28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دپايتخت اوسيدونکي په کابل...

هرات دګازارګاه  مير صاحب جنازه  خاوروته وسپارل شوه .

هرات دګازارګاه مير صاحب جنازه خاوروته وسپارل شوه .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دهرات دپير دارامګاه دفقيد پيژندل شوي...

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې  نوعيت معلوم نه دى .

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې نوعيت معلوم نه دى .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: لومړني رپوتونه ددې څرګندوي دي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دچارو داداري اودوزيرانوشورا ددارالانشا لوي رياست:
په لويولارو کې په غيرقانوني ډول دهر راز پيسواخيستل  ترقانوني څارنې لاندې نيول کېږي
کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دچارو داداري اودوزيرانوشورا ددارالانشا لوي رياست: ديوې اعلاميې په صادرولو سره  خبرداري ورکړي دي چې په لويو لارو  اوبندرونو کې په غيرقانوني ډول دهر راز پيسو اخيستل اوپه بيلابيلو نومونو دپيسو راټولول ترقانونې پوښتنې لاندې نيول کېږي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي :
دجمهوري رياست د ١٣٩١ کال دزمري دمياشتي دپنځمې نيټي د ٤٥ ګڼه فرمان ، د وزيرانو شورا دڅو مصوبو اودافغانستان دجمهوررييس د ٥١٢٩ګڼه حکم له مخې له دې وروسته هيڅ ارګان اوشخص نه شي  کولاي  په غيرقانوني ډول دبيا جوړولو اودتاريخي آبداتو دترميمولو په ګډون  په بيلابيلو نومونو په لويو لارو اوبندرونو کې دليږدونکو وسايطو له  خاوندانو څخه پيسي واخلي.
هغه هيئت چې يوه مياشت مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس دحکم په ترڅ کې  ددغې ستونزي  دڅيړ نې لپاره  ټاکل شوي و په بيړه خپل کار ته دوام ورکوي .
دغه  هيئت  دپروان ، بغلان ، سمنګانو، بلخ او کندز ولايتونو ته له کابل څخه په خپل لومړني سفر کې دکابل _ مزارشريف اودبغلان _کندز په لويو لارو کې په غيرقانوني ډول دپيسو داخيستلو ټولې دروازي ويجاړي کړي.
دغه هيئت دغه راز دکونړ،. لغمان  او دننګرهار ولايتونو ته دسفر په ترڅ کې  دکابل _ تورخم  په لويه لاره کې هغه ټولې غرفي  اودروازي چې دبياجوړولو اودتاريخي ابداتو دترميمولو  په نومونو دليږدونکو وسايطو له  خاوندانو څخه په غير قانوني ډول پيسي اخيستلي  ويجاړي کړي دي او دهيواد جنوبي  اولويديځو ولايتونو ته ددغه هيئت سفرونه اوس هم دوام لري .
دچارو اداري  اودوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست چې په دې اړوند دجمهور رييس دحکم اودوزيرانو شورا دمصوبو دتطبيق  بهير څاري  اوهغه ټول مرکزونه اوکسان چې پخوا يې په دغو لارو اوبندرونو کې په غيرقانوني ډول پيسي اخيستلي د دوى ددغه  کار دوام ترقانوني څارنې لاندې نيسي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن مازيګر دتخارولايت   له ګڼ شميرسپين ږيرو ، مشرانو اومخورو سره وکتل .
دجمهوري  رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  ددغې غوڼدي په پيل کې  دافغانستان دخلکو پيوستون  دافغانستان دخلکو دجهاد اوملي مقاومت په دوره کې  زموږ دخلکو دبرياليتوب يو شرط وباله  اوزياته يې کړه چې دغه برياليتوبونه يو شان
