29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Monday, 10 December 2012 14:42

باختر اژانس سمباليږي

کابل باختر  دليندي شلمه
  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه باختر اژانس ته دڅلورو مليونو افغانيو په ارزښت دخبر رسولو وسايل او تجهيزات پيرودل شوي دي
ددغو وسايلو دسپارلو په مراسمو کې چې داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم  رهين په شتون پرځاى شول د باختر اژانس  لوى رييس خليل مينوي هيله وکړه چې پيرودل شوي وسايل او تجهيزات وکولي شي هم په کېفي لحاظ  اوهم له کمي پلوه  دباختر په توليدولو کې  مثبت رول ولوبوي
په همدي حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيد مخدوم رهين وويل چې دهيواد دلومړۍ او لرغونې خبري اژانس په توګه باختر ته پاملرنه موږ دراتلونکې په نسبت ډاډمن کوي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير دغه راز وويل چې په راتلونکې  ګام کې په ولايتونوکې دباختر نمايندګي  په پام کې دي .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
  دجرګه ازاد هغه پروګرام چې غواړي دخلکو او دولت ترمنځ د باور زيانمن شوي پل کوشير کړي
جرګه ازاد ،دهغه پروګرام نوم دي چې دهيواد دخلکو او دملي مشرانو ترمنځ دمستقيمو خبرو فضا برابروي .
دغه پروګرام ديو نړيوال مرکز ( بي بي سي ميديا اکشن )  او دافغانستان دملي راديو تلويزيون له لاري توليد اوخپريږي .
ددغه پروګرام چلوونکې داود جنبش دباختر اژانس له خبريال سره په لنډو خبرو کې ددغه پروګرام او دهغه دهدفونو په باب وويل  ( جرګه ازاد )  دهيواد دخلکو بيلابيلو قشرونو ته ددي امکان برابروي چې د ٢٠١٤ کال دليږدونې ددوري په باب خپلي انديښنې اونظريې  له مقاماتو سره طرحه کړي او ځواب ترلاسه کړي .
  ددغه پروګرام داجرا کولو څرنګوالې په ځان پوري مختصي  ځانګړتياوي هم لري په دې پروګرام کې اصلي ويندويان  او پوښتوونکې  ټول خلک دي .
  داود جنبش  په دې باب هم خبري وکړي او ويې ويل  ددغه پروګرام  برخه وال چې زياتره يې دهيواد دلري پرتو سيمو او دبيلابيلو قشرونو استازيتوب کوي دپروګرام اصلي پوښتونکې دي .
دوي چلنجونه ، ګواښونه او ناخوالې  له جګپوړو دولتي مقاماتو څخه دپوښتنو په قالب کې  طرحه کوي او ځواب ترلاسه کوي .
که چېري په دقيقه  توګه ددغه پروګرام څرنګوالې او اجراکولو ته نظر واچول شي په لومړۍ قضاوت کې دانتيجه ترلاسه کېږي چې ( جرګه ازاد )  هغو مسئلو ته دپاملرنې  تر څنګ چې خلک په ريښتينې توګه انديښمن دي ځواب وړاندې کوي بلکې دخلکو اودولت ترمنځ  دباور او اعتماد دزيانمن شوي پله په کوشير کولو کې ګام اخلي او په داسې ډول زمينه برابروي  چې مسوولين دخلکو دغوښتنو ، اړتياو ، نظريو او انديښنو په  باب معلومات ترلاسه کړي او له بلې خوا خلک هم په دې پوه شي چې مسوولين حاضر  دي ددوى خبري واوري او دامکان تر پولې  پوري هغه چلنجونه ، ګواښونه او ناخوالې چې دخلکو له خوا بيانيږي ، وڅيړي .
  دغه موضوع له ترديد پرته داذهنيت تداعي کوي چې جرګه غواړي دخلکو او دملي مشرانو ترمنځ رامنځته شوي واټونه لنډ کړي .
جنبش په دې باب وويل دا دملي رسني په مرسته او ددوو رسنيو په همکاري  يو نوي نړيوال اقدام ښيي  چې څه ډول نړيوالې تجربې په ملي مهارتونوسره يوبل ته لاسونه ورکوي او داسې پروګرام  وړاندې کوي چې په اصل کې دراتلونکې په نسبت دخلکو دنظريو او انديښنو بيانول دي .
