19 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاښ پنځلسمه :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ  سره خبر شوم چې دهيواد دمدني ټولنې يوفعال ، دوکتور سعيد نيازي ديوې ترافيکي حادثې له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
انالله وانااليه راجعون
  ارواښاد دوکتور سعيد نيازي يو تعليم يافته ، زيارکښ او خدمتګار شخص و. له خپلو مسلکي کارونو سربيره يې دهيوادپه مدنى ټولنې کې هم فعال حضور درلود ، دده مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو ، دهيواد مدنى ټولنې اودلغمان ولايت خلکوته وړاندې کوم . الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .

کابل \ باختر د چنګاښ ١٤ :
دملي پوليسو دوه سوه اته اتياتنو منسوبينو پرون  په کندزولايت کې  دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دکندزولايت   دروزنيز مرکز قوماندان  څارمن زبردست باخترآژانس ته وويل :
د ٢٨٨ تنو پوليسانو په ټاکلې دوره کې  په بيلابيلو برخو کې مسلکي زده کړې کړي دي .
ده زياته کړه  له دغه مرکز څخه تراوسه پورې  په ٢٧ دوره کې سرتيري او افسران په بيلابيلو برخو کې زده کړې کدي دي اوپه امنيتي  دندو ګومارل شوي دي .

کابل \ باختر د چنګاښ ١٤ :
په پکتيکااولايت کې دريو تنو ځانمرګوبريدکوونکو چې  غوښتل يې دامنيتي ځواکونو په  کاروان بريد وکړي ، دوه تنه يې دامنيتي منسوبينو له خوا ووژل شول او يوتن يې په تيښتې بريالي شو.
دپکتيکاولايت ا منيه قوماندان مل پاسوال  دولت خان ځدران دباخترآژانس  خبريال ته وويل ، دريو تنو ځانمرګوبريدکوونکو  چې غوښتل يې په ښرنې ښارکې  دامنيتي ځواکونوپه کاروان بريد  وکړي دامنيتي ځواکونوله خوا وپيژندل شول  چې يو يې ځان وچاوه  او يوتن بل يې دامنيتي ځواکونوله خوا ووژل شو.
ده زياته کړه يوبل ځانمرګي بريدکوونکې په تيښتې بريالي شوى دى  .
دپکتيکاولايت  دامنيه قوماندان دڅرگندونوله مخې :  پيښې له امله دسرزيان نه دى رامنځته شوي خو يوازې  دترافيکو يوپوليسو يوڅه ټپي شوي دي .
دبريد کوونکو مړي دپيښي په  ځاى کې پاتې دي .
دپکتيکاولايت امنيه قوماندان وويل  دتښتيدلي ځانمرګي بريدکوونکي دنيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.

کابل\  باختر د چنګاښ ١٤ :
دغزني ولايت دهوايي ډگر دجوړولو کار ترراتلوونکي يوکال پورې بشپړ اوګټي اخيستنې ته  سپارل  کيږي .
دغزني ولايت  دترانسپورت رييس انجينر احمدولي دباختراژانس  خبريال ته وويل ددغه هوايي ډګر دجوړولو کار د ١٣٩١ کال دوري په مياشت کې پيل  خو ديولړ ستونزو له رامنځته کيدو وروسته وځنډول شو چې مهمه ستونزه يې ددغې پروژي لپاره دځمکې استملاک دي.
ده څرگنده کړه چې دغه ستونزه دترانسپورت اودهوايي چلنداودملي دفاع دوزارتونو ترمنځ  حل شوې ده .
ده زياته کړه دغزني ولايت دهوايي ډگر پروژه دولس زره مربع متره ځمکي په ساحه کې په څلورو برخو کې چې د ډگر ددوه زره پنځه سوه متره په اوږ دوالي او څلويښتو مترو په سور سره  دالوتنې  او دناستې کرِښه ، ترمينل  او دهوا پوهنې  ودانۍ لري چې دترانسپورت او دهوايي چلند وزارت له بودجې څخه  جوړيږي.
دده دڅرگندونوله مخې  ددغې پروژې په بشپړيدوسره خلکو ته  دهوا له لاري دتګ راتګ اسانتياوي برابريږي .
دغزني دترانسپورت رييس زياته کړه چې  دهوايي ډگر دانګړ  دديوال دجوړولو کار  په سلو کې اتيا بشپړاونور به يې  په راتلوونکو څو مياشتو کې بشپړشي.

کابل\  باختر د چنګاښ ١٤ :
داطلاعاتو  اوفرهنګ وزارت ابلاغيه
دروژې د طاعاتواو عباداتو دمبارکې مياشتې درارسيدو او ددغې بختورې مياشتې ددرناوي اونمانځلو په مقصد له ټولو صوتي اوتصويري رسنيو څخه په درنښت غوښتنه کيږي چې خپل پروګرامونه ددغې نيکمرغې مياشتې له غوښتنو سره عيارکړي اودغه راز د روژې دمبارکې مياشتې د ښوپروګرامونو په خپرولو سره روژه لرونکي مسلمانان له ښو روحاني سوغاتونو څخه برخمن کړي .
ددغې بختورې مياشتې درارسيدو له امله  دافغانستان ملت اودنړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايو.