زمو ږ په ټولو خلکو پوري اړه لري او ټول مسووليت لري چې   هغه وساتي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل  چې په اوسنيو شرايطو کې هم زموږ خلک  له بل هرڅه څخه زيات په هيواد کې امنيت اودنظم اوقانون اعاده کولو ته اړتيالري  او زه  ډاډمن يم چې دافغانستان دزړورو خلکو بچېان نن دهيواد دامنيتي ځواکونو په  ليکو کې  دخپلو خلکو  اوهيواد  دفاع کوي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دتخارولايت مشرانو ته ډاډورکړ  چې دلوي خداي  ج په توفيق نن  دافغانستان امنيتي ځواکونه   په يوازيتوب سره  دهيواد په سلو کې په څه دپاسه   ٧٥  خاوره کې  دامنيت اودثبات دتامينولو مسووليت په غاړه لري او دغه ماموريت تر  نورو دوو کلونو پوري  دخپل هيواد  په ټولو ساحو کې پراخوي اوپه هغه وخت کې  هغه انتخابي حکومت چې دافغانستان دخلکو له خوا ټاکل کېږي هغه نوري مهمي دندي  چې دافغانستان دخلکو په اقتصادي پراختيا اوسوکالۍ  پوري اړه پيداکوي له دې زيات په غاړه واخلي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز دتخارولايت له مشرانو څخه وغوښتل چې تل دخپل هيواد  دامنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ واوسي اوملاتړ يې  وکړي .
په دې کتنه کې  دتخار ولايت دوو تنو مشرانو دنورو په استازيتوب خبري وکړي  اودافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  له پروګرامونوسره يې  دتخاريانو ملاتړ څرګند کړ. په تخار ولايت کې دخلکو سيمه ييزي ستونزي دهغو مسلو يوه برخه وه چې دجمهوري رياست له لومړۍ مرستيال سره طرحه شوي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دتخارولايت دخلکو استازو او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ددوى ستونزو اووړانديزونو ته پاملرنه کېږي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دباختراژانس يو خبريال تيره شپه دکار له ساحې څخه کورته دستنيدوپه وخت کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا ووهل شو او وډبول شو اوټپي کړاى شو.
دباخترا ژانس خبريال ذبيح الله علم  دتيرې شپې داتوبجو په شاوخوا کې په داسې حال کې  چې دکار له ساحې څخه دخپل کور په لور روان و دکابل ښار داتمي ناحيي دقلعه چې په ساحه کې ددوو کسانو له خوا چې په سړو وسلو سمبال وو  له لټولو وروسته ووهل شو او  وډبول شو.
ښاغلي علم  په سرکې  ټپي شوي  اوپه ابن سينا روغتون کې تردرملنې لاندې دي . يرغلګرو دده پيسې ، موبايل اودهويت کارت  اخيستي اوله ساحې څخه تښتيدلي دي.
دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس ويلي دي  چې دپيښې څرنګوالې څيړي  خو ددغو څيړنو نتيجې تراوسه پوري معلومې نه دي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دغزني ولايت په يو واټ کې پرون دماين دچاودنې له امله  شپږتنه ملکې وګړي شهيدان شول.
ويل کېږي چې دغه ماين  دياغي طالبانو له خوا دغزني _ اندړو په لاره کې ښخ کړي شوي و.
دغزني ولايت  داندړو ولسوال قاسم ډيسيوال  باختراژانس ته وويل  پرون يوتونس ډوله  موټر چې    دغزني ښار څخه داندړو ولسوالۍ ته روان و دګودامونو په کلي کې په يو ښخ کړي شوي ماين وخوت چې له امله يې  شپږتنه ملکې وګړي شهيدان اويو شمير  نورټپيان شول.
ده زياته کړه چې ددغې پيښې قربانيان ټول ملکې وګړي وو يوه ورځ مخکې دارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې په مربوطاتو کې په ورته پيِښه کې يوشمير ملکې وګړي  و وژل شول.
طالبان ددغې پيښې  مسوول بلل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې  دغزني ولايت په مربوطاتو کې  دناټو دځواکونو په جلاجلا هوايي عملياتو کې  دوه تنه وسله وال طالبان و وژل شول  اودرې تنه نوريې ټپيان شول.
دګيلان ولسوال محبوب الله دباختراژانس خبريال ته وويل  دغو وسله والو طالبانو چې دشوکماري  اودملکې وګړو په ترور او وژنه کې لاس درلود دغزني ولايت د ګيلان اومقر په ولسواليو کې دناټو دځواکونو په هوايي عملياتو کې ورته مرګ ژوبله  اوښتې ده .
دګيلان دولسوال دڅرگندونوله مخې   له دغو عملياتو وروسته افغان او امنيتي ځواکونو ساحي ته ورغلل اويو توغندي ويشتوونکې او درې کلاشينکوفونه يې ترلاسه کړل .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دفوايد عامې وزارت مقامات وايي دسالنګونو په لويه لاره کې دڅلورو نويو تونلونو دجوړولو دطرحې دبرابرولو په حال کې دي .