دجنبش دڅرګندونو له مخې دغه پروګرام دخلکو او دملي مسوولينوترمنځ دباور او اعتماد دپله په توګه  عمل کوي .
داچې کومي موضوعګانې دجرګه ازاد له لاري طرحه کېږي او څه ډول خلکو په موضوعګانو کې ښکېل شوي دي جنبش وويل پخوا پوښتنليکونه خلکو ته ورکړي شوي دي هغه څه چې خلکو دمهمو مسئلو په توګه طرحه کړي دي او ساحه يې پراخه ده په لومړي پروګرام کې شامل کړي شوي دي .
دجنبش  دڅرګندونو له مخې په لومړي  پروګرام کې دامنيتي مسئلو په باب خلک دهيواد له لري پرتو سيمو څخه راټول او ددفاع اودکورنيو چارو له وزيرانو ، دملي امنيت له پخواني رييس امر الله صالح، هلال الدين هلال او له شکريې بارکزي څخه يو لړ پوښتنې  طرحه کړي او دخپلې نظريې  او انديښني يې بيان کړي .
دجرګه ازاد لومړي پروګرام تيره شپه دراديو افغانستان او دملي تلويزيون له لاري خپور شو له مسوولينو سره د مسئلو طرحه کولو ته دبرخه والو دزياتي تندي څرګندوي و . خلکو زياته علاقمندي لرله چې ووايي او وپوښتي . لنده داچې جرګه ازاد دخلکو او دملي مسوولينو پروګرام  دي چې خلک وپوښتي  مسوولين ځواب ووايي او دخلکو او دولت ترمنځ دپاور او اعتماد زيانمن شوي پل کوشير شي .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار  نن دولسي جرګي له غړي سيد داود نادري او له لسګونو تنو اسماعيلي سپين ږيرو سره دملي شورا دکنفرانسونو په تالار کې  وکتل .
  دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې چې دمشرانوجرګي دتقنيني  عدلي او قضايي چارو دکميسيون رييس او مرستيال حافظ  عبدالقيوم او معاون احمد هم برخه لرله .
  سيد داود نادري او منشي داودعلي دنورو په استازيتوب دمشرانوجرګي دمطبوعاتي دفتر له خوا دچهارشنبې په ورځ دخپاره شوي خبر پرخلاف په اعتراض  سره وويل چې په دې خبر کې  دموضوع داصل له معلومولو پرته دده سبز داستوګني دپروژې په نامه له دوه نيمو زرو تنو څخه دپيسو د اخستلو او هغوى ته دځمکې دنه ورکولو په باب  دولسي جرګي په وکېل ښاغلي سيد منصور نادري تور لګول شوي دي په داسې حال کې چې دملا جمعه خان او دګل مراد په نومونو دوو کسانو چې دشکايتونو داوريدو کميسيون ته يې عريضه ورکړې ده  په ١٣٨٢ کال کې له يو دولس کسيز کميسيون سره له نهو زرو تنو څخه يوسلو شپږ ويشت  مليونه پاکستاني کلداري اخستي دي چې په حکومتي څانګو کې داداري ستونزو ، داستوګنې دځمکې دساحې دنه ټاکل کېدو او دهغوى دتقلب په نسبت  ، خلکو ته ځمکه ورنه کړي شوه او دادي جمعه خان او ګل مراد چې ددغې پروژې دناکامي او دکاذبواطلاعاتو دورکولو او په امانت کې دخيانت په نسبت په څارنواليو اومحکمو کې تر پوښتنې اومجازاتو لاندې نيول شوي دي  له حساب ورکولو څخه دتيښتي او هم دمغرضو کسانو دتحريکاتو او دخپل منځي مسئلو له امله دسيد منصور نادري نامه او شخصيت ته دزيان رسولو په لاره کې ددوه نيمو زرو تنو له خوا تقلبي عريضه ورکړ شوې ده او دموضوع دحقيقت په نامعلوموالې سره په دې اړوند يو لړ قواوونه خپاره شوي دي په داسې حال کې چې په خپله سيد منصور نادري  له چا څخه پيسي نه دي اخستي او ددغې پروژې مستقيم مسووليت نه لري او ويي ويل دغه دوه نيم زره تنه چې دهغوى له نامه څخه شکايت شوي دي په حقيقت کې وجود نه لري او که چېري شته هغوي دې حاضر کړي چې دسندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره دې په هرمقام کې چې وغواړي  له موږ سره خبري وکړي .
دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار له دغو عاملانو او سپين ږيرو سره دکتنې له امله دخوښي په څرګندولوسره وويل دمشرانوجرګه هيڅکله نه غواړي چې ددغه ملي مرکز له پتي څخه دټولنې وګړو په تيره بيا ملي شخصيت او دهيواد دجمهور رييس باور وړ شخص جناب سيد منصور نادري ته زيان ورسوي او دخبرو وړ موضوع سوابق چې په اصل کې په اړوندو څارنواليو او محکمو کې موجود دي ستاسو دغه اعتراض هم دلوى څارنوالۍ له لاري دغو مراجعو ته ليږو چې له موجودو سوابقو او سندونوله مخې په هغو  هراړخيز غور او څيړنې وشي او که چېري تاسو غوښتي وي له دواړو لورو څخه دي څو تنه په مستقيمه توګه دشکايتونو داوريدو کميسيون ته خپل سندونه او دلايل وړاندې کړي چې په ممکن صورت کې دمناسب حل يوه لاره پيدا شي . له دې پرته  دمشرانوجرګي کميسيونونه په په راتلونکې  کې په دې باب له خبرو څخه ډډه وکړي .
ديوبل خبر له مخې دمشرانوجرګي رييس فضل هادي مسلميار په کابل کې دجاپان دسفير او ځانګړي استازي هايروشي نکاهاشي  سره دخپل کار په دفتر کې دپيژندګلوي  کتنه وکړه .
  په دې کتنه کې دمشرانو جرګي رييس  دافغانستان له خلکو سره دجاپان دمرستو له امله دمنني دڅرګندونو په ترڅ کې  دافغانستان په بيا جوړولو کې دجاپان دخلکو دسترې ونډې اخستنې په باب رڼا واچوله اوويي ويل چې ډي ډي آر  دبهير دتطبيق ، دملي پوليسو دظرفيت دلوړولو ، دمواصلاتي لارو دبيا رغاونې او جوړولو  دروغتيايي  کلينيکونو او ښوونځيو دبيا جوړولو او دښې حکومتوالۍ  دملاتړ په لاره کې  دجاپان ددولت مرستي او همکاري دلمس وړ دي او دافغانستان خلک به تل هغه په ياد ولري .
دغه راز مسلميار ددواړو هيوادونو دپارلماني اړيکو او دتاريخي مناسباتو دټينګښت  په باب خبري وکړي او ويي ويل چې افغانستان لاتراوسه پوري هم ددوست هيواد جاپان په ګډون دنړيوالې  ټولنې مرستوته ستره اړتيا لري او غوښتنه يې وکړه چې متبوع هيواد يې دزياتي زده کړي او تحصيل په برخه کې ځوانانو په تيره بيا دليسانس ددوري محصلانو ته زياته زمينه برابره کړي  چې زموږ هيواد هم دنړۍ دنورو پرمختللو  هيوادونو په شان دماهرانو اودمسلکي کادرونو په شتون سره په ځان ډډه ولګوي .
په مقابل کې دجاپان سفير وويل چې متبوع هيواد يې داافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ دي او ددغه هيواد مرستي  به تر هغه وخته پور ي دوام ومومي چې دافغانستان خلک ورته اړتيا ولري .
دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار نن دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت  له معين جميل جنبش سره دخپل کار په دفتر کې  وکتل .
په دې کتنه کې دکورنيو چارو وزارت معين ددغه معينيت د کړنو او فعاليونو درپوټ دوړاندې کولو په ترڅ کې په هيواد کې دامنيت په تامينولو او دنظم په ټينګښت کې دملي پوليسو درول په باب خبري وکړي او دثبات او امنيت دټينګښت په لاره کې يې له ملي پوليسو سره دخلکوهمکاري ضروري وبلله .
