې پرون په افغانستان کې څه ناڅه پنځوس فيصده ګډ عمليات دافغان او نړيوالو ځواکونوله خوا ترسره شول.
دافغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات دوه اوونۍ مخکې  په بهرنيو عسکرو دافغان سرتيرو دبريدونو دزياتوالي په غبرګون کې  کمښت موندلى و آن په ځينو مواردو کې په بشپړه توګه بند شوى و. په دغه شان بريدونو کې دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې  يوه پنحوس تنه بهرني ځواکونه وژل شوي دي .
اوس امريکايي مقامات وايي  چې دغه شان دندې  له سره پيل شوي دي  اوپرون  دواړو لورو  په افغانستان کې په سلو کې پنځوس  ترسره شوي عمليا ت په ګډه ترسره کړل.
دپنتاګون  خبرځايونه وايي چې  دوى به  ديو دقيق پروګرام په چوکاټ کې  دګډو عملياتو ګراف په پړاويز ډول   په لومړني بڼۀ پيل کړي . سره له دې چې افغان مقاماتو  دامنيتي دندو له سره پيلول  په دغه هيواد کې  دامنيتي  دندو داجرالپاره  مثبت ګام بولى خو ټينګار کوي چې په دې لاره کې  يولړ  ګامونه پورته شوي دي او احتياطي تدبيرونه نيول شوي دي .
دناټو قوماندانانو  له هرې دندې څخه مخکې  ددغو دندو ګټه اوزيان څيړي  او وروسته تصميم نيسي . ددندو په بهيرکې هم  احتياطي تدبيرونو داجرا وړ دي.
ددښمن په مقابل کې په احتياط برسيره به خپل شاوخوا ته هم  متوجه وي .
له بله پلوه  دنيويارک ټايمزورځپاڼې ليکلى دى په افغانستان کې په بهرنيو عسکرو  له وژنکو بريدونو وروسته  امريکايي ښوونکي دافغانانو پوستې  اويا هغې سيمې ته چې ټاکل شوې ده له افغان سرتيروسره وګوري  زرهي  واسکټونه  اغوندي  او له ځانګړو ساتونکو څخه استفاده کوي .
دغې ورځپاڼې په قطعاتو کې له يوشمير افغان سرتيروسره خبرې کړي دي  اوپوه شوي دي  چې په بهرنيو ځواکونو بريدونه څه انګيزه او عوامل لري .
دغې  ورځپاڼې موندلې ده دهغو عواملو ترڅنګ چې افغانستان ته له صادرشوي تروريزم څخه رامنځته کيږي نور عوامل هم شته چې په قطعاتو کې دبهرنيو عسکرو ژوند ګواښوي  چې په عمده توګه د افغاني اواسلامي سنتونو په وړاندې ديوشمير بهرنيو ځواکونو چلند دي.
يو خبرځاى وايي  له هغه وروسته چې دافغانستان دملي دفاع اوکورنيو چارو  په وزارتونو کې  مقاماتو   په احتياطي اقداماتو اوتدبيرونو لاس پورې کړ ددغه شان قضيو يوشمير عاملين ونيول شول  اويوشمير نور  چې هويت يې مشکوک و داردو اوپوليسو له ليکوڅخه وايستل شول. او دغه راز داستخدام بهيرجدي او سخت شوى دى.
له بله پلوه افغان قوماندانانو په پوځي قرارګاو کې له بهرنيو ځواکونوسره دمشخصو همکاريو دترسره کولو  ژمنه کړې ده  دغه عوامل  بهرنيو ځواکونو ته دارامي سبب شوى  او دوى خپل کار له لنډې وقفې وروسته له سره پيل کړي دي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دافغانستان په ځينو ختيځوسيمودپاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه دغه راز دوام لري
په خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه راکټي بريدونه  تيره شپه  په کونړولايت کې ديوې ښځې دوژنې اوددوو تنو نورو ملکي وګړو دټپي کيدو سبب شول.
ددانګام ولسوالۍ په دې وروستيو ورځو کې دکونړ اونورستان ولايتونو دنورو سيمو په پرتله  دپاکستاني پوځيانو دسختو راکټي بريدونو شاهدې وې. 
دکونړولايت  دملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې ددانګام دسرحدي ولسوالۍ په ځينو سيمو  دپاکستاني ځواکونو دراکټي بريدونو په دوام  يوه ښځه وژل شوې ده اوديو ماشوم په ګډون دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
ده وويل  چې قربانيانو په خپلو کورونو کې دپاکستاني ځواکونو ترراکټي بريد لاندې نيول شوي دي .