دسالنګونو لويه لاره اوس دهندوکش له واورو ډکو غړونو په زړه کې  ديو تونل له لاري  له مرکزسره  دشمال دولايتونو  دنښلولو اسانه لاره ده .
ددغې لويې لاري يوازيني  تونل او ووه څلويښت کاله مخکې دوخت دشوروي اتحاد په مرسته جوړشو  خو اوس دزماني په تيريدواودوسايطو په زياتوالې هغه دله منځه تلو له خطر سره مخامخ شوي دي.
په همدي  حال کې  دفوايد عامې وزارت مقامات وايي دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي اداري او ددغه وزارت انجينرانو په مرسته دسالنګونو په لويه لاره کې  دڅلورو نويو تونلونو دجوړولو  دڅيړنې کار بشپړشوي  دي اوپه نږدي راتلوونکې کې به دهغو دډيزاين  او جوړولو لپاره هلې ځلې پيل شي.
دغه تونلونه به په څلورو سيمو له دې جملې څخه له پل خاکې څخه تردوشي  او داولنګ څخه تر دوشاخ  پوري دهندوکش دغرونو دزړونو په سوري کولو سره په دغې لويې لاري دخلکو تګ راتګ اسانه کړي .
ددغې پروژې لګښت يو مليارده ډالره اټکل شوي دي .
دفوايد عامې  وزير نجيب الله اوژن  په داسې حال کې  چې دسمنګانو ولايت ته يې سفر کړي و ويلي دي  چې په نږدي راتلوونکې کې ددغو تونلونو دډيزاين  او وجوړولو کار پيليږي.
دفوايد عامې وزير وايي چې اسيايي پرمختيايي بانک ، نړيوال بانک او دامريکا دمتحده ايالاتو پرمختيايي اداره  اوڅو نورو مرستندويو مرکزونو ددغې ستري پروژې دتمويلولو لپاره  څه ناڅه يومليارده ډالره لګوي .
نجيب الله اوژن ددغو تونلونو جوړول دافغانستان خلکو ته ښه زيري وباله.
ويل کېږي  چې دغه تونلونه  به دسيمه ييزو اوترافيکې خطرونو د اړخونو په پام کې نيولو سره په نړيوال ستندرد جوړشي .
دسالنګ تونل دسيندله سطحي څخه  ددرې زره نهه سوه پنځوسو مترو په لوړوالې دهندوکش دغرونو په زړه کې موقعيت لري  او اوږدوالې يې دوه اعشاريه  اووه کېلومتره دي .
ددغه تونل له  جوړيدو مخکې خلکوله سختو ، پيچلو اوخطرناکو  لارو دشمال ولايتونو اومرکز ته تګ راتګ کاوه.
په پاي کې  دغه تونل په ١٣٤٣ کال دداودخان دصدارت په وخت کې  دشپږسوه شپږديرشو مليونو ډالرو په لګښت دپخواني شوروي  اتحاد له خوا جوړشو.
ددغه تونل په جوړيدو سره دافغانستان دشمال اومرکز ترمنځ واټن يوسلو لس کېلومتره  لنډ شوي دي .
په اوس وخت کې  دسالنګونو دلويې لاري تونل له اندازي زيات دترافيکو شاهد دي  چې په  ٢٤ ساعتو کې تر اتو زرو پوري وسايط په دې لاره تګ راتګ کوي .
زياتي ګڼې ګوڼې او دزماني تيريدو دسالنګونو تونل ويجاړ کړي دي آن  دترسره شويو څيړنو له مخې دويجاړيدو له خطر سره مخامخ شوي دي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
د ١٠١ اسمايي زون قومانداني باختراژانس ته  ديوې خبرتيا په ليږلوسره ليکلي دي.
دقانون دحکم له مخې د ١٠١ اسمايي زون پوليس خپله دنده بولي  چې دافغان ښځو دحقوقو ملاتړ وکړي اودښځو پروړاندې دتاوتريخوالې مخه ونيسي  چې دقانون ددغه امر له مخې داسمايي زون قوماندانۍ دښځوپرخلاف تاوتريخوالې  جرم بولي  اودښځوپرخلاف دتاوتريخوالې له مرتکبينو اومسببينو سره غوڅ چلند کوي لکه څنګه چې دروان کال  په بهيرکې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې په لسګونو  پيښې څيړلي او دقضيو عاملين يې دقانون منګولو ته سپارلي دي.
دافغانستان له ټولو مسلمانو اوديندارو خلکو څخه غوښتنه کوو چې دقانون دحکمونو  له مخې  او داسلامي اصولو  او موازينو په رعايتولو سره دښځو پرخلاف له تاوتريخوالې څخه ډډه وکړي .
له خويندو څخه هم غوښتنه کوو چې په هغه صورت کې چې له تاوتريخوالې سره مخامخ کېږي دکابل دپوليسو نږدي اداري ته ورشي چې شکايت يې وڅيړل شي اودښځوپرخلاف دتاوتريخوالې مخه ونيول شي اودغه راز دافغانستان له مسلمانو خلکو اودعدلي اوقضايي مراجعو  دهمکاري غوښتنه کوو.
 