مسکو\ رويترز \ باختر  د چنګاښ ١٤ :
روسيې پرون دايران داټومي پروګرام په باب دنړۍ دشپږو قدرتونو او ايران ترمنځ دخبرو ترمنځ  دخبرو په پروګرام کې نه پرمختګ انديښنه څرگنده کړه.
دروسيې دبهرنيو چارو  د وزارت مرستيال سرګي ابايکوف ويلي دي  چې دايران په انتخاباتو کې دحسن  روحاني له برياليتوب وروسته دخبرو د نوې دورې لپاره دييلوماتيکې هلې ځلې ترسره شوي خو تراوسه پورې هيڅ پرمختګ نه دى شوى.
ابايکوف ويلي دي چې تراوسه پورې دخبرو دنوې دورې دوخت اودځاى په باب کومه موافقه نه ده  شوي  او دا موږ ته دانديښنې وړ دى .
ده ويلي دي  چې موږ دايران دجمهوررييس له ټاکنې وروسته دخبرو دنوي پيل لپاره ډيرې هلې ځلې  وکړې خو تراوسه هيڅ کار نه دى ترسره شوى.
دخبرو وروستې دوره  دامريکا ، روسيې ، چين  ، بريتانيا ، فرانسې ، آلمان او دايران ترمنځ په الماتا کې ترسره شوه .
په همدې حال کې دامريکا يو جګپوړي مقام دچهارشنبې په ورځ وويل واشنګتن
هوډمن دى چې له ايران سره داټومي مخامخ والي لپاره يوه ديپلوماتيکه  لاره پيداکړي.
دغه امريکايي مقام په ټينګارسره له ايران څخه غوښتي دي چې دخبرو ميزته حاضر شي .

کويټه\ ډيلي ټايمز \ باختر د چنګاښ ١٤ :
دپاکستان دبلوچستان ايالت په مرکز کويټې ښارکې دناټو دتدارکاتو په کاروان دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دبريد له امله يو موټرچلوونکي ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
باخترآژانس دډيلي ټايمز ورځپاڼي له خولي خبرراکړ دغه بريد پرون ناوخته وشو دناټو دغه موټر دپاکستان له کراچي ښارڅخه افغانستان ته روان و او دخوزدار  په سيمه کې ورباندې بريد وشو.
دخبرځاي دڅرگندونوله مخې  يرغلګرو له تيښتې مخکې دغه موټروسوځاوه،.

انقره\ وي او   اي \  باختر د چنګاښ ١٤ :
دمصراردو چې ددغه هېواد دګوښه کړاي شوي جمهور رييس مخالفين اوپلويان ددغه هيواد په ښارونو کې لاريونونوته چمتوکوي اعلام کړي دي چې اجازه ورکوي چې اړونده لوري سوله ييز لاريونونه وکړي.
د اردو په وينا کې چې دهيواد په فيسبوک کې خپره شوې ده ويل شوي دي  سوله ييز لاريون دهرمصري وګړي حق دي چي دخپل بريالي انقلاب  وروسته يې ترلاسه کړى دى.
دمصر دګوښه کړاى شوي  جمهوررييس مخالفين اوپلويان نن ځانونه لاريونونو ته چمتو کړي و اودمخالفانو په مظاهرو کي څو تنه ووژل شول  او دمرسي له ګوښه کولو وروسته هم څوارلس تنه ووژل شول.
دغه راز په پوځي ځواکونو  دبريدونو خبرونه هم خپاره شوي دي.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٤ :
افغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو پوځونو د تيرو ٢٤ساعتو په چاڼيزو عملياتو کې  اتلس تنه ياغي طالبان  ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه عمليات  چې دجوزجان ، غزني ، بادغيس اودهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي وو له امله يې پنځه  تنه ياغيان ټپيان ، شپږتنه نوريې دهيواد دامنيتي ځواکونوله خوانيول شوي او يوه اندازه وسلي،مهمات او چاويدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دکابل دامنيي قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون پنځه تنه دوژنې ، غلا او انسان تښتوني په تور دشپږمي ،اتمي،پنځلسمي امنيتي حوزې اودچارسياب له ولسوالۍ څخه ونيول.

کابل \  باختر د چنګاښ ١٤ :
دتوتانوجشنواره اودشاعرانو اوليکوالو دګډ  ژونداو همغږي دپيژندلو ترعنوان  لاندې مشاعره پرون په پنجشيرولايت کې جوړه شوه.
دغه جشنواره  په داسې حال کې   جوړيږي چې دپنجشير داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ترهمدې عنوان لاندې فرهنګي غونډه دسيمه ييزو مقاماتو ،دولايتي شورا دغړو، اديبانو ، شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون جوړه کړې وه.
دپنجشير ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس غلام رسول فراهين باختر آژانس ته وويل  په دې جشنواره کې دپنجشير اودګاونډيو له  ولايتونو نه څه ناڅه سلو تنو شاعرانو ، ليکوالانو اوفرهنګيانو ګډون کړى وو.
ده زياته کړه دغه جشنواره  دابومسلم خراساني دمرکزو په  مالي لګښت جوړه شوې وه او موږ غواړو چې ددغه شان زمينو په برابرولوسره په پنجشيرولايت کې فرهنګي فرصتونه وښيي چې کولاي شو دشعر او ادب  دمينه والو ترمنځ همغږي رامنځته کړو.
دسنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار هم په دې جشنواره کې ګډون کړي و.
غونډه دهېواد دنوميالي ليکوال رهنورد زرياب په وينا سره پاى ته ورسيده.