دکونړدملي امنيت ددغه خبرځاى دڅرگندونوله  مخې ، دتيرو  ٢٤ساعتونو په بهيرکې په کونړ اونورستان ولايتونو کې داستوګنې اته کورونه يوڅه ويجاړشوي دي .
دباختراژانس سيمه ييز خبريال بې کور  چې دکونړ سرحدي سيمې يې کتلي دي وايي  چې دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو دوام  خلک له ويرې او ډار سره مخامخ کړي دي.
په همدې حال کې دنورستان ولايت  امنيه قوماندان غلام الله نورستاني  هم له باختراژانس سره په تماس کې تائيدوي  چې  ددغه ولايت په سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه له دې جملې څخه په کامديش ولسوالۍ  دوام لري .
خو دى وايي   چې په څو وروستيو ورځو کې ددغو توغنديو دلګيدو له امله  دسيمې خلکو ته يوازې مالي زيان رسيدلى دى.
دافغانستان دکونړ اونورستان ولايتونو په ځينوسيمو  دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه  دروان لمريز کال له پيل څخه پيل شوي دي اوتراوسه پورې  دوام لري . دوړاندي شويو شميرنوله مخې، دروان لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې   په ختيځوسيمو اوپه تيره بيا  دکونړ اونورستان ولايتونو   ددانګام او کامديش دولسواليو په مربوطاتو باندې دپاکستاني پوځيانو له خوا کابو نهه زره توغندي توغول شوي دي.
که څه هم  سيمه ييز مقامات دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو دمرګ ژوبلې شمير پنځه ديرش تنه بولى  خوپه دغو ولايتونو کې سيمه ييز مشران دباختراژانس خبريال ته ويلي دي  چې ددغو توغنديو  دلګيدو له امله په دغو ولايتونو کې له دې څخه زيات خلک قرباني شوي دي .
دکونړاونورستان دولايتونو په ځينوسيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه  په داسې حال کې  دوام لري چې دواړه هيوادونه  ديو ستراتيژيک سند دلاسليک په باب  له يوبل سره موافقې ته رسيدلي دي.
په خبرونو کې ويل شوي دي چې دپاکستاني پوځيانو دغه راکټي بريدونه  آن  دملګروملتو سازمان په امنيت شورا کې  دپاکستاني مقاماتو دوينا په ورځ هم نه دى بندشوى  چې ددغه هيواد مقاماتو ژمنه کړې ده چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې  له افغانستان سره  دمرستې ژمنه کړې ده .
 

نيويارک \  بي بي سي \ دتلي دمياشتې  ٧ :
دمهاجرنيو په چارو کې  دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنري  ويلي دي دروان ميلادي کال ترپاى پورې  ښايي دهغو کسانو شمير چې  دنااراميو له امله  له سوريې څخه وتلي دي اووه سوه زرو تنو ته ورسيږي .
دا په داسې حال کې ده چې دروان ميلادي کال په بهيرکې دپناه غوښتونکو شمير دوه سوه څلور نوي زره تنه دي .
دسوريې زياتره مهاجرين  په ترکيې ، لبنان  او اردن کې ميشت شوي دي.
دسوريې  دبشردحقوقو دڅارنې ډله  چې په بريتانيا کې  جوړه شوې ده  اودسوريې  ددولت له مخالفينوسره نږدې اړيکې لري وايي  چې پرون  څه دپاسه  درې سوه پنځه تنه په سوريه کې  ووژل شول. چې يوسلو نهه نوي تنه يې ملکي وګړي وو.
دمهاجرينوپه چارو کې دملګروملتودسازمان عالي کميشنري ويلي دي  چې هره ورځ له دوو څخه  تردرې زرو تنو پورې مهاجرين ګاونډيو هيوادونو ته ځي.
دپناه غوښتونکو کميشنري وايي چې دژمي درارسيدوله امله انديښنه لري  په تيره بيا چې زياتره مهاجرين  په خيمو کې ژوند کوي .
 

کتمندو\ جيو نيوز\  دتلي دمياشتې  ٧ :
دنيپال پايتخت کتمندو ښارته څيرمه ديوې الوتکي دراغورځيدو له امله نوولس تنه ووژل شول .
دغه الوتکه  دسيتا په هوايي شرکت پورې  مربوطه وه اوله کتمندو څخه له الوتنې څو دقيقې وروسته ددغه ښار دهوايي ډگر په يوکيلومتري واټن کې  ديوسمندر په ساحل کې را وغورځيده.
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت ويلي دي  چې ددغې پيښې په وژل شويو کسانو کې بريتانيايي اتباع هم شامل دي .
په سيمه ييزو خبرونو کې ويل شوي دي  چې په دې الوتکه کې اووه تنه بريتانوي ، پنځه تنه چينايي  اودالوتکي  ددريو تنو عملې په ګډون اووه تنه نيپالي ا تباع په الوتکه کې و چې دټولو مړي موندل شوي  دي .
بريتانيايي اوچينايي  اتباع  دسياحت لپاره نيپال ته تللي وو  او تراوسه پورې دالوتکي دراغورځيدو علت معلوم نه دى .
 

کابل باختردتلي دمياشتې ٧:
دناساپلټوونکي دستګاه چې اوس په مريخ کې ده داسې شواهد يې ترلاسه کړى دى چې ښيي  يو وخت په دغه ستوري کې اوبو جريان درلود.
دغه پلټوونکې  چې اووه اوونۍ په مريخ کې  داطﻻعاتو په راټولولو بوخته دى دداسې ډبرو تصويرونه يې ځمکې ته ليږلي دي چې ګردې ښکاري .
پوهان وايي  چې ددغو کوچنيو ډبرو ګردي څنډې يې داوبو په واسطه سوليدلى دى.
دناسا پوهان باور لري چې پلټوونکي دستګاه دڅوسيندونو ديو ځاى کيدو په سيمه کې کوزه شوې ده  چې په ملياردونو کلونه لرغونتيا لري.
دوى هيله لري له هغو اطلاعاتو څخه په استفادې سره چې پلټوونکي دستګاه يې دوى ته راليږي دمريخ دسطحې دځانګړتياو په باب ددوى له  درک سره  مرسته وکړي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي  چې پنځه تنه وسله وال ياغيان دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونوسره  دنښتې په بهيرکې وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ: په دغو کسانو له هغه وروسته بريد وشو چې  دملي اردو دځواکونوپرخلاف يې دبريد نيت درلود.
دغه راز دملي اردو ځواکونو دوه تنه وسله وال ياغيان له دريو ميلو وسلو سره دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې  ونيول اويوبل وسله وال ياغي دقندهار له ژيړي ولسوالۍ څخه له  يوې اندازې طبي  درملوسره چې جګړه مارانو ته ليږدول کيدل ونيول شو.
دغه راز دملي اردو سرتيرو له قندهار ښار اوشاوخواسيمو څخه اووه ديرش ماينونه کشف کړل اودڅوترورستي پيښو مخه يې ونيوله .
ديوبل خبرله مخې :  دملي دفاع وزارت تائيد کړه چې دملي اردو  دوه تنه سرتيري دهلمند اوقندهار په ولايتونو کې ددندو په بهيرکې ټپيان شول چې روغتيايي حالت يې ښه بلل شوى دى.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
افغان اوايتلافي ځواکونو دهېواد په ځينو ولايتونو کې دڅوګډو عملياتوپه بهيرکې پنځه څلويښت تنه ياغي طالبان وژلي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ: دغه عمليات دکندز ، ارزګان،. ميدان وردګو،. هلمند ، غور  او غزني دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په بهيرکې يې پنځه تنه ياغي طالبان ووژل شول ، درې تنه ټپيان او دوه ديرش تنه نوريې ونيول شول .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې، يو موټر سايکل اويو موټر هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دهنددبورسونو اووه اتيا تنه کانديدان ددولت په لګښت نن هند ته واستول شول.
دلوړو زده کړو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
پوهاندډاکتر عبيدالله عبيد ددغو محصلينو دروانيدو په وخت کې وويل ،
دويمه ډله ده چې دتيرې اوونۍ په بهيرکې ددولت په لګښت  د لوړوزده کړو په مقصد هندوستان ته استول کيږي .
دده دڅرگندونوله مخې، دغه محصلان دازموينې له ورکولو اودلوړو نمروله اخيستلو وروسته دغو بورسونو ته ټاکل شوي دي .
ټاکل شويې ده دبورسونو دکانديدانو يوه بله ډله په نږدې راتلوونکې کې ماليزيا ته واستول شي .