کابل باختر دليندې ١١مه
سوله د افغانستان د خلکو سپیڅلی هیله او یو الهی امر دی. د سولې او اسلامي اخوت تر سیوري لاندې کولای شو ټیکاو او پرمختګ ته لار و مومو او د خلکو هیلي ترسره  کړو.

په دې اړه، د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې د ورځې (د لېندۍ ۱٠) په کتنه کې چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د خبرو اترو او له دې بهیر څخه په ملاتړ کې د پاکستان د مهم رول په چوکاټ کې، د دې کنفرانس په ترسره کېدو باندې سره هوکړې ته ورسېدل او اعلان یې وکړ چې دا مهم کنفرانس به د روان کال د سلواغې د میاشتې په لمړیو کې د دواړو هېوادونو د دیني علماوو په ګډون سره، په کابل کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو هيئت به د دې کنفرانس د موافقه لیک د ترسره کېدو لپاره د لازم چمتووالي په اړه، د راتلونکو اوونیو په بهیر کې په اسلام آباد کې سره ناستې او سلا مشورې ترسره کړي.

 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دملي  اردو منسوبينو او دايتلاف ځواکونو دپکتيا ولايت  داحمدخيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دمخالفينو ديو تن قوماندان په ګډون شپږتنه وسله وال مخالفين ونيول  اودننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو تن مشکوک سره دوسله  والو مخالفينو يو قوماندان  ونيوه اوله دوو شارژورنو سره يې درې ميله  سپکه وسله يوه  تومانچې درې پرتلي  ، ٢٤٥  کيلوګرامه چرس ، يو شميرپوځي  يونيفورم  ، پوځي کارتونه اوملي اردو ته دجلب او جذب پاڼي ترلاسه کړي.
دغه راز دلوګرولايت دمحمداغې ولسوالۍ اوددغه ولايت دمرکز پل علم په
مربوطاتو کې ددغو ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  له دريو تنو مشکوکوکسانو سره دوسله والو مخالفينو يو قوماندان ونيول شو اويوکلاشينکوف يوه تومانچه ، يوه مخابره يو شمير پوځي  يونيفورم  اوداسي سندونه  چې په کابل ښارکې دبريدونو پلان پکې طرحه شوي و ترلاسه شوي دي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دملي اردو منسوبينو دهيواد په ځينو ولايتونو کې  نن دجلاجلا عملياتو په بهيرکې  لس تنه مشکوک کسان ونيول اويوه اندازه وسله  اومهمات يې ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي  ويندوي باختراژانس ته  خبرورکړ  دملي اردو منسوبينو اودنړيوال ايتلاف  ځواکونو دهلمند ولايت دواشيرولسوالۍ په مربوطاتو کي له دريو تنو مشکوکو کسانو سره دمخالفينو يو قوماندان ونيوه   دبغلان ولايت دپلخمري په مربوطاتو کې  دوه تنه وسله وال مخالفين و وژل شول او دوه تنه نوريې ونيول  او دقندهار ولايت  دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوه تنه مشکوک  کسان ونيول اويوه مخابره يې ترلاسه کړه .
دغه راز دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه  مشکوک  کسان ونيول شول او څلور ميله سپکه  وسله ترلاسه شوه .
دسرپل ولايت په مرکز پوري په  اړوندو سيمو کې  دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول اوپنځه  سيمکارتونه ترلاسه  شول اودفارياب ولايت  دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې اته ماينونه کشف اوشنډشوي دي .
ديوبل خبرله مخې :  دنورستان ولايت  دبرګ مټال ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په واټ کې  دښخ کړاي شويو ماينونو دچاودنې له امله دملي اردو يو منسوب شهيد شو او دلوګراونيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو دوه تنه منسوبين ټپيان شوي دي.
 