ده زياته کړه دکورنيو چاروپه وزارت کې داشخاصو په ټاکنه کې معيارونه ترلاس لاندې  نيول شوي دي چې دغوره سالاري پربنسټ تکېه لري .
دسنامجلس لومړۍ نايب په داسې حال کې ځينو  سناتورانو برخه لرله دښه امنيت په تامينولو کې دملي پوليسو  دنه ستړي کېدونکو او هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او په ښوونې او روزنې ، دملي پوليسو په مسلکي والې او دغوره سالاري داصل له مخې او دشخصي او تنظيمي سليقو په پام کې نيولو پرته يې په بيلابيلو پستونوکې دافرادو او اشخاصو په ګومارلو باندې ټينګار وکړ .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
  دسمنګانو ولايت په مرکزايبکو ښار کې دچاودنې له امله ددوو کورنيو شپږ تنه غړي ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي  جرمونو سره دمبارزي مدير سمونمل غلام محمد زلمي باختر اژانس ته وويل چې دغه پيښه دلاسي بم زيږنده ده چې دايبکو ښار په ظهرابي سيمه کې ديوې کورنۍ دکور دمالونو دليږدونې په وخت کې رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې پيښه کې دښځو او ماشومانو په ګډون ددوو کورنيو شپږ تنه غړي ټپيان شول .
زلمي وويل تراوسه پوري روښانه نه ده چې لاسي بم په کومي کورني پوري اړه درلود او په دې باب دپوليسو له خوا څيړنې پيل شوي دي .
خبرځاى زياته کړه دپيښې ټپيان  د ايبکو ښار ملکې روغتون ته ليږدول شوي دي او دوه تنه  ټپيان  چې روغتيايي حالت يې خراب بلل شوي و دمزارشريف ښار روغتون ته ليږدول شوي دي .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
په بغلان ولايت کې ددولتي ادارو دمالي او تدارکاتو دمديرانو دظرفيت دلوړولو ورکشاپ نن پاى ته ورسيد .
دغه ورکشاپ دماليې وزارت له خوا دمالي ، تهيې او تدارکاتو دمديرانو لپاره په بغلان کې  جوړ شوي و .
دبغلان ولايت مستوفي سيد نصير احمد بصير باختر اژانس ته وويل ددغه ورکشاپ دجوړولو هدف دملکې او نظامي په ګډون دمالي او دتهيې او تدارکاتو دمديرانو دکاري ظرفيت لوړول و . او٢٨تنو مالي مديرانو پکې ګډون کړې وه .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې ورکشاپ کې چې ١٢ ورځې يې دوام درلود دتدارکاتو دقانون دمالونو دبرابرولو او دپلان جوړولو دخدمتونو دمسئلو په اړوند دماليې وزارت له خوا ددوو تنو استول شويو استادانو له خوا داداري اصلاحاتو او دملکې خدمتونو دخپلواک کميسيون په همکاري او دنړيوال بانک په مالي مرسته معلوماتي موضوعګانې وړاندې شوي .
دورکشاپ په فارغانو تصديق ليکونه هم وويشل شول .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
  له نشه يي توکو سره دمبارزي دچارو وزير ضرار احمدن مقبل  په هلمند ولايت کې دکوکنارو دکرکېلې دکچې دکمښت له امله خوښي  څرګنده کړه .
له نشه يي توکو سره دمبارزي دچارو وزير چې په کابل کې دامريکا له سفيرستيفن مافرلند او دايساف له قوماندان سره  هلمند ته سفرکړي دي وويل چې ددغه ولايت له والي محمد نعيم سره يې کتلي دي .
په دې کتنه کې له نشه يي توکوسره دمبارزي دچارو وزير دکوکنارو دکرکېلي په کمښت کې ددغه ولايت  دمقاماتواو دامنييتي ځواکونو دهڅو او هاند له امله خوښي څرګنده کړه او ويل  څرنګه چې په هلمند کې دکوکنارو په کرکېله کې په سلو کې نږدي اتيا کمښت راغلي دي له نشه يي توکو سره دمبارزي دچارو وزارت په لښکرګاه کې دروږدوکسانو د درملنې يو روغتون جوړوي .
په دې کتنه کې دهلمند والي ژمنه وکړه چې دکوکنارو دکرکېلې دمخنيوي په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي .
والي وويل چې دهلمند په نا امنو ساحوکې دکوکنارو دکرکېلې مخنيوي سخت کار دي  خو دامنيتي ځواکونو په همت به هلې ځلې وکړي چې ددغه ولايت په ټولو ساحو کې دکوکنارو دکرکېلې مخه ونيول شي .
دغه راز دهلمند والي ددغه ولايت بزګرانو ته دکرنې داصلاح شويو تخمونو دمرستي اوهم دنورو کرنيزو امکاناتو دبرابرولو غوښتنه وکړه .
 

کابل باختر  دليندي شلمه
  په بغلان ولايت کې نن سهار په يوه ترافيکې پيښه کې پنځه تنه ټپيان شول .
  دغه کسان  دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو کرولا موټر سره د ٤٠٤ ډوله مسافروړونکې موټر دټکر له امله  ټپيان شول .
دبغلان ولايت دترافيکې پيښو آمر څارمن سيد عالم  باختر اژانس ته وويل دغو وسايطو دمرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب ساحه کې ټکر وکړ چې له امله يې دکرولا موټر پنځه تنه سپرلۍ ټپياني شوي .
خبرځاى زياته کړه چې دپيښې  ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا دمرکزي بغلان دولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي او ډاکترانو دکرولا موټر چلوونکې په ګډون ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي .
 

کابل باختر دليندى ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د لغمان ولایت د ښځو دچارو ریاست پر سرپرستې ناجیې صدیقي  تروریستي برید چې د هغې د شهادت سبب شو، په کلکه وغانده.
د لغمان د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، ناجیه صدیقي چې د لغمان ولایت د ښځو دچارو د پخوانۍ ریسې حنیفې صافۍ له شهادت وروسته یې د دغه ریاست د سرپرستې په توګه دنده ترسره کوله، نن سهار هغه تروریستي برید پري وشو چې د لغمان د مرکز مهترلام اړوند د چهل مټیو په سیمه کې له خپل کور څخه د دفتر په لور روانه وه.
حامدکرزي  د ښځو وژل یو ډارن، د دیني او د افغاني فرهنګي ارزښتونو  پر خلاف ناوړه عمل وباله او دغه تروریستي برید یې په کلکه وغانده.
د هېواد جمهوررئیس د شهیدې ناجیې صدیقي کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه د جمیل صبر هیله  ورته کوي.
 

کابل باختر  دليندي شلمه
يو ملکې وګړي په سمنګانو ولايت کې دوسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزي مدير سمونمل غلام محمد زلمي باختر اژانس ته وويل دغه سړي دايبکو ښار په خواجه اسماعيلوکلي کې وژل شوي او دده دوژل کېدو علت يې تراوسه پوري نه دى په ډاګه شوي .
ددغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوي دي .
 

پاريس– باختر دليندۍ شلمه
دپاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري په هغه کنفرانس کې دګډون په مقصد چې دنجونو دروزنې لپاره دملالي يوسفزى دميړانې دستاينې په مقصد ديونسکو په نوښت په پاريس کې جوړشوي و پرون فرانسې ته ورسيد .
دپاکستان جمهور رييس دبريتانيا په بير منګم ښارکې په ملکې اليزايت په روغتون کې له ملالۍ يوسفزي سره له کتنې وروسته پاريس ته روان شو.
ټاکل شوې وه په دې کنفرانس کې دپنځلس کلنې تنکې پيغلې ملالى يوسفزى چې په پاکستان کې يې دنجونو د روزنې لپاره هلې ځلې کولې او څو مياشتې مخکې دطالبانو له خوا ترورستي بريد پرې وشو درناوي وشي.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبر له مخې په دې کنفرانس کې دغه راز ژمنه وشوه چې  دټولې نړۍ او دپاکستان دنجونو دښوونې او روزنې لپاره پيسې راټولې شي.
دغه کنفرانس دبشردحقوقو دنړيوالې ورځې له نمانځنې سره جوخت جوړشو چې په هغه کې د دولتونو دملګرملتو دسازمان او دمدني ټولنې دسازمانونو په ګډون دنړيوالو سازمانونو استازو پکې  برخه اخستنې وه.