24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دسرطان ١٣
په بغلان ولايت کې د اوبو دڅلورو بندونو اوددوو ترنابونو د جوړولو کارنن پيل شو.
مسولين وايي چې ددغو پروژو د کارپه بشپړيدو سره به د جلګې،بنووده صلاح په ولسواليو کې دنږدې دوه زره پنځه سوه پنځه ويشت جريبه کرنيزې ځمکې دخړوبولوزمينه برا بره شي .
دغه بندونه او ترنابونه به دکرنې او اوبو لګولو وزارت له بود جې څخه د څه دپاسه اووه سوه زرو افغا نيو په لګښت جوړ شي.
دبغلان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست يوه مسول شفيق الله وا حدي باختراژانس ته وويل چې ددغو بندونو اوترنابونو د جوړولو کار به په يو کال کې بشپړ شي .
د وا حدي دڅرګندونو له مخې، ددغو پروژو د کار په بشپړيدو سره به د جلګې ،بنواوده صلاح په ولسواليو کې دڅه دپاسه دوه زره پنځه سوه پنځه ويشت جريبه کرنيزې ځمکې دخړوبولو زمينه برا بره شي.
ويل کيږي چې دغه بندونه په بغلان کې په دې وروستيو وختو کې دسيلاوونو دراوتلو له ا مله ويجاړ شوي وو او بز ګران دخپلو کرنيزو ځمکودخړوبولو لپاره له ستو نزو سره مخا مخ شوي وو .

کابل\باختر\دسرطان ١٣
وسله والو طالبانو په پکتيکا ولايت کې يو ښوونځى ته څيرمه د ماين په ښخولو سره دوه تنه ماشومان شهيدان کړل .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلس نيمو بجو په شاوخوا کې دپکتيکا ولايت دسر روضې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دښوونځى دوه تنه زده کوونکي  په سړک کې  په ښخ کړاى شوى ماين و ختل .
ويل کيږي چې دغه ماين يوه ښوونځى ته څيرمه لاره کې ښخ کړاى شوى وو
دپکتيا والي محب الله صميم باخترا ژانس ته وويل چې په دې چاود نه کې دوه تنه کو چني ماشومان شهيدان شوي دي .
دغه سيمه ييز مقام ددغې پيښې د عاملينو په غندلو سره وايي چې امنيتي چارواکو ددغې پيښې د عاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.
وسله وال طالبان زياتره په افغانستان کې په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې د بمو نو اوماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي .

Thursday, 04 July 2013 13:09

دپو هنې وزارت خبر تيا :

کابل\باختر\دسرطان ١٣
دپو هنې وزارت خبر تيا :
دپوهنې وزارت له پريکړې سره سم د هيواد دسړو سيمو دښوونځيو دزده کوونکوڅلورنيم مياشتنۍ ازموينې دروان کال د چنګاښ د مياشتې په پنځلسمه نيټه دشنبې په ورځ پيليږي اود همدې مياشتې ترپايه پورې د وام کوي .
په دې وسيله دپوهنې وزارت ددغو سيمو د ښوونځيو له ټولو زده کوونکو او ښوونکو څخه غواړي چې دشنبې له ورځې څخه دې خپلو ازموينو ته حاضر شي.

کابل\باختر\دسرطان ١٣
د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د هيواد دڅلورديرشو ولايتونو د ولايتي شوراګانو له رئيسا نو سره و کتل.
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه اود سيمه ييزو ارګانونو د خپلوا کې ادارې رئيس عبدالخالق فراهي هم پکې برخه لرله ، د افغانستان دسولې دبهير، د افغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک اود جمهوري رياست اود ولايتي شورا ګانو درا تلوونکو انتخا باتو په اړوند خبرې وشوې.
د ولايتي شوراګانو رئيسانو ددغومسئلو په باب له هراړخيزو خبرو وروسته دسولې د بهير اود افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقه ليک په اړوند د افغانستان د حکومت له دريځ سره خپل ملاتړڅرګند کړ .

کابل\باختر\دسرطان ١٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن غرمه په پکتيکا ولايت کې دروان کال دچنګاښ د مياشتې ددويمې نيټې د وسله وال تروريستي بريد له ا مله دشهيدانو له کورنيو سره د کتنې په ترڅ کې له هغوى سره غمشريکي او همدردي څرګنده کړه .
دجمهور رئيس د ويندوى دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دشهيدانو د کورنۍ خپلوانوحاجي ګلدين اوبدرالدين ددغې پيښې په اړوند معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې دروان کال د چنګاښ د مياشتې په دويمه نيټه د حاجي عارف خان په دوو زامنو او په دوو لمسيانو کله چې دپکتيکا ولايت دخيرکوټ په ولسوالۍ کې په بک خيلو سيمه کې خپل کورته روان وو د ترو ريستانو له خوا وسله وال بريد وشو او شهيدان شول دوى وويل چې دحاجي عارف خان زړه دخپلو زامنو اولمسيانو دمړو په ليدلو سره ،ودريد او وفات شو .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي د خپلې ژورې ډاډ ګيرنې او خوا خوږۍ مراتب ددغې پيښې دشهيدا نو پا تې کسا نو ته څرګند کړل او هغه نغدي مرسته يې چې ديو حکم په ترڅ کې يې ددغې پيښې دشهيدانو کورنيو ته منظوره کړې وه ، حاجې ګلدين ته وسپارله .

کابل\باختر\دسرطان ١٣
دپناه غوښتوونکو په چارو کې د ملګرو ملتو دسازمان د عالي کميشنري د اسيا او اوقيانوسيه د برخې رئيسې ميرمن ديزي ديل نن د کابل ښار په ديارلسمې نا حيې پورې اړوند د کو چي آبادپه کلي کې دراستنو شويو کو چي کورنيوحالت وکوت .
په دې کلي کې چې دکروغ دغره په لمنو کې د قلعه قاضي ترشا موقعيت لري له شپږو کلونو راپه ديخوا له پا کستان څخه سل راستنې شوې کو چي کورنۍ شپې سبا کوي .
د کابل ولايت د مها جرينو دراستنو لو د چارو رئيس عبدالرحمن شمس باخترا ژانس ته وويل، په دې ځاى کې ديو،ان، اچ ، سي، آر په مرسته درې سوه کو چي کورنيو ته کورونه جوړشوي دي اود څښاک روغتيايي اوبه دنلونو دغځولو په واسطه برا برې شوي دي .
ده وويل : په دې کلي کې يو اته ټولګيز ښوونځى جوړ شوى دى او هم دپنځو کيلو مترو په اوږد والي يو سړک چې د کو چي آباد کلي ددشت برچي له پل خشک سره نښلوي جوړ اوپوڅ شوى دى او ددغه واټ په دواړو غاړو کې استنادي ديوالونه جوړ شوي دي او هم د واټ دروښانولو لپاره لمريز څراغونه ځړول شوي دي .
شمس وويل: سربيره پردې د کو چي آباد اوسيدونکو ته د ښځينه خيا طۍ اودحلبي جوړولو او ترکاڼۍ کورسو نه هم جوړشوي دي .
دپناه غوښتوو نکو په چارو کې د ملګرو ملتودسازمان د کميشنري د اسيا او اوقيانوسيه د برخې رئيسې ميرمن ديزي ديل چې د مها جرينو درا ستنولود چارو وزارت د معين فضل احمد عظيمي اود افغانستان لپاره ددغې کميشنري د استازي بوشاک له خوا يې ملګرتيا کيده ددغو پروژو د کتنې په وخت کې وويل. د خوشحالۍ ځاى دى چې دغو کورنيو ته کورونه اود ژوندانه نورې اسانتياوې برابرې شوي دي .
فضل احمد عظيمي د پروژو د کتنې په وخت کې له دې څخه وغوښتل چې ديو روغتيايي کلينيک په جوړولو ، دکارد زمينې په برا برولو او ددوى کورونو ته د لمريزې بريښنا په تا مينولو کې له دغو کورنيو سره مرسته و کړي .
ميرمن ديزي ديل ژمنه وکړه چې ژنيو ته له ستنيدو سره سم به هلې ځلې و کړي چې په کو چي آ باد کلي کې د ميشتو کورنيو طرحه شوي ستو نزې حل کړي.
ددغو کورنيو استازي سيداقا د مها جرينو دراستنولو د چارو له وزارت اودپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګرو ملتو دسا زمان له عالي کميشنري څخه دقدردانۍ په څرګندولو سره دهغوى دستونزو حل کولو ته دپاملرنې غوښتنه و کړه
دغه راز هيئت د کابل ښار په قمبر څلور لارې کې ترخيمو لاندې د ميشتو کورنيو حالت هم و کوت .