کابل باختر ليندى ١١مه

د افغانستان – پاکستان – او چین تر منځ د درې اړخیزو خبرو اترو دوهمه ناسته
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو دوېمه ناسته د ۱۳۹۱ کال د لېندۍ د میاشتې په ۹ مه نېټه په اسلام آباد کې ترسره شوه. د دغې غونډې مشري د افغانستان په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت عمومي رئیس، سید ابرار حسین کوله. د افغانستان او د چین د استازو مشري په ترتیب سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لمړي سیاسي ریاست عمومي رئیس، ښاغلی عزیز الدین احمدزاده او د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیایې چارو د ریاست مشاور، ښاغلی هونګ زلیانګ کوله.

2. درې واړو لوریو د لمړي درې اړخیزو خبرو اترو څخه وروسته د پرمختګ پر بهیر باندې بیا کتنه وکړه او په دې باور درلود‎، چې خبرې اترې د درې واړو هېوادونو د دوستانه همکاریو په ډېروالي او په سیمه کې دسولې او ټیکاو په ټینګولو کې یو مثبت رول لوبوي. په غونډه کې افغانستان ته په ځانګړې تمرکزسره د سیمي پر حالاتو، د سولې او بیا پخلاینې لپاره هڅې، او په بېلا بېلو برخو کې پر درې اړخیزو همکاریو باندې بحث و شو.

3. ګډونوالو هوکړه وکړه چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو په لا ډېرولو او د درې اړخیزو دوستانه تبادلې او همکارۍ په لا پیاوړي کولو کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ منظمې درې اړخیزې خبرې اترې، ډېرې مهمې دي.

۴. د پاکستان او چین لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې له بهیر سره پر خپل ملاتړ یوځل بیا ټینګار وکړ. درې واړو لوریو هوکړه وکړه، چې د افغانانو ترمنځ ټول شموله خبرې اترې به په افغانستان کې دوامداره سوله او ټیکاو یقیني کړي. غونډې اسلام آباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا دهيئت د سفر او له  سفر څخه وروسته د ګډې اعلامیې د صادرولو هرکلی وکړ. غونډې همدارنګه د پاکستان له هغو ګامونو څخه قدرداني وکړ چې د هغوی په غوښتنه ترسره کړی وو.

۵. درې واړو هیوادونه هوکړه وکړه چې د سیمې هیوادونو ترمنځ نږدې او دوامداره همکاري د تاوتریخوالي تمایل ته د ماتې ورکولو په موخه یو اړین کار ده. دوی د تروریزم، بنسټ پالنې او بیلتون غوښتنې پر وړاندې د مبارزې  په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
۶. په دې ناسته کې د نشه یي توکو پر وړاندې د کمپاین پر اهمیت ټینګار وشو په ځانګړې توګه د تروریزم او نشه یي توکو د پیسو ترمنځ د پیوستون له امله. په دغه برخه کې، ګډونوالو د ۱۳۹۱ لمریز کال د لړم پر ۲۲-۲۳ په اسلام آباد کې د نشه یي توکو په باب د سیمې د وزیرانو دکنفرانس د پایلو هرکلی وکړ.

۷. درې واړه لوري د نړیوالو همکاریو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مشرتابه رول ملاتړ کوي. دوی هوکړه وکړه چې د شانګهایي د همکاریو تړون (SCO) کولی شي چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو په برخه کې یو حیاتي رول ولوبوي او د SCO سیمه ییز میکانیزم کولی شي چې نویو منځته راتلونکو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ننګونو ته په ښه توګه د حل لاره پیدا کړي.

۸. په دې  ناسته کې د ۲۰۱۲ کال د جولای په میاشت کې چین ته د افغانستان او پاکستان د یوه ګډ مطبوعاتي پلاوي د بریالي سفر یادونه وشوه، او د دغه سفر د کوربه توب له امله یې د چین د هڅو ستاینه وکړه. په دې ناسته کې د چین د هغه وړاندیز چې د افغانستان-پاکستان د ګډ پارلماني هيئت کوربه توب وکړي او د دریو لوریو ترمنځ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د سلا او مشورو او د نظریاتو د تبادلې د پيل هرکلی وشو.
۹. افغان او چینایي هيئتونو د دغې ناستې د کوربه توب او دوی ته د ګرمې میلمستیا د ورکولو له امله د پاکستان څخه مننه وکړه.

۱۰. ګډونوالو د افغان هيئت دغه غوښتنه چې د راتلونکې ناستې کوربه توب به په کابل کې وکړي، په خوښۍ سره ومنله. د د غې ناستې د نیټې په اړه خبرې اترې به د ډیپلوماټیکو کانالونو له لارې وشي.