قاهره \باختر\دسرطان ١٣
دمصرجمهوررئيس محمدمرسي ددغه هيواد دپوځيانو له خوا دفرمان له صادريدو وروسته تيره شپه له خپل مقام څخه ګو ښه شو،
د محمد مرسي د ملا تړو اومخالفينو له څو ورځنيو مظا هرو وروسته چې په مليونونو تنو پکې ګډون کړى و د مصر اردو ددغه هيواد د جمهور رئيس د ګو ښه کيدو تصميم ونيوه اودرسنيو ټولې چارې دپوځيانو ترکنترول لا ندې دي .
دمصرپه څو ښارونو کې دخلکو جشنو نه اود خوشحالۍ مراسم دوام لري.
دمصر ددفاع وزيرعبدالفتاح السيسي څرګنده کړه .
محمد مرسي ونه کړاى شول چې د مصر د خلکو غوښتنې ترسره کړي او له دې امله د مصر د اساسي قا نون د محکمې رئيس به ددغه هيواد دموقت مشر په توګه دنده تر سره کړي
دمصر اردو ددغه هيواد اساسي قا نون تعليق کړى دى ، د مصردقانوني دولت راپرځول چې دازادو اوشفافو انتخاباتو له لارې انتخاب شوى و ، ډول ډول غبرګو نو نه راپارولي دي .
دامريکا جمهور رئيس بارک اوباما د محمدمرسي دګوښه کيدو اود مصر داساسي قانون دتعليق په سبب خپله ژوره ا نديښنه څرګنده کړې ده .
اوباما دمصرپوځيانو ته په پيغام کې ويلي دي چې پوځيان بايد دښځو اونارينه و په ګډون ددغه هيواد دټولو خلکو دحقوقو درناوى وکړي او پريږدي چې د ا عتراض کوونکو غږ واوريدل شي .
په قا هره کې دامريکا سفارت هم تړل شوى دى.
اوباما له مصر سره دمرستو دغوروړانديز کړى دى اود ملګروملتودسازمان عمومي منشي هم په دغه هيواد کې دارا مۍ اوخبرو غوښتنه کړې ده .
دخليج دحوزې هيوادونودمصري پوځيانو د کودتا ملاتړ کړى دى.
دمصر د اساسي قانون  د محکمې رئيس عادل منصور نن د مصر د موقت مشر په توګه خپله د نده پيلوي .
دمصرموقت دولت به ډير ژر پارلماني اود جمهوري رياست انتخا بات ترسره کړي اونوى اساسي قانون به جوړ کړي .
دخبري منابعو دخبر له مخې ، محمد مرسي اود اخوان المسلمين ګوند څه نا څه دوه تنه جګپوړي مشران نيول شوي دى .
داخوان المسلمين ګوند داردو لاسوهنه کودتا بللې ده ، خود دالازهر موسسې رئيس شيخ احمد الطيب ،دمصر دقطبي مسيحيانو مشرپاپ نوردويم خراس اود محمد مرسي ددولت يو مخالف مشر محمد البرا دعي داردو د تصميم ملا تړ کړى دى

کابل\باختر\دسرطان ١٣
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ماين پاکولو دپروګرام مديريت به د امنيت د تامينولو په شان افغانانو ته وسپارل شي .
ددغه پروګرام  ګړندي کولو لپاره هلوځلو زور اخيستى دى
په افغانستان کې د ماين پاکولو مسوولين وايي چې د افغان مقاماتو په غوښتنه يې د ماينونو اود نا چاودلو توکو له شتون څخه د هيواد دپا کولو بهير ګړندى کړى دى.
ټاکل شوې ده له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د امنيتي مسوليتونو ترڅنګ د ماينونو اوناچاودلو توکو له شتون څخه د هيواد دپا کولو چارې افغانانو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د افغانستان په خا وره کې په سلو کې څه دپاسه ديرش نا چاودلي توکي او ماينو نه په خپل حال پا تې دي .
سږ کال دهڅو اوهاند په ګړندي کولو سره ټاکل شوې ده نهه اويا مليونه ډالره په افغانستان کې دماين پا کولو په پروګرام ولګول شي.
افغانستان په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې د ماين د توليد او کارولو دبندولو تړون چې د ا وتاوا تړون په نامه ياديږي لاسليک کړ . ددغه تړون له مخې نړۍ په تيره بيا دملګرو ملتو سازمان ژمنه وکړه چې په لسو کلونو کې افغانستان د ماينونو اوناچاودلو توکو له شتون څخه خلاص کړي خو ددغو لسو کلونو په تيريدو سره شميرنې ښيي چې لا تر اوسه پورې هم په دغه هيواد کې په سلو کې ديرش ښخ کړى شوي ماينونه اونا چاودلي توکي پاتې دي .
په افغانستان کې ماين پاکولو ددفتر تخنيکي او مالي مسوول محمد شفيق يوسفي وايي چې نا امنۍ ددې سبب شوې چې نړيوال او افغانان و نه کړاي شي له ټاکلي مودې څخه مخکې افغانستان له ماينونو اوناچاودلو توکو څخه خلاص کړي
ويل کيږي چې د افغانستان دولت د ملګرو ملتو له سازمان څخه غوښتې دي چې په افغانستان کې د ماين پاکولو او د ناچاودلو توکو دراټولولو په برخه کې خپل ماموريت ترنورو لسو کلونو لپاره تمديد کړي.
ښاغلي يوسفي وايي چې تر راتلوونکو لسو کلونو پورې به دماين پاکولو د بهير په ګړندي کولو سره افغا نستان له ماينونو اوناچاودلو توکو څخه خلاص شي .
دملګرو ملتو سازمان همدا اوس د افغانستان حکومت ته د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه دپاکې شوې ځمکې اود ماين پا کولو دپرو ګرامونو د مديريت دسپارلو بهير پيل کړى دى.
ددغه پروګرام په چوکاټ کې هغه ځمکه به چې په افغانستان کې چې د ماينو نو اود ناچاودلو توکو له شتون څخه پاکه شوې ده هم په سمه توګه دساتنې لپاره افغان مسولينو ته وسپارل شي.
له همدې امله پرون  د بد خشان ولايت لس ولسوالۍ چې د ماين پا کولو د مرکزو نو په مرسته دماينونو له شتون څخه پاکې شوې وې د افغا نستان حکومت ته وسپارل شوې .
په افغانستان کې د ماين پاکولو ددفتر تخنيکي او مالي مسوول باختر ا ژانس ته وويل چې دماين پاکولو مرکزونوپه افغانستان کې دطالبانو درژيم له را نسکوريدو وروسته پورې و کولاي شول د بد خشان ولايت لس ولسوالۍ د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه پاکې کړي .
ده وويل د ماين پاکولو مرکزونه د افغانستان ددولت اود مرستندويو نړيوالو مرکزونو په مرسته هلې ځلې کوي چې تر٢٠٢٣ کال پورې ټول افغانستان له ماين څخه خلاص کړي .
دبدخشان والي شاه ولي الله اديب د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه ددغه ولايت پاکول دانسانانو د مصوونيت اود خلکو دټولنيز او اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ارزښتناک و بلل .
دهلو ترست د ماين پاکولو د مرکز رئيس فريدون همايون وايي چې تر او سه پورې د افغانستان په سلو کې څه دپاسه شپيته خاوره د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه پاکه شوې ده .
په همدې حال کې ويل کيږي چې شپږ سوه اووه اويا زره تنه افغانان په اوس وخت کې د ماين په پنځه سوه متري سا حه کې شپې سباکوي .
د تر لاسه شويو ارقامو له مخې لا تر اوسه پورې په افغا نستان کې په سلو کې څه د پاسه ديرش ماينونه اوناچاودلي توکي په خپل حال پاتې دي چې د هغو د مو جوديت په نسبت مياشت په مياشت څه نا څه څلويښت تنه افغا نا ن معيو ب اويا وژل کيږي
کال په کال د نړيوالې ټولنې څه نا څه سل مليو نه ډالره مرسته په افغا نستان کې په ماين پاکولو کې لګيږي .

کابل باختر دچنګاښ ديارلسمه :
دکابل دخلکو دسراسري شورا رييس ډاکتر سيدمخدوم رهين ددغې شورا له غړو څخه وغوښتل چې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې کارنده رول ولوبوي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  دکابل دخلکو دسراسري شورا رييس ډاکتر رهين  چې پرون يې ددغې شورا په مرکزي ټولنه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې کابل ښاريان دې بايد په راتلوونکو انتخاباتو کې دګډون لپاره بشپړ تياري ونيسي او دغه راز په دې لاره کې دې دهيواد خلکو ته الګو وي .
ډاکتر رهين په دې غونډه کې وويل چې دکابل سوله دوست خلک دسراسري  سولې دتامينولو اوزموږ  دټولنې دبيلابيلو قشرونو ترمنځ دپيوستون په لاره کې  کولاي شي رول ولوبوي او دهيواد دزړه داوسيدونکو  په توګه دغه راز په نورو مهمو او برخليک تاکوونکو مواردو کې دپخوا په شان کارنده رول ولوبوي .
  دکابل دخلکو دسراسري شورا رييس له کابليانو څخه وغوښتل چې ددښمن دهغو تبليغاتو تر اغيزي لاندې نه شي چې له  ٢٠١٤ کال وروسته پيل شوي دي او دغه راز دخپل راتلوونکي نظام دانتخابات  لپاره  دې په کلک هوډ او عزم سره تيارى ونيسي .
په دې غونډه کې دکابل دخلکو دسراسري شورا کلنۍ رپوټ  ددغې شورا ددارالانشا درييس محمد ظاهر حسن له خوا ولوستل شو .
  دغه راز دشورا ويندوى محمد باقر شيخ زاده او دکابل پوهنتون استادپوهاند ضيا نيک بين هم خبرې وکړې .
په دې غونډه کې دځينو تشکيلاتي  مواردوپه باب هم خبرې وشوې او تصميم ونيول شو .
 

کابل باختر دچنګاښ ديارلسمه :
دکابل ښار درکاخانې دسرحوض تاريخي  جومات له بيا رغاونې وروسته نن داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين له خوا پرانستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، ډاکتر رهين ددغه جومات دپرانستلو په وخت کې وويل، نن دکابل په زاړه ښار کې درکاخانې دسيمې په سرحوض کې  ددغه ښار يو لرغوني جومات ددغې سيمې ديو نيکوکار اوخيرپال شيخ حاجي عبدالسميع  حميدي په همت بياجوړ شوى دى .
ډاکتر رهين وويل، کابل ښاريان وياړي چې له لومړى هجري پيړى  څخه تراوسه پورې يې دلوى خداى ( ج )  په سجود کې بيلابيلې ودانۍ جوړې کړي دي اوزيات مهم تاريخي جوماتونه لري چې دغزنويانو له پيړۍ څخه  زموږ تر پيړۍ پورې په بيلابيلو  تاريخي دورو کې ډول ډول جوماتونه داسلامي انځور ګرى له هنر څخه په استفادې  جوړ شوي دي او شمير دغه جوماتونه له بده مرغه  دناوړو  پيښو قرباني شوي دي اوله منځه تللي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه چې لوى خداى(ج )  دى داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته توفيف ورکړي چې زيات شمير تاريخي جوماتونه احيا کړي او دغه راز د يو شمير نورو دغوجوماتونو په جوړولو کې زموږ نړيوالو دوستانو همت کړى دى او يوشمير نور هم دحاجي صاحب عبدالسميع  په شان دپايتخت دغوره اونيکو کارو اشخاصوپه همت بيا جوړ شوي دي او ددغه شان نيو کارو کسانو او دحاجي سيد حميدي او دهغو کسانو هلې ځلې چې په راتلوونکي کې هم په دې لاره کې دهمت ملا تړي دټولو هلې ځلې  دې دلوى خداى( ج )  په دربار کې مشهورې  وي  .
دکابل ښار درکاخانې دسرحوض دجامع  جومات  په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول چې ټول ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي او په يوکال کې جوړ شوى